Tag: پښتون مجله

  • د ژوند “انګازې” – پښتون

    د ژوند “انګازې” – پښتون

    کۀ د انسان ژوند، کړاوونو، تکليفونو او مشقتونو ته وکتے شي نو ژوند ډېر ګران دے او بيا چې سړے د پښتنو ژوند ته وګوري نو بېخي زيات ګران او کله کله خو پۀ اوږو د اوړلو هم قابل نۀ وي. دا نۀ وايم چې ګنې د نړۍ پۀ نورو قامونو به ګران وخت، مشکلات او تکليفونه نۀ راځي خو چې پښتون ته ګورو نو ښکاري چې دې دنيا ته بس د تکليفونو او سختيو ګاللو لپارے راغلے دے. انسان صرف خوراک څکاک نۀ کوي او نۀ ورته ضرورتونه وېړيا ملاوېږي. د هر کار لپاره ضرور منډه وهي، ستړې کوي او زيار باسي. بيا زياتره خلک د بېلا بېلو کورنيو، کاروباري او نورو مسئلو او ستونزو ښکار وي ځکه نو انسان کله کله د ژوند څخه سټرے شي، دمه غواړي، تنګ شي، سکون او ارام غواړي، بې قراره شي، قرار غواړي. د خپلې ستړيا، ناامېدۍ لرې کولو لپاره انسانان د مختلفو کارونو پله مخه کوي. څوک سېلونه کوي او خشته ځايونو ته ځي، څوک بنډارونه جوړوي او څوک د موسيقۍ نه خوندونه اخلي او څوک د فنون لطيفه پۀ رنګونو کښې ځان ورکوي.

    فنون لطيفه پۀ ژوند کښې د مهين احساس زېرے دے. کۀ انسان صرف کار، منډو ترړو ته پاتې شي نو ډېر زر د ژوند پېټے ورته دروند شي او د مخلتفو بيمارو او ناروغيو ښکار شي. بيا د انسان فطرت هم داسې دے چې ستړے شي نو ارام سره سره ځنې د داسې شيانو طلب محسوسوي چې بدني ارام سره سره ورته ارواحي او نفسياتي ارام ترلاسه شي. کومو ټولنو کښې چې فنون لطيفه شتون لري نو هغه خلک د ښۀ مزاج څښتنان وي، د مسکا او خندا علامتونه وي. زمونږ خاوره پۀ قدرتي توګه پۀ فطري ښائستونو سمبال ده او هم دا وجه ده چې دلته شاعري، موسيقي او فنون شتون لري. د ټپې پۀ شکل کښې خو مونږ دا دعوا هم کولے شو چې هر پښتون شاعر دے. بيا رباب دے او کۀ منګے، چابېته ده يا ټپه، پۀ هر صورت زمونږ د کلتور او ثقافت غمازي کوي. زمونږ پۀ ادب کښې د خداے پۀ فضل داسې داسې نامې شته چې د نړۍ د نورو ژبو پۀ ادب کښې ئې مثال مشکل دے. د خوشحال خټک، رحمان بابا، حمزه بابا، غني خان وغېره مثال څوک راوړے شي. بيا پۀ هنرمندانو کښې خيال محمد لالا، ناشناس او زرڅانګه ځانله ځانله د انسټيټيوټس درجې لري. پۀ ډرامه او فلم کښې هم دې خاورې د دغه مېدان اتلان زېږولي دي. دليپ کمار کښې د پېښور د خوږې خاورې خواږۀ کۀ نۀ وو نو بل څۀ وو؟ مطلب د خبرې دا دے چې کۀ زمونږ سيمه ښائسته ده نو خلک ئې هم پۀ څۀ هم لۀ چا هم کم نۀ دي.

    لۀ بده مرغه د تېرو څۀ د پاسه څلور لسيزو راهسې زمونږ پۀ خاوره د ترهګرۍ جنګ د ژوند د نورو اړخونو پۀ شان د فنون لطيفه اړخ هم ډېر ځپلے، زورولے او چېړلے دے. کۀ شاعران مو متاثره شوي دي نو اداکاران خو مو لۀ برمه پرېوتې دي. کۀ د موسيقۍ هلې ځلې متاثره شوي دي نو سندرغاړي هم لولپه دي. کۀ فنکار سپک کړے شوے نو د هنرمند مو هم تپوس نۀ کوي. يو وخت ؤ چې پېښور کښې به روزانه سندرې رېکارډ کېدې، پروګرامونه به وو خو اوس خبره دې حال ته رارسېدلې ده چې ځنې هنرمندو يا خو خپل کارونه پرېښي دي او يا نورو ملکونو ته پۀ تګ مجبوره شوي دي. دې هر څۀ کۀ يو خوا هنر، فن او ادب وزپلو نو بلخوا د موسيقۍ معيار هم راپرېوتے دے. خو هغه وائي کنه چې کۀ د ظلم شپه څومره هم اوږده ولې نۀ وي خو د سحر رڼا پۀ بام څرک ضرور وهي.

    د نن سل کاله پخوا پۀ دې خاوره د پېرنګي پنجې ښخې وې او د پښتنو د تپوس څوک نۀ وو. پښتانۀ پۀ خپله خاوره غلامان وو، پۀ خپلو وسيلو ئې اختيار نۀ ؤ؛ ځمکې د دوي وې خو مزې د پېرنګي وې، محنت د دوي ؤ او ثمر ئې پېرنګي خوړلو. د ظلم د پاسه ظلم دا ؤ چې چا د خپل حق تپوس هم نۀ شو کولے. خو بيا قدرت مهربانه شو او د اتمانزو د خاورې نه يو دنګ لوړ او خشته ځوان پاڅېدو، د خپل حق او قام نعره ئې اوچته کړه او پۀ لږه موده کښې د پښتون قام د سترګو تور شو. دغه دنګ لوړ ځوان فخر افغان باچاخان ؤ. پښتانۀ يا خو د خپلمېنځي نفاق لۀ وجې بې برکته او کمزوري وو او يا دومره زورور شو چې د پېرنګي پۀ شان خونخوار ظالم ته ئې سترګو کښې سترګې واچولې. دا بل څۀ نۀ وو بلکې د دې خاورې خپله وينه او جوش ؤ چې د باچاخان پۀ شکل کښې مخې ته راغله. باچاخان به خبره کوله، پۀ دليل به ئې کوله، پۀ استقامت به ئې کوله او د صبر پۀ هنر به ئې کوله. باچاخان پښتانۀ پوهه کړل چې دا خاوره د دوي ده، د پېرنګي نۀ ده، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې تاسو غلامان نۀ يئ بلکې د دې خاورې مالکان يئ، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې ستاسو حقونه څۀ دي، پوهه ئې کړل چي خپل حق به څنګه غواړئ، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې دوي ته د څۀ ضرورت دے، پۀ سياست کولو ئې خبر کړل، د تعليم پۀ ارزښت ئې پوهه کړل، پوهه ئې کړل چې د خاورې سره مينه څۀ وي، پوهه ئې کړل چې د ژبې سره مينه څۀ وي، پوهه ئي کړل چې اتفاق ولې ضروري دے، پوهه ئې کړل چې جنګ ولې بدرنګ دے، پوهه ئې کړل چې عدم تشدد څۀ معني لري. پښتنو لۀ ئې د تلعيم ورکولو لپاره ازادې مدرسې، خپله ژبه کښې صحافت لپاره “پښتون” مجله، د جذباتو اظهار لپاره د ډرامې هنر ورکړو.

    نن چې کوم حالات پۀ پښتنو او پښتنه سيمه راټيټ دي نو د دې لۀ وجې پۀ يو شمېر زيانونو کښې يو زيان فنون لطيفه ته رسېدلے چې لۀ وجې ئې هنرمندان د مختلفو کشالو، ستونزو او مصيبتونو ښکار دي. خو ښۀ دا ده چې پۀ دې کرکجن او کړکېچن چاپېريال کښې نن هم د باچاخان فکر ژوندے دے، نن هم دغه فکر د دې حالاتو مخې ته ولاړ دے او د خپل فنکار او هنرمند د ژغورلو هڅې کوي. نن د بابا کړوسے اېمل ولي خان رامخې ته شوے ترڅو د خپل هنرمند، فنکار، شاعر او سندرغاري د مسئلو څۀ نه څۀ مداوا او علاج وکړي. کۀ پۀ عامه سترګه ورته سړے ګوري نو دا يو عام ګام دے خو کۀ پۀ سنجيده نظر او د حالاتو پۀ تناظر کښې ورته وکتے شي نو دا يو تاريخي ګام دے بلکې يو تاريخ لګيا دے جوړېږي. زمونږ سترګور او ليکوال نظر لري چې يو شاعر اديب سړے غېر سياسي لۀ سره نۀ شي کېدے او بيا هم دا خلک وي چې د ټولنې د اصلاح درنه ذمه واري پۀ سر اوړي.

    هم پۀ دې لړ کښې د اګست پۀ نهمه نېټه باچاخان مرکز کښې يو خوندور پروګرام وشو چې پکښې د پښتو موسيقۍ، فنون لطيفه او هنرمندانو او فنکارانو د خدمت لپاره د “انګازې” پۀ نامه د پروډکشن هاوس پرانسته وشوه.

    انګازه يو خوږ ټکے دے او هغه اواز ته وائي کوم چې نۀ راتمبېږي. نورې معنې ئې د اثر او علامې پۀ مطلب هم شته. خو پۀ موجوده حالاتو کښې انګازې واقعي انګازه ده ځکه چې اواز ئې پۀ زړۀ کښې جذب کېږي او نۀ راتمبېږي.

    د “انګازې” پرانسته شهنشاه غزل خيال محمد صېب او د باچاخان ټرسټ چيف ايګزېکټيو اېمل ولي خان پۀ شريکه وکړه او دې سره د انګازې د لوګو مخکتنه هم وشوه. انګازې به خپلې ټولې هلې ځلې د انقلابي سندرغاړي ښاغلي ګلزار عالم پۀ مشرۍ کښې ترسره کوي. دا يوه درنه دستوره وه چې پکښې ميا صېب، سردار حسېن بابک سره سره د پارټۍ نورو مشرانو، صحافيانو او کارکنانو هم ګډون کړے ؤ. پۀ دې خاص موقع د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم راغلے ؤ او پروګرام ته ئې درناوے بخښلے ؤ. پروګرام کښې احمد ګل استاد، ګلزار عالم، فياض خېشګي، انور خيال، فضل وهاب درد، اسفنديار مومند، وږمه بي بي، شاکر زېب او نورو يو شمېر سندرغاړو د خپل فن مظاهره کړې وه.

    کۀ د عوامي نېشنل ګوند کوششونو ته وګورو نو صرف او صرف د خپلې خاورې خدمت کول دي هغۀ کۀ پۀ هر رنګ کښې وي. عوامي نېشنل ګوند يوازې يو سياسي جماعت نۀ دے بلکې د يو سوچ نوم، د يو لوے تحريک تسلسل او د يوې نظريې پېداوار دے. د دې جرړې دومره قوي او مضبوطې دي چې کۀ يو خوا د سياست پۀ ګر پوهه دے نو بلخوا د ژ‌بې، کلتور او تاريخ پۀ ارزښت هم پوهه دے. مونږ ګورو چې يو شمېر سياسي ګوندونه بلها خبرې، بلها دعوې کوي خو صرف د نعرو تر حده ولې عوامي نېشنل ګوند يو داسې جماعت دے چې څۀ وائي نو هغه کوي هم.

    زمونږ پۀ خيال “انګازې” د دې خاورې د فن او فنکار لپاره د يو نوي ژوند زېرے دے. پۀ يو داسې وخت کښې چې زمونږ د خاورې هنرمند، فنکار، ارټسټ، سندرغاړے او شاعر پۀ سخته کښې او حکومت هم خپلې ذمه واريو پوره کولو څخه يا خو غافله دے او يا ئې دا ترجيح نۀ ده، نو عوامي نېشنل ګوند مخې ته راځي او عملي کار کوي. کۀ د تعصب، نفرت او سپک نظر چشمې څوک لرې کړي نو ليدلے شي چې کۀ نن څوک د پښتنو د حقونو خبره کوي نو هغه يوازې يو عوامي نېشنل ګوند دے. او دا هسې نۀ ده بلکې سل کاله مخکښې د دې لارې بنياد باچاخان بابا ايښے ؤ. دا سفر به لۀ خېره هم داسې پۀ موجونو وي او عوامي نېشنل ګوند به د خپل پښتون خدمت جاري ساتي. بس پښتنو له يو کار کول دي چې خپل پردے او دوست دښمن وپېژني، سوچ وکړي او د عقل څخه کار واخلي.

  • زاړۀ يادونه ښاغلي شخصيتونه – اسرار د طورو

    زاړۀ يادونه ښاغلي شخصيتونه – اسرار د طورو

    د ١٩٣٩ز د دسمبرمجله کښې د “پښتون” يو شاعر شهزاد ګل صابر د چارسدې “د وطن فرياد” نومې نظم کښې پۀ څلورم شعر کښې فرمائي چې “پښتون د خداے کلام پرېښود نو بې برکته شو” (د قران پۀ تعليماتو د عمل ترغيب ورکوي. نن هم د صابر صاحب دې خبرې ته توجه پکار ده)

    د فروري ١٩٤٠ز”پښتون” کښې د جولائي ١٩٣٨ز خبر دے چې ډاکټر خان صاحب پۀ تخت بهائي کښې د يوې کارخانې افتتاح وکړه ( ص ٩) پۀ جون ١٩٣٩زکښې د ډاکټر خان صاحب زوے “جان خان” وفات شوے ؤ.

    پۀ اګست ١٩٣٩ز کښې پۀ صوبه بمبۍ کښې د شرابو بندولو قانون جاري کړے شو نو د بمبۍ مسلم ليګ د دې قانون خلاف جلوس وويستلو(ص ٩)

    دا خبرونه او نور د بائيزو خرکي حکيم عبدالوهاب صاحب د دهلي نه مجله “پښتون” ته رالېږلي وو. دا صاحب دهلي کښې مصروف عمل ؤ.

    پۀ ٢٦ جنوري ١٩٤٠ز باچاخان فخر افغان پۀ مردان کښې د ازادۍ جنډا پورته کړه. پېښورکښې ارباب عبدالغفورخليل جنډا وچته کړه. لوئې جلسې ته عاشق شاه باچا او حکيم عبدالجليل صاحب ندوي تقريرونه وکړل( پشتون فروري ١٩٤٠ز)

    پۀ دغه مجله کښې د سوات د اديب زېب سر صاحب مضمون دے “چې ترک ولې جنګ عظيم ته داخل شو” د زېب سر صاحب نظمونه هم “پښتون” کښې راتلل.

    سيد حسېن شاه ډرل ماسټر صاحب د تنګي نه د پښتون مجلې ته پۀ تربيت مضمون ليکلے دے. هغه دا نظر لري چې ماشوم ته پۀ مناسب طريقه د خپلې ازادۍ موقع ورکول ضروري دي. رټل وهل د بچي نفسيات ژوبل او صلاحيتونه مړۀ کړي. جبر او تشدد بچے ضدي کړي.

    د فروري ١٩٤٠ز پۀ مجله “پښتون” کښې د ترخوبه تهانه دوميل بنو مولوي عبدالمنان نظم ليکلے دے.، وائي ” تۀ امتي د محمد(ص) ئې بله لار مۀ نيسه.. خوئي د ډاکه مار مۀ نيسه”.

    پۀ مخ ٢٥ او ٢٦ د عبدالمالک فدا ليکلې ترانه ده، وائي ۔ ۔ ۔ .

    د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

    مسکنه د پښتون

    يو قوم دے يو اسلام دے

    يو مذهب دے دافغان

    يو رب دے د افغان

    پۀ مخ ٣٧ تا ٣٩ د محمد عمرخان مدرس (مدرسه علي زي داودزے) پۀ “رسم الخط” ليکل کړي دي. هغوي د قندهاري پېښوري لجهو نه علاوه د نورو لهجو ذکر هم کړے دے . هغه پۀ لهجو کښې د مونږ، مونګ، موژ مثال راوړے او غواړي چې د پښتو رسم الخط داسې پکار دے چې د هر لوري او د هرې لهجې پښتانۀ پرې پوهېږي (نن نه ٨١ کاله پس هم د پښتو د مکتب، عدالت، د حکومت او اسمبلۍ پۀ دنيا کښې اجنبي ده. مشران پۀ انګرېزۍ مئين دي. انګرېزان ورته ګيا نۀ اچوي خو دوي پرې بې شانه عاشقان دي نو د پښتو رسم الخط به څۀ کړي) د ذهني غلامۍ رنځوران قام نۀ پېژني.

    پۀ دغه دور کښې د “پښتون” دکال چنده ٥ روپۍ وه. دا لس ورځنۍ مجله به حکيم عبدالخالق خليق صاحب چاپ کوله. چلونکے (يعني مدير) ئې فخر افغان خان عبدالغفارخان ؤ .

    د ٢١ دسمبر ١٩٣٩ز مجله کښې د سيد رسول رسا غزل د جديد غزل سدا بهار نمونه ده چې د ايمان، ايثار او بهادرۍ جذبې تاندوي.

    د ٢٦ دسمبر ١٩٣٩ز پۀ مجله کښې د فضل رحيم ساقي صاحب نظم دے پۀ دې کښې د “قام د حقونو د حفاظت” اصول او طريقې بيان شوي دي چې د يو مشر د مشرۍ لاندې پۀ اتفاق د حق اواز پورته شي نو حق وګټي. بله مونډي خبره دا کوي چې ” د بنده جوړکړے قانون د بنده د پاره لعنت وي. مکمل قانون د الله او د رسول (ص) قانون دے” او وائي ۔ ۔ ۔

    ترهغې ساقي ارام پۀ ځان حرام کړه

    چې جاري دلته قانون د شريعت شي

    اسلام د امن او سلامتۍ دين دے او شريعت پۀ ټولنه کښې د بني ادم کرامت او عزت محفوظ ساتي. پۀ نېغه لار پرمختګ ته د ايمان او نېک عمل پۀ وسيله مسلمانان حق ته پۀ صبر او استقامت ګواښوي . منافقت، دروغ، ريا قامونه رسوا کړي . د “پښتون” مجلې منظوم او منثور کلام د اسلام د روح مطابق دے. خان عبدالغفارخان خپله ازادي وګټله. سمبالښت ئې لازم دے.

    د ٢١ دسمبر ١٩٣٩ز د پرچې پۀ مخ نمبر٥ پۀ اتمانزو کښې جلسې ته د فخرافغان تقرير دے. اول ئې د وخت د پابندۍ هدايت کړے دے او بيا ئې د الله د عذاب نه د وېرې او د الله د رضا د پاره د الله د مخلوق د خدمت تعليم ورکړے دے . د خودغرضۍ غندنه ئې کړې ده چې بغض، کينه، حسد او پرې جنبې پېدا کوي. هغه د “خدائي خدمتګار” تنظيم پۀ ذريعه د پښتون نه دا بد عادتونه لرې کول غواړي. د صبر تلقين ورته کوي او ورته وائي چې کۀ صبر نۀ شے کولے او دغه بد عادتونه نۀ پرېږدئ نو بيا خدائي خدمتګاري پرېږدئ.

    باچاخان عام پښتون لۀ د ووټ حق ګټلے ؤ. خو دروغژن بدخويه ملګري ئې نۀ وو پکار. نن د ايمان ټوټې پۀ الېکشن کښې دهوکه او ټګي کوي او دعوې د ايماندارۍ کوي. غل ځان ته مل وائي او د چانه شرمېږي هم نه. قام او ملک ئې د خندا کړو.

    د باچاخان پۀ مخ نمبر ٧ وېنا رقم ده چې لس ايمان دار او رېښتوني خدائي خدمتګار د لس زره د نوم د خدائي خدمتګارو نه د قام او ملک زيات خدمت او اصلاح کولے شي (پښتون ٢١ ستمبر ١٩٣٩ز)

    وائي “خدائي خدمتګاري ښۀ اخلاق او ښۀ خويونه دي” د نفس قابو کولو او د ځان خاورې کولو درس ورکوي. د خپل مظلوميت د بدل نۀ اخستو سبق ښائي. د ټوپک تماچې ګرځول د خدائي خدمتګارۍ د شان خلاف ګڼي. هغه وائي چې مونږ خو خداے پاک سره دا وعده کړې ده چې تشدد به نۀ کوو،چاته به نقصان نۀ رسوو بلکې ټول تکليفونه به پۀ ځان تېروو نو بيا وسلې ته څۀ ضرورت دے؟

    پۀ دې تقرير کښې پۀ ساده ټکو کښې د قران او سنت محمدي روح ځلېږي. نن هم مونږ دغه تعليماتو ته محتاج يو. کۀ يو سړے وزيراعظم وي او پۀ ژبه ئې شيطان خپلې لاړې توکلې وي يا ليډر وي او بدعمله دروغژن وي نو د هغۀ نه به څوک څۀ د خېر طمع وکړي. دا پۀ چوکۍ قابضين پۀ خپله هم قابل مذمت دي او قام ته هم مسلسل نقصان رسوي. انګرېزانو کۀ د هندوستان قامونه لوټل، وژل، سېزل نو د بل ملک نه ډاکې پسې راغلي وو. د ازادۍ نه پس د اسلام پۀ نوم خپل اولسونه لوټل او وژل اخر د کوم دين تعليمات دي. بيا د تعجب خبره دا ده چې ملک ئې نيم شو، ليډران ئې قتل شو، پۀ سولۍ شو، وسوزېدل او دوي د تاريخ نه عبرت وانۀ خستو. دا نۀ محسوسوي چې ذلت او نحوست ورته مخې ته ولاړ دے.

    نو زۀ ځان ته او خپل قام ته د ښاغلو مشرانو دا زړې خبرې يادوم کۀ د مرګه مخکښې مو ځان بدل کړو. بد خويونه مو پرېښودل نو ترقي به وکړو. امن به قائم کړو، عزت به وګټوګنې نو د معاشي بدحالۍ او خانه جنګۍ کورونا وائرس به پۀ حملو پسې حملې کوي او بې ګوروکفن لاشونه به مو د ځناورو د خوراک شي.

    الله دې وکړي چې مشران کشران د الله پاک او خاتم النبين رحمت العلمين صلي الله علېه وسلم پۀ لار د فلاح او نجات منزل ته روان شي.

  • پښتون رساله – عبدالخالق خليق

    پښتون رساله – عبدالخالق خليق

    نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون”

    پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د اتمانزو کليزه جلسه وشوه. د محمد اکبر صاحب خادم پۀ لاس کښې يوه رساله وه. پۀ سټېج ودرېدو، پۀ وچت اواز ئې يو نظم ووې چې د سر بېت ئې دا ؤ:

    نن پۀ لاس کښې مې اخبار دے د پښتون

    چې پښتو کښې د هغې دے هر مضمون

    نو د دغه ورځې نه مياشتنۍ رساله د “پښتون” جاري شوه چې سرپرست او مالک ئې خان عبدالغفار خان باچا خان ؤ او عملاً چلونکے ئې محمد اکبر صاحب خادم ؤ. د پښتون پۀ سرپاڼه بۀ د نوم لاندې د فضل احمد افغان دا بېتونه ليکلي وو:

    نور قومونه چې څنګ دي پۀ ترقۍ کښې

    علم و فن زده کړه کۀ داسې کېدۀ غواړې

    سر اره کړه د ګومنز پۀ شان سل ځايه

    تورې زلفې د جانان کۀ ليدۀ غواړې

    سر مېده پۀ ګټه کړه لکه نکريزې

    سرې منګولې د اشنا کۀ ليدۀ غواړې

    تۀ پۀ خپله د ځان قدر وکړه پاڅه

    کۀ دنيا کښې پۀ عزت اوسېدۀ غواړې

    وارخطا لۀ خطرې لۀ لارې مۀ شه

    کۀ منزل ته د مقصد رسېدۀ غواړې

    “پښتون” يوازې پۀ پښتونخوا کښې نۀ شو لوستے بلکې د دنيا هر ګټ ته بۀ پښتنو ته لېږلے شو. “پښتون” رسالې پۀ پښتنو کښې يو لوے ذهني انقلاب پېدا کړے ؤ. دا علمي، ادبي، فني او سياسي رساله د پښتون قام يوه لويه رهنما وه او د پښتو د ډوبېدونکې کشتۍ يوه ناخدا وه.

    د 1928 نه تر 1930 دا رساله دوه کاله د باچا خان د سرپرستۍ لاندې خادم صاحب چلوله خو چې پۀ 4 اپرېل 1930 کښې سول نافرماني شروع شوه. باچا خان او د هغوي اکثر رفقاء جېلونو ته ولېږلے شو نو رساله بنده شوه. دا رساله تر هغې بنده وه چې پۀ مارچ 1931 کښې د ګاندهي ارون د صلح د لاندې قېديان پرېښودے شو. باچا خان د جېل نه رابهر شو نو د نور قومي خدمت سره سره د پښتون د اجرا مسئله هم مخې ته راغله. چونکې د خادم صاحب پۀ جېل کښـې صحت خراب شوے ؤ نو باچا خان ماته د “پښتون” خدمت وسپارلو او وړومبنۍ پرچه د مۍ 1931 چاپ شوه. هم هغسې مياشتنۍ رساله وه خو دا ځل چونکې د خدائي خدمتګارانو تحريک ډېر قوت وموندو نو پۀ “پښتون” کښې هم ډېره ګرمي پېدا شوه.

    د حبيب الله کاکا د ترنګزو نظمونو ملک سره لمبه کړو. د هغۀ د يو نظم د سر شعر دا دے:

    سخته قرباني د ځلمو نن سبا راتلونکې ده

    داؤ بۀ شي سرونه پکښـې دا غوغا راتلونکې ده

    دغسې د دوه سرو د تورسم کاکا د عبدالمالک فدا د چارسدې نظمونو او ټپو بۀ د لمبو کار ورکولو.

    د “پښتون” سره د عوامو څومره مينه وه؟ هغه د دې واقعې نه معلومه کړئ. پۀ جون 1931 کښې زۀ د مردان ضلعې پۀ دوره وتلے وم چې د “پښتون” دپاره مستقل خريدار پېدا کړم. څۀ لس شل پرچې مې د ځان سره واخستې. يوه ورځ د امازو ګړۍ بازار ته لاړم، د پڼو د پېزار يو دکان ته وختم چې دغه دکاندار ته معلومه شوه چې “پښتون” چاپ شو نو د خوشحالۍ نه ئې خپل مشر ورور ته پۀ چغه ووې چې لالاجي دا دے پښتون راغے. دغه مشر ئې چې غلام يحيي ئې نوم ؤ پۀ منډه راغے، د پښتون رساله ئې واخسته ښکل ئې کړه او ما ته ئې ووې چې د کال چنده څومره ده؟ ما ووې څلور روپۍ. نو فوراً ئې څلور روپۍ راکړې او پرچه ئې واخسته. دغه وخت يو بزرجمهر قسم سړي ورته ووې چې د کال چنده دې ولې ورکړه دا خو بۀ پۀ مشکله مياشت دوه پاتې شي؟ نو غلام يحيي جواب ورکړو چې ما ته دا يوه پرچه هم پۀ څلور روپۍ ارزانه ده.

    د دغه کال اخري مياشت وه يعنې د دسمبر. مونږ د جنورۍ 1932 پرچې کتابت کړے ؤ او سبا بۀ مو پرېس ته لېږله چې د 24 او 25 دسمبر پۀ منځنۍ شپه ګرفتاري وشوه. مونږ ټول ئې ونيولو او “پښـتون” بند شو. دا وقفه ډېره اوږده شوه. چرته چې د کال 1936 عام انتخابات وشو او پۀ کال 1937 کښې د ډاکټر خان صاحب وزارت جوړ شو نو ايله پۀ مۍ 1938 کښې “پښتون” بيا جاري شو. دا د “پښتون” درېم دور ؤ. دا ځل مياشتنۍ رساله نۀ وه بلکې پۀ هر لس ورځې کښې بۀ پرچه چاپ کېده. دا ځل ئې هم خدمت زما پۀ ذمه ؤ. دا ځل هم “پښتون” پۀ خپل روايتي شان سره د ملک او قام خدمت ډېر پۀ شانداره طريقه کولو. حکومت د سکولونو دپاره هم منظوره کړه او اشاعت ئې ښۀ زيات شو. خو پۀ دې کښې پۀ ستمبر 1939 کښې د يورپ جنګ ونښتو. دا ځل بۀ ماسټر عبدالکريم مرحوم د “نننۍ دنيا” د عنوان لاندې پۀ حالات حاضره يوه ډېره ښکلې تبصره ليکله چې پۀ ادبي لحاظ سره هم ډېره د ستائنې وړ وه او د معلوماتو پۀ لحاظ بۀ هم سېر حاصل بحث ؤ. پۀ 1940 کښې د ډاکټر ځان صاحب دوي وزارت مستعفي شو. ګورنر راج قائم شو. ګورنر ته د “نننۍ دنيا” د مضمون ترجمه پۀ انګرېزۍ کښې چا سي ائي ډي پېش کړه. ګورنر چې يو متعصب انګرېز ؤ ډېر بد ومنل. ماسټر صاحب ئې ګرفتار کړو. د قېد سزا ئې ورکړه او ما نه ئې ضمانت وغوښتو. ما ضمانت ور نۀ کړو او “پښتون” بند شو.

    درې څلور کاله پس چې جنګ ختم شو، د ډاکټر خان صاحب دوي وزارت بحال شو نو مونږ بيا “پښتون” جاري کړو. د مۍ 1945 وړومبۍ پرچه شائع شوه خو دا ځل د هفته وار اخبار پۀ شکل “پښتون” جاري شو. يعنې پۀ مياشت کښې بۀ څلور پرچې وتلې. يو ځل بيا د سکولونو دپاره منظور شو. دا ځل قريباً درې کاله “پښتون” وچلېدو او هم هغسې پۀ ډېر اب و تاب سره بۀ چاپ کېدو. قومي شاعرانو او معياري نثر نګارانو بۀ پکښې علمي، ادبي او سياسي مضمونونه او نظمونه چاپول. يو څو زنانه شاعرانو پکښې هم قلمي مدد کولو چې يوه پکښې سيده بشري بېګم کاکاخېله وه چې د س. ب.ب پۀ نوم به ئې نظم او نثر رالېږلو. بله الف جان خټکه د احمدي بانډې د کوهاټ وه.

    دا د پښتون څلورم دور ؤ او خدمت ئې زما پۀ غاړه ؤ. د پاکستان د قيام نه پس “پښتون” بيا بند کړے شو. اوس اوس چې پۀ صحيح معنو کښې عوامي حکومت قائم شو او د ارباب سکندر خان خليل پۀ شان وچت پښتون ګورنر شو نو پۀ اول فرصت کښې ئې د “پښتون” نه پابندي وچته کړه خو لا تر اوسه معلومه نۀ ده چې “پښتون” بۀ کله جاري کېږي.

  • د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو

    د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو

    لارښودان:

    د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته د ژوند تېرولو د پاره نېغه لار ښودونکي وګړي يادېږي. پۀ قلمي اثارو کښې د زميني اشخاصو دفکر نخښې دي او کۀ د اسماني الهامي هداياتو نقوش دي، مونږ سره د مصلحينو، لارښودونکو او د هغوي د تعليماتو او هداياتو او د هغوي د شخصيتونو پېژندګلو کوي.

    د علم رڼا:

    دا مصلحين کۀ پېغمبران وي کۀ پوهان، اديبان او شاعران وي، دعلم رڼا دوي ته الله ورکوي. علم پۀ رسمي توګه عامو خلقو ته د قلم کتاب او مکتب پۀ ذريعه استاذان رسوي او د وحي اوالهام پۀ وسيله علم خواصو ته نېغ پۀ نېغه د خپل نوراني مخلوق پۀ ذريعه يا پۀ ناليدلي بې تار تړون او وسائيلو الله رسوي. د دوي مرام د قام خوشحالي وي.

    يو ليکلے دستاويز:

    مونږ سره د ژوند د “نېغې لار” يو ليکلے دستاوېز د عربي ژبې قران دے. دا کتاب خواو شا څوارلس نيم سوه کاله اګاهو د بني ادم مخې ته راغلے دے. د اسماني کتابونو پۀ لړۍ کښې اخري کتاب دے. محفوظ دے، تحريف پۀ کښې ممکن نۀ دے. دا کتاب د ادم علېه السلام ذکرکوي او وائي چې “الله ادم ته د اسماء علم ورکړو” (سورة البقره ايت ٣١) د علم سرچينه يو ازلي ابدي ذات دے. هغه خالق هم دے او مخلوق ته پوهه هم ورکوي. چې دخوشحالۍ مقام ته ورسي.

    اديبان شاعران:

    مونږ پښتانۀ يو پۀ لر بر پښتونخوا کښې او د پاکستان پۀ ټولو سيمو کښې او د دنيا پۀ ډېرو ملکونو کښې اوسو خو دا پښتانۀ متحد نۀ دي. پۀ علم او هنر وروستودي. قدرتي وسائيل لري، زمکه شته، اوبۀ، کاڼي، معدنيات، نباتاتي زرعي خواږۀ، مېوې دانې ممکن دي. زمکه او غرونه ئې د مال و زر نه خالي نۀ دي. پوهان “اديبان” شاعران او مصلحان پکښې پېدا کېږي، دا د فطرت کارنامه ده. دا پوهان قام ته دخوشحالۍ لار سموي.

    دوه ستوري:

    د تقسيم هند نه مخکښې دا لوے وطن چې نن سبا پۀ کشمير، بنګله دېش،پاکستان او بهارت مشتمل دے. د انګرېزانو د برطانوي حکومت کالوني وه، غلام ؤ، انګرېزان ظالمان چل ولي بې مروته خلق وو. د هندوستان يو مسلمان بادشاه ورسره احسان وکړو، د تجارت اجازت ئې ورکړو. مراعات ئې ورکړل، دوي پۀ ټګۍ برګۍ، پۀ سازش، پۀ زور ظلم پۀ اقتدار قابض شو. د قومونو زمکې ئې پۀ مفاد پرستو وويشلې. دا اېجنټان ئې جاګېردار کړل. خطابونه ئې ورکړل. نوابان، چوهدريان ، خانان، ملکانان ئې کړل. پيران ،عالمان، پوهان، اديبان، شاعران ئې هم ازاد نه وو خوښ، کۀ جولۍ به ئې ورله ډکولې شوې نو ښۀ پۀ ښۀ اوکۀ هغوي به د سرو زرو پۀ دام کښې نۀ ګېرېدل نو زندان يا هجران به ئې نصيب شو.

    د علم و دانش پۀ رڼا دا منورين اشخاص خپل اولس د خوشحالۍ او عزت مقام ته رسول غواړي. د مارګلې نه پۀ ښکته وطن کښې ځينې هوښيارانو د تصادم پۀ ځاے د افهام او تفهيم لار اختيار کړه. سرسيد احمد خان صاحب پۀ علي ګړهـ کښې اېم اے او کالج جوړ کړو. علامه اقبال ته انګرېزانو د”Sir” خطاب ورکړو او د هغۀ استاذ ئې “شمس العلماء” کړو. خو انګرېزان د ١٨٥٧ز د جنګ ازادۍ نه پس مسلمانانو ته بد نيته وو. د مسلمانانو حرکت ئې خطرناک ګڼلو او بيا د پښتنو خو د نوغي دښمنان وو. افغانستان ئې بدي شو. پښتونخوا ئې پۀ اره پرېکړه، بيا ئې دړې وړې کړه، د جبر پۀ اور ئې وسېزله. د جهالت توره شپه ئې پرې جوړه کړه. پۀ دې توره شپه کښې د پښتونخوا پۀ اسمان دوه ستوري وځلېدل . يو د تورنګزو حاجي صاحب بل د اتمانزو عبدالغفارخان (باچاخان).

    ملک د چا، واک د چا:

    دوي حېران وو چې ملک د پښتنو دے او حکومت پرې د پېرنګي دے. نو فکر واخستل چې دا ولې؟

    د غلامۍ اسباب او علاج:

    هغوي پوهه شو چې د قام د غلامۍ اسباب جهالت، بې اتفاقي، اخلاقي او معاشي تنزل دے. پۀ دې وجه دواړو د قام داصلاح کار ته مټې راښکلې. حاجي صاحب عالم دين ؤ، روحاني پېشوا ؤ، باچاخان د بهرام خان زوے ؤ، د غلطو رسمونو داصلاح تحريک ئې شروع کړو او د مدرسو، مکتبونو اجرا کولو ته ئې مخه شوه.

    موخه:

    د دوي موخه ازادي وه. د ترنګزو حاجي صاحب د خپلو پښتنو مريدانو د اسلامي جذبې نه مجبورشو. ټوپک ته ئې لاس کړو، سرونه قربانېدل خو سامراجي طاقت ډېر زيات ؤ نو پۀ هجرت د مومند غرونو ته لاړو. باچاخان سره ټوپک نۀ ؤ. دا منصور د جذب وجنون پۀ جذبه جنګېدو. حاجي صاحب هلته هم متحرک ؤ.

    عدم تشدد:

    د عدم تشدد پۀ وسله جنګ کول حوصله غواړي، تشدد يا اخوا شي يا دېخوا يا زر ترزره مېدان وګټي او يا شکست وخوري. عدم تشدد زور اخلي خو بېلات پکښې نشته.دا مبارزه وخت اخلي. موخه به پۀ نظر کښې ساتي . د عدم تشدد پۀ لار کښې ابولهب او د هغۀ ښځه ازغي کري. خو يوه ورځ راشي چې اصحاب فيل رېز مرېز شي او د صبر جام تر شونډو ورسي.

    انجمن جوړ شو:

    باچاخان د “اصلاح الافاغنه” پۀ نوم انجمن جوړ کړو. کومو رسمونو چې پښتانۀ پۀ معاشي بدحالۍ کښې مبتلا کړي وو. کومو رواجونو چې د پښتنو کورونه وران کړي وو. پۀ هغوي کښې ئې بدۍ، دښمنۍ، بغض، کينه او نفرت پېدا کړے ؤ. کومو غلطو خودساخته روايتونو چې د مذهب پۀ جامه کښې پښتانۀ دنېغې لار نه پۀ بله پله سر کړي وو. انجمن د هغې رسمونو او رواجونو اصلاح کوله. انګرېزان او مفاد پرست خلق داقسم تحريکونه کله زغمي. هغوي به دوي ته مشکلات پېدا کول.

    د مدرسو او سکولونو زنځيرۍ:

    د اتمانزو ازاد سکول باچاخان پۀ خپله زمکه جوړ کړے ؤ. جامعه مليه دهلي سره ئې نصابي تړون ؤ. باچاخان، عبدالاکبرخان او د بنو مقصود علي جان پکښې تدريس کولو.استاذان رضاکار وو. تعليم مفت ؤ. د باچاخان ځامن عبدالغني خان او عبدالولي خان پکښې داخل وو. د قران تعليم پکښې هم ؤ. عربي، فارسي، انګرېزي، پښتو او د معاشرتي او طبعي علومو تعليم هم کېدو. ابتدائي دور ؤ. پاپلے پل اخستل وو خو انګرېزانو د صوبه سرحد د سرسيدصاحب د سېوري لاندې اسلاميه کالج پېښور خوښ ؤ. انګرېزان پرنسپلان او پروفېسران پکښې هم مصروف وو. د وطن روښانه مستقبل پکښې هم ځلېدلو. د طورو دوه لوئې ديني عالمان حضرت مولانا سيد محمد عبدالجميل صاحب د علي ګړهـ دعلامه لطف الله صاحب قابل فخر شاګرد او بل حضرت مولانا قطب شاه صاحب عباسي هم د تدريس د پاره طلب شوي وو. بيا څۀ وخت پس حضرت مولانا سيد محمد عبدالجميل صاحب محسوسه کړه چې د هغۀ دلته ملازمت مناسب نۀ دے نو دا اراده ئې پرېښوده. صاحبزاده صاحب د هغوي د بيا راوستو حاکمانه سعي وکړه خو مولاناصاحب ذاتي منفعت، پۀ ديني مصلحت غوره نۀ ګڼلو نو راستون نۀ شو.

    د مولانا صاحب مشر ورور حضرت مولانامحمد اسرائيل صاحب افغانستان ته هجرت کړے ؤ او هلته شهيد شوے ؤ. دا ساده ريښتوني عالمان پۀ خپل دين، ازادۍ او قام مئين وو. وېرېدل چې د انګرېزانو اله کار نۀ شو. مولانا عبدالجميل د جهاد پۀ مسئله تاويلات نۀ شو کولے. باچاخان د ازادو مدرسو يو زنځيرۍ پۀ دې پښتونخوا کښې خوروله او دا کار پۀ ترقۍ ؤ خو انګرېزانو د پښتنو سياسي ازادي نۀ خوښوله، نۀ ئې د هغوي د پاره داسې تعليم خوښولو چې پۀ هغوي کښې د قامولۍ او د ازادۍ احساس را بېدار کړي.

    باچاخان پۀ جېل کښې:

    باچاخان د اصلاح او د تعليم د اشاعت پۀ “ناروا جرم” کښې قېد شو. پۀ سخا ماحول کښې دا قېد بامشقت درې کاله اوږد شو. دا سزاګانې د باچاخان ملګرو له هم وخت پۀ وخت حکومت ورکولې. پۀ جلسو د ډنډه مارۍ او دګولو چلولو او د جائيدادونو د ضبط کولو سزاګانې خو بيا وروستو لا زياتې شوې کله چې باچاخان د خدائي خدمتګار پۀ نوم سياسي عمل شروع کړو. پۀ عوامي جلسو او جلوسونو کښې ډېر پښتانۀ قتل کېدل او ژوبل کېدل. ان چې د باچاخان پښتۍ د پوليس پۀ کونداغونو ماتې شوې.

    جاري ستم:

    دا ستم پۀ کلونو جاري ؤ. مدرسې به پۀ مختلفو بهانو او ذريعو بندېدلې. باچاخان خو لوے ليډر ؤ. انګرېزان د هر با ضمير پښتون د سېوري نه وېرېدل. د طورو مولانا محمد عنايت الله صاحب پۀ ځوانۍ کښې د طورو د مشرانو عالمانو او د اموخېلو پۀ تعاون د جمعية الابرار پۀ نوم د خان خېلانو پۀ جومات کښې ديني دارالعلوم جوړ کړے ؤ. هغه دارالعلوم پۀ عروج کښې ؤ چې دانګرېزانو پۀ اشاره د زورخاوند پۀ چل چل دا دارالعلوم وران کړو. د دې مدرسې يونوموړے فرزند مولانا يونس خالص د حزب اسلامي مشر د افغانستان د تباه حالۍ پۀ دورکښې پاکستان ته هجرت کړے ؤ، طورو ته راغے چې خپل استاذ مولانا محمد عنايت الله صاحب سره ملاقات وکړي، هغه چې ما د خانخېلانو جومات ته بوتلو نو اول ئې ژړل چې دا جومات خو اوس خاموش دے، دا مدرسه د تقسيم نه مخکښې غلې کړې شوې وه. کوم عالمان چې د ازادۍ پۀ حق کښې وو د هغوي ايثار پېرنګي ته عار ؤ.

    پښتون مجله:

    باچاخان د پښتنو پۀ هره شعبه کښې خدمت کولو. هغوي د “پښتون” پۀ نوم د پښتو رساله جاري کړه. پۀ خپله ئې چلوونکے ؤ. پۀ دې رساله کښې به سياسي، ادبي، علمي ، تاريخي مضمونونه او نظمونه راتلل. باچاخان پۀ ليکوالو کښې قامي اسلامي جذبه را پېدا کوله، د هغوي پۀ ذريعه ئې قام کښې د ازادۍ او علم وحکمت شعور پېدا کولو. د اديبانو او شاعرانو مخه ئې قامي خدمت ته وګرځوله.

    د اديبانو او شاعرانو فريضه:

    اديبان او شاعران الله تعالي پۀ علم و دانش او شعور نمانځلے وي. پۀ دوي کښې الهامي نورانيت هم وي او دوي وهبي او اکتسابي قابليت هم لري، قلم د علم و حکمت اله هم ده او لکه د تقرير تاثيرهم لري، تقرير وقتي شے دے، تحرير دائمي نقش دے، د حرفونو علم ځان له مېدان دے. پۀ يو يو حرف لس لس فائدې ترلاسه کېږي، حرف کنارې ته هم وائي. زۀ د علم د وسيع او غرق سمندر پۀ حرف ولاړ يم. باچاخان د حرفونو لفظونو ترکيبونو، تحريرونو، کلامونو پۀ زور خبر ؤ. هغوي غوښتل چې د قلم خاوندان خپل قامي فرض وپېژني. او دلفظ او ترکيب پۀ حسن وجمال قام له د ژوند جمال او کمال وګټي. د ازادۍ پۀ ښکلا قام اګاه کړي او د خپلې خاورې او د خپل اولس پۀ خدمت خلق اماده کړي. خبر ئې کړي چې اتحاد او ورورولي قوت دے. باچاخان يو فوځي امر ته هم وئيلي وو چې استحکام پۀ قام راځي، قام خپل کړه چې استحکام دې راشي: دغه امر کۀ د باچاخان دا خبره منلې وې نو پاکستان به نۀ ؤ نيم شوے. ترقي به ئې کړې وه. خو د اقتدار لشه اکثر خلق ړوند کوڼ کړي، حقه خبره نۀ مني.

    مسئلې:

    پښتنو ته د غلامۍ پۀ وجه بلها مسئلې جوړې شوې وې . د زمکې خواږۀ سامراجي او د هغۀ بړېڅو خوړل او عوام محروم وو، نهر نهور وو. باچاخان غوښتل چې اديب او شاعر د غلامۍ خلاف او د معاشي عدل و انصاف د پاره د قلم نه کار واخلي، سرمايه داره طبقه د ملک و ملت معاشي روزي پۀ ځان حلاله ګڼي، لکه د اوږي مرداره غوښه پۀ دواړو ژامو خوري. د اديبانو، شاعرانو دا فرض وي چې د حلال او حرام پۀ تميز اولس پوهه کړي. خپل قلم، خپل ذهانت، خپل کمال د قام پۀ ښېګړه راولي. ادب د ژوند د ښکلا د پاره پۀ کار راولي.

    شناخت:

    باچاخان د “ازادۍ” يعنې تقسيم نه پس هم د خپل قام شناخت او حق غوښتلو، د صوبې نوم نه ؤ، نوم ورله پکار ؤ.

    دمرګ نه پس کارنامه:

    د وخت “قيادت” او “لياقت” د باچاخان پۀ خبره يا خو پوهه نۀ شو يا ئې پۀ نورو وجوهاتو دا صداقت تسليم نۀ کړو. زمرے ئې پۀ پنجرو کښې بند کړو. قېد او بند او ظلم وستم د چا خوښ نۀ وي خو د حق او صداقت پۀ حسن مئين دکربلا حسېن (ع) شي، شهادت ته غاړه کېږدي. هغۀ دا هرڅۀ وزغمل. خو خپله خبره ئې کوله چې شناخت زما حق دے. هغۀ د قام د اجتماعي قوت د پاره د اختيار مطالبه کوله. ظاهره ده بې اختياره جرګه حکومت نۀ شي کولې، پۀ وطن کښې د قامونو خپلې مورنۍ ژبې دي، خپل ضرورتونه ئې وي. کۀ معاشي ضرورتونه دي، کۀ سماجي او ديني ضرورتونه دي دا حل غواړي، اختيار غواړي، د بني ادم اکرام الهٰي اعزاز دے. د قامونو د حقوقو احترام او اکرام د تهذيب نخښه ده. حق دار له حق ورکول الهٰي حکم دے، دا عېن اسلام دے، باچاخان نۀ بالشوېک ؤ نه کمېونسټ ؤ.ساده باده مونځ ګزار پښتون مشر ؤ. د هغۀ دا مطالبات ونۀ منلے شو خو هغۀ تر مرګه دا مطالبات کول. پۀ کرسۍ کښې به دا سل کلنے مات ګوډ بابا د قام د حقونو د ګټلو او د قام د خوشحالۍ پۀ غرض د پښتونخوا پۀ سمه او غر ګرځېدلو. قام به ئې بېدارولو. هغه بني ادم ؤ. دفاني جهان نه لاړ. اوس د افغانستان، جلال اباد پۀ شيشم باغ کښې اسوده دے.

    نۀ مري، نۀ مري، نۀ مري باچاخان:

    زما د کلي د قلم مزدور ښاغلي نورالبشرنويد پۀ هلکوانه کښې وئيلي وو چې “نۀ مري نۀ مري نۀ مري باچاخان” د فارسۍ بابا وئيلي وو “عمر هرگز نمبرد آنکه دلش زنده شد به عشق”. هغه وفات شو خو د قام د شناخت مقدمه ئې د مرګ نه پس وګټله. د پښتنو د صوبې نوم اوس پۀ ائيني توګه د خېبرد سابقې سره پښتونخوا دے. ائين خودمختاري هم تسليم کړې ده. کۀ چرې پښتانۀ د ځانه خبر شي او دا اختيار د قام او وطن پۀ ګټه را ولي. او پۀ جمهوري او ائيني عمل پۀ قامي او اسلامي جذبه خپل پښتانۀ پۀ ګڼ شمېر د صوبې او مرکز جرګې ته ولېږي نو د ائين مطابق به هم اختيارات عملي شي هم به پښتو ژبه د حکومت، د عدالت، د تعليم، د تجارت او صنعت و حرفت ژبه شي. پښتنو کۀ د حضرت امام ابوحنيفه (رح) غوندې افاقي مقنن او د امام حنبل (رح) پۀ شان حق ګو فقيه او د حضرت امام ابوداود (رح) پۀ شان محدث عربي دنيا له ورکولے شو نو دې خپل ملک له به ازاد خودمختار پښتون قوم، د ژوند پۀ هره شعبه کښې ذهين او محنتي ځوانان هم ورکړي. کۀ دا خوب رښتيا شي نو د مايوسۍ دا تصور به غلط شي چې پښتانۀ ترقي نۀ شي کولے. نن ټوله دنيا د کرونا وائرس د عذاب پۀ جهنم کښې سوزي . پاکستان خپلو بادارانو بد بد ګېر کړے دے. پۀ دې وطن کښې قومونه د خپلې رايې صحيح نتيجه نۀ ويني، عالمي تجارتي کمپنۍ غريب او مقروض ملکونه پۀ شا توره پۀ سرو دوزخي سکروټو را کاږي، زمونږ وطن اېټم بم لري خو الميه دا ده چې پۀ معاشي توګه نهر نهور اوږے تږے قوم يو. ماته ښکاري چې د دې دنيا غټ غټ شوکمارانو ته دعذابونو مخه ده. دا ظالمان به پۀ سور اور کښې يوبل وسېزي.

    مرام ته به رسي:- او کوم مصلحانه اديبان ، شاعران او عالمان چې دامن ، مينې، ورورولۍ، اتحاد، ايثار، ازادۍ، سوکالۍ دپاره پۀ خوږه پسته ژبه او پۀ شيرينه خوږمنه لهجه، پۀ باچاخاني انداز تبليغي عمل جاري ساتي هغوي به د خوشحالۍ مرام ته رسي.

  • پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب

    پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب

    د انګرېز د تګ نه پس چې د هندوستان د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو لپاره د مسلم ليګ پۀ خلۀ کوم جواز پېش کېدو نو هغه دا ؤ چې چونکې پۀ هندوستان کښې دوه قامونه (مسلمانان او هندوان) اوسېږي چې د يو بل نه جدا مذهب، جدا رسم و رواج او جدا ثقافت لري . پۀ دغه اساس مسلم ليګ غواړي چې د هندوستان پۀ شمال مشرق کښې د پاکستان پۀ نوم يو داسې رياست جوړ کړي چې هلته مسلمانانو ته د مذهب ازادي وي، هلته اسلامي قانون وي او دغه ملک د اسلام يوه تجربه ګاه وي. حالانکې د دې نه مخکښې هم پۀ هندوستان کښې مسلمانانو ته ازادې وه او مسلمانان پۀ هندوستان کښې د يو اقليت پۀ توګه نۀ بلکې د يو شراکت دار او حقدار پۀ توګه اوسېدل. هم پۀ دغه اساس د جمعيت العلماء هند مشرانو، باچاخان، عبېدالله سندهي او نورو ډېرو مسلمانانو مشرانو د دغه تقسيم مخالفت وکړو او کوشش ئې دا ؤ چې هندوستان د مذهب پۀ بنياد تقسيم نۀ شي، ځکه چې دغه ملک به بيا يو انتهاپسند ملک وي. دلته به اقليتونو ته حقوق نۀ ملاوېږي. د اقليتونو ژوند به پۀ خطره کښې وي او دغه ملک به د فرقه ورانه فسادونو يوه اډه وي. بهرحال د هغه وخت د زورور استعمار پاليسې وه چې د روس مخه ونيسي او د ډيورنډ د کرښې دېخوا ورته د مذهبي انتهاپسندۍ يوه اډه کولاو کړي او د دغه مقصد لپاره دلالان مسلم ليګيان استعمال شول او پاکستان د “پاکستان کا مطلب کيا، لااله الاالله” پۀ مقدسه نعره جوړ شو او هندوستان تقسيم شو. خو د بده مرغه د پاکستان د جوړېدو سره چې جناح صېب قوم ته وړومبے تقرير کوي نو پۀ هغې کښې د يو سيکولر سټېټ بيانيه وړاندې کوي.

    “You are free; you are free to go to your temples. You are free to go to your mosques or to any other places of worship in this State of Pakistan. You may belong to any religion, caste or creed—that has nothing to do with the business of the state.”

    ― Muhammad Ali Jinnah

    ژباړه: تاسو ازاد يئ د پاکستان پۀ دې رياست کښې چې تاسو خپلو مندرونو ته لاړ شئ. تاسو ازاد يئ چې تاسو خپلو جوماتونو يا د عبادت نورو ځايونو ته لاړ شئ. ستاسو تعلق د هر يو مذهب، ذات او مسلک سره کېدے شي دا پۀ دې رياست هېڅ اثر نۀ لري.

    دغه بيانيه چې پۀ حقيقت کښې د يو سيکولر رياست بيانيه وه خو رياست پۀ سرکاري توګه سيکولر اعلان نۀ شو بلکې رياست پۀ سرکاري توګه پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان ياد شو.

    هم د دغه کنفيوژن او بيانيو د توپير وجه ده چې دلته پۀ هر وخت او هر ځاے کښې د شروع نه د سيکولر مذهبي، هندو مسلمان، وهابي حنفي، شيعه سني او برېلوي دېوبندي شخړې دوامدارې دي او پۀ هر ځاے کښې دغه اور بل دے او د هر ناوړه مقصد د حاصلولو لپاره مذهب استعمالول شي.

    پېښه به د دنيا چرته بل ګوټ کښې کېږي خو تاوان او زيان به دلته د خپل اولس املاک ته رسي. مونږ پۀ تېرو وختونو کښې ليدلي دي چې چرته پۀ يو لرې ملک کښې د يو بدبخته لۀ خوا د مذهب سپکاوے يا داسې څۀ اقدام کېږي چې د مسلمانانو زړونه پرې ازارېږي. څوک هم چې داسې څۀ ناوړه عمل کوي نو هغه کۀ هر څوک دے خو ملعون او لعنتي دے. خو ايا د داسې عمل خلاف خپل ملک کښې خپلو املاکو او د غريبو خلکو روزګار ته زيان رسول د عقل کار دے . بهر حال چې کله او چرته هم داسې څۀ ناوړه عمل کېږي نو دلته پرې داسې يو ردعمل مخې ته راځي چې نقصان ئې ټول پۀ ټول عام اولس ته رسي.

    داسې بريښي چې د دغه مذهبي توند روو خلقو او ګوندونو پر شا پۀ دې رياست کښې ډېر مضبوط قوتونه ولاړ دي او پۀ رياستي توګه د دغه خلقو او ګوندونو ملګرتيا کېږي. پۀ کال دوه زره اوولسم کښې چې کله د مسلم ليګ (ن) د حکومت لۀ خوا د ختم نبوت پۀ مسئله بل پېش شو نو پۀ دغه بل هم دغه مذهبي ګوندونو نيوکې شروع کړې او د مسلم ليګ (ن) د حکومت پر ضد ئې سخت غبرګون ښکاره کړو. پۀ اسلام اباد فېض اباد کښې د تحريک لبېک (چې دغه تحريک پۀ وړومبي ځل د خلقو مخې ته راغلو) لۀ خوا پرلت شروع شو او د دغه تحريک مشر خادم رضوي پۀ ښکاره توګه پارليمنټ، عدالت او جمهوريت ته ښکنځل او رد بد وئيل او چا ورته هېڅ نۀ شو وئيلے او څو ورځې پس چې کله پرلت ختمېدلو نو يو ويډيو د خلقو مخې ته راغله چې پکښې پۀ وردۍ کښې ملبوس افسرانو د پرلت ګډون والو ته روپۍ ورکولې او د پرلت شريکوالو ته ئې وئيل چې مونږ ستاسو سره وو.

    هم دغه شان اوس اوس چې فرانس کښې د يو بدبخته لۀ خوا د عالم اسلام زړونه ودردولے شول نو پۀ ټول عالم اسلام کښې د دغه سپک او قبيح عمل خلاف احتجاجونه وشول .

    هم دغه شان د دغه بيان پر ضد پۀ پاکستان کښې هم د مختلفو مذهبي ګوندونو بلکې د هر کلمه ګو لۀ خوا سخت غبرګون وښودل شو. خو يو وارې بيا ټي اېل پي راغے او پۀ فېض اباد کښې ئې پرلت ووهلو او د پاکستان د حکومت نه ئې غوښتنه وکړه چې د فرانس سره دې سفارتي اړيکې ختمې کړي او د فرانس د مصنوعاتو نه دې عوام بائيکاټ وکړي. پۀ اسلام اباد کښې ئې پړاو واچولو او د څو ورځو پرلت نه پس ورسره حکومتي کمېټۍ لوظنامه لاس ليک کړه چې څۀ پۀ دې ډول ده.

    بسم الله الرحمان الرحيم

    معاہدہ درمیان حکومتی اسلامی جمہوریہ پاکستان و قیادت تحریک لبیک پاکستان

    بابت اختتام دھرنا/مارچ لیاقت باغ راولپنڈی ، مورخہ 16 نومبر 2020

    دونوں فریقین نے باہمی مشاورت او ر اتفاق رائے سے مندرجہ ذیل نکات پر معاہدہ کیا.

    1: حکومت فرانس کے سفیر کو دو سے تین ماہ کے عرصہ کے اندر پارلیمنٹ سے فیصلہ سازی کے ذریعے ملک بدر کرے گی.

    2:حکومت اپنا سفیر فرانس میں تعینات نہیں کرے گی.

    3: فرانس کے مصنوعات کا سرکاری سطح پر مکمل بائیکاٹ کیا جائیگا.

    4:گرفتار شدہ اسیران ناموس رسالتؐ کو فی الفور رہا کیا جائے اور بعد میں موجودہ مارچ کے حوالہ سے کوئی مقدمہ قائم نہیں کیا جائیگا.

    اسلامی جمہوریہ پاکستان

    1: بریگیڈئیر ریٹائرڈ سید اعجاز شاہ، وفاقی وزیر داخلہ

    2: پیر نورالحق قادری ، وزیر مذہبی امور

    3: عامر احمد ، کمشنر اسلام آباد

    تحریک لبیک پاکستان

    1:ڈاکٹر محمد شفیق امینی، امیر کے پی کے

    2: سید عنایت الحق شاہ صاحب، امیر شمالی

    3: علامہ غلام عباس فیضی صاحب، ناظم اعلیٰ

    سوال دا پېدا کېږي چې دا خلق څوک دي؟ څومره زورور دي؟ او پر شا ئې د چا لاس دے ؟چې دواړه ځل ئې مطالبې ټول پۀ ټوله ومنل شوې.

    دلته د دې معاهدې پۀ اړه څو پوښتنې اړينې دي چې مونږ ئې پورته کړو.

    ايا کۀ پاکستان د فرانس غونده پرمختللي هېواد سره سفارتي اړيکې ختمې کړي نو پۀ پاکستان باندې به څومره اثر وي او پۀ فرانس کښې ميشتۀ مزدوران او کاروباريانو ته به پاکستان متبادل کومه لار وګوري؟

    کۀ فرانس د پاکستان سره د سفارتي تعلقاتو ختمېدو نه پس چرته د پاکستان د بل ګاونډي هېواد سره سفارتي تعلقات مضبوط کړي نو پۀ پاکستان به ئې څۀ اثرات وي؟

    کۀ د فرانس د مصنوعاتو نه بائيکاټ وکړے شي نو د پاکستان سره د دغه متبادل د دغه معيار مصنوعات شته؟

    بايد د دغسې معاهدو نه وړاندې دا ټولې پښتنې پۀ نظر کښې ساتلے شوې وې او د دغسې بې وقوفه فېصلو پر ځاے دا مسئله د ملګرو ملتونو پۀ فورم وچته شوې وې او فرانس او نور ملکونه پۀ دې خبره قانع شوې وې چې اوس نړۍ چې د ګلوبل وېلج يا نړيوال کلي شکل اختيار کړے دے، بايد چې پۀ دې کښې پۀ داسې طريقه ژوند تېر کړو چې د يو بل مذهب، مسلک، ژبې، رنګ او کلتور ته احترام ورکړو او د دغه لارې پۀ نړۍ کښې امن قائم کړو چې د ټولې نړۍ د ژوند يو مهم ضرورت دے.

    حوالې:

    1. https://www.goodreads.com/quotes/457259

    2. https://en.wikipedia.org/wiki/Jyllands-Posten_Muhammad_cartoons_controversy

    3. https://www.aljazeera.com/news/2020/9/4/macron-decries-islamic-separatism-defends-right-to-blaspheme

  • خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون

    خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون

    د علم نفسيات يوه اصطلاح ده چې “نرګسيت” ورته وئيلے شي. څوک هم چې پۀ دې “بيمارۍ” کښې ښکېل شي نو هغه بيا پۀ ځان کښې داسې ورک شي چې بل څوک ورته لۀ سره پۀ نظر هم نۀ راځي. داسې سړي ته نرګسي وئيلے شي او داسې سړے بيا نۀ صرف د خود پرستۍ ښکار شي بلکې پۀ ځان داسې مئين شي چې ځان ورته د هر چا نه زيات ښکلے ښکاري. هم دغه شان “خبط عظمت” يو بل داسې کېفيت دے چې سړے پکښې د برترۍ د احساس ښکار شي او ورسره د لوي والي پۀ لېونتوب کښې داسې ښکېل شي چې بيا صرف او صرف پۀ خپل زور او طاقت نازېږي.

    د نرګسيت او خبط عظمت ښکار کسان کۀ ځانته محدود وي نو بيا هم څۀ خبره نۀ ده ځکه چې بس د ځان سره ئې کار وي او د هر چا خپله خوښه ده کۀ څوک ځانته دړۍ وائي او کۀ من. لکه داسې به ډېر خلک وي چې ځان به د سقراط او بقراط نه هم زيات هوښيار ګڼي. اوس کۀ داسې خلک پۀ خپلو کورونو کښې ناست وي او داسې خيالات لري نو هېڅ خبره نۀ ده ځکه چې بس دا د دوي خيال دے او د چا پۀ خيال کښې د چا څۀ کار. خو کۀ داسې خلک بهر راوځي، وېنا کوي او پۀ جار دا خبرې کوي نو بيا به خامخا خلک تپوس کوي چې ښه ټيک ده خو ستاسو د دعوې پۀ شا حقائق څۀ دي، ستاسو مطالعه څۀ ده او دا دعوې تاسو پۀ کوم دليل کوئ. يعنې بيا به ترې خامخا څۀ نا څۀ قيصه جوړېږي. خو بيا کۀ د نرګسيت او خبط عظمت ښکار يو سړے د سياست مېدان ته راشي، د حکومت واګي واخلي او د نظام بدلولو دعوېدار شي، نو داسې حالاتو کښې خبره ډېره سينګينه شي، ځکه چې داسې خلک خو پۀ ځان مئين وي، د برترۍ د احساس ښکار وي، صرف خپل ځان مني او نور ورته د پښو خاورې هم نۀ ښکاري. بلخوا سياست خو د فهم، فراست، حکمت او پۀ ګډه د کار کولو لار ده، سياست خو د څۀ وئيلو او څۀ اورېدو لار ده ، سياست خو د زغم او برداشت لار ده او سياست خو د مساوات او ورورولۍ لار ده. ځکه نو بيا خبره ورانېږي، حالات خرابېږي او تاو ترېخوالے رامنځ ته کېږي.

    لۀ بده مرغه نن سبا پۀ پاکستان کښې د داسې يو تن حکومت دے څوک چې پوره پۀ پوره د نرګسيت پۀ رنګونو کښې رنګ دے، او کۀ صرف نرګسي ؤ نو بيا به هم ښۀ وه خو د پاڅه پرې د خبط عظمت پېرے هم سور دے. کۀ دے يواځې ؤ نو بيا به هم څۀ خبره نۀ وه خو ورسره وزيران مشيران هم ټول پۀ دغه مرضونو اخته دي. هر سړے ځانته بېله بېله صوبه ده. پۀ ځان دومره مئين، د خودپرستې دومره ښکار او د برترۍ پۀ جنون کښې داسې ښکېل دي چې د حکومت نه مخکښې ئي چې څۀ وئيلي وو، کومې دعوې ئې کړې وې، هغه ترې داسې هېرې دي لکه د چا نه چې د چا قرض پېسې هېرې وي. لکه د عمران خان لۀ خوا لګېدلي نوي پي ټي وي چئيرمېن نعيم بخاري دا خبره چې پۀ پي ټي وي به اپوزيشن ته وخت بالکل نۀ ورکولے کېږي ځکه چې دا د رياست اداره ده او صرف د حکومت حق پرې دے. دا خبره د نعيم بخاري نا بلکې د وزيراعظم ده ځکه چې کۀ د هغۀ پۀ نزد غلطه وه نو چئيرمين صېب به ئې پۀ غوږ وهلے ؤ چې ګوذاره کوه! مونږ دا خبره ځکه کوو چې د کال دوه زره څوارلس د پرلت دوران به عمران خان وئيل چې پي ټي وي د عوام اداره ده، د عوام پۀ پېسو چلېږي، لس اربه روپۍ د کال د خلکو نه اخلي، نو ځکه دې پرې هر چا ته وخت ورکړے شي، خو اوس ترې ښکاري دا خبره هېره ده. دغه شان د حکومت نه مخکښې او وروستو بيانونو کښې د تضاد بلها مثالونه دي پۀ کوم چې ځانله کتابونه ليکلے کېدے شي. خو هغه د چا خبره چې چا ته ئې وائې! دلته خو پۀ حکومت کښې ناستو خلکو دا نيت کړے چې کۀ يو خو مونږ يو، کۀ نېکان يو نو بس مونږ يو. دې نرګسيت او خبط عظمت داسې ړاندۀ کاڼۀ کړي دي چې اوس ورته خپلې خبرې هم نۀ دي يادې. کۀ دا هر څۀ د دوي د ذات پورې محدود وو نو څۀ خبره به نۀ وه، خو لۀ بده مرغه پۀ عناد، دښمنۍ، نفرت او د اپوزيشن نه پۀ کرکه کښې دومره مخکښې تلي دي چې اوس ترې ملک او قوم هم هېر دے. بس دوي دي، د دوي خپل ځان دے او د دوي د برترۍ احساس دے.

  • اداريه – دسمبر 2020ز

    اداريه – دسمبر 2020ز

    بايد حکومت خپلې سترګې پرانيزي!

    مونږ د “پښتون” پۀ دې پاڼو مخکښې هم وئيلي او يو ځل بيا وايو چې کۀ د رايې اختلاف لرل د جمهوري ټولنو حسن دے نو پۀ يو جمهوري ملک کښې د اپوزيشن ذمه واري او کار هم دے. او بيا کله چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو حکومت نه خپله لار ورکه او کار هېر شي نو د حکومت سترګې غړول او هغه سمې ته راکاږل د حزب اختلاف کار نه بلکې فرض جوړ شي. کۀ وګورو نو لۀ بده مرغه موجوده حکومت وخت د سره بېخي پۀ بله بله روان دے. جهموري اقدار او اپوزيشن سره د ايوان او پارلېماني اصولو مطابق اړيکې او خبرې اترې خو يو طرف ته کړه، د حکومتي غېر سياسي، غېر جمهوري او غېر پارلېماني ګامونو لۀ وجې د ملک سياست، معيشت، امن و امان، نړيوالې تجارتي اړيکې، خارجه پاليسي، عملداري او حکومتي چارې ورځ پۀ ورځ مخ پۀ ښکته روانې دي. يو اړخ ته کۀ دغه حالات دي او پۀ ملکي قرضو کښې تېزۍ سره زياتوالے روان دے نو ورسره د اېف اے ټي اېف څارنه هم تېزه شوې ده. کۀ د ائي اېم اېف شرطونه لا پۀ سختېدو دي نو د خېر خواه ملکونو “مينه” او همدردي هم پۀ کمېدو ده. کۀ پۀ ملک کښې دننه د بېروزګارۍ شرح پۀ وچتېدو ده نو بهر ملکونو کښې مېشتۀ مزدورانو ته هم يو شمېر ستونزې او مشکلات ورپېښ دي. پۀ ملک کښې د ننه د اوړو او چينو نرخونو به هډو خبره نۀ کوو ځکه چې کۀ وزيراعظم صېب ئې نوټس اخلي نو لا ئې قيمتونه سېوا کېږي. پۀ دې ټولو کښې د ټولو نه زياته د زړۀ خوراک خبره دا ده چې حکومت سره هډو د دې مسئلو څۀ غم نشته يا داسې به ووايو چې دا هر څۀ حکومت ته هډو ښکاري نه! حکومت ته کۀ ملک کښې کومه مسئله ښکاري نو هغه اپوزيشن دے، د اپوزيشن نيوکې او تنقيد دے، د اپوزيشن احتجاجونه، جلسې او غوښتنې دي. پۀ جمهوري ملکونو او ټولنو کښې حکومتونه د اپوزيشن غوښتنې نۀ صرف اوري بلکې عمل پرې هم کوي. خو دلته خبره بېخي الټه ده. حکومت غواړي چې اپوزيشن دې خولې ته کورے واچوي او چرته يو ګوټ کښې دې خاموشه کښېني. بلکې پۀ دې ئې هم خوا نۀ يخېږي او د اپوزيشن ګوندونو د مشرانو خلاف ئې د تورونو، الزامونو او رنګ رنګ بې بنياده تهمتونو بازار ګرم کړے دے. د تېرو نهه لسو کلونو راهسې د کپتان پۀ خولۀ هم دغه چغه ده چې دا سياستدانان غلۀ دي، خو عجيبه دا ده چې نن ئې پۀ خپل جماعت کښې نيم پۀ نيمه هم د دغه جماعتونو کسان پۀ لوې لوې څوکيو ناست دي او پرون ئې چې چا ته د پنجاب د “لوے ډاکو” خطاب ورکړے ؤ، نن د تخت پنجاب بچ کولو لپاره د هغوي کور ته ځي او د پخلا کولو کوشش ئې کوي. خپله خو پۀ نورو د غلا الزامونه لګوي خو خپلو ملګرو ئې پۀ اوړو او چينو کښې د څلور سوه اربه روپو نه زياته ګټه پۀ جېبونو کښې واچوله خو حرام شه کۀ کپتان ته دغه غلا ښکاري. او داسې هم نۀ ده چې ګنې خلک معلوم نۀ دي او يا دا “ټيکه” چرته پۀ تېرو حکومتونو کښې لګېدلې ده، بلکې يو د دۀ کلک ملګرے او د جهاز مالک دے او بل ئې د کابينې غړے دے. بلخوا د اپوزيشن مشران او د سياسي ګوندونو کارکنان دي چې حکومت ئې ژوند پۀ دار کړے دے. د حکومتي جماعت نه علاوه داسې جماعت نشته چې پۀ مشرانو ئې د ټګۍ برګۍ او کرپشن تورونه نۀ وي. خو پۀ دې هر څۀ کښې تر ټولو عجيبه دا ده چې د حکومت لۀ خوا د دنګو دنګو دعوو باوجود تر اوسه يوه ټکه هم بود نۀ کړے شوه. بس خو د حکومت مشيران دي، وزيران دي او خپله وزيراعظم صېب دے چې سحر ماښام ئې دا وظيفه نيولې ده چې ټول غلۀ دي. خو د وخت تېرېدو سره سره اولس پۀ دې هر څۀ پوهه شو ځکه چې حکومت او وزيراعظم د دغه وظيفې نه يو قدم مخکښې نۀ ځي. اولس خو ملک کښې ارزاني غوښته، امن او امان ئې غوښتۀ، اسان علاج ئې غوښتۀ، روزګار ئې غوښتۀ، خو پۀ جواب کښې ورته دا هر څۀ د مار پښه شول، ځکه چې نۀ خو پۀ سل ورځني پلان عمل وشو، نۀ خو يو کروړ نوکرۍ ملاو شوې، نۀ پنځوس لکه کورونه جوړ شول او نۀ تېل او ګېس ارزان شو. اولس سره شوې وعدې او پۀ هغې عمل خو پرېږده چې الټه د اولس پۀ مرۍ لاس کېښودے شو او کۀ ټېکسونه زيات شول نو د بجلۍ، تېل او ګېس قيمتونه هم مخ پۀ بره لاړل. پۀ بجټ کښې د تنخادارو سره هغه زياتے وشو چې د ملک پۀ تاريخ کښې نۀ ؤ شوے يعنې لۀ سره تنخاګانې سېوا نۀ شوې. او هم دغه شان چې چا له د دې عام اولس تپوس کول وو، د دوي غږ جوړېدول وو، د دوي لپاره اواز وچتول وو يعنې اپوزيشن نو د هغوي د بدنامولو هره هڅه وشوه. خو د ظلم شپه کۀ څومره هم اوږده شي خو د سحر مخه څوک نۀ شي نيولے. دې ملک کښې منو چې د جمهوريت سره ډېرې لوبې وشوې، پۀ جمهوري او سياسي مشرانو پسې ملنډې وشوې، د غدارۍ فتوې هم ولګېدې او پۀ جمهوريت يرغلونه هم وشول خو چې چا پرون پۀ دې ملک کښې د ائين او قانون خبره کوله هغوي نن هم هاغه خبره کوي او هم دا وجه ده چې نن د پاکستان يوولس ګوندونه د پي ډي اېم پۀ شکل کښې راوتي دي او د نااهله او ناکام ترين حکومت نه کور ته د تلو او د اولس د حق غوښتنه کوي. خو څنګه چې مونږ وئيلي چې دا حکومت يا خو پۀ سترګو ړوند دے او يا ئې پۀ سترګو لاس ايښے ځکه نو حالاتو ته د کتلو پۀ ځاے، د ملک د سياسي کړکېچنو حالاتو د ادراک پۀ ځاے، اپوزيشن له د هغۀ د قدر هومره ځاے ورکولو پۀ ځاے لګيا دے د پي ډي اېم مخه نيسي، جلسو ته ئې خنډان جوړوي او پۀ جمهوري ملک کښې پۀ ډېره بدرنګه او غېر پارلېماني، غېر قانوني او غېر ائيني توګه د جلسو ناکامه کولو لپاره کله لارې بندوي، کله خلک ګرفتاروي او کله پۀ بېک ډېټ کښې د جلسو پۀ منتظمينو او مشرانو مقدمې جوړوي. دا ګامونه کۀ څۀ هم نوي نۀ دي او لۀ دې مخکښې هم پۀ دې ملک کښې د جمهوريت او سياست مخنيوي لپاره داسې بدرنګې او شرمناکې هڅې شوې دي خو نن دا هر څۀ پۀ يو داسې حکومت کښې کېږي چې ځانته د جهموري اقدارو چېمپئين او پارسا وائي. دا کومه طريقه ده چې د يو ملک اپوزيشن دې اول مفلوج کړے شي، د کرپشن بې بنياده الزامونه دې پرې ولګولے شي، جېلونو ته دې ولېږلے شي، کردار کشي ئې دې وکړے شي، مقدمې دې پرې جوړې کړې شي او ذاتي حملې دې پرې وکړې شي. او بلخوا دې دا وائي چې د اپوزيشن واحد مقصد خپل کرپشن پټول دي. سوال دا دے چې کۀ دوي خپل کرپشن پټوي نو دا حکومت څۀ کوي؟ د حکومت دا ادارې څۀ کوي؟ دا نېب او اېف ائي اے څۀ کوي؟ ولې تر اوسه دا ټول دننه نۀ کړے شول؟ او چې کوم پۀ دې دوه کاله کښې دننه کړے شوي وو، هغه ولې بيا پرېښودے شول، ولې ترې پېسې بود نۀ کړے شوې؟ تر څو به دا خوار او غريب اولس دا خبرې اوري چې اپوزيشن غل دے، خپل کرپشن پټوي او د پاسه پرې د وزيراعظم دا ګردان چې “کۀ څۀ هم وي نو اېن ار او نۀ ورکوم”. بايد تپوس دې وشي چې اېن ار او غوښتې چا ده؟ کله ئې غوښتې ده او پۀ کومو شرطونو ئې غوښتې ده؟ ځکه چې مونږ ته د پي ډي اېم کومې غوښتنې پۀ نظر راځي نو د هغې نه خو داسې نۀ څرګندېږي چې ګنې دوي اېن ار او غواړي بلکې د عوام د چغو او د پي ډي اېم پۀ جلسو کښې د ګډون لۀ وجې خو داسې ښکاري چې د اېن ار او ضرورت اپوزيشن ته نه بلکې حکومت ته دے. کۀ حکومت پۀ دې پاو باندې دوه کاله کښې څۀ کړے وے نو نن به نۀ عوام راوتل او نۀ به حکومت پۀ لړزان ؤ. اوبۀ لۀ ورخه تېرې دي خو څۀ وکړو چې حکومت ته داسې مشيران او وزيران ملاو دي څوک چې د خپلې کارکردګۍ خبره نۀ کوي بلکې پۀ هره غونډه، هر پرېس کانفرنس او هره جلسه کښې خبره پۀ اپوزيشن او د هغوي پۀ تېر لسو کلونو شروع کوي او هم پۀ هغوي ئې ختموي. خو اولس اوس پوهه دے، بېدار دے. اولس ويني چې څوک د دوي خبره کوي او څوک ئې حق تروړي. ځکه خو اولس د اپوزيشن جماعتونو سره ملګرے دے او پۀ هره جلسه کښې ئې پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون کوي. خو څۀ وکړو چې د حکومت سترګې لا هغه شان پټې دي او ځکه خو کۀ د ګوجرانوالې جلسه وه، د پېښور او يا د ملتان، هر ځاے حکومت د پي ډي اېم مخې ته خنډان جوړ کړل، انټرنټ ئې بند کړو، مقدمې ئې جوړې کړې او کارکنان ئې ګرفتار کړل خو نۀ خو د پي ډي اېم مشران او نۀ اولس د خپل جمهوري حق او غوښتنو نه وروستو شو. دا ولې؟ دا ځکه چې حکومت خپل باور بائيللے دے، خپل د حکومت دوه کلونه ئې تش پۀ تورونو لګولو تېر کړل، د قوم پېسه ئې لکه د اوبو استعمال کړه، حکومتي مشينري او ادارې ئې هم وکارولې خو هېڅ هم پۀ لاس ور نۀ رغلل. ځکه نو اوس د پي ډي اېم مخنيوے پۀ غېر جمهوري او غېر قانوني توګه کوي کوم چې نۀ خو د ملک لپاره سودمند دے او نۀ د ملک سياسي نظام لپاره. بايد حکومت، د اپوزيشن رول ومني، غوښتنې ئې واوري او د ملک او قوم د ګټې لپاره خپلې کمزورۍ ومني او د ملک د ښۀ مستقبل لپاره پۀ جمهوري لار د مسئلو هواري ته غاړه کېږدي. ورسره د خپلو کمزرو پټولو او د اولس دوکه کولو لپاره نور د اپوزيشن مشرانو او سياستدانانو د کردار کشۍ نه هم ډډه وکړي.

    کورونا بلا ده، بؤ ترې مۀ جوړوئ!

    د کورونا رنځ يو ځلې بيا پۀ نړۍ کښې خور شوے دے او د طب پوهان وائي چې د کورونا دا دوېمه چپه د اولنۍ نه لا زياته خطرناکه ده. کۀ څۀ هم د اول پۀ شان غوغا نۀ ده جوړه شوې او د نړۍ پۀ يو شمېر ملکونو کښې د ژوند معمولات د احتياطي لارو چارو سره روان دي لکه امريکه کښې صدارتي ټاکنې کېدل، د ائي سي سي ټيمونو ترمنځ د اېس او پيز سره دکرکټ سيالۍ کېدل او دغه شان نور د ژوند معمولات دوامدار دي. خو بيا هم د نړۍ ملکونو کښې يو تشويش خور شوے دے ځکه چې د تېرې چپې نقصان او وېره اوس هم د خلکو پۀ ذهنونو کښې ژوندۍ ده. د کورونا لۀ وجې تر ټولو زيات نقصان د اقتصاد، تجارت او سوداګرۍ پۀ مد کښې شوے ؤ او زيات نقصان غريبو ملکونو ته رسېدلے ؤ ځکه چې يو خوا کۀ غريب ملکونه لۀ مخکښې کمزوري وو نو ورسره د وبا لۀ وجې نور هم د دوي اقتصاد کمزورے شو. پاکستان هم يو غريب ملک دے او د کورونا لۀ وجې ئې اقتصاد ته لوے زيان رسېدلے دے. لکه پۀ اولني ځل د پاکستان اقتصادي شرح نمو اعشاريه څلور يعنې صفر نه هم لاندې تلې ده. دغه شان د چينو او اوړو پۀ مد کښې قوم نه څلور سوه اربه روپۍ ووهلې شوې، د ملک قرضه ۴۳۰۰۰ اربه روپۍ ته وخته او دغه شان د حکومت د غلطو پاليسيو لۀ وجې غريب اولس ته د اربونو روپو نقصان ورسولے شو. دلته د بي ار ټي، مالم جبه او بلين ټري سونامي ذکر نۀ کوو ځکه چې قيصه ډېره اوږدېږي. مونږ خبره کوله چې کۀ يو خوا د کورونا لۀ وجې معيشت وزپلے شو نو ورسره د حکومت د نااهلۍ لۀ وجې هغه شتۀ هر څۀ هم لولپه شول. کله چې کورونا وبا پۀ خورېدو وه او چين او اټلي کښې ئې پنجې ښخې کړې وې نو دلته هم وېره وه خو حکومت به کله يوه او کله بله بهانه کوله او د څۀ قسمه ګامونو اخستو څخه ئې ډډه کوله. خو کله چې حالات خراب شول او سندهـ حکومت لاک ډاون وکړو نو پۀ ځاے د دې چې وفاقي حکومت ئې ملاتړ کړے وے، الټه ئې پرې ټکونه وکړل. خو بيا کله چې حالات نور هم خراب شول نو سمدستي ئې لاک ډاون وکړو او د خوار غريب اولس ئې چغې وويستې. بيا چې حالات رو رو سم شول نو حکومت لاک ډاون ختم کړو او حکومتي وزيرانو او مشيرانو ډنډوره غږول شروع کړل چې د وزير اعظم د “بې بدله” پاليسۍ لۀ وجې پۀ ملک کښې کورونا باندې قابو وموندے شو. خلکو شکر وويستو چې ځه شکر دے کارونه ازاد شول ځکه چې د غريب اولس د کورونو انغري ساړۀ شوي وو. خو يو ځلې بيا پۀ ستمبر اکتوبر کښې اوازه خوره شوه او خبرونه راتلل شروع شول چې کورونا يو وارې بيا وزرې وهي او د خورېدو وېره ده. خو دا ځل د حکومت لۀ خوا هغه شان اقدامات نۀ وو. بلکې ستاسو به ياد شي چې اول اول وزيراعظم عمران خان وئيلي وو چې کورونا خو يو عام نزله زکام دے اګر چې بيا ئي وئيلي وو چې خطرناکه ناروغي ده او يو ټرن ئې اخستے ؤ. نو دا ځل خو ئې ورته بېخي پام نۀ ؤ او حکومت اودۀ غوندې ؤ. خو کله چې پي ډي اېم جلسې شروع کړې او پۀ يو نېب ئې د ګوجرانواله، کراچۍ، کوټې او پېښور لوې لوې جلسې وکړې نو د حکومت غوږونه بوڅ شول. د کورونا اواز واورېدے شو او حکومتي وزيرانو او مشيرانو يو وارې بيا د کورونا غوغا شروع کړه. خو دا غوغا ئې لږه پۀ کنټرول کوله ځکه چې پۀ ګلګت بلتستان کښې ټاکنې هم “ګټل” وو او د هغې لپاره هلته جلسې هم کول وو. خو کله چې دغه انتخابات وشول نو بيا يو دم د کورونا چغه تېزه شوه. سکولونه هم بند کړے شول او د پي ډي اېم جلسو ته هم ګواښونه تېز کړے شول . مونږ کله هم د کورونا نه انکار نۀ کوو. ټوله نړۍ مني چې دا يوه وبا ده او احتياط پکښې لازم دے. خو لۀ بده مرغه دلته پۀ کورونا هم سياست کېږي. ګنې وړومبے سوال خو دا راپورته کېږي چې دا څنګه اقدامات وو چې د حکومت لۀ خوا شوي وو او کورونا پرې قابو شوې وه او وزيرانو، مشيرانو او خپله وزيراعظم به ئې سحر ماښام پۀ صفتونو نۀ مړېدل. بلکې يو نيازبين وفاقي وزير مراد سيعد خو دا هم دعوې کړې وه چې د امريکې پۀ شان ملک هم پۀ سمارټ لاک ډاون کښې د عمران خان تقليد کړے دے. نو اوس ولې او څنګه کورونا يو ځل بيا سر پورته کړو. او ځه چې کورونا وبا ده او خپل پردے، سپين تور، مالدار غريب او لوے وړوکے نۀ پېژني، نو بيا ولې حکومت دومره د لم لېټ نه کار واخستو؟ بل مهم سوال دا دے چې ايا دا کورونا صرف د پي ډي اېم جلسو کښې خورېږي؟ ايا د حکومتي جماعت د ګلګت بلتستان او سوات جلسو کښې نۀ وه؟ ايا کورونا د جماعت اسلامي د سوات جلسه کښې نۀ وه؟ بيا دا هم مهم سوال دے چې ايا دا کورونا صرف پۀ سکولونو کښې خورېږي، ايا پۀ بازارونو کښې نۀ وي؟ د خلکو ذهن کښې دا هم سوال دے چې سکولونو ته د ماشومانو راتګ او نۀ راتګ هم عجيبه دے، لکه يوه ورځ به راځي او بله ورځ به نۀ راځي! او ايا بازارونه يو مخصوص وخت پورې پرانستې پرېښودل دګڼې ګوڼې زياتېدو لامل نۀ ګرځي؟ دا کوم منطق دے چې ټرانسپورټ دې روان وي خو جلسه دې نۀ کېږي؟ کورونا وبا ده او بايد وبا وګڼلے شي. د دې پۀ سر دې سياست څخه ډډه وکړې شي. مونږ کله هم دا نۀ وايو چې ګنې حکومت دې د خپلو حکومتي ذمه وارو نه لاس پۀ سر شي. مونږ د جمهوري اقدارو پۀ رڼا کښې دا د حکومت فرض او حق دواړه ګڼو چې د اولس د ژغورنې او تحفظ لپاره کوټلي او پاخۀ ګامونه پورته کړي. کۀ د کورونا لۀ وجې خطره وي نو بايد بيا دې پوره پوره ګامونه واخستے شي. خو کۀ نا حکومت صرف د پي ډي اېم جلسو د مخنيوي لپاره لاپې وهي نو بيا دې د کورونا پۀ نوم سياست نه ډډه وکړي ځکه چې لۀ مخکښې د قوم حالت ډېر ضعيف دے او کۀ هم دغه شان حکومت د کورونا پۀ سر سياست کوي او خپل اهداف ترلاسه کوي نو دا نۀ خو د قوم پۀ خېر تمامېږي او نۀ پۀ دې طريقه د پي ډي اېم غورځنګ ودرېدے شي. بايد کورونا ته د بلا پۀ سترګه وکتے شي او بؤ دې ترې جوړ نۀ کړے شي. هسې نه سبا کورونا د قوم پۀ وجود لوبې کوي او خلک ئې صرف بؤ ګڼي.

  • مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

    مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

    د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا د دۀ لپاره تش د اطمينان او خوشحالۍ سبب نۀ دے بلکې د فطرت پۀ دغه غوړېدلي کتاب کښې دۀ د خپلې ارتقاء لومړے درس هم اخستے دے او نن هم د خپل بصارت پۀ مدد دے د فطرت د مظاهرو مشاهده کوي . پۀ دغه درس او دغه زده کړه کښې خپله فطرت او د فطرت مظاهر د دۀ استاذان وي او داسې “سبق” ورته ور ايزده کوي چې دے ئې د دنيا پۀ يو پوهنتون کښې هم دکوم بل استاذ نه نۀ شي زده کولے.

    د فطرت دغه جمال او جلال سره چې کله د انسان بصيرت او تخيل ملګرے شي نو بيا دغه جمال نور هم پۀ څوچنده سېوا رنګين او زيات شي. د جمالياتوجديدو نظريو د “جمال” لمنه دومره پراخه کړه چې روايتي پوهانو ته هم د جمال نوي نوي اړخونه او د دغه اړخونو د ښائستونو نوي نوي ورونه لرې شول. او داسې د روايت پۀ غېږه کښې د جدت محبوبې غزونې وکړې. د دغه نظريې ترمخه عقل، تخيل، مشاهدې او ضرورت پۀ شريکه د انسان ژوند اسان کړے هم دے، رنګين کړے هم او مخ پۀ وړاندې بوتلے هم ۔ خو دا هم يو کوټلے حقيقت دے چې د انسان تخيل د دۀ پۀ عقل زوراور هم دے او لمنه ئې هم ډېره پراخه ده. مونږ داسې هم وئيلے شو چې چرته عقل ګونګ شي هم هلته تخيل ګويانه شي. او هم د دغه تخيل پۀ زور بيا انسان داسې زوروره عکاسي کوي چې عقل ورته ګوته پۀ خولۀ وي ۔ انسان کله کله د يو څيز، منظر يا حالاتو د تخيل پۀ زور داسې انځورګري وکړي چې پۀ ښکاره څنګه وي پۀ حقيقت کښې هډو داسې وي نه، دا هم د هغه لوے مصورد فن کمال دے چې نمر، سپوږمۍ، ستوري او اسمان چې زمونږه پۀ وړاندې څنګه دي پۀ حقيقت کښې بېخي بل شان دي بقول غالب:

    ہیں کواکب کچھ نظر آتے ہیں کچھ

    دیتے ہیں دھوکا بہ بازی گر کھلا

    ولې بيا هم د دغه مظاهرو، څرګند صورت دومره زړۀ راښکونکے او دلاوېز دے چې زمونږ بصارت د دغه دروغژن خو زړۀ راښکونکي صورت پۀ لار د بصيرت پۀ زور د دغه مظاهرو روح ته ورکوزېږي. غني وائي چې کله داسې کومې “ښکلا” ته وګورئ نو بيا د کتلونه پس سترګې پټې کړئ او د دغه څيز پۀ حقيقت لږ پۀ پټو سترګو هم غور او فکر وکړئ ۔ د غني جمالياتي حس دومره توان او د هغۀ د تخيل د باز وزرې دومره قوي دي چې هغه د دغه “ظاهري حقيقت” او “وجود” د ښائست حقيقت هغه کۀ خپله د انسان دسترګو خمار دے، کۀ د سرو شونډو مسکا ده، کۀ د سپوږمۍ نرمې پستې پلوشې دي، کۀ د نمر تېزې شوخې وړانګې، کۀ د ګل پۀ سرو شونډو کښې د ناز خندا، دابشار ترنم دے او کۀ د لولکې دوجودښائستونه، ليدے هم شي، محسوسولے ئې هم شي او ستائيلے هم ځکه چې د هغۀ شاعرانه الهام د خپل تخيل پۀ زور دغه کېفياتو لۀ داسې مناسبه ژبه او داسې ژوندي ټکي را پېدا کړي چې هر څوک ورته حق دق پاتې شي. بيا چې کله خپله ددغه ټولوښائستونو تخليق کار دا اعلان هم وکړي چې ” زۀ خو د اسمانونو او زمکو نور يم” او چې کله د دغه قطره قطره جمال پۀ سحر کښې د غني غوندې ستر فنکار ورګډشي او خپلې خمارې سترګې پټې کړي نو د زړۀ سترګې ئې وغړېږي او د دغه رڼا ګانو پۀ سمي سمي د هغه حقيقي رڼا او ريښتونې جلوې خواته وررسي چرته چې د وجود او جسم ټوله ستړيا او د سفر ټوله ستوماني د روح پۀ خوږه غېږه کښې دمه دمه شي.

    ښاغلے اېمرسن وائي چې “د فطرت غېږه کښې ډېر څۀ دي، د چينې خوږې اوبۀ، د ځنګل هغه اور چې پۀ يخنۍ کښې ئې مونږه د يو بوتکي غوندې د فطرت سينې سره کلک ونخښلو او …. د فطرت پۀ غېږ کښې چې کله مونږه بره شين اسمان ته ګورو نو دغلته رومان او حقيقت غاړه، غړۍ ولاړ وي ۔ د فطرت دغه جادو ګري ډېره صحت بخشه او روح پروره ده او هم دا زمونږه د وحشت او بې ډولۍ علاج دے. رښتيا خبره خو دا ده چې د هرقسمه تکلفاتو نه پرته خوشحالۍ چې زمونږ د خپل مزاج او فطرت سره سمون خوري او زمونږ د ذات سره طبيعي مناسبت لري، دغه هرڅۀ مونږه د فطرت پۀ غېږ کښې بيا مومو او هم دغه غېږه کښې د ځان پېژندنې (عرفان ذات) منزل ته رسو او خپل ځان وپېژنو”.

    اېمرسن د ملا د پخو پخو اوسطحي خبرو پۀ ځاے د فطرت ښکلا او د ونو بوټو پۀ پاڼو او رګونو کښې خپل ځان او خپل سبحان لټوي ځکه د هغۀ د زړۀ سترګې بينا دي. او سائنس هم دا تصور مضبوطوي چې د حقيقت ادراک د بصارت نه زيات د بصيرت پۀ سترګو کېږي. د غني بينا نظر پۀ کائنات کښې دغه خور وور جمال او ښکلا ليدے هم شي او خپل “جانان” ورله د دغه جمال د ستائيلو جانانه اسلوب هم ورکړے دے.

    پۀ کائنات کښې دغه خور وورحسن هغه کۀ “د احسن تقويم” دے او کۀ د فطرت، د غني جمال پرست نظر لکه د مقناطيس ځانته را کاږي او د وجود پۀ لار ئې د څيزونو روح ته ورکوزوي. حسن کۀ د “انسان” دے او کۀ د ” جهان” پۀ هر صورت کښې د غني کمزوري هم ده او طاقت هم ځکه خو هغه اعلان کوي چې:

    سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

    الله ليدے نۀ شې د حسن پرستۍ نه بغېر

    لکه چې مخکښې ووئيلے شول چې د خالق نور او د ښائست جلوې پۀ مظاهر فطرت کښې ځاے پۀ ځاے ليدے هم شي او محسوسېدے هم. غني د يو فنکار پۀ حېث دغه جلوه ويني او هم لکه د “بلبل هزار داستان” ئې ستائي ۔ د “انساني حسن” پۀ حواله پۀ غنياتو ښۀ اوږدۀ او تاودۀ بحثونه شوي دي. دلته به زۀ د “مظاهر فطرت” پۀ حواله د غنياتود سمندر څۀ چونګ لپه راخلم خو د دې نه مخکښې چې زۀ د مظاهر فطرت پۀ حواله خپله خبره پېل کړم دلته دا خبره خپلو لوستونکيو ته سپينول غواړم چې د يو جرات مند او بې بدله تخليق کار پۀ حېث د غني د انفراديت او ځانګړتيا غټ سبب دا دے چې د هغۀ پۀ ذات کښې د مشرق “روحانيت” او د مغرب رومانويت داسې ورغاړې وتې دي چې ځانته ئې د بيان او اظهار يوه ځانله، بېله ، خپله او جانانه لاره را پېدا کړې ده. داسې چې نۀ خو پۀ کښې د مشرق روحانيت د روايتي تقدس پۀ غېږه کښې اودۀ شوے دے او نۀ د مغرب رومانويت محض د “جسم” پۀ سطحي دېوال تمبېدلے دے. د دغه ځانګړې او جانانه لار پۀ حواله مونږه دا وئيلے شو چې دغه لار د غني نه شروع شوې او هم پۀ غني ختمه شوې ده. دا يوه داسې لاره ده چې “اساس” ئې د وجود پۀ سمي روحاني،انداز رومانوي او اهنګ ئې چاربېتې دے او داسې د پښتو نظم ګويۍ يوه نوې لاره رامېنځ ته شوې ده چې د زوړ او نوي اسلوب پۀ غېږ کښې ئې يو نوے او بل شان اسلوب زېږولے دے چې هم ئې ځانته نوے ډکشن (د مفهوم پۀ کچ) او هم نوے اهنګ زېږولے دے ځکه نوکۀ څوک د هغۀ پۀ “فن” پسې روايتي تله راخلي نو هم به تيندک خوري او کۀ محض د نوي دور (د نظم) جديد کانډه، ځکه چې دلته هم کانډه خپله ده او هم “کاټي” خپل دے ۔ دا خو شوه يو جمله معترضه اوس به بيا را شو د خپلې موضوع لور ته؛ نو ما دا وئيل چې کله مونږ د غني د فن سمندر ته ورودانګو نو دغلته پۀ مونږ دا راز هم افشا شي چې دا سړے کۀ يو خوا د “نسواني حسن” پۀ هره ادا مئين دے نو د “احسن تقويم” سره سره د خپل بصيرت او ژوندي تخيل پۀ برکت هم د فطرت پۀ ويړ کتاب کښې د خپل خالق ژوندي ايتونه لوستلے شي. زمونږ د دغه حسن پرست انسان او د خپل عصر د دغه لوړ فنکار”بينا” سترګې چې کله د سيند سپينو شګو ته پۀ ننداره شي نو ظاهره دغه ساده باده شګو کښې پټ ښائست هم وويني چې شايد يو عام انسان بلکې عام تخليق کار ئې هم نۀ ليدلے شي او نۀ ترې د خپل تخيل پۀ زور يو داسې جانانه محل سازولے شي. دا پۀ ښائست مئين او د لوړ تخيل سختن غني دے چې د سيند پۀ دغه “سپينو شګو” کښې پټ محل رابرڅېره کولے شي داسې چې “دا ټول خرکے جهان” ورته حق دق ګوته پۀ غاښ پاتې شي. وائي:

    د سيند د سپينوشګو نه مې جوړکړو يو محل

    دې ټول خرکي جهان ورته حېران حېران کتل

    قالين مې پکښې خورکړو د سرو پاڼو د ګلاب

    وچت ئې ديوالونه د سازونو د رباب

    بيا رنګ مې ورله ورکړو د خوبونو د شباب

    هر ګل مې ورله را وستو ماليار مې کړو بلبل

    (جاري)

    کليات صفحه نمبر٥٨٣

    غني چې د خپل “غني” تخيل پۀ زور د سيند د سپينو شګو نه کوم خيالي محل ساز کړے او بيا ئې پۀ خپل دغه خيالي محل کښې د خپل رنګين فن کومه رنګيني اچولې ده، د غني د دغه خيالي “سپين محل” ښکلا، ښائست او سحر د مغلي شاهجهان د حقيقي تاج محل نه پۀ څو چنده سېوا دے ۔ اوس دا فېصله به د “بصيرت” خاوندان کوي چې پۀ دغه دواړو کښې حقيقي محل کوم يو دے، دغه پۀ ظاهره “حقيقي” او کۀ نۀ د غني دغه “خيالي” ۔

    غني خو دومره د رنګين تخيل څښتن دے چې کله د ورخاړي ګلونه هم ستائي نو خپله د “ورخاړي ګلونه” هم دغه جانانه انداز ته ګوته پۀ خله پاتې شي. خبره د ګل او ګلونو راغله نو دغني خان دښائست او جمال دتصور پۀ حقله زلمے نقاد او دانشور فېصل فاران پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي چې “…….. هم دغسې د غني خان د ښائست تصور د يوې لوې مطالعې جواز لري خو پۀ مجموعي توګه د هغۀ د ښائست تصور د خېر، صداقت، تکميل هم ګزارۍ او يکتايۍ پۀ بنياد ولاړ دے. لکه د نظم “د ريدي ګل” تجزيه چې مونږ کله کوو نو دې کښې چې کومه لومړۍ خبره مېنځ ته راځي هغه دا ده چې ښائست د يکتايۍ دوېمه نامه ده” ۔

    هغه غلے شان مسکے شو، وې خان مۀ کوه خفګان

    زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم دايران پۀ ګلستان

    دلته زۀ يو او يکتا يم هلته زر زما پۀ شان

    چار چاپېره سپېرې خاورې، زۀ يواځے يم روښان

    (جاري)

    حواله مياشتيزه “پښتون”

    کۀ چرې مونږ د ښاغلي فاران د رايې سره د اتفاق کولو باوجود د دې نظم جائزه د يو بل اړخ نه واخلو نو دا هم يو حقيقت دے چې د دې نظم قيصه ايز انداز او د ريدي ګل ښائست هم پۀ دې نظم کښې زيات اثر پېدا کړے دے. د غني جمال پرست نظر د خپل تخيل پۀ سترګو د دغه ګل يکتايي او انفراديت سره سره د دۀ ښکلا او زړۀ راښکون هم ويني او د ريدي ګل پۀ سينه کښې د عشق داغ هم او بله دا چې کۀ د دغه ګل پۀ ځاے پۀ دغه صحرا کښې د سرو زرو يا روپو ډېرے پروت وے يا بل کوم ډېر قيمتي مادي څيز وے نو شايد چې هغې څيز د غني د سينې داسې اثرناک نظم نۀ وے راويستے او دا ځکه چې شاعري پۀ جذبو کېږي ۔ کۀ د يو مالداره سړي د اوبوجهاز پۀ سمندر کښې غرق شي نو هغه دغه جهاز سانده کولے نۀ شي ولې کۀ پۀ جهاز کښې د يوې پېغلې ځوان (مزدور) چنغول يا محبوب شهيد شي نو هغه دغه درد سانده کولے شي او بيا غني چې مال څۀ چې بادشاهي هم داسې ولي لکه “سُوټې پۀ ډېران” ۔

    اصل کښې د شاعرۍ محرکه جذبه يا خو د زړۀ سوے دے يا مستي او يا جمال پرستي.

    هسې خو د غني کلام د مظاهر فطرت د ښکلاګانو او د دغه ښکلاګانو د ستائينو نه ډک دے خو زۀ به د هغۀ د څو نمائنده نظمونو څوټوټې را اخلم او ددغه ټوټو پۀ بنياد به دا خبره لوستونکيو ته مخې ته ږدم چې د غني د تخيل باز د فطرت د ښائستونو پۀ ګلدرو کښې پۀ کوم جانانه انداز الوت کړے دے، څنګه پکښې لے پۀ لے ګرځېدلے او څنګه ئې د دغه ښکلاګانو نه نوې نوې معنې را ويستي دي ۔ کۀ مونږه لويديز شاعران پۀ خصوصي توګه د رومانوي دور شاعران لکه کيټس، شيلے اوبائزن وغېره ولولو نو د دغه ټولو شاعرانو پۀ شاعرۍ کښې هم فطرت او د فطرت ښائست د خپلو خارجي او طبعي وجود سره موجود دے خو دوي اکثر هم پۀ دغه خارج او وجود کښې نښتي دي. بائزن کله کله د “وجود” نه پۀ اخوا ورځي البته د ورډز ورتهـ او دنيم روماني او نيم کلاسيکي تخليق کار ګوئټے خبره لږه بل شان ده. اکثر روماني شاعران د سطحيت ښکار دي خو غني تش د فطرت خارجي وجود نۀ ستائي او بله دا چې انداز ئې هم ډېر”جارحانه” او “اتشي” دے ۔ عاجزي او مجهوليت ئې پۀ کتاب کښې بېخي نشته او دا ځکه چې هغه يو پښتون او جرات مند تخليق کار دے ، د خپل ذات (پښتون ذات) جلال او جمال ويني او هم پۀ کښې د خپل جانان دوجود نخښې نخښانې ۔ کله چې غني د خپل تخيل پۀ زور الوت کوي نو د فطرت هره پاڼه او هر ګل ورته سلامي ودرېږي او بيا د هغۀ بينا سترګې پۀ دغه پاڼو او ګلونو کښې هغه څۀ وويني چې د ملا سطحي نظر ئې مخې ته پروت د کتاب پۀ پاڼو کښې نۀ مومي. پۀ لومړۍ مرحله کښې د ګل اهميت او عظمت پۀ ګوته کوي، بيا ئې پۀ جدايۍ او بندي خانه کښې د بېلتون درد رامخې ته کوي او ددې نه پس ئې بيا د خپل “جانان” د معرفت مضبوطه ذريعه او وسيله ګڼي، دا درې واړه کېفيتونه هم ولولئ:

    ګل چې خاورې شي هم ګل وي

    ګل چې سور وي هم ګلاب وي

    يو مهتاب او زر وريځې

    بيا هم سپين خندان مهتاب وي

    (کليات صفحه ١١٤)

    د نظر بندۍ پۀ حالت کښې ئې جمالياتي حس او جمال پرسته زړۀ ډېر زيات مضبوط او بې تابه دے ځکه چې پۀ بهر دنيا کښې پۀ ازادۍ سره د مظاهر فطرت ننداره نۀ شي کولے او د ازاد خياله غني د پاره د دې نه بله کومه غټه سزا نۀ شي کېدلے ځکه خو خپل جانان رب ته ډېر پۀ ګيله من انداز مخاطب دے او وائي:

    ړندې سترګې د بت ښې دي ځان بېلل سترګې نظر

    ستا د حسن لېوني له، نۀ شبقدر نۀ اختر

    ستا د نور وږي جهان کښې، نۀ سپوږمۍ شته اونۀ نمر

    ستا عاشق پۀ درد لړلے، د ازغو تاج ئې پۀ سر

    (کليات صفحه ١١٩)

    هم د بهکنوتر د نظربندۍ پر مهال کښې پۀ جلال نومې نظم کښې پۀ يو مقام داسې ګويانه دے:

    چې دا روح مې پۀ ښکار ووځي د رنګونو د خوبونو

    کۀ نور نۀ وي د تيارو زۀ، رنګيني نورو نه جوړ کړم

    چې د خېشت شمه لېواله، د صحرا هره ذره کښې

    پۀ زرهاو بوستانونه، پۀ لکهاؤ ګلونه جوړ کړم

    چې زۀ وږے د ارمان شم د سپرلي پۀ سپين سبا کښې

    بې حسابه ماښامونه بې پايان غمونه جوړ کړم

    (کليات صفحه ٥٦٢)

    دا هم ډېره عجيبه او د کمال خبره ده چې “جبريه” غني چرته هم دمجهوليت او مکمل مايوسۍ نۀ ښکار کېږي، د حالاتو لوړې ژورې راځي خو د هغۀ پۀ ذات کښې د دې هرڅۀ باوجود دغه مضبوطه رجائيت پسندي او اميد پرستي هم د هغۀ د جمالياتي حس پۀ لار د خپل “جانان” سره د کلک تړون پېداوار دے لکه چې پۀ “پلوشه” نومې نظم کښې وائي:

    د وېرې تور ځنګل کښې يوه زرکه پۀ خندا

    يو څاڅکے د امېد د ناامېدوپۀ دنيا

    رنګين د بوډۍ ټال د توروشګو پۀ صحرا

    مستي ده کۀ ځواني ده کۀ دلبر دے کۀ الله

    (کليات صفحه ٥٦٤)

    دلته د خان تخيل، د هغۀ جمالياتي توان او رجائي طبعيت ځانته پۀ توره تيارۀ کښې د اميد او رجايو داسې جمالستان او يوه داسې روحاني (خيالي) دنيا جوړه کړې ده چې جرړې ئې پۀ مظاهر فطرت کښې ترلرې لرې ورغلي دي او تړون ئې د “جانان” د ذات سره ښۀ کلک دے، شېخ سعدي بابا لا ډېر پخوا وئيلي وو چې:

    برگ درختان سبز در نظر هوشيار

    هر ورق د فتراسيت معرفت کردگار

    خو کۀ د دولسمې عيسوۍ د شيراز دغه بلبل ژوندے وے او د شلمې پېړۍ “صاحب دل” غني ئې ليدلے او اورېدلے وے نو د خپل دې شعر لومړۍ مصرعه ئې چې شايد داسې ليکلے وے.

    برگ درختان سبز درنظر “صاحب دل”

    ځکه خو زمونږ دغه “صاحب دل” او “صاحب نظر” تخليق کار د زمانې شېخ ته وائي:

    سترګو د جانان کښې کله کله د ګل پاڼوکښې

    زۀ ئې هر ځاے وينم شېخه جوړ که جومات نورو له

    (کليات صفحه ٤٤٤)

    او دا چې:

    ما پۀ ګل کښې وليد

    چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

    (کليات صفحه ٥٦١)

    د خپلې لور “شاندانې” پۀ حواله د مظاهر فطرت پۀ غېږه کښې داسې ګويانه دے.

    او يوه ذره د نورده

    شوه درياب کښې د خېشت ډوبه

    (کليات صفحه ٦١٠)

    کۀ څوک د نظر خاوند د دې نظم روح ته ورکوز شي نو پوهه به شي چې دا فنکار”د يوې عامې او فطري خبرې” روح ته پۀ کوم انداز ورکوزېږي اوپۀ اشارو کنايو کښې څومره ژوره خبره پۀ څومره جانانه انداز کښې کوي.

    غني چې د صحرا، ريدي، بورا، لولکۍ، تورانۍ، سپرلي، نرګس، ياسمين سره بېخي لکه د محبوب رومانس هم کوي، مکالمې ورسره هم کوي او د خپل تخيل پۀ زور د دغه “مظاهرو” نه نوې نوې معنې هم را وباسي او داسې ئې علامتي او اشاراتي انداز کښې پۀ کار راولي چې علامت د حقيقت او حقيقت د علامت بڼه ونيوي. هغه کۀ د پښتنو پۀ لاسونو کښې د عبرت ائينه هم ورکوي نو د فطرت د ښکلاګانو او د خپل تخيل پۀ جانانه اسلوب کښې ئې ورکوي لکه چې پۀ خپل “ځوانه” نومې نظم کښې وائي:

    سوے باغ تالا ګلشن دے

    مړاوے ګل خاورې چمن دے

    ۔ ۔ ۔

    د دې باغ خاورې را واخله

    ترې نه نوے بستان جوړ کړه

    (کليات صفحه ٦٢٣)

    دلته د اميد، حرکت او حرارت پېغام پۀ دومره ښائسته انداز کښې ورکړے شوے دے چې هم سړے ژړوي او هم ئې عمل ته چمتو کوي. ځکه چې شاعر د فطرت ښائسته لمنه کلکه نيولې ده.

    هغه دانسان د عظمت او د دۀ د تخليقي قوت منونکے دے ځکه نو د فطرت پۀ وجود کښې د خپل تخيل رنګونه اچوي.

    پۀ مظاهرفطرت کښې د “باد نسيم” سپوږمۍ او ستورو سره خو سمې لکه د يو مست ماشوم لوبې کوي او پۀ دغه لوبو لوبو کښې د خپل عصر سترې فن پارې تخليق کوي. هغه کۀ د خپل “جانان رب” نه دعا هم غواړي نو د خپلې لېونۍ مينې پۀ زور ئې غواړي او پۀ دغه دعا دعا کښې هم د فطرت يو زړۀ راښکونکي مظهر سره ئې پۀ دې ډول را تړي.

    زۀ ئې پۀ غرور درنه د مينې پۀ نوم غواړمه

    زۀ ملنګ بې نيازه ستا د وير واوېلا نه يمه

    يو د سپوږمۍ څاڅکے درنه ټيک لۀ ديار غواړم

    زۀ يم د خوبونو، د لالونو ګدا نۀ يم

    (کليات صفحه ٣)

    د فطرت او مظاهرفطرت سره چې چرته هم د هغۀ جمالياتي حس غاړه ورکړې ده نو د رنګ او نور يو داسې جمال اباد ئې اباد کړے دے چې سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي.

    يوټکي د رنګ کښې درياب رنګا رنګ

    يو څاڅکي دساز کښې هم سوز او هم شرنګ

    يو چونګ کښې د خاورې مستي او غمونه

    پۀ لپو اېرو کښې ښارونه د نور

    د هر ګل پۀ شونډو رازونه د طور

    خاورينه څرمن کښې خند او سرور

    (جاري)

    (کليات صفحه ٧)

    لکه دهر ستر تخليق کار د غني د بصيرت سترګې هم پۀ قطره کښې اباسين او اباسين کښې قطره لېدلے شي چې دغه پورته ټوټه ئې غټ ثبوت دے.

    کله چې د هغۀ فکر سرنه تر پښو سوال سوال شي او هغه د “حېرت” د کېفيت سره ورمخ کړي نو دغلته د هغۀ د فن شباب د کتو وي ځکه چې “مازغۀ” سوالونه راوچتوي او “مومن” زړۀ جوابونه ورکوي او د دغه “باطني” اوېزش پۀ نتيجه کښې چې کومه ښائسته شاعري رازېږيږي د هر چا د زړۀ د زرا او د فکر حېرانتيا وګرځي خو دغلته هم هغۀ د مظاهر فطرت لمنه کلکه نيولې وي او خپل “جانان رب” ته پۀ ډېره بې باکۍ او بې تکلفۍ سره وائي:

    څومره مينه مستي درکړم ادب څومره؟

    څومره تا دلدار جانان کړمه رب څومره؟

    ۔ ۔ ۔

    دا سپوږمۍ چې کل جهان حېران حېران کړي

    دا پوهېږي د خپل نور پۀ سبب څومره؟

    (جاري)

    (کليات صفحه ٨)

    هغه پۀ ډېر جرات خپل “جانان” ته د خپل “حد” فرياد کوي او دا ورته هم وائي چې کۀ ما نه د خپل ځان د معرفت طمع کوې نو اول خو راله “سترګې ستا دليدو را” کنه، کله کله خو هغه ډېر تريخ حقيقت د يو زوراور سوال پۀ صورت کښې رامخې ته کړي خو دغلته پۀ دغه ترخو کښې هم د مظاهر فطرت جمال داسې پۀ هنر پېري چې انسان ورته حق دق پاتې شي، وائي:

    زۀ خو ګل او چمن او شراب پېژنم او بهار پېژنم او خزان

    زۀ شړنګ او رنګ او کباب پېژنم، نۀ ګناه پېژنم نۀ شېطان

    او هم پۀ دغه نظم کښې پۀ ګپ ګپ کښې پۀ يو موړ يوه داسې عجيبه نکته رابرڅېره کړي چې:

    څنګه څنګه پۀ يو ګوټ کښې دا جهان او اسمان واچوم؟

    د شبنم څاڅکي کښې څنګه د سيندونو دوران واچوم؟

    زۀ يو تور د تيارې سېورے، تۀ د زمکې اسمان نور

    بې کنار درياب د رنګ ته زۀ يوڅاڅکے د سرور

    (جاري)

    کليات صفحه ٢٨-٢٩-٣٠ )

    “ډنډ” نومې نظم د هغۀ دغه کېفيت نور هم پۀ ښائسته ډول راڅرګندوي.

    ژوند کۀ هرڅومره ګران دے يا ګران کړے شوے دے، سوالونه کۀ هر څومره لاينحل او پيچيده دي خو غني پۀ هر حال کښې د امېد او رجا لمنه کلکه نيولې ده، لکه دتېر نظم پۀ “سپرلے” نومې نظم کښې هم د هغۀ دغه رجائيت د کتو دے وائي:

    بيا سپرلے راغے، بيا ئې پېغام راوړۀ

    د رنګونو، ګلونو او رڼا

    يو سبا راغے، يوه شپه لاړه

    د تيارو، وېرېدو او ارمان

    يو زيړے ګل مې ماښام وليد

    سلامونه ئې کول د جانان

    (کليات صفحه ٣٦)

    د غني جمال پرست زړۀ د فطرت پۀ ښکلي مخ بدرنګه تور داغ هم نۀ شي ليدلے. د خزان تصور او د باغ د تالاکېدلو فکر د هغۀ د روح نه کله کله د اس او ياس يو عجيبه کېفيت هم را بهر کوي.

    غرض دا چې هر طرف ته خوشحالي وه

    خوشحال کۀ خوشحالي وه دمالي وه

    څۀ خبر وم چې خزان به مې بربادکړي

    دا زما همېش خندان زړۀ به ناښاد کړي

    (کليات صفحه ٤٦)

    لنډه دا چې د غني جمال پرسته روح د فطرت د مظاهرو سره دومره کلک تړلے دے چې پۀ نا امېدۍ کښې هم د هغۀ حوصلې او اعتماد چرته ځان بائيللے نۀ دے او دا ځکه چې هغه د دغه مظاهرو پۀ وسيله د خپل “جانان” لمنه کلکه نيولې ده. مظاهرفطرت کښې کۀ درياب دے او کۀ ابشار، کۀ سپوږمۍ ده او کۀ لمر، د شنو اوبو شين ډنډ دے او کۀ د سيند پۀ غاړه پرتې سپينې لکه سپين زر خورې شګې، د غني رسا نظر ددغه هرڅۀ روح ته د دوي د وجود پۀ لار سره د خپل وجود ورکوزېږي . د هغۀ ژوندے تخيل ورسره لوبې کوي او ددغه “مظاهرو” د قدرت د دغه انځور ګرۍ کوم جانانه اظهار او د دغه جانانه اظهار پۀ زور چې هغه د ژوند،رنګ او نور نه کوم برجق تخليق کړے دے، زمونږ د مور ژبې لويه سرمايه ده.

    کتابيات:

    Essay From Basie Selection From

    Emerson Edited by Edward.

    Published by the Now American Library Now York 1954

    د غني کليات خپرونکے د قومونو او قبائيلو وزارت د نشرياتو د رياست کابل ١٩٨٥ز.

  • بليو وېل چېلنج – حسيب جان همراز

    لوبې د انساني ژوند پۀ ښۀ او صحت مند جوړولو کښې يو مهم کردار لري، هغه کۀ جسماني لوبې او ورزشونه وي کۀ د ټېکنالوجۍ پۀ دې دور کښې د کمپيوټر يا موبائېل تر لارې کېدونکې لوبې وي. يو د جسم د ښۀ جوړولو د پاره مهمې وي او بل د ذهن.

    نن سبا د هر نر او ښځې، ځوان، پېغلې، ماشوم، ماشومې پۀ لاسونو کښې سمارټ فون وي کوم چې د دنيا يو ضرورت هم دے او تر ډېره حده پورې سيالي هم. د دې سمارټ فون استعمال په ګڼ شمېر طريقو سره کېدے شي. کۀ څوک ئې پۀ ښۀ ډول استعمالوي نو هم او بد اړخونه هم لري. کۀ دا خبره څوک وکړي چې د دې سمارټ فون نه د انسان مرګ هم واقع کېدے شي نو دا خبره به غلطه نۀ وي ځکه چې ټيکنالوجي تر دومره حده پورې تلې ده چې ډېر ناممکنات ئې پۀ ممکناتو بدل کړي دي.

    څۀ موده وړاندې پۀ دې سمارټ فون کښې يو خونړے ګېم رامخې ته شوے دے چې د انسان ژوند بغېر د څۀ زبردستۍ نه اخستے شي او د دې خبرې تصديق هم د نړۍ ګڼو غټو تکنيکي کمپنيانو کړے دے. دغه ګېم د "بلیو وهېل" يا "بلیو وهېل چيلنج" (Blue Whale Challenge) پۀ نوم سره پېژندګلو لري. دا يوBlue whale snap ځانمرګے ګېم دے چې د سوشل مېډيا د لارې خلق دې اړخ ته جوړوي چې خپل ځانونه ووژني. دا هم وئیلے شو چې دا ګېم يو قسم Brain Wash کوي او انسان خپل ځان ته مائله کوي. پۀ دې ګېم پۀ ګړده نړۍ کښې پابندي هم لګولې شوې ده. دا ګېم زيات تره د نهو کالو نه واخله تر نولس کالو پورې ماشومان، ځوانان او پېغلې کوي د چا سوچ چې پوخ  نۀ وي او د ګېم جوړولو واله هدف هم دغه ماشومان، ځوانان او پېغلې وي او هم دوي ددې خونړي ګېم ښکار کېږي.

    پۀ دې ګېم کښې د دغه ګېم منتظم ګېم کولو واله ته روزانه يو کار ورکوي کوم چې به هغه خامخا ترسره کوي، ځکه چې پۀ دې ګېم کښې به ګېم کولوواله د "وهېل (يو قسم مهي دے)"  کردار لوبوې  او داسې بۀ دۀ له پنځوس ورځې بېل بېل کارونه ورکول کېږي چې تفصيل ئې دا دے.

    1. پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې“f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي (Curator) ته لېږل
    2. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) د خوبه پاڅېدل او د وېرې ويډيوګانې کتل کومې چې به د ګېم پام پالے رالېږي
    3. خپل لاس سره د نبض پرې کول خو ډېر ژور نۀ، صرف درې ځايه پرې بلېډ راکښل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    4. د وهېل عکس پۀ کاغذ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    5. کۀ ګيم کولو والا ګېم مخ پۀ وړاندې بوتلل غواړي نو پۀ خپله ګسه پښه به پۀ بلېډ “Yes” ليکي او کۀ پۀ پښه ئې دا ونۀ ليکل نو خپل ځان له بۀ څو څو وارې سزا ورکوي کومه چې د جسم بېلا بېل ځايونه پۀ بلېډ پرې کول دي
    6. دا يو رازداره چېلج دے
    7. يو ځل بيا پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې “f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    8. #i_am_whale ليکل او پۀ VK (يو سوشل ويب سائټ دے) پۀ خپل سټېټس کښې لګول
    9. پۀ خپله وېره قابو موندل
    10. شل منټه د پاسه څلور بجې (4:20 AM) پاڅېدل او د کوټې سر (چت) ته ختل چې څومره لوړ وي ښۀ بۀ وي، (د ګېم د قاعدې مطابق)
    11. وهېل پۀ خپل لاس پۀ بلېډ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پامپالي ته لېږل
    12. ټوله ورځ نفسياتي او د وېرې ويډيوګانې کتل
    13. موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پامپالے رالېږي
    14. خپله شونډه پرې کول
    15. خپل لاس پۀ ستن باندې ډېر ځله سورے کول
    16. ځان ته څۀ داسې زيان رسول چې حالت بيمارۍ ته ورسي
    17. د اوچت نه اوچت بلډنګ سر ته ختل او د هغې پۀ ژۍ د څۀ وخت د پاره ودرېدل
    18. پول ته تلل او د هغې پۀ ژۍ ودرېدل
    19. کرېن ته اوچت ختل يا ددې کار کولو هڅه کول
    20. د ګېم پامپالے به ګوري چې ګېم کولو وال ريښتونے دے او کۀ نۀ
    21. د ګېم د پامپالي يا د بل وهېل (ګېم کوونکي) سره سکائپ باندې خبرې کول.
    22. چت ته ختل او داسې کښېناستل چې پښې ښکته ځوړندې وي
    23. دا يو بل رازداره چېلج دے
    24. د راز چېلنج
    25. يو وهېل (دا ګېم کوونکے بل تن) سره ملاوېدل
    26. د ګېم پامپالے به ګېم کوونکي ته د هغۀ د مرګ نېټه ښائي او ګېم کوونکے به ئې تسليموي
    27. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل او رېلوې پاټلۍ ته تلل
    28. ټوله ورځ چا سره خبرې نۀ کول
    29. دا اقرار کول چې ګېم کولو واله يو "وهېل" دے
    30. (د دېرشم لېول نه تر نهه څلوېښتم لېول پورې 30-49) هره ورځ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل، د وېرې ويډيوګانې کتل، موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پام پال رالېږي، هره ورځ د خپل وجود يو ځاے پرې کول او يو وهېل سره خبرې کول
    31. د يو اوچت بلډنګ نه ټوپ کول او خپل ژوند ورکول

    کۀ وکتے شي نو پۀ دې ګېم کښې يو هم داسې لېول نشته چې څوک ترې خوند واخلي بلکې ټول لېولونه وحشيانه دي او پاې ته پۀ ځانمرګۍ رسي. اوس دا خبره هم ذهن ته راځي چې کۀ څوک د دې ګېم پوره کولو نه انکار وکړي نو بيا خو هېڅ هم نشته، خو نه! دا خبره بېخي غلطه ده، ځکه چې ګېم يو وارې څوک شروع کړي نو بيا به ئې خامخا سر ته رسوي. د هغې وجه دا ده چې کله څوک دا ګېم شروع کړي نو د ګېم پام پالي د هغۀ موبائېل هېک  کړي چې د هغۀ او د هغۀ د کورواله تصويران، معلومات او ټيلي فون نمبرې تر لاسه کړي او بيا چې کله هم ګېم کولو واله ګېم پۀ ځاے پرېږدي نو د ګېم پام پالي لۀ خوا ورته دړکې ورکولې کېږي چې کۀ چرې داسې داسې دې ونۀ کړل نو مونږ بۀ تا يا ستا د خاندان پلانکي تن ته دا نقصان ور ورسوو. ډېر خلق دا خبره هم سپکه وګڼي خو ولې هم هاغه شان کېږي څنګه چې د ګېم پام پالي غواړي، مثلاً کۀ هغۀ دا دړکه ورکړې وي چې ګېم مۀ پرېږده ګنې مونږ به ستا پلار ته نقصان ورسوو نو هم هاغه شان وشي او د ګېم کوونکي پلار ته نقصان ورسي. اوس دا هر څۀ څنګه کېږي، د ددې شا ته ډېر لوے قوت ښکاري. دا کېدے شې چې دغه  د ګېم واکدارانو ځان له هر ځاے کښې أجرتیان ساتلي وي او دا ټول کارونه پۀ هغوي کوي. يو روسي اخبار"نووايا ګېزيټا (Novaya Gazeta)" دا عويٰ لري چې د نومبر 2015ز نه واخله تر اپرېل 2016ز پورې 130 ځوانانو د دې ګېم لۀ کبله ځانونه وژلي دي. د دغه اخبار بيان څۀ پۀ دا ډول دے:

    “We have counted 130 suicides of children that took place between November 2015 to April 2016, almost all these children were members of the same internet groups & lived in good, happy families.”

    یعني دغه ځانونه وژونکو ته ژوند کښې څۀ داسې کورنۍ یا مالي ستونزه هم نۀ وه.

    پۀ دې ځان مرګو کښې زياتره ماشومان د روس او برطانیې سره تعلق لري خو دا ګېم رو رو د هندوستان او پاکستان اړخ ته مخه کوي او خپل اثرات ئې پۀ دې هېوادونو کښې ښکاره کړي هم دي. پۀ پاکستان کښې تر دې دمه ښکاره يوه واقعه د بلیو وهېل د وجې مخې ته راغلې ده کومه چې پۀ ډېره اسماعيل خان کښې ده. د اتلسم ستمبر د ملکي اخبارونو تر مخه "د ډېره اسماعيل خان پۀ تحصيل پهاړ پوره کښې يو شل کلن ځوان محمد رېحان ته پۀ موبائېل فون د ځان وژنې ووئیل شو او دړکه ورکولې کېده چې کۀ هغه ځان نۀ وژني نو هغه (کال چې چا کړے ؤ)  به ئې وژني چې د وېرې نه محمد رېحان سمدستي د ځان وژلو هڅه وکړه خو د مرګ نه بچ شو او پۀ نازک حالت کښې روغتون ته ورسولے شو. د پوليس د وېنا تر مخه دا ځوان د بليو وهېل ګېم ښکار شوے ؤ."

    هم دا رنګه پۀ شپاړسم ستمبر د ورځپاڼې "پاکستان" تر مخه دېرش کلن د چترال استوګن ضياء الرحمان پۀ پېښور کښې د ارباب خليل فلائي اوور نه ټوپ کړي وو چې د ټکه مړ ؤ، خو ولې د هغۀ د مرګ وجه تر نن وخته پورې نۀ ده معلومه خو د هغۀ د مرګ پۀ اړه هم دا خبره کېږي چې دا مرګ هم د بلیو وهېل پۀ وجه شوے وي.

    د دې ګېم پۀ حواله د خېبر ټيچنګ هسپتال ماهر نفسيات ډاکټر عمران وائي چې "بلیو وهېل ګېم کوونکي د ګېم کولو نه پس پۀ يو خطرناک جال کښې ګېر شي چې بيا ورسره بله لار نۀ وي او پۀ دغه ګېم کښې مخ پۀ وړاندې روان وي."  دا ګېم هر تن پۀ خپله خوښه شروع کوي خو ولې بيا ئې پۀ خپله خوښه پرېښودلے نۀ شي او اخر دا ګېم د هغۀ پۀ مرګ سر ته رسي. ماهرين وائي چې مور پلار دې خپلو ماشومانو سره پۀ دې اړه خبرې وکړي او کۀ چرې د هغوي ماشومان دا ګېم کوي نو هغوي دې د خفيه ايجنسیو او د امنيت برقرار ساتونکو ادارو سره اړيکې وساتي. وخت لوبې هم خونړۍ کړې ـــ

  • عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

     

    [دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې د اووهٔ شپېتم نه تر اویایم مخونو باندې نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره ستاسو د لوست ذوق ته سپارو ــــ پښتون]

    د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب "پشتون کون؟" څنګه دے؟ نو وې وئيل، "کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده."

    مخامخ به ئې بنده ته ښه سپينه خبره هم کوله. لکه يو ځل ترې ډاکټر زبېر حسرت پوښتنه کړې وه چې زما او صاحب شاه صابر صاحب پۀ باره کښې مو څۀ خيال دے؟ نو ور ته ئې وئيلي وو، "تا ته چې بنده وګوري نو ښکلے ښکارې. زړۀ ئې غواړي چې تاسره دې مجلس اوږد کړي خو چې ستا خبرې واوري نو رو رو ئې درنه زړۀ تور شي." د دۀ يو کتاب چې "غزل زار" نوم ئې ؤ، پۀ حقله ئې وئيلي وو، "پۀ کتاب کښې چې هر څۀ وي هغه پۀ خپل ځاے، خو ټائټل ئې داسې دے چې ما پۀ المارۍ کښې تاله کړے دے، هسې نۀ چې بچي مې وويني، زړۀ کښې به وائي چې پلار مو پۀ دې عمر کښې داسې کتابونه ګوري!!!"

    د ميا صاحب يو بل مينه وال او معتقد ډاکټر عرفان خټک ورله يو ځل خپله د افسانو مجموعه د سريزې ليکلو دپاره ور وړې وه. د اوړي موسم ؤ او ګرمي پۀ زور کښې وه. پۀ غرمه کښې کور ته ورغلے ؤ. کله چې ميا صاحب د کوره راووتو نو عرفان خټک صاحب ورته ووې، "ميا صاحب! زما د افسانو پۀ کتاب به راله څۀ وليکئ؟" ميا صاحب چې ترې مسوده واخسته او ورته ئې ووې، "ستا د دې کتاب څۀ نوم دے؟" عرفان خټک ورته ووې، "څپېړې"ـــ ميا صاحب ور ته ووې، "يه هلکه! نو تۀ دې ګرمۍ ته نۀ ګورې چې خپلو مشرانو له "څپېړې" ورکوې؟ پۀ سره غرمه دې د ارام نه وويستم."

    کۀ هم څۀ د صبر زغم خاوند ؤ او د اکثرو خلقو پۀ زياتي به غلے کېدو، خو بيا هم انسان ؤ او تر څۀ حده انتقامي جذبه هم پکښې وه. يوه موده به دۀ خواوشا دوو کالو پورې رېډيو له مزاحيه ليکل کول چې پۀ خپل مخصوص انداز کښې به ئې اورول. دغه پروګرام ډېر مقبول شوے ؤ. وروستو به بيا يو بل مزاحيه پروګرام کښې د پښتو نامتو کاميډين اداکار قاضي مُلا د هغۀ پېښې کولې. يو ځل ئې سوال جواب راولېږلو چې هر څوک زما چې پېښې کوي هغه منع کړئ. پروډيوسر قاضي مُلا ته ووې خو هغه منع نۀ شو. تقويم صاحب معلومات ترلاسه کول چې دا څوک زما پېښې کوي؟ چا ور ته ووې، "نور خبر نۀ يم خو دغه پروګرام يو قاضي مُلا او بل قاضي خامس دے، دواړه کاميډي اداکاران دي، نۀ شم وئيلے چې اوس کوم يو به دا کار کوي؟

    ميا صاحب پۀ دې ټس کښې پۀ خپل دوست رشيد باچا "قاضي خامس" د پېښور نه د ټوپۍ کالج ته بدل کړو او اخر چې هغه پۀ منډو ترړو او سفارشونو رشيد باچا ته ورسېدو نو هغۀ ور ته ووې، "ټيک ده، خو تۀ هم پۀ ريډيو د مشرانو پېښې مۀ کوه!" دغلته ورته خامس صاحب وضاحت وکړو چې دا خو زۀ نۀ قاضي مُلا کوي. قاضي مُلا به دا خبره ډېره پۀ خندا کوله چې د پښتو متل غلط ثابت شو چې "د کانګړې پۀ ټس کښې لاړې بټګرامه"، قاضي خامس د کانګړې اوسېدونکے دے، پکار وه چې د دۀ پۀ ټس کښې ما وهل خوړلي وو، خو زما پۀ سر کښې دے ووهلے شو.

    د ليک، لوست، تعليم، ليکوالانو او استاذانو پۀ حقله ئې ډېرې دلچسپې خبرې مشهورې دي. د پښتو اکيډمۍ پخواني ډائريکټر او نوموړي ليکوال نواز طائر صاحب ترې يو ځل تپوس کړے ؤ چې ميا صاحب! تاسو ډاکټر اختر له د پي اېچ ډي ډګري ورکړه خو اٰيا….. هغه د دې قابل دے؟ نو ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "طائر صاحب! ډګري ئې واخسته، علم به ورسره راشي."

    لطف الله خوشنوي د ته ئې يو ځل مسوده د کتابت د پاره ورکړې وه. لطف الله ورته ووې، "ميا صاحب! دا يو ټکے دې پکښې بې ځايه ليکلے دے." ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "لطف الله! بنده چې زوړ شي نو ټکے سم ځاے ته نۀ شي رسولے."

    دغسې يو ملګري ورله کتاب د سريزې ليکلو د پاره وړے ؤ. هغۀ ته ئې وئيلي وو چې پېسې پکښې شته کۀ نۀ؟ هغۀ وې نه، ثواب به دې وشي. ميا صاحب ورته ووې، "د ثواب دپاره به دوه رکته نفل وکړم."

    ځلان مومند ورته د يو ملګري د پاره سفارش کړے ؤ چې فيس ورته معاف کړي. پۀ جواب کښې ئې ورته وئيلي وو چې زمونږ د يونيورسټۍ څۀ نامه ده؟ هغۀ ورته ووې "الخېر" ـــ ميا صاحب ووې، "بس خېر ته ناست يو نو." دغه وخت ميا صاحب الخېر يونيورسټۍ کښې ؤ.

    کله چې ګورنر فضل حق صوبه کښې د ليکوالانو پۀ غوښتنه د پينځم جماعته پورې د پښتنو علاقو کښې د پښتو لازمي کولو فېصله وکړه نو ميا تقويم الحق صاحب دې له کورس تيار کړو او د پرائمري استاذانو ته ئې د دې ترغيب ورکولو. دې سلسله کښې بنو ته تللے ؤ او هلته ئې استاذانو ته د پښتو ژبې پۀ اهمیت خبرې کولې، چې دې کښې یو د پرائمري استاذ راپورته شو اور ته ئې ووې، "مونږه دا کار نۀ شو کولے، اس سے ہمارا  اردو  خراب ہو جائے گا." میا صاحب ورته سمدسي جواب ورکړو، "تمہاری اردو  اس سے زیاده خراب نہیں ہوسکتی، ځکه چې د "ہماری اردو" پۀ ځاے "ہمارا  اردو" وائې، نوره به څۀ توره ووهې؟"

    د تحقیق او تنقید سره تر اوږدې مودې پورې د تعلق پۀ سلسله کښې ئې ګڼې قلمي مسودې د نظره تېرې شوې وې او دا شوق ئې هم لرلو چې کۀ نورې څۀ نایابه مسودې چرته ومومي. دې سلسله کښې د وزیرستان کاڼیګرم ته رسېدلے ؤ او هلته ورته معلومه شوې وه چې دلته د چا سره یو کتاب شته چې د هغوي د نیکونو د زمانې دے، خو چا ته ئې نۀ ښائي او نۀ ئې چا له ورکوي. میا صاحب پۀ څۀ چل زور او سفارش دغه کتاب ته رسېدلے ؤ. دا کتاب د میا صاحب پۀ قول لس اتو کپړو کښې تاو پروت ؤ او چې هره کپړه به ئې ترې لرې کوله ما به زړۀ کښې وئیل چې دا به ضرور د پیر روښان یا د هغۀ د اولاد قلمي مسوده وي ـــ خو چې کپړې مې ترې لرې کړې او ما له ئې کتاب راکړو نو هغه د اخون دروېزه "مخزن اسلام" ؤ.

    نور ئې هم داسې ډېر واقعات شته چې یو بل ته یاد دي، خو څۀ د لیکلو نۀ دي او څۀ تر ما نۀ دي رارسېدلي. البته دا خبره ټول مني چې میا صاحب یو صاف زړے انسان ؤ. پۀ رښتیا معنو کښې عالم ؤ. د خپل علم پۀ قدر پوهېدو. د علم تږو له ګودر ؤ خو ورسره د امام شافعي دا قول ئې هم پۀ نظر کښې ؤ چې څوک نا اهلو ته علم ورکوي نو دا داسې ده لکه د خر پۀ غاړه کښې چې د ملغلرو هار اچوي.

    میا صاحب د خپل علم او عمل پۀ وجه مستجاب الدعوات ؤ. درې دعاګانې ئې پۀ ژوند کښې غوښتې وې چې هغه دا دي: الله تعاليٰ دې راله پۀ پېښور ښار کښې خپل کور راکړي ځکه کۀ پۀ ښار کښې د چا ډېر بې تکلفه دوست وي نو هم د ډېر تګ راتګ پۀ وجه ترې تنګ شي ـــ دوېم دا چې زما بچي دې زما پۀ ژوند کامیاب شي او درېم دا چې الله تعاليٰ دې ما پۀ داسې بد مرض نۀ پرېباسي چې بچي مې خدمت نۀ شي کولے او د دعا پۀ ځاے ورته ښېرې کوم.

    دا درې واړه دعاګانې ئې الله تعاليٰ قبولې کړې وې. ښار کښې ئې یونیورسټۍ سره نزدې خپل کور کړے ؤ، بچي ئې ټول د دۀ پۀ ژوند لوے ډاکټران وو او مرض ئې هم څۀ داسې نۀ ؤ چې د چا د خدمت دې محتاجه شوے وي. اخر دا لوے عالم، ممتاز، ناویاته لیکوال او عجیبه سړے د حق پۀ لور لاړو، خو یادونه به ئې تل ژوندي وي.

     

    ممتاز علي خان او ډاکټر همایون هما ئې د مشرۍ استاذۍ او دوستۍ حق ادا کړے او د دوي لیکلې مختلفې علمي مقالې، مضمونونه، خاکې، افسانې، سریزې او څو خطونه ئې د "غوره لیکونه" پۀ نامه کتاب کښې چاپ کړي دي. خو ډېر څۀ ئې ناچاپه پراتۀ دي. باید بل څوک راوړاندې شي او د سید تقویم الحق دا ملغلرې د تل د پاره پۀ کتابي صورت کښې محفوظ کړي.