هسې خو کۀ مونږ فکر وکړو نو د ‘سفر’ ټکے چې لۀ کومې شروع کېږي نو هم دغه وخت کښې د مشکلاتو د سلسلې اغاز کېږي. پۀ هر يو سفر کښې مختلف قسم تکليفونه راځي، بس دومره ده چې انداز ئې جدا جدا وي.
څوک چې سفر شروع کوي او بل ملک ته د مزدورۍ لپاره ځي نو هغه خپل مشکل لري خو ولې روښانه صباون لپاره دا قسم هلې ځلې کېږي. کۀ چرته څوک تعليم لپاره خپل د زړۀ ټکړه بهر ملک ته لېږي نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې دا وي چې بچے به مې کامياب شي او لوے سړے به ترې جوړ شي خو دغه هم ډېر تکليف لري.
او کۀ چرته مونږ سوچ وکړو چې د حج پۀ سفر چې کوم خلق ځي نو دا يقيناً د مسلمانانو د پاره يو ډېر لوے او ښۀ سفر دے خو دا هم ډېر مشکلات لري، کوم وروڼه چې د حج پۀ سفر تلي دي هغوي ښۀ اندازه لګولے شي.
خو ولې کله کله دا سفر د يو خپل اتل سره کېږي او چې ثابته وي چې اوس زمونږ د يو بل سره ليدۀ کاتۀ، خبرې اترې او واسطې ناطې د همېشه لپاره ختمېږي او دا زمونږ اخري سفر دے نو پۀ داسې سفر کښې چرته بنده زهېرېږي نو هم هلته پرې بنده رغېږي.
هم د داسې سفر خبره به کوم چې دا سفر زما د خپل فخر افغان بابا سره تر افغانستان پورې شوے ؤ. يقيناً ډېر ګران ؤ خو دومره ده چې نن ما سره د خپل نيکۀ يوه خاطره کم ازکم پرته ده.
د جنورۍ مياشت وه کال ١٩٨٨ز دے. کۀ چرته يو طرف ته د يخو هوګانو شور دے نو هلته د بارانونو هم زور دے. پۀ دغه لېوني لېوني موسم کښې يو لېونے اواز لکه د ځنګل د اور خورېږي او دغه اواز دومره هېبتناک ؤ چې د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې مېشتۀ د هر پښتون زړۀ ئې ارې ارې کړو. دا اواز د فخر افغان باچاخان د رحلت اواز ؤ. يقيناً دا دومره دروند اواز ؤ چې ټول خلق ئې د زړۀ پۀ رنځ اخته کړل خو زۀ ئې لږ پۀ فرق متاثره کړم. داسې نۀ ده چې ګنې زۀ ډېر دعوېدار يم چې ګنې د بابا لږ زيات مينه وال يم او زما پۀ شان بل مينه وال د بابا نشته خو دومره ده چې دا دعوي ضرور کوم چې:
د بوډۍ غوندې پۀ يو موټي مالوچو
د يوسف د حسن زۀ هم خريدار يم
يعنې د يوسف (ع) پۀ خريدارانو کښې مالوچ پۀ لاس د خپل ستر بابا کۀ غم ولړزولم نو بلخوا دې فکر هم واخستم چې زۀ خو ځان د بابا پرستار بولم خو تر جلال اباد پورې ورسره سفر نۀ شم کولے. دغه وخت زما څۀ بل شان عجيبه کېفيت ؤ. د زړۀ نه الله خبر دے خو د کور حالات، د جېب حالات يعنې زۀ دومره بې وسه مينه وال يم چې پۀ قسمت کښې مې دا نشته چې د خپل ستر بابا اخري سفر کښې شامل شم.
کۀ يو طرف ته زما د جېب حالات ښۀ نۀ وو نو بل طرف ته د کور حالات داسې وو چې زما پۀ ذمه د بوډۍ مور نه علاوه د درې خوېندو کفالت کول هم وو. د کور نه مې کله بهر شپه نۀ ده کړې او بل طرف ته پېسې ټکې يوه اهمه مسئله ده. دا مسئله يواځې زما د جېب نۀ ده، ډوډۍ کۀ ښۀ ډېره نۀ ملاوېږي خو شکر دے ګېډه ډکېږي.
بهرحال پۀ دغه ستونزو سوچونو کښې د خپل بابا مينه وال پۀ زړۀ کښې قصد کړے دے چې کۀ مري او کۀ چوي خو د خپل بابا سره تر جلال اباد پورې ځي ځکه چې دا خو د بابا اخري سفر دے. مونږ خو تر اوسه پورې د هغوي بيان کړو خبرو باندې عمل نۀ دے کړے خو کم از کم دا حق خو دا خوږ نيکۀ لري چې تر جلال اباد پورې ورسره هر بچے لاړ شي. دغه سوچ لېونے کړے وم. زړۀ کښې مې بس دا يوه خبره وه چې هر څۀ چې وي خو د بابا د کټ سره به ځم.
پۀ يوه خبره پوهه وم چې پېسې ټکې چې هر څۀ وي دا به ځان له پۀ خپله پېدا کوم نو چې کله د کور نه ما ته پېسې نۀ شي ملاوېدے نو د دې نه ښۀ خبره دا ده چې د کور نه پټ لاړشم. هر څۀ چې وي خو چې ضرور لاړ شم ځکه چې دا مې د خپل ستر بابا اخري سفر دے.
بل طرف ته بوډۍ مور او درې خوېندې پۀ کور کښې د الله پۀ اسره پرېښودل ډېر ګران وو خو ولې تګ د هغې نه هم اهم ؤ. د کورنه پۀ پټه د تلو مطلب دا دے چې ما له يو راز دار هم پکار دے. د هغه راز دار انتخاب ما د وړوکوالي ملګرے او د ترۀ د زوي سيد اکرام الله جان صاحب وکړو. چونکې دے پۀ خپله د يو باچا خاني فکر خاوند ؤ او پۀ باچاخان مئين دے چې تر اوسه پورې ئې پۀ موبائيل د باچاخان تصوير لګولے دے. زما سره تيار شو او مونږ صوابۍ ته لاړو چې چرته ځان له کومه ډله پېدا کړو او د چا سره پۀ ګاډي کښې ځان ځاے کړو. ما د خپل ترۀ زوي ته وئيلي نۀ وو خو ما به هم پۀ دغه صوابۍ اډه کښې ځانله د پېسو ټکو غم هم کولو.
بهرحال خداے بې نيازه بادشاه دے او کله کله د انسان اسره حاجت داسې ترسره کړي چې پۀ وهم او ګمان کښې ئې هم نۀ وي. هم دغه شان الله پاک د خپلو خزانو نه د پېسو ټکو انتظام وکړو او هلته مونږ د يو داسې ډلې سره مل شو چې هغوي تقريباً ټول سرکاري ملازمين وو. پۀ دغه کښې شاه سکندرخان د صوابۍ يو کلک پښتون سره سره يو ډېر قابل فاضل استاد هم منلے شي. او ياده دې وي چې دا شاه سکندر خان زمونږ د سکول او د کالج د دواړو ملګرے پاتې شوے دے.
زمونږ سره پۀ دغه ډله کښې دوېم ملګرے خداے بخښلے ندا محمد صاحب ؤ چې دے د حبيب بېنک ملازم ؤ. يو ښۀ قام پرسته انسان ؤ او پۀ باچاخانۍ مئين ؤ، زمونږ سره پۀ دغه سفر کښې موجود ؤ. پۀ وړاندې ورځو کښې پۀ ټرېفکي پېښه کښې وفات شوے دے، مونږ سره يو بل ملګرے د مانېرۍ شېرزمين خان ؤ چې هغه د مسلم کمرشل بېنک ملازم ؤ. اوس پۀ پته پوهه نۀ يم چې چرته به وي خو بهرحال چې څومره دوي سره زمونږ مجلس شوے ؤ د هغې مطابق انتهائي نېک سيرته سړے ؤ او د خبرو انداز ئې ډېر د کلکو پښتنو ؤ. د دې نه علاوه ما ته څوک ياد نۀ دي چې پۀ دغه ګاډي کښې زمونږ سره ملګري وو. بهر حال کۀ يو خوا مونږ ته د باوقاره خلقو مجلس ملاؤ شو نو هلته دا هم يو ښۀ خبره وشوه چې مونږ ته بالکل نوے او زيرو ميټر فلائنګ کوچ ملاو شو چې هغه به مونږ جلال اباد ته اوړي راوړي. چې کله د استاذ سره زمونږ ملاقات وشو نو هغۀ د ځان سره خپل وړوکے زوے هم راوستے ؤ. او وئيل ئې چې دا فلائنګ کوچ مې پرون نوے اخستے دے. او اول به پۀ کښې تاسو جلال اباد ته بوځم او ستاسو سره به زۀ هم د بابا پۀ قافله کښې شامل شم، د هغې نه پس به پۀ دې ګاډي مزدوري کوم.
زمونږ د صوابۍ نه پېښور طرف ته سفر شروع کېدونکے دے خو دومره ده چې يو ملګري ذمه واري د سالن اخستې وه چې زۀ به ئې پۀ کور کښې پوخ کړم او د هغې انتظار ؤ او د ډوډۍ خبره مونږ داسې کړې وه چې پۀ پېښور کښې به ځان له راواخلو. مونږ پېښور ته طرف ته سفر شروع کړو. مختلفې سياسي بيان بازۍ لګيا دي او زۀ پۀ عجيبه غوندې خوف کښې مبتلا يم. کله مې د بابا فکر واخلي نو کله مې د بوډۍ مور او خوېندو غم لکه د صحرائي چې پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي، ځان ته مې فکر دے.
پېښور راورسېدو. يو کس پۀ کښې د شا نه اواز وکړو چې هلکه ډوډۍ را واخلئ پته نۀ لګي بل پۀ کښې اواز وکړو لږ صبر وکړه د رزق نه څوک نۀ پاتې کېږي. بهر حال ډوډۍ مو پۀ يو څادر کښې کلکې ونغښتې او زمونږ سفر دوباره د پېښور نه جلال اباد طرف ته شروع شو. يو ځل بيا د خپلې خوښې خبرې کله کله يو بل پورې خندل خو زۀ پۀ خپل ځان پۀ خپل سوچ کښې غرق وم. د يوې خبرې نه هم ناخبره پۀ خپله دنيا کښې اخته وم. زمونږ ګاډے بارډر ته ورسېدو او چې کله مونږ بارډر کراس کولو نو مونږ ته به يو نمبر ملاوېږي. کله چې مونږ ورسېدو نو مونږ ته چې کوم نمبر ترلاسه کړے شو هغه ٨٨٤٨ ؤ، د دې مطلب دا شو چې دومره ګاډي افغانستان ته زمونږ نه وړاندې وردننه شوي خو دا اندازه هېڅ نۀ وه چې څومره ګاډي مونږ نه وروستو را روان دي.
زمونږ سفر اوس پۀ افغانستان کښې جاري ؤ او زمونږ قافله د هيلي کاپټر پۀ حصار کښې وه او يقيني خبره ده چې هيلي کاپټر به کله کله دومره ښکته شو چې لکه چې د پرو هوا زمونږ پۀ ګاډي لګي. د هغه وخت افغان حکومت زمونږ ډېر خيال وساتلو او مونږ پۀ خپله قافله کښې روان ؤ. رښتيا خبره ده چې ټول مخلوق غمژن ؤ خو زۀ د بابا د فکر نه علاوه د خپل کور د غړو پۀ فکر هم فکر مند وم. او چې څومره فاصله کمېده نو زما حالت خرابېدو، پته نشته ولې خو ماته داسې محسوس کېدله لکه چې څۀ چل کېږي او ذهني طور باندې زۀ بېخي مفلوج کېدم.
زمونږ ګاډے پۀ دې وخت کښې پارکنګ ته وردننه شو خو عجيبه خبره دا وه چې د زرګونو ګاډو د پاره افغان حکومت د بابا د مقبرې نه بهر ډېر لوے انتظام کړے ؤ او ګاډي ښۀ پۀ ترتيب سره پارک کېدل شروع شوي وو. د ګاډي نه بهر او د هغې نه پس بيا ځانله د مخکښې تلو پروګرام جوړولو خو ولې يوکس پۀ کښې دا ووې چې نه ترکاري ډېره يخه شوې ده نو ضروري ده چې دا ګرمه کړو. د چا يو رايه او د بل چا بله خو اخر فېصله هم پۀ دې وشوه چې د ګرمولو څۀ لټون کوو نو کۀ چرته ګرمه شي نو خوند به وکړي خو ولې زمونږ د ګاډي استاذ ووئيل چې ماله ترې نه يو هډوکے او ډوډۍ هم دغسې را کړئ ځکه چې زما سره ماشوم دے. بيا تاسو کوئ چې هر څۀ کوئ. استاد له خپله برخه ورکړې شوه او مونږ پۀ دغه هڅه ګرځېدو چې دا چرته ګرمه کړو خو مونږ ډېر زيات مزل نۀ ؤ کړے چې پۀ يو ځاے کښې مونږ ته څۀ خشاک ملاو شو او مونږ ترکاري د ګرمولو هڅه وکړه خو شنډه وخته، معمولي غوندې يخ ئې مات شو خو ولې ګرمه نۀ شوه او هر چا وئيل چې بس هم دغه شان ئې وخورئ. زۀ هم د خلقو مېنځ کښې ناست پۀ يو عجيبه غوندې سوچ کښې بوخت وم او د ډوډۍ خو سوال نۀ پېدا کېږي ولې چې اوبۀ مې هم زړۀ ته نۀ کېدلې. څوک ډېر پۀ شوق ډوډۍ خوري او څوک هسې چک چونډي کوي. خو ولې ما مکمل انکار وکړو ځکه چې ډوډۍ خوراک ته مې زړۀ نۀ کېدو. چا ډوډۍ بس کړې وه او چا خوړه چې پۀ دې کښې ناڅاپي يو درز وشو. پۀ دغه وخت کښې ما ته خپل د ترۀ زوي سيد اکرام الله جان ووئيل چې جاوېده دا درز خو ډېر خطرناک ؤ. ما ورته ووئيل چې کم عقله دا خو بابا ته د توپو سلامي ورکوي، زړۀ ښکته پورته مۀ کوه خو ولې پۀ دغه دوران کښې بيا درز شو او پۀ دې درز کښې نغښتے خوف ډېر زيات ؤ او اوس دا هم پته ولګېده چې دا خو دهماکې دي.
هر طرف ته د قيامت غوندې ماحول جوړ شو، هرسړے وېرې واخستو او زما حال د ټولو نه بدتر ؤ او هم پۀ هغه وخت کښې ما ته احساس وشو چې مرګ خو راغے خو ولې ډېر بې ضائع ځاے کښې او خپل ټوټې ټوټې زړګے مې پۀ داسې کېفيت کښې ګرفتار شو چې هغه کېفيت د کال ١٩٨٨ز نه تر ٢٠٢١ز پورې هر کال د جنورۍ پۀ مياشت کښې پۀ ما راځي او يو سوچ واخستم. د سوچ دا دائره کۀ څۀ هم ډېره محدود وه او صرف تر خپل سر د بچ کولو وه نو پۀ دې وخت کښې د هغې وخت نه سېوا شوې ده. کۀ هغه وخت صرف د خپل ځان فکر اخستے وم نو نن د قام فکر اخستے يم. د هغه وخت سوچ او د دې وخت سوچ لږه موازنه به ضرور کول غواړم. او پۀ دې امېد ئې کول غواړم کۀ چرته د ٢٠٢٢ز د جنورۍ پۀ مياشت کښې زۀ د دې کېفيت نه خلاص شم.
څنګه چې ما فکر وکړو چې پۀ هغه وخت کښې کۀ زما فکر د ځان هم ؤ خو ولې ورسره مې دا هم فکر ؤ چې دا خلق چې پۀ زرګونو ګاډو کښې راغلي دي نو دوي خو پۀ ښۀ جذبه راغلي دي او چې چا له راغلي دي نو هغه فخر افغان بابا د دې فخر لائق ؤ ځکه راغلي دي. او بل طرف ته د هغه وخت افغان حکومت زمونږ دومره خيال وساتلو نو بيا د سوچ خبره دا ده چې اخر دا دومره لوے کار چا وکړو. دا اولس چا پۀ لړزان کړو. مختلف سوالونو مې پۀ ذهن کښې ګردش کولو. د فخر افغان بابا شخصيت د افغان حکومت دغه سپېځلې جذبه د خلقو مينه دا هر څۀ پۀ خپل ځاے ټيک وو خو ولې حقيقت دا دے چې کار ډېر وران شو، دا پۀ څۀ وشو، چا وکړل او ولې ئې وکړل؛ پۀ دغه خبره کول نۀ غواړم البته دومره به ضرور ووايم چې زمونږ دې خپل ستر بابا اخر داسې څۀ کار کړے ؤ چې د هغوي خلاف دومره حده پورې تلل چې پۀ مرګ ئې خپل دښمن نۀ معاف کوي. اخر داسې څۀ محرکات دي چې د بابا سره د مينې دومره سزا ورکولې شي. چې د بابا مينه وال هم پۀ نخښه کېږي. څۀ شو هغه د اسلام داعيان، څۀ شوه د پښتنو هغه معاشره او د جرګو هغه سړي کوم چې د داسې قسمه خبرو منع وکړي.
اوس کۀ چرته د باچاخان يا د ولي خان صفت ليکم نو زما خيال دا دے چې د هغې ضرورت ځکه نشته چې د ټولې نړۍ لائبرېرۍ د هغوي د صفت نه ډکې دي بلکې پۀ دې ملک کښې هم داسې ثبوتونه شته دے چې هغه د دغې دوؤ ښاغلو متعلق واضحه دي.
کۀ مونږ د خپل ستر بابا پۀ کردار نظر واچوو نو هغه د هشنغر خان ؤ. د بهرام خان زوے ؤ. هغۀ ته خو بادشاهي پکار وه خو ولې هغۀ فقيري قبوله کړه، د پښتونخوا پۀ هر يو ګوټ کښې ئې حجره يا جومات داسې پاتې نۀ شو چې هغوي ورته ځان ونۀ رسولو.
دې ځاے کښې يوه خبره کول ضروري ګڼم چې پۀ ١٩٣٢ز کښې فخر افغان بابا زمونږ کلي ته هم راغلے ؤ او دا خبره ئې ما ته خپل ترۀ سيد غلام مصطفٰي شاه صاحب کړې وه چې د هغۀ پۀ دغه خبره يعنې زمونږ کلي ته پۀ راتګ باندې ما يو کالم “ژوندے کردار” پۀ روزنامه شهباز کښې څۀ موده وړاندې چاپ کړے هم ؤ. زما ترۀ وائي چې هغه وخت به زما عمر تقريباً لس کاله ؤ. نو دې ځاے کښې دا خبره ثابتېږي چې کله فخر افغان بابا زمونږ ورکوټي غوندې کلي صوابۍ (ميا ډهېرۍ) ته هم رارسېدلے ؤ نو يقيني خبره ده چې هغه پۀ ټوله پښتونخوا کښې ګرځېدلے وي. اوس هم زمونږ کلے ډېر ورکوټے دے خو ولې زۀ فکر کوم چې پۀ هغه وخت کښې خو به زمونږ پۀ کلي کښې پۀ مشکل سره شل کورونه وو.
نو بيا چې فخر افغان بابا د هر پښتون يو جومات ته تلو نوهغۀ به وئيل چې يو شئ، پۀ اتفاق شئ، پښتون ئې يو کولو، پۀ خپلو وسائيلو د خپل اختيار خبره ئې کوله، د تعليم خبره ئې کوله، پۀ خپلو وسائلو کښې دننه د ژوند د تېرولو خبره ئې کوله، د عدم تشدد خبره ئې کوله او د پېژندګلو خبره ئې کوله، د خپل تهذيب خبره ئې کوله، د ترقۍ خبره ئې کوله او داسې نور ګڼ شمېر خبرې. او چې چرته به هم تلو نو د خپل اولس سره ئې دومره مينه لرله چې د هغوي حجرې ئې هم صفا کولې. يو خان ته د دې څۀ ضرورت ؤ؟
خو هغه د هشنغر خان خو ضرور ؤ خو د پښتون اولس پۀ فکر کښې يو داسې ملنګ هم ؤ چې د خپل قام د پاره ئې ټول عمر پۀ زندان کښې تېرولو خو ولې چا ته ئې فرياد نۀ کولو. او نن چې پۀ ممبر باندې د باچاخان د عظمت خبرې کېږي يا زمونږ ډېر عالمان او فاضلان د فخر افغان بابا مثال ورکوي د هغې وجه د هغوي ديانت دے، عظمت دے، شرافت، سعادت دے.
يقيني خبره دا ده چې زما قلم ډېر ورکوټے دے خو بيا هم چې پۀ باچاخان باندې ليکلو ته شي نو زما پۀ خيال وخت او وسائل به کم شي خو ولې د بابا صفات به ختم نۀ شي خو لږه خبره د هغوي فرزند جناب عبدالولي خان باره کښې کول غواړم او هغه دا چې د فخر افغان بابا د سياست واګې هسې خو د هر پښتون پۀ لاس کښې دي خو ولې بيا هم د هغوي پۀ کور کښې د فخر افغان بابا نه وروستو چې کوم کردار مخې ته راځي نو هغه د عبدالولي خان صاحب دے. ټول پښتون قام ته معلومه ده چې د ابا کور کله هم مشري نۀ ده قبوله کړې او د همېش د پاره ئې بل وړاندې کړے دے. او جناب خان عبدالولي خان هېڅ کله هم د مشرۍ هڅه نۀ ده کړې بلکې ډېر پۀ ښۀ طريقې سره ئې د خپل والد محترم مشن او موخه مخ پۀ وړاندې بوتلې ده.
د خان عبدالولي خان سياست ته ټوله نړۍ ګوته پۀ خلۀ ده او چې کومې خبرې د نن نه څلوېښت کاله مخکښې هغوي کړې دي نو وخت پۀ وخت ټولې نړۍ هغه خبرې ومنلې. کۀ چرته مونږ وګورو نو نۀ خو خان عبدالولي خان سره څۀ قسم اختيار راغلے ؤ او نۀ هغۀ چا لۀ د څۀ ورکولو جوګه ؤ. خو ولې بيا هم دومره پۀ ښائسته او مثالي انداز کښې ئې خپل اولس ته د پوهې کوشش ورکړے ؤ چې مثال ئې نشته. د هغوي د هغه وخت پۀ تول تللي تقريرونه، د مثال نه ډکې خبرې چې اوس پرې ټول اولس پوهه شو، کۀ چرته زۀ داسې ووايم چې د کاڼي کرښې وې نو يقيني خبره ده چې غلطه به نۀ وي. پۀ پارلېمنټ کښې د پښتنو غږ د ۱۹۷۳ ائين او داسې پۀ سوونو زرګونو هڅې وې چې هغوي له ئې دا دومره برکت ورکړو او د تاريخ پۀ پاڼه د هغوي نوم لکه د ځلنده ستوري روښانه دے. او هر پښتون نن پۀ هسکه غړۍ د پښتنو خبره کوي. د بابا دغه تسلسل کښې دغه روښانفکره سړے کۀ چرته خپل مقام لري نو پۀ هغه ځاے کښې د مور بي بي کردار هم د چا نه پټ نۀ دے. کۀ چرته مونږ فکر وکړو نو پۀ کوم وخت کښې مور بي بي ته د سياست واګې پۀ غاړه شوې نو دا د هغوي مجبوري وه او خپله مجبوري پۀ داسې انداز سر ته رسول لکه چې مور بي بي ترسره کړه، دا ډېر ښۀ ښۀ سړي نۀ شي ترسره کولے او څنګه چې د فخر افغان بابا او د جناب ولي خان د خپل اولس سره نېغ پۀ نېغه رابطه وه نو دغه شان مور بي بي هم پۀ دغه مېدان کښې د ټولو نه وړاندې روانه ده. او رښتيا دا ده چې يو نيم د پارټۍ ورکر مور بي بي ته وئيلي دي او هغې ته پته هم لګېدلې وه چې ګنې دے ما ته دروغ وائي خو د هغې باوجود خپل ورکر له دا تاثر هېڅ کله نۀ دے ورکړے چې تا ماته دروغ وئيلي دي بلکې هغه ورکر ئې نور نور مخکښې کړے دے. او د ډېرو مشکلاتو باوجود ئې د فخر افغان بابا فلسفه پۀ مخکښې بوتلې ده. کۀ چرته مور بي بي پۀ هغه حالاتو کښې يو خوا پۀ ښارونو کښې جلسې کړې وې نو بل طرف ته د صوابۍ او پۀ صوابۍ کښې د غرونو پۀ علاقه کښې ئې هم جلسې کړې وې چې دغه جلسو ته هغوي پېدل تګ کړے دے. او د خراب حالاتو باوجود ئې پۀ ملک کښې دننه څۀ چې د ملک نه بهر ئې هم د خپل ورکر سره پۀ هر وخت کښې رابطه ساتلې ده.
د مور بي بي د کردار نه وروستو کۀ چرته زۀ د جناب اسفنديارولي خان نوم وانۀ خلم نو يقيناً دا به دې قام سره هم زياتے وي ځکه چې پۀ داسې يو دور کښې چې هر طرف ته د دولت انبار وي. پۀ سياست کښې پېسې رادننه شوې دي، پۀ هغه وخت کښې د جناب اسفنديارولي خان سپېځلے کردار، سپېځلے پاتې کېدل د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې پۀ ټيلي وېژن مذاکرې ته تيار دغه حضرت نن پۀ ټول قام کښې روښانه او بريالے دے.
څومره پورې چې د جناب اسفنديارولي خان د کردار خبره وه نو هغه د چا نه پټ نۀ دے خو ولې د کارکردګۍ پۀ بنياد چې خبره کوو نو دا يو داسې شخصيت دے چې کۀ چرته د هغوي طاقت باندې هغه د پاکستان پيپلز پارټۍ سره دومره لوے کار د اتلسم ترميم پۀ شکل کښې مخې ته را ولي نو کۀ چرته د اسفنديارولي خان پۀ مټو کښې د پنجاب پۀ شان د ټولې صوبې اختيار ئې ورکړو نو د دې صوبې نه به څۀ جوړ شي. کۀ چرته محدود پېمانه باندې د هغۀ کارکردګي دومره ښۀ وي نو کۀ چرته پښتون ځان وپيژني او د جناب اسفنديارولي خان سره کلکه ملګرتيا وکړي نو زما پۀ خيال داسې څۀ کمے پۀ پښتون قام کښې نشته چې دے به د يو قوم نه هم وروستے پاتې شي خو کۀ چرته کمے دے نو هغه صرف دا دے چې کۀ چرته پښتون قام د خپل ووټ پۀ لار يو شي او خپل ووټ د باچاخان پۀ فکر پۀ جمع استعمال کړي او پۀ شا باندې ئې د جناب اسفنديارولي خان غوندې طاقت وي نو زما پۀ فکر زمونږ دا خوار اولس به ډېر زر د دې خوارۍ نه خلاص شي. د خپل صفا ستره ژوند سره سره جناب اسفنديارولي خان د خپل اولس سره هر وخت هر ځاے موجود او د پښتون د حق خبره ښۀ پۀ واضحه الفاظو د هر جابر حکمران وړاندې کړې ده. او دغه وجه ده چې زۀ فکر کوم چې جناب اسفنديارولي خان د خپلې برخې کار ښۀ پۀ احسنه طريقه سر ته رسولے دے. خبره ډېره اوږده شوه خو ولې د اسفنديارولي خان نه وروستو کۀ چرته زۀ د دوه شاه زلمو خبره ونۀ کړم نو يقيناً دا به د عوامي نېشنل ګوند او د هغې د تاريخ سره زياتے وي.
دا دواړه شاه زلمي چې د ستر بابا پۀ حقيقي معنو کښې وارثان دي پۀ هغې کښې به وړومبۍ خبره د امير حېدرخان هوتي کوم. هسې خو مې پۀ ژوند کښې کله د نزدې نه دا کردار ليدلے نۀ ؤ خو پۀ دغه تېرو ورځو کښې پۀ صوابۍ (شاه منصورټاون شپ) کښې مې ډېر د نزدې نه وليدو. رښتيا خبره دا ده چې پۀ هغه وخت کښې مې دا د زړۀ خبره وه چې د پښتون د يو والي کار به الله پاک د اميرحېدرخان هوتي نه اخلي. هسې خو اميرحېدر هوتي د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي پاتې شوے دے نو دوي ته د هر يو څيز ډېره ښۀ اندازه ده.
د حکومت د کولو هنر، د حکومتي اهلکارو نه د کار اخستو هنر او د تاريخ پۀ رڼا کښې د پښتنو تپوس او داسې ګڼ شمېر صفات نه خو زۀ د هغۀ وخت د حکومت نه اندازه لګوم خو ولې کله چې ما حېدر خان هوتي پۀ خپله ډېر د نزدې نه واورېدو نو دا ورځ راته ډېره لرې نۀ ښکاري چې ډېر زر به دے د خپل ستر بابا دا قافله خپل مقام ته ورسوي. او يقيناً هم دغه داسې ځوان دے چې د ټولو ځوانانو پۀ مرسته به دے د خپل قام ډېر ښۀ مشر ثابت شي.
د يو شاه زلمي خبره خو ما وکړه خو ولې دې بل شاه زلمي باندې به هم لږه خبره کوم او هغه د جناب اېمل ولي خان شخصيت دے. هسې خو زۀ فکر کوم چې د تشو غوښو شوروا خو هسې هم ښۀ وي خو پۀ دې ځوان کښې چې زما کوم عمل ډېر خوښ دے نوهغه دا دے چې د دوي پۀ سياست کښې رادننه کېدل او پۀ سياست د خپل بابا د حضرت باچاخان پۀ شان سياست کول دي، هسې خو الله پاک اېمل خان ته ډېر بې شانه صفات ورکړي دي خو ولې د حيا او د جرات نه ډک دا عمل به ډېر خلق ځان سره مل کړي. يقيناً د جناب اېمل خان د قلار خوي او د بابا د ډلې د دوباره راغونډولو دا هڅې به ډېر زر دے خپل ځاے ته ورسوي.
تاسو به پۀ زړۀ کښې وايئ چې خپله خبره دې نيمګړې پرېښوده خو داسې نۀ ده. ياده مې ده خو دومره ده چې د هغه مېدان يعنې د جلال اباد د هغه وخت نه تر دې دمه زۀ يو عجيبه غوندې حالت سره تېرېږم. چې دا حالت د جنورۍ پۀ ورځو کښې راپېدا شي نو پۀ دې وجه مې د هغه وخت نه واخلې تر دې دمه پورې ټول کردارونه د خپل اولس سره شريک کړل نو د دې مطلب صرف دا دے چې د باچاخان نه تر اېمل خان پورې چې دا څومره ذکر ما وکړو دغه ټولو پۀ خپل خپل ځاے کردار ادا کړے دے. خو ولې مونږ هم تر اوسه پورې پۀ خپل کردار سوچ کړے وے چې اخر د باچاخان دا کومه فلسفه وه چې تر اېمل خان پورې را ورسېده خو څۀ بدلون پۀ کښې رانغے او هر يو تن ئې پۀ خپل حېثيت ښۀ پۀ نره ترسره کوي. پۀ دې کښې فائده صرف د پښتو او پښتنو ده. الله دې وکړي چې مونږ د خپل ستر بابا سره د هغوي د فکر ملګري شو او داسې يو کردار پۀ خپل ژوند کښې پرېږدو چې زمونږ راتلونکي نسلونه هم خپل سوچ د خپل بابا پۀ فکر روښانه کړي.
اوس به راځم خپلې خبرې ته کله چې مونږ پوهه شو چې ډزې خطرناکې شوې نو هر يو بنده پۀ خپله اندازه د ګاډي پۀ طرف روان ؤ. څوک زر څوک پس خو مونږ ملګري پۀ خپلو کښې يو ځاے شو او مونږ پۀ خپل هغه نوي ګاډي پسې ګرځېدو پۀ کوم کښې چې مونږ راغلي وو. پۀ دې کښې مونږ له خپل استاد اواز وکړو چې راځئ ګاډے دلته دے خو ولې چې مونږ ګاډي ته وکتل نو د ګاډي باډي ټول چک چور شوې وه. شېشې ئې ټولې ماتې وې. او د دې نه زيات د زيان خبره دا وه چې د استاذ هغه وړوکے زوي ډېر زيات ژوبل شوے ؤ او هغه ماشوم داسې فرياد کولو چې زړۀ به ئې ورانولو.
د ګاډي انجن بچ شوے ؤ مونږ ټول پۀ خپل ګاډي کښې کښېناستو او پۀ هر چا دومره تلوار را جوړ ؤ چې زر ترزره د دې مېدان څخه ووځي. خو د ګاډو يو بل ته مخامخ کېدل داسې شو لکه تار چې … شي او د چا قدرت نۀ ؤ چې يو قدم مخکښې يا وروستو تلے وے.
پۀ دغه وخت کښې د افغان حکومت له اړخه بار بار د تسلۍ اعلان کېدو او ورسره ورسره د خوراک سامان او د دوايانو تقسيم هم جاري ؤ خو ولې خلق دومره ځپلي شوي وو چې د چا دې قسمه خبرو ته پام نۀ ګرځېدو. د ډېر وخت د انتظار نه پس لږه لار وشوه خو ډېر زر بيا بنده شوه او داسې احساس خور شو چې هر چا وئيل چې دا ځاے بم دے. يو وخت پۀ کښې داسې هم راغلے چې زمونږ د ګاډي نه ټول خلق وتښتېدل او زما د ملګري عزيز پښه پۀ فلائنګ کوچ کښې نښتې وه. نۀ هغۀ نه وړاندې تلے شوم او نۀ ورته پاتې کېدے شوم. رښتيا خبره دا ده چې د سختې مرګ نۀ وي ګنې هم دغه سختي هېڅ کله د مرګ نه کمه نۀ وه.
د شپږ ګېنټو د انتظار نه پس د ګاډو لاره پرانستل شوه او مونږ د پېښور پۀ طرف روان شو. يوه ګېنټه به مونږ مزل کړے ؤ چې مونږ د يو روسي ټېنک نه خداے بچ کړو چې لکه معجزه وي. ځکه چې زمونږ استاذ پۀ غلط لاس روان ؤ او ګناه ورته هم نۀ وه. د هغۀ نوے ګاډے کباړ شوے ؤ. خپل د زړۀ ټکړه ئې زخمي شوې وه، د ګاډي شېشې نۀ وې چې کم از کم هغۀ ځان د يخنۍ نه بچ کړے وے. نو داسې حالاتو کښې هر څۀ ممکن وو. اوس مونږ پېښور طرف ته راغلي وو، جلال اباد زمونږ نه ډېر وروستو پاتې شوے ؤ خو ولې زمونږ سفر اوس هم د افغانستان پۀ ځمکه جاري ؤ چې زمونږ د ګاډي پټرول ختم شو او مونږ يو ځل بيا د قسمت پۀ اسره ودرېدو.
چې لږ ساعت وروستو د هغه ځاے افغان حکومت لخوا مونږ ته پټرول بغېر د څۀ پېسو ټکو ملاو شو او يو ځل بيا زمونږ سفر د پېښور پۀ طرف ته روان شو خو دومره وه چې د ژوند او ژواک د اسرې سره چې څومره خپل مزل ته نزدې کېدو نو پۀ زړۀ کښې ساه پۀ رو رو راتله. شپه نيمې ته رسېدلې وه، د مور او د کور غم هم اخستے وم خو دومره به ضرور ووايم چې پۀ کوم وخت کښې مې پۀ خپل سر شروع شوې وه پۀ هغه وخت کښې مې خپل کور هم هېر ؤ. مونږ بارډر نه پېښور طرف واوړېدو او د شپې خاموشۍ يو ځانله شور جوړ کړے ؤ. زمونږ يو ملګري دا ووئيل چې ګاډے د ډېرو تلو هم نۀ دے او زما سره د ارام ځاے شته. مردان ته به لاړ شو او چې لږ ارام وکړو نو بېرته به خپل پروګرام خپلو کلو ته کوو. هم پۀ دغه زمونږ اکتفا وشوه او باقي شپه بلکې د شپې لږه شېبه مونږ پۀ مردان کښې هم د هغه ملګري سره تېره کړه او سحر خپل کورونو ته لاړو.
ولې چې ماته د پښتون رسالې چيف ايډيټر ساجد ټکر صاحب فرمائش وکړو چې زمونږ د جنورۍ د مياشتې د شمېرې د پاره څۀ ليک وکړئ نو ما ورته وئيل چې کۀ حضرت باچاخان يا د جناب عبدالولي خان پۀ کردار او د هغوي پۀ هڅو ليکل وي او د هغوي صفت بيانول وي او د هغوي نه ټولې نړۍ لائبريرۍ ډکې دي. خو ماسره د خپل ستر بابا يوه خاطره شته چې زۀ به ئې ستاسو ددې رسالې پۀ وساطت د خپل اولس سره شريک کړم او هم دغه زما وس دے.
زما خپل ټول ننګيال اولس ته سلام دے الله دې وکړي چې ژوند ګړندے اوسي او زمونږ پۀ زړۀ کښې دې الله پاک د هغه ستر مشر د خپل اتل، د خپل رهبر پۀ لاره د مزل کولو توفيق را کړي.