غني خان او ملا

د خان عبدالغني خان متعلق دا سوال د لر و بر د پښتنو پۀ ژبه عام دے چې غني خان د ملايانو ولې مخالف دے او دا پښتنې پښتانۀ ځکه کوي چې پۀ پښتو معاشره کښې د ملا يو ډېر لوړ مقام دے ولې چې ملا د پېغمبر پۀ منبر ناسته کوي او د دغې پاک او مبارک منبر نه مونږ ته د الله د دين تعليم پۀ داسې انداز کښې راکوي لکه چې الله پله تلونکې نېغه لار هم د دۀ پۀ برخه رسېدلې ده. پس هم دغه وجه ده چې کله بيا څوک هم د ملا پۀ کردار ګوته پورته کوي نو عاميان پښتانۀ پۀ دې سوال پوښتلو مجبوره شي او څوک لاړ شي د مولايانو نه تپوس کوي او څوک د شاعرانو او اديبانو نه پۀ دې ډول تپوسونه شروع کړي چې غني خان د ملا مخالفت ولې پۀ دومره ستغه توګه کړے دے.

خو زۀ ژاړم د عامو پښتنو پۀ دې نصيب چې د يو اړخ نه ورته هم تسلي بخش او د انصاف پۀ تله برابر ځواب تر غوږو نۀ شي او دغه رنګې د غني خان تشخص او د هغۀ د برېښنا پۀ شان سپين ايمان د پښتنو پۀ ذهنونو کښې ابهامي ګردشونه کوي ولې چې پۀ غني بابا مئين شاعران او اديبان ورته دا منطق وړاندې نۀ کړے شي چې نه جي نه !! غني خان خو د علما مخالف نۀ دے بلکې د ملايانو مخالف دے او څوک چې عالمانان دي نو غني خان به د هغوي ډېر احترام کولو او دا کوم مخالفت چې د بابا پۀ شاعرۍ کښې تاسو ته پۀ نظر راځي نو دا د ملايانو سره دے ولې چې پۀ ملا او عالم کښې ډير لوے فرق دے کنه، د دې صاحبانو پۀ نزد ملا بې علمه ديندار ته وئيلے شي او عالم د علم خاوند ته.

او کوم ساده ګان چې د ملايانو نه د غني خان د دغې رويې تپوس وکړي چې غني خان ولې ستاسو مخالفت کړے دے نو هغوي ورته پۀ ځواب کښې دا ارشادات عنايت کاندي چې غني خان بې دينه دے او سور کافر دے ولې چې غني د باچاخان زوے او د ولي خان مشر ورور دے او باچاخان د هندوانو ملګرے او ولي خان د روسيانو مرستيال ؤ.

اوس انصاف پۀ تاسو ولې چې دې دواړو ډلو عاميانو پښتنو ته د هغوي د سوال ځواب پۀ داسې تناظر کښې ورکوي د کوم نه چې دا څرګندېږى چې دواړه طرف ته ځواب ورکونکي د حق شناسۍ له ګوهره بېخى محرومه دي ولې چې نۀ خو غني خان بې دينه او کافر دے او نۀ غني خان د ملا او عالم ترمېنځ افتراق کړے دے.

د ځينې اديبانو او شاعرانو د دې ړوند منطق چې پۀ ملا او پۀ عالم دين کښې فرق وي زۀ پۀ دې ډول شرحه صدر کول غواړم چې درې شلې او شپېتۀ يو شے دے، څوک چې د مذهب د علم زده کړه کوي نو هغوي ته پۀ پښتو ژبه کښې چڼي وئيلے کېږى او څوک چې د مذهب علوم بل ته ښائي نو هغۀ ته مونږه ملا وايو. د دې مثال به زۀ داسې وړاندې کړم لکه چې څۀ رنګې زمونږ پۀ پښتنه سيمه کښې د طالبانو پۀ نوم او د طالبانو پۀ جامه کښې چې څومره د پښتون قام وينې وبهولې شوې او دغې ناولي کردار چې پښتانۀ څومره ازار کړل او دغې ازار چې د پښتنو پۀ زړونو کښې د طالبانو کومه کرکه کښينولې ده او بيا د دغې کرکې اظهار چې د پښتو ژبې زلمي شاعران پۀ ګڼ شمېر سره پۀ خپلو نظمونو او غزلونو کښې کوي او څوک عامي د يو شاعر نه دا سوال وپوښتي چې طالب خو د مذهب علوم زده کوي نو تاسو ئې ولې پۀ دومره شدت سره مخالفت کوئ، ځکه چې د طالب کوم ناولے مخ چې يو باشعوره او سترګور شاعر ته پۀ نظر راځي نو ضروري نۀ ده چې هغه مخ دې يو عام پښتون ته هم ښکاره وي نو د دغې سوال پۀ ځواب کښې کۀ شاعر دا ووائي چې نه صېبه د مذهب علوم چې څوک زده کوي هغوي ته خو پۀ پښتو ژبه کښې چڼي وئيل کېدے شي او مونږ خو د چڼو سره څۀ اختلاف نۀ لرو بلکې د هغوي مونږ ډېر احترام کوو او دا مونږ چې څوک مکروهه او کږلي ګڼو نو دغه خو چڼي نۀ دي بلکې طالبان دي، ايا دا جواب کۀ چا شاعر چا عامي ته ورکړو نو د هغۀ د زړۀ تسلي به پرې وشي يا دا ځواب څۀ منطق او معقوليت لري ولې چې د عاميانو پۀ مشاهداتو کښې خو هم طالب چڼے دے او چڼے طالب دے. د عامي د سوال پۀ ځواب کښې د شاعر دا فرض جوړېږي چې هغه دې عامي ته د تورو نه سپين بېل کړي، داسې نه چې د پوهې خاوند دے د ناپوهو د تپوسونو پۀ بدل کښې د جهل څرګندونه وکړي ولې چې ناپوهه خلق د خپلو سوالونو پۀ سبب ځانونه د جهالت د تورو کندو او غارونو نه راوباسل غواړي او د علومو او د پوهې او د منطق سپينو ښاريو ته د دغسې سوالونو د درست جوابونو پۀ توسط سره د داخلېدلو ارمان لري خو قربان شم د ننني دور د ځنې قلمکارو نه څوک چې د شعور او د پوهې د تږو تنده د جهالت پۀ جامونو سړوي.

زۀ خو د دې پېشن ګوئۍ سره هم يوه ذره اتفاق نۀ لرم پۀ کومه کښې چې ځنو د قلم صاحبانو دا انکشاف کړے دے چې د غني خان پۀ کلام به درې سوه کاله پس پښتانۀ پوهېږي ولې چې دا رنګې نامعقوله مقولې د لټوونکو او څېړنکارو او علم دوسته او شعور خوښو پښتنو پۀ تحقيقي ذهنونو باندې د پېړو پېړو د پاره د تورتم او د جهل جرندې لګول دي، تاسو يقين وکړئ چې د کله نه ما د غني خان پۀ کلام د شرحې کولو سلسله پۀ سوشل ميډيا باندې شروع کړې ده نو د ډېرې تعجبي خوشحالۍ پۀ برکت د کتونکو د زړونو نه زما د پاره دعاګانې خېژي او هغوي ماته پۀ خپلو پېغامونو کښې وائي چې صېبه!! تاسو پېړۍ ورځو او هفتو له راوستې، تاسو زمونږ د پوهې او څېړنو فاصلې ډېرې رالنډې کړې ولې چې زمونږ پۀ ذهنونو کښې خو دا کرونده شوې وه چې د بابا پۀ کلام به پښتانۀ درې سوه کالونه پس پوهېږي او لۀ بده مرغه مونږه هم پۀ خپلې دغې بدنصيبۍ د صبر د تريخ جام پۀ څښلو مجبوره شوي وو. زۀ د خپل ليک پۀ توسط د پښتون رسالې د دې شمارې نه تاسو ته دا زېرے درکول غواړم چې د سکولونو، کالجونو او يونيورسټيو د طالب علمانو او استاذانو نه علاوه د ډېرو مذهبي او ديني مدرسو او دارالعلومو بې شماره چڼي مليان او مفتيان ماته پېغامونه راستوي چې مونږ خو د غني خان زبرګي او ولايت اوس ومنلو ولې چې تر اوسه خو هغه زمونږ پۀ نظر کښې کافر او بې دينه ؤ، د ډېرو خانقاهګانو پيرانو هم د بابا کرامات تسليم کړل او زما سره ئې پېغامونه هم د ثبوت پۀ توګه موجود پراتۀ دي.

يو مشهور پښتون مفتي صېب ماته د ستائنې پۀ غرض فون وکړو نو ما ترې پۀ خندا خندا کښې تپوس وکړو چې صېبه تاسو خو د علم خاوندان يئ، دا تاسو ولې د غني خان پۀ کلام نۀ پوهېږئ نو وئيل ئې د قسمت پۀ عنوان چې غني خان کوم اوږد نظم ….

ملا جان وائي ازل کښې تا ليکلے هر يو کار دے

يو له سترګو کښې شفق دے بل له هسې ګليخار دے

ليکلے دے نو پۀ دې نظم خو زما دماغو هډو کار نۀ کولو خو ستاسو د وضاحت نه پس مې پرې ښۀ برابر شرح صدر وشو .

دوېم ظلم او زياتے د غني خان د ذات او کلام سره زمونږ د پښتنو هغه اهل قلم کوي چا چې د مذهب علوم پۀ سينو کښې خوندي کړي دي او څوک چې ځان ته د پېغمبرانو وارثان وائي ولې چې بې شماره عاميان پښتانۀ چې د دوي نه د غني خان متعلق دا پوښتنه کوي چې غني خان ستاسو مخالفت ولې کړے دے نو د دوي ځواب ورته دا وي چې غني خان خو يو بې دينه او کافر انسان ؤ او دغه رنګې زما ګيله د ملايانو نه هم پېدا شي ولې چې دوي هم د خپلو سايلانو پۀ زړونو باندې د غني خان بابا متعلق څوک چې بلا شک و تردده د الله يو لوے مقرب ولي دے، د جهالت مهرونه لګوي، دوي هم محض د ناپوهۍ پۀ نتيجه کښې د بابا سره ذاتي عناد لري ولې چې دوي خو د سردار على ټکر پۀ اواز د غني خان دا شعرونه سماعت کړي دي لکه چې وائي…

 

راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې

پۀ ما باندې بدې لګي ستا پخې پخې خبرې

يعنې د ملايانو پۀ نظر کښې بابا د ملا نه نفرت کوي ولې چې ملا د دين ستن ده او غني خان د دين نه بېزاره دے نو ځکه بابا ملا ته درې درې وائي خو افسوس پۀ دې چې ظاهربينه ملا د دې نظم پۀ مقطع کښې هم دغې ملا صېب ته ډېر پۀ ارت زړۀ بلنه ورکوي او وائي ورته…

 

راشه راشه لېوني له جام اوچت کړه مسلمان شه

د رندانو پۀ مذهب شه جنتي پۀ دې جهان شه

اوس معلومه دې وي چې رندان د تصوف پۀ ژبه کښې هغه خلقو ته وئيل کېږي د چا زړونه چې پۀ خپله د الله د پاکې مينې نه ډک وي او د نورو پۀ زړونو کښې هم د خپل کردار او ګفتار پۀ سبب د الله د مينې کرونده کول غواړي.

نو ظاهره شوه او لوستونکي به ښۀ پوهه شوي وي چې د بابا د ملا سره پۀ څۀ اختلاف ؤ. غني خان د ايمان او د عرفان د علم د معيتِ خدا د اصولو او د عشقِ خداوندي د نعمت نه پۀ بشپړه توګه باندې مالامال ؤ او د کوم خداے سره چې بابا بې کچه او بې غرضه مينه کوله نو ملا د هغې خداے پۀ نمائندګۍ کولو کښې بېخي ناکامه او نامراده دے او د ځان سره ټول اولس هم د شهوت او د غضب پۀ دغه تورو کندو کښې پرېباسي نو ځکه د غني خان د زړۀ نه وتلې څړېکې نظم شي او پۀ دغه نظمونو کښې بيا بابا فقط ملا خپل مخاطب جوړ کړے ولې چې بابا د حقيقي علم خاوند دے او کۀ چرې ملا بې علمه وي نو بابا به چرې هم پۀ خپل کلام کښې د ځان مخاطب نۀ جوړولو لکه څنګه چې د بابا پۀ کلام کښې چرته هم دا ثبوت نۀ شي موندل کېدے چې ګنې غنى خان د بې علمه خلقو سره همکلام شوے دے. دا خو ملا د علم ګوډے دے ځکه ورسره بابا بحث او تکرار کوي، بابا چرې هم د ملا د علم نه انکار نۀ دے کړے او نۀ ئې چرې ملا بې علمه او جاهل ګڼلے دے لکه چې بابا ملا ته مخاطب دے او وائي ورته چې:

تۀ د مينې بې خبره تۀ د حسن نه منکر يې

يعني دا ورته نۀ وائي چې ملا صېب تۀ د علم نه بې خبره يې، لکه څۀ رنګ چې زمونږ د ځنې شاعرانو او اديبانو دا تصور دے چې ملا بې علمه ته وئيل کېږي، بلکې علم درسره ډېر دے خو د مينې او د حسن د دولت نه محرومه يې، د کوم د تلاش بلنه چې ورته غني خان پۀ جار ورکوي .

پس !!! ملايان دې هم د غنى خان پۀ ذات کردار او اشعارو غور وکړي چې ايا دا شعرونه د يو بې دينه او کافر انسان د زړۀ اواز جوړېدے شى لکه چې وائي :

هر ټټو براق دے چې وي سور د محمد (ص) پۀ شان

هر څپر کعبه ده چې اوسېږى ابراهيم پکښې

هره لار مکې ته ځي چې نيت دې د مکې وي

هر لحد ګلشن دے چې ورو ورو لګي نسيم پۀ کښې

يا يو کافر سړے د الله سره داسې راز و نياز کولے شي، تشريح به ئې ان شاءالله پۀ راتلونکې شماره کښې تاسو لوستې شئ لکه چې وائي…

ستا د مينې پۀ صحرا کښې زۀ سور پړق د لالا نۀ شوم

ستا د باغ کشمالے نۀ شوم خور لوګے پۀ هوا نۀ شوم

ستا د سترګو مشغولا له ما کچکول ګونګرو وانۀ خيست

سودائي خپلې سودا کړم مجنون ستا پۀ سودا نۀ شوم

يو ګوټ يخې اوبۀ نۀ شوم چې غرمه وه کربلا وه

هر خمار جانان جانان شو هر خمار بلا بلا ده

زۀ د سرو ګلو غرور شوم د کرلو بوستان نۀ شوم

ستا د ګوتو پۀ پردو کښې لکه سر بنديوان نۀ شوم

راشه وګوره دلبره دا ما څۀ پۀ څۀ بدل کړه

څه دې راکړۀ اے جانانه څۀ دې راکړۀ څۀ مې درکړه

الغرض غني خان د ملا مخالف نۀ دے بلکې بابا د ملا همدرد او خېرخواه دے، د بابا مقام د ملا د مقام نه ډېر لوړ او اوچت دے ولې چې صرف عالم نۀ دے بلکې بابا عارف باالله او عاشق باالله دے او ملا د عرفان او د عشق د ګوهر نه محرومه دے ځکه ورته غني پۀ خپلو کلامونو کښې د عشق تعليم ورکوي کوم ته چې اختلاف نۀ شي وئيل کېدے ځکه چې غني خان هم عالم يعنې ملا دے او غواړي چې ملا د علم نه عشق يعنې د ادنٰى نه ئې اعلٰى مقام ته ورسوي لکه چې ملا ته مخاطب دے او وائي…

 

ځه چې ورله لاړ شو پۀ خندا پۀ چورلکونو

ګرانه ده دا لاره پۀ نفلونو او غمونو

ګوره ايتونه دي ګلونو کښې ګلونو کښې

تل رڼا رڼا وي د مئينو نظرونو کښې

ځه چې پۀ خندا دې د رڼا جهان له بوځمه

مست لکه سخوندر دې پۀ ډرقا جانان له بوځمه

او ستا د چونياڼۍ پۀ خوا کښې ماله برنډه پۀ کښې

پورته به کړو ښکلے د اسلام سپينه جنډه پۀ کښې

بل ته به ئې حرم کړو مونږ به کوو ګلي ډنډه پۀ کښې

خوره د مېوه جاتو حلواجاتو دا ونډه پۀ کښې

وا د اتڼ منځ پۀ کښې او لنډه دې څنډه پۀ کښې

ټول عمر مړ کړے ملاجانه څۀ ترې جوړ نۀ شو

دغې جوارۍ ته وې پولاٶ شه او پولاٶ شه

او کۀ تۀ زما منې زما خو داسې خوښه ده

ياره ملاجانه پۀ دې بله تۀ راتاٶ شه