ډېر لږ شاعران داسې وي چې د فکر او جذبې ترمېنځه ئې يو معقول تناسب موجود وي. ځنې شاعران د فکر او جذبې تر حده لوے شاعران وي خو پۀ فني لحاظ ئې شاعرۍ ته رفعت نۀ وي حاصل، بيا ځنې داسې شاعران هم وي چې پۀ شاعرۍ کښې ئې فکري، جذباتي او فني ټول محاسن موجود وي خو ذاتي کردار او شخصيت ئې د ستائيلو جوګه نۀ وي. د هغوي د شخصي کردار ناولي اړخونه د هغوي شاعرانه عظمت ته لوے نقصان رسوي. اجمل خټک زمونږ د دور هغه واحد شاعر دے چې د شاعرانه عظمت سره سره ورته خداے پاک هغه شخصي کردار او خويونه ورکړي وو چې پۀ هر چا ګران او د اکثرو خلقو خوښ شاعر وو، دے پۀ فطري طور د اولس د ځپليو غړيو پۀ درد دردېدلے او د هغوي همدرد ؤ. دے چې لا ماشوم ؤ، د شپږم جماعت طالب علم ؤ، د هغۀ وخت يو غزل ئې پۀ “پښتون” رساله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه غزل نه ه د دوي د داخلي درد څرګندونه کېږي، دغه درد چې دوي د پېدا کېدو سره د ځان سره راوړے ؤ، د ژوند تر اخره د دوي سره ملګرے ؤ. دغه درد د دوي پۀ عام ژوند کښې هم څرګند ښکارېدۀ، د دوي پۀ سياسي ژوند کښې هم ليدے شۀ او د دوي پۀ ټولو تخليقاتو کښې هم ښکاره پۀ نظر راځي، د دغه درد سره سره دے د پښتون د اتحاد غم هم لېونے کړے ؤ، کله چې د دغه غم پۀ نتيجه کښې دے د جېل د تورو تمبو شاته لاړه نو هم د دغه غم پۀ ګناه د “پاګل” پۀ نوم مشهور ؤ، دوي چې د قېد او بند کوم روداد “دا زۀ پاګل وم” کتاب پۀ شکل کښې بيان کړے دے نو هلته ئې هم د پښتون د اتحاد غم ژړوي، دوي د ظلم او استبداد د اوږدې قيصې تر څنګ دا نعره پورته کړې ده چې:
زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي
خېردے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي
د دغه لوے کور د نغري د جوړولو پۀ فکر کښې د دۀ د کور نغرے تل سوړ پاتې شوے دے، د دۀ ماشومان او د کور نور بنديان همېشه نهر پاتې شوي دي خو د پښتون د اتحاد غم ترې نه هېر شوے نۀ دے.
دغه درد او غم چې ما ورته اشاره وکړه د دوي پۀ نور کلام کښې عموماً خو د دوي پۀ نظم کښې خصوصاً پۀ ډېر خلوص او شدت سره ځاے نيولے او د دوي نظم ته ئې يو لازوال عظمت بخښلے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې کۀ څۀ هم د روماني فکرونو کمے هم نشته خو د خپل ځپلي اولس د روڼ سبا فکر او د دغه روڼ سبا د غصب کوونکيو د ظلم قيصې د دے نظم ته يو داسې انفراديت ورکړے دے د کوم پۀ وجه چې دوي د “باباے نظم” پۀ دروند نوم نمانځلے شوے دے.
خټک صېب کۀ څۀ هم د غزل او قطعو وغېره پۀ صنفونو کښې هم شاعري کړې ده خو دے پۀ بنيادي طور د نظم شاعر دے، دوي د نظم صنف ځکه منتخب کړے ؤ چې د خپل اولس سماجي، قومي او سياسي مسئلې د نظم نه بغېر پۀ بل صنف کښې نۀ شوې بيانېدے. غزل د داخلي احساساتو او مشاهدو بيانولو د پاره موزون صنف دے، د خټک صېب د ژوند ټولو وارداتو د داخل پۀ مقابله کښې د خارجي دنيا سره تعلق لرلو، دغه خارجي واردات دوي دومره پۀ جذباتي انداز کښې بيان کړي دي او د خطاب دپاره ئې دومره موثره ژبه استعمال کړې ده چې پۀ لوستونکي غوني زيږ کړي، مثلاً پۀ “پېغله” نومې نظم کښې چې دوي د خپل شهيد ورور پۀ څلي د خور له اړخه د ګلونو غوړولو د پاره د پېغلې خور کومه نقشه راکښلې ده، دغه نقشه د هرې پښتنې خور نقشه ده او هره پښتنه د شهيد څلے د خپل ورور څلے ګڼي، ځکه چې د ازادۍ پۀ جنګ کښې د ډېرو پښتنو خوېندو وروڼه د ازادۍ له ناوې ځار شوي دي او ډېرو خوېندو ئې خپل ارمانونه د ګلونو پۀ شکل کښې د دوي پۀ قبرونو شيندلي، قبر ئې د خپلو ارمانونو څلے ګڼلے دے. د دغه نظم انداز دومره روماني او د درد نه ډک دے چې د سخت نه سخت زړۀ لرونکے لوستونکے ئې هم پۀ وئيلو اوښکې تويوي، زۀ چې کله هم دا نظم لولم نو سر ته ئې نۀ شم رسولے، پۀ مېنځ مېنځ کښې مې غريو ونيسي او نيمګړے رانه پاتې شي، د دې نه دې هر لوستونکے پۀ خپله اندازه ولګوي چې د دې نه زيات د يو نظم نور څۀ اثر کېدے شي؟ د دې نظم ابتدا داسې کېږي:
هلته د نمر وړومبنۍ څېره راخته ښکارېده
دلته له باغه پلوشه چې راوته ښکارېده
د ۳۲ شعرونو د مثنوي پۀ طرز دې نظم کښې افسانوي رنګ اختيار شوے دے، لوستونکے د ځان سره پۀ مخه بيايي، اخره خاتمه ئې پۀ دې شعرونو کېږي:
ما وې چې چغه به کړي ژاړي به تراخۀ به وائي
زړۀ پۀ درزا شۀ چې خولۀ پرانيزي نو څۀ به وائي
پېغلې ګلونه پۀ سينه قطارول قبر ته
په ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبر ته
شهيده! خور دې پۀ ګولو سوري ټټر نه قربان
چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان
خدايه! سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا
د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا
د يو اعلٰي مقصد لرلو سره سره چې پۀ دې نظم کښې د کوم شاعرانه فن مظاهره شوې ده، د هغۀ کۀ هر څومره ستاينه وشي کمه ده، د هر يو لفظ نه درد او ارمان څاڅي، د هر درد او ارمان پۀ شا د دردېدلي اجمل د زړۀ شور محسوسېږي.
د اجمل خټک د هر نظم پۀ شا هم دغه جذبه غځونې کوي، کومه چې پۀ دې نظم کښې بيان شوې ده، د هغوي پۀ سترګو کښې د ټولو دردمندو انسانانو درد غړېږي، د هغوي زړۀ د بې وسه او مظلومو انسانانو پۀ درد دردېږي، هغوي د ظلم او جبر خلاف پۀ جار دا اعلان کوي:
چې نشه د استبداد لري پۀ سر کښې
ماته يو دے کۀ مغل دے کۀ افغان
هغوي د استبداد او ظلم خلاف دغه جنګ پۀ هره موقعه او هر دور کښې ژوندے ساتلے دے، د ظلم خلاف اواز د هغوي څۀ وقتي، هنګامي او سياسي نعره نه بلکې دا د هغوي د زړۀ د تل نه راوتلے اواز او د هغوي د فطرت برخه وه، د دنيا پۀ هر ګوټ کښې چې د مظلوم سره ظلم شوے دے او د بې وسه انسانانو د ژوند بنيادي حقونه سلب شوي دي نو اجمل خټک د دغه ظلم خلاف اواز پورته کړے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې د حق د مرستې او د باطل د مخالفت رجحان دومره قوي دے چې د دې پۀ پېروۍ کښې د دغه قسم شاعرۍ او د دغه قسم فکر يو منفرد شاعرانه او فکري مکتب پۀ وجود کښې راغلے دے. خټک صېب د دغه مکتب سرخېل دے، زۀ پۀ دې موقعه د دغه مکتب کړۀ وړۀ پۀ تفصيل سره نۀ شم بيانولے خو دومره وايم چې پۀ معاشره کښې د عدل او انصاف پۀ بنياد د يو نظام قيام، د مظلوم وګړو د حقونو د پاره غږ پورته کول، د ظالم ظلمونه پۀ ګوته کول او د هغې مخ نيوے کول او د دې ټولو خبرو د پاره يو جذباتي او موثر انداز اختيارول د دې مکتب ښکاره خصوصيات دي. ورسره ورسره د دې ټولو مقاصدو د حصول د پاره قومي اتحاد او د پښتنو ورورولي د دې مکتب يو اهم جُز دے، پۀ دغه لار زمونږ ډېرو شاعرانو مزل کړے دے او تر څو چې دا لار اباده وي تر هغې پورې به د خټک صېب نوم ژوندے وي، خداے دې وکړي چې دغه لار د تل د پاره اباده او د اجمل صېب نوم د همېشه دپاره ژوندے وي.
اجمل خټک چې د کومو وګړو د حقونو د پاره قلم او اواز پورته کړے دے، دے پۀ خپله پۀ دغه وګړو کښې شامل ؤ، دۀ د تريخ ژوند ټول تراخۀ پۀ عملي طور ليدلي او زغملي وو، دے د دغه لارې د ټولو ازغو نه خبر ؤ، د دغه ازغو د زغملو پۀ نتيجه کښې د درد د اذيت نه واقف ؤ او ځکه د دۀ پۀ شاعرۍ کښې د دغو مقاصدو چې ما ئې ذکر وکړو، بيان او وېره نۀ معلومېږي بلکې د زړۀ پۀ وينو لړلې هغه دردانې ښکاري چې سړے ئې پۀ ديدن نۀ مړېږي، دۀ ته د دې ټولو خبرو احساس دے او ځکه پۀ يوه موقعه وايي:
ښۀ خو غني خان دے چې خُم تش کړي نو شعر وليکي
خوار خټک ته ګوره چې نظمونه پۀ اوبو ليکي
د محترم اجمل د شاعرۍ يو بل ډېر اهم خصوصيت دا دے چې د دۀ مقصد واضح دے، د خپل مقصد پۀ نخښه رسا ګوزارونه کوي، دغه ګوزارونه چرته هم خطا نۀ ځي، دے چونکې د اولس د هر درد، هر غم او هرې خوشحالۍ پۀ حقله پوخ شعور لري نو ځکه د اولس د زړۀ خبره پۀ اولسي لهجه کښې د بيانولو چل ورځي، دے د خپل اواز سره نور اوازونه ملګري کوي، د دۀ اواز پۀ دشت کښې ختلې چغه نۀ وي چې د خولې نه راوخېژي او ورکه شي، د دۀ اواز اولس ته رسي، اولس ئې پۀ زړۀ کښې ځاے کړي او محفوظ ئې کړي. دے د خپل مقصد بيانولو د پاره ډوبې او مشکلې فلسفې پکار نۀ راولي، خبره پۀ ساده او سپېځلي انداز کښې کوي خو يوه خبره ده چې د خپلې خبرې دپاره چې دے د ټکو کوم انتخاب کوي او ورسره کوم جذباتي انداز اختياروي، د لفظونو دغه انتخاب او جذباتي انداز بيان ما تر اوسه د بل شاعر پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے ليدلے، دے د خپل مقصد د پاره ډېر ساده او زړۀ راکښونکي علامتونه استعمالوي، يوه داسې استعاراتي پېرايه استعمالوي چې لوستونکي پرې پۀ اسانه پوهېږي او د رنګينو ټکو او پُرخلوص انداز پۀ وجه ترې خوند اخلي، مثلاً دے سپرلے ټکے د خوشحالۍ او سوکالۍ پۀ معنو کښې اخلي او ورسره پۀ مختلفو رنګونو کښې د اولس امېدونه تړي، دے د سپرلي پۀ موضوع ليکلي نظم کښې وايي:
کۀ پۀ يو ګُټ کښې يوه څانګه ټوله ګل شي نو څۀ
سپرلے هغه چې هم پۀ ګل او هم پۀ خار راشي
د يو غوټۍ نيمې خندا ته څوک سپرلے نۀ وايي
سپرلے هغه چې ناقلارو ته قرار راشي
د باغيچې د څو ګلونو پۀ خندا څۀ راغله
چې هر طرف ته سوي زړونه پۀ چغار راشي
ما اورېدل دا نۀ پۀ خاور پټېده وئيل يې
مونږ به هم وخاندو پۀ مونږه به هم وار راشي
هم دغه د سپرلي علامت او استعاره پۀ بل ځاے کښې داسې استعمالوي:
سمسورو څانګو کښې چې جونه زنګېدلې نۀ وي
دا څۀ سپرلے دے
پۀ شړشمي کښې چې پېغلوټې ګډېدلې نۀ وي
دا څۀ سپرلے دے
د مستې ول پۀ ول اوربل چې پۀ اوږو نۀ شي خور
چې سور ګلے د تورو څڼو پۀ کمڅو نۀ شي خور
دا څۀ سپرلے دے
پۀ شنه چينه چې د منګو ژغاختلې نۀ وي
د ساګ پۀ پولو چې جينوټي تاوېدلي نۀ وي
د چا بنګړي چې پۀ پټو کښې شڼلي نۀ وي
چې باباګان ئې پۀ خندا رالړزولي نۀ وي
دا څۀ سپرلے دے
د خټک صېب د شاعرۍ کومو خصوصياتو ته چې ما پۀ دې مختصر مضمون کښې اشارې وکړې د هغې د ثبوت د پاره مې دا يو څو نمونې وړاندې کړې. زۀ يو څو نورې نمونې وړاندې کوم چې زما د دعوو تصديق وشي.
وخت بې وخته يو وږمه چرته نه راشي
ترې پېدا زما پۀ مات وزر کښې سا شي
معلومېږي چې زما بڼې الوځي
ترې نه مخکښې به يو نوے ژوند پېدا شي
پۀ زمانه يو څو غټان قابض دي
خدايه! پۀ تا رانه مُليان قابض دي
غريب ته سڼ د خولې ويستل کفر دے
پۀ خدائۍ غټ غټ انسانان قابض دي
اے زمانې! ستا رنګينو ته سلام
د ستا خوږو د ستا ترخو ته سلام
بس دے ستا زړۀ کښې يو طوفان جوړوم
ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم
چې د ورورۍ او عدالت جهان وي
چې بس د مينې محبت جهان وي
چې تازه لوړ انسانيت وي پۀ کښې
چې هر خوا خوږ جمهوريت وي پۀ کښې
اے زمانې د ستا تيرو ته سلام
کۀ څۀ هم اجمل خټک ډېرې غزلې هم ليکلي دي او پۀ خپل مخصوص انداز کښې ئې د روماني خيالاتو اظهار کړے دے خو هغه پۀ بنيادي توګه د نظم شاعر ؤ، هغوي به پۀ خپله هم د دې حقيقت اعتراف کولو چې زۀ د غزل شاعر نه د نظم شاعر يم، او چې رښتيا خبره وي هغوي چې دنيا ته کوم افاقي پېغام ورکول غوښتل دغه پېغام د غزل پۀ تنګه جولۍ کښې نۀ ځائيده، د دې د پاره د نظم وسيعه او فراخه پېرايه پکار وه، دې کښې شک نشته چې هغوي د نظم پۀ ژبه خپل پېغام پۀ ډېره موثره توګه خپل اولس ته ورسولو، د هغوي د نظم پۀ ٰائينه کښې کۀ يو خوا د هغوي خپل صاف او سپېځلے ژوند څرګند ښکاري نو بل خوا پۀ کښې د دوي د دردېدلي ژوند سره خوا پۀ خوا د ټولو بې وسو خلقو دردونه او اسوېلي هم صفا پۀ نظر راځي. ما د خټک صېب د وفات نه يو څو ورځې مخکښې پۀ دوي يو نظم ليکلے ؤ چې پۀ “ليکوال” مجله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه نظم پۀ يو څو شعرونو دا خپل مضمون سر ته رسوم.
د مينې د خلوص د وفا کور اجمل خټک دے
د پېغلو د زلمو د سترګو تور اجمل خټک دے
د جبر پۀ تيارو کښې چې څاري د رڼا لارې
بدنام پۀ دغه داغ پۀ دغه تور اجمل خټک دے
د ټکو سمندر دے د جذباتو اباسين دے
دے ډوب چرته پۀ فکر چرته شور اجمل خټک دے
د فکر او د فن ئې تذکرې پۀ لر او بر شي
د ټولې پښتونخوا پۀ فکر خور اجمل خټک دے
سندرې د رومان ئې جوړوي پۀ زړۀ کښې لارې
شاعر د انقلاب کۀ پۀ بل لور اجمل خټک دے
(د پام وړ: دا مضمون محترم پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک څو کلونه وړاندې د “پښتون” مجلې لپاره ليکلے ؤ چې پۀ ډېر درناوي چاپ شوے ؤ. دې مضمون کښې کۀ يو خوا د اجمل خټک بابا پۀ شاعرۍ يوه پۀ زړۀ پورې تبصره شوې نو بلخوا پۀ کښې د مغموم صېب د ليکنې خواږۀ هم پاشلے شوي دي. دا ليکنه ضرورت لري چې بيا بيا چاپ شي او ځکه ئې “پښتون” يو ځل بيا د اجمل بابا د دولسم تلين پۀ موقع خپلو لوستونکيو ته وړاندې کوي).