د هر چا معتقدين او مخالفين وي. غني بابا چې ډېر لوړ علمي مقام لري، ډېر ژور او فلسفيانه بحثونه پۀ اسان او لنډو ټکو کښې رانغاړي. د هغوي شخصيت هم د دې المیې نه محفوظ نۀ دے پاتے شوے. د غني بابا د کلام نه د هغوي علمي مذهبي ډونګے والے معلومېږي نو دغسې د هغوي رنګين مزاجي او د انساني جذباتو اعليٰ ترجماني ترې هم څرګنديږي. يو شاعر د مذهب نه تېښته نۀ شي کولې، ولې مذهب يو فطري اواز دے او مسلمان ته پۀ ميراث کښې هم پاتې شوے. پۀ دې نظر يو شاعر محض صوفي ګڼل مناسب سوچ نۀ دے. يو بل اړخ چې زۀ د ډېرې مودې راسې چاپېرچل کښې وينم، د هغې ذکر کول ډېر ضروري ګڼم. چې د شاعر يو نظم نيم نه د هغۀ نظريه معلومول او عقيده ټاکل او بيا پۀ هغۀ رنګ پۀ رنګ فتوې لګول يو ظلمِ عظيم دے. څنګ چې عمر خيام او علامه اقبال د دې فتنې سره مخ وو، دغه شان غني خان هم خلقو د ملحدينو پۀ صف کښې ودرولے دے. ډېر شاعران پۀ مجاز نۀ پوهېدونکو خلقو پۀ دار خېژولي دي. دې کښې ورته ډېر ثواب ښکاره شوے او د زړۀ سکون ورته ملاو شوے خو حقيقت کښې دا د جهل کرشمې وې.
دې مختصر مضمون کښې زۀ د ښاغلي عبد الغني خان د شاعرۍ هغه اړخونه مخې ته راوستل غواړم چې پۀ هغې کښې قراني رنګونه او عکسونه ښکاري. د هغوي د کلام ګڼ شمېر اشعار پۀ دې رنګونو رنګ ښکاري. يواځې قراني رنګ نۀ بلکې د حديث، سيرت او فقهې ته پۀ کښې هم اشارات او کنايات ملاوېږي. غواړم چې پۀ يو څو ټوکونو کښې ئې راټول کړم. غني بابا خپله عَالِم دين ؤ. د هغۀ د شخصيت د دې اړخ نه ډېر لږ خلق خبر دي. دلته هغه بحثونه نۀ چېړو چې عالم او روايتي ملا کښې څۀ فرق وي، هغه هر چا ته څرګند دي. يو د ‘قل هو الحمدو’ واله وي چې صرف نمونځ ئې زده وي. يو د ګڼ شمېر علماء پۀ مجلس ناست وي او د هغوي نه ئې علمي او درانۀ کتابونه وئيلي او ياد کړي وي. دې دواړو کښې فرق واضح دے. اولنے قسم روايتي ملا دے، دوېم عالم دے. ملا او مليان خاندان دے چې پلار پۀ نيکۀ امامت کوي، دوي کښې هم کله کله ښۀ علماء پېدا کېږي. د ملا مقابل کښې علم خاندان او قام نۀ غواړي بلکې طلب د علم غواړي.
غني خان اکثر تنقيد هم پۀ دغې روايتي قسم مليانو کوي چې هغوي د امامت نه کسب جوړ کړے ؤ او د پېسې د حصول د پاره ئې پۀ دين کښې نوې نوې طريقې راويستلې وې. جنت او دوزخ هغوي پۀ طور حربه استعمالول. دوي به جوماتونو کښې ګډا ګانې کولې، طالبان به ئې د سپين پړق وښونکي تبرګي سره بې ستنو جومات (مسجد)کښې ګډول او دا به دوي کارِ خېر ګڼو. دا ملايان د سره د قران نه خبر نۀ وو. صرف منيه او خلاصه کېداني ئې ياد کړي وو. دغه مليان د عربۍ ژبې نه بالکل ناواقف وو، صرف فارسۍ پورې محدود وو. تقرير او خطبه به ئې نۀ شوه کولې. پۀ حق پرست عالم به ئې د وهابي فتوې لګولې. اکثر د پېرنګي ټټوان وو چې د تحريک هجرت خلاف ولاړ وو. انګرېز ته ئې خپل اٰقا وئيلے ؤ.
غني بابا خپله يوه انټرويو کښې خپل علمي حېثيت ښکاره کړے، دا انټرويو چې ابو شايان د هغوي نه اخستې وه، نن هم تاسو دا پۀ انټرنېټ کتلې شئ[1]. غني بابا وائي چې باچاخان بابا پۀ اتمانزو کښې اسلامي سکول پرانستے ؤ، مونږ ئې هم ورته بوتلو. وې سبا به خلق وائي چې خپل بچي ئې ښۀ سکول ته بوتلي او د غريبانانو هغه ئې اسلامي سکول کښې داخل کړي. هلته مونږ قران، حديث، بلوغ المرام، بخاري، مسلم، مشکوٰة، الصرف، نحو او ټول اسلامي علمونه ووئيل. د باچاخان دا خىال ؤ چې دے (غني خان) ملا کومه .يو ملا پکار دے ځکه چې دلته د مليانو ډېر اثر دے. چې ملا پۀ خېټه موړ وي نو حقه خبره به کولې شي. دغلته ما لس کاله تېر کړل او جامعه مليه[2] نه مې لسم پاس کړو.
غني بابا يو جيد عالم دين ؤ. دا جدا خبره ده چې اسلامي کتابونه ئې پۀ نثر کښې نۀ دي پرېښودي. يو خو هغوي اکثر ژوند پۀ جېلخانو کښې تېر کړے، بل هغوي د شعر لار خپله کړې. پۀ شعر کښې هغوي خپل پېغام مونږ ته رارسولے دے.
د غني بابا مجموعه کلام کښې د قران پوهنې نمونې:
غني بابا خپله ‘جنت’ نومې مضمون کښې ليکي،
‘شاعر کۀ خداے نۀ پېژني نو شاعر نۀ دے[3].
وړومبۍ نمونه:
غني بابا د معرفت الٰهي باره کښې وائي چې:
ثبوت ما نه لوي ستا د ځان کوم دے
ګواه ما نه ښۀ ستا د شان کوم دے[4]
الله تعاليٰ جل شانهٌ قران مجید کښې فرمائي:
وفي انفسکم افلا تبصرون.[5]
ترجمه: او ستاسو پۀ نفسونو کښې زما د قدرت نخښې دي، ايا تاسو دا (نخښې) وينئ نۀ.
غني بابا وائي چې زما وجود ربه ستا پۀ توحيد او ستا پۀ ذات دليل دے او د دې نه لوے دليل ما ته عالم کښې نۀ ښکاري.
دوېمه نمونه:
غني بابا وائي چې: زما خټه چې خوشته کړه
پۀ څۀ اور ئې ابته کړه[6]
الله تعالي فرمائي:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُوْنٍ.[7]
ترجمه: او يقيناً مونږ (اولنے) انسان پېدا کړے دے د کړنګار کوونکې اغږلې شوې زړې خَټې نه.
بل مقام کښې الله پاک فرمائي:
خَلَقَ الاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ.[8]
ترجمه: هغه (الله) انسان پېدا کړے دے د کړنګار کوونکې خټې نه (چې) ټهيکري پۀ شان وه[9].
د غني بابا د اخري بېت تائيد (كَالْفَخَّارِ) ‘ټهيکري پۀ شان وه’، د دې لفظ نه کېږي چې پۀ څۀ اور ئې ابته کړه، يعني دا خاوره ئې بيا پخه او وریته کړه چې ټهيکرے ترې جوړ شو او کړنګار اواز ترې پورته کېدلو. خټه هله کړنګار کوي چې کله پۀ اور پخه کړې شي. يعني انساني وجود کښې د خاورې سره سره د اوبو او اور ملاوټ هم دے. صفا خبره ده نفس کښې شېطاني (اور) يعني غرور او خاوره (عاجزي) د بني ادم اصل خوي پراتۀ دي. دې کښې د انسان د اصل دخل دے.
درېمه نمونه:
غني بابا د خپل يو نظم عنوان پۀ قراني اٰيت ايښودلے دے، ليکي چې: الله نور السّمٰوٰت والارض[10]
ترجمه: الله د زمکې او اسمان نُور دے.
دا د سورة النّور چې څلیريشتم سورت دے، ايت نمبر پینځۀ دېرشم دے. الله د زمکې او اسمان نُور دے، څنګه؟ دا لنډ مضمون د دې د پراخه جواب جوګه نۀ دے خو لنډ مطلب ئې دا دے چې الله دا جهان پۀ نُور روښانه کړے. هغه نُور زمونږ د عقل نه بهر دے. هغه نُور د الله د شان مطابق دے. څوک دا وائي چې نمر، سپوږمۍ او د ورځې روښانه کېدل مراد دي. دا هم عقل ته نزدې خبره ده.
څلورمه نمونه:
اے خدايه عقل را اے خدايه پوهه را[11]
غني بابا بالکل د دې ايت ترجماني کړې ده ‘اَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُوْنَ’[12]
ترجمه: ډېر پۀ دې خلقو کښې عقل نۀ لري.
او پینځلس مقاماتو کښې الله پاک دا فرمائيلي دي چې اکثر خلقو دوي کښې ناپوهه دي: ‘اَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُوْنَ’[13]
ترجمه: ډېر پۀ دوي کښې نۀ پوهېږي.
نو غني بابا وائي چې اے ربه! ما له پوهه راکړه، ما د ناپوهو پۀ صف کښې مۀ ودروه؛ ځکه پوهه رڼا ده او پوهه ډېر لوے نعمت دے. پوهې ته حکمت هم وئيلے شي او چا له چې حکمت او پوهه ورکړې شي نو دۀ ته ډېر لوے خېر ورکړے شو. الله پاک فرمائي:
يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ یَّشَآءُ وَمَنْ يُّؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوْتِيَ خَيْرًا كَثِيْرًا[14]
ترجمه: (هغه الله) ورکوي پوهه چا له چې وغواړي او چا له چې پوهه ورکړې شوه نو يقيناً هغۀ له ډېر خېر ورکړے شو.
پنځمه نمونه:
دې کښې د هېڅ قراني حوالې پېش کولو ضرورت نشته ځکه دا ډېره واضحه خبره ده. هر مسلمان بچے خالد رضي الله عنه پېژني. غني بابا وائي چې:
مټ د خالد کښې، تُوره هلال را
اسلام دې پرېږده، ځار درنه شمه
زۀ به ئې ګټمه زۀ به ئې ګټمه[15]
د غني بابا د دې کلام نه د هغوي اسلام سره محبت لکه د رڼا ورځې روښانه کېږي. غني بابا د اسلام لوے سالار سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه ستائينه کوي او د الله پاک نه دعا کوي چې ما هم د خالد بن وليد غوندې جوړ کړې چې د اسلام د پاره مړانې وکړمه. خالد بن وليد چې د سېف الله پۀ نوم رسول الله صلي الله علېه وسلم ملقب کړے ؤ، غني بابا خپله د سېف الله جوړېدو جذبه ښکاره کوي چې ما هم تُوره پۀ لاس د اسلام د پاره فتوحات او مړانې کولې.
شپږمه نمونه:
غني بابا وائي چې:
د سامري لۀ زرو ښۀ ده ملنګي د موسيٰ
د زرپرست نه يار پرست ښۀ دے زما جنتي![16]
سامري هغه سړے ؤ چې سيدنا موسيٰ علېه السلام سره د بني اسرائيلو پۀ ټولګي د مصر نه وتلے ؤ او د نيل درياب نه الله پاک دوي ته دولس لارو پۀ شکل کښې ودرولے ؤ او دوي پرې پورې وتلي وو او فرعون د مصر بادشاه دغې درياب کښې الله د دوي مخې ته ډوب کړے ؤ. دا هر څۀ سامري پۀ خپلو سترګو ليدلي وو خو بيا هم چې موسيٰ علېه السلام د الله سره د کړې شوې وعدې مطابق کوهِ طور ته د تورات راوړلو د پاره لاړو نو دې سامري د بني اسرائيلو نه کالي راټول کړل او د هغې نه ئې د څخي شکل جوړ کړو او بني اسرائيل د هغې څخي د اواز نه وېرېدل او څخي ته پۀ سجده شول. هغه څخے اګرچې د زرو جوړ ؤ خو خداے خو نه ؤ کنه! داسې سړے کله جنتي کېدے شي چې الله نۀ پېژني او نۀ د هغۀ حق پېژني. دا ټول تفصيل سورة الاعراف، سوره طٰهٰ، سورة القصص، سوره مؤمن کښې شته دے. سامري ته موسيٰ علېه السلام ښېرې وکړې او دے پۀ لا مساس (ما له لاس مۀ راوړئ) بيمارۍ کښې اخته شو. دغه څخے موسيٰ علېه السلام اوچت کړو او زمکې له ئې راوبغولو او پۀ درياب کښې ئې ذره ذره کړو. سامري منافق بني اسرائيلو ته وئيليي وو چې دا څخے (نعوذبالله) د موسيٰ علېه السلام رب دے. دے د موسيٰ علېه السلام نه هېر شوے دے. د سامري دا خبرې سراسر دروغ وو. سامري بيا د دې دروغو انجام هم وليدو چې کله د موسيٰ علېه السلام سره مخامخ شو. دا د قران د منځ خبرې غني بابا پۀ ډېره مختصره پېرايه کښې نغښتلې دي چې د غني بابا د اختصار نویسۍ او قران پوهنې پلوشې ترې ښکاره کېږي.
-
Ghani Khan – Interview Part 1 by Abu Shayan – YouTube
-
دا جامعه دهلي کښې ؤ.د دې وائس چانسلر ډاکټر ذاکر حسېن صاحب ؤ چې تبليغي جماعت او د مولانا عبېدالله سندهي صاحب سره ډېر ښۀ تعلق ؤ. د بهارت درېم مسلمان صدر ؤ.د 27 کتابونو ليکوال دے. د يوناني فلسفي افلاطون کتاب ريپبلک اردو ترجمه دوي د ‘رياست’ پۀ نوم کال 1966 کښې کړې ده. پۀ کال 1969 کښې دوي وفات شوي دي. ↑
-
لټون،جنت،مخ 219، يونيورسټي بک اېجنسي، جون 2014 ↑
-
لټون،ګواه، مخ 499 ↑
-
سورة الذّٰريٰت، 21:51 ↑
-
لټون،اور، مخ490 ↑
-
سورة الحجر، 26:15 ↑
-
سورة الرحمٰن، 14:55 ↑
-
القرآن الحکيم، پښتو ټکي پۀ ټکي، ترجمه:ډاکټر مولانا سراج الاسلام حنيف، مخ 991، مخطوط.پۀ لږ تغير سره. ↑
-
لټون ،مخ 233 ↑
-
لټون پسې لټون، مخ 777 ↑
-
سورة العنكبوت، 63:29 سورة الحجرات، 4:49 ↑
-
سورة الانعام، 27:6/ سورة الاعراف، 131:7/سورة الانفال34:8 /سورة يونس، 55:10 ↑
-
سورة البقرة، 269:2 ↑
-
لټون پسې لټون، دعا، مخ 777 ↑
-
لټون پسې لټون، جنتي، مخ 767 ↑