هویتي بحثونه او ‘افغان’ کلمه – زرلښته ساپۍ

 

واژه ی افغان و تأملی بر رویداد های هویتی افغانستان

https://8am.af/x8am/1396/12/02/afghan-word-and-reflection-on-afghan-identity

د ‘افغان’ کلمه او د افغانستان پېژندنې د واقعیتونو پر سر تأمل د قومونو ترمنځ پۀ ناندريو بدل شوی. افغان څوک دی؟ افغانستانی څوک دی؟ ایا د ‘افغان’ کلمه د افغانستان پۀ ټولو قومونو پورې اړه لري او يا کۀ يواځې پښتنو ته وئيل کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د عامو خلقو ذهنونه ئې مغشوش کړي دي خو څۀ رښتيا دي او تاريخ د ‘افغان’ پر نوم د پښتنو د مالکيت پۀ اړه څۀ وائي؟ تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم عملي او تاريخي قانع کوونکی دليل نشته چې دا ترې ثابت شي چې پښتو د افغاني او پښتون د افغان معادل وي.

د پښتنو لۀ ژبې معلومېږي چې د دې ژبې ريښې پۀ اوستا او ويدونو کښې شته دی. ‘افغان’ کلمه لومړی ځل پۀ درېمه زېږديزه پېړۍ کښې د يو لقب پۀ ډول ښکاره کېږي چې احتمالاً د سپه سالار رتبې ته اشاره کوي. د ‘رستم’ پۀ ډبرليکونو کښې داسې کتبې پېدا شوې چې پۀ دوو ژبو پهلوي او يوناني باندې ليکل شوي دي. د دې کتبې پۀ شپږمه کرښه کښې د ساسانيانو د دوېم باچا لومړي شاپور پۀ کسانو کښې چې لۀ 260 څخه تر 273 زېږديزو کلونو پۀ منځ کښې د ‘ویندهفرن ابګان رزمه ود’ ياد شوی. سپرنګ لېنګ امريکائي څېړونکي دغه د ‘ابګان’ کلمه لۀ افغان سره يوه وګڼله، ځکه چې د شاپور د باچاهۍ کرښه تر پېښوره ‘پيش‌ شاپور’ رسېدله چې پۀ هغه وخت کښې کندهار د ‘ګندهارا’ برخه وه.

د فردوسي ‘شاهنامه’ کښې هم دوه ځله د فريدون پۀ وخت کښې د لښکرکشۍ پۀ توګه «اوګان» ياد شوی چې لیکي؛

سـپـهدار چـــون قـارن کـاو گـان 

سپهکش چو شیروى و چون آوگان 

او د ‘رستم او کک کهزاد’ د داستان تر څنګ بل ځای د هيپتاليانو سرلښکر د ‘فغانيش’ پۀ نامه راغلی دی چې د داستان پۀ اوږدو کښې ځینې وخت د ‘فغاني’ پۀ نامه هم ياد شوی دی. فردوسي د ‘هپتال’ د شاه پۀ اړه داسې لیکي؛

سوی شاه هیتال شد ناگهان 

ابا لشکر و گنج و چندی مهان 

چغانی شهی بد فغانیش نام 

جهانجوی با لشکر و گنج و کام 

فغانیش را گفت کای نیک‌خواه 

دو فرزند بودیم زیبای گاه 

پدر تاج شاهی به که ‌تر سپرد 

چو بیداد گر بد سپرد و بمرد 

چو لشکر دهی مر مرا گنج هست 

سلیح و بزرگی و نیروی دست 

فغانی بدو گفت آری رواست 

جهان‌ دار هم بر پدر پادشاست 

هم دا رنګه د دوي ژبه ‘چغاني’ نوموي چې د اريائي ژبې لۀ شمال ختيځې څانګې څخه ګڼل کېږي چې لۀ پاميري او پښتو ژبې سره نزدې ده. د شهنامې اشعارو ته پۀ کتو پۀ زغرده وئیلی شو چې ‘افغان’ کلمه پۀ پخواني تعريف سره شايد تر ټولو نزدې هيپتالي قوم سره نښلول شوې وي چې د دوي لۀ منځه پښتانۀ د ‘ابداليانو’ او پۀ فارسي ژبو کښې پۀ ‘يفتليانو’ واوښتل او دا تصادف هم نۀ ‌شي کېدی چې د افغانستان بنسټ ايښودونکی احمدشاه ابدالي نومېدۀ.

هيپتاليان، هيفتاليان يا سپين هون (White Huns) پۀ 429 زېږديز کال د افغانستان شمال ختيځ ته راغلل، هيپتاليان د سپينو هونیانو پۀ نامه سربېره ځينې نور نومونه هم درلودل چې پۀ عبري کښې ‘ايپتاليت’، پۀ يوناني کښې ‘ايفتاليت’، پۀ ارمني کښې ‘هپتل’، پۀ منځنۍ فارسي کښې ‘هفتالان’، پۀ عربي کښې ‘هيطل’ يا ‘هيطاليه’، پۀ تاجکي کښې ‘هتل’ يا ‘هيتل’، پۀ اوستا کښې ‘هيون’ يا ‘خئيواونا’ او پۀ هندي کښې د ‘هيونا’ پۀ نامه يادېږي. د عربي ماخذ ئې لۀ ترکانو او ارمني ماخذ ئې لۀ کوشانيانو سره ګډ بولي. ځینې څېړونکي لکه اولف کېرو هيپتاليان لۀ غلجيو سره ګډوي او معتبرو سرچينو ته پۀ اشاره ادعاء کوي چې د خلجيانو رېښه د هيپتاليانو او کوشانيانو لۀ پاتې شونو څخه دي. خوارزمي د هيپتاليانو پۀ اړه داسې لیکلي؛ “هيطل پۀ بخارائي ژبه کښې پياوړي سړي ته وائي او هياطله يو داسې قوم ؤ چې تخارستان او غزنينو وينه ئې درلوده.” يو ناڅاپه ‘افغان’ کلمه پۀ چيني او هندي اسنادو کښې ښکاره کېږي چې لومړنۍ مرجع ئې هيون تسانګ Xuanzang دی، دی چينائي نړۍ ګرځېدونکی ؤ چې پۀ 630 زېږديز کال کښې د اوسني افغانستان پۀ جغرافیه کښې داخل شو او د اوپوکين O Po Kien پۀ نامه خلقو سره ئې وليدل چې لۀ استانه تر غزني ئې استوګنه درلوده. د کېمبرج پوهنتون لرغون ‌پېژندونکی A.Cummings کټ مټ هم دا نوم لۀ ‘افغان’ کلمې سره نښلوي. دی يوه بله ادعاء هم لري چې يوه بل چينائي نړۍ ګرځېدونکی Fa Xian هم دا سيمه د لو ئي Lo I يا د ‘روه’ هېواد ياد کړی چې د هند پۀ تاريخ کښې د پښتنو هېواد پۀ نامه يادېږي.

هندي ستور پېژندونکی Mihira Vahara د شپږمې زېږديزې پېړۍ يو بل ليکونکی دی چې پۀ خپل منظوم نجومي احکامو کتاب کښې ئې ‘افغان’ کلمه د Avagana پۀ شکل ياده کړې ده. 

افغان کلمه پۀ فارسي متونو کښې پۀ لومړي ځل د ابو يوسف پيشاوري پۀ کتاب ‘حدودالعالم’ د نهمې زېږديزې پېړۍ پۀ اخېرو کښې ياده شوې ده چې دغه کتاب ته د جغرافيې لومړنی فارسي کتاب هم وائي. پۀ دې کتاب کښې د ساول ‘زابل’ پۀ نامه د يوې سیمې يادونه کوي چې ګردېز ته نزدې ده او دلته افغانانو ژوند کولو. د لسمې زېږديزې پېړۍ پۀ شروع کښې يو بل لیکوال ابوالنصر محمد بن عبدالجبار العتبي افغانان لۀ ترکانو سره نښلوي او د تاريخ عتبي پۀ شرحه کښې د ‘الافغانية’ کلمې پۀ توضيح کښې داسې ليکي؛ “افغانان هغه خلق دي چې غرنیزې زمکې لري، څېرې ئې ترکانو ته نزدې دي، د پوستکي رنګ ئې ډېر غنمرنګه دی، غرونه ئې باميانو ته نزدې دي، پۀ چالاکۍ او تېزۍ کښې نوم لري، دا چې پۀ سختو غرونو او لوړو څوکو کښې ژوند کوي، بې لۀ سبکتګين نه بل هېڅ باچا ته تسليم شوي نۀ دي.”

شرح تاریخ العتبی ج۱ چاپ جمعیة المعارف، قاهره ب. ت

پۀ يو بل ځای کښې چې لۀ دغو ترک توکمو افغانانو سره مخ کېږو، د تاريخ المظفر کتاب دی، محمود کتبي پۀ دې کتاب کښې د افغاني او جرماني قومونو يادونه کړې ده چې لۀ سيستان څخه کرمان ته راغلي وو او د مغلو پۀ لښکر کښې جنګېدل. لیکي چې دغو افغانانو بت ‌پرستي کوله او د خپلو بتانو پۀ نامه به ئې قرباني ورکوله.

ابن بطوطه کابل ته پۀ خپل سفر کښې لیکلي؛ “بیا مو کابل ته سفر وکړو، دلته لۀ عجم (پارسي یا اریائي) څخه يو قوم ژوند کوي چې افغان نومېږي…” دغو پورته سرچينو او تاريخي رواياتو ته پۀ کتو، د پښتو پۀ منځ کښې ډېر داسې قومونه شته چې د افغان رېښه نۀ لري، چې دغه شرحه پۀ مستنده بڼه پۀ ‘تاريخ خان جهاني مخزن افغاني’ کښې ځای شوې ده. ‘تاريخ خان جهاني مخزن افغاني’ لومړنی کتاب دی چې د افغانانو پېژندنه ئې تر څېړنې لاندې نيولې ده او پۀ 1611 زېږديز کال کښې د خان جهان خان لودهي پۀ امر نعمت الله ‘نورزي’ هروي ليکلی دي. هم دې ليکنو ته پۀ کتو افغان قومونه پۀ پخوانيو متونو کښې پۀ پینځو لويو برخو وېشل شوي دي؛ 

.1 سړبني .2 غرغښت .3 بيټني .4 کرړاني .5 متي.

نعمت الله د دغو پنځو برخو پۀ اړه لیکي؛

‘خدای قېس بن عبدالرشيد (پټان) ته درې زامن ورکړل، لۀ دوي څخه د پوهانو پۀ وېنا چې درې سوه پینځه نوي قومونه پېدا شول چې لۀ دوي نه (105) قومونه سړبني، (25) خېل او بيټني قومونه، (95) غرغښت، (50) خېل و متي، (120) کرړاني قومونه دي، چې د پټان (عبدالرشيد) لۀ نسل نه پېدا شوي نۀ دي خو د پټان پۀ نوم مشهور شوي دي’.

لۀ دوديزو رواياتو سره چې سړبن، بيټني او غرغښت درې واړه وروڼه وو. متيان د بي‌ بي متو زامن وو چې د عبدالرشيد نمسۍ کېږي. نعمت الله هروي دلته بې لۀ کوم ابهام او وېرې د پښتنو د قوم لۀ جوړښته پرده پورته کوي او وائي چې کرړاني د عبدالرشيد لۀ اولاده نۀ دي او د پښتنو پۀ جوړښت کښې پۀ زوي ‌ولۍ ځای شوي دي.

پۀ داسې حال کښې چې د دې کتاب د لیکلو پۀ وخت کښې دغه د کرړاني قوم د پښتنو د تر ټولو لوی قوم شپږ شلې ډلو ته رسېدۀ، د دې قوم ځينې لوئې څانګې لکه رودبري، وزیري، بنګښ، افريدي، مسعود، باور، بانوسي، دلازاک، خټک، خوږياڼي، منګل، توري، اتمانخېل، وردګ، ځدراڼ، ځاځي يو هم ياد شوي نۀ دي. د کرړاني قوم پۀ ځانګړي او جلا ډول یاد شوی دی خو وزيري ياد شوي نۀ دي. ځینې لوی قومونه لکه خټک اپريدي چې هېروډټس هم د دوي د نومونو يادونه کړې ده، لادرکه دي. شايد هم دا دليل وي چې خوشحال خان خټک لږ وروسته لیکلي، کۀ هر چا افغان او پښتون سره جلا وګڼل نو لۀ غصې سره به ئې مخ شي. کۀ افغان او پښتون يو ؤ، د خټکو لۀ دا ډول غبرګون سره به نۀ ؤ مخ شوی.

دویم قوم چې احتمالاً بني ‌اسرائيلي ریښې نۀ لري، د خلجي قوم متي دي چې غلزی/ غلزوی یا غلجی پښتانۀ معادل دي او د اوسني وخت قومونو پۀ منځ کښې تر ټولو لوی قوم دی. روايتونه داسې لیکي چې د قېس بن ولید بیتان یا شیخ بیت درېم زوی د بي ‌بي متو پۀ نامه لور درلوده چې يوه ترک/تاجک شهزاده د شاه حسېن غوري پۀ نامه ورباندې مئين شو. د تاريخ خان جهان مخزن افغاني پۀ روايت لۀ هم دې پېونده بي ‌بي متو يو زوی زېږولی چه ‘غل ‌زوی’ نومېدۀ. د قبيلې د عرف پۀ مطابق شاه حسېن غوري د پښتنو فرهنګ او ژبه خپلوي او د هغۀ زامن د مور لۀ خوا لۀ پښتنو قومونو سره ګډېږي. نعمت الله هروي نورزی پۀ دې اړه داسې لیکي؛

“يو موده د بي بي متو و شاه حسېن عقد نه وروسته د هغوي يو زوی پېدا کېږي او کله چې دا خبره شېخ بیت (بیټ نیکه) ته رسېږي نو هغه فرمائي: دا اولاد د مور او پلار رضايت نه پرته حاصل شوی دی او مناسب به هم دا وي چه نوم ئې غل زوی کېږدو’.

مینورسکي بل هغه مؤرخ دی چې ‘د هند تاریخي قاموس د کامبریج’ ته اشاره کوي او تاکید ئې پۀ دې دی چې د ډهلي حاکم خلجیان افغانانو ته شباهت ښوو او خپل ترکي هويت ئې بائيللی ؤ، دا امر د هندي څېړنونکيو پۀ منځ کښې منل شوی دی. لۀ هم دې کبله غلجي د خلجي معادل شوی، ځکه د دواړو قومونه د استقامت ځای يو دی.

پاسنيو منابعو ته پۀ اشاره کولی شو دې نتېجې ته ورسېږو چې ‘افغان’ کلمه لومړی ځل د سپه ‌سالار يا نظامي لقب پۀ څېر کارېده، بعد د يو غېر پښتو ژبې ويونکي قوم او پس ته د پښتنو پۀ منځ کښې استعمالېده او بالاخره زمونږ د وياړلي وطن ټولو اقوامو ته خطاب کېږي. د تاریخ پۀ اولني منابعو کښې ‘افغان’ د ‘پښتون’ معادل نۀ دی راغلی بلکې لۀ ابداليانو سره ئې تړاو درلود. همچنان کرلاڼي قومونه لکه رودبري، وزیري، بنګښ، اپریدي، مسید، باور، بانوسي، دلازک، خټک، خوږیاڼي، منګل، توري، اتمانخیل، وردک، ځدراڼ او ځاځي پۀ قديم عبارت کښې د سپه ‌سالار «افغان» مستقيم زامن نۀ دي لېکن پښتانۀ ضرور دي.

لۀ دې سره سره د غلجيانو قومونه لکه هوتکي، لودهي، سوري، سوراني، احمدزي، تره‌کي یا غوري ريښې لري. اومري بل پښتون قوم دی چې بن اسرائيلي ريښه نۀ لري. اما د مخزن افغاني قومونو پۀ منځ کښې يو داسې قوم دی چه شتون ئې واقعاً تعجب ‌او دلچسپه دی او هغه د «هوني» قوم نوم ؤ چه د هفتالي یا سپین هونان متعادل دی چې د پښتنو قومونو يو وياړلی نوم دی.

د غلجي ‘خلجي’، هوني ‘سپین هونان’ و ابدالي ‘یفتلیان’ موجودیت د پښتنو پۀ منځ کښې دا ادعاء پۀ اثبات رسوي چې هغه لومړي قومونه چې افغانان پرې پوهېدل، ترکي ريښې درلودې او پۀ شمال شرقي اريائي ژبه ئې خبرې کولې. کۀ چرې هم د ډهلي پښتانۀ سلطانان ټول پۀ پارسي ژبه غږېدل، اما پۀ مخزن افغاني کښې څو ځلې د پټهاني يا افغاني ژبه ته اشاره شوې ده، مثلاً د سلطان ابراهیم لودهي پۀ تشريح کښې لیکونکی د دې نوم د پښتو معنيٰ ته اشاره کوي او پۀ ‘لوی دی’ ئې ترجمه کوي.

دغو پورته دلائلو او رواياتو ته پۀ کتو، بايد ووايو چې ‘افغان’ کلمه پۀ لومړيو کښې د يو سرلښکر د لقب لپاره کارول شوې، بيا يو کوچني غېر پښتون قوم ته او بيا د پښتنو نوم او بالاخره د افغان ملت نوم ټاکل شوی. د دې تر څنګ د اساسي قانون د څلورمې مادې پۀ اساس د افغانستان هر وګړي ته افغان وایو، د افغانستان ټول استوګن قومونه د يو ملي او نړيوال هويت درلودونکي دي چې ‘افغان’ ګڼل کېږي. تر ټولو ریښتيا دا دي چې مونږ د انسانيت پۀ ډيموکراټيک جمهوريت کښې ژوند کوو، انسانيت هماغه هومره ارزښت لري لکه څومره ئې چې افغانيت لري، نړۍ برخې برخې شوې او سرحدونه لري، انسانان پاسپورټونه لري، خو افغانان متاسفانه چې د نړۍ تر ټولو بد پاسپورټ درلودونکي دي او لۀ دېرشو هېوادونو زياتو ته د ننوتو اجازه هم نۀ لري.

د نړۍ ټول اوسېدونکي مکلف دي چې د خپل تابعيت لپاره يو نوم وټاکي، بيا انکار د څۀ لپاره؟ انکار د څۀ لپاره لکه چې پۀ ایران کښې د هزاره او ترکي لپاره ‘افغان’ معادل شوی؟ ولې تاجک ازبکستاني او ازبک تاجکستاني دغه غږ نۀ پورته کوي؟ ولې د کوئټې هزاره‌ګان لۀ پاکستانيتوبه منکر نۀ دي؟ ايراني بلوچ ولې د دغو هويتي ستونزو ښکار نۀ دي؟ ولې افغان سياسيونو پۀ خپلو پاسپورټونو کښې دغه ‘افغان’ کلمه منلې ده، خو هم دا کلمه بيا پۀ پېژندپاڼه کښې نۀ مني!!!؟

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …