احمد شاه دراني سیاسي درایت او ملي وجاهت – اکادیمیسن سیستاني – ژباړن: رحمت اریا

د اتلسمې زېږدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسيزه د نادر شاه افشار د سلطنت لۀ پړاو سره سمون خوري. دغه پړاو د زمکوالۍ لۀ وحشي زبېښاک، د پرګنو لۀ نېغ لوټ او تالان، د مالیاتي سیستم لۀ ځور او زور زیاتي، د زور واکۍ لۀ بوږنوړي تاو تریخوالي او وحشتناکو وژنو، د کوپړۍ منارونو لۀ جوړولو او نورو هر اړخيزو ورانيو سره بدرګه ؤ.

د 1740ز کال لۀ پېله نيولې د نادر تر مرګه 1747)ز کال پورې( د افغانستان د کابل د سیند د غاړو پۀ اوږدو کښې پرتو پښتنو، تاجیکو، هزارو، چارایماقو، اوزبکو او تورکمنو قبائلو او ټبرونو، پۀ بلخ، کندوز، اندخوي، سرپل، شبرغان، هرات، بادغیس او سیستان کښې ډېرو پرګنو د نادر پر وړاندې د پاڅون بېرغ پورته کړ؛ سره لۀ دې چې د نادر ځپونکو ځواکونو دغه پاڅونونه پۀ وينو کښې لیت پیت کړل، مګر نادر هېڅ کله پۀ دې بریالی نه شو چې زمونږ د وګړو د خپلواکۍ د غوښتنې پیاوړی روح ځان ته را ایل کړي. که پۀ یوه ځای کښې یو پاڅون د شلګرو، تورو او توپونو پۀ زور د لڼد مهال لپاره غلی کېدو نو پۀ بل ګوټ کښې به بل پاڅون سر راپورته کړ او تر یوه مهاله به ئې خپل سر زورواکو واکمنو ته اوبه تر ورخه ورتېرې کړې.  

په دغسې پۀ اړدوړ ډکۍ، کړکيچنې او بې ثباتې اوضاع کښې پۀ میلیونونو پرګنو د چمکوالي (فیوډالي) استبداد پۀ واکمنۍ کښې د زړه لۀ کومې بدلون غوښت، پۀ پای کښې نادر شاه افشار د خپل دربار د سردارنو پۀ لاس ووژل شو. د نادر افشار لۀ وژل کېدو سره جوخت د هغه دولت هم و پرځېد او پۀ سيمې کښې د افغانستان وګړي لومړنۍ پرګنۍ وې چې د استقلال او خپلواکۍ بېرغ ئې پورته او د احمد شاه ابدالي تر مشرۍ لاندې ئې د خراسان پر کنډوالو چې لۀ شپږو پېړیو راهسې ئې خپل حدود و ثغور لۀ لاسه ورکړي وو، د افغانستان پۀ نامه د نوي هېواد بنسټ کښېښود؛ لۀ هم دې نېټې وروسته زمونږ اولس د خپل برخليک څښتن شو، لۀ بې هویتۍ وژغورل شو او بېرته د لۀ لاسه تللي نوم و نښان او عزت څښتن شو. دا دي لۀ هغې نېټې دوه سوه شپېتۀ کاله تېرېږي چې افغانستان د نړۍ د خپلواکو هېوادونو پۀ قطار کښې پۀ لوړه غاړه ولاړ دی او د نړۍ پۀ نقشې کښې ئې ځای د یوۀ پولادي موټي پۀ شان څرګند او روښانه دی. 

احمد شاه ابدالي پۀ 1135 هجري کال کښې چې لۀ 1722 زېږدېز کال سره سمون خوري، پۀ هرات کښې زېږېدلی دی. یو کلنۍ ته لا نۀ ؤ رسېدلی چې پلار ئې محمد زمان خان لۀ نړۍ سترګې پټې کړې.اتۀ یا نهه کلن ؤ چې لۀ خپل ورور ذوالفقار خان سره لۀ هراته، کندهار ته راغی. کندهار ته لۀ رسېدو سره سم لۀ خپل ورور سره یو ځای د شاه حسېن هوتکي زندان ته ولوېد چې لۀ 1731ز کاله نيولی تر 1738ز کال پورې پۀ کندهار کښې زنداني ؤ. کله چې پۀ 1738ز کال کښې نادر افشار کندهار ونيو، نوموړی لۀ خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای لۀ زندانه خلاص او مازندران ته تبعید شو. پر دغه مهال هغه شپاړس یا اوولس کلن ؤ. سوبمن نادر لۀ هندوستانه بېرته راستون شو او پۀ مشهد کښې ئې خپلې سوبې پۀ جشنونو ولمانځلې. 1153) قمري = 1740ز کال( ؤ چې احمد شاه د نادر پۀ لښکر کښې ګډون وکړ او د ارمنستان، داغستان، ایروان او اذربائیجان پۀ ایالاتونو کښې ئې د نادر د سوبو پۀ جګړو کښې فعاله ګډون وکړو. د هم دغه فعاله ګډون لۀ کبله ئې د نادر دومره پاملرنه ځان ته راواړوله چې نادر د خپل ساتونکي ګارډ د افسر او د افغان ځواکونو د مرستیال پۀ توګه وګومارۀ.  

ابدالي احمد شاه د نادر تر مړېنې 1747)ز کال( د ستر واکۍ رموزونه زده کړل او د هرې ورځې پۀ تېرېدلو د افغان ځواکونو پۀ منځ کښې ئې خپل ګرانښت او منښت ترلاسه کاوۀ. وروسته لۀ دې چې نادر د خپل دربار د سردارانو لۀ خوا (چې محمد خان قاجار او ملګرو ئې هم پۀ کښې ګډون درلود) پۀ خبوشان کښې ووژل شو. دا احمد شاه ابدالي او د افغان ځواکونو سران وو چې د نادر حرم ئې د نورو لښکریانو لۀ زور زیاتي او تېري څخه وژغورۀ. د هم دغه غېرتي خدمت پۀ بدل کښې د نادر د حرم مېرمنې د «کوه نور الماس» سره لۀ یو بل ګران بیعه خراج احمدخان ته ډالۍ کړو.لۀ دې پېښې وروسته احمد خان د کندهار پر لور راوخوزېد.

د حاجي جمال خان بارکزي، محبت خان پوپلزي، موسيٰ خان اسحاقزي، نور محمد خان علیزي، نصرالله خان نورزي پۀ ګډون افغان مشرانو پۀ کندهار کښې د شېر سرخ پۀ مزار کښې لۀ خپل منځه د یوۀ ملي مشر د ټاکلو پۀ موخې یوه جرګه جوړه کړه؛ لۀ دې چې د خانانو پۀ منځ کښې هر خان د واک د راخپلو پۀ لټې کښې ؤ نو يو بل به ئې رداوۀ. دې جرګې تر اتو ورځو پورې دوام وکړو خو جرګه د اتو ورځ شننو او وراشو پۀ ترڅ کښې کومې پایلې ونۀ رسېده. جرګې پۀ خپلې نهمې ورځ پرېکړه وکړه چې د شیر سرخ د مزار مجاور صابر شاه چې یو روحاني سړی ؤ، پۀ خپلو منځو کښې د حکم پۀ توګه وټاکي، جرګې پتيلې وه که صابر شاه هر څوک ټاکي نو ټول به هغۀ ته بیعت کوي. دا صوفي مشر دروېش هم لۀ خپله ځایه راپورته شو، پۀ ورڅیرمې سيمې کښې ئې د غنمو یو وږی راواخست او بېرته د جرګې منځ ته راغی. پۀ جرګې کښې د ټولو ناستو کسانو سترګې دغه دروېش ته غړېدلې او دې ته ئې کتل چې چا ته به ورنزدې کېږي. صابر شاه چې ليدلي وو پۀ دې جرګې کښې یوازینی ناست سړی چې ډېرې خبرې نۀ کوي، احمد خان دی، نو دروېش هغۀ ته ورنزدې شو او د غنمو وږی ئې د احمد خان پر دستار باندې کښېښود او وې وئیل «دا ستا جیغه ده او تۀ دُرّاني باچا ئې!». پۀ جرګې کښې ټولو ناستو کسانو د احمد شاه ټاکنه پۀ خپلو مبارکیو لا پرتمینه کړله )د 1160هجري کال د رجب مياشت چې د 1747ز کال د اکتوبر لۀ مياشتې سره سمون خوري(. هغه پر دغه مهال پنځویشت کلن ؤ. د ابدالي سدوزو د قبیلې احمد شاه د زمان خان زوی پۀ 1722ز کال کښې پۀ هرات کښې زېږېدلی دی، مور ئې زرغونه نومېدله چې د عبدالغني خان الکوزي خور وه.

احمد شاه خپل کار د قومونو د مشرانو د یوې صلاح کارې شوريٰ پۀ جوړولو پېل کړو. د احمد شاه د دولت د ادارو پۀ مشرتابه کښې يو شمير سرانو او خانانو ځان ته القاب درلودل چې ډېر مهم القاب ئې دا وو: اشرف الوزراء، مختار الدوله، وکیل الدوله، نظام الدوله، معتمد الدوله، مخلص الدوله، شاه دوست، شاه پسند، شاه ولي، عرض بیګي، ضبط بیګي، ایشیک اقاسي، قوللر اقاسي، د خانانو خان، خان علوم او قاضي القضاة، امین المک او نور.

احمد شاه دراني تر وسې وسې هڅه کوله چې زمکوال یا فیوډالان د هغوي پۀ قبیلوي سيمې کښې پۀ حکومتي چارو کښې ونۀ ګوماري، پر ځای به ئې د دولت تنخواه خوارۀ حاکمان چې لۀ منځنۍ پاړکې «طبقې» څخه وو، پۀ قبائلي سيمو کښې پۀ کار ګومارل.

کله چې نامتو انګرېز څيړونکي الفنسټن د افغانانو پۀ اړوند خپل تر ټولو جامع کتاب ليکۀ نو د سوېل لوېدیځو افغانانو د وراشې پۀ لړ کښې احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکي پۀ نامه یادوي او وائي: «احمد شاه پۀ خپلې لوړې پوهې د یوې ستر واکۍ بنسټ کښېښود. کله چې لۀ دې نړۍ څخه ئې سترګې پټولې، د متصرفاتو لمنه ئې د خراسان لۀ لوېدیځې نيولې تر سرهند او لۀ اٰمو نيولې تر هند پورې پراخه وه. هغۀ دا ټول متصرفات یا د تړونونو او یا ئې عملا ً )د تورې پۀ زور( تصرف کړي وو.»

جنرال فریه وائي: «افغانانو د احمدشاه د سلطنت تر دورې پورې هېڅ کله د استقلال خوند نۀ ؤ لیدلی، لۀ دی کبله ګومان کېږي چې قومي لیولتیاوی او کښښونه دې پۀ هم دې دورې کښې غوړېدلي وي. د بیان او عمل هغه ازادي چې افغانان ئې پۀ دغه مهال لاس ته راوړي، قویاً د دوي د خپلواکۍ د روحیې د ودې او کلیوال غرور لامل ګرځي چې لا تر اوسه د هغوي د ځانګړتیا یوه برخه ده. یو قوم چې د نسلونو نسلونو پۀ اوږدو کښې محکوم ؤ، یو ناڅاپه پۀ یوۀ حاکم قوم بدلېږی. دا سمه ده چې دغه یو ناڅاپه اوښتون او بدلون د میر محمود پر مهال رامنځ ته کېږي، مګر د سدوزي احمد شاه پر مهال پراختیا مومي. دغه اوضاع د دې لامل ګرځي چې پر خپل ځان د ډاډ او اعتماد روحیه رامنځ ته او داسې یو ډول تفوق غوښتنې او لوړتیا پالنې ته لاره پرانیزي چې تر پخوا تر دې ئې شتون نۀ در لود. کۀ پۀ لنډیز ئې ووایو نو د قومي تفکر شکل او بڼه رامنځ ته کوي.»

 

د احمد شاه ابدالي د دولت لومړيتوبونه:

د افغانستان د باچا لۀ ټاکل کېدو وروسته احمد شاه ابدالي د خپل دولت د ټينګښت لپاره دوه مهمې مسئلې تر مخ درلودلې؛

لومړی د قبائلو سمبالول او د هغوي خوښ ساتل او دوېم د ملي یو والي او د افغان واکمنۍ د لمنې د پراختیا لپاره د یوۀ ځواکمن او سمبال اردو رامنځ ته کول.

دا سمه ده چې دراني احمد شاه د نادر شاه افشار د دولت پۀ څير د ختيځ ډوله زور واک «مستبد»  دولت موډل عملا ً ليدلی وو خو هغو شرائطو چې د نادر د تاج پۀ سر کولو پر مهال پۀ فارس/ ایران کښې شتون درلود، دلته پۀ افغانستان او د افغانستان د هغه مهال پۀ پلازمېنې کندهار کښې ئې شتون نۀ درلود.

پۀ بلې وېنا، پۀ فارس/ ایران کښې خلق لۀ پېړیو پېړیو را پۀ دېخوا پۀ دې روږدي شوي وو چې یو زور واکه زمکوال نظام ته غاړه کېږدي او نادر افشار هم د یو ټینګ او منظم دولت پر ګدۍ پرته لۀ کومې ستونزې او مخالفت ډډه ولګوله او هم دغو شرائطو د نادر پر مخ د راتلونکو بریاو لپاره اړین امکانات پرانستل. خو دراني احمد شاه دې ته اړ ؤ چې د خپل سلطنت بنسټ د داسې پۀ ازادۍ مئینو جنګیالیو پرګنو پۀ منځ کښې ټينګ کړي چې بېلابېلې قومي قبیلوي ځانګړتیاوې او تقریباً ډسپلن نۀ منونکي خصوصیتونه ئې درلودل او کۀ د نادر شاه دولت ته د فارس د وګړو اطاعت پرتله کړو نو دوي د لږې تجربې خاوندان وو. 

احمد شاه دراني پوهېدو چې مرکزي ځواک ته پۀ جبري اطاعت، د هم داسې پرګنو اړیستل د دې پر ځای چې ښې او د خوښۍ وړ پایلې ولري، کېدی شي د دۀ د دولت پر وړاندې د قبائلو او قومونو د سرانو کرکه، انزجار او کینه راوپاروي او دا هغه څۀ وو چې احمد شاه ورڅخه پۀ کلکه وېزاره ؤ. ځکه هغه پوهېدو چې د افغانانو پۀ منځ کښې د یو هېواد وال کینه او برلاسي د بل هېواد وال پر وړاندې پۀ ځلونو ځلونو لۀ هغې کرکې او کینې څخه خطرناکه ده چې د یوۀ بل پردي زورواکي حاکم پر وړاندې ئې پۀ زړۀ کښې نیسي. لۀ دې کبله احمد شاه لۀ هماغې لومړۍ شېبې اړ ؤ چې خپله لاره غوره او وټاکي. 

لۀ دې چې احمد شاه افغان ؤ او د افغان ټولنې پۀ قبیلوي ځانګړتیاو او قومي غوښتنو ښۀ خبر ؤ نو پۀ لنډې مودې کښې د لومړۍ ستونزې پۀ هوارۍ بریالی شو. پۀ دې معنٰي چې احمد شاه پوهېدو چې قبائل لۀ خپلو اړوندو ارزښتونو څخه پۀ کلکه دفاع کوي نو دۀ هم د قومونو او قبائلو د سرانو میراثي څښتونلي چې پۀ ډله کښې ئې د دوي تیول او جاګیرونه هم راتلل، مجاز وبلل؛ د هغوي مستمري معاشونه ئې ور زیات کړل، اعزازي القاب، ملکي او پوځي منصبونه ئې د هغوي پۀ کورنيو کښې ور ډېر کړل او پۀ دې توګه ئې د هغوي ملاتړ او مینه ترلاسه کړل. د هغوي د لا خوشحالولو او راضي کېدلو لپاره ئې د قومونو د مشرانو لۀ منځه یوه نهه کسیزه شوريٰ جوړه کړه چې د هغوي لۀ صلاح او مشورې پرته به هېڅ سیاسي او مهم پوځي ګام اوچت نۀ کړي.

جنرال فریه وائي ‘احمدشاه لۀ هغو نهو تنو سردارانو څخه یوه شوريٰ جوړه کړې وه چې لۀ دۀ سره ئې یو ځای د نادر پۀ لښکر کښې خدمت کاوۀ او د دولتي سکالو پۀ اړوند ئې تل ورسره مشوره کوله. احمد شاه هېڅ مهمه سکالو د هغوي لۀ تصویب پرته نۀ پلي کوله او هغوي ته هېڅ ورکړل شوې ژمنه ئې تر پښو لاندې نۀ کوله. لنډه دا چې د هغه حکومت بڼه لۀ ډېرو اړخونو د مطلقه سلطنت پۀ پرتله فدرالي جمهوري ته ورته وه. لۀ هرې سوبې او بریا وروسته به ئې د تر لاسه شویو ولجو او غنائمو لویه برخه د خپلو سر تېرو پۀ منځ کښې وېشله. هغۀ هېڅ کله لۀ خپلو رئیسانو سره پۀ متکبرانه ژبې او پر هغوي د لوړ او برلاسي لاس پۀ ښولو چلند نۀ کاوۀ او نۀ ئې غوښتل د هغوکسانو د احساس د ټپي کېدلو لامل شي چې یو وخت ئې ورسره برابر دریځ درلود او دی ئې د شاهي ځواک دریځ ته لوړ کړی ؤ.

 د صلاح کارې شوريٰ لۀ رامنځ ته کولو وروسته احمد شاه دراني د یوۀ منظم او پیاوړي اردو د جوړولو تکل وکړو. اردو ئې پۀ دوه برخو ووېشله؛ لومړۍ برخه ئې دائمي او منظمه برخه وه چې لۀ دولت څخه ئې معاش اخست او بله برخه ئې غېر دائمي او غېر منظمه برخه پۀ بلې وېنا قومي ملېشائي ځواکونه وو. د قومونو او قبائلو سرانو به دولت ته د خپلو اړوندو جاګیرونو او تیولونو پۀ بدل کښې پۀ ټاکلې شمېرې جنګیالي د خدمت لپاره چمتو کول.

د دراني احمد شاه د اردو دائمي څانګه د «غلامخانۍ» پۀ نامه ېادېدله او لۀ دولت څخه به ئې وسله او تنخا تر لاسه کوله. دا څانګه به تل پوځي خدمت ته چمتو وه. احمد شاه د خپلې تګلارې دوېم عنصر د نادر شاه افشار لۀ چلند او د هغۀ پۀ اردو کښې د خپلې شخصي تجربې پر بنسټ تر لاس لاندې نيولی ؤ. افشاري باچا پۀ خپل ساتندوي ګارډ کښې غېر فارسي/ ایراني قبائل لکه افغانان، بلوڅان او اوزبکان ځای پر ځای کړي وو. احمد شاه بابا هم د غلامخانې ډلې لۀ غېر پښتنو ډلو څخه جوړې کړې. د نادر افشار د مهال پۀ پوځي ښوونې او روزنې سمبال او د جګړې د ډګر هغه متجرب قزلباش سپاهیان ئې د غلامخانۍ پۀ ډلې کښې ځای پر ځای کړل چې نادر افشار پۀ کابل او پنجاب کښې پرېښودلي وړ. لۀ دغه ګام څخه د احمد شاه موخه د خانانو د اغېز لۀ کړۍ د باندې د سر غاړو قبیلوي رئیسانو پر وړاندې د دباو د داسې یوې همېشنۍ وسیلې درلودل وو چې پۀ اسانۍ ئې غاړه مرکزي دولت ته نۀ ټيټوله.

تل پۀ وسلو سمبال قبائل، مرکز او شاه ته د تبعیت پۀ منلو سره سره، بیا هم د مرکزي سیاسي ځواک د تجزیې بنسټيز لامل ګڼل کېدل. لۀ هم دې کبله وو چې احمد شاه دراني د افغان قبائلو او ټبرونو سران او مشران پۀ دربار او پلازمېنې کښې راټول کړل، هغوي ته ئې د جاګیر، تیول، اعزازي القابو، مستمري معاشونو، د دسترخوان د لګښتونو او د نورو منصبونو د ورکړې او هم د هندوستان پۀ ګټورو جګړو کښې د هغوي د سمبالولو لۀ لارې لۀ خپل قوم، طائفې او قبیلې څخه لرې دومره پۀ ځان پورې راټول او تاودۀ وساتل چې پۀ لنډ وخت کښې ئې پۀ لوېدیځ کښې لۀ نیشاپور او سیستانه نيولې پۀ ختيځ کښې تر پنجاب او کشمیر پورې او پۀ شمال کښې د اٰمو لۀ سینده نيولې بیا پۀ سوېل کښې د عمان تر سمندرګي پورې سیمې د یوې لویې ستر واکۍ پۀ کړۍ کښې د خپل قلمرو برخې وګرځولې.

خو کله چې د قبائلو سران او مشران د دولتي مقاماتو پۀ بنسټيزو دریځونو کښې ځای پر ځای شول، د وخت پۀ تېرېدلو رو رو هغه پخواني مشران نۀ وو چې نور دې د خپلې قومي او ټبرنۍ اغېزې تر سيوري لاندې واکمني وکړي؛ بلکې پۀ ډېر لنډ وخت کښې پر زمکنیو تیولونو د منګولو پۀ ښخولو او د قبائلو د ناوېشل شوو زمکو پۀ غصبولو او نورو لوټماریو پۀ خپله پۀ لویو زمکوالو او ملاکانو بدل شول. درباري امتیازات او اعزازي القاب ئې پۀ یوه بڼه نۀ پۀ بله بڼه پۀ خپلو کورنيو کښې پۀ ارثي ډول وساتل؛ پۀ دې توګه د سلطنتي کورنۍ تر څنګ یو شمير اشرافي کورنيو سر راپورته کړو چې د فتوحاتو لۀ پړاو وروسته ئې پر مرکزي دولت ودانګل، شاهان او شهزادګان ئې د خپلو غوښتنو او هيلو د لاس او لوبې وسائل وګرځول او د دولت زمکواله او قبیلوي خټه او تومنه ئې پۀ دې بڼې واړوله چې پۀ پایله کښې ئې د سدوزیو د ستر واکۍ ډېرې د پام وړ برخې لۀ لاسه ورکړې.

غبار وائي، ‘احمد شاه بابا د قبائلو سران او زمکوال پۀ دې ډول راضي وساتل چې هغوي ته ئې پۀ ملکي او پوځي چارو کښې ګډون ورکړو، پۀ غیر مؤقتو جرګو کښې به ئې د هغوي نظر ته ډېره پاملرنه کوله او پۀ دې توګه ئې د اغېزمنو کسانو، خانانو او د قومونو د سرانو پښه پۀ مهمو پوځي سیاسي ګامونو کښې ښکېلوله او هغوي به ئې پۀ جنګي سفرونو کښې بوخت ساتل. هم دا لامل ؤ چې لۀ یوې یا دوو پېښو پرته د هغوي لۀ سرغاړۍ سره مخامخ نۀ شو. پۀ 1749ز کال کښې ئې د خپل ماما عبدالغني خان او څو تنو نورو اغېزمنو توطه ګرو پۀ اعدامولو د خپل دولت راتلونکی لۀ لویو زمکوالو سره روښانه کړله.

 

د احمد شاه بابا سیاسي لیاقت او شخصیت:

پوهاند حبیبي د احمد شاه د شخصیت او سیاست پۀ تړاو ليکي، احمد شاه، متشرع، دیني احکامو ته پالیال، حنفي مذهبی او عالم شخصیت ؤ. هغۀ د خپل مهال دوو تنو عرفاو ته ارادت درلود ـــ شاه فقیر الله حصارکي جلال ابادي چې پۀ شکارپور کښې خاورو ته سپارل شوی او میا محمد پېښوری )چې سترګې ئې پۀ 1190قمري کال کښې لۀ نړۍ پټې کړې دي(. احمد شاه تل پۀ سیاست کښې د اسلامي اخوت، نرموالي او دوستۍ پلوی ؤ. د خپل عسکري ځواک او اقتدار او د شهنشاهۍ لۀ ځواکمن پرتم سره سره ئې پۀ ډهلي، بخارا، خراسان، بلوڅستان او سندهـ کښې د حکامو متکرره سرغاړی چلند او سرغاړي کړۀ وړۀ بخښلي او تاجونه ئې ورکړي دي. عن دا چې د بصیرت څښتانو د احمد شاه دغه پراخ ليدلوري او تاج بخښونکي چلند ته هک پک پاتې شوي دي. شاه ولي الله ډهلوي وائي، د ابدالي شاه دغه چلند د دې مادي دنیا د چارو پۀ حساب نۀ ؤ.’ سره لۀ دې چې احمد شاه جهانګیر ؤ خو د مسلمانانو د وینو لۀ تویولو څخه ئې ډډه کوله. د ستر واکۍ پۀ چارو کښې ئې چلند د عدالت او انصاف پۀ تلې ولاړ ؤ، وګړي ئې د خپلو بچیانو پۀ توګه ګڼل، لۀ هم دې کبله ده چې افغانان ورته بابا وائي؛ البته چې احمد شاه یو جنګیالی او فاتح ؤ مګر د احمد شاه د ټولو فتوحاتو او عسکري چلند لۀ مخې ښکاري چې ورانکاره، لوټمار، زورواکی «مستبد» او مظلوم وژونکی نۀ ؤ؛ هر هغه کار کۀ د سولې او مصلحت پر بنسټ تر سره کېدو نو لۀ مسلمانانو سره ئې جګړه نۀ کوله او نۀ ئې د خپل ورور پر وړاندې تُوره لۀ تيکه راویستله. علامه اقبال د احمد شاه بابا د ځلانده شخصیت پۀ اړوند وائي: 

از دل و دست ګهر ريزى که داشت

سلطنت ها برد و بى پروا ګذاشت

لۀ هم دې کبله یو شمېر ليکوالان پر هغۀ ګوتنيونه کوي چې ولې ئې د ډهلي د سلطنت واګې نالائقو واکمنو ته پرېښودلې؟ مګر کۀ د امام الهند شاه ولي الله ډهلوي او د هند د نورو مسلمانو واکمنو او پیاوړو شخصیتونو د ليکونو لړۍ ته لۀ نزدې کتنه وشي، څرګندېږي چې احمد شاه هېڅ وخت او هېڅ کله هندوستان ته د جهانګیرۍ، نيواک، لوټ او تالا لپاره نۀ ؤ تللی؛ هند ته د احمد شاه بابا د تګ ېواځېنۍ موخه د هند د هغو مسلمانانو ژغورنه وه چې ورڅخه ئې غوښتنه کړې وه. لۀ بلې خوا هغۀ نۀ غوښتل د خپل ملي ځواک مرکز یعني افغانستان شا ته پرېږدي او د نورو افغان شاهي کورنيو (خلجیو، سوریانو، لودیانو او نورو) پۀ شان پۀ هند کښې مستهلک او لۀ منځه لاړ شي او یا دغه خالص دیني خدمت او في سبیل الله جهاد پۀ دنیوي ناپاکيو او د ډهلي د شاهۍ پۀ ضبط او د جهانګیرۍ پۀ سولندتوب ککړ کړي. هغۀ لا مخکښې کټ مټ هم دغه چلند د افغانستان د نورو ګاوڼدو لۀ حکامو سره پۀ تکرار پۀ بخارا، سندهـ او بلوڅستان کښې تر سره کړی ؤ.

احمد شاه تل د افغانستان طبیعي حدود پۀ پام کښې درلودل، کۀ پۀ لوېديځ کښې ئې پنجاب او کشمیر تر خپلې ادارې لاندې راوستي؛ لامل ئې د خپل هېواد د ساتنې لپاره ؤ. هغه پوهېدو چې د هغۀ د سلطنت او ځواک سرچينه د افغانستان خاوره او د دغه ټاټوبي پرګنۍ دي. لۀ هم دې کبله ده چې کۀ د «پاني پت» د سوبې او د ډهلي د نيولو لپاره ئې د خپل قدرت مرکز او سلطنت شا ته غورځولی وی او د هند پۀ پراخ هېواد کښې ئې خپل انساني، فکري او اداري ځواک استهلاک کړی وی، ښائي د هغۀ خپل ټاټوبی افغانستان د سلطنت لۀ مرکزیت څخه بې برخې شوی وی او خپلې کورنۍ ته به ئې هماغه برخليک ور پۀ برخې کړی وی چې نورو هندي شوو افغان کورنيو ته مخکښې ور پۀ برخې شوی ؤ او پۀ بشپړه توګه به لۀ منځه تللې ؤ. نو ځکه د هغۀ سیاست دا ؤ چې ګاونډي حکام تر خپل شهنشاهي بېرغ او د پلرنۍ وضعې تر سیوري لاندي وساتي او خپل ځان پۀ یوۀ غاصب مقام کښې ښکېل نۀ کړي او نۀ د یو سولند او قهار جهانګیر پۀ څهرې کښې راڅرګند شي.

باید ووایو چې احمد شاه بابا لۀ خپل هېواد او پلرني ټاټوبي سره دومره مينه درلودله چې د هېواد وچ غرونه او شاړې زمکې ئې د نورو هېوادونو لۀ جنت سره نۀ برابرول. د هم دې ادعا شاهد د دراني احمد شاه یو غزل دی چې وائي:

د ډيــلي تخت ۀېرومه چې را ياد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

کۀ تمامه دنيا يو خوا تۀ بل خوا ئې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نۀ کا

کۀ ونيسي د تمام جهان ملکونه

 پۀ خواشینۍ باید ووایم چې پۀ لوېدیځ او ختيځ کښې زمکوال یا فیوډالي رژیمونه یو شان خصلتونه لري. د ستر پیتر او ناپیلیون پۀ شان لویو فاتحانو پۀ امریکا، افریقا او اسیا کښې انګلیس ښکېلاکګرو ټولو د خپلو پراختیا غوښتنو او فتوحاتو پۀ لړ کښې او د خپل قلمرو د پراخولو لپاره وحشتناکو جنایاتو ته لاس اچولي دي. لۀ هم دې کبله ده چې د نړۍ د اوسنۍ جغرافیې پۀ شکل بندۍ کښې زور، تاوتریخوالي او وژنو ټاکونکې ونډه لوبولې ده. د نړۍ هېڅ لوی او ووړ هېواد د عامه رایو پر بنسټ نۀ دی رامنځ ته شوی چې مونږ دې هم پر احمدشاه بابا دا نيوکه وکړو چې ولې د خپلې واکمنۍ قلمرو ته ئې پۀ زور او لښکري یونونو شکل ورکړی دی.

ارواښاد غبار لۀ نادر شاه افشار سره پۀ پرتلې د احمد شاه بابا سیاسي لیاقت ستائي او وائي،

‘احمد شاه د سیاسي او پوځي لیاقت پۀ ازمېښت کښې د خراساني نادر افشار پۀ شان لۀ یوۀ ځانګړي تاریخي پړاو څخه بریالی ووت خو د نادر افشار او احمد شاه تر منځ یو زغرد او روښانه توپير دا ؤ چې د احمد شاه د دولت بنسټ د نادر دردولت لۀ بنسټ څخه زښت ډېر پوځ او خلق‍ ورڅخه ډېر خوښ وو. حال دا چې د نادر شاه افشار د دولت بنسټ د هغۀ لۀ مړینې سره جوخت ونړېد او اتباع د هغۀ لۀ ظلم او ناتاره ترهېدلي او خوابدي وو.

ډاکټر ګندا سینګه د احمد شاه بابا پۀ حقله وائي، ‘د احمد شاه تر ټولو ستر کار دا ؤ چې افغانان ئې د یو ملت تر کچې سره راټول او سمبال کړل او یو خپلواک هېواد ئې ورته پۀ میراث پرېښود.’ نوموړی زیاتوي، ‘احمد شاه هغه باچا ؤ چې د افغان قدرت لمنه ئې پراخه کړه. لۀ هغوي څخه ئې یو موټی ملت جوړ کړو، افغاني دودونو او عنعناتو ته ئې وده او پراختیا ورکړه او د هم دغه احساس پۀ لرلو ئې پر ازادو او خپلواکو قبائلو لۀ یرغل کولو څخه ډډه وکړه… احمد شاه پۀ څهرې ښکلی، د عظمت او پرتم خاوند او جذاب شخصیت درلود، خوښ اروا او د ورین تندي خاوند ؤ، پۀ ناسته ولاړه کښې ساده مګر لۀ درنښت او وقاره ډک ؤ، مذهب ته لېواله، پۀ ټولنو، غونډو، زدکړو او پوهنې مئین او روحاني ؤ… هڅه ئې کوله چې پۀ خپلې ژمنې  پالیالي «وفا» وکړي او د پالیالۍ روحیه وساتي، ښکار کولو ته لېواله ؤ. خوراک ئې هم ساده ؤ. هغه پۀ زباد ورسوله چې پرګنۍ ورباندې ډاډ لري. هغه لۀ اړتیا پرته خپله تُوره لۀ تيکه نۀ راویستله، اکثره شورشیان به ئې بخښل… د نورو مذهبونو او دینونو پر وړاندې ئې نرمښت درلود، هندوانو او سیکهانو خپلې ټولې مذهبي ازادۍ درلودلې، مسیحي ارمنیانو ته ئې پۀ خپل ګارډ کښې ځای ورکړو… سره لۀ دې چې لۀ مړینې ئې څو سوه کاله تېرېږي مګر د ستر فاتح او لیډر یادونه لا تر اوسه د خپلواک او یو موټي افغانستان د ځوانو او زړو افغانانو او د شریفو او ویاړلو پرګنیو پۀ زړونو کښې هماغسې ژوندۍ پاتې ده.’

احمد شاه بابا د افغانستان د خلقو لۀ سوکالۍ، سر لوړۍ او استقلال پرته بله هيله نۀ درلودله. د ډېرو اوږدو ستونزمنو سفرونو او د ژوند او پت د بېلابېلو خطرونو پۀ ګاللو د یو سرښندویه او زړۀ ور افغان مشر او بومیا «پېشوا» او د برخليک ټاکونکو جګړو د ډګر د برمیال فاتح پۀ توګه ئې افغانانو ته ویاړونه وپنځول. هېڅ کله ئې خپل هېواد ته خیانت ونۀ کړ او هېڅ کله ئې خپل هېوادوال خوار او سپک ونۀ ګڼل. هېڅ کله ئې ځان لۀ خپلو هېواد والو لوړ او ډېر ونۀ شمېرو. هېڅ کله ئې وخت پۀ هوساینې او چړچو نۀ دی تېر کړی. هېڅ کله ئې لۀ کوم باندیني ځواک څخه دستور نۀ دی تر لاسه کړی او هېڅ کله ئې پردی دستور د ملت پر تندي نۀ دی ټکوهلی. سره لۀ دې چې احمد شاه لۀ شاهانو تاج اخست او تاج به ئې ورکاوۀ خو هېڅ کله ئې پۀ خپل سر تاج کښېنښود؛ برعکس د خپلو نورو هېوادوالو پۀ شان به ئې پګړۍ تړله او لۀ هغوي سره پۀ ګډه پر فرش شوې زمکې کښېناستۀ او د هغوي د زړونو بړاس او خوږ ته به ئې غوږ نيوۀ او د مظلومانو د کړیکو غږ ته به ئې ځان رساوۀ. لۀ خپلو هېوادوالو سره به ئې د یوۀ زړۀ سواندي پلار پۀ شان چلند کاوۀ او لۀ هم دې کبله خلقو د «بابا» پۀ نامه یادوۀ. د هم دغه درنښت لۀ کبله دی چې الفنسټن ليکي، ‘پۀ رښتیا هم کۀ پۀ اسیا کښې هر هغه شاه چې د خپل ملت لپاره د درناوي وړتیا ولري نو لۀ احمد شاه پرته به شاه نۀ وي.’

هېڅ انصاف لرونکی ليکوال او تاریخپوه به نۀ وي چې افغانستان دې د احمد شاه بابا ویاړمن میراث ونۀ شمېري او د هغۀ استقلال او ملي واکمنۍ ته دې درناوی ونۀ لري. لۀ دې کبله احمد شاه بابا ته باید درنښت وشي او د هغۀ لۀ مهمو سیاسي خدمتونو څخه باید منندوی اوسو. دا زمونږ دنده ده چې د هېواد هر بچي ته د خپلو ملي او سترو مېړنو شخصیتونو پۀ اړوند د منښت او درنښت درسونه وښایو.

 

د احمد شاه بابا مړېنه:

د دراني احمد شاه پر پوزې باندې لۀ 1764ز کال وروسته د سرطان دانه څرګنده شوې وه. بابا د سرطان د دانې د وخامت لۀ کبله پۀ 1773ز کال کښې د اڅکزیو پۀ سيمې کښې د توبې غرونو ته چې دوبی ئې تر کندهاره سوړ دی، لاړ. ټپونه ئې د هرې ورځې پۀ تېرېدلو بدترېدل او د 1773ز کال د جون د مياشتې پۀ لومړیو کښې (پنجشنبه/ زیارت، دوېم ربیع الاول، کال 1186 هجرقمري) پس لۀ شپږویشت کالوسلطنت د یو پنځوس کالو پۀ عمر لۀ دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. جسد ئې کندهار ته راوړل شو او د ځانګړي درنښت او منښت او د ناورین پۀ څپو کښې خاورو ته وسپارل شو. 

د تیمور شاه دراني پۀ امر د بابا پر مقبره باندې یوه خورا ښکلې  او پرتمینه ګمبته جوړه شوه چې پۀ 1190قمری کال کښې بشپړه شوه.د کندهار د پرګنو د وګړو پۀ منځ کښې د دراني احمد شاه ارامځای لۀ زښت ډېر درنښته برخمن دی. تر دې چې کۀ څوک د دښمن د غچ د وېرې لۀ کبله هلته پناه یوسي او کښېني نو عن دولت هم دغسې مجرم ته لاس نۀ وروړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …