د   “حيندرو”  ليکوال ته خط – ثناء اعجاز

ډېر محترم همدرد يوسفزي صاحب!

سلامونه مې قبول کړه، هيله لرم چې روغ جوړ به ئې!

څۀ موده وړاندې د باچا خان ايجوکېشنل فاؤنډېشن ملګري د هر کال پۀ شان چې د ماشومانو د تعليم کمپائن کښې زمونږ ځاے ته راغلل، څۀ کتابونه هم ورسره وو. پۀ هغه کتابونو کښې ورسره ستا کتاب هم ؤ. وئيل ئې چې د دې چنده به د ماشومانو تعليم له پۀ کار راځي. د هغوي تلو نه پس مې چې کتاب راواخستو او مخ ته مې پام شو نو خندا راغله (د خوشحالۍ نه، يو خو د برې پښتونخوا دا حمدالله ارباب هم سم وزګار دے، خلق پېسې ګټي او دے چې ګورې نو د وطن د اتلانو فوټوګان، عکسونه، پېنټنګز جوړوي يا به د پښتنو/افغانانو سياسي، معاشي او پۀ خصوصي توګه ټولنيزې ستونځې د رنګونو د لارې ښکاره کولو کوشش کوي، او د کتابونو مخونه ډيزائن کوي(. خېر، ستاسو د کتاب مخ ډېر ساده او ډېر ښکلے جوړ دے. يوه ماشومه چيندرو کوي ځکه چې د کتاب نوم هم "چيندرو" دے.

عزتمند ډاکټر صاحب! تۀ به وائې چې ما ته زما د کتاب خدوخال ولې وائې، نو خبره دا ده چې ما ستاسو کتاب لوستلو له را واخستو نو اراده مې دا وه چې يو يا دوه افسانې به ترې ولولم، ځکه چې د يو سل اتۀ ويشت مخونو کتاب دے نو رو رو به ئې لولم ـ پۀ چټکتیا مې د کتاب فهرست ولټولو چې ځان له ترې د خوښې افسانه خوښه کړم. ډېر پۀ چټکتیا مې د خادم حسېن او صابر شينواري صاحب ليکونه ولوستل. پۀ چټکتیا ځکه چې ما غوښتل چې د خوبۍ او خامۍ جاج ئې خپله واخلم ـــ خو دا ګيله به مې پۀ مزغو کښې راتله چې يو ليک خو به ئې پۀ یوه ښځه هم چرته کړے ؤ چې د ډاکټر رامش فاطمه ليک مې وليدلو.

زۀ کتاب کله هم د سره نۀ شروع کوم، فهرست ئې وګورم او بيا خپل د خوښې ځاے نه ئې لوستل شروع کړم. د افسانو نومونه لوستو نه پس مې "چيندرو" انتخاب وکړو. چيندرو نه مي ځکه انتخاب وکړو چې ما وړوکوالي کښې دا لوبه کړې وه. دا مې یواځې د خپل تجسس لۀ کبله انتخاب کړه. ماښام وخت ؤ، درې نيم مخونه افسانه وه او اختتامي مخ اخري بند مې يو، دوه بيا درېم، څلورم ځل و لوستلو. وجه دا نۀ وه چې پۀ ژبه يا ټکو نۀ پوهېدم، خو زما زړۀ ځکه اختتام نۀ منلو او غصه هم راغله چې دې ډاکټر دا څۀ کړي؟ سمه دمه د خپل کلي سره د مينې د قيصې پۀ اخري درېو کرښو کښې ئې لکه دا پاولو کولهو (برازيلين ليکوال) ټوله قيصه بلې خوا ته بوتلې.

د کتاب مخونه مي بېرته راواړول او فهرست مې بيا کتل شروع کړل. ما وئيل دا ځل د خفګان قيصه نۀ خوښوم او ګوته مې فهرست کښې پۀ "پرتوګ" نومې افسانه باندې ودرېده. ځان سره موسکۍ هم شوم ځکه چې مازغو کښې مې د منټو "کالي شلوار" راغله او ځان سره مې دا هم ووئيل چې دلته جوړ د منټو پۀ شان قيصه ده، خو افسانه لوستلو پۀ وخت د خارو بې وسۍ او د حاجی سلطان شېطاني رويې مې زړۀ د درد نه ډک کړو او د بخت زاده دانش يو څو شعرونه مې مزغو کښې وګرځېدل:

د وخت دا څو غټان چې د غريب پۀ وينو پائي

د غريب نه غوښې وخوري د غريب نه وينې و څښکي

بيا احرام د ځان نه تاو کړي، درشي ستا ښکلې کعبې ته

ستا د خوږ نبي روضې ته، هلته تاو شي او را تاو شي

او پۀ کاڼي شونډې کېږدي بيا شيطان پۀ کاڼو ولي

تۀ ئې پۀ دغه خاطر معاف کړې

دوي بيا نور هم معتبر شي، دوی بيا نور هم مټور شي

دوي بيا نور هم زورور شي

پۀ ما زور کوي زورېږم

زۀ به نۀ ليونے کېږم ؟؟؟

اوس به وايئ چې دا څۀ شعرونه ليکي، خو يقين وکړئ د دغه نظم يو يو شعر ستاسو افسانو سره سمون خوري. خليل جبران وئيلي چې ښۀ شاعر هغه دے چې پۀ هر شعر کښې ئې هر سړي ته خپل ځان ښکاري. زۀ وايم ښۀ شعر او ادب هغه دے چې هر انسان ته پکښې د خپل قام او اولس ستونزې او د هغې ستونزو حل ښکاري، څنګه چې پۀ "قرض" افسانه کښې د پښتنو د ټولنې يو اړخ چې پدرسري نظام کښې د زامنو پۀ ارمان کښې د ښځې نه د بچو پېدا کولو مشين جوړول او د رياست د طرفه جوړ کړے شوي جهادي نظام کښې د ګل پۀ شان ماشومان/ ځوانان ترهګرۍ له کارول او خپل خلق او بې وسه اولس وژل بيان شوي.

د "اور پولۍ" افسانې مې افغان کډوالو ستونزې مخې ته کړې او د سترګو نه مې اوښکې روانې وې.

نيمه شپه وه د درست پښتون افغان د سوکالۍ او خوشالۍ دعاګانې مې و کړی.

"عزت" لوستو نه پس مې مازغۀ پۀ ځاے ودرېدل، د سوچ کولو هنر مې ورک شو. بس نور درته څۀ نۀ ليکم.

نن مې دوه مياشتې او د ډېر سوچ نه پس د خط پوره کولو همت و کړو. اوس به سوچ کوې چې دا څۀ نالائقه شوه چې يو خط هم پۀ مياشتو کښې ليکي ـــ نو داسې ده چی ما ډېر پۀ جذباتو کښې دا خط ليکلو او څومره زور چې افسانو لوستو کښې مې اخستے دے، هم دومره مې پۀ خط رايادولو کښې واخست.

د خط منځ کښې پرېښودو يوه وجه د غصې هغه چپه هم وه چې د پښتون افغان ستونځې خو خېر ؤ، مګر د دې سړي همت څنګه وشو چې پدرسري نظام کښې زمونږ (ښځو) ستونځو پسې شوے او هره دوېمه افسانه ئې زمونږ د ژوندون نه تاوېږي. کۀ هغه پۀ "تک تور سپين خلق" يا "ګل اندامه" او"مختورنه" کښې د ناموسي او جانو ذکر دے، کۀ "ماښام" او "پرتوګ" کښې جنسي زورونه او د جنسي تېري ذکر، او کۀ پۀ "عزت" يا "شاندانه" د ښځو د معاشي ستونځو د لاسه جسم فروشۍ ذکر او پۀ تېره د سوات شخړې باندې ليکلې "توده سيکه" کښې د ښځو استثمار ذکر ـــ پۀ دې ټولو مسئلو خو دې نظام کښې سترګې پټېږي.

کۀ د يوې وبا د لاسه خلق مړۀ کېدل شروع شي نو حکومت او نورې رياستي ادارې هم ويښې شي او بېړني تدابير ورته وکړي، خو د پدرسري وبا د لاسه چې هر کال يا مياشت نه هره ورځ څومره ښځې صرف د خوښې کولو د وجې د ناموس او غیرت وژنو کښې پښتونخوا، قبائيلي سيمه، جنوبي پښتونخوا او بره پښتونخوا کښې مري نو څوک ئې د تپوس دي؟

ځکه چې د دغه رياست چلولو يا اوسېدونکو خو هم دې پدرسری نظام کښې روزنه شوې ده، بيا تۀ را پاڅې د پښتنو افغانانو د غربت، معاشي مسئلو، د رياستي جبر او مذهب او د کلتور پۀ نوم استعمالولو سره سره د دې بدبخته صنف ستونځو ته متوجه کېږې ـــ نو زما غصه خو جائزه ده، او هسې هم ستونزې مو پۀ ډاګه کړي خو حل مو راته نۀ دے ښودلے. خېر، خپلو يو دوه  شعرونو کښې به درته يو خواست وکړم:

 

دا بې ترتيبه هواګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

 

 

دا بې مقصده خنداګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

 

 

چې توره شپه راته پوره سبا کولې نۀ شي

 

 

دغه نيمګړې رڼاګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

 

او خپل لیک به پۀ دې پاي ته ورسوم چې څو پورې د دې قام ځوانانو او پۀ خصوصي توګه ښځو کښې سياسي بېداري نۀ وي راغلې نو د دې قام ستونځې نۀ شي ختمېدلې، او ستاسو پۀ کتاب کښې دغه کمي ده. خداے مو پۀ قلم برکت کړه چې را روان ځل دې خدای وکړي چې دا يوه کمي هم پاتې نۀ شي.

ستاسو خور

ثناء اعجاز

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …