د ‘پښتون’ د مارچ 1995ز )جلد 7، شمېره 2 کښې د څوارلسم نه اوولسم مخ پورې دا لیکنه د یوې تاریخي دورې یادګار دے.
د ون یونټ پۀ ضد مبارزې له ‘بې توپه بې تفنګه’ ملنګ باچاخان روانېږي او د هغۀ د ګرفتارۍ نه پس یو لېونے غورځنګ پورته کېږي چې پایله )نتیجه( کښې ئې ‘ون یونټ’ ماتېږي.
پاتې خبره د خدائي خدمتګارانو د سن تیس د سندرې نه تر د ټپې لیکنه کښې رانغښتې شوې ده.
د پېرنګي پۀ ضد د ازادۍ جنګ صرف پېرنګے استعمار ویستلو د پاره نۀ ؤ، دا د لویې سینې لوي زړۀ جنګ د اولس واکمنۍ د پاره شوے ؤ چې پۀ ډېرې بې ترسۍ سره د څوارلسم اګست پۀ اتمه ورځ دغه د اولسي واکمنۍ خوب ته پۀ مرۍ ګوتې کېښودې شوې. د پرون ‘استعمار زاده مسلم لیګ’ نن د ادارو د اجتماعي زوزاد ګوند صورت کښې مخې ته راغلو.
د پینځۀ شپېتۀ کلونو د اوږد ستړي جنګ نه پس چې د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې د خپلې خاورې او خپل اختیار مبارزه تر یوۀ حده نتیجه خېزه شوه نو ژور ریاست پۀ دولسم اګست 1947 پۀ غېر ائیني، غېر جمهوري او غېر اخلاقي طور د ډاکټر خان صاحب د منتخب حکومت د ماتولو سنت پۀ بل ډول ژوندي کړل او کۀ یو خوا ‘غېر ریاستي عناصر’ عوامي نېشنل پارټۍ پسې پرېښودے شوي وو نو بل خوا ریاستي میډیا پوره زور سره د ترهګرۍ پۀ ضد ولاړ سرخپوشان د ریاست د کرپشن پۀ بیانیه تور کړل او دغه رنګ د ریاستي و غېر ریاستي عناصرو ته قابلِ قبول ګوند ته صوبه پۀ لاس کښې ورکړې شوه. نور سیاسي ګوندونه چې خاص حلقې ئې پۀ ایجاره لرلې، دا ځل د ماتي سره مخ شول او د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ صف کښې ودرېدل.
دا چې نن د امن مطالبه ده، دا چې نن د ‘جهاد’ پۀ ضد ‘رد الفساد’ ورژن دے، دا چې نن څو ټټرونه د قامي شعور پۀ لاپه نېغ نېغ کېږي، دا چې نن صوبه پښتونخوا ده، دا چې نن د ‘ازاد قبائیل’ زنځیر شلېدلے دے، دا چې نن د خپل نصاب او خپل حساب کتاب اختیار پۀ خپلو لاسو کښې دے؛ دا د بې وېرې سور پوشانو لېونو ګټه ده ـــ پۀ دې ګټه څوک خېټه نۀ شي اچولې.
زۀ سحر د پارټۍ دفتر کښې، د قيصه خانې نه بهر قطب لوري ته بالاخانو کښې د ارباب سکندر خان خليل شهيد پۀ وکالت خانه کښې پروت وم. سحر وختي ؤ، لا څوک راغلي نۀ وو. پۀ دې کښې کش کش وشول څوک را وختو. څۀ ګورم چې بابا )باچاخان( دے. ایکې يواځې دے. د خپلې خامتا کورني جوړ لوے څادر کښې ئې ځان نغښتے دے. پۀ سر ئې هم د دغه وطني خامتا نه جوړه ټوپۍ ده او پۀ ترخ کښې ئې د جامو غوټه ده او راغے. ما بابا ته هر کلے ووې او هغه ما ته مخامخ تش کټ کښې کښېناستو او ما ته وائي،
‘پاڅه! ما د کوهاټ د بسونو اډې ته بوځه، زۀ پۀ دوره روانېږم.’
بابا د ډېرو ورځو راهسې ناروغه هم ؤ. پۀ فکرونو کښې ډوب خاموش هم ؤ او د خپل عادت مطابق ئې يو يو زوړ مشر ملګرے لکه عبدالعزيزخان، فردوس خان، سالار منيرخان، زرين خان،راحت خان،ارباب عبدالغفورخان، سالارامين جان وغېره ځان ته څۀ صلاح مشورې ته رابللي هم وو. داسې ګنګوسې ختې چې بابا مطمئن نۀ دے، پۀ ارام کښېناستے نۀ شي؛ څۀ کول غواړي خو ملګري چې د دۀ صحت او عمر ته ګوري، رنځورۍ او ضعېفۍ ته ګوري، د ملک حالاتو ته ګوري، د ايوب خان د مارشل لاء جبر و تشدد ته ګوري، د خپلې پارټۍ حالاتو ته ګوري، ستړو شوو او زورلو شوو ملګرو ته ګوري او داسې نور جاج اخلي نو د څۀ قدم پورته کولو صلاح نۀ ورکوي او پۀ دې بابا خفه کېږي. ولې بابا دې هېڅ ته نۀ ګوري، بس يوې خبرې ته ګوري؛ يو فکر پۀ مخه اخستے دے او يو نُول دے ورسره ـــ هغه دا چې ‘بس نور يو يونټ نۀ برداشت کوم، پۀ دې پښتون ورکېږي.’
د هر دليل او هر منطق جواب د هغۀ سره يو ؤ،
‘کۀ خداے پاک را نه د قيامت پۀ ورځ تپوس وکړي چې ستا قوم غرقېدو،تباه کېدو او تۀ کورکښې د چینار د لاندې پروت وې؛ ډکېدې تشېدې نو زۀ به د دې خبرې څۀ جواب کوم؟’
نن چې ما بابا پۀ دې حالات کښې ولیدو او د دۀ د ارادې نه خبر شوم نو پوهه شوم او د غني شعر راياد شو:
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
پۀ دې دوران کښې سيد ميرمهدي شاه باچا هم راپېدا شو او سيد عاشق شاه باچا هم راورسېدو. داسې معلومېده چې عاشق شاه باچا د وړاندې نه د بابا پۀ پروګرام خبر ؤ ځکه چې دے بابا ولیدو نو ورته غصه شو،
‘هلکه! تا ته چې ما وئيل چې ماپسې به نۀ راځے نو تۀ بيا ولې راغلې؟ تاسو پۀ يوه خبره نۀ پوهېږئ؟ زۀ هېڅوک د ځان سره نۀ بوځم. زۀ يواځې ځم. ما پسې به هېڅوک نۀ راځئ.
لکه چې مهدي باچا ورته ووئيل، ‘بابا تا سره د خدمت د پاره خو يو تن پۀ کار دے؟’ هغه بيا غصه شو، ‘څۀ؟ زما د خدمت د پاره؟ زۀ خداے ستاسو د خدمت د پاره پېدا کړے يم، زۀ به ستاسو خدمت کوم. زۀ ځان سره ‘لیډران’ نۀ ګرځوم؛ زۀ خدائي خدمتګار يم، د خداے د مخلوق خدمت به زۀ خپله کوم.’
ما او باچا يو بل ته وکتل او پوهه شو چې د بابا پۀ خبره کښې هېڅ نۀ شو وئيلے نو ورسره پاڅېدلو. ما ته نۀ شي ياد چې مونږ ئې د کوهاټ د بسونو تر اډې هم د ځان سره پرېښو کۀ نۀ، خو مونږ کښې يو کس هغه تر اډې ورسولو. څۀ وخت چې د بالاخانې نه کوز شو او زمونږ نه رخصتېدونو د عاشق بابا ترخ کښې ئې غوټه وليده. دلته بيا هغۀ ته غصه شو، ‘هلکه! تا خو غوټه موټه ترخ کښې نيولې ده خو ګورے زۀ دې ځان سره نۀ پرېږدم.’ وروستو مونږ خبر شو چې باچا پۀ چل ول پټ څرګند تر کوهاټ يا بنو بيا هم هغۀ سره تلے دے خو هغۀ را واپس کړے دے.
څو ورځې پس زۀ ماسپښین دفتر )بالاخانه( کښې يواځې ناست يم. ګورم چې د بنو صدر رحم زاد خان او سکتر ميرداد خان راغلل او د راتلو سره ئې ووئيل، بابا ئې د ډېره اسماعيل خان ښار نه بهر د کلاچۍ او ټانک د بسونو اډې سره ونيولو او پوليس والو جيپ کښې واچولو او يو ئې وړو.
ما چې دا واورېدل، هغوي مې کښېنول او زر زر مې محمد صديق خان عرف صدر صاحب او سيد مير مهدي شاه باچا ته خبر وکړو. ارباب سکندرخان هم راغے. حسېن بخش کوثر هم راپېدا شو. عاشق بابا هم راورسېدو او پۀ دې خبر مو خبرې شروع کړې. لکه چې د بنو صدر صاحب د دفتر نه وړاندې ارباب عبدالغفور خليل ته ورغلے وي او هغه ئې هم خبر کړے وي؛ ځکه چې هغه هم دغه شان خبر او ببر راغے.
مونږ دا حاضر کسان کښېناستو او فېصله مو وکړه چې بس اوس مونږ ته هم نوره سستي نۀ ده پۀ کار . جدوجهد شروع کول دي او في الفور شروع کول دي. پۀ دې لړکښې چا څۀ ووئيل چا څۀ خو د ټولو يوه رایې وه چې بس جنګ پۀ کار دے . البته چا ګرمه خبره کوله چا نرمه او چا ډېره ګرمه. اخر فېصله وشوه چې پۀ هېڅ کم نۀ يو، پۀ هېڅ نۀ ايسارېږو؛ د هر څۀ نه تېرېږو خو سياسي جنګ پۀ سياسي طريقه کولو کښې کاميابي ده. دا جنګ به قدم پۀ قدم پۀ سياسي حکمت عملۍ وکړو نو د دې تجويز نه پس فېصله وشوه چې يوه مياشت به د صوبې هر تحصيل کښې هره ورځ سحر د کچرۍ شروع کېدو نه مخکښې زمونږ د پارټۍ يو کارکن د اسسټنټ کمشنر دفتر ته ننوځي، هغۀ ته به مخامخ ودرېږي او هغۀ ته به وائي چې حکومت باچاخان ګرفتار کړے دے؛ چې هغه ئې پۀ کومه خبره ګرفتار کړے دے، هغه زۀ هم کوم، ما هم ګرفتار کړئ . نو کۀ داسې مې نۀ ګرفتاروئ نو ما ځان قېد ته ورکړو. تر هغې به کور ته نۀ ځم چې د باچاخان خبره منلې شوې نۀ وي او هغه د جېل نه راغلے نۀ وي.
فېصله دا وشوه چې کوم کارکن دغه شان ځان ګرفتارۍ ته پېش کړي او ګرفتار نۀ شي نو هغه به کور ته نۀ ځي. کلي پۀ کلي حجره پۀ حجره به ګرځي، هر چا ته به دا خبره کوي او تر هغه به ګرځي چې باچاخان د جېل نه راغلے نۀ وي يا بل هدايت پارټۍ جاري کړے نۀ وي.
د دې فېصلې مطابق هم پۀ دې دستور پوره يوه مياشت د صوبې هر تحصيل کښې زمونږ يو کارکن ځان ګرفتارۍ ته پېش کړو نو چې کارکن به پېش شو او دا وېنا به ئې حاکم ته وکړه يا به ئې ليکل ورکړل نو هغۀ به ورته وخندل او ورته به ئې ووئيل، ‘ځه بابا! زۀ دې نۀ ګرفتاروم چې څۀ دې خوښه وي هغه کوه.’ د دې نه پس به کارکن د تحصيل نه لاړ او پۀ کلو به ګرځېدو.
يوه مياشت چې دغه شان تحريک چلېدو او خلقو کښې بېداري پېدا شوه نو بيا مونږ د صوبې مشران کښېناستو، د تحريک پۀ رفتار او د ائنده پۀ پروګرام مو غور وکړو. پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تحريک يو قدم تېزول پۀ کار دي . دلته فېصله وشوه چې څو ورځې پس اختر را روان دے، د اختر پۀ ورځ به د صوبې پۀ هر کلي کښې د اختر نمونځ کښې کۀ عيدګاه وي کۀ جومات وي؛ د پارټۍ يو لېډر به پاڅي او يواعلان به کوي. د دې اعلان نه پس به د زوړ پروګرام مطابق چې کارکن تحصيل کښې ګرفتارۍ د پاره پېش کېږي نو نوې خبره به د ليډرانو د دې اعلان مطابق کوي ـــ اعلان يا نوې خبره داسې وه:
‘حکومت باچاخان ګرفتار کړے دے ځکه چې هغه وائي چې مونږ ون يونټ نۀ منو ـــ نو چې د ملک نوے ائين جوړېږي هغې کښې دې ‘يو يونټ نۀ وي.’
د دې نوې فېصلې مطابق ټوله صوبه کښې نوے پروګرام شروع شو او د دې پروګرام د شروع کېدو سره حکومت ګرفتارۍ شروع کړې. اوس به چې هر څوک تحصيل کښې پېش شو او اعلان به ئې وکړو، هغه به ګرفتار شو. د دې پرته پۀ ټوله صوبه کښې زمونږ ټول مشران لیډران ونيولے شول. د پاکستان جېلونه ډک شول . پښتونخوا کښې د کلي نه واخلې تر صوبې يو هم د تنظيم عهديدار او د خدائي خدمتګار افسر پاتې نۀ شو؛ ټول بندي شول. اوولس سوه پنځوس مشران د مچهـ د بلوچستان کوئټې، حيدراباد )سندهـ(، بهاولپور، ملتان، جهلم، ګوجرانواله، هري پور،ډېرو ، پيښور پۀ جېلونو کښې وګرځولے شول.
د سوونو ملګرو منقوله غېر منقوله جائېدادونه ضبط شول. شل شل دورې سزا شول . پنځویشت کاله پورې قېد حکم پرې وشو. شلګونه مات ګوډ، ړانډۀ کاڼۀ او خراب تراب د جېل نه راووتل. اوولس جنازې د جېلونو نه کورونو ته راغلې )بايد چې څوک دا تحرير ولولي، هغوي ما ته د خپلو کلو د قېديانو او شهيدانو نومونه د تاريخ ليکلو د پاره را ولېږي(.
پۀ دې لړکښې ډېرې تاريخي مثالي واقعي داسې دي چې زمونږ د پارټۍ د ملګرو قرباني او د پښتنو د غېرت او فخر ياد ګارونه دي. د هغې ذکر به ضرور کېږي خو دلته زۀ صرف د ننني مضمون پۀ تعلق يوه واقعه ذکر کوم چې پۀ کښې د پارټۍ کارکنان د غېرت نه سرۀ شول او پۀ تحصيلونو پۀ جوپو جوپو او جلوسونو ورختل شروع شول او تحريک د کنټرول نه بهر کېدو، نور حکومت سره غم شو او د کارکنانو وېرولو او جدوجهد مخه نيولو د پاره ئې د ظلم بربريت او جبر يوه لوبه جوړه کړه.
د پېښور پۀ جېل کښې چې يو مازيګر جېل بند شو او قېديانو پسې د اوسپنو دروازې وتړلې شوې نو پۀ کوزه حوالات کښې زمونږ د سياسي قېديانو بارکونوته مخامخ ټکټکے ودرولے شو. زمونږ د بارک دروازه پرانستې شوه؛ اشرف الدين او صاحب حق د کړوۍ ئې بهر وويستل؛ وار پۀ وار ئې بربنډ پۀ ټکټکي پورې وتړل، پۀ بېنتونو وهل ئې شروع کړل. مونږ ورته کتل چې د جېل ملازم به لرې نه پۀ منډه راخلاص شو، بېنت به ئې تاوهلو؛ چې ټکټکي ته به رانزدې شو نو پۀ دواړه لاسه به ئې بېنت زمونږ د ملګرو شا ته راخلاص کړو. بيا به ئې راکښلو. د راښکلو سره به د هغۀ د بدن نه د وينو دارې وختې او د خولې نه دا نعرې ‘فخر افغان زنده باد!’ ‘ون يونټ برباد!’
د داسې وهلو او پۀ وينو لمبولو نه پس ئې دا دواړه پۀ بې هوشۍ کښې د جېل نه بهر وويستل او بازار کښې ئې وغورځول چې نور کارکنان ترې سبق واخلي او جېل ته راتلل ختم شي او و’ن يونټ مرده باد’ تحريک سوړ شي. ولې چې دغه شپه تېره شوه نوسبا څۀ ګورو چې يويشت کسان د پېښور کارکنان پۀ يو وار ‘يو يونټ مرده باد’ چغې وهي، راننوتل. يعني حکومت وېرول، دوي وپارېدل. د سن تیس د خدائي خدمتګارو سندره ده:
مونږ نۀ وېرېږو ستا لۀ داره
سرکاره!
څۀ له مو وېرے
او زما چغه ده:
يه خلقه! مونږ روغ نۀ يو، ليوني يو؛ پۀ هرڅۀ پوهېږو خو نۀ پوهېږو ــ ځکه چې ستاسو مينې او د وطن محبت ليوني کړي يو.
دا نن چې صوبه ده، ګورنر دے، اسمبلي ده، وزيراعليٰ دے، وزيران دي، ممبران دي، بجټ دے، عدالت عاليه ده او پېښور د صوبې دارالخلافه ده؛ افسران واکمن دي، بابوګان پۀ کور کلي دي او صنعت ملازمت او کاروبار دے ـــ دا هرڅۀ ون يونټ او د مغربي پاکستان صوبې پۀ خېټه کښې اچولي وو. دا د هغه لویې خېټې نه دغه تحريک د دې قربانیو او دې مړنو راويستي دي خو،
زما به هله ارمان درشي
چې مې پۀ قبر شين کبل شمال وهينه