جهدِ مسلسل د خدائي خدمتګارۍ نه تر عوامي نېشنل پارټۍ )علمي جائزه( – ډاکټر خورشید عالم

 

د ‘پښتون’ جون 2011 ګڼه کښې د مخ 22 نه مخ 27 پورې دا لیکنه د کال 2018 د عاموانتخاباتو د نتائجو نتیجه کښې مونږ یو ځل بیا خپلو لوستونکو ته وړاندې کول ضروري وګڼل. د ملک د ډېرو زورورو ادارو چې د ریاست ستنې بللې کېږي، لۀ خوا پۀ سائنسي بنیادونو شوې ټګۍ ټورۍ نه ثابتېږي چې عوامي نېشنل پارټي د استعماري مفاداتو پۀ وړاندې یواځینے دېوال دے. دې لړ کښې نور ګوندونه هم خپلې ګیلې لري او مبني بر حقیقت هم دي، خو دا د هغوي سره پۀ وړومبي ځل د ‘باجوه ډاکټرین’ رښتیا کولو د پاره د جوډیشل مارشل لاء تر سیوري وشول. عوامي نېشنل پارټي دې ملک کښې مسلسل د ریاستي قزاقۍ او درغلۍ سره مخ ګوند دے. پنجابي استعمار ته دا اندازه شته چې حالاتو د پاکستان اړیمار ریاست د نړیوال فشار سره مخ کړو، د افغانستان پۀ خاوره د بهېدونکې وینې بهیر کښې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ نه د امدن لارې چارې مرستیالو هېوادونو ته څرګندې شوې دي ـــــ دې حالاتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ متبادل لټول، څربول او مېدان ته راویستل د استعمار اهداف دي.

د مشر ډاکټر خورشید عالم دا لیکنه د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ته یو انتساب دے. پېغلې او زلمي باید دا ولولي، روان حالات وڅېړي او د ګوند د مشرتابه لۀ خوا غوره شوې لار باندې تګ د پاره ځانونه هر وخت چمتو ولري. مونږ دې دا خبره کله هم د پام نه ونۀ باسو چې د سُور بېرغ پۀ ضد دلته راتلونکو هائبرډ سیاستونو باندې کۀ د هر ازم لېبل ولګولے شي خو موخه ئې د عوامي نېشنل پارټۍ مخنیوے وي. ‘باچاخاني’ مفکوره د دې ګوند روح دے او د پېرنګي نه تر نن ورځې مختلفو ازمېښتونو، د جائیدادونو لېلامیو، جېلونو او خودکش دهماکو چې دا ګوند ختم نۀ کړے شو نو دا ځکه چې د دې ګوند جرړې پۀ دې خاوره کښې دي. د ملي مشر اسفندیار ولي خان خبره، ‘دوي به پارلېمان د پاره زمونږ مېنډېټ وتروړي خو د سیاست مېدان مونږ همېشه ګټلے دے.’

پۀ دې زړۀ ستړي تاريخي سفر چې پۀ يوه سل کليزه محيط دے؛ منورينو، مفکرينو، محققينو او ليکوالو ډېر ضخيم کتابونه ليکلي دي. د دې مبارزې ستر مبارز باچا خان يواځينے تاريخ جوړوونکے شخصيت دے پۀ چا چې د مرګ نه وروستو دومره کار شوے دے او نن هم د هغۀ پۀ فلسفه تحقيق روان دے ـــ خصوصاً پۀ جرمني، اټلي او د امريکې پۀ کېليفورنيا پوهنتون کښې ډېر څۀ وليکلے شو. هندوستان او افغانستان خو به ارومرو کوي چې دا د هغوي اخلاقي فريضه ده. د هندوستان پۀ ازادۍ کښې خو د هغۀ وينه او خوله شامله ده خو د بده مرغه د کومې ازادۍ چې هغۀ خوب ليدو، د هغۀ پۀ خپل قسمت کښې نۀ وه او نۀ ئې د قام پۀ تقدير کښې وه. د دې بدمرغۍ ذمه وار د برطانوي سامراج او د هند کانګرس پارټي وه. ځکه خو د هند پۀ ازادۍ او د پاکستان پۀ جوړېدو باچا خان متأسفانه ووئيل، پۀ څوارلسم اګست جناح صاحب ته او پۀ پینځلسم اګست 1947ز کښې نهرو او پټېل ته ازادي ملاو شوه او مونږ ئې د شرمخانو خوراک کړو.(Thrown to the Wolves)

د ‘نهرو او اېډوينا’ (Nehru and Edwina) نومې کتاب کښې خو داسې معلومېږي چې د لارډ ماونټ بېټن د راتګ سره سمدستي د پښتون قام د ازادۍ نه د محرومولو فېصله شوې وه. کانګرس کښې دوه کسان د دې نه بې خبره ساتلي شوي وو او هغه باچاخان او ګاندهي جي وو.

پۀ سل کليزې قامي مبارزې زما غوندې معمولي کارکن له کۀ ناممکنه نۀ ده چې څۀ وليکي نو د يو شواخون کار ضرور دے، لکه پۀ اردو کښې وائي:

کجا عاشق کجا کالج کى بکواس

هرن پر لائى جاتى هے کهين ګهاس (؟)

زما مخاطب نوے کهول دے؛ خصوصاً پښتون سټوډنټس فیډرېشن او دا مې نوره وېره زياتوي ـــ مونږ د نن ډوبېدونکي نمرونه يو او نوے کهول د سبا ستوري دي.

کوشش مې دا دے چې کۀ هغه څۀ د هدف نخښه (د ماضي او حال) (پرون او نن) پۀ ائينه کښې ور وړاندې نۀ شي او دا ورته پۀ ګوته نۀ شي لکه چې د ملګري او محترم افراسياب خټک خبره چې مونږ د وخت پۀ موټر کښې ناست يو چې پۀ ائينو کښې راته پۀ شا پاتې څېزونه ښکاري خو کسي مو مخکښې د هدف او منزل پۀ لور پۀ مزل ښخ کړي دي چې چرته رانه لار او مزل خطا نۀ شي او د سبا سترګه رانه مړه نۀ شي او نۀ ړنده، نو د نوي کهول سره به زياتے وشي.

دا غېر ضروري او فروعي بحث دے چې باچاخان پښتانۀ غټ کړل او کۀ پښتنو باچاخان غټ کړو. دا داسې بحث دے لکه چې هګۍ مخکښې پېدا شوې ده او کۀ چرګه. داسې بحثونه زمونږ پۀ قام کښې تل وي. زمونږ پۀ صفونو کښې سياسي دلالان راپورته کېږي چې د منزل پۀ لوري د تګ نه مو خيال بل خوا واړوي. زۀ خپل نوي کهول ته دا واضحه کوم چې مونږ ته تاريخي او قامي نقصانونه کۀ دښمن رارسولي دي نو د هغې ذمه وار دا د کور بهېديان وو او کۀ پۀ مستقبل کښې رارسوي نو هم دا د سياسي حادثو پېداوار به ئې رارسوي. باچاخان او پښتون لازم او ملزوم دي. مونږ د هغۀ د فلسفې پېداوار يو او د هغۀ فلسفه د اسلام او د معروضي او تاريخي حالاتو نچوړ دے.

اوس راځم دې سليزې مبارزې ته ـــ ضروري ګڼم چې د سر نه دا واضحه کړم چې دا يو تسلسل دے، يو زنځير دے. کېدے شي چې څۀ کړۍ پکښې زنګ شوې وي خو دا به يا زمونږ پۀ حېث د قام نا اهلي وه يا د معروض او حالاتو جبر ـــ کمزورۍ لرو، پۀ عمل کښې به رانه غلطيانې شوې وي خو پۀ نیت کښې مو فتور نشته.

زۀ به د سلو کالو مبارزه پۀ څلورو غټو دورونو تقسيم کړم چې زلمي او پېغلې پرې پوهه شي.

اولنے د اصلاح الافاغنه نه وړاندې دور.

باچاخان يو پېدائشي مصلح ؤ، خدمت ئې عبادت ګڼلو. دا هغه دور ؤ چې هغۀ د خپل ذات، خپل تاريخ او د خپل قام جاج اخستو. هغه د خپل ذات او فکر، تاريخ او خاورې سره همکلام ؤ. هغۀ ځان سنجولو، د قام پۀ نبض ئې ګوته وه. د هغۀ خپلې شعوري ودې ته پام ؤ. هغۀ بل ته ګوته نۀ نيوله خو د ځان تزکيه او تجزيه ئې کوله چې څۀ ته Self- Analysis او Self- Cleansing وائي.

دوېم د اصلاح افاغنه دور.

دې ته مونږ علمي دور هم وئيلے شو. د خپل ذات د همکلامۍ نه چې وزګار شو نو خپل اولس ته متوجه شو چې شعوري پوهه ورته ورکړي. د معروضي کړکېچونو نه ئې خبر کړي. پۀ اسلام کښې چې مليان کوم بدعتونه کوي يا با اثره نوابان او خانان چې د خپلو انګرېزانو اقاګانو د پاره پۀ پښتو کښې کوم بدعتونه کوي، د دغه بدعتونو خلاف جهاد وکړي. د غلامۍ او د جهالت پۀ تيرو کښې ډیوه بله کړي. هر پښتون او پۀ خصوصاً د هغۀ ملګري ځان د تاريخ اور اورکي کړي او لکه چې مونږ ټولو ته پته ده، د اور اورکي رڼا د خپلې وينې نه وي. هغه وينه مينه د معروض سره وتړي. د هغۀ عقيده وه چې کۀ معروضي حالات نظر انداز شي نو د معاشرې علاج نۀ شي کېدے. هغۀ خپل قام د هر معاشرتي او مذهبي بدعتونو نه خلاصول غوښتل. هغۀ قام له دومره شعور ورکول غوښتل چې د بدعتونو، خرابو رسمونو، د جهالت او غلامۍ پۀ بدو اغيزو ځانونه پوهه کړي او پۀ دغه پوهه کښې ئې د اخلاقي، سياسي او معاشرتي مرضونو علاج لېدلو. پېرنګي زمونږ پۀ خاوره کښې د نورو نه زياته دلچسپي ځکه لرله چې دا د هغوي د سلطنت شمالي مغربي سرحد ؤ.

سائل رښتيا وئيلي دي چې هغۀ دا اودۀ پښتون چې د ازادۍ خوب ئې ليدلو، راويښول غوښتل چې د ازادۍ پۀ مفهوم ئې پوهه کړي. پۀ دې مفهوم پوهولو کښې هغۀ د قام اتفاق او د عقيدې د پاره يو جهدِ مسلسل ليدو چې ورته Faith is a Battle وائي. دې معاشرتي اصلاح کښې هغۀ د پېرنګي د عدالتونو او تاڼو ړنګول ليدل، اصلاحي کمېټۍ هم د دې مفکورې پېداوار ؤ. د هغوي عمل هم دغه عدالتونه ړنګ کړل. پېرنګے اوتر شو چې چرته دا د متوازي حکومت ابتداء خو نۀ ده!! د استبداد زور او د ظلم پنجې ئې نورې هم سختې کړې. خانانو، نوابانو او مليانو باندې ئې خپل نعمتونه نور زيات کړل چې د دې اصلاحي او شعوري جهاد لاره ونيسي خو دې ‘متحرک فلسفې’ يو اړخ د برطانوي هند کښې د سترو علماو سره خپله رابطه مضبوطه کړه او بل طرف ته داسې جمعه نۀ وه چې هغۀ د خطبې نه وړاندې خپلو وروڼو ته پۀ سوچه اسلام او پۀ عزيز ولۍ خبرې نۀ وي کړې.

درېم دور د خدائي خدمتګارۍ.

لکه چې مې عرض کړے دے چې باچاخان پوهه او تنظيم لازم ملزوم ګڼل. يو د بل نه بغېر يو داسې ‘لعل’ دے چې پۀ ايرو کښې پروت دے. کۀ هر څومره قيمتي دے خو د اولس پۀ کار نۀ شي راتلے. پوهه ئې بغېر د تنظيم نه د سخا اوبو ډنډ ګڼلو او تنظيم ئې بغېر د پوهې د وارخطا ګډو رمه ګڼله. د ميروېس نيکۀ نه را واخله باچا خان اولنے فرد ؤ چې د هر څۀ نه ورته مقدس کار پوهه او تنظيم ښکارېدل. پښتنو کۀ پۀ درې سوه کاله واکمنۍ کښې پۀ هندوستان څۀ خاص اثر نۀ دے پرېښودے، د باچاخان پۀ خيال دا د علم او تنظيم د نیشتوالي د وجې وو. دې دور ته مونږ ‘تنظيمي دور’ وئيلے شو چې يو داسې مرکز ئې لرلو، کۀ يو اړخ ته د علم پوهنتون ؤ نو بل اړخ ته تنظيمي اکېډمي وه. يو داسې ورکشاپ ؤ چې د تنظيم هره کړۍ، هره پُرزه پکښې جوړېده.

خدائي خدمتګاري يواځې يوه سياسي فلسفه نۀ وه، هغه د معاشرې د ژوند لار وه. د خوراک پوشاک نه واخله تر غټې نه غټې خبرې او عمل اصول پکښې وضع وو. د ژوند هر اړخ ئې پۀ نظر ؤ، خواه کۀ هغه انفرادي ؤ او کۀ اجتماعي؛ خوا کۀ هغه علمي اړخ ؤ او کۀ تنظيمي ـــ دا يوه داسې فلسفه وه چې د دې د بټۍ نه به چې څوک راوتي وو نو سندانونه وو، د پلکونو ګوزار پرې هم اثر نۀ کوۀ. پېرنګے کۀ اول اوتر ؤ نو اوس لېونے شو. د باچاخان د مفکورې دا کمال ؤ چې دوست دښمن دواړو له ئې ګټه ورکوله. څوک چې د هغۀ ملګري وو نو پۀ سرونو ئې د قامي افتخار غټې شملې وې او چې څوک ئې مخالف وو نو جېبونه ئې ډک وو او د پېرنګي د خدمت او د خدائي خدمتګارو د مخالفت پۀ عوض کښې ورته نوابۍ او سردارۍ ورکړې شوې وې.

خدائي خدمتګاري يوه داسې اونه وه چې دوست او دښمن ئې دواړه پۀ سیوري ناست وو. هر يو ترې د خپلې خوښې مېوه خوړه. د دې اونې د ماليارانو پۀ لاسونو کښې هتکړۍ، پۀ پښو کښې بېړۍ وې او پۀ زندانونو کښې ئې مېچنې کولې ـــ د پښتو ټپه ده:

نېستي پېغور نۀ دے جانانه!

زۀ پۀ چربانګ مېچنه ستا د پاره کړمه

ګو کۀ پۀ دې دور کښې دښمن ښکاره ؤ، دا يوه اساني وه خو بل اړخ ته د غلامۍ او جهالت تورې تيرې رڼا کول څۀ لوبه نۀ وه؛ دېوال له سر راچول وو. خدائي خدمتګارو اولس پۀ دې ساده خبره خو ډېره مهمه خبره پوهول چې کاڼي سره سر جنګول څۀ عقل نۀ دے خو د کاڼي نه سر بچ کول پوهه غواړي. زما پۀ خيال دا د عدم تشدد پۀ ساده الفاظو کښې مفهوم ؤ.

د باچا خان پۀ رهنمايۍ کښې هغوي پۀ دې کښې تر ډېره کامياب شو. د هغه کاميابۍ اندازه د دې نه لګي چې کۀ تش نومونه د نورو پارټیو وو خو نۀ ئې عمل او نۀ ئې تنظيم ؤ. تر دې حده چې جناح صاحب ته پۀ ټول سابقه صوبه سرحد کښې پۀ زندان کښې بند غني بابا ته د ودرولو اميدوار نۀ ملاوېدو ځکه هغۀ وفرمائيل، ‘د پښتنو زۀ خوښ يم خو مسلم ليګ ئې بدي شي’ (Jinnah of Pakistan).

قام در اصل پۀ دوو برخو کښې تقسيم ؤ ـــ اکثريت خدائي خدمتګار او اقليت د پېرنګي بړيڅي وو چې به ورته عوام الناس ‘ټوډيان’ وئيل. پۀ ليګي مشرانو کښې يو کس جېل ته تلے دے هغه سردار عبدالرب نشتر مرحوم ؤ خو پۀ هغه ورځو کښې هغه مسلم ليګ کښې نۀ ؤ، پۀ ‘احرار’ کښې ؤ.

خدائي خدمتګارۍ هغه رنګ راوړو چې پېرنګے ئې پۀ چل نۀ پوهېدو. تاڼې کچرۍ ړنګې شوې، اصلاحي کمېټیو يقيناً يو غټ کردار ادا کړو، غريبانان ئې د کلي د چوکيدارۍ نه خلاص کړل، کسب ګرو غټو نوابانو، خانانو او صاحبزادګانو له ماتې ورکړه؛ د کوڅو، چينو، جوماتونو جوړول او صفا ساتل هم د دوي کار ؤ. ‘پښتون زلمي’ د حفاظت او د عوامو د تحفظ کار پۀ لاس کښې واخستو. باچاخان هر يو کس مدعي کړو، خالصاً مقتدي نۀ ؤ. ولي خان بابا چې د اسفنديار خان د مور پۀ وفات پۀ پېرول د جېل نه راغے، کور ئې تالا شوے ؤ. د يو خدائي خدمتګار چې ورسره پۀ زندان کښې ؤ، ډېر غريب ؤ نو خپلې ترور چې خواښې ئې هم وه، هغې ته ئې د هغۀ د ښځې د مدد د پاره ووې. هغه چې خبر شوه پۀ غصه کښې راغله، ولي خان بابا ته ئې ووئيل، ستا خو خپل کور تالان شوے دے، بچي دې د نيا سره اوسي، تۀ به ما لۀ څۀ راکړې؟ ولې پښتونولي يواځې ستا ده؟ کۀ د ټول قام!!! زۀ پۀ خپلو مټو خپل خاوند پۀ زندان کښې او بچي پۀ کور کښې ساتلے شم.

ما هغه ښځه هم ليدلې ده د چا خاوند او زوے دواړه چې پۀ بابړه کښې شهيدان شوي وو. هغو به د جلوس مخکښې بېرغ وړو. قام پرستو چې بهټو صاحب ته 15 اپرېل 1973ز کښې د طاقت مظاهره کوله نو دغه مور ابۍ د هغه بېرغ سره د چارسدې نه د جلوس سره راغلې وه. ما ته ئې بېرغ وښودلو. د خپل خاوند او د زوي وينه ئې پرې اوچه او توره شوې وه. د بدبختۍ نه ورته ما ووې، ‘ابۍ! تا ډوډۍ خوړلې ده او کۀ نۀ؟ کۀ د واپسۍ انتظام دې نۀ وي نو چې زۀ درله غور وکړم. هغې پۀ اوچو شونډو ژبه راکښله، راته ئې ووئيل، ډېر غټ پښتون راغلے یې! ولې زۀ پۀ تا د خپل خاوند او شهيد زوي وينه خرڅه کړم؟ زما پښې ماتې دي؟ د هغې پوره قيصه پۀ ‘نشان’ کتاب کښې رقم ده.

څلورم دور د 14 اګست 1947ء نه شروع شو.

کله چې مونږ د باچاخان پۀ الفاظو کښې شرمخانو ته واچولے شو، هند ازاد شو او پاکستان جوړ کړے شو. دا شپېتۀ کاله مونږ د انګرېزي بړيڅو د چابک لاندې پۀ ځغل وو. خدائي خدمتګار تحريک بند شو. سکولونه او رسالې بندې کړې شوې. سر درياب بحق سرکار ضبط کړے شو. د 1947ز نه تر د ايوب خان راونډ ټېبل کانفرنس پورې زمونږ ليډرشپ پۀ زندانونو او جلاوطنۍ کښې وساتلے شو. جېلونه خدائي خدمتګارو باندې جوړ کړے شول او اباد کړے شول. جنازې راووتې. بهټو صاحب هغه بمبار کړے شوے مرکز چې د صوبې د حکومت پۀ نوم ضبط ؤ، د مرکزي حکومت پۀ نوم واړولو. کۀ چرته د صوبې حکومت د قام پرستو پۀ لاس لاړ شي، هسې نۀ چې بيا ئې اباد کړي.

د پاکستان پۀ اولنو شلو کالو کښې باچاخان صرف دوه کاله د زندان او جلا وطنۍ نه بغېر پۀ کور وېستلي دي. د هغۀ ملګري چې ما ليدلي دي، زۀ د باچاخان لوړتيا او تربيت ته سلامي کېږم. د اجمل خټک کتاب ‘دا زۀ پاګل وم’ د هر خدائي خدمتګار قیصه ده.

رېفرنډم د هند پۀ تقسيم وشو خو د ليګيانو )د پېرنګي بړېڅو( نزله پۀ صوبائي حکومت وغورځېده. تور دا ؤ چې باچا خان د پاکستان جنډې ته د سلامۍ نه انکار وکړو. د پاکستان حکومتي بېرغ لا جوړ نۀ ؤ، د ټېکنالوژۍ بلا واخلم چې اوس هغه بلېک اېنډ وائټ رنګين شول او پۀ 14 اګست ئې د پاکستان پۀ ټي وي ښائي نو د باچاخان رښتيا او د پاکستان د واکمنو دروغ څرګندوي.

تر د ايوب خان د زوال پورې زمونږ ليکوالو شاعرانو صرف دا فلسفه پۀ ادبي جرګو کښې محفوظه وساتله. تنظيم، اصلاحي کارونه، تربيت دا هر څۀ پۀ چل ول ساتلے کېدۀ. پۀ دې تاريخي جبر کښې مسئله د بقاء وه. نور کارونه کول کۀ ناممکن نۀ وو خو ممکن هم نۀ وو. بغېر د تنظيم، اخبار، تربيت او مرکزيت نه دا هر څۀ پۀ هغه معيار چرته کېدے شول؟

د دې نه انکار به تاريخي جرم وي چې د ظلمت پۀ دې تورتم کښې به هغه معيار نۀ وي ساتلے شوے خو دا وئیل چې ANP د هغې تسلسل نۀ دے، د تاريخ قتلول دي. اصلاح الافاغنه، خدائي خدمتګاري، پيپلز پارټي اٰف پاکستان، نېشنل عوامي پارټي، نېشنل ډېموکرېټک پارټي، عوامي نېشنل پارټي ــــ دا ټولې د يو زنځير کړۍ دي. کۀ څوک ئې نۀ مني، تاريخ مسخ کوي.

د پاکستان د جوړېدو نه پس دا دومره نومونه د معروضي ناسازګارۍ او د رياستي جبر غمازي کوي او مُهر پرې لګوي. مونږ د تاريخي جبر د چابک لاندې پۀ ځغل وو. پۀ دغه منډه يا دؤ کښې مونږ هر څۀ قربانولو ته تيار وو، ځکه چې دا هر څۀ بيا کېدے شول، از سر نو تشکيل کېدے شو خو د باچاخان فلسفه بچ کول د وخت اهم ترين اولنے او اخیرنے ضرورت ؤ.

ايا مونږ د پښتون د يو وحدت نه انکاري شوي يو؟ د باچاخان د مدفن نه د دې بل څۀ غټ ثبوت کېدے شي؟ مونږ د تشخص نه پۀ شا شوي يو؟ د کمزوري مېنډېټ باوجود زمونږ سياسي قيادت د نورو پۀ سياست کښې خپله سياسي ګټه ونۀ کړه؟ بيا هم د قام پۀ صفونو کښې بعضې جعفران د قيادت د خلاء خبرې کوي!!! مونږ دښمن چرته نۀ يو وهلي، مونږ د کور د دې جعفري بهيدیانو د لاسه خراب شوي يو. د ټولو نه غټه ګټه سياسي قيادت زما پۀ خيال دا کړې ده چې د تعليمي نصاب واک ئې اخستے دے. اوس دا طمع کېدې شي چې د تاريخي احياء، د معروضي تعليم )باهنره تعليم( او اصل تاريخ چې د قامي وحدت لار صفا کړي، راژوندے کړي.

سياسي قيادت پۀ نقابونو کښې نۀ دے، ظاهر او څرګند دے؛ ولې دا سياسي ګټې ئې تصديق نۀ کوي؟ خو زمونږ د يو ملګري زاهد بونېري خبره چې پۀ تاريخ کښې داسې مثال چرته شته؟ څوک ئې ښودلے شي چې سر لښکر پۀ فرنټ لائن د يو سپاهي پۀ جوړ جنګېږي؟ کوم چې ښکاره دي، دا خو هغه خلق دي د چا چې شېطاني درنده خويه ‘سیوري’ تحفظ کوي. پۀ مونږ خو يوه نېزه نمر نور هم راښکته دے چې د سر لښکر کشرۍ خور د رنځورانو علاج او د ډاکټرانو سبق او تربيت ته نۀ پرېږدي. پۀ پروفېسره ګلالۍ چې حمله وشوه، پۀ ګولۍ ولګېده نو ما پرې وليکل چې زۀ پرې خفه نۀ يم، ګلالۍ خو څۀ د ليګي او فرقه پرست لُور نۀ وه چې ئې ‘سیورو’ حفاظت کړے وے، هغې به د خپل نيکۀ فلسفې او د پلار سياست له قرباني ورکوله. ځواني مرګ ميا راشد د يو ميا افتخار دنيا ورانه نۀ کړه بلکې يو خاندان ئې مېرات کړو خو ميا افتخار پۀ ميراتېدو کښې د قام د حياتېدو زېرے دے، کاش مونږ دغه مقام حاصل کړے شوے.

فکري او د قيادت خلاء هغه تحريکونو کښې راځي چې خپله خاوره خپل تاريخ نۀ لري او د حيات د پاره ئې د کرايې سیوري پکار وي. قامي فلسفه او د باچاخان فکر مرګ نۀ لري. نۀ د قيادت خلاء ده، نۀ د سوچ انداز بدل دے. ستراتیژي بدلېدې شي، عقيده ايمان مو پوخ دے. پښتو کښې متل دے ‘سل دې ومره يو دې مۀ مره’ــــ پۀ دې ‘شوشو’ خلائي ليډران خپل سياسي ژوند له لږ طول ورکول غواړي، خېر دے وادې خلي. خداے دې ورته هدايت وکړي!!!

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …