دوه نکتې، دوه لیکنې – مبارک حېدر – ژباړن: سمسور منګل

 

وزیر اعظم وائي،

‘د ډېم جوړولو د پاره هر کس زر زر ډالر راولېږئ.’

پۀ دې زما ناقصه غوندې رایې څۀ پۀ دې ډول ده ـــ

وزیراعظم پۀ طمع دے چې د اربونو ډالرو باران به وشي او کۀ چرې داسې وشي نو د دې نه ښه بله کومه کېدې شي. زما خواهش دے چې هغه دې پۀ خپلو نېکو مقاصدو کښې بریالے وي خو څو کاله وړاندې نواز شریف هم وئېلي وو

”قرض اتارو ملک سنوارو!“

)پور غوڅ کړئ، هېواد جوړ کړئ(

د نوازشریف د دې مقصد د پاره پۀ اربونو ډالر راولېږلے شو خو چا ته دا پته ونۀ لګېده چې پۀ حقیقت کښې څومره پېسې راولېږلې شوې. د هېڅ چا تر غوږ نۀ شوه چې پۀ هغې څومره ملکي قرضه خلاصه شوه یا هغه پېسې چرته لاړې؟  بقول د ځینو خلقو، هغه د پاکستان ‘ځانګړې ایماندارې ادارې’ ته د مضبوطولو د پاره وکارولې شوې.

د دې نه وړاندې ذوالفقار علي بهټو عربو ته د غریبو پاکستانیانو د مرستې د پاره د څادر غوړولو وئیلي وو او بې شمېره دولت پۀ دې “بلېک هول” )دفاع( کښې لاړو کوم چې د ټولو نمرونو د خوړلو باوجود هم د رڼا یو بڅرکے بهر پرېښودو ته نۀ پرېږدي.

ذو الفقارعلي بهټو د انډیا او د اسرائیل پۀ ضد د اېټمي وسلو جوړولو او د هوائي پوځ مضبوطولو ته ترجیح ورکړه. هم هغه “اېمانداره اداره” پۀ کومې چې دۀ شېدې وڅښکلې، هم هغه ادارې ددۀ وینه وڅښکله.

دوي ته د چندې غوښتلو ضرورت ولې پېښېږي؟

د دې وجه دا ده چې د دوي د ژور پوځي جنګي چال مکروه خواهش او بې ځايه سخت درېځۍ دوي پۀ عالمۍ کچ تنها کړي دي. جرمني او چاپان چې پۀ عسکري او معاشي توګه ډېر لوي طاقتونه وو، د ځان نه پورته خواهشاتو پوره کولو کښې ناکام شول. پۀ تېر اخر دوي د معاشیاتو د قوانینو پۀ وړاندې د خپلو وسلو پۀ غورځولو مجبوره شول.

خو ځه! کۀ څوک جرمني او جاپان نه عبرت نۀ اخلي نو مونږ سره د زدکړې د پاره د ملائشیا مهاتیر محمد هم شته. کۀ چرې تۀ ډېم جوړول غواړې نو خپل دا دومره ډېر پوځ د بې معنې قسم ته پرېډ نه لرې ډېم جوړولو، سړکونو جوړولو یا د سونې راوېستلو د پاره ولې نۀ لېږې؟ یا دا فورسز اوسپنې ویلې کېدو د پاره یا د نورو کارخانو جوړولو د پاره پرائیوېټ سېکټر ته ولې نۀ لېږل کېږي؟ کۀ د دې د پاره تۀ مرسته وغواړې نو نړۍ به ډېره ښه مشینري درکړي. یو هېواد چې د خپلو خلقو د پاره پوره غنم نۀ شي پېدا کولے یا چا سره چې د خپل عوام د پاره پوره سکولونه او هسپتالونه نشته، داسې هېواد ته د ژور جنګي چال پېدا کولو پۀ ځاے د هېواد د زرعي او صنعتي بنیادونو د مضبوطولو پۀ لړ کښې سوچ پکار دے؛ هغۀ ته د اېټمي وسلې او جهازونو پۀ ځاے د کروندې او ابادۍ د پاره د مشینونو او صنعتي یونټونو جوړول پکار دي.

یوه بله موقع هم زمونږ مخې ته ده. دا وخت امریکه خپل صنعتي یونټ چین نه لرې کوي، چرته بل بدل ځاے ته ئې وړل غواړي او هغه مناسب هېوادونه ګوري. انډیا او هم داسې نور هېوادونه به دې نه هم داسې ګټه پورته کوي لکه څنګه چې ترې چین پورته کړه. کله چې امریکې جاپان نه خپل انوېسټمنټ وویستو نو پاکستان پۀ هغې کښې ولې پاتې راغلو؟ خو ایا کاروبار ستا ترجیح دے؟

مونږ کتلي دي چې جرنېلان عمران خان ته څنګه سلوټ کوي، داسې د دې نه مخکښې هېڅ کله نۀ دي شوي. هغه کۀ چرې نیم پۀ نیمه اکثریت سره وزیراعظم ولې نۀ وي خوښ کړے شوے. ایا دا سلوټ پاکستاني عوام ته شوے دے؟ کۀ چرې حقیقت کښې داسې وي نو وزیراعظم ته پکار دي چې دوي ته دې د هېواد د پاره د ډېمونو او نور انفراسټرکچر جوړولو د پاره ووائي. د دې پۀ ځواب کښې کۀ څوک ووائي چې پوځ سره د داسې ډول کارونو مهارت نشته ـــ نو چا د مور پۀ خېټه کښې مهارت حاصل کړے  دے؟ کۀ چرې تاسو نورې نړۍ ته د دې خواست کول نۀ غواړئ نو د همالیه د غرونو نه لوړې او د سمندرونو نه ژورې دوستۍ واله چین ستاسو مرسته کولې شي.

د مذهبي قیادت اضطراب

دا او هم داسې نور څو سوالونه پۀ دې ټولنه خوارۀ شوي چې پۀ اضطراب او بې قرارۍ کښې بیخي د اهمیت وړ دي. دین سره عقیدت زمونږ د ټولنې او د وسله وال پوځ پۀ نفسیات کښې لکه د عطر خور دے چې پرې د نیوکې یا ورسره د اختلافي نظریاتو وړاندې کولو کومه د یادونې وړ واقعه زمونږ پۀ قومي سطح نۀ ده څرګنده شوې او کۀ چرته شوې وي نو سختۍ او تشدد سره مخ شوې. تر دې پورې چې کۀ چرته پۀ بل هېواد کښې هم د اسلام پۀ اړه کومه مخالفه رویه مخ ته راغلې نو مونږ ئې پۀ سختۍ سره غندنه کړې ده.

د ژوند ژواک هره موضوع پۀ اسلامي خبرو راټولېږي؛ عالم نه واخله تر نالوستي پورې، باچا نه واخله چوکیدار پورې، غل نه واخله سوالګري پورې؛ چې چا سره هم وغږېدې، پۀ اسلام به ئې کلک ایمان وي. د دې باوجود د هېواد پرېمانه ګڼ مذهبي قیادت د دین دعوت او دیني لارې د پاره مضطرب دے او دې اضطراب کښې ورځ پۀ ورځ اضافه کېږي. سوال دا پېدا کېږي چې کله پۀ ټولنه کښې اسلام سره د اختلاف نۀ کوم جواز شته نۀ اجازه، نو بیا پۀ مذهبي قیادت کښې د اضطراب څۀ وجه ده؟

کېدے شي یو ساده غوندې ځواب دا وي چې ولې چې ټولنه پۀ اسلامي اقدارو پۀ عملي توګه نۀ ده روانه او د دیني قیادت مقصد د دې ټولنې اصلاح ده، ځکه دوي فکرمند او مضطرب دي. کۀ چرې داسې وي نو یقیناً دا د قدر وړ بې قراري ده ـــ خو د اصلاح مفهوم څۀ دے؟ ایا اصلاح نه مراد د ټولنې د ستونزو اصلاح ده؟ د خلقو د تکلیفونو ازاله ده؟ د ټولنې د وګړو او د طبقاتو تر منځ انصاف راوړل دي کۀ بل څۀ؟ کۀ چرې د تکلیفونو ازاله یا د انصاف راوړل مقصد وي نو یقیناً دا لوے اصلي مقصد دے ـــ خو د دې فېصلې کولو د پاره پۀ رښتیا هم داسې دي کۀ نه؟ مونږ ته د دې ټولنې پۀ ستونزو نظر اچول دي، کومې چې پوهې نه پورته دي او د کومو چې اصلاح پکار ده. بې شمېره ستونزې دي کومو کښې چې پۀ عوامي او انفرادي سطح غربت، ګراني، زور، بې انصافي، بد دیانتي، دهوکه، قانون نه کرکه، جهل، بد نظمي او د بد چلنۍ پۀ شان بې شمېره ستونزې دي. پۀ قامي او اجتماعي سطح ستونزو کښې د ادارو زوال، اٰمریت، رشوت، د قامي مفادو بربادي، د معیشت بربادي، د خارجي پالیسۍ بائیلل، دفاعي کمزورۍ، د امن او امان خرابېدل، د وفاق زوال او ریاستي بالادستۍ ته ورپیښ خطر د کومو پۀ نتیجه کښې چې بد نظمي او عدم تحفظ پېدا کېږي. دا ټولې او داسې نورې ستونزې قام ته ورپېښې دي.
پۀ هېواد کښې د مذهبي قیادت درې لوي جماعتونه موجود دي: (1 تبلیغي مذهبي قیادت (2 سیاسي مذهبي قیادت

(3 جهادي مذهبي قیادت

تبلیغي مذهبي قیادت د دوي نه پۀ کومې ستونزې باندې زیات تفصیل سره د خیال څرګندونه نۀ کوي. پۀ تبلیغي اجتماعاتو کښې د ستونزو یادونه پۀ یو اجمالي انداز کښې داسې راځي چې د ټولنې حالت ښۀ نۀ دے او دعا کېږي چې خداے دې زمونږ د عوامو تکلیف ورک کړي او مسلمانان دې پۀ نړۍ کښې سرلوړي کړي. پۀ عملي توګه یواځې یوه ستونزه منل کېږي او د هغې د پاره جماعت یا لښکر تشکیل کېږي؛  یعني د دین تبلیغ او د دیني عقیدو اصلاح ـــ د دې کار د پاره پۀ ټول هېواد کښې او پۀ ټوله نړۍ کښې د سفر تکلیفونه برداشت کېږي. د دې جماعتونو مخلص وګړي سرکاري او غېر سرکاري دفترونو نه رخصتي راواخلي ، خپل کار روزګار او د کورنیو ستونزو نه بې پرواه د ټولې نړۍ خلقو د پاره پۀ اسلام کښې دننه کېدو د پاره وځي. ځینو خلقو کومو کښې چې د نورو هېوادونو سفارت خانې شاملې دي، دا پوښتنه بیا بیا کړې ده چې نورو هیوادونو ته تګ نه وړاندې تاسو د خپلو هېوادوالو کردار او اخلاق ولې نۀ سموئ؟  او چې تر څو تاسو هغه نۀ وي سم کړي، ایا ستاسو بهرنو هېوادونو ته تګ جائز دے؟ بیا هم د دې تحریک نقطه نظر دا دے چې د هېواد دننه او بین المللي سطح باندې دا کار پۀ یو وخت پکار دے. بهرحال، د دې تحریک هڅې پۀ شا د پاکستانۍ ټولنې د ستونزو د هوارولو مقصد نۀ وي، بلکې د نظر تر وړاندې یواځې د اسلام تبلیغ دے، کوم چې ټولنه اول نه خپل دین مني.

سیاسي مذهبي قیادتونه پۀ ټولنې کښې د اسلامي حکومت د جوړولو د پاره سرګرم دي. زمونږ دا محترم لارښود د ستونزو یوازې یو حل بیانوي، یعني اسلامي حکومت ـــ یعني د دوي حکومت. دا نۀ ده ښکاره چې د کومې عوامي یا د قامي ستونزې حل ئې خوښ کړے دے، سېوا د دې نه چې یوه اسلامي ټولنه به جوړوي نو هغه به چونکې اسلامي وي نو هغې کښې به ستونزې نۀ وي، پۀ خپله به حل کېږي. د مولانا مودودي پۀ شان ځینو علماو د موجوده معاشي، عوامي او قانوني ستونزو حل څۀ قدرې تفصیل سره وړاندې کړے، لکه عوامي ستونزو نه پۀ طبقاتي بنیادونو پېدا کېدونکې ځینې ستونزې دي لکه د مزدور او مالک تر منځه، د جاګیردار او زمیندار تر منځه، د غټ تاجر او د عوامي صارف تر منځه، د دولت مند او د محکمه انکم ټېکس تر منځه جوړو شوو رشتو نه پېدا کېدونکې ستونزې ـــ د دې حل د مولانا محترم پۀ تحریرونو او وروستو د جماعتِ اسلامي پۀ انتخابي منشور کښې داسې وړاندې شوے دے چې “ولې چې ټولنه به نېکه او اسلامي وي نو د ټولو تر منځ به خپل پۀ خپله انصاف او ښۀ سلوک رائج شي. ټولنه به چونکې نېکه شي نو بدي به نۀ شي پاتې. جماعت نه چې کله دا تپوس کېږي چې دا ټولنه اسلام سره د مینې دعوه ګیره ده،تاسو پۀ دې هېواد کښې د اسلام نه علاوه د بل کوم طرزِ فکر نوم هم نۀ اخلئ، هر حکومت او هره اداره ستاسو د مداخلت او د سختو نیوکو نه عاجزه ده، کوم چې تاسو د اسلام پۀ نوم کوئ؛ تاسو پۀ دې هېواد او پۀ دې قام دومره پورې دعوه ګیر یئ چې قائد اعظم، ذو الفقار علي بهټو، بېنظیر بهټو او د اٰمریت حکومتونو هم پۀ کومې مسئلې د اسلامي حوالو نه بغېر پۀ عقلي او علمي بنیاد د کومې فېصلې جرات نۀ دے کړے ـــ کۀ چرې هغوي پۀ کومې فېصلې کښې پۀ سوچه بنیادي اصولو کومه فېصله کړې ده نو تاسو د اسلام د تحفظ پۀ نوم د دوي پۀ ضد کامیاب مهم چلولے ـــ تاسو د هېواد نوم او تشخص او هغه د لوړو مقاصدو بنیاد پۀ اسلام کېښودو او تر نن پورې هر علمي او عقلي طرزِ فکر تاسو پۀ دې وېنا منتشر کړے چې دا د مسلمانانو هېواد دے کوم چې د “اسلام” او د  “لا اله الا الله” پۀ بنیاد اخستے شوے ؤ او ځکه د اسلامي نظریاتو نه علاوه دلته کومه نظریه نۀ شي چلېدلې؛ نو بیا کومه وجه ده چې د مسلمان عوام پۀ دې هېواد کښې تاسو د مسلمانانو تر منځ ستونزې نۀ شئ حل کولې، نۀ تاسو داسې کوم تحریک چلوئ لکه څنګه چې تاسو د ختمِ نبوت، توهین رسالت، د فحاشۍ او حدودو پۀ معاملاتو چلوئ؟ بیا به ستاسو جنګ پرسته رویه حکومتونه بې اختیاره کوي خو د غریب عوام د محرومیو، د مالداره طبقو غلبې، تر اسمان رسېدلو نرخونو پۀ شا د پټو خزانو ساتل، ذاتي محلونو نه واخله تر جماعتونو د پاره شوو ناجائزه قبضو باندې پۀ تاسو ذمه دارو وګړو تش د افسوس اظهار کېدے شي او ذمه داري د وخت پۀ حکومت ورتپل کېږي ــــ

کله چې داسې سوالونه کېږي نو همېشه ځواب دا ملاوېږي چې دا ټولنه تشه پۀ نوم مسلمانه ټولنه ده؛ اول دې ددې دیني اصلاح وشي او مونږ دې پۀ اقتدار کښې راشو، بیا ګورئ چې څنګه نېکه او مثالي ټولنه پۀ وجود کښې راځي!!! لنډه دا چې اضطراب دلته هم د ستونزو د حل د پاره نۀ دے.

دریم جهادي مذهبي تحریک دے. دا پۀ قامي او بېن الاقوامي سطح باندې د اسلام د تحفظ او پۀ تېر اخر د اسلام د غلبې پۀ خاطر دے او عوامي یا قامي ستونزې چې د کومو ذکر پاسه وشو، دې تحریک د پاره د کوم اهمیت وړ نۀ دي؛ سېوا د دې نه چې دې ستونزو نه د موجوده نظام خرابي او د راتلونکي اسلامي نظام فوقیت ثابت کړي. د دوه زره شپږم د زلزله ځپلو خدمت د پاره د ځینو جهادي عناصرو او د سیاسي دیني جماعتونو سرګرمۍ د ستائېنې وړ دي خو د اولس پۀ عمومي او د مستقبل پۀ معاملاتو کښې داسې سرګرمۍ پۀ عامه توګه غائبېږي او داسې پۀ نظر رانۀ غلل چې چرته کوم زورور ظالم، کوم د خزانې مار یا د لوے مالیاتي سکېنډل پۀ ذریعه شپه پۀ شپه ارب پتي جوړېدونکي کوم کس یا کومه ډله جهادي تنظیمونو پۀ نخښه کړې وي، یا د اجتماعي بدکارو جوړوونکو امیرانو ته د دړکې خطونه لیکلے شوي وي یا ئې اغوا کړي وي.

پۀ قبائیلي علاقو کښې او د افغانستان پۀ هغه برخو کښې چرته چې د مجاهدینو طالبانو څۀ وخت نه غلبه ده؛ د عوام معاشي، ټولنیز او د اخلاقي اصلاح کوم د ذکر وړ حال د نړۍ پۀ نظر کښې رانۀ غلو. عرض دا چې جهادي مذهبي مشران هم د مسلمان اولس ستونزې پۀ پوره توګه د حل کولو نه معذرت خوا دي او د دوي پېغام دا دے چې اول دې مسلمان عوام د جهادي تنظیمونو د جهنډې د سیوريي لاندې راغونډ شي او پۀ هېواد او نړۍ کښې دې اسلامي جنګ وکړي ـــ چې کله د اسلام غلبه وشي او اسلامي خلافت جوړ شي نو بیا به د اولس ستونزې پۀ خپله حل شي. د دې د پاره د کوم منشور یا د عملي مثال ضرورت نشته ولې چې منشور او عملي مثال خو څوارلس سوه کاله وړاندې راغلے. د عقیدت او احترام هغه ماحول کوم کښې چې د هر مسلمان روزنه شوې ده، داسې مسلمان دوي نه سوال یا تپوس نۀ شي کولے او هم دا شانې دا قیادت به کله هم د دې سخت صورتِ حال سره مخ نۀ شي چې د کومو مخه د نوي جمهوري ټولنو قیادت ته نن ور پۀ غاړه ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …