‘روښانه څهرې’ – ابراهیم رومان

 

د خاکې ليک لا پۀ پوره توګه پښتو ژبه کښې مروج شوے نۀ دے. دغه درې څلور کتابونه او ایکه دوکه خاکې پۀ رسالو او اخبارونو کښې چاپ شوي دي چې د نشت پۀ برابر دي. خاکه هم لکه د افسانې پښتو ته د انګرېزۍ او اردو ژبو پۀ وساطت سره راغلې خو خاکې لکه د افسانې پۀ شان رواج نۀ دے موندلے. کۀ خيال وکړے شي نو افسانه هم دومره نۀ ده ليکلې شوې خو البته افسانې پۀ عام وګړي باندې ځان پېژندلے دے خو خاکې ته دغه مقام د عوامو لۀ اړخه پۀ لاس ورغلے نۀ دے او نۀ ليکوالانو ورله دومره توجو ورکړې ده چې عام تن ورسره اشنا شي.

دا ټيک خبره ده چې خاکه لکه د تکل ډېر ګران او زړۀ خوړونکے صنف دے او ليک ئې د هر چا د وس کار نۀ دے ځکه چې ډېر پال پرهېز غواړي ولې چې څوک ئې د ليک استطاعت لري، هغوي ئې هم دومره ابياري نۀ ده کړې او لۀ دې کبله د دې لوست سره عام خلق اشنا شوي نۀ دي.

د خاکې ليک پۀ دې حقله هم ګران دے لکه چې څنګه ورته پۀ انګرېزۍ کښې Sketch وائي؛ سکېچ پۀ حقيقت کښې د څو کرښو راښکلې شوې څهرې ته وائي او کۀ چرته يوه کرښه د دائرې نه اخوا يا دېخوا شوه نو هغه څهره يا سکېچ به پاتې نۀ شي کوم چې مقصود وي. دغه رنګ کۀ د خاکې پۀ ټکو کښې د خاکې خالق تېرو بېر شي نو هغه خاکه به پاتې نۀ شي کومه چې مقصود وي، ځکه چې دې سره د شخصيت ابرو او مروت تړلے وي او خاکه ليکلې هم د دې لپاره شي چې د شخصيت ښۀ خصلتونه او ځوانمردي کۀ پټه وي او کۀ ښکاره چې راوسپړدلې شي او کۀ د دې برعکس وشي نو ښکاره خبره ده چې د ښۀ والي پۀ ځاے به بد والے مخې ته راشي. بل دې کښې د دې خبرې هم خيال ساتل پکار دي، کۀ چرته د شګفتګۍ مزے حد کراس کړي او خبره پۀ مزاق يا طنز تمامه شي نو د شخصيت حقوق به اور پسې شي؛ لۀ دې کبله چې څوک دا خيال نۀ شي ساتلے د هغۀ لپاره د خاکې ليکل پکار ده چې ممنوع وي ځکه چې د خېر پۀ ځاے فساد جوړول د ادب خاصه نۀ ده.

د خاکې د پال پرهېز لپاره کوم توکي چې پکار دي، هغه څارل ضروري دي. لۀ دې کبله پکار دي چې مونږ ځان خبر کړو چې خاکه دے څۀ شے؟ نو راځئ چې وګورو چې د خاکې پۀ بابله پوهان څۀ رایې لري چې خبره صفا شي، ځکه چې د نن وخت يو زيرک او پوهه اديب، شاعر او صحافي ګل محمد بېتاب صاحب اوس اوس د خاکو مجموعه ‘روښانه څهرې’ چاپ کړې ده او د هغې جائزه اخستل دي خو اول د خاکې د هئيت او کړو وړو نه ځان خبرول ضروري دي.

‘درياب’ لغت د خاکې معنيٰ ښائي چې د ادب يو نثري صنف، هغه تکل چې د چا پۀ کردار ليکلے شوے وي. ‘فېروز اللغات’ ئې معنيٰ ښائي چې هغه نقشه چې تش د حدونو کرښو راکښلو سره جوړه شي.

ډاکټر بشير سېفي د خاکې پۀ باره کښې ليکي چې د ‘اردو پۀ اصطلاح کښې خاکه د انګرېزۍ د Sketchترجمه ده. ابوالاعجاز حفيظ صديقي وائي چې ‘پۀ ادب کښې د کوم صنف لپاره چې انګرېزۍ کښې سکچ يا پن پورټرېټ (Pen portrait) استعمالېږي اردو کښې هغې ته خاکه وائي )کشاف تنقیدي اصطلاحات، مخ (72.

پۀ اردو کښې خاکې ته شخصيت نګاري او موقع نګاري هم وئيلے شي. دغه شان پۀ درسي کتابونو کښې د فرحت الله بېګ ليک ‘نذير احمد کی کهانی’ عموماً مرقع نګاري ګڼلې شي. غالباً د دې لپاره بعضې خلق ‘نقوش’ نمبر د خاکه نګارۍ لپاره تعبير شوے دے حالانکې پۀ شخصيت او خاکه کښې هغه فرق دے کوم چې پۀ پورټرېټ او سکېچ کښې دے، خو ابو الخېر کشفي د دې اصطلاحاتو پۀ توضيح کښې د احتياط نه کار نۀ اخلي او خپل مضمون ‘ادبي اصطلاحات’ کښې ئې خاکه د پورټرېټ پۀ شان ګڼلې ده. وائي چې ‘سوانح عمري کۀ د يو شخصيت د مختلفو تصويرونو )ترتيب سره( البم دے نو خاکه د پورټرېټ درجه لري.’ )فنون جون جولائي 1972 مخ (24

زما پۀ خيال خاکه د پورټرېټ نۀ بلکې د سکېچ درجه لري، البته د شخصيت نګارۍ لپاره د پورټرېټ اصطلاح استعمالول جائز دي. ډاکټر سليم اختر د دې اصطلاح توضيح داسې کړې ده چې ‘د مصورۍ پۀ اصطلاح کښې وئيلے کېدے شي چې سوانحي مضمون رنګين پورټرېټ دے چې پۀ کښې مصور پس منظر او پېش منظر ظاهرولو سره شبيهه تړلي ټول جزيات ښکاره کوي خو خاکه پنسل سکېچ دے. اوس دا د مصور خپل وجدان او فني شعور دے چې هغه د تاثر ښکاره کولو لپاره د څهرې کوم خطونه تازه کوي.’

)اردو ادب کي مختصر ترين تاريخ، مخ(229

سکېچ د مصورۍ اصطلاح ده چې پۀ کښې د څو لکيرو پۀ مدد سره د چا د څهرې خدوخال واضح کولے شي ځکه د ادب پۀ دې صنف کښې د ټکو هغه اهميت دے کوم چې پۀ مصورۍ کښې د لکيرو دے. د دې نه علاوه اختصار د خاکې بنيادي خوبي ګڼلې شي. خاکه نګاري کم نه کم ټکو کښې د شخصيت واضح اوصاف راښکاره کول دي. دا کار د يوې خاص سليقې او مشکل نظر غوښتونکے وي ځکه چې خاکه نګار سره د واقعاتو او تاثراتو انبار وي او دۀ له پۀ دې کښې داسې واقعات منتخب کول پکار دي چې د کوم ائينه کښې د پوره شخصيت عکس پۀ نظر راشي ځکه چې غېر ضروري تفصيلات او واقعاتو سره د خاکې تاثر مجروح شي.

خاکه نګار له د کوم قسم واقعاتو انتخاب پکار دے، پۀ دې ضمن کښې کليه وضع کول ممکن نۀ دي خو بيا هم د حفيظ صديقي پۀ قول چې موضوع د خاکې د شخصيت پۀ رڼا کښې راوړلو لپاره درې قسمه خبرې پکار دي.

ا… هغه خبرې کومې چې اخلاقي محاسن ګڼلے شي چې ورته حيا، خلوص، معصوميت، رواداري، ايثار، تحمل او خوش اسلوبي وائي.

ب… هغه خبرې چې اخلاقي طور ښۀ نۀ شي ګڼلې لکه خود غرضي، بد اخلاقي او جنسي بې راه روي وغېره.

ج… هغه خبرې چې اخلاقي خوبۍ ګڼلې نۀ شي لکه يو خاص قسم جامې اغوستل، پۀ کرسۍ کښې د پښو پۀ سر ناسته، پۀ يو خاص انداز کښې ګرځېدل، پۀ اوچت اواز کښې پۀ خټ خټ خندل، پيشوګانې يا کونترې ساتل، باديوې الوزول، تراوۀ ترش څيزونه خوړل، چيلم څښکل يا پان خوړل، پۀ ګرمۍ کښې پۀ ګرمو اوبو لامبل، د خوشحالۍ پۀ موقع غمګين کېدل، پۀ يادونو زړۀ خوشحالولو او يا خيالي پلاو پخول وغېره )نقوش، محمد طفېل نمبر، مخ (119

زما پۀ رایې خاکه نګار له داسې واقعات منتخب کول پکار دي چې موضوع د خاکې انفرادي تصوير راښکاره کولو سره سره اخلاقيات، مذهب، سماجي او معاشي رويو باره کښې د خيالاتو رښتونې عکاسي کوي، تر دې چې د خاکې د ليکلو پۀ وخت د واقعاتو انتخاب کښې د دې خبرې اهمتام وکړے شي چې پۀ خاکه کښې د خلوت او جلوت پوره عکس پۀ نظر راشي.) خاکه نګاري، 1990، مخ (9

ډاکتر ګلناز بانو د خاکې پۀ بابله وائي چې ‘خاکه پۀ اصل کښې يو شخصي مضمون دے چې پۀ کښې د يو شخصيت هم ښکاره او هم منفرد اړخونه داسې ظاهرول چې هغه شخصيت يو ژوندے، ويښ، تلونکے راتلونکے، متحرک شکل کښې د قاري پۀ وړاندې راشي’. هغه مخکښې ليکي چې ‘پۀ انګرېزۍ کښې د دې لپاره پنسل سکېچ ټکے استعمال شوے دے. پۀ اردو کښې د خاکې مفهوم د سکېچ نه مختلف دے. پۀ سکېچ کښې ظاهري خدوخال ښکاره کول تعارف کولے شي. تعرفي خاکه د خاکې يو قسم دے مکمل خاکه نۀ. پۀ خاکه کښې ظاهري تعارف يواځې نۀ وي بلکې باطني او نفسياتي کېفياتو ظاهرول هم لازمي وي. پۀ دې حقله محمد طفېل ليکي چې

1– حرکات، سکنات، عادتونه، کرامات او انکشافات خو پۀ شخصيت کښې وي خو دې نه شاته چرته هغه فکري روح هم موجود وي چې پۀ ګرفت اخستل د خاکه نګار مقصود وي. د خاکې دغه لوازمات چې د دې د پاره متعين دي، پۀ سکېچ کښې نۀ پوره کېږي. د سکېچ پۀ ځاے دې لپاره د شخصي پورټرېټ لفظ استعمالول پکار دي.

2– ډاکټر سعيد پورټرېټ ته قلمي څهره وائي او دې توضيح کښې وائي چې خاکه او قلمي څهره دوه جدا اصنافِ ادب دي خو پۀ دې کښې بعضې خصوصيات مشترک دي. د قلمي څهرې لپاره pen portrait او portrait اصطلاح هم استعمالېدې شي.

پۀ خاکه او قلمي څهره کښې بعضې امور مشابهت لري. کۀ داسې ووئيلے شي چې هغه د خليه نګارۍ توسيع ده. قلمي څهره د څهره نويسۍ فن دے ځکه چې د خاکې پۀ دائره کښې د شخصيت او کردار مطالعه هم شامله ده. د خاکې پۀ شان د يو سړي دې کښې تعارف ضروري وي چې سر سري يا مختصر وي ځکه چې پۀ قلمي څهره کښې د شخصيت تعارف وي. کۀ چرې پېژندګلو اوږده شي نو دلکشي ئې باقي پاتې نۀ شي. د دې لپاره اختصار مناسبت ګڼلے شي.

دويم کمے چې پۀ قلمي څهره کښې موندے شي هغه دا دے چې د خاکو د تصويرونو پۀ شان قلمي څهره تعارفي عکس متحرک نۀ وي. دې لپاره قلمي څهرې زياتره د شخصيت پۀ خولې منحصر وي. پۀ بعضو کښې د شخصيت د سيرت ډېره لږه عکاسي ملاوېږي او پۀ اکثرو کښې ملاوېږي هم نۀ’. )اردو مين خاکه نګاري، ډاکټر صابره سعيد، مخ (73-72

خاکه نګارۍ کښې فني او هیئتي حدونه، اصول او لوازمات پوره کولو سره شخصيت نګاري کېږي، البته پۀ خاکه کښې ټول جزئيات مخې ته نۀ راځي بلکې خاص خاص او ښکاره اړخونه انتخاب کېږي چې ورسره شخصيت ښکاره شي او د دې د امتزاج نه د کردار تشکيل کېږي )ډاکټر ګلناز بانو، صوبه سحد مین خاکه نګاری، مخ (3-1.

د خاکې پۀ حقله رشيد احمد صاحب ليکي چې ‘د خاکه نګارۍ صنف د انګرېزۍ نه اردو ته راغلے دے او پښتو ته د دواړو ژبو نه راغلے دے، ځکه چې پښتنو ليکوالانو دواړه ژبې لوستلې دي او پرې پوهېږي. پۀ انګرېزۍ کښې ملټن مرے، لټن سټرېچي او انتوني شيلے کوپر د خاکه نګارو پۀ نامه مشهور دي. پۀ اردو ژبه کښې د خاکه نګارۍ وړومبۍ نمونه د محمد حسېن ازاد ‘ادب حيات’ ګڼلې شي او بيا مرزا فرحت الله بېګ ‘نذیر احمد کی کهانی کچهـ ان کی کچهـ میری زبانی” کتاب دے.

پۀ پښتو ژبه کښې خال خال خاکې ليکلې شوې دي، ولې چا ئې مجموعه نۀ وه چاپ کړې او داسې وړومبۍ خاکه چې پۀ باقاعده ډول ورته مونږ خاکه وئيلې شو، هغه د محترم عبدالحليم اثر افغاني ليکلې د خليق صاحب خاکه ده او دا د تېرې صدۍ پۀ پنځمه او شپږمه لسيزه کښې ليکلې شوې ده او د عبدالخالق خليق صاحب پۀ ژوند ليک ‘زۀ او زما زمانه’ کښې چاپ ده. د دې نه وروستو پۀ مختلفو کتابونو او مجلو کښې خال خال خاکې چاپ شوې دي. د خاکو چې کومې مجموعې چاپ دي نو تر دې دمه ما ته دغه معلومې دي؛ د ډاکټر زبېر حسرت ‘نقشونه’، د مهراندېش ‘د اکائي پۀ شا’، د ساحل ایسپزي ‘دا د ژوند رنګونه دي’ ـــ د دغې کتابونو نه علاوه کۀ نورې چا ليکلي وي نو ما ته نۀ دي معلوم او اوس دا د ګل محمد بېتاب د خاکو مجموعه ‘روښانه څهرې’.

هغه مخکښې ليکي چې خاکه نګاري ژوند ليکنه نۀ وي، دا ژوند ليک ته نزدې خو وي ولې پۀ باقاعده ډول ژوند ليکنه نۀ وي. ژوند ليک د موضوع د ژوند مکمله احاطه کوي ولې خاکه پۀ يو څو کرښو کښې د موضوع ځينې ځانګړې خوبۍ او خويونه بيانوي. ژوندليک تفصيلي وي او خاکه مختصر او د يوې ښې خاکې لويه خوبي هم دا ده چې پۀ مختصرو لفظونو کښې د موضوع سره لوستونکے اشنا کړي. خاکه د يو څو کرښو راکښلو سره جوړ شوي نقش و نګار ته وائي لکه پۀ کارټون کښې چې کېريکېچر (Caricature) وي، ولې د ژوندليک او د تذکرې مثال لکه د يو غټ پورټرېټ وي چې هر قسمه رنګونه او مکمل خط و خال لري.’ )ګل محمد بېتاب، روښانه څهرې، مخ (9-7

راځئ چې اوس د ګل محمد بېتاب صاحب د خاکو د مجوعې ‘روښانه څهرې’ جاج واخلو. هغه خو يو تکړه ليکوال ضرور دے خو د خاکو لپاره هغۀ تقريباً ټول ښکلي او درانۀ اتلان راغونډ کړي دي؛ د هغوي خوي خصلت او د قد و قامت پۀ بابله چې بيا ليک بېتاب صاحب وکړي بيا خو بیخي خټه ګټه ولګي.

پۀ ‘روښانه څهرې’ کتاب کښې د خاکې عنوان لاندې اولنۍ خاکه شامله ده چې بېتاب صاحب پۀ قاضي عبدالحليم اثر افغاني صاحب ليکلې ده. پۀ دغه خاکه کښې يو پېرګراف داسې دے چې ‘دا سړے عبدالحليم اثر افغاني ؤ چې بيا مې ورسره رو رو پېژندګلو وشوه. خبر شوم چې دے پۀ قام سلارزے او د سېد کريم زوے دے او د تخت بهائي علاقه کښې اوسي. د خپل شجره نسب نه علاوه ورته د هر چا شجره ياده وي او چې د هر چا نه به ئې زړۀ ښۀ ؤ ‘نو د هغۀ شجره به ئې لويو بزرګانو او نېکانو خلقو ته رسوله’. مخکښې يو بل ځاے کښې وائي چې ‘قاضي اثر د مزاج حس هم ډېر تېز ؤ، کله کله به ئې د دوستانو سره ټوقې هم کولې. يوه ورځې ترې چا تپوس وکړو چې قاضي صاحب! تاسو کله او چرته قاضي وئ؟ نو پۀ خندا کښې ئې ووې، زۀ قاضي نۀ يم پاتې شوے خو مونږه درې تنه ملګري وو او درې واړه پۀ اصل کښې مليان وو، نو فېصله مو وکړه چې يو بل ته به د نومونو پۀ ځاے القابات وايو. نو ما له ئې پۀ کښې د قاضي صاحب لقب غوره کړو او پۀ دې مشهور شوم.’

د خاکې تخليق کار دا خاکه د خاکې د رائج اصولو پۀ چوکاټ کښې ليکلې ده. د اثر صاحب د تدبر او شان و شوکت خيال ئې پۀ پوره توګه ساتلے دے. يو داسې ټکے او خبره ئې پۀ دې خاکه کښې نۀ ده راوړې چې د شخصيت پۀ هېڅ حالت هم پۀ کښې ابرو نۀ ده مجروح شوې او ډېره پۀ زړۀ پورې خاکه ورته وئيلې شو.

دې پسې دوېمه خاکه ‘زۀ شينواري او حمزه شينواري’ عنوان لري چې ګل محمد بېتاب شينواري صاحب پۀ حمزه شينواري بابا ليکلې ده. پۀ دې خاکه کښې ئې د حمزه بابا خد و خال څۀ پۀ دې ډول بيان کړے دے چې ‘حمزه شينواري نۀ صرف لوے شاعر او ليکوال ؤ بلکې پۀ اونه هم لوے ؤ. قد به ئې خواوشا شپږ فټه پورې ؤ. ورسره تک سور سپين ؤ. تر اخر عمره ئې ښکلا برقراره وه. لاسونه او پښې ئې هم ښۀ مضبوط او اوږده وو. سترګې ئې نسبتاً وړې وې چې د هغۀ ځيرکتيا ترې معلومېدله. د هر لوے او مالداره سړي غوندې د سر وېښتۀ ئې تر ډېره حده نۀ وو. د مخ کاسه ئې غونډه وه او ورسره ئې لنډه پېشني ږيره هم پرېښې وه چې کله کله به ترې بيمارۍ کښې اوږده شوه خو چې نائي ته به کښېناستو نو کۀ هر څومره به ئې ووهله، دۀ به پرې څۀ احتجاج نۀ کولو. البته د ځوانۍ مقابله کښې به ئې پۀ پيرۍ کښې برېت زيات واړۀ کول. پوزه ئې اوچته او تېره وه، ډېره اوږده يا لنډه نۀ وه بلکې مناسبه وه. غاښونه ئې پۀ اخري عمر کښې زيات ختلي او دوه څلور د نمونې پۀ توګه پاتې وو چې هغو باندې ئې ګزاره کوله. د تګ چال ئې ميانه ؤ، نۀ به ئې منډې وهلې او نۀ به داسې ګرځېدو لکه دا ځينې خلق چې تۀ به وائې ګنې د پښو لاندې ئې مېږي دي. غوږونه ئې د خپل قد، قامت او مخ پۀ حساب برابر وو البته پۀ وروستو کلونو کښې پۀ غوږونو دروند شوے ؤ. کله کله به ئې د غوږ اله لګوله.

د دې نه جوته شوه چې بېتاب صاحب حمزه بابا سره ډېر پاتې شوے دے. دغه رنګ ئې د هغۀ ژوند سره تړلي واقعيات هم بې شماره راوړي دي. ډېره ښه خاکه ده خو د خاکې پۀ تعريف کښې اختصار لازم دے ولې دا ډېره خوره شوې ده او دا ښۀ ځکه شوي دي چې ښاغلي د هغۀ متعلق ډېر څۀ وئيلي دي چې د ادب د طالبعمانو لپاره ښۀ ځکه دي چې استفاده به ترې پۀ پوره توګه ممکن وي.

پۀ دې کښې درېمه خاکه پوره ‘سېر’ عنوان لري چې هم دغه پوره سېر ئې قلندر مومند ته وئيلے دے خو د کمال خبره دا ده چې هغه ئې سېر هم ثابت کړے دے. هغه د شاعرۍ پۀ مېدان کښې پوره سېر ؤ، د يو نقاد او تنقيد زغملو پۀ سلسله کښې سېر ؤ. پۀ علم، پوهې کښې هم پوره سير ؤ او د هغۀ دوست لپاره چې زړۀ کښې څومره درد ؤ، هغه صفت هم د سېر قابل ؤ. بې شکه چې بېتاب صاحب د قلندر صاحب کوم اوصاف پۀ دې خاکه کښې بيان کړي دي، هغه د قلندر صاحب لوڈ والے ظاهروي او کوم د ليک ناوياته اسلوب چې بېتاب صاحب خپل کړے دے، هغه هم د دۀ لوي والے دے.

څلورمه خاکه د ‘عجيبه سړي’ پۀ نوم ده. بېتاب صاحب وائي چې ‘ما ته داسې ښکاره شوه لکه چې سنجيده خبرې پۀ غېر سنجيده انداز کښې کوي يا پۀ غېر سنجيده انداز کښې سنجيده علمي خبرې کوي، نۀ پوهېدم چې دا ئې عادت دے او کۀ قصداً ئې دا انداز خپل کړے دے خو بس ناڅاپه مې زړۀ کښې ووې، دا خو عجيبه سړے دے؟ بيا وائي چې ‘هو! هر ځل چې ما ليدلے، د دۀ خبرې مې اوريدلې او يا مې د دۀ کوم ليکونه لوستي نو بې اختياره مې د خولې نه وتلي دي، دا خو عجيبه سړے دے’. هغه بل ځاے کښې وائي چې کوم تعلق داران ما پېژندل، خصوصاً قلندر مومند صاحب او ډاکټر همايون هما نو د هغوي د خولې نه مې هم څو څو ځله اورېدلي دي چې ‘ميا صاحب عجيبه سړے دے؟ تۀ ګوره پۀ دې کتاب يا فلاني سړي ئې داسې تبصره کوله؛ بس پوهه شوم چې دا واقعي عجيبه سړے دے.’ بل ځاے وائي چې ‘ډېر ښۀ ښۀ د انګرېزۍ ژبې ماهران او ډګري يافته ورته حېران شوي وو او دا اعتراف ئې کړے ؤ چې دا خو ډېر عجيبه سړے دے!’ او پۀ اخر کښې ئې دا ليکي دي چې ‘اخر دا لوے عالم، ممتاز، ناوياته ليکوال او عجيبه سړے د حق پۀ لور لاړو خو يادونه به ئې تل ژوندي وي’. پۀ رښتيا دا عجيبه سړے ؤ چې نوم ئې سيد تقويم الحق کاکا خېل ؤ. ما د رحمان بابا پۀ سيمنار چې پۀ هغه وخت کښې د پي سي نوم انټرکانټ هوټل ؤ کښې اورېدلے ؤ، پۀ رحمان بابا ئې مقاله اوروله. تا به وې چې دے رحمان بابا سره يو ځاے پۀ خپله روان دے او د ګوتې نه ئې نيولے دے. عجيبه انداز ؤ خو پۀ خاکه هم ډېره خواري شوې ده.

پۀ ‘روښانه څهرې’ کښې پنځمه خاکه ‘د بازار سړے’ پۀ نوم شامله شوې ده. ‘د بازار سړے’ هغۀ د حمزه بابا زوي مراد شينواري ته وئيلے دے. چونکې ‘د بازار سړے’ ئې ورته ځکه وئيلے دے چې هغه به هم بازار کښې د يونيورسټي بک اېجسني سره نزدې قيصه خوانۍ طرف ته بره چت کښې اوسېدو. زۀ هم د هغۀ کمرې ته د هغۀ د ملاقات لپاره يو ځل تلے وم او مراد صاحب پۀ کمره کښې موجود ؤ، ځکه چې زۀ ورسره ښۀ ډېره شېبه ناست وم. پۀ دې خاکه کښې بېتاب صاحب د هغۀ د معاش، شاعرۍ او اوسېدو پۀ حقله يوه خبره هم پرېښې نۀ وه. ډېره پۀ زړۀ پورې خاکه ئې ليکلې ده.

ګل محمد بېتاب پۀ ‘روښانه څهرې’ کښې شپږمه خاکه د ګوتم بدهـ پۀ نوم شامله ده او دے چې چاته ګوتم بدهـ وائي نو هغه هسې نۀ بلکې پۀ پېښور عجاب ګهر کښې ئې چې کله د ګوتم بدهـ مجسمه وليدله نو دۀ ته پۀ هغې کښې ‘پروېش شاهين’ ښکاره شوے دے. لۀ دې کبله ئې د خاکې ليکلو پۀ وخت پروېش شاهين يا دې خاکې له د ګوتم بدهـ نوم کېښودلے دے. بېتاب صاحب عجيبه انکشافات کړي دي. د شاهين صاحب پۀ حقله هغه دا چې کله موټر سائيکل ورله مخې له راشي نو دے به خامخا وهي. دومره سوچ کښې ډوب وي چې کوهے ورته نۀ ښکاري او سر د لاندې ورته ارتاو شي او يا پۀ کولالمپور کښې بې حجابي او هغه هم د هغې ځاے د خلقو د تبرک لپاره خو د دۀ لپاره نۀ. زربردسته خاکه ده، د شګفتګۍ نه لبرېزه او د خوند نه برجسته خاکه ده.

پۀ مذکوره کتاب کښې اوومه خاکه د ‘ممتاز فنکار’ پۀ نوم ده. دغه ممتاز فنکار سيد ممتاز علي شاه دے چې پۀ رښتيا ممتاز دے. د خپل نوم پۀ وجه يواځې نۀ بلکې د کار پۀ وجه هم د ډرامو پۀ فنکارانو کښې ممتاز حېثيت لري. د دۀ لوے والے دا ؤ چې دۀ به کردار سره انصاف کولو لکه څنګه چې بېتاب صاحب د شاه جي پۀ حقله وئيلي دي چې ‘زما ليکلې يوه ډرامه “قرض” کښې ئې نۀ صرف پۀ خپله ژړلي ؤ بلکې پۀ سټوډيو کښې موجود زما او پروډيوسر رشيد احمد صاحب پۀ شمول ئې ټول ژړولي وو’ نو ولې به هغۀ ته ممتاز حېثيت نۀ ؤ حاصل او ځکه د بېتاب صاحب د ښکلي ليک موضوع هم جوړ شوے دے.

‘روښانه څهرې’ کښې اتمه خاکه د محمد اسرار )د ډاکټر نه تر ماهره( پۀ نوم ده. ډاکټر اسرار کۀ ښۀ ډېر ښکلے شاعر ؤ نو ښۀ ډېر ښکلے تکل نګار هم ؤ خو د دۀ پۀ شخصيت کښې زياته چاشني د دۀ ښۀ سړي توب پېدا کړې وه. يوه ورځ مونږ د ‘وحدت’ اخبار پۀ دفتر کښې ناست وو، نمروز قېس صاحب هم ؤ، يو تن له ئې د پینځو روپو نوټ ورکړو، ورته ئې وې سګريټ راوړه! هغۀ ورته وې کوم يو؟ دۀ ورته اشاره وکړه چې غوږ رانزدې کړه. پۀ غوږ کښې ئې ورته پۀ داسې انداز کښې ووئيل چې مونږ هم واورېدل چې ‘کوم د ټولو نه ارزان وي هم هغه راوړه’. دا خبره راته ځکه ياده شوه چې پۀ دې خاکه کښې بېتاب صاحب وائي چې ‘نو مجبور وو چې د هوټل واله نه دې چاے وڅښکو. ورسره به ډاکټر صاحب سګريټ هم پۀ مخه پوکل.’ لنډه دا چې پۀ ډاکټر اسرار صاحب کښې څومره خواږۀ او شګفتګي پرته ده، هم دومره حد پۀ دې خاکې باندې ګران بېتاب صاحب هم کړے دے.

د دې نه پس نهمه او د ډېر دروند شخصيت خاکه ‘د راز پۀ لټون’ شامله کړې شوې ده. دا د رازونو نه ډک شخصيت تش سليم راز صاحب کېدے شي بل څوک نۀ؟

د راز صاحب پۀ دې خاکه کښې هغه د راز صاحب همزولي پۀ ګوته کړي دي چې د هغۀ پۀ ملګرو کښې ئې اول دور کښې عبدالرحيم مجذوب او د دغه دور شخصيات پۀ ګوته کړي دي. پۀ دوېم دور کښې اکبر حيات کاکا خېل نه تر محب وزير پورې ئې د دۀ ملګري پۀ ګوته کړي دي. پۀ اوسني دور کښې ئې د دۀ ملګري اياز الله ترکزے او عصمت سوراني ښودلي دي خو دا ښه ده چې شوکت خريکوال او راقم ترې نه پاتې شوي دي. اوس کۀ خدائې مۀ کړه څۀ بده راز صاحب ته ورسي نو زۀ او خريکوال به بچ يو. رښتيا خبره ده چې راز صاحب پۀ دې ورکوټي وجود کښې بلها ډېرې خوبۍ راپنډ کړې دي، ډېر دروند شخصيت دے، الله دې ورله ډېر ډېر عمر ورکړي.

د دې کتاب لسمه خاکه ‘د جمالياتو جلالي ډاکټر’ پۀ نوم ده چې دا اجمالي ډاکټر بېتاب صاحب ډاکټر اقبال نسيم خټک صاحب پۀ دې نوم بللے دے. ډاکټر صاحب د ډېرو خصوصياتو څښتن دے. د دۀ پۀ حقله بېتاب صاحب وائي چې اقبال نسيم خټک د خوشبختۍ نه پۀ هغه کسانو کښې شامل شو چې د پښتو ژبې وړومبے پي اېچ ډي ډګري دې واخلي. ځان له ئې موضوع هم داسې خوښه کړه چې د هغې د پاره خوشحال خان خټک داسې ډېر مشهور نۀ ؤ ځکه چې هغه د تورې او قلم څښتن يادېږي، خو دۀ ځان له د خوشحال خان خټک پۀ شاعرۍ کښې د جماليات موضوع خوښه کړه. مطلب دا چې د وړومبي پي اېچ ډي ډاکټر اعزاز دۀ ته حاصل دے.

‘د غر هومره سړے’ د دې کتاب زينت خاکه ده. د برق صاحب پۀ حقله بېتاب صاحب ډېر پۀ بې باکۍ قلم اوچت کړے دے. دا جرأت تش هغۀ کولے شو چې د برق صاحب هغه خبرې، هغه فکر، هغه تاثر او هغه سوچ ئې ليک ته راوړاندې کړے دے چې مونږ خو ترې پۀ هر محفل کښې خوند او پوهه اخلو خو د راتلونکو خلقو لپاره د هغۀ سپينې او کره خبرې پۀ دې خاکه کښې تش بېتاب صاحب راټولې کړې دي؛ البته انسان ډېر عاجز دے او داسې ډېرې سهوې د انسان نه کېږي خو چې څوک ورته دغه څۀ پۀ ګوته کړي. د خوشحالۍ خبره ده، کله چې دا خاکه د سر نه تر اخره ولولئ نو دا اندازه ترې ضرور اخذ کېږي چې يو بېباکه ليکوال پۀ يو بېباکه شخصيت خاکه ليکلې ده.

‘پینځم قاضي’ د شمار پۀ لحاظ سره دولمسه خاکه ده خو دې کښې د پینځۀ عدد ذکر دومره خور وور دے، پکار دا وه چې دا خاکه هم پۀ پینځم نمبر راغلې وه ـــ خو هلته پۀ مشرۍ او کشرۍ کښې غلطي راتله، د دې کبله دا پۀ دولسم نمبر راغلې ده. چونکې ‘خامس’ پینځم ته وائي او قاضي د ولديت پۀ توګه راخستلے شوے دے، د دې کبله د دې خاکې نوم د محمد خامس يا د قاضي محمد خامس پۀ ځاے پینځم قاضي کېښودے شوے دے چې هم هغه معنٰي ترې راځي کومه چې د خاکې د شخصيت نوم دے. دا شخصيت د صدا کارۍ پۀ وجه ډېر مشهور دے. زۀ يوه ورځ رېډيو ته رېکارډنګ له تلے وم، هلته مې د بېتاب تپوس وکړو. چا راته د هغۀ د دفتر لار سمه کړه. چې ورغلم نو دے او خامس صاحب پۀ يوه کمره کښې ناست وو، يو تن ورسره بل هم ؤ خو هغه مې نۀ پېژندو. ډېر خوږ او دروند شخصيت دے. دا خاکه هم لکه د بېتاب صاحب د نورو خاکو پۀ شان زړۀ پورې خاکه ده.

ديارلسمه خاکه د خاکه نګار خاکه ده چې دا عنوان ئې ګران ملګري ډاکټر پروفېسر زبېر حسرت صاحب له خوښه کړې ده. د کوم وخت خبره چې بېتاب صاحب د هغۀ سره د ملاوېدو پۀ حقله کوي، تقريباً کال پس زما دوي دواړو سره هم پۀ اردو سائنس بورډ کښې ملاقات شوے ؤ او هم دغه وخت ؤ چې مونږ درې واړه ملګري شوي وو. بېتاب صاحب د حسرت سره ډېر يو ځاے ګرځېدلے دے او د هر عادت نه ئې خبر دے چې ډېر څۀ ئې پۀ دې خاکه کښې راوړي دي ـــ لکه د مثال پۀ توګه چې ‘د فلم شروع کېدو نه به ښۀ ډېر وړاندې سېنما ته تلو او هلته د فلمي پوسټر سره سره به ئې نۀ صرف پۀ راغلو کسانو ځغلندي نظر اچولو بلکې د نظر تنده به ئې هم پرې ماتوله او کله کله خو به يو نيم تن ته داسې پۀ کتو شو چې هغۀ به ځاے بدل کړو او يا به ئې ورته داسې وران وران وکتل چې دې به منع شو. دغه حال ئې بازار کښې د ګرځېدو هم ؤ چې پۀ يوه مخه به روان ؤ خو چې کوم ښکلے مخ به ئې وليدو نو وئيل به ئې، راځه! دېخوا مې لږ کار دے؛ او هغه د چا خبره هغه به ئې تر کوره رسولو. مطلب مې د دې خبرې نه دا دے چې زبېر حسرت بس زبېر حسرت ؤ، ښکلو ته بېخي نۀ شي ټينګېدے او هغه د چا خبره سم څۀ چل پرې کېږي.’

دې خاکو کښې يوه خاکه د ‘کافي اديب’ تر عنوان لاندې ده چې عبدالکافي اديب باندې ليکلې شوې ده. عبدالکافي اديب د چارسده خاص اوسېدونکے ؤ چې بيا مردان روډ سټېشن کورونو ته راغے. پۀ پرېس انفارمېشن ډېپارټمنټ کښې اسسټنټ ډائرېکټر ؤ. د رېټائرمنټ نه پس ډېر زر پۀ حق ورسېدو. ډېر مينه ناکه انسان ؤ خو دا خاکه د هغۀ د مرګ نه مخکښې ليکلې شوې ده. د دۀ ليک پۀ اردو او پښتو دواړو ژبو کښې ؤ. پۀ دې خاکه کښې د اديب صاحب پۀ حقله بېتاب صاحب ليکي چې ‘د خوراک پۀ معامله کښې هم اديب ډېر عجيبه عادتونه لري. چې روټۍ خوري نو خامخا ترې کپړې ګنده کېږي. دے هر څۀ خوري حالانکې ډېر څيزونه ورله ښۀ نۀ دي خو چې هر خوراک چا کولو نو دے پۀ کښې شاملېږي.’ مخکښې پۀ اخر کښې ليکي چې ‘دومره به ووايم چې اديب پۀ رښيتا کافي اديب دے او چې څوک زر داسې سخت او اهم کارونه کوي نو کمرزورۍ او نيمګړتيا خو به ضرور کوي.’

خاکه ‘تيت پرک رومان’ پۀ شپاړسم نمبر دې کتاب کښې شامله شوې ده. پۀ دې باره کښې به څۀ ووايم، بس ښه خاکه ده چې پۀ داسې شخصيت ئې ليکلې ده چې څوک ئې پېژني هم نۀ او د څۀ خاص مقام څښتن هم نۀ دے.

‘هوائي سړے’ د دې کتاب اخري خاکه ده چې دا پۀ يو داسې شخصيت ليکلې شوې ده چې زما نۀ دے خيال چې بل چا به پۀ داسې شخصيت ليکلې وي او دا زۀ ځکه وايم چې ‘هوائي سړي’ پۀ هوائي سړي دا خاکه ليکلې ده او داسې هوائي لا نۀ دے پېدا چې پۀ هوائي خاکه وليکي. د دې هوائي سړي خاصيتونه پۀ دې خاکه کښې پۀ دې ډول راغلي دي چې ‘يو خوا پۀ قرانِ کريم، ترجمو، تفسير، احاديثو، فقهو او امامانو پۀ مسلکي بحثونه کوي، بل خوا پۀ سياست تبصرې کوي، ډرامې ليکي، شعرونه ليکي، تکلونه او خاکې ليکي، د يارانو دوستانو سره لطيفې وائي او اوري؛ حقيقت کښې نۀ د دين شو او نۀ د سادين.’ مخکښې وائي ‘دا سړے څوک دے نو زۀ وايم بس داسې دے لکه زما ـــ ځکه چې ډېر خويونه لکه زما دي او کۀ تاسو کښې ئې چاسره څۀ مشترک وي نو دا به محض يوه اتفاقي خبره وي.’ ما سره خو بنډۍ، کچالو او دالِ ماش ئې مشترک خوراکونه دي چې زما هم خوښ دي او د دۀ هم.

کۀ زۀ د مبالغې نه پاکه خبره وکړم نو بېتاب صاحب له الله د قلم استطاعت سره د پېرزو ورکړے دے. هسې خو چې ورته د ورايه ګورې نو ډېر بد نيته او مغروره سړے ښکاري، ولې چې کومه شګفتګي د هغۀ درون کښې ده ثاني ئې نشته ـــ خو د دۀ دغه شګفتګي مخې ته پۀ دوه حالتو کښې راځي، يا چې هغه ليک د زړۀ نه وکړي پۀ هغې کښې راښکاره شي او يا چې څوک ئې ډېر خوښ وي او پۀ ګپ کښې ورسره راشي نو دغې حالت کښې د دۀ نه بيا شګفتګي دوړېږي؛ ګنې پۀ عام حالت کښې نۀ يواځې د دۀ پۀ جوسه مغرورتيا خوره وي بلکې پۀ زړۀ کښې ئې هم غرور پۀ دلو دلو پروت وي. خېر الله دې د دۀ ليک هم دغسې تاند لري چې ښائسته ښائسته ليک مونږ ته رارسوي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …