کله چې هم ما د عزيز ماما پۀ اړه د څۀ نه څۀ ليکلو هڅه کړې ده، ناکامه شوی يم. قلم مې هېڅ همکاري نۀ را سره کوي. پۀ استاد باندي کله څۀ ليکل کېدلی شي؛ هغه هم پر داسې استاد چې شفيق وي، علم دوست وي، مينه ناک وي، زړۀسوی لري، د قربانۍ څخه ئې ځان نۀ وي سپمولی او د علم دوستۍ يوه دنګه ميناره وي. د هم دغه مينارې پۀ سايه کښې زۀ د شهزاد څخه پروفېسر شهزاد شوم او د هم دا استاد پۀ صحبت کښې ما قلم تر لاسه کړی. د يوۀ داسي هر اړخيزه شخصيت پۀ اړه د هغۀ پر هر اړخ باندې پي اېچ ډي کېدلې شي، پر هر اړخ باندې ئې تفسير ليکل کېدلی شي، کتابونه باندې ليکل کېدلی شي.
ماما اديب ؤ، سياست مدار ؤ او يو کښلی قانون پوهه ؤ. هغۀ سياست کښې د ځان غوندې شاګردان پېدا کړل چې نن ژورې درختې جوړې شوې دي او يو عام وګړی د هم دغه درختو پۀ سايه کښې راحت محسوسوي. د ماما ضد وګړي هم د هغۀ د صلاحيتونو پۀ اعتراف کولو سره نۀ ستړي کېدل؛ هغۀ هر ځای د خپلو صلاحيتونو پر بنسټ خپله پېژندګلوي کړې ده.
ستر څښتن داسې صلاحيت لرونکي وګړي ډېر کم پېدا کوي؛ هغه ځکه چې نن سبا ځان ځانۍ ډېره ناوړه بڼه خپله کړې ده. هغه څوک چې ماما ئې پېژندۀ، هغه به د دې خبرې پخلی کوي چې ماما هېڅ کله هم د حالاتو زېر اثر پۀ پاتېدلو سره ضمير فروشي نۀ ده کړې. د هم دغه ډول ضمير لرونکي، شعور لرونکي او د کردار لرونکي ځوانانو څخه نن زموږ ټولنه سوکه سوکه خالي کېږي. قدرمن سيد محمد چې د مسلم باغ اوسېدونکی دی، زما د دا پخلي به پۀ دا خبره کوي چې د ماما د مرګ څخه يو څو ورځې لۀ مخه زمونږ لۀ هغۀ سره د هغۀ د کواري روډ پۀ کور کښې لږ تر لږه څلور ساعته د دا موجوده حالاتو پر تناظر باندې خبرې وکړې ـــ نن د هغۀ يوه يوه خبره هم دغسې ثابتېږي. د ضمير څخه سترګې پټول د نن سياستدانانو شېوه جوړه شوې ده. د وطن څخه سترګې پټول، لۀ قربانيو څخه ځان ژغورل او د يو څو سيکو پۀ خاطر د قرباني شوي وګړو د تړمو وينو څخه سترګې پټول؛ د دا غوندې عملياتو څخه ماما ځان ژغوری.
ځکه نن هم د هغۀ فکر، نظريه او کردار د بل مشال غوندې ځلېږي او زما غوندې وګړي نن هم د ماما لۀ نظريې، فکر او کردار څخه تومنه اخلي او تر مرګه به د هغۀ پر لار باندي روان يو. دلته به دا خبره بې ځايه نۀ وي چې د عزيز ماما سره مينه لرونکي دعوېدار څۀ کم نۀ وي خو د دا عاشقانو سره دومره عرض حتماً کوم چې د ماما سره رښتینې مينه د هغۀ پر لار تګ دی او د هغۀ و نظريې ته وده ورکول د هغۀ سره د مينې کولو پخلی دی. نۀ پوهېږم چې څۀ وايم خو د دا خبرې پخلی زۀ پۀ دا شعر سره کوم:
ہم ان کے نقش قدم پر چلے تو بات بنے
کسی کی یاد منانے سے کچھ نہیں ہوتا
هغه وګړي چې د ماما سره به کښېناستل او زۀ پۀ خپله ډېر زيات ځيني متاثره يم او هغوي و ځان ته يو ځانګړی مقام لري لکه عبدالله جان جمالديني او پروفېسرمجتبٰي غوندې اکابرين شته پر کوم چا چې زمانه ناز کوي. کله چې به دا درې وګړي يو ځای سره کښېناستل او علمي بحث به ئې کولو نو د انساني عقل به دنګ ورته پاتې شو چې دا کائناتي ذهن لرونکي پۀ دا پسمانده صوبې کښې د قدرت لۀ خوا څخه يوه عطيه ده. د هغوي دلته کېدل د څۀ نعمت څخه کم نۀ دي. کاش چې مونږ د دوي لۀ قدر څخه خبر وی خو نن به مونږ د دوي څخه د محرومېدلو پر ځای لۀ دوي څخه فېض ياب وو.
عزيز الله ماما زما هغه لارښود دی لۀ کوم چا څخه چې ما سياسي زدکړه وکړه، ما ته ئې قلم پۀ لاس راکړی. هغه ماما ؤ چې د علم او ادب پۀ ګېڼه وپسوللم. زۀ پۀ خپله د دا خبرې پخلی کوم، کۀ ماما نۀ وی او زما روزنه ئې نۀ وی کړې نو به نن شايد چې زۀ شهزاد بې فېضه وی. ماما هغه لارښود دی چې زما غوندې ئې يو شمېر وګړي و ټولني ته ورکړي چې نن ټولنه زدکړه ځينې کوي.
ماما يو داسې وېنا کوونکی ؤ چې ژبه ئې ډېره زياته روانه او پسته وه خو خبره ئې د دليل پر بنسټ کوله؛ هغۀ هېڅ کله بې بنسټه خبره نۀ کوله. پۀ تاريخ داسې پوهه ؤ چې نن هم ځان لره ثاني نۀ لري. ماما يو هغه هماګير شخصيت ؤ چې پۀ خپل ځان کښې ئې دننه يو شمېر ځانګړتياوې درلودې. هغه يو ښۀ سياست مدار ؤ، يو ښۀ دوست ؤ، استاد ؤ؛ يعني د څلورو دروېشانو څلور سره ځانګړتياوې هغۀ يواځې پۀ خپل ځان کښې درلودې.
د ماما اړه لۀ يوې علمي او پتمنې کورنۍ څخه وه. د هغۀ د کورنۍ د علمي رڼا څخه نن هم بې لارې خلقو خپله لاره موندلې شي. د ماما کورنۍ پۀ ټوله سيمه کښې د قبائيلي ارزښت تر څنګ د خپل علمي څراغونه لۀ کبله ټوله سيمه رڼا کړې ده. ماما يو شمېر سياست مداران روزلي دي کوم چې نن د هېواد پۀ ملتيا د بېلا بېلو هېواد پۀ ګوټ ګوټ کښې ژوند کوي. د خېبر پښتونخوا پۀ ملتيا پۀ ټول افغانستان کښې د ماما نوم پۀ ډېر عزت سره اخستل کېږي؛ هغه ځکه چې هغه پۀ سياسي ډګر کښې پۀ ډېره لنډه موده کښې و سياسي لوستونکو ته دومره شعور ورکړی د کوم د پاره چې عمرونه لګي.
کۀ څۀ هم نن ماما زمونږ پۀ منځ کښې نشته خو د هغۀ ټولې وېناوې او مجلسونه لۀ مونږ سره خوندي دي او تر مرګه به راسره خوندي وي. د ماما غوندې باکرداره، با ضميره او باشعور انسانان پر دا زمکه کم و بېش شتون لري، لکه چې يو شاعر وائي:
مت سہل ہمیں جانو پھرتا ہے فلک برسوں
تب خاک کے پردے سے انسان نکلتا ہے
ماما دې فاني نړۍ څخه ډېر ژر کوچ وکړئ. مونږ تر اوسه لا اوس هېڅ هم استفاده نۀ وه ځينې کړې. دا محکوم او غلام قام د ازادۍ تر لاسه کولو چل لۀ تاڅخه زده کوي. تۀ د رڼ سباوون يو ځلانده ستوری وې، تۀ د دې محکوم قام هيله وې لاکن نن د دا قام اميدونه نيمه خوا شوي او نيمګړي پاتې شوي.
نن مونږ د دې خبرې لوظ کوو چې مونږ ټول به ستا پر لار تګ کوو او ستا و سياسي فکر ته به رښتینې بڼه ورکوو او ستا نيمګړي خوبونه به رښتيا کوو چې ستا د انقلاب ناره بشپړه شي. ستا غوندې به ستا نعره مونږ مدام ژوندۍ ساتو.
ماما پۀ وکالت کښې Face ته نۀ بلکې وCase ته کتل. پۀ ادب کښې ئې ډېرښت د معيار سره پرتله کوئ او پۀ سياست کښې ئې مفاد نۀ بلکې نظريه خپلوله. ماما پۀ خپله دوره کښې د “کهيشولال” او “منګوکو چوان” پلوي و. لکه يو شاعر وائي:
ہزاروں سال نرگس اپنی بے نوری پہ روتی ہے
بڑی مشکل سے ہوتا ہے چمن میں دیدہ ور پیدا
ماما د خپل وخت “نيا قانون” د “منګو کو چوان” او “نعره” د “کهيشولال” د دوک او داستحصال پۀ ضد نۀ صرف د بغاوت علم را پورته کړی بلکې د هغۀ ملاتړ او د حقوقو پۀ خاطر ئې د وخت لۀ دنګو مينارو سره جنګ د مدام لپاره امر شو. نن هم مونږ ټول “منګوکو چوان” يو، د بدلون پۀ انتظار يو خو لۀ بدې مرغې د ماما د نۀ کېدو لۀ کبله ډېر ژر مونږ ټول “منګوکوچوان” پۀ حوالات کښې يو او دا نور “کهيشولال” به ‘هټ تېري! هټ تېري’ کوي. لېوني به پۀ کوڅو کښې خپل کهتارسس کوي. صرف ژور نظر لرونکي او د بصيرت خاوندان د ماما او د ماما غوندې هستيو قدر کوي.