کتاب تبصره زندگی، تلاش و مبارزی ی من – نجیب الله پاڅون

پۀ روسیه کښې مېشت افغان لیکوال ښاغلي فاروق فردا د شلمې پېړۍ د وتلي ستر خدائي خدمتګار او لارښود، د خدائي خدمتګار تحریک پیاوړي مشر خان عبدالغفار خان باچاخان ژوند لیک «زما ژوند او جدو جهد» لۀ پښتو څخه دري ژبې ته «زندګی، تلاش و مبارزه ی من» تر نامه لاندې ژباړلی چې دغه کتاب پۀ کابل کښې د سرحدونو او قبایلو وزارت د پینځۀ سوه ټوکو پۀ شمېر پۀ شپږ سوه دوه ویشت مخونو کښې پۀ ښکلي صحافت او قطع سره خپور کړی.

ښاغلی فردا وائي د افغانستان او سیمې شرائطو ته پۀ کتو سره ئې پۀ اوس وخت کښې د خان عبدالغفار خان زما ژوند او جدو جهد نه بل ګټور او مهم کتاب ونۀ موند؛ نو ځکه ئې د دري ژبو لپاره دا کتاب وژباړۀ. نوموړی وائي پۀ دې کار سره به د دري ژبو او نورو قومونو تر منځ د یو والي، مینې او ورورګلوۍ رېښې نورې هم غښتلې شي او هیله لري چې نوي ځوانان به لۀ دې کتاب څخه د عدم تشدد مبارزه زده کړي.

ښاغلی فردا د دې کتاب د ژباړې پۀ اړه هم دا راز وئیلي کله مې چې د یاد کتاب د ژباړې خبر خپور کړ، حاجي خان کاکا لۀ کابل څخه یو ټوک کتاب راته وسپارۀ او وې وئیل، هیله لرم چې یوه ورځ د دې کتاب دري ژباړه بشپړه کړې. نوموړی د دې کتاب د چاپ او خپراوي پۀ برخه کښې د اولسمشر محمد اشرف غني صلاح کار عبدالغفور لېوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ګل اغا شېرزي او پۀ دې وزارت کښې د ښاغلي عبدالوحید خاورې او ښاغلي جاوېد احمد وفا لۀ زیار او هڅونې څخه مننه او کور ودانی کوي.

لکه څۀ رنګه چې د خدائي خدمتګارو مشر باچا خان پۀ ټولو پښتنو کښې د احترام ځای لري، هم دا راز د نورو ژبو ویونکي هم د باچا خان لۀ ژوند او مبارزې سره مینه لري او غواړي چې د دۀ لۀ کارنامو څخه ځان خبر کړي. پۀ افغانستان کښې د ټولو ژبو ویونکي پۀ ځانګړې توګه دري ژبي د خان عبدالغفار خان مبارزې ته پۀ درنښت ګوري او هغه پۀ شلمه پېړۍ کښې د بر صغیر او د عدم تشدد سرلاری یادوي.

د باچا خان ژوند لیک ‘زما ژوند او جدوجهد’ پۀ لومړي ځل سره پۀ کابل کښې چاپ شو چې بابا پۀ دې کتاب کښې د ژوند حالات، پوهې، سیاسي مبارزې، خداءي خدمتګار تحریک، د پښتنو د قومي سیاسي ازادۍ اړوند او د خپل ژوند تودې او سړې ولیکلې. نوموړی کتاب د ګڼو لوستونکو د پراخ هرکلي سره مخ شو او یاد کتاب تر دې دمه پۀ پښتو، کوریائي، جرمني، انګرېزي، عربي، اردو او پۀ ۲۰۱۸ کښې پۀ لومړي ځل سره پۀ دري ژبه وژباړل شو چې پۀ لنډ وخت کښې د ګڼو مینه والو د تود هرکلي سره مخ شو.

‘زما ژوند او جدوجهد’ کتاب دري ژباړلو څخه مخکښې ښاغلي فاروق فردا د خان عبدالغفار خان لنډې ویناوې «جستار هایی از ګفتار های خان عبدالغفار خان’ پۀ ۱۲۳ مخونو کښې پۀ ښکلې بڼه او پۀ لوړ تېراژ د حاجي خان کاکا پۀ مرسته چاپ او خپرې کړې. د دې کتاب ښۀ والی پۀ دې کښې دی چې د بابا ویناوې پۀ پښتو او دري ژبه راوړل شوې.

نوموړی کتاب چې کله مونږ پۀ شمالي ولایتو کښې ځینو ټولنو، فرهنګیانو او لیکوالانو ته وېشۀ، دري ژبو یاد کتاب ډېر خوښ کړ او نوو ځوانانو به وئیل چې مونږ ته خپلو پلرونو او نیکونو د خان عبدالغفار خان پۀ اړه قیصې کړې وې؛ خو لۀ وېناو سره ئې اشنا نۀ وو، د دوي لېوالتیا دې ته وه چې د باچا خان ‘زما ژوند او جدوجهد’ دې پۀ دري ژبه هم چاپ شي، تر څو د دري ژبې ویونکي پۀ اسانۍ سره پرې پوهه شي.

هم دا د ځوانانو او مشرانو مینه وه چې د بابا کتاب پۀ دري ژبه چاپ او خپور شو تر څو د نورو ژبو ویونکي پۀ اسانه د باچا خان ژوند او مبارزې پۀ اړه ځان پوهه کړي او لۀ دې کتاب څخه ګټه واخلي. ‘زندگی، تلاش و مبارزه ی من’ کتاب پۀ چاپ کېدو سره ګڼو لیکوالانو، پوهانو، ښوونکو، نوو ځوانانو او د باچا خان د فکري لارې لارویانو خپله خوښي څرګنده کړې او د دې کتاب دري ژباړه ئې یو لوی او ګټور کار ګڼلی دی.

ښاغلي فردا دغه کتاب پۀ روانه او خوږه دري ژبه ژباړلی چې هر لوستونکی پرې پۀ اسانه پوهېدلی شي. نوموړي د دې کتاب پۀ ژباړه کښې لۀ سختو او پېچلو لغاتو څخه ډډه کړې او پۀ ډېره اسانه او عام فهمه ژبه ئې د یاد کتاب ژباړه ترسره کړې ده. د ښاغلي فردا لۀ ژباړې څخه د خان عبدالغفار خان ځينې څو مهمې وېناوې د بېلګې پۀ ډول د لوستونکو لپاره راوړو:

  • من در زندان مرغداری می کردم، به دست خود برای شان دانه می دادم. آن ها چنان با من خو ګرفته بودند کۀ برخی شان در اغوشم می آمدند و برخی بر شانه هایم سوار می شدند. روزی آرد را سخت خمیر کرده بودم و به آنان می دادم. همه شان بر دستان من، در آغوش من و بر سر من نشسته بودند. جرنیل سمته در ان هنګام طی سفری وارد زندان ما شده بودند. با دیدن این تماشاه افسران زندان را برګشتانده و از پشت پشت جای من آمده بود، من از وی آګاهی نداشتم، اما از عقب من ایستاده است و می بیند، ناګهان صدا کرد، Good morning. صبح به خیر، من کۀ دیدم سمته صاحب است، او ادامه داد کۀ چی می کنی؟ برایش ګفتم کاری می کنم کۀ برای شما در آن درس بزرګی نهفته است. آشکار است کۀ ما این مرغ ها را می کشیم و ګوشت شان را می خوریم. اما بانهم کۀ من با انان مهر می ورزم و شکم شان را سیر می کنم، این ها در آغوش می آیند، بر شانه هایم سوار می شوند و بر سرم می نشینند. برای شما لازم است کۀ از این کار درس بګیرید. ببین این ها حیوان اند، اما به خاطر مهری کۀ باایشان می ورزم از آغوشم دور نمی شوند. انسان کۀ اشرف المخلوقات است، هر ګاه با او مهر ورزیده شود چرا دوست نګردد؟.
  • چیزی را کۀ ما انجام میدهیم برای خود نه بل برای میهن و اقوام مان انجام می دهیم، به کسی دیګر انجام نمی دهیم. ګپ دیګر این کۀ امروز ما کۀ با حکومت در جنګ هستیم بدین منظور است کۀ ما می خواهیم این امتیاز را از بین برداریم و بر جای آن می خواهیم مساوات استحکام یابد، امتیاز زمانی از بین می رود کۀ ما پیروز ګردیم و قدرت و اختیار به دست خود مان بیاید.
  • پشتون ها مردم بسیار خوش باورند، دیګران این چیز ها را در اذهان شان جا داده است. هر کس کۀ بر سر آنان هر تکه پارچه ای را انداخته است آنان به دور او ګرد آمده اند. شکرانه ها برایش داده اند. در خدمتش بوده اند و برایش هر طرف دویده اند. این بابا ها صرف مطلب شان را از این ها ګرفته اند و بس، چیزی به این ها نه داده و غم آنان را نه خورده اند.
  • خدا به خدمت نیاز ندارد، خدمت به خدا خدمت به آفریده های اوست، خدا این سرزمین را به ما داده است، خدا به همین ګونه به هر قومی سرزمینی داده است. این بدان منظور کۀ آنان و فرزندان شان درآن آرام و آباد باشند.

پۀ لنډو ټکو کښې وئیلی شو چې ‘زندگی، تلاش و مبارزه ی من’ کتاب څخه به پۀ افغانستان کښې د دري ژبو تر څنګ د نورو ګڼو ژبو ویونکي هم ګټه واخلي، ځکه زمونږ پۀ هېواد کښې ګڼ قومونه لکه اوزبیک، ترکمن، ایماق، بلوڅ او عربان اوسېږي، پۀ دوي کښې ځينې کسان پۀ پښتو ژبه نۀ پوهېږي؛ خو پۀ دري ژبه اسانه خبرې کولې شي. د دغه کتاب ژباړه به د دې لامل شي چې دوي هم نوموړی کتاب ولولي او د عدم تشدد د مبارزې مخکښ او د خدائي خدمتګارو تحریک مشر ارواښاد خان عبدالغفار خان لۀ ژوند او مبارزې څخه ځان خبر کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …