لۀ تېرو دوو درېو کلونو څخه به پر رسنيو د قادر خان د مرګ خبرونه خپرېدل چې بيا به ئې وروسته ترديد وشو چې هغه ژوندی دی . خو پۀ یو دېرشم دسمبر 2018ز کښې چې د قادر خان د مرګ خبر خپور شو نو دغه خبر رښتيا شو. د ارواښاد کورنۍ د دې خبر تائيد هم وکړ چې قادر خان د کېنېډا پۀ ټورنټو ښار کښې د ناروغۍ پۀ حالت کښې ژوند لۀ لاسه ورکړو. خدای دې پرې ورحمېږي! امين.
قادر خان چې د هندي سنېما يو مشهور ادا کار ؤ، د نوموړي د ژوند پۀ اړه وخت پر وخت بېلابېلې مرکې او معلومات تر مونږه رارسېدلي دي چې دغه ټول معلومات زما لپاره سم نۀ ایسېدل، ځکه چې ما لۀ کوچنيوالي د کوئټې رېډيو سټېشن يو اداکار پېژندو چې پۀ ‘اختري’ ئې شهرت درلود او اصل نوم ئې ‘اکبر خان کاکړ’ ؤ او د کوئټې پۀ کاسي واټ کښې اوسېدو. مونږ چې کوچني وو، لۀ مشرانو مو اورېدل چې اختری د قادر خان ورور دی. يوۀ نیم به دغه خبره کوله چې د ترور زوی ئې دی . کاکړان د مور او پلار دواړو خوېندو ته ترور وائي. یعني د مور لۀ خوا ئې د خور زوی دی. کله چې به بيا مونږ هندي فلمان کتل نو مونږ به کوشش کاوۀ چې هغه فلمان وګورو چې قادر خان کار پۀ کښې کړی وي. د قادر خان فلمونه کۀ لۀ يوۀ پلوه پۀ دې مونږ خوښول چې د دۀ انداز به ډېر خوندور ؤ ډېر خنده رويه کردار به ئې لوبولو.
خپله خبره رالنډوم. پۀ 2009ز او 2010ز کښې پۀ کابل کښې زمونږ تکړه ملګري محبوب الله خان راته ووئيل چې پر هغو پښتنو کار کوم چې پۀ هندي فلمونو کښې ئې کار کړی، نو خدای شته د نورو ملګرو تر څنګ ما هم د محبوب الله خان دغه کار وستایۀ او نوموړی مو دې ته تشویق کړو چې دغه کار ترسره کړي . دۀ د دې کار لپاره څو ځله هند ته سفرونه وکړل او اخر کار پۀ دې کښې بريالی شو چې ‘خانان پۀ باليوډ’ کښې تر سرليک لاندې ئې يو ښۀ غو کتاب چې 244 مخونه لري، پۀ مجلده بڼه پۀ 2011ز کښې د پښتو ادب غولي ته وړاندې کړو او ما ته ئې دغه کتاب پۀ 2012ز کښې پۀ پښتنې مينه ډالۍ کړو.
اوس چې قادرخان لۀ دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او زما ئې مرګ زړۀ ته هم نۀ لوېدو؛ پر څلورمه جنوري 2019ز د حاجي فضل محمد نورزي د غاليو پر دوکان د قادر خان لۀ ورارۀ بهادر خان استاد سره مخ شوم او پوښتنه مې ځيني وکړه چې قادر خان خو مړ شو، تاسو ئې فاتحه وکړه؟ دۀ راته ووئیل چې مونږ فاتحه او خېرات ورپسې وکړل. بيا زۀ او دی لۀ دغه ځايه د کوئټې د مشهور مزدور يونين پخواني مشر خېر محمد فورمېن چې د قادرخان کشر ورور دی او تر اوسه پورې ژوندی دی، لۀ خېر محمد صاحب سره مي ډېري خبرې وشوې. ډېر ياداښتونه مې ترې واخستل. بيا مو ئې لۀ ورارۀ څخه ډېر معلومات لۀ نوي سره تر لاسه کړل چې د نوموړي پر کورنۍ او ټاټوبي باندي لږ تر لږه دومره ليکنه وکړم چې تاريخ ته خپله غاړه خلاصه کړم او کوم معلومات چې زۀ لرم يا ما تر لاسه کړي، هغه د قادر خان تر کورنۍ او د هغۀ تر مئينانو ورسوم او دوېمه ګټه به ئې دا وي چې د پښتون تاريخ يو څپرکی به مو پۀ ریښتینې بڼه رغولی وي.
اوس راځم د خپل باچا محبوب الله خان کتاب ته چې پۀ دغه اړه ئې ډېر پۀ زړۀ پورې کار کړی دی . زمونږ ډېرې څهرې ئې مونږ ته پۀ خپل کتاب کښې راپېژندلي دي. کۀ د محبوب الله خان باچا دغه زيار زمونږ پۀ وړاندې نۀ وی پروت نو به مو نن د حوالې لپاره هېڅ هم نۀ لرل. زۀ پۀ خپل وار د نوموړي دغه کار ستايم او کۀ مو چرې وس او توان درلودلی نو دغه کار به مو پۀ سرو زرو ورتللی. زما لۀ شتمنو پښتنو څخه خواست دی چې د محبوب الله خان دغه کتاب بايد بيا بيا چاپ کړي.
لومړی زۀ د محبوب الله خان لۀ کتاب څخه څو کرښې رانقلوم چې د خپلې موضوع بحث ور باندې روان کړم.
ښاغلی محبوب الله د قادر خان پۀ اړه پۀ خپل کتاب کښې داسې ليکي:
‘قادر خان د هندي سنېما هغه وتلې کومیډي څهره ده چې پۀ کوم فلم کښې ئې رول لوبولی دی نو ټول فلم ئې د خپل کار تر سیوري لاندې راوستی دی. لۀ هم دې امله هغه پۀ 1991ز کښې د هندي سنېما د ‘فلم فئیر’ د غوره کومیډي لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.’1
ملګري محبوب الله خان د قادر خان د زېږېدو او کورنۍ پۀ اړه داسې معلومات لۀ نوموړي قادر خان څخه ترلاسه کړي او مونږ ته ئې وړاندې کړي دي:
“قادر خان پۀ 1937ز کښې زېږېدلی او کورنۍ ئې لۀ کندهاره کابل او بيا ممبۍ ته کډه شوې ده’.2
محبوب الله خان پۀ خپل کتاب کښې د نوموړي د کورنۍ او اولاد پۀ اړه داسې معلومات راکوي:
‘قادر خان اوس مهال پۀ ممبۍ کښې ژوند کوي، درې اولادونه لري چې شهنواز خان او سرفراز خان ئې فلمونو کښې کار کوي او يو بل زوی دی چې پۀ کېنېډا کښې اوسي او پۀ فلمي نړۍ کښې کار نۀ کوي.’3
محبوب الله خان وخت پر وخت لۀ قادر خان سره مرکې کړي، د يوې مرکې لنډېز ئې پۀ خپل کتاب کښې راوړی چې د خپلې استفادې لپاره د دۀ لۀ مرکې څخه درې پوښتنې او ځوابونه رانقلوم:
‘پوښتنه: ستاسو پۀ اړه وئیل کېږي چې د کوئټې يا پښين ياست؟
ځواب: داسې ده چې مونږ پۀ اصل کښې د کندهار يو. زما پلار مولوي ؤ. زما مور د پښین ده. پلار مې بيا کابل ته کډه شوی و. زمونږ خپلوانو زما پۀ اړه ډېر معلومات پۀ نيټ کښې اچولي دي چې هغه ټول سم نۀ دي.
پوښتنه: نو تاسو ممبۍ ته څنګه راغلئ؟
ځواب: قیصه داسې ده چې زما درې وروڼه پۀ ماشومتوب کښې مړۀ شول. زما تر زېږون وروستو مې مور و پلار ته وئیلي وو چې لۀ دې ځايه چرته لرې کډه وکړي، لۀ هم دې امله زمونږ کورنۍ ممبۍ ته راغله او زۀ اوس د پینځۀ اويا کلونو يم.
پوښتنه: تاسو اوس څو اولادونه لرئ؟
ځواب: زۀ درې زامن لرم چې دوه پۀ فلمونو کښې کارکوي او يو بل پۀ کېنېډا کښې ژوند کوي. زۀ هم هلته ځم راځم او تابعت ئې هم لرم.’4
لۀ دې پرته د محبوب الله خان او قادر خان تر منځ يوه بله وېډيو مرکه پۀ نيټ پرته ده چې پۀ هغې کښې قادر خان د محبوب الله خان پۀ پوښتنو کښې داسې ځوابونه وائي چې:
‘زما درې وروڼه شمس الرحمان، فضل الرحمان او حبيب الرحمان لۀ ناروغۍ څخه درې واړه مړۀ شول. بيا زما مور وئیل، زما د زوي لپاره دغه ځای ښۀ نۀ دی. مونږ ممبۍ ته راغلو. مونږ کاکړ يو. پلار مې د کندهار ؤ، مور مې د پښين وه. زۀ پۀ ذات کاکړ يم.’
دا د قادر خان د مرکې ځوابونه وو چې پۀ لنډ ډول مو رانقل کړل.
لۀ دې پرته د قادر خان پۀ اړه پۀ نيټ او بېلا بېلو وېبپاڼو کښې د نوموړي د زېږېدو کال 1937ز ورکول شوی دی چې وروسته به خبرې پرې وکړو.
اوس به راشم خپلو هغو ياداښتونو ته چې د پوښتنو او ځوابونو پۀ شکل کښې مې د خېر محمد فورمېن5 او بهادر خان استاد6 سره کړي، دلته وړاندي کړم چې زمونږ خبره ور باندي سپينه شي.
د قادر خان کورنۍ د پښين لۀ کلازۍ کلي څخه د 1930ز پۀ شاوخوا کښې و کوئټې ته راغلې او د کوئټې د شالدرې نومې سيمه کښې اباده شوې ده.
د قادر خان پلار محمد عمر او نيکه ئې عبدالرحمان نومېد. محمد عمر پۀ خټه کلازی، پڼېزون کاکړ ؤ. پۀ پښين کښې د کلازۍ پۀ نوم يو کلی شته چې دغه کلی بيا اوس پۀ اوسنۍ قلعه عبدالله ضلع کښې راځي. سېګي ترينان چې د پښين پۀ ګلستان کښې استوګن دي، ډېرې پراخې زمکې لري. نصیر الدين سېګی ترين د دې سیمې اوسېدونکی تېر شوی دي. د نوموړي دوه لوڼه چې يوه لور ئې محمد عمر کاکړ ته ورکړې وه چې حاکم بي بي نومېده او بله لور ئې عبدالرحمان دراني ته ورکړې وه چې د کندهار ؤ او پۀ کوئټه کښې اوسېدو، دغه لور ئې بي بي جانه نومېده. د عبدالرحمان دراني لۀ خپلې مېرمنې څخه درې زامن شوي وو چې هغه وخت کوی (چيچک) يوه ناوړه وائرل بيماري وه چې درې واړو زامنو ئې کوی اخستی ؤ او لۀ بده مرغه درې واړه زامن ئې د څو شپو پۀ جريان کښې لۀ دې ناروغۍ څخه ژوند لۀ لاسه ورکړی ؤ او د محمد عمر پۀ دغه کال دوه غبرګولي زامن شوي وو چې اکبر خان او قادر خان نومونه ئې پرې ایښي وو. د محمد عمر مېرمن چې حاکم بي بي نومېده، خپل يو زوی قادر خان پۀ وړوکوالي خپلې خور بي بي جانې ته وربخښلی ؤ. کله چې ئې خپلې خور ته خپل زوی قادر خان ورکړو، د بي بي جانې خاوند چې خپل درې زامن شمس الرحمان، فضل الرحمان او حبيب الرحمان چې د کوي ناروغۍ څخه وفات شوي وو، زړۀ نۀ شو کولی چې نور دلته پۀ کوټه کښې پاتې شي. چونکې عبدالرحمان درانی چې پۀ اصل کښې د کندهار اوسېدونکی ؤ، لۀ کوئټې څخه کندهار او بيا کابل ته کډه شو. لۀ بده مرغه پۀ کابل کښې قادر خان ته هم دغه ناروغي ورپېښه شوه. بيا عبدالرحمان دراني د علاج لپاره خپل کور د هند ښار ممبۍ ته يوړو او هلته مېشت شول. پۀ ممبۍ کښې د قادر خان علاج وشو او لۀ مرګ څخه وژغورل شو. تر اکبرخان او قادر خان وروسته د حاکم بي بي نور زامن او لوڼه هم شوې دي چې د دوي ټولو نومونه پۀ دې ډول دي ــــ اکبر خان، قادر خان، نادرخان، خېر محمد، ګل حميد، محمد هاشم، نور جهان او بي بي. پۀ دوي کښې دوه وروڼه خېر محمد، محمد هاشم او دغه دوه خوېندې تر اوسه پورې ژوندي دي .
دغه غبرګولي زامن اکبر خان او قادر خان چې يو زوی خپلې مور پۀ کوئټه کښې لوی کړو او قادرخان خپلې ترور (کاکړان د مور او پلار دواړو خوېندو ته ترور وائي) پۀ هند کښې لوی کړو. اکبر خان پۀ کوئټه رېډيو سټېشن کښې يو ډېر پۀ زړۀ پورې اداکار او د کوئټې رېډيو سټېشن پۀ ډېرو ډرامو کښې ئې کار کړی دی او د خپل وخت ډېر مشهور فنکار تېر شوی دی. او بلې خوا ته قادر خان د نړیوال شهرت خاوند شو چې د هېڅ ډول تعارف محتاجه نۀ دی.
د قادر خان د دوو زامنو د نومونو ذکر پۀ مرکو او د محبوب الله خان پۀ کتاب کښې شوی دی. د درېم زوي نوم ئې د خېر محمد فورمېن او بهادرخان لۀ خولې څخه را معلوم شو چې د قادر خان درې زامن دي، نومونه ئې پۀ دې ډول دي:
قدوس خان، سرفراز خان او شهنواز خان.
نصير الدين چې د قادر خان د مور لۀ خوا نیکۀ ؤ، هغۀ د لوڼو تر څنګ درې زامن درلودل چې نومونه ئې پۀ دې ډول دي:
نذر محمد ترين، محمد عظيم ترين او محمد دين ترين .
د نصيرالدين ترين دغه درې زامن پۀ رشته کښې د قادر خان ماماګان دي. لۀ دې پرته يوه بله خبره د يادولو وړ ده چې خېر محمد راته ووئیل چې قادر خان او اکبر خان چې زما وروڼه دي، دوي د کوئټې تر زلزلې وړاندي زېږېدلي دي او دغه ئې هم ووئیل چې مور راته وئیل چې د زلزلې پۀ کال مې زامن تر کال اوښتي وو .
نو پۀ دې حواله مونږ وئیلی شو چې قادر خان پۀ 1937ز کښې نۀ بلکې پۀ 1934ز کښې زېږېدلی دی؛ ځکه چې د کوئټې لويه زلزله د 1935ز پۀ پینځمه مياشت کښې شوې وه.او چې دوي تر يوۀ کال اوښتي وو نو بيا دوي پۀ 1934ز کښې زيږېدلي دي. د دغو پوښتنو پۀ جريان کښې چې لۀ بهادر خان چې د قادر خان ورارۀ او د نادر خان زوی دی، څخه ؤ پوښتل چې تاسو فاتحه ولې پۀ پټه واخستله، دغه خو يو مشهور شخصيت ؤ؛ بايد چې پۀ لوړه کچه ئې فاتحه شوې وه او ما دغه غوښتنه هم ترې وکړه چې مونږ ئې پۀ پراخه کچه فاتحه واخلو او تاسو ګډون راسره وکړئ، خو نوموړي راته ووئیل چې مونږ د دې ملک استخباراتو د قادر خان لۀ وجې وخت پۀ وخت زيات تنګ کړي يو. زمونږ خطونه او ټيلى فونونه به څارل کېدل، ځکه چې نن سبا بيا د پاکستان او انډيا حالات سم نۀ دي.
ما کۀ هر څومره هڅه وکړه چې پۀ دې حواله يو پروګرام ترتيب کړو او کورنۍ ئې لۀ مونږ سره پۀ دې پروګرام کښې ونډه واخلي خو هغوي پۀ دې ترېنګلو حالاتو کښې زړۀ نۀ ښۀ کولو او د خېر محمد لالا خو څو څو ځله پۀ دې حواله تر سترګو اوښکې هم راغلې او زۀ هم غلی شوم . د خپل دې بحث پۀ پايله کښې دا وئیلی شو چې قادر خان پۀ خټه کلازی پڼېزون کاکړ دی او مور ئې سېګۍ ترينه ده. پلرنی او مورنی ټاټوبی ئې پښين دی. نوموړی د کوئټې د شالدرې پۀ سيمه کښې زېږېدلی دی. د پلار نوم ئې محمد عمر کاکړ دی او د زېږون کال ئې 1934ز دی او پۀ یو دېرشم دسمبر 2018ز د کېنېډا پۀ ټورنټو ښار کښې وفات شو. الله دې پرې ورحمېږي! امين.
حوالې:
- خان، محبوب الله، خانان پۀ باليوډ کښې، 140مخ، چاپ 2011ز، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني.
- هم دغه اثر، هم دغه مخ
- هم دغه اثر، مخ 141
- هم دغه اثر، مخ 142
- لۀ خېر محمد فورمېن سره پوښتنې ځوابونه، 4 جنوري 2019ز
- لۀ بهادر خان استاد سره پوښتنې ځوابونه، 5,4 جنوري 2019ز