د اجمل خټک قَلم او عَلم ــــ یو تاثر
د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره د فرورۍ پۀ اوومه نېټه وشوه. سږ کال دې تلین زړه قیصه پۀ بل رنګ نوې کړه. سږ کال ‘چا’ فېصله وکړه چې د اجمل خټک بابا تلین کښې به هغه ګوند نۀ وي چې اجمل خټک بابا ئې دوه ځله مرکزي مشر پاتې شوے دے. د اجمل خټک بابا تلین کښې به هغه سره جنډه نۀ وي چې اجمل بابا ورسره تر خپله ګوره پت پاللے ؤ. د اجمل بابا تلین کښې به هغه سورپوشان نۀ وي چې دۀ ورله د غېرت چغې لیکلې، چې دۀ ‘دا زۀ پاګل وم؟’ کښې د هغوي د پاګلتوب قیصې خوندې کولې. د روایت سره سم، د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو د اجمل خټک بابا تلین سحر اکوړي کښې د هغۀ پۀ مزار د قران ختم او د ګلونو د څادر غوړولو سره شروع کړو او باچا خان مرکز کښې ئې پرې مشاعره او جلسه وکړه.
‘چا’ چې فېصله کړې وه چې دغه تلین کښې به سُور سیاسي رنګ نۀ وي، غونډې ته ئې د مشر مېلمه پۀ توګه ښاغلي فصیح الدین او د صدارت د پاره ښاغلي نور البشر نوید ته بلنه ورکړې وه. دغه غونډه کښې د اجمل خټک بابا تلین له د یو ډېر ناوړه رنګ ورکولو ناوړه کوشش وشو او مونږ دا خپله ذمه واري ګڼو چې د عوامي نېشنل پارټۍ او باچا خان مرکز نامه باندې چې پۀ کومه بدنیتۍ د خاورو مښلو کوشش شوے، مونږ پۀ نېک نیتۍ سره هغې باندې بشپړه لیکنه وکړو او تاریخ ته خپل دریځ وړاندې کړو. ‘لیکوال’ مجله کښې ښاغلے نور البشر نوید خپله د یو لیک یو تاثر لړۍ چلوي؛ مونږ پۀ اکوړي کښې د شوې دستورې د صدر پۀ حېث د هغۀ وېنا دلته راخلو او پۀ تقلید کښې ئې پرې خپل تاثر لیکو ــــ
‘ما نه د خبرو د ترتیب هاغه هنر هېرېږي؛ ځکه چې د اجمل صاحب اثر او بیا زما تاثر دواړه پۀ داسې حالت کښې دي چې ما ته اجمل صاحب پۀ یوه موقع وئیلي وو چې کومو خلقو زۀ جسماني طور وژل غوښتلم، زۀ د هاغه ډېرو خلقو جنازو کښې خپله ولاړ یم او چا چې زۀ سیاسي طور وژلم، هغوي زما پۀ ژوند سیاسي طور مړۀ دي ـــ او زۀ وایم چې دې ملنګ سره کۀ خان دے کۀ ملا دے، چې دا ملنګ ئې ازار کړے، ازاري شوي دي.
دې ملنګ څۀ غوښتل؟ دا ملنګ یو داسې شاعر چې د مزاحمتي ادب بنیاد او جرړه ده او دغه جرړه چې تر مونږ رارسي نو مونږه ئې پۀ ډېر ویاړ او ډېر احترام سره نوم اخلو. زۀ اکثر یوه خبره کوم چې ما د اجمل صاحب سره عقیدت چرې نۀ دے کړے او نۀ ورسره عقیدت لرم؛ زۀ ورته احترام لرم ـــ ځکه چې عقیدت هم ځان له دهوکه ورکول دي او هم بل له دهوکه ورکول دي. زۀ چې خپل لیکونه وګورم نو ما د اجمل صاحب سره ډېر اختلاف لرلي دي. ما اتۀ ویشت کاله وړاندې د اجمل صاحب سره پۀ یو نظم ‘باچا خان ته شکایت’ اختلاف لرلے ؤ، بلکې هغوي چې کوم تقریر کړے ؤ، هغه د هغوي د خپلې پارټۍ د جذباتو او پالیسیو یوه خبره وه؛ خو بیا یو وخت راغلو چې ما ترې تپوس وکړو چې بابا! زما د شکایت متعلق مو څۀ خیال دے نو هغۀ ووې چې ستا شکایت صحیح ؤ.
نو زۀ دا وایم چې سلیم راز صاحب ناست دے چې ما ته دا فخر حاصل دے چې پۀ دوو موقعو باندې د اجمل صاحب ما سره امانتونه دي ـــ یو امانت د هغۀ د قلم دے چې د هغه قلم مستحق ئې زۀ ګڼلے یم او د خپل وصیت مطابق ئې ما له دغه قلم راکړے دے. زۀ به پۀ ژوند کښې داسې چرې چرې هم بله تحفه داسې ونۀ ګڼم، بلکې د بابا قلم یو قامي امانت دے ما سره ـــ او زۀ د اجمل صاحب د تلین پۀ موقع یا د هغۀ د محفل پۀ موقع دا خبره بیا بیا ځکه کوم چې زۀ به دې قلم سره چرې جفا ونۀ کړم. ځکه چې د هغۀ د حرفونو سره او د هغۀ د قلم سره او د هغۀ د فکر سره چې چا جفا کړې ده، هغه ازاریان دي او هغوي خپل ازار موندے دے.
او بله ئې زما متعلق دا یوه خبره کړې ده چې ستا دا شکایت صحیح دے نو دا زما پۀ ژوند کښې دوه سرټیفیکېټونه زۀ ګڼم چې ما ته به ئې بل څوک رانۀ کړي او نۀ به ئې زۀ پۀ دغه مینه قبول کړم.
نو زۀ ځکه وایم چې ما ورته احترام لرلے دے، احترام ورته لرم خو عقیدت نۀ لرم. عقیدتونه شخصیاتو ته لرل چې دي، هغه ځان هم دهوکه کول دي او بل هم دهوکه کول دي. مونږ ډېر شخصیتونه ولیدل چې لکه د باد والوتل، بیخي څملاستل او اوس د پاڅېدو هڅه هم نۀ شي کولې.
دا زمونږ ډېره لویه بد بختي ده چې زمونږ پۀ شاعرۍ کښې مزاحمتي رنګ نشته او سانده پکښې ډېره ده ـــ زۀ پۀ خپله بنیادي طور شاعر یم، نو مونږه سانده وهو. مونږه چرې هم مزاحمت ونۀ کړو؛ بلکې بیا چې مونږه پۀ حرفونو کښې مزاحمت وکړو نو مونږ پۀ عمل کښې مزاحمت ونۀ کړو. پۀ پښتو شاعرانو ادیبانو او زمونږ پۀ داسې مشرانو چې ژوندي هم دي او دا ئې سرخېل دے، دوي مزاحمت پۀ لیک کښې هم کړے دے او پۀ عمل کښې ئې هم کړے دے؛ دا ډېر ګران کار دے.
زۀ لۀ خدایه سوال کوم چې خدایه! کومه مرتبه او کوم شان او د مزاحمت او انقلاب کومه څړیکه چې دې سړي له تا ورکړې وه، خدایه!هغه پۀ ما کښې او دې ټولو پښتنو کښې واچوه.
د اجمل صاحب ډېر لوے شخصیت دے، نوم ئې دے؛ خو د هغۀ د نوم، شخصیت او قربانیو او ډېرو هلوځلو ته چې سړے وګوري او دې پنډال ته وګوري نو ما له حیا راشي او باید چې هر پښتون له حیا ورشي ــ خو لۀ بده مرغه نن پۀ دې ورځ باندې د پارټۍ پروګرام بېل دے او د شاعرانو ادیبانو پروګرام بېل دے. مونږ پۀ اول ځل ولیدل چې سیاسي خلق پۀ داسې موقعو مونږ د ځان نه بېل کړي او یوه موقع راشي چې ووائي چې سیاست او ادب یو دے. مونږه ګڼو چې دا یو دے ځکه چې ادب کُل دے او سیاست ئې جُز دے. سیاست ته مونږه تګلاره ښایو،سیاست زمونږه پۀ رڼا باندې روان دے ـــ دا بېله خبره ده چې ساندې پۀ مونږ وهي، چغې پۀ مونږ وهي او چې خبره د داسې ملنګ د درناوي راشي نو هلته دوه ټولي شي. ډېر د افسوس مقام دے، ډېره د افسوس خبره ده چې باچا خان مرکز نن دلته نشته، دې پنډال کښې نشته. لږ بهر راوتل غواړي او دې ملنګ ته راتلل غواړي. دغه مشران، دغه زمونږ د پښتنو مرکز چې مونږه ورته د پښتنو مرکز وایو، د چا جاګیر ورته نۀ وایو ـــ خو یوه خبره اوس روانه ده ـــ سلیم راز صاحب دلته ناست دے، مونږه سره یو فکر پېدا شوے دے چې زمونږ د مشرانو عقیدې، د هغوي سیاستونه، د هغوي نظریې، د هغوي د مسلکونو، د هغوي د سیاسي تګلارو نومونه بدلېږي ـــ څوک وائي چې دا قام پرست دے، څوک وائي چې دا کمیونسټ دے، څوک وائي چې پۀ دې لاره دے ـــ مونږ له، زمونږ مشرانو له لارې مۀ بدلوئ! ډېر د افسوس مقام دے ــــ مونږه پرې احتجاج کوو! زۀ پرې ځاني احتجاج کوم چې د پښتنو دا لوے مرکز دې زمونږ د شخصیاتو دا مسخ کېدل پرېږدي.
زمونږ مشران چې څومره یاد شوي دي، هغوي له د تګلارې بدلولو کوشش کېږي. کۀ هغوي پۀ هر نوم دي مونږ ته قبول دي، ځکه چې هغوي مونږ له بنیادونه جوړ کړي دي ـــ کۀ هغه کمیونسټ دے، زۀ ورته سُور سلام کوم ـــ کۀ هغه قام پرست دے، زۀ ورته سور سلام کوم ـــ کۀ هغه زما د پښتو شاعر او ادیب ملګرے دے، زۀ ورته سور سلام کوم ــــ خو کۀ څوک مونږ زمونږ مشران پۀ دې لارو بېلولو کوشش کوي، دا عالمان لګیا دي او دا الټراساونډ ورله وکاږي، نو مونږ سره دا وېره ده چې اوس دې ملنګ له دا نوم بدل نۀ کړي. د ملنګ Difinition د ملنګ تعارف څوک بدل نۀ کړي، څنګه چې ئې د رحمان بابا تعارف بدل کړے دے ـــ مونږ رحمان بابا ته یو مترقي شاعر وایو، دوي ورته ملنګ وائي ـــ مونږ دۀ ته هم ملنګ وایو ـــ دا هم ملنګ دے خو ملنګ پۀ هاغه معنٰي نۀ ـــ ملنګ د ژوند د چغې پۀ معنٰي لکه څنګه چې وختي زمونږ مشر مېلمه دا خبره وکړه ــــ
نو مونږه سره وېره ده او دې ته ذهنونه تیار کړئ چې کۀ څوک زمونږ مشرانو له د عقیدې د بدلولو کوشش کوي، کۀ هغه مړي دي کۀ ژوندي دي ـــ زمونږ عقیده بیخي صفا ده ـــ عقیده ورته هم وئیل نۀ دي پکار ځکه چې عقیده ړنده وي ــــ دا مذهبي ټکے دے ـــ مونږه بس د مذهب عقیده لرو، نوره زمونږ د سیاسي تګلارې عقیده نشته ـــ زۀ ورته کم از کم عقیده نۀ وایم ځکه چې عقیده ړنده ده، زۀ ورته د خپلې تګلارې نظریه وایم ـــ نظریه حرفِ اخر نۀ دے، بدلېږي به، د وخت د ضرورتونو مطابق، د انساني ضرورتونو مطابق، د نورې دنیا د بدلون سره د تګ مطابق، انسان خپلو ضرورتونو سره خپله تګلاره بدلوي، خو د هغې مطلب هېڅ کله دا نۀ دے چې زمونږ مشران کۀ هغه د هرې لارې دي، خو هغوي چې پۀ دې خاوره د یو ښکلي انقلاب تصور پېش کړے دے، هغه لاره زمونږه لاره ده.
زۀ یوه بله خبره اخره کښې کومه؛ هغه دا ده چې دا ملنګ بنیادي طور شاعر دے ـــ مزاحمتي، مترقي او انقلابي شاعر دے او دا نۀ یواځې شاعر دے، دۀ افسانې لیکلې دي، دۀ ډرامې لیکلې دي، دۀ پۀ ډرامه کښې پۀ تهېټر کښې کار کړے دے پۀ خپله ـــ زۀ پۀ خپله د ډرامې سره تعلق لرم، زۀ ستاسو د ټولو مشرانو پۀ مخکښې یوه وعده کوم او تاسو نه هم وعده اخلم چې کۀ ما ته خداے ژوند راکړو نو زۀ به د اجمل صاحب کردار روغ لیکم د فلم سټېج او تهېټر پۀ ذریعه باندې ـــ ځکه چې کۀ مونږ شعرونه ووایو کۀ مقاله ووایو، هغه د هوا سره خبره ده لاړه ـــ خو چې مونږه د اجمل صاحب د ټول ژوند احاطه وکړو او هغه د کردار پۀ شکل کښې زۀ تاسو ته پېش کړم چې پۀ هغې کښې سیاست هم دے، چې پۀ هغې کښې ادب هم دے، چې پۀ هغې کښې موسیقي هم ده، هغې کښې مزاحمت هم دےاو پۀ هغې کښې د ژوند د اخري پایې پورې د خپلې لارې نه د نۀ اوړېدو (قیصه) هم؛ نو ستاسو به خوښه نۀ وي چې یو داسې کردار تاسو پۀ سټېج باندې وګورئ چې اجمل خټک درته زۀ بیا ژوندے کړم؟
ـ ـ ـ زما دا خواهش ځکه راپېدا شوے دے چې زمونږ د مشرانو، د هغوي د سیاسي قد و قامت د لنډولو کوشش کېږي ـــ د هغوي پۀ نظریو پسې خنداګانې کېږي او زۀ ورته خپل بنیادونه وایم او دغه بنیادونه کۀ هر څوک خوځوي، لوے لوے مرکزونه ئې خوځوي ـــ زۀ یواځې سړے یم ‘لیکوال’ چلوم د پینځویشت کلونو نه، ما چرې د شخصیاتو، د خپلو شخصیاتو کردارونه داسې نۀ دي مسخ کړي، نۀ به ئې وکړم ـــ ځکه چې دا زمونږه بنیادونه دي او دا زۀ چې نن دلته ولاړ یم، دا هم د دې سړي اثر دے ـــ دا هم د هاغه انقلابیانو اثر دے چې ما کښې ئې دا نشه ایښې ده، ما کښې ئې دا نشه پېدا کړې ده ــــ ډېره مننه
تاثر:
هو! د دې کېفیت د پېدا کېدو سبب ته د نفسیاتو علم کښې ‘ډیجاو’ وائي. د ‘لېبلنګ’ پۀ توندۍ کښې د خبرو د ترتیب هنر هېر شي.
هو! تاسو به کله هم د اجمل خټک سره د عقیدت لرلو نه انکار نۀ ؤ کړے کۀ تاسو د عقیدت پۀ معنوي رېشه نۀ وئ تېروتلي او دا علمي نکته مو پام کښې لرلې وه چې عقیدت د احترام راتلونکې معنوي پوړۍ وي ـــ د مفکورې سره د تفاهم نتیجه کښې پېدا شوے احترام راتلونکې مرحله کښې عقیدت کېږي.
هو! اتۀ ویشت کاله پس د ‘باچا خان ته شکایت’ تنقیدي جاج نه پس تاسو دا ضرورت محسوس کړو چې دغه شکایت چې اصل کښې د قامي سیاست پۀ حقله ستاسو د Mental Filtering نه زېږېدلے دے، پۀ حقله د اجمل خټک موافقت مخ ته راوړئ ـــ پۀ دغه موافقت هېڅ اعتراض نۀ لرو ـــ خبره راکښل هم نۀ غواړو، ګنې کۀ څوک ووائي چې اجمل خټک بابا نور الامین ایسپزي صاحب ته وئیلي وو چې اجمل خټک بابا وئیل چې ما به ادبي محفلونو کښې د زلمو حوصله افزایۍ د پاره قلم یو شاعر ته ډالۍ کولو، کله هم پۀ قلم ورکولو ستومانه شوے نۀ یم سېوا د دې نه چې نور البشر نوید ته مې قلم ورکړے ؤ نو د دې رښتینولي به څۀ کوو؟ بشر صاحب به خپله نننۍ خبره کښې سبا دا اضافه وکړي چې پلانکے پلانکے هم وو، نور الامین صاحب به ووائي چې پلانکے پلانکے هم وو ــــ نو بیا؟ قبرونو کښې پراتۀ مړي رښتوني وي، هغوي پسې اتۀ کاله او اتۀ ویشت کاله پس خبرې راویستل حق نۀ دے!!!
هو! تاسو پنډال ته وکتل او حیا درغله!!! باید هر چا ته حیا ورشي ـــ تاسو د Mental Filtering پۀ اصطلاح خوا درنه نۀ کړئ خو قیصه داسې نۀ وه ـــ باچا خان مرکز ته ووئیل شول چې د اجمل خټک بابا پۀ قبر به عوامي نېشنل پارټي نۀ وي ـــ دا د مشرۍ د کور کردار ؤ چې باچا خان مرکز خبره وړاندې بونۀ تله. تاسو وایئ، “لۀ بده مرغه نن پۀ دې ورځ باندې د پارټۍ پروګرام بېل دے او د شاعرانو ادیبانو پروګرام بېل دے. مونږ پۀ اول ځل ولیدل چې سیاسي خلق پۀ داسې موقعو مونږ د ځان نه بېل کړي او یوه موقع راشي چې ووائي چې سیاست او ادب یو دے. مونږه ګڼو چې دا یو دے ځکه چې ادب کُل دے او سیاست ئې جُز دے. سیاست ته مونږه تګلاره ښایو، سیاست زمونږه پۀ رڼا باندې روان دے ـــ دا بېله خبره ده چې ساندې پۀ مونږ وهي، چغې پۀ مونږ وهي او چې خبره د داسې ملنګ د درناوي راشي نو هلته دوه ټولي شي. ډېر د افسوس مقام دے، ډېره د افسوس خبره ده چې باچا خان مرکز نن دلته نشته، دې پنډال کښې نشته. لږ بهر راوتل غواړي او دې ملنګ ته راتلل غواړي. دغه مشران، دغه زمونږ د پښتنو مرکز چې مونږه ورته د پښتنو مرکز وایو، د چا جاګیر ورته نۀ وایو.”
هو! چې داسې فکري مغالطې او ادبي خوش فهمۍ وي نو دې ته بد مرغي وئیل نامناست نۀ دي!!! د پارټۍ او شاعرانو ادیبانو پروګرام بېل نۀ ؤ ـــ د دې پروګرام مشر مېلمه سلیم راز صاحب ؤ. د سحر لس بجو پورې د هغوي د راتګ لوظ پۀ ځاے ؤ خو باچا خان پوهنتون ته ئې د ارواښاد اشرف غمګین تعزیتي رېفرنس کښې د ګډون مهلت وغوښتو. وروستو ئې دا ووې چې زۀ اکوړي ته د تګ اجازت اخلم، زۀ د دواړو غونډو پۀ ‘ټائمنګ’ کښې تېروتے یم ـــ اکوړي کښې هغه نۀ مشر مېلمه ؤ او نۀ ئې صدارت کولو، باچا خان مرکز کښې هغه مشر مېلمه ؤ او د هغوي پۀ اجازت ؤ؛ مونږ بیا هم لار ورکړه. دا د مشرۍ پۀ کور د دغه مشر حق ؤ، حق ئې ورکړو. تاسو بې د څۀ ضرورت نه دوه ځله خپلو خبرو کښې وئیلي چې ‘سلیم راز صاحب دلته ناست دے’ ـــ چې دغلته نۀ ؤ ناست نو لا پۀ باچا خان پوهنتون کښې ناست ؤ؟ تاسو د عقیدت او احترام د معنوي تړون د مونډ کتلو علمي مشقت نه تېر شئ!!! دومره خو تپوس وکړئ چې د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا پۀ څلي چا د سیاست او ادب تر منځه کرښه راکښلې وه؟ د ادب ‘کلیت’ او د سیاست ‘جزئیت’ ځان له فرهنګي مسئله ده، سیاست ته لار ښودل او سیاست له رڼا ورکول ځان له بحث دے ــــ باچا خان مرکز د اختلاف لرونکي هم ځان ته نزدې کړي او درناوے ئې ورکړے ــــ باچا خان مرکز به اختلاف لرونکي ځان ته نزدې کوي او درناوے به هم ورکوي ـــ هغوي کۀ خاطر درنولو له بهانې لټوي نو باچا خان مرکز ئې دغه ‘ډیجاو’ څنګه د سر نه کوز کړي؟ باچا خان مرکز ته د پښتنو د مرکز وئیلو زباد سره د چا جاګیر نۀ وئیلو وضاحت خپله یو سائیکالوجیکل ډس اٰرډر دے!!!
هو! ستا احتجاج ستا حق دے، زمونږ وضاحت قامي تاریخي فرض دے ـــ د ‘پښتون’ د فرورۍ ګڼه کښې پۀ کومه لیکنه جواز جوړولو چې تاسو احتجاج کوئ، د دغه لیکنې پس منظر نه خبر یئ!!! د ارواښاد خالق زیار د ویډیو لنک هم مونږ هلته د رېفرنس د پاره ورکړے ؤ خو لۀ بده مرغه تاسو ئې د اورېدو د لیدو ستړې نۀ ده کړې ـــ زما ادارت کښې د چاپ شوي ‘پښتون’ د ټولو نه اوږد ادارتي نوټ ما دغه لیکنې ته لیکلے ؤ؛ هغه یو ځل خامخا ولولئ. تاسو چې باچا خان مرکز ته راغلي وئ نو ما دا خبره کړې وه، پۀ رېکارډ ده، چې مکالمه باید وشي ـــ د پېغورونو لهجې باید د پېغورونو ځاے له وساتلې شي ـــ پۀ هاغه ورځ د باچا خان مرکز درشل یو غږ کړے ؤ چې ‘ما نه د ځان د بېلولو بهانې مۀ جوړوئ!’ تاسو چې پۀ هاغه ورځ د باچا خان مرکز نه تلي وئ، یو ځل به مو دغه درشل ته بیا پستانه کتلي وو ـــ مونږ به بیا بلنه درکړو، تاسو به بیا راشئ!!!
تاسو سره بې ځایه اندېښنه پېدا شوې ده چې څوک به ستاسو د مشرانو لارې بېلې کړي، د نومونو معنې به ئې بدلې کړي. تاسو دې غلط فهمۍ کښې مۀ پرېوځئ ـــ کۀ د اجمل خټک د ډالۍ شوي مادي قلم پۀ وراثت تاسو د هغۀ د ‘ملکیت’ دعويٰ کوئ نومونږ ئې د فکر، معنو او جنډې دعوېدار یو!!! بیا خو به مونږ او تاسو مقابل ودرېږو!!! راځئ چې اجمل خټک زمونږ شریک دے، دا داسې پۀ ارزانه او اسانه د هغۀ د فکر او عمل مرکز نه مۀ شوکوئ!!! باور وکړئ څوک هم چې یو څۀ د هغۀ د مرکز نه د تروړلو او شوکولو نیت ځغلوي، تاریخ ته مختورن وي. یو څوک به د چا د قلم بلېک مېلنګ نه څومره او څو پورې وېرېږي؟ څومره او څو پورې به ورته غلے وي؟
زۀ پۀ ډېر احترام سره وایم چې تاسو د لفظونو او معنو دومره اصراف کښې د کنفیوژن سره مخ شوي یئ!!! د کنفیوژن لفظ تاسو بد وګڼلو؟ زۀ به هم ستاسو خبرې نقل کړم:
“زمونږ عقیده بیخي صفا ده ـــ عقیده ورته هم وئیل نۀ دي پکار، ځکه چې عقیده ړنده وي ــــ دا مذهبي ټکے دے ـــ مونږه بس د مذهب عقیده لرو، نوره زمونږ د سیاسي تګلارې عقیده نشته ـــ زۀ ورته کم از کم عقیده نۀ وایم ځکه چې عقیده ړنده ده، زۀ ورته د خپلې تګلارې نظریه وایم ـــ نظریه حرفِ اخر نۀ دے، بدلېږي به، د وخت د ضرورتونو مطابق، د انساني ضرورتونو مطابق، د نورې دنیا د بدلون سره د تګ مطابق، انسان خپلو ضرورتونو سره خپله تګلاره بدلوي، خو د هغې مطلب هېڅ کله دا نۀ دے چې زمونږ مشران کۀ هغه د هرې لارې دي، خو هغوي چې پۀ دې خاوره د یو ښکلي انقلاب تصور پېش کړے دے، هغه لاره زمونږه لاره ده.”
“زمونږ عقیده بیخي صفا ده” ـــ “عقیده ورته وئیل نۀ دي پکار” ـــ “عقیده ړنده وي” ـــ “زمونږ د سیاسي لارې عقیده نشته” ـــ “نظریه ورته وایم” ـــ نظریه حرفِ اٰخر نۀ دے” ـــ
پۀ ډېر احترام سره یو ځل بیا وایم ـــ عوامي نېشنل پارټۍ د خپلې نظریې د ځینې نکتو لاس ته راوړلو د پاره مؤقت سیاسي اتحاد کړے ؤ، د ‘لیکوال’ پۀ پاڼه لیکلي پېغورونه د تاریخ برخه ده ـــ د کنځلو تر حده پرېوتي پېغورونه ـــ نن بیخي صفا عقیده، عقیده نۀ نظریه ـــ نظریه حرفِ اٰخر نۀ دے!!!! عوامي نېشنل پارټۍ چې د مؤقت سیاسي اتحاد نتیجه کښې کومې لاس ته راوړنې کړې دي، تاسو ته هم پته ده چې د هغې د زور نه د زور خاوندان نن هم پۀ انګولا سر دي.
پۀ زمکه لاس کېږدمه پاڅم
‘د جانان غم’ راله کولمې رېبلې دینه
دا کرښې ثابتوي چې تاسو بنیادي طور شاعر نۀ یئ،ډرامه نګار یئ!!! اجمل خټک بابا چې پۀ دې خاوره د کوم ښکلي انقلاب تصور پېش کړے دے، د هغې تعبیر د پاره ئې د عوامي نېشنل پارټۍ لاره پۀ شنه شونډه خپله کړې وه او تر مرګه پۀ دغه لاره ؤ. هغه به مرور شوے ؤ، هغۀ به اختلاف لرلے ؤ، هغۀ به یو وخت لاس اوچت کړي وو خو داسې کېږي!!! کله کله پۀ انسان د خپل ځان سره هم د اختلاف انکشاف وشي، هغه خپل ځان هم چرته پۀ یو ګوټ پېر پرېږدي ـــ څۀ وخت پس د نوي سره سوچ وکړي، ځان ورپسې غږ وکړي، دے ورشي او ځان د ځان سره روان کړي ـــ مبارزه یوې نوې ساه او نوې ولوله ومومي.
ستاسو پۀ سر ډرامه دومره خوره ده چې د کومو لفظونو د معنو پۀ ساتلو او د کوم قلم پۀ حرمت قسم خورئ، دغه ورځ مو د هغې د شعرونو او مقالو پۀ حقله خپله وېنا کښې ووې،
“کۀ مونږ شعرونه ووایو کۀ مقاله ووایو، هغه د هوا سره خبره ده لاړه ـ ـ ـ ـ ـ”
یعني دغه د اجمل خټک بابا د تلین غونډه کښې ستاسو ټوله مجادله، مباحثه او خطبه د تهېټر پۀ مطالبه او اعلان راټوله شوه!!! دې د پاره خو ضروري نۀ وه چې شعرونو او مقالو ته مو د هوا خبره وئیله!!! دا د Labeling پۀ وجه کېږي ـــ دې ذهني کېفیت ته د نفسیاتو علم کښې ‘ډیجاو’ وئیلے شي.Mental Filtering یوه داسې نفسیاتي ستونزه ده چې د دې رنځور د ‘ثنویت’ فطري رغوڼه هم نظر اندازه کړي او د سلیم راز صاحب د مستقلې واحدې مطالبې تر حده ‘بد جانبدار’ شي.
اجمل خټک بابا د عوامي نېشنل پارټۍ دے او ستاسو دے. ډاکټر خالق زیار د عوامي نېشنل پارټۍ دے او ستاسو دے. سُور رنګ د عوامي نېشنل پارټۍ دے او ستاسو دے.
تاسو کۀ د پاکستان پیپلز پارټۍ باني رکن او د ‘اسلام همارا دین هے، جمهوریت هماري سیاست هے، سوشلزم هماري معیشت هے، شهادت هماري اٰرزو هے’ د شهید “شهید حیات محمد خان شېرپاو” نه د قامپرست سیاست د شهید جوړولو کوشش کوئ نو هم پرې مونږ اعتراض نۀ لرو خو کۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د عوامي نېشنل پارټۍ نه د شوکولو کوشش کېږي نو اجمل خټک میرات نۀ دے، بې څوکه نۀ دے، مړ نۀ دے!!! رحمان بابا دې پۀ خپل حال وي.
د کامرېډ رحمان بابا څو شعرونه دي:
تۀ بې قراره مۀ شې خپل قبر کښې
دلته ‘بم بار’ نۀ دي، ‘شر بار’ راغلي
ستا پۀ سُور رنګ کښې برګ پېوند غواړي
د کوم بهټو کور نه پۀ څار راغلي
ستا د مزار نه سره جنډه تښتوي
دا هغه بم والو نه هم غضبناک
دا د وردۍ والو نه هم سپین سترګي
دا تربوځک والو نه هم خطرناک
پۀ کمرشل دنیا کښې بوخت پرولتاریان
ستا د مرکز درشل نه څنډه کوي
ستا د قلم د وراثت دعوېدار
ستا پۀ ‘عَلم’ پسې ملنډه کوي
د انقلاب د ډرامه بازو پوزې
د بروڼې وې، لاړې پرېوتلې
د صحافت دا لېلام شوې ګوتې
د خپلو سترګو نه چاپېره شولې
خو د غېرت د چغې ننګ نه قربان
مونږ ورته اوس هم هرکلي وایو
هغه چې مونږ ته مېرني وائي څوک
مونږ ورته اوس هم خپل لالي وایو
ـــــــــــــــــ
کۀ دې لیکنه کښې څۀ الفاظو اصطلاحاتو باندې د چا خوا درنه شوې وي نو زۀ پۀ شخصي توګه بخښنه غواړم. د رحمان بابا روح نه هم بخښنه غواړم. مقصد هم دا دے چې اختلاف دې ولرو، مکالمه دې وکړو، د یو بل دریځ ته درناوے ولرو. پېغورونه خو هر څوک کولې شي، ‘شکایت’ خو د هر چا پۀ نوم لیکل اسان وي.