پۀ افغانستان کښې د “خپلواکۍ” او “امن” پۀ حق کښې رايه پۀ کابل کښې د لر او بر افغان شريکه ملي ناسته پۀ کوئټه کښې د “طالبانو د اسلامي امارت” پۀ پښو کښې د “احمد شاه بابا د پټکي” غورځول

افغانستان کښې انتخابات تر سره شول. دا هغه بختوره ورځ وه چې د دې سپېره کولو د پاره لارې ستړې کړې شوې. کله د مؤقت حکومت جوړولو وړاندیزونه، کله د طالبانو سره شوو مذاکراتو کښې د دې د ځنډولو شرطونه او کله د بمي چاودنو لۀ لارې اولسونه ډارول – خو بیا هم  پۀ افغانستان کښې انتخابات تر سره شول؛ افغانانو د استعماريت، بلواکۍ او ترهګرۍ خلاف خپل شريک او يواځيني کانديد “خپلواک افغانستان” ته رايه ورکړه.

افغان اولس پۀ انتخابي کمپاین کښې پرانستې او پراخه برخه واخسته. کاندیدان هغو سیمو ته هم کمپاین ته لاړل چې د “ټیویګانو” )میډیا( لرونکو ګاونډیانو به سقوط شوې سیمې بللې او ښودلې. پروسکال پۀ ټاکنو کښې صفي الله نومې یو ځوان نه طالبانو پۀ ووټ اچولو د ښي لاس شنه شوې ګوته غوڅه کړې وه، سږ کال صفي الله د کیڼ لاس ګوته پۀ ووټ اچولو شنه کړه او وې وئیل، “کۀ دا ټولې ګوتې مې غوڅې شي، بیا به هم ووټ له راځم” – یو اتیا کلن بابا خپل بچي پۀ اوږه راوړے ؤ – شلیان پۀ خړپوسو راغلي وو – یو کور ته افغان سرتېرے شهید راوړے شوے ؤ، ټولې کورنۍ د هغۀ لاسنیوه پرېښې ووټ ته راغلې وه – یعني افغانانو پرېکړه کړې وه چې انتخابات به کوو. دا انتخابات افغانانو ښځو نرو، پېغلو زلمو، ځوانانو زړو پۀ یواځې سر وکړل، دنیا ورسره نۀ وه ولاړه. دې انتخاباتو کښې مونږ هغه ویاړلے او “لېونے” افغانستان ولیدو چې مونږ پرې تل “سپینې کونترې” پۀ الوتو لیدلې دي.

د ټاکنو رسمي نتیجې لرې نۀ ده چې راشي – دا وخت افغانانو وګټله، دا وخت افغانستان وګټله، دا وخت سپینې کونترې وګټله، دا وخت د امن مطالبې وګټله؛ دا وخت جنګ، جنګپلویانو، جنګسالارانو او جنګیالانو وبائیلله.

افغانستان کښې لۀ تېرو پینځلس کلونو ټاکنې هم دغسې د بمونو د دړکې پۀ سیوري کېږي خو دا ټاکنې ځکه ډېر ارزښت لري چې دنیا نۀ غوښتله وشي. د جنګ نه مرور افغانان ودرېدل او د خپل سرنوشت پۀ خپله د لیکلو پرېکړه ئې وکړه؛ هغه انتخابات چې ځنډول کېدل، وشول.

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته اولس، سیاست او عسکر د طالبانو د خواهش پۀ ضد ودرېدل او نړۍ ته ئې ډېر روڼ او څرګند پېغام ورکړو چې مونږ جنګ، جنګپلویان، جنګسالاران او جنګیالیان مسترد کړل. هغوي دنیا ته ووئیل چې مونږ طالبانو ته هېڅ جواز، هېڅ حېثیت او هېڅ حق نۀ ورکوو.

د ډیورنډ کرښې راپورې غاړې ته د کوئټې د طالبانو شوريٰ پۀ سپینه ورځ کوئټه کښې عدالت ولګولو او د یوې قبیلوي جګړې فېصله ئې پۀ یو کروړ اویا لکهه پاکستاني روپیو وکړه. د طالبانو “اسلامي امارت” ته “اسلامي جمهوریۀ پاکستان” کښې دومره طاقت او حېثیت حاصل دے چې د ښکرورو قبیلوي جرګو، “عدالتِ عظمٰي” او د دهشتګردۍ پۀ ضد د اپرېشنونو د دعوې پۀ موجودګۍ کښې هم دربار لګوي او فېصلې صادروي!!!

طالبانو د پښتنو روایتي جرګه د ټوپک پۀ شپېلۍ ځان ته کښېنوله او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي صدر محمود خان اڅکزي لۀ ورور ډاکټر حامد خان اڅکزي سره اېم پي اے نصر الله زېري، سنېټر سردار شفیق ترین، سردار مصطفٰي خان ترین، لیاقت اغا او عبدالرحیم زیارتوال د “امارت” دغه جرګې ته اختیار “وسپارلو”!!! یو پښتون قامي ګوند د طالبانو “امارت” ته سرېنډر (Surrender) شو!!! د کوئټې د ملکيت پۀ سر د محکوم بلوچ قام خلاف پۀ کلونو کلونو کرکژن سياست  کوونکي ګوند د “شالکوټ” يا “احمدشاه بابا د پټکي” ملکيت “امير صاحب مبارک” ته وسپارلو.                                        د وخت د لېــونو ګــوتو جــرأته! دا څۀ ویــنم؟

     پړدې دي چې نړېږي او سترونه چې ماتېږي

د طالبانو د باچا خان د نوم او د باچا خان د ګوند سره دښمني پۀ “امین” پټ یا څرګند وئیلو خو نۀ ده – دا دښمني پۀ دې ده چې د باچا خان ګوند “عوامي نېشنل پارټي” طالبانو ته سرېنډر نۀ شوه. هغوي د طالبانو د تشدد او جنګ د بیانیې پۀ ضد ودرېدل او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. عوامي نېشنل پارټۍ  د طالبانو مشروعیت و نۀ منلو او د دې قیمت ئې پۀ خپلو وینو ورکړو، کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدله او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. دغه تېرو ورځو کښې د افغانستان اولس هم کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدو او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله” – مقابله د څۀ ده؟ جنګ د څۀ دے؟ – د نۀ سرېنډر کېدو نۀ دستبردار کېدو جنګ.

پرون چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د طالبانو مشروعیت ومنلو نو دا ئې څۀ پېغام ورکړو؟ دوي طالبانو ته و نۀ وئیل چې مونږ ستاسو “یو کروړ اویا لکهه” منو، “پینځۀ مشینان” منو، “فېصله” منو او “امارت” منو؟

سیاست سوال د Legitimacy دے، سياست د ماوراء ائین مزاحمت دے، سیاست ځواب د اولسي غوښتنې د تر سره کولو دے. د “اسلامي جمهوریۀِ پاکستان” لۀ خوا د طالبانو “اسلامي امارت” ته د حاصل قبولیت پۀ رسمي توګه د تسلیم کولو اعلان هم د “امارت” د دغې فېصلې پۀ منلو داسې دے لکه چې “قامپرست ګوند” دغه “امارت” ته ووئیل،

“ہماری اور آپ کا پالیسی ایک ہے، طالبان پنجاب میں حملے نہ کریں!”

پنجاب ته د حملو کولو لار عوامي نېشنل پارټۍ هم نۀ ورکوله. عوامي نېشنل پارټۍ دا شرط نۀ منلو چې ګنې یو چا ته سرېنډر شي او د بل چا د مرګ اجازت ورکړي – د “امارت” د کوئټې “پاکستانۍ شوريٰ” ته لاره ورکړې شوې ده او مونږ تپوس کوو چې “لاره د چا خلاف ورکړې شوه؟ د چا خلاف ‘امارت’ سره اتحاد وکړے شو؟”

تېره میاشت پۀ کابل کښې د “افغان امن کانفرنس” پۀ نامه د لر او بر افغانانو شریکه ملي ناسته وشوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان د دې کانفرنس مشري وکړه.* دا کانفرنس د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې ؤ. د افغانستان زمکه لږه زیاته توده وه نو ځکه ځینې “قامي مشرانو” پۀ دغه توده زمکه قدم نۀ ايښودو، ځینې “قامي مشرانو” د کانفرنس د “وزن” کمولو کوشش وکړو او ځینې ئې نېغ پۀ نېغ پۀ مخالفت نۀ کولو هم “مخالفت” ته، پۀ نۀ ورتلو سره ودرېدل.

مونږ ولیدل چې پۀ یو داسې وخت کښې چې دنیا د خېر غونډۍ ته وختله او د افغانیت دعوې کوونکو هم څادرې او پېنڅې څنډلې، پښې ئې سپکې کړې؛ د پښتنو د ملي ګوند ملي مشر اسفندیار ولي خان “د خپل زلمي شهید” راشد حسېن د پلار میا افتخار حسېن او “د خپل سپین ږیري شهید” خان جېلاني خان د زوي اصغر خان اڅکزي سره دغه کانفرنس ته حاضر شو. افغانستان ولیدل چې “د امن سفیران” د باچا خان بچي د بمونو شور، لوخړو او د بارودو وږم کښې هم کابل ته راغلل او د افغانستان پۀ اوږه ئې د تسلۍ لاس کېښودو.

دا څو خبرې د امن د دعوې خبرې دي – دا څو خبرې د پاکستان د طالبانو د کوئټې شوريٰ ته د نۀ سرېنډر کېدو خبرې دي – دا څو خبرې د سوکاله او خپلواکه افغانستان د پاره د ودرېدو خبرې دي – دا څو خبرې دي چې د دې د منځ نه وړلو د پاره “نېشنلیانو” خپل سرونه ځار کړل خو دستبردار نۀ شول، سرېنډر نۀ شول.

* د کانفرنس روداد، اعلامیه او د ملي مشر وېنا دې ګڼه کښې ځان له راپور لري.

 

د اقوام متحده اجلاس او پۀ کشمیر د پاکستان دریځ

پۀ پینځم اګست (2019) هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو او هم پۀ دې ورځ خېبر پښتونخوا کښې د یو ارډیننس تر لارې باضابطه مارشل لاء ولګولې شوه – دا وخت خېبر پښتونخوا کښې ائین معطل دے – دا وخت خېبر پښتونخوا Under Martial Law ده.

د کشمیر پۀ اړه د هند لۀ خوا د “اټوټ انګ” او پاکستان لۀ خوا د “شه رګ” دعوې کېدې، پاکستان به بیا هم دعويٰ کوي – خو مونږ همېشه د کشمیر شخړه د مذاکراتو تر لارې، د خبرو اترو تر لارې او د کشمیر د اولس د خوښې تر لارې د حل کولو دریځ لرلے دے. د پاکستان د اسټېبلشمنټ پۀ مرضۍ د جوړ شوي حکومت کومه فېصله هم د پارلېمان نه راغلې نۀ ده او ځکه د څۀ بحث کولو او وخت ضائع کولو پۀ ځاے ئې لنډه پۀ دې غورڅوو چې:

پاکستان ته پۀ سیکیورټي کونسل کښې د کشمیر مسئله اوچتولو د پاره د نولسم ستمبر (2019) پورې وخت ؤ او دې د پاره شپاړس (16) ووټونه پکار وو. پۀ یوولسم ستمبر د خارجه چارو وزیر شاه محمود قرېشي ووئیل چې پنځوسو (50) نه زیات ملکونه به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د موقف حمایت کوي. پۀ دولسم ستمبر وزیر اعظم د خارجه وزیر د دعوې پخلاوے وکړو او وې وئیل چې سیکیورټي کونسل کښې به اتۀ پنځوس (58) ملکونه د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د دریځ حمایت کوي. نولسم (19) ستمبر راغلو او پاکستان شپاړس (16) ووټونه هم پوره نۀ کړے شول – صرف او صرف شپاړس ووټونه – دا ووټونه پاکستان کښې نۀ وو نو چې د فوج پۀ موجودګۍ کښې ئې پۀ “سلېکټډ” د بندېز لګوونکي ډپټي سپیکر ټوکرۍ ته شپږ پنځوس زره (56,000) ووټونه اچولي وو.

پۀ کشمیر د پاکستان د اسټېبلشمنټ او د ګوډاګي وزیر اعظم “ټول دریځ” دې دوو اخباري سرخیو کښې دے:

  • لڑنے کے لئے کشمیر جانے والا پاکستان اور کشمیریوں کا دشمن ہوگا، عمران خان – ۱۹ ستمبر ۲۰۱۹
  • کشمیریوں کے ساتھ کھڑے ہونا جہاد ہے، عمران خان – ۳۰ ستمبر ۲۰۱۹

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …