د افغانستان د پولو ټاکنه – ډاکټر محمد حسن کاکړ

 

 

‘پښتو، پښتون، افغانستان’، جرمني، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، 2011، مخونه 223-171

 

د امیر عبدالرحمان د واکمنۍ )بله( مهمه ځانګړتیا د افغانستان د پولو ټاکلو بشپړېدل دي. پۀ دې اړه باید ووئیل شي چې د افغانستان د پولو بېلې برخې پۀ بېلو وختونو کښې د برطانوي هند حکومتي مأمورانو، د ‘تزاري’ روس، ایران او افغانستان لۀ مأمورانو سره پۀ ګډه ټاکلې دي. پۀ دې ډول دغه ټاکنې بېن المللي ماهئیت لري او پۀ دغه کار کښې پۀ اوله درجه د برطانوي امپراتورۍ ګټې پۀ نظر کښې نیول شوې دي او افغانستان تاوان کړی دی.

د ډیورنډ پۀ توافق لیک سره لۀ اصلي افغانستان لۀ اوسني څخه د باندې ښول شوی ؤ چې هغه اوس د پاکستان پۀ حدودو کښې دننه شمېرل کېږي. پۀ ټولنیز ډول د پولو پۀ ټاکنو سره افغانستان تر پخوا نه کوچنی شو، خو لۀ بلې خوا هم دغه ټاکنې دي چې افغانستان ئې د یوۀ هېواد پۀ توګه مشخص او تثبیت کړواو د نړۍ نورو هېوادونو او بېن المللي مؤسسو هغه پۀ رسمي ډول پېژندلی دی او اړیکې ئې ورسره ټینګې کړې دي خو د افغانستان د پولو دغه ټاکنې د اصلي سرچینو او پاڼو لۀ مخې تر اوسه پۀ کوم اثر کښې بیان شوې نۀ دي – نو د هغو دقیق بیان کېدلی نۀ شي، دلته به ئې اساسي کرښې پۀ لنډ ډول وښودلې شي.

د افغانستان هغه پوله چې اول ټاکل شوې وه، هغه د بخارا او افغانستان تر منځ د بېن المللي پولې پۀ شان د ‘امو’ سیند منل دي. د امو سیند چې د طبیعي پولې پۀ شان دی، د اول ځل لپاره احمد شاه او د بخارا امیر د دوي دواړو هېوادونو تر منځ د بېن المللي پولې پۀ شان منلی ؤ – خو د امیر شېر علي د دوېمې واکمنۍ پۀ وخت کښې دغه پوله پۀ پیټرز برګ کښې د روسي حکومت او پۀ لندن کښې د برطانوي حکومت لۀ خوا پۀ رسمي ډول ومنلې شوه. دا وروستو لۀ هغو ؤ چې امیر شېر علي خان هم دا چې د دوېم ځل لپاره د 1868ز کال پۀ اکتوبر کښې د واک پۀ ګدۍ کښېناست. د بل کال پۀ پېل کښې ئې هند ته د یوۀ رسمي سفر پۀ ترڅ کښې وائسرای لارډ مایو (Lord Mayee) ته پۀ منځنۍ اسیا کښې د روسیې د وړاندې تګ لۀ امله د افغانستان پۀ اړه اندېښنه وښودله لکه چې د مخه وئیل شوي، روسيې پۀ منځنۍ اسیا کښې د وړاندې تګ پۀ لړ کښې پۀ 1868 کښې بخارا لاندې کړې او افغانستان ته ئې خطر پېښ کړی ؤ.

د هند وائسرای پۀ دې اړه پۀ خپله څۀ ونۀ کړل خو پۀ لندن کښې ئې خپل حکومت د امیر لۀ اندېښنې نه خبر کړو. لندن بیا پۀ دې حقله لۀ پیټرز برګ سره د لیکونو مبادله پېل کړه – د لیکونو دغې مبادلې څو کاله پۀ اوږدو وقفو کښې دوام وکړو، تر څو پۀ پاې کښې پۀ کال 1873 کښې د دوي د حکومتونو تر منځ یو ډول پوهاوی (Understanding) راغی چې د هغۀ لۀ مخې روسيې لۀ امو سیند سره د ‘کوکچي’ سیند لۀ یو ځای کېدلو نه وروسته تر ‘خوجه صالح’ پورې او بیا لۀ هغه ځای نه د ‘فارس’ تر پولې پورې د افغانستان شمالي پوله ومنله. پۀ دې ډول چې د بدخشان، ترکستان، هرات، اندخوی او مېمنې ولایتونه به دننه پۀ افغانستان کښې شامل وي – روسانو اول ‘بدخشان’ او ‘واخان’ د امیر شېر علي خان یعني د افغانستان سیمې نۀ ګڼلې، خو بیا د انګرېزانو پۀ ټینګار لۀ خپلې ادعاء نه تېر شول.[1]

پۀ دې ډول د افغانستان د شمالي پولې ټاکنه د روسي او برطانوي حکومتونو تر منځ د یوې پوهاوی محصول ؤ – نۀ د کومې لیکل شوې موافقې یا تړون محصول – خو دغه پوهاوی لانجمن شو، ځکه چې لۀ خوجه صالح نه د فارس تر پولې پورې لیکه ناټاکلې پاتې شوه او لۀ کوکچي نه تر ‘پامیر’ پورې سیمه هم پۀ خپل حال پاتې شوه او روسیانو بیا لۀ دغه حال نه ګټه پورته کړه چې وروستو به ئې بیان راشي.

د لوېدیځ پۀ لور د ‘سیستان’ پۀ برخه کښې هم د افغانستان پوله ناټاکلې وه چې هغه هم د امیر شېر علي خان پۀ دوېمې واکمنۍ کښې د انګرېزي هیئت د مشر جنرال ګولډ سمد (Goldsmid) پۀ منځګړتوب وټاکلې شوه. سیستان پۀ لرغونې زمانه کښې د ‘ساکاو’ مېنه وه – ساکا پۀ دغه وخت کښې ‘اسحاق زي’ او تر هغې د مخه ‘ساک زي’ یادېدل. سیستان لۀ جغرافیوي نظره د افغانستان خاوره وه او ساکا هم د لرغوني افغانستان خلق وو خو فارس د ژبې لۀ نظره پرې ادعاء کوله او د هغوي تاریخي افتخارات ئې خپل ګڼل. سیستان د احمد شاه لۀ وخت نه د افغان واکمنو تر ولقې لاندې ؤ خو د امیر دوست محمد لۀ مړینې وروستو د ‘محمدزي’ سردارانو پۀ جنګ کښې فارس پرې قبضه وکړه. دا چې د فارس قبضه د سیستان تر کوم ځای پورې وه، پۀ دقیق ډول معلومه نۀ ده خو امیر شېر علي چې د دوېم ځل لپاره واکمن شو، اراده ئې وکړه چې لۀ سیستان نه د فارسیانو لاس لنډ کړي. پۀ دغه وخت کښې فارس پۀ سیستان کښې لۀ خپل موقف نه ناړامه ؤ – سره لۀ دې هم امیر شېر علي د هندوستان د مشخص ګورنر جنرال پۀ غوښتنه لۀ نظامي عمل نه ډډه وکړه. هندوستان پۀ دې فکر چې د فارس افغان د جنګ شروع به ناوړي اثرونه ولري او پۀ عېن حال کښې مائل ؤ چې د ختیځ پۀ لور د فارس د منظم او تدریجي وړاندې تګ مخه ونیسي، د منځګړتوب وړاندیز وکړو. افغانستان او فارس دواړو وروستو لۀ یو څۀ مذاکرو نه دغه وړاندیز ومنلو. مېجر جنرل ګولډ سمد وګمارل شو چې د دواړو خواو مخالفې ادعاګانې سره پخلا کړي. ګولډ سمد د دواړو خواو د ادعاګانو لۀ مطالعې نه وروستو د 1872 پۀ اکتوبر کښې خپله فېصله صادره کړه چې د هغې لۀ مخې دغه سیمه باید د دواړو خواو ووېشلې شي. د دغه هېواد ښېرازه برخه چې د ‘خاص سیستان’ پۀ نامه یادېده او د ‘هېلمند’ د سیند کیڼې خوا ته واقع ده، فارس ته او ښۍ خوا ئې افغانستان ته تخصیص شوه. هم افغانستان او هم فارس دواړو پۀ دغې فېصلې اعتراض وکړو او د سیستان فېصله لۀ افغانستان سره تر اوږدې مودې پرې یوه ترخه موضوع پاتې شوه. امیر شېر علي د ګولډ سمد د دغې فېصلې پۀ سر لۀ انګرېزانو نه بېګانه شو. د لارډ ناپیر (Lord Napier) پۀ وېنا او نۀ یواځې شېر علي خان بلکې ټول افغانان معتقد وو چې مونږ به هغه څۀ بېرته د دوي کړو کوم چې دوي لۀ لاسه ورکړي وو او چې دغسې ونۀ شول، بیا نو دوي مونږ ته د ضعیف او بې باوره خلقو پۀ شان کتل چې د دوستۍ پۀ جامه کښې د فارس پۀ پلوۍ ئې دوي تاواني کړي دي[2]. لانجه د افغانستان او فارس تر منځ لا توده وه او هغه دېرش کاله وروستو پۀ کړکېچ بدله شوه. دا هغه وخت ؤ چې د هېلمند سیند خپله تګلاره د لوېدیځ پۀ لور اړولې وه – فارس لۀ برطانویانو وغوښتل چې دغه کړکېچ رفع کړي. د افغانستان باچا امیر حبیب الله هم پۀ دې اړه برطانوي منځګړتوب ومنلو. دا ځل دغه ماموریت د کرنل مېک ماهن (Col. McMahon) پۀ غاړه شو او هغۀ د 1903 لۀ جنورۍ نه وروستو د دغې پولې پۀ اړه د افغان او فارس استازو پۀ ملګرتوب خپل نظر اعلام کړو او د 1904 کال تر فرورۍ پورې دواړو خواو ته وسپارلو[3]. لۀ دغو فېصلو سره سره یا د هغو لۀ امله د سیستان د پولې موضوع نوي بعدونه پېدا کړل چې د هغو پۀ اړه پۀ افغانستان کښې د قانوني باچاهۍ پۀ لسیزې او د لومړۍ اولسمشرۍ پۀ وخت کښې پر هغې بحثونه او فېصلې وشوې چې د هغو بیان بېل کتاب غواړي.

د افغانستان شمال لوېدیځ پوله لۀ خوجه صالح نه د فارس تر پولې پورې نا مشخصه او ناټاکلې پاتې شوې وه. روسي قوتونو د امیر شېر علي خان پۀ وخت کښې پۀ کال 1873 کښې ‘خیوه’ او پۀ 1876 کښې ‘خوقند’ لاندې کړې او د خیوې لۀ نیولو نه وروستو د ‘کسپین’ سیمه ئې نظامي کړې وه. پۀ داسې حال کښې چې د منځنۍ اسیا نورې سیمې ئې د بخارا پۀ ګډون پۀ تېرې لسیزې کښې لاندې کړې وې، پۀ لوېدیځې منځنۍ اسیا کښې یواځې د ترکمنو پراخه سیمه پۀ خپل حال پاتې وه. دغه سیمه هم پۀ دغه وخت کښې د روسانو تر خطر لاندې شوه. د ترکمنو دغه پراخه سیمه پۀ شمال کښې د خیوې، پۀ جنوب کښې د افغانستان، پۀ ختیځ کښې د بخارا او پۀ لوېدیځ کښې د کسپین تر منځ پرته وه خو لۀ افغانستان سره ئې پوله ناټاکلې وه او امیر عبدالرحمان پۀ دغه فکر چې روسیه به د ترکمنو د سیمې لۀ لاندې کولو نه وروستو افغانستان ته هم خطر پېښ کړي، د هند لۀ وائسرای نه چې د افغانستان د باندینیو ]خارجه[ اړیکو اختیار لۀ هغۀ سره ؤ، پۀ وار وار وغوښتل چې د افغانستان دغه پوله لۀ روسیانو سره مشخصه کړي خو هغۀ به ورته دا ډاډ ورکاوۀ چې دغه موضوع پۀ کال 1873 کښې حل شوې او لۀ سره نیول به ئې مصلحت نۀ وي. امیر چې یوولس کاله پۀ ‘تاشقند’ او ‘سمرقند’ کښې تېر کړي وو، روسان ئې ښۀ پېژندل – د وائسرای پۀ خبره نۀ قانع کېدو تر څو چې روسانو د 1884 کال پۀ فرورۍ کښې د ‘مروتکه’ ترکمانان هم لاندې کړل او د هرات پۀ اړه هم اندېښنه پېدا شوه. هرات پۀ هغه وخت کې د ‘هند’ ور ګڼل کېدو. بیا د هند برطانوي حکومت هم د امیر پۀ شان اندېښمن او پۀ دې فکر شو چې اوس د دې وخت دی چې د افغانستان شمال لوېدیځه ناټاکلې پوله هم باید وټاکلې شي؛ خو دا یو پېچلی کار ؤ.

د ‘هرات’ او ‘مرو’ تر منځ ‘پنجده’ پرته وه چې پراخې ورشوګانې او دلته هلته ئې لږه کرنیزه زمکه لرله. پۀ پنجده کښې د ‘سارق’ ترکمنو پینځو څانګو د پوونده توب ژوند کاوۀ ، لویې رمې ئې لرلې، ښۀ شتمن وو او د ‘کبتکاس’ پۀ نامه پۀ وړو کېږدیو کښې اوسېدل چې کولی ئې شول پۀ یوې اشارې او چټکۍ سره مېنه بدله کړي. دوي پۀ 1882 کښې د روسیې د خطر لۀ امله د افغانستان تابعیت او د مالیې پۀ توګه د عشر ورکول منلي وو. امیر عبدالرحمان بیا د پنجده لپاره حاکم وټاکۀ او د جنرال غوث الدین پۀ قومندانۍ ئې هلته یو نظامي پوځ ځای پر ځای کړو. پنجده پۀ اصل کښې د هرات برخه وه او د هرات طبیعي پوله د پنجده پۀ شمال کښې لۀ ‘سریازي’ نه اخوا وه. مرو د هرات تابع سیمه وه او د هرات د هغه وخت د والي سعد الدین پۀ وېنا د ‘اخل’ او ‘تکه’ ترکمنو لویان پۀ کابل کښې د امیر شېر علي پۀ دربار کښې دېره وو – ځکه چې دوي پۀ اصل کښې د هرات تابع وو. سارق ترکمنو لۀ هرات سره نزدې اړیکې لرلې. پخوا د پنجده اوسېدونکي د ‘جمشېدي’ قوم ؤ، د دوي مېنه ‘ارساري’ ترکمنو او د ارساري ترکمنو مېنه بیا د نولسمې پېړۍ پۀ نیمائي سارق ترکمنو ونیوله او دوي جمشېدیانو ته باج ورکاوۀ او جمشېدیان د هرات تابع اولس ؤ. پۀ دې ډول پنجده لۀ جغرافیوي، قومي او تاریخي پلوه د هرات برخه وه چې پۀ دې ډول پنجده د افغانستان برخه کېده. لۀ هم دې امله ؤ چې امیر عبدالرحمان د یوۀ مسلمان واکمن پۀ توګه غوښتل د منځنۍ اسیا پۀ دغې برخه کښې یو فعال پرمختیائي چلند غوره کړي. امیر ځکه دغسې فعال سیاست ته زړۀ کړی ؤ چې د مخه د مروتکه ترکمنو مشر ‘مخدم قلي خان’ او هم د ‘خوارزم’ خان ورته د تابع کېدلو وعده ورکړې وه. سره لۀ دې هم امیر لۀ دې امله چې د هند وائسرای ورته د دغه چلند برخلاف مشوره ورکړې وه، د هغۀ لۀ غوره کولو نه ډډه وکړه. یواځې دا هم نۀ ؤ، کله چې روسان پۀ قوت سره پنجده ته نزدې شول، جنرال غوث الدین ته ئې هدایت واستوۀ چې کۀ روسانو پرې برید هم وکړو، ورسره مقابله ونۀ کړي او خپل پوځ ‘بالا مرغاب’ ته پۀ شا کړي. د هند د وائسرای لۀ مخالفت نه برڅېره د امیر د دغه چلند دا علت ؤ چې پوځ ئې د روسانو د پوځ پۀ پرتله ضعیف ؤ او پر هغه برڅېره د پنجده پۀ سارق ترکمنان به د دې لپاره چې خپله شتمني وساتي، لۀ روسانو سره ملګرتوب وکړي.

امیر پۀ عېن حال کښې د هغه خطر پۀ برابر کښې چې د روسانو لۀ خوا به افغانستان ته هم متوجه شي، د افغانستان د خوندیتوب لپاره د اوږدې مودې یو تجویز وکړو – د هغۀ پۀ نظر د پنجده د سقوط پۀ حال کښې به د دې احتمال لږ وي چې د افغانستان بشپړتوب ته تاوان واړوي، خو کۀ افغان پوځ د پنجده پۀ سر لۀ روسانو سره مقابله وکړه او کۀ روسانو هرات او مېمنه ونیوله، افغانستان به تجزیه شي – البته د هرات پۀ سقوط سره به روسي او انګرېزي پوځونه سره ونښلي، خو د امیر پۀ نظر پۀ افغان خاوره کښې به د روس او انګرېز جنګ پۀ نهایت کښې افغانستان برباد کړي او د هغۀ لوړه ګټه پۀ دې کښې ده چې د دغسې مصیبت مخنیوی وشي. پۀ واقع کښې امیر عبدالرحمان د هر هغه قدرت، مسلمان وي یا عېسوي، مخالف ؤ چې لۀ افغانستان نه د یوۀ بل پر ضد تېر شي. لۀ هم دې امله ؤ چې د پنجدې د بحران پۀ شدید حال کښې هم امیر حاضر نۀ شو چې د هرات د پیاوړتیا لپاره د برطانوي انجینئیرانو یوې ډلې ته د ورتګ اجازه ورکړي – خو کۀ روسانو پۀ هرات حمله وکړه، پۀ هغه حال کښې امیر حاضر ؤ، د انګرېزانو پوځ ومني چې خپل پوځ به ئې لۀ هغۀ سره پۀ ګډه تر پایه پورې جنګېږي.

څنګه چې د افغانستان باندنی سیاست د انګرېزانو پۀ حصار کښې ؤ او څنګه چې هرات ته خطر هندوستان ته هم خطر کېدلی شو، د هند برطانوي حکومت لۀ روسانو سره لۀ موافقې وروسته د جنرال پیټر لمسډن (Peter Lumsden) پۀ مشرۍ د 1884 پۀ مني کښې پنجده ته یو هیئت واستوۀ چې هلته د خپل روسي سیال پۀ اتفاق یاده شوې ناټاکلې پوله وټاکي. افغانستان ته بلنه ورنۀ کړې شوه، کۀ څۀ هم موضوع د هغۀ د پولې ټاکل وو خو پۀ دغه وخت کښې چې روسانو ځان پۀ قوت سره د پنجده او مرو تر منځ رسولی ؤ، نۀ ئې غوښتل چې کشاله هواره شي – موضوع ئې ټالوله او پۀ عېن حال کښې ئې خپل پوځ لا پیاوړی کاوۀ . لۀ بلې خوا جنرال لمسډن جنرال غوث الدین ته سپارښتنه کوله چې د خپلې پوځي قطعې لۀ پیاوړي کولو نه ډډه وکړي، د دې لپاره چې دغه کشاله پۀ اسانۍ سره هواره شي. د لمسډن دغه ټینګار پۀ پاې کښې امیر پۀ دغه فکر کړو چې دغه جنرال پۀ واقع کښې د افغانانو او روسانو تر منځ نښته غوښتله – ځکه چې دغه احمق پۀ دې فکر ؤ چې کۀ د افغانانو او روسانو تر منځ وینه توې نۀ شي، دوي ممکن سره دوستان شي چې دا به پۀ ټوله معنٰي د انګرېزانو د ګټې مخالف وي.[4]

د 1885 کال د مارچ پۀ دېرشمه روسانو پنجده لاندې کړه – افغان سرتېرو ورسره ناکامه مقابله وکړه. کۀ څۀ هم روسي پوځ ترې نه لوی او امیر هم دوي لۀ مقابلې نه منع کړي وو، امیر عبدالرحمان پۀ دغه وخت کښې هندوستان ته پۀ رسمي سفر تللی ؤ او چې د پنجدې لۀ سقوط نه ئې خبر کړو، وائسرای ته ئې ووئیل چې غم مخورید – نۀ دا چې امیر کوشش ونۀ کړو لۀ وائسرای نه وغواړي دغه یرغل بېرته پۀ شا ووهي )ځکه چې دوي لۀ هغۀ سره ژمنه کړې وه چې پۀ هغه حال کښې چې کوم هېواد پۀ افغانستان باندې یرغل وکړي، بې لۀ دې چې هغه پارول شوی وي، دوي به لۀ افغانستان نه پۀ قوت دفاع وکړي(؛ پر دې برڅېره، امیر د هند حکومت کار اسان کړو. پۀ دې ډول چې دی لۀ پنجده او د هغې لۀ سهېلي برخې نه د روسیې د لوی امپراتور پۀ نامه تېرېږي خو چې ‘ماروچاق’، ‘ګلران’ او ‘ذوالفقار’ لا هم د افغانستان وي. پۀ دغه وخت کښې امیر دا هم څرګنده کړه چې پنجده پۀ اصل کښې د دې د پاره نیول شوې وه چې پۀ دغسې حال لۀ هغې نه د چنې پۀ توګه کار واخستل شي. د امیر پۀ نظر د پنجده پۀ قربانۍ سره به افغانستان لۀ لوی مصیبت څخه ژغورل شوی وي – سره لۀ دې هم د پنجده بحران روسیا او برطانیه د جنګ ژۍ ته ورکش کړل خو پۀ پاې کښې د ډېرو لیکونو او ټیلیګرامونو پۀ مبادلې سره دوي موافقه وښودله چې دغه کشاله دې پۀ منځګړتوب سره هواره شي. روسیې بیا د امیر لۀ خوا هغه ورکړل شوی امتیاز د پرېکړې لپاره د اساس پۀ توګه ومنۀ او یوۀ بل ګډ روسي انګلیسي هیئت د افغانستان دغه پوله د ‘امو’سیند لۀ خمیاب نه تر ذوالفقار پورې وټاکله. دا ځل سر وسټ رجروی (Sir West Ridgeway) د برطانوي هیئت مشر ؤ او دغه پوله هم د هغۀ پۀ نامه یاده شوه[5]. پۀ دې ډول د افغانستان شمال لوېدیځه پوله هم د برطانوي روسي حکومتونو لۀ خوا او د افغانستان پۀ تاوان وټاکلې شوه. د بدخشان پۀ برخه کښې یعني د افغانستان شمال ختیځه پوله هم د روسانو پۀ نظر ناټاکلې وه، کۀ څۀ هم دوي د 1873 کال پۀ پوهاوي سره بدخشتان د افغانستان سیمه منلې وه. روسانو د نهمې لسیزې پۀ سر کښې هلته هم تېری وکړو – دغه پوله لۀ سر نه وټاکلې شوه چې هغه دلته د افغانستان د ختیځ جنوبي پولې سره یو ځای تر بحث لاندې نیول کېږي.

د افغانستان د ختیځ سهیلي پولې ټاکل د نورو پولو پۀ پرته ډېر پېچلي او ګران وو – پۀ دې چې هم د دغې پولې اوږدوالی ډېر ؤ او هم د هغې پۀ ټاکلو سره اصلي افغانستان او د هغۀ اصلي اوسېدونکي یعني پښتانۀ اغېزمن کېدل. لکه چې د مخه وئیل شوي، افغانستان پۀ اصل کښې پۀ ختیځ کښې تر اباسین پورې هېواد ته وئیل کېدۀ خو د امیر عبدالرحمان تر وخته لۀ خېبر نه تر اباسین پورې سیمه د پېښور پۀ ګډون د برطانوي هند لاس ته ورغلې وه. پېښور اول د پنجاب واکمن رنجیت سنګهـ پۀ کال 1833 کښې د هغۀ لۀ حاکم سلطان محمد خان )د امیر دوست محمد خان ورور( نه نیولی او انګرېزانو بیا پېښور لۀ سکهانو پۀ کال 1848 کښې تر لاسه کړی او د امیر دوست محمد ټولې هلې ځلې د پېښور د بېرته تر لاسه کولو پۀ اړه نابریالۍ شوې وې. لکه چې د مخه وئیل شوي، د ‘خېبر’ لوی معبر چې منځنۍ اسیا لۀ جنوبي اسیا یعني هند سره نښلوي او لۀ دې امله د هند د امنیت لپاره مهم ؤ، د ‘ګندمک’ پۀ تړون سره لۀ افغانستان نه بېل شوی او پۀ هند پورې تړل شوی ؤ. سره لۀ دې هم برطانویان پۀ دغو لاس بریو قانع نۀ وو. لۀ دوي سره د هند د طلائي مستعمرې د خوندي ساتلو اندېښنه وه. څنګه چې دوي پۀ څلور سوه ملیوني پراخ هند باندې د لس زره ملکي برطانوي مأمورانو لۀ لارې حکومت کاوۀ او هندیانو ته بېګانه استعماري اروپایان وو، پۀ دې اندېښنه کښې وو چې کۀ روسیا د افغانستان لۀ لارې پۀ هند ور د مخه شي، هند ممکن د دوي لۀ لاسه ووځي – نو د دوي غټ کوشش دا ؤ چې د هند پۀ لور د ‘تزاري’ روسیې د احتمالي پوځي وړاندې تګ مخه ونیسي. باید د هند پۀ شمال لوېدیځ کښې ټینګ نظامي استحکامات او سیاسي تجویزونه ولري. پۀ افغانستان باندې پۀ کال 1838 کښې د برطانوي هند لومړی تېری او څلوېښت کاله وروستو د دوي دوېم تېری هم پۀ اصل کښې د هم دغه مطلب لپاره ؤ خو افغانانو دوي پۀ دواړو کوششونو کښې نابریالي کړل. کۀ څۀ هم برطانیه د وخت زبر ځواک او ډېر شتمن هېواد ؤ او پۀ اسیا، افریقا او امریکا او اسټرېلیا کښې ئې پراخې مستعمرې لرلې.

روسیې چې پۀ منځنۍ اسیا کښې تر افغانستان پورې ډېر ملکونه لاندې کړل او پۀ لندن کښې پراختیا غوښتونکي محافظه کار ګوند پۀ 1889 کښې حکومت پۀ ملي انتخاباتو سره تر لاسه کړو، برطانوي هند د روسیې پۀ احتمالي تېري پۀ برابر کښې یو نوی ستراتيژکي تجویز وویست او پۀ هغۀ باندې ئې د علمي سرحد (Scientific Frontier) نوم کېښود. د ‘ډیورنډ’ توافق لیک او د ډیورنډ کرښه پۀ واقع کښې د هم دغه پۀ اصطلاح ‘علمي سرحد’ زېږېدنه ده. ما دغه موضوع ګانې پۀ خپلو اثرونو کښې د ارشیفي لومړنیو رسمي پاڼو او نا خپرو شوو لیکنو او راپورونو لۀ مخې پۀ دقیق او اوږد ډول شرح کړي[6]؛ دلته به ئې اساسي مطلب پۀ لنډ ډول بیان کړم.

پۀ اصطلاح ‘علمي سرحد’ نه مطلب دا ؤ چې پۀ هغه حال کښې چې روسي پوځ د هند د اشغال پۀ مقصد پۀ افغانستان ننوځي یا حتٰي د امیر عبدالرحمان پۀ مړینې سره پۀ افغانستان کښې ګډوډي پېښه شي، د برطانوي هند پوځونه به د هندوکش نه پۀ ښکته ستراتیژکي سیمو یعني قندهار، جلال اباد، کابل او غزني کښې ځای پر ځای کېږي، پۀ دغه مقصد چې د روسي پوځ د ورتګ مخه ونیسي. د وړاندې تګ دغه چلند بیا لازمه کوله چې نۀ یواځې هغه مهم ‘کوتلونه’ او ځایونه چې ‘علمي سرحد’ ته رسېږي، د دوي پۀ کنټرول کښې وي، پر هغو قومونو هم سیاسي کنټرول ولري چې دغه کوتلونه ئې پۀ سیمو کښې پراتۀ وي. دغه ټول تجویز بیا حتمي کوله چې هند باید لۀ افغانستان سره خپل سرحد یا پوله وټاکي او د امیر لاس لۀ دغو قومونو او سیمو نه لنډ کړي.

دا چې ‘تزاري’ روس کۀ څۀ هم امپېریلستي او پراختیا غوښتونکی هېواد ؤ، د افغانستان لۀ لارې پۀ هند باندې د یرغل نیت لرۀ ، یقیني نۀ وه خو وېره ئې یقیني وه – پۀ تېره د انګلستان د محافظه کار یا ‘توري’ ګوند پۀ پاسنیو کړیو کښې پۀ هر حال، پۀ هغه وخت کښې چې د لندن محافظه کار ګوند مشر لارډ سالسبري (Lord Salisbury) پۀ لاس ؤ او د هند حکومت د وائسرای لېنزډاون (Lansdowne) پۀ مشرۍ چلېدۀ ، ‘علمي سرحد’ د رسمي سیاست پۀ شان ټینګ ونیول شو او د عملي کولو پۀ مقصد لۀ خېبر نه تر کابل پورې د رېلوی غزولو لپاره لازمي شیان او سامانونه زیرمه شول او د کابل سیند سروی هم پېل شوه. داسې هم د کوئټې او ‘چمن’ تر منځ د ‘کوژک’ ټنل پۀ ویستلو پېل وشو. انګلیسیانو ‘کوئټه’ د امیر شېر علي پۀ وخت کښې د ‘قلات’ خان لۀ لارې او ‘سبي’ او ‘پښین’ ئې د ‘ګندمک’ پۀ تړون سره تر لاسه کړي وو. د انګرېزانو لۀ خوا د کوئټې نیول د افغان انګلیس د دوېم جنګ یو علت ؤ. امیر عبدالرحمان هم وئیل چې د کوژک ټنل ویستل لکه د دۀ پۀ نس کښې چې د چړې ننویستل وي.

د هند وائسرای پۀ 1888 کښې امیر عبدالرحمان ته پۀ یوۀ لیک کښې څرګنده کړه چې اوس د دې وخت دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله مشخصه شي او د دغه مقصد لپاره به یو برطانوي هیئت کابل ته درشي. لۀ هغۀ نه ئې دا هم وغوښتل چې د افغانستان پۀ شمالي پولو کښې برطانوي افسران ومني خو امیر د هغو لۀ منلو نه غاړه غړوله او د وائسرای لېنزډاون د ټینګار پۀ برابر کښې ئې ډول ډول پلمې کولې. کله به ئې وړاندیز کاوۀ چې یو برطانوي هیئت دې پۀ کابل کښې پۀ عام دربار کښې د چارو پۀ اړه لۀ هغۀ سره بحث وکړي او کله به ئې وائسرای ته بلنه ورکوله چې کابل ته راشي. یو ځل ئې دا وړاندیز هم وکړو چې د دواړو خواو هیئتونه دې پۀ کومې سرحدي سیمې کښې سره خبرې اترې وکړي خو دغه وړاندیزونه د وائسرای لپاره د منلو وړ نۀ وو او هغۀ ټینګار کاوۀ چې د بحث موضوع دې یواځې د پولې ټاکل وي او د بحث موضوع دې د مخه ټاکل شوې وي او د دغه مقصد لپاره دې امیر یو برطانوي هیئت پۀ کابل کښې ومني. وائسرای یو ځل امیر هند ته هم وبالۀ خو امیر د ناروغۍ پۀ پلمه هند ته لۀ ورتګ نه بخښنه وغوښتله. دواړه خواوې لۀ یوې بلې نه شکمنې وې. امیر پۀ سرحدي سیمو کښې د انګرېزانو د وړاندې تګ مخالف ؤ، لکه د کوژک ټنل بشپړول، چمن ته د هغو د رېلوی غزول، د ‘ګومل’ د ټنل پرانستل او لۀ ځینو سرحدي قومونو سره د هغو مذاکره کول او د کابل سیند سروی کول – لۀ بلې خوا وائسرای پۀ سرحدي سیمو کښې د افغانستان پرمختګ د خپل ‘علمي سرحد’ پروګرام مخالف بالۀ ، لکه د ‘وزیرستان’ پۀ ‘واڼه’ او د ‘مومندو’ پۀ ‘مټائي’ کښې د نظامي پوستو جوړول، پۀ ‘اسمار’ کښې د پوځ دېره کول او د ‘چاغي’ نیول. پۀ دغه وخت کښې پۀ واقع کښې د امیر مأموران لۀ ‘چترال’ نه تر لوېدیځ ‘بلوچستان’ پورې د وړاندې تګ پۀ حال کښې وو. دوي کوم هغه سرحدي قومونه چې د افغان انګلیس پۀ دوېم جنګ کښې پۀ خپل سر شوي وو، هڅول چې د افغانستان حکومت ته غاړه کېږدي. دوي پۀ خپل دغه مأموریت کښې د پېسو پۀ ورکولو، کابل ته د قومي جرګو تللو پۀ هڅولو او پۀ عېن حال کښې د نظامي قوت پۀ ښودلو سره بریالي وو. غټ بری د سپاه سالار غلام حېدر څرخي پۀ برخه ؤ. هغه وروستو لۀ دې چې شینواري، بر مومند او کونړیان د حکومت تر نېغې ادارې لاندې راوستل – پۀ 1892 کښې ئې خپل پوځ پۀ ‘اسمار’ کښې دېره کړو او لۀ هغه ځای نه ئې د ‘باجوړ’، ‘دیر’ او ‘سوات’ د ایل کولو لپاره هلې ځلې پېل کړې. د برطانوي هند د باندینیو چارو وزیر مارتیمر ډیورنډ (Martimer Durand) لا تر هغې د مخه د 1891 کال پۀ جون کښې څرګنده کړې وه چې ‘مونږ پۀ ټول سرحد کښې د ‘ایران’ لۀ تورو غرونو نه تر وزیرستان پورې بد خبرونه تر لاسه کوو، امیر ‘کرمه’ تهدید کړې او ‘اپریدیان’ پۀ لړزوونکي حال کښې دي.’

وائسرای لېنزډاون لا پۀ دې فکر ؤ چې امیر غواړي پوره خپلواک وي، نو بیا ئې ټول هاغه درانۀ توپونه او وسلې چې افغانستان لۀ اروپائي هېوادونو څخه پۀ بیعه اخستې وې، د کراچۍ پۀ بندر کښې ټال کړې او د امیر د اعتراض پۀ ځواب کښې ئې ولیکل چې تر څو د سرحد مسئله فېصله شوې نۀ وي، هغه به ټال وي. دا پۀ دغسې حال کښې چې دغو وسلو ته د هزاره جات پۀ روان جنګ کښې سخت ضرورت ؤ، پۀ واقع کښې وائسرای لېنزډاون پۀ امیر عبدالرحمان باندې د دغسې فشار اچولو پۀ فکر شو چې پخوا وائسرای لارډ لېټن (Lord Lytton) پۀ امیر شېر علي باندې راوړی او هغه بیا د افغان انګلیس د دوېم جنګ علت شو – خو دغه ځل لندن د وائسرای پۀ خپل سر عمل پۀ مخ کښې خنډ شو. سره لۀ دې هم لېنزډاون لۀ امیر نه پۀ یوۀ لیک کښې وغوښتل چې د هند لوی درستیز جنرال فرېډرک رابرټس (Fredric Roberts) پۀ مشرۍ پۀ جلال اباد کښې یو نظامي هیئت ومني چې د 1892 کال لۀ اکتوبر نه وروستو نۀ وي. پۀ لیک کښې ئې دا هم ورته څرګنده کړې وه چې کۀ ما لۀ تا واله حضرت نه د ستمبر تر اول پورې وانۀ ورېدل چې تۀ حاضر یې دغه هیئت ومنې، زۀ به داسې وګڼم چې زما وړاندیز منل شوی نۀ دی او هغه به بېرته واخستل شي؛ خو کۀ تۀ دغه وړاندیز ومنې یا ونۀ منې، بیا به لازمه وي چې فېصله وشي چې کومې سیمې د افغانستان د سلطنت دي او کومې نۀ دي.

د جنرال رابرټس پۀ مشرۍ د دغسې نظامي هیئت لۀ استولو نه مطلب دا ؤ چې د هند وائسرای غوښتل موضوع د فشار پۀ راوړلو یا حتٰي د زور لۀ لارې حل کړي. رابرټس د افغان انګلیس پۀ دوېم جنګ کښې د انګرېزي پوځ لوړ قومندان ؤ چې پۀ امیر سره ئې یو شمېر افغانان پۀ کابل کښې پۀ دار ځړول شوي او د افغانانو د ‘مېوند’ لۀ بري نه وروستو ئې پۀ قندهار کښې د غازي محمد ایوب پوځ مات کړی ؤ – دی پۀ رښتیا افغانانو ته منفور ؤ چې پۀ کابل کښې د هغۀ شته والي پارونې کولې نو امیر عبدالرحمان ته د هغۀ پۀ مشرۍ د هیئت هم د منلو نۀ ؤ – نو ئې د اګست پۀ درېمه وائسرای ته ولیکل چې حاضر دی دغه هیئت ومني خو هغه دې د هزاره جات د جنګ لۀ امله ټال شي.

لېنزاون لۀ هغه وروستو خپل چلند نور هم سخت کړو. پۀ خپلې شوريٰ کښې ئې پۀ خپلو ملګرو ومنله چې هند باید یوه کرښه وټاکي او څرګنده ئې کړي چې د امیر حکم دې لۀ هغې نه اخوا چلېږي او کۀ افغان سرتېري لۀ هغې نه اخوا ولیدل شي، پۀ زور دې بېرته پۀ شا ووهل شي او دغه کرښه دې پۀ دې ډول پۀ نخښه شي چې ‘اسمار’، ‘چاغه’ او ‘واڼه’ دې لۀ افغانستان څخه بېله شي خو پخوا لۀ دې چې دغه اخطار امیر ته د لیک لۀ لارې ورسېږي، پۀ لندن کښې د لبرل ګوند د محافظه کار ګوند پر ځای پۀ واک شو او د هند پۀ چارو کښې نوي لبرل وزیر لېنزډاون ته څرګنده کړه چې لۀ امیر عبدالرحمان سره پۀ احتیاط چلند وکړي او تر هغو چې د هغۀ پۀ چلند کښې کوم اساسي تغیر پېښ شوی نۀ وي، د هغۀ پۀ چارو کښې دې تر ممکنې اندازې لاس وهنه کمه شي. سره لۀ دې هم وائسرای غوښتل یو نظامي هیئت د رابرټس پۀ مشرۍ کابل ته واستوي، نو ئې پۀ یوۀ لیک کښې د 1893 پۀ جنورۍ کښې امیر ته څرګنده کړه چې دغسې یو نظامي هیئت به د مارچ پۀ منځ کښې کابل ته درورسېږي او کۀ پۀ دې اړه د هغۀ )امیر( مثبت ځواب د فرورۍ تر اوومې پورې ونۀ رسېد، کابل ته به د هغۀ ورتګ ممکن نۀ وي. امیر ممکن پوهېدو چې د جنرال رابرټس مأموریت پۀ پسرلي سر ته رسېږي نو ئې د ټالولو لۀ تکنیک نه کار واخست. امیر د پاین (Pyne) پۀ نامه د لندن د ښار د کارګرې طبقې یو انګلیس مستخدم درلود چې ورته ښۀ مخلص ؤ – خپل ځوابي لیک ئې د فرورۍ پۀ اوولسمه نېټه د هغۀ پۀ لاس واستوۀ او ورته ئې هدایت ورکړو چې پۀ سفر کښې بیړه ونۀ کړي. هغه د مارچ پۀ دولسمه کلکتې ته ورسېد، یعني هغه وخت چې د رابرټس مأموریت ختم شوی ؤ.

امیر پۀ دغه لیکنه کښې وائسرای ته څرګنده کړې وه چې دغه هیئت پۀ دغه وخت کښې د سخت ساړۀ او پۀ خپله د دۀ د ناورغۍ لۀ امله منلی نۀ شي او پر دغو برڅېره پۀ دغه وخت کښې څنګه چې لارې پۀ واورو سره بندې وي، قومي مشران کابل ته رسېدلی نۀ شي او د هغو پۀ نشتوالي کښې به د هیئت راتګ بې ګټې وي. پاین چې د امیر اعتمادي شخص ؤ، پۀ کلکته کښې د باندنیو چارو وزیر مارټیمر ډیورنډ لۀ هغۀ سره پۀ کتنې کښې د امیر پۀ اړه د خپل حکومت روغ نیتي وښوده. پاین هم پۀ مقابل کښې د امیر روغ نیتي وښوده. پۀ عېن حال کښې ډیورنډ پۀ سرحدي سیمو کښې د افغانستان د پرمختګ پۀ اړه شکایت وکړو. پاین هم پۀ هم دغو سیمو کښې د برطانوي هند د وړاندې تګ پۀ اړه د امیر شکایتونه هغۀ ته واورول. پۀ ټولیز ډول پۀ دغسې لفظي مبادلې سره د دواړو خواو تر منځ یو ډول روغ نیتی راغی. عجیبه ده چې د لندن ښار د ختیځې برخې یعني د کارګرې طبقې اوسېدونکو ته هلته پۀ عادي ډول مجال نۀ وي چې د خپل ملک د لوړ طبقو پۀ تېره لۀ لوړو حکومتي کسانو سره مجلس وکړي خو پاین پۀ کلکته کښې د امیر د یو ډول استازي پۀ توګه لۀ خپلو دغسې وطنوالو سره خبرې وکړې چې د هغو او د امیر عبدالرحمان تر منځ بې اعتمادي پۀ روغ نیتۍ بدل کړي. د هغۀ لپاره پۀ رښتیا چې دا یو غټ بری ؤ. [7]

پۀ دغه وخت کښې چې کابل ته د انګلیس هیئت تللو، خبرې کېدلې، یعني د نهمې لسیزې پۀ پېل کښې د روس پوځي واحدونه د افغانستان پۀ شمال ختیځ کښې پۀ بدخشان کښې را د مخه شول – پۀ داسې حال کښې چې ټول بدخشان پۀ جنوب کښې د ‘بروغېل’ لۀ کوتل نه پۀ شمال کښې ‘تراق سو’ یا ‘مرغاب’ سیند پورې د افغانستان تر لاس لاندې سیمه وه او امیر حتٰي لوی ‘پامیر’ ته نزدې پۀ ‘سرمه تاش’ یا ‘سومه تاش’ نومې ځای کښې نظامي پوسته هم ځای پر ځای کړې وه؛ لکه چې د مخه وئیل شوي، د بدخشان د ‘روښان’ او ‘شغنان’ لۀ سیمو نه د ‘پنجه’ سیندګوټی د ‘امو’ سیند نه ؤ – د امو سیند لۀ هغه ځای نه شروع کېدو چې لۀ جنوب نه د کوکچی سیند او لۀ شمال نه د مرغاب سیند ورسره ګډېدل، خو روسانو ته بدخشتان تر پنجه پورې سیمه وه او دوي د روښان او شغنان هغه برخې چې د پنجه پۀ شمال کښې تر مرغاب سیند پورې پرتې وې، د بدخشان سیمې نۀ ګڼلې. پۀ دې حساب دغه برخې روسانو ته د 1873 کال لۀ پوهاوي د باندې وې او پۀ هغو باندې ئې د افغان حاکمیت د دغه پوهاوي پر خلاف شمېرۀ چې افغانستان ئې باید پرېږدي – روسانو د د ې پرواه هم نۀ کوله چې لس کاله کېدل چې د بدخشان دغه برخې د افغانستان تر حاکمیت لاندې وې.

روسانو پۀ 1892 کښې خپله ادعاء پۀ نظامي زور سره پیاوړې کړه. اول ئې یوې نظامي قطعې د کرنېل یانوف (Yanoff) پۀ قومندانۍ پۀ سرمه تاش کښې پۀ افغان نظامي پوستې ناببره ودانګل او هغه ئې لۀ منځه یوړه. وروستو دوه سوه ایز نظامي قطعه ئې د کرنېل یانوسکي (Yannosky) پۀ قومندانۍ شغنان ته ننوتله خو افغانانو هغه پۀ شا ووهله، لکه د مخه چې ئې یوه چیني نظامي قطعه پۀ شا تمبولې وه. بل کال د روسانو بله نظامي قطعه د هغوي د دفاع وزیر زوي پۀ قومندانۍ روښان ته ننوتله او فائرونه سره مبادله شول. پۀ دې ډول بدخشان ته خطر لاندې شو او امیر عبدالرحمان لۀ یوې خوا د روسانو او لۀ بلې خوا د برطانوي هند تر فشار لاندې شو. پۀ اصل کښې امیر ته ګرانه وه چې پۀ دغې لرې سیمې کښې د روسیې لۀ نظامي پوځ سره مقابله وکړي، هغه هم پۀ هغه حال کښې چې د هند وائسرای د 1892 کال پۀ جولایۍ کښې ورنه غوښتي وو چې پۀ پامیر کښې پۀ خپل فعال چلند سره ستونزې پېدا نۀ کړي. بل کال پۀ لندن کښې د هند د چارو وزیر د هند وائسرای ته پۀ یوۀ لیک کښې څرګنده کړه چې مونږ پۀ دې فکر یو چې اوس د دې وخت راغلی چې امیر د روښان او شغنان د حتمي پرېښودلو فېصلې ته اماده کړي او ترې نه وغواړي چې یو برطانوي افسر پۀ کابل کښې ومني چې پۀ هغو خبرو اترو ئې خبر کړي چې پۀ دې اړه لۀ روسیې سره شوې دي. هغۀ دا هم ووئیل چې برطانیه پۀ هېځ وجه حاضره نۀ ده چې د دغو سیمو پۀ ساتنه کښې لۀ امیر سره مرسته وکړي، ځکه چې دغه کار به د 1873 کال د موافقې پر خلاف وي. هغۀ دا هم ووئیل چې روسان حاضر دي نۀ یواځې ‘درواز’ امیر ته پرېږدي چې د پنجې پۀ کیڼه خوا کښې د ‘بخارا’ تر لاس لاندې ناحیه ده بلکې د ‘واخان’ هغه تړانګه چې تر چین پورې غزېدلې ده، هم ور پرېږدي او کۀ امیر شغنان او روښان پۀ ارامۍ ترک کړل، برطانیه به پۀ خپل وار حاضره وي چې چاغه او اسمار امیر ته پرېږدي -د نوي چمن پۀ عوض غرامات ورکړي او پۀ ‘کراچۍ’ کښې ئې ټال شوي مالونه ازاد کړي.[8]

څرګنده ده چې برطانیې نۀ غوښتل لۀ پنجه سیندګوټي نه پورته د روښان او شغنان پۀ سر له روسې سره سخته ونیسي. پر هغه برڅېره دوي غوښتل افغانستان ته د واخان پۀ ځانګړي کولو سره د خپلې امپراتورۍ او روسي امپراتورۍ تر منځ د احتمالي ټکر مخنیوی شوی وي.

بیا نو د هند وائسرای د 1893 کال د جولایۍ پۀ څلیریشتمه لۀ امیر نه پۀ یوۀ لیک کښې پۀ ټینګه وغوښتل چې یو برطانوي افسر پۀ کابل کښې ومني چې د روسانو لۀ ادعاګانو نه ئې خبر کړي او پۀ اړه ئې د هغۀ فکرونه معلوم کړي. پۀ عېن حال کښې ئې ډاډه کړو چې لۀ دغه افسر سره به نظامي کسان ملګري نۀ بلکې درې یا څلور تنه افسران ملګري وي. امیر د وائسرای دغه وړاندیز پۀ اسانۍ ومنۀ او ترې نه ئې دا هم وغوښتل چې دغه افسر دې یو نومیالی شخص لکه ګلډسټن (William E. Gladstone) د برطانیې پخوانی صدر اعظم وي، خو وائسرای د دغې دندې د پاره د لندن پۀ مشوره د هند د باندنیو چارو وزیر سر مارټیمر ډیورنډ غوره کړو چې فارسي ئې ښه وئیلې شوه. امیر هغه هم ومنلو.

بیا نو ډیورنډ لۀ څلور برطانوي او څلور مسلمانو افسرانو سره د ستمبر پۀ منځ کښې لۀ پېښور نه د کابل پۀ لور روان شو. د هیئت دوېم کس کرنېل ایلس (E. R. Ellis) ؤ. پۀ ‘لنډي کوتل’ کښې سپاه سالار غلام حېدر څرخي هیئت ته ښۀ راغلاست ووئیلو او هغه ئې پۀ پوره قدر سره د اکتوبر پۀ دوېمه کابل ته ورسوۀ او د ‘چلستون’ پۀ ماڼۍ کښې ئې ځای پر ځای کړو چې د خلقو لۀ نظره نه پناه وي.

هیئت درې ورځې وروستو لۀ امیر سره پۀ دربار کښې ولیدل خو دا یواځې تشریفاتي لیدنه نۀ وه – د شپږو اوونیو پۀ موده کښې چې هیئت پۀ کابل کښې ؤ، د دواړو خواو تر منځ یو وخت بل وخت خبرې وشوې تر څو د نومبر پۀ دولسمه د دوي تر منځ دوه توافق لیکونه اعلام شول چې یو ئې د افغانستان شمال خیتځ پولې او دوېم ئې د ختیځ سهېل پولې پۀ اړه ؤ – دا چې امیر به دغه دوېم توافق لیک پۀ رښتیا لاسلیک کړی وي، معلومه نۀ ده او وروستو به پۀ دغه مهم ټکي بحث وشي.

پۀ لومړي توافق لیک کښې وئیل شوي چې ‘امیر ….. پۀ دې ډول موافق کوي چې دی به ټولې هغه ناحیې (Districts) چې د دۀ لۀ خوا د امو پۀ شمال کښې ]پۀ ختیځ کښښې د وېکټوریا لۀ ډنډ یا سرقول نه لۀ امو سره د کوکچي تر یو ځای کېدلو پورې[ نیول شوي وي، خوشې کړي. پۀ دغې څرګند پوهاوي سره چې ټولې نااحیې به چې د امو پۀ سهېل کښې پرتې دي او اوس د هغۀ پۀ تصرف کښې نۀ دي، دۀ ته تسلیم کړلې شي.’

پۀ دغې موافقې سره د پنجه سیندګوټی د افغانستان او بخارا تر منځ پوله شوه خو هغه هېڅ وخت دا نۀ چې بېن المللي پوله نۀ ده، هېڅ پوله نۀ ده او بدخشان هغسې چې د مخه وئیل شوي، لۀ بروغېل نه تراق سو یا مرغاب پورې سیمه وه. پۀ دغه توافق لیک سره دغه بدخشان دوه ځایه شو خو د واخان پۀ سر چې د هم دغه توافق لیکه یوه برخه وه، یوه سپکه لانجه پېدا شوه چې زر هواره شوه. واخان د وېکټوریا د ډنډ یا سرقول پۀ سیمه کښې تر لوی پامیر پورې یوه اوږده تړانګه ده چې پۀ سر کښې ئې پوونده قرغز ترکمن دلته او هلته پۀ لره برخه کښې د ‘واخي’ پۀ نامه اسماعیلیان اوسېدل – پۀ داسې حال کښې چې پامیرونه کله د ‘فرغانې’ او کله د چین تابع وو، واخان د ځائي میرانو لۀ خوا اداره کېده چې هغوي یا د بدخشان یا قطعن تابع وو. واخان د پامیر تر څنګه یوه ډېره سړه او کم حاصله اوږده تړانګه ده خو هغه پۀ دغه وخت کښې د روسي او برطانوي امپراتوریو تر منځ د لومړي ځل لپاره بېن المللي اهمیت پېدا کړو. د 1873 کال د پوهاوي لۀ مخې واخان د روسیې لۀ خوا د بدخشان برخه منل شوې وه خو امیر عبدالرحمان سره لۀ دې هم نۀ غوښتل هغه د افغانستان یوه برخه وي. پۀ دغه دلیل چې د روسانو د تجاوز پۀ برابر کښې به لۀ هغۀ نه دفاع ګرانه وي، امیر پۀ دې هم ډاډه نۀ ؤ چې برطانیه به د هغۀ پۀ دفاع کښې لۀ دۀ سره ودرېږي – لکه چې د روښان او شغنان او تر هغۀ د مخه د پنجده پۀ دفاع کښې ئې د افغانستان پۀ اړه خپله ژمنه تر سره کړې نۀ وه چې ‘کۀ پۀ افغانستان باندې تېری وشي او کۀ دغه تېری د افغانستان لۀ خوا پارېدلی نۀ وي، دوي به د تېري دفع کوي.’ لۀ بلې خوا روسیه د دې مخالفه وه چې واخان لۀ افغانستان نه غېر د بل هېواد تر لاس لاندې وي. روسانو هم د برطانویانو پۀ شان غوښتل چې واخان د دوي د امپراتور تر منځ حائل وي. پۀ دغه حال کښې د ډیورنډ غټه وظیفه دا شوه چې امیر وهڅوي چې واخان پۀ کوم ډول د افغانستان برخه وګرځوي خو امیر نۀ هڅول کېدو – حتٰي پۀ هغه حال کښې هم چې ډیورنډ ورته کړه چې واخان دې پۀ نامه د افغان وکیل )استازي( تر لاس لاندې وي خو پۀ واقع کښې پۀ ‘ګلګت’ کښې د برطانوي افسر لۀ خوا اداره کېږي. پۀ پاې کښې امیر چې افغانستان ته د روسیې لۀ خطر نه پۀ اندېښنه کښې ؤ او د برطانیې ملاتړ ئې ضروري ګاڼۀ ، موافقه وکړه چې واخان به د افغانستان تر حاکمیت لاندې وي خو بې لۀ دې چې انتظامي پوځ پکښې دېره کړي. هغه ؤ چې لکه د مخه وئیل شوي، امیر د پنجه سیندګوټي چې واخان ئې پۀ کیڼه خوا کښې پروت دی، د بېن المللي پولې پۀ توګه ومنلو.

دوه کاله وروستو (1895) د روس انګلیس یو ګډ کمیسیون د افغانستان د غېر رسمي استازي پۀ ګډون د روسیې، افغانستان، چین او برطانوي هند تر منځ پوله پۀ ساحه کښې پۀ نخښه کړه. چین پۀ دغو خبرو کښې ګډون نۀ لرلو خو اعتراض ئې هم ونۀ کړو، کۀ څۀ هم د افغانستان سره ئې د سل میل پۀ اندازه ګډه پوله لرله. پۀ دې ډول د واخان دهلیز او افغان پامیر د وخت د درېو لویو امپراتوریو تر منځ د بې طرفې سیمې یا حائلې سیمې پۀ دغسې ځای کښې ومنل شو چې د نړۍ بام ورته وئیل کېدو.

بل توافق لیک د ډیورنډ توافق لیک یا پۀ 1893 کښې د ‘کابل کنونشن’ پۀ نامه د افغانستان د ختیځ سهېلي پولې پۀ اړه ؤ چې د بدخشان لۀ بروغېل کوتل نه د ایران تر سرحد یا ‘تورو غرونو’ پورې یو نیم زر میله اوږده وه. د دغې پولې اهمیت پۀ دې کښې ؤ چې هم ډېره اوږده وه او هم د اصلي افغانستان پۀ اړه وه او دغسې قومونه ئې اغېزمن کول چې د اصلي افغانستان جوړوونکي او اوسېدونکي وو – نو د دوي پۀ منځ کښې د بېلتون د پولې ټاکل او پۀ نخښه کول پۀ اصل کښې یو ناشونکی یا بیخي ګران کار ؤ – خو ډیورنډ سره لۀ دې هم د خپل حکومت د ‘علمي سرحد’ د تجویز لۀ مخې د هغې پۀ ټاکلو ټینګار کاوۀ او امیر عبدالرحمان د هغوي پۀ نېغ او د روسانو پۀ غېر مستقیم فشار لۀ مجبوریت نه لۀ هغۀ سره جوړه وکړه خو پۀ خپله ځائي خلقو هغه سم لۀ لاسه پۀ سراسري پاڅون سره رد کړه.

د دغه پۀ نامه توافق لیک ټول متن د دغه اثر پۀ پاې کښې راوړل شوی او د دغې موضوع ټولې خواوې ما پۀ خپلو اثرونو کښې پۀ زیاته اندازه د اصلي سرچینو لۀ مخې بیان کړې دي[9]. دلته به ئې هغه اساسي ټکي بیان کړم چې لۀ دغه اثر سره ارتباط لري.

د دغه توافق لیک دوېمه او درېمه ماده د هغه اساسي ټکي بیانوي – پۀ دوېمې مادې کښې وئیل شوي دي چې ‘د هند حکومت به هېڅ پۀ هغو سیمو کښې چې لۀ دغې لیکې نه اخوا د افغانستان پۀ لور پرتې دي، مداخله ونۀ کړي. لۀ دغې لیکې یا کرښې نه مطلب د واخان لۀ بروغېل نه د ایران تر تورو غرو )کوهای ملک سیاه( لیکه ده چې باید پۀ نخښه شي. پۀ درېمې مادې کښې وئیل شوي دي چې د برطانیې حکومت پۀ دې ډول موافقه کوي چې والا حضرت امیر دې اسمار او لۀ هغۀ پورته دره تر چاناک پورې وساتي – لۀ بلې خوا والا حضرت موافقه کوي چې دی به هېڅ وخت پۀ سوات، باجوړ یا پۀ چترال کښې د باشګل یا ارنوائي درې پۀ ګډون مداخله نۀ کوي. داسې هم د برطانیې حکومت موافقه کوي چې د برمل سیمه والا حضرت ته پرېږدي او والا حضرت د پاتې وزیري ملک او داور پۀ حقله لۀ خپلې ادعاء نه تېرېږي. داسې هم والا حضرت پۀ چاغه باندې لۀ خپلې ادعاء نه تېرېږي.’

د دغه توافق لیک پۀ اړه چې اول څۀ وئیل کېږي، دا دي چې هغه توافق لیک (Agreement) یا کنونشن (Convention) دی، نۀ چې تړون (Treaty) – تړون او توافق لیک عېن مفهومونه نۀ دي. ‘تړون’ د دوو هېوادونو تر منځ ژمنه وي چې هغه باید د هغو د لوړ ملي مجلسونو نه تېر شي؛ پۀ داسې کښې چې ‘توافق لیک’ د یوې مسئلې پۀ اړه د دواړو خواو تر منځ جوړه یا موافقه ده. ‘کنونشن’ د اجتماعي دود لۀ مخې د استازو یا لویانو غونډې ته وئیل کېږي چې مفهوم ئې تر موافقې نه هم سست وي. لۀ هم دې امله به وي چې دغه توافق لیک پۀ اصلي لیکنو کښې یواځې پۀ دغو نومونو یاد شوی، نۀ د ‘تړون’ پۀ نامه. لۀ دې نه ښکاري چې دغه توافق لیک برطانویانو ته یواځې د دوي پۀ اصطلاح ‘علمي سرحد’ پۀ ارتباط مهم ؤ چې پۀ هغۀ سره د افغانستان او برطانوي هند تر منځ د نفوذ سیمې پۀ نخښه کړي او یو د بل پۀ نفوذي سیمه کښې مداخله ونۀ کړي. د دې معنٰي دا نۀ وه چې د برطانوي هند نفوذي سیمه د هند یوه برخه شوه. برطانویانو تر پایه پورې پۀ خپلې نفوذي سیمې کښې خپل اداري طرز تطبیق نۀ کړو او لۀ هغې نه ئې د افغانستان د عنعنوي حاکمیت لاس لنډ کړو، د دې لپاره چې پۀ هغې باندې د خپل ‘علمي سرحد’ پۀ تقاضا سیاسي نفوذ ولري، نو لۀ دغه توافق لیک نه مطلب دا نۀ ؤ چې د هند واکمنان خپله دغه نفوذي سیمه پۀ هند پورې وتړي او د هند د نورو سیمو پۀ شان ئې اداره کړي. لارډ ایلګین (Lord Elgin)، چې د لارډ لېنزډاون نه وروستو د هند وائسرای شو، د دغه توافق لیک اصلي مطلب ئې لندن ته پۀ دې ډول بیان کړو؛ ‘د ډیورنډ توافق لیک هغسې توافق لیک ؤ چې د برطانوي حکومت او د امیر د نفوذ سیمې تعریف کړي. مقصد دا ؤ چې لۀ امیر نه د موجودې وضعې (Status quo) قبولي تر لاسه شي او وساتلې شي[10]. بیا نو لۀ امیر نه وغوښتل شول چې د دغه توافق لیک لۀ مخې به د هند پۀ نفوذي ساحه کښې مداخله نۀ کوي – خو لۀ دغې ‘مداخلې’ نه مطلب نظامي مداخله وه – پۀ نورو ساحو کښې د کابل او د دغو سیمو د قومونو تر منځ اړیکې د پخوا پۀ شان جاري وې، پۀ دې ډول چې د دغو قومونو جرګې به د پخوا پۀ شان پۀ خپله خوښه بې لۀ کوم باندني خنډ نه پۀ پرله پسې ډول کابل ته تللې او هلته به ئې لۀ امیر سره د خپل واکمن پۀ صفت لیدل او خپل بېعت به ئې نوی کاوۀ .

امیر عبدالرحمان د وزیرو پۀ حقله هم څرګنده ژمنه نۀ ده کړې. پۀ توافق لیک کښې ئې پۀ دې اړه دغومره وئیلي چې ‘….. د پاتې وزیري ملک او داور پۀ حقله لۀ خپلې ادعاء نه تېرېږي’؛ دا چې د دۀ دغه ‘ادعاء’ څۀ وه، واضحه نۀ ده – خو دا واضحه ده چې ‘د وزیرو ملک’ د دۀ شخصي ملکیت نۀ ؤ چې دی پر هغۀ لۀ خپلې ادعاء نه تېر شي. دی کۀ څۀ هم د ټول افغانستان امیر ؤ، د دې صلاحیت ئې نۀ لارۀ چې د خپل هېواد کومه برخه کۀ څۀ هم د وزیرو د ملک پۀ شان لرې پرته وي، چا ته ورکړي او کۀ برطانویان پۀ دې فکر وو چې د وزیرو ملک د افغانستان برخه نۀ ده، بیا نو څۀ ضرورت ؤ چې امیر مجبور کړي پر هغۀ لۀ خپلې ادعاء نه تېر شي. پۀ اصل کښې دغسې صلاحیت یواځې د ملت پۀ استازیتوب د مشرانو کار ؤ، نۀ د امیر.

لا مهمه او اساسي دغه پوښتنه ده چې ایا امیر به د توافق لیک متن چې پۀ انګرېزي ژبه کښې خپور شوی، لاسلیک کړی وي؟ لۀ شتو شواهدو نه ښکاري چې لاسلیک کړی ئې نۀ وي – پۀ دغه متن کښې د امیر او ډیورنډ نومونه چاپ شوي دي، نۀ د هغوي لاسلیکونه. ډیورنډ چې کله د توافق لیک پۀ اړه نقشه امیر ته وړاندې کړه، هغۀ پرې یو څۀ ولیکل بې لۀ دې چې لاسلیک ئې کړي. داسې هم د توافق لیک فارسي متن چې ډیورنډ ته واوروۀ او بیا ئې وروسپارۀ . امیر لاسلیک نۀ کړو، کۀ څۀ هم ډیورنډ لاسلیک کړی ؤ. نو امیر چې د توافق لیک فارسي متن لاسلیک کړی نۀ وي، انګرېزي متن به ئې هم نۀ وي لاسلیک کړی – ځکه چې هغه پۀ انګرېزي نۀ پوهېدو. پۀ دغسې حال کښې ډیورنډ به د توافق لیک متن ممکن هغۀ ته پۀ فارسي کښې اورولی وي چې پۀ فارسي ښۀ پوهېدو – کۀ دغسې هم شوي وي، امیر به د هغۀ د متن محتویات پوره درک کړي نۀ وي. بله دا چې د توافق لیک متن هر څۀ چې ؤ، یواځې انګلیسانو تهیه کړی ؤ، پۀ داسې حال کښې چې هغه باید دواړو خواو پۀ ګډه او اتفاق تهیه کړی وی – نو دغه موجود متن چې د امیر لاسلیک نۀ لري، د اعتبار وړ کېدلی نۀ شي. پۀ تېره چې دا پۀ نظر کښې ونیول شي چې د کرښې د نخښه کېدلو پۀ وخت کښې افغان استازو د ځینو مهمو ټکو پۀ سر مخالفت وښود. کۀ امیر د توافق لیک متن لاسلیک کړی، یعني منلی وی، لۀ هغۀ سره به ئې مخالفت نۀ وی کړی – ځکه چې پۀ هغه حال کښې به ئې خپل قول نقص کړی او د هند حکومت به پرې اعتراض کړی وی. نو کله چې دغه کرښه د توافق لیک او د هغۀ د نقشې لۀ مخې د افغان انګلیس د ګډو هیئتونو لۀ خوا پۀ ساحه کښې پۀ نخښه کېدله، افغان استازو اعتراضونه وکړل چې ځینې ئې د مقابل لوري لۀ خوا ومنل شول. تر ټولو مهم مخالفت د باشګل درې پۀ حقله ؤ چې پۀ توافق لیک کښې د هند پۀ نفوذي ساحه کښې نیول شوی خو د کرښې د نخښه کېدلو پۀ وخت (1896) کښې امیر هغه ونۀ منلو او وائسرای ایلګین ته ئې پۀ ټینګه ښکاره کړه چې د ‘کافرستان’ اخري کور هم د افغانستان دی. د ‘کافرستان’ باشګل هغه دره ده چې لۀ اسمار نه تر بدخشان پورې غزېدلې او هغه وخت منځنۍ اسیا ته یوه ستراتیژکي مهمه لار وه چې د ‘علمي سرحد’ پۀ تجویز کښې ئې برطانوي هند ته خاص اهمیت لرلو. پر دې برڅېره د هند حکومت ادعاء کوله چې د باشګل دره د چترال د مهتر )واکمن( تر لاس لاندې وه چې برطانوي هند پۀ 1895 کښې پرې مسلط شوی ؤ.

د دغو ټولو خبرو سره سره وائسرای ایلګین پۀ پاې کښې د باشګل درې پۀ حقله د امیر ادعاء ومنله او پۀ لندن کښې ئې د هند چارو وزیر هملټن (Hamilton) ته پۀ یوۀ لیک کښې څرګنده کړه چې د هند پۀ نفوذي ساحه کښې د هغې نیول د تأسف وړ یوه تېروتنه وه. [11]

بله مهمه موضوع چې د توافق لیک اعتبار زیانمن کوي، د مومندو موضوع ده. ‘مومند’ پۀ دغه توافق لیک کښې یاد شوي نۀ دي خو برطانویانو هغۀ ته د باجوړ پۀ ارتباط کتل چې امیر د هغۀ پۀ اړه د نۀ مداخلې ژمنه کړې وه – خو د دې معنٰي دا نۀ کېږي چې امیر د مومندو پۀ اړه هم د نۀ مداخلې ژمنه کړې ده او یا ئې هغه د برطانوي هند پۀ نفوذي سیمه کښې ښودلې وی. مومند او باجوړ دوه سره بېلې سیمې دي چې بېل قومونه پکښې اباد دي. لۀ هم دې امله ؤ چې امیر د ډیورنډ کرښې د پۀ نخښه کېدلو پۀ وخت کښې هغوي ته ښکاره کړه چې ټول مومند د افغانستان خاوره ده. مومندان لۀ ‘کامې’ نه تر ‘پېښور’ پورې ملک کښې اباد قوم دي. د پېښور ښار هم پخوا د مومندو ښار ؤ. د مومندو بره برخه پۀ ‘بر مومند’ او لره برخه پۀ ‘لر’ یا ‘کوز مومند’ یادېږي. د هند وائسرای غوښتل چې کوز مومند د دوي پۀ نفوذي ساحه کښې وي خو امیر د مومندو وېش نۀ منلو. وائسرای بیا غوښتل چې مومند پۀ یو اړخیز ډول ووېشي خو د امیر د ټینګ مخالفت لۀ امله ئې پۀ پاې کښې د خپلې شوريٰ پۀ مشوره لۀ دغه کار نه ډډه وکړه. پۀ دغه فکر کښې چې دغه وېش دې د امیر لۀ مړینې نه وروستو وشي. د مؤلف سر پرسي سایکس (Sir Perci Sykes) پۀ وېنا د مومند پوله تر 1924 پورې هېڅ پۀ نخښه شوې نۀ وه. عجبه ده چې ډاکټر عظمت حیات خان د ډیورنډ کرښې پۀ نامه پۀ خپل اثر کښې د مومندو وېش د افغانستان او هند تر منځ د وائسرای ایلګین د نظر لۀ مخې ښائي[12]. د دغه اثر لۀ محتویاتو نه ښکاري چې هغه د پاکستان د رسمي مقامونو پۀ هدایت او مرسته لیکل شوی وي.

پۀ هر حال، د ډیورنډ توافق لیک موجود متن د اعتبار وړ کېدلی نۀ شي. هغه به هغه وخت د اعتبار وړ سند شي چې د امیر عبدالرحمان او مارټیمر ډیورنډ لاسلیکونه ولري. دا چې ډیورنډ پۀ خپلو رسمي راپورونو کښې او د امیر منشي سلطان احمد ‘د امیر عبدالرحمان ژوند’ پۀ نامه کتاب کښې چې د ‘تاج التواریخ’ پۀ نامه فارسي شوی دی، وئیلي چې امیر دغه توافق لیک لاسلیک کړی دی، صحیح نۀ دي. ډیورنډ پۀ خپل یوۀ خصوصي لیک کښې خپله رسمي وېنا رد کړې ده او د سلطان محمد د اثر دوېم ټوک جعلي دی. سلطان محمد څۀ وخت چې خپل ناچاپ شوی اثر پۀ لندن کښې لۀ خپروونکي سره پرېښی ؤ، د انګلستان رسمي مقامونو د هغۀ پۀ دوهم ټوک کښې چې د سیمې او بېن المللي موضوعاتو پۀ اړه دی، ګوتې وهلي او خپل نظرونه ئې پکښې ځای کړي دي. دغه جعلتوب ما پۀ خپل یو اثر کښې پۀ مستند ډول شرح کړی دی.[13]

د 1894 کال پۀ پېل کښې د برطانوي هند او افغانستان پۀ موافقه د هم دغه توافق لیک لۀ مخې د دواړو خواو د نفوذي سیمو تر منځ د کرښې یا پولې د پۀ نخښه کولو پۀ مقصد درې کمیسینونو پۀ کار پېل وکړو – لومړی کمیسیون لۀ خېبر نه، دوېم کمیسیون لۀ کرمې نه او درېم کمیسیون د بلوچستان ایجنسۍ لۀ سیمې نه – څلورم کمیسیون وروستو جوړ شو او پۀ کار ئې پېل وکړو.

د کرښې د پۀ نخښه کېدلو وخت کښې د برطانوي هند مأمورانو د توافق لیک لۀ نقشې نه کار اخستو او افغان مأمورانو به د هغو نقشو لۀ مخې عمل کاوۀ چې امیر ورته ورکړې وې – خو دغه نقشې سره متفاوتې وې او د دغه تفاوت پایلې لانجلې او د کار ځنډېدل وو چې درې کاله وخت ئې ونیولو؛ پۀ داسې حال کښې چې اول فکر کېدو چې هغه به د څلورو میاشتو کار وي. ډېر مهم د خېبر کمیسیون ؤ چې د نقشو د اختلاف لۀ امله اول څۀ باندې درې میاشتې وځنډېدو او بیا د 1894 کال پۀ دسمبر کښې د کمیسیون افغان غړي، سپاه سالار غلام حېدر څرخي او برطانوي افسر اودني (Udny) لۀ خوا لۀ سره ونیول شو. سپاه سالار خپل سیال اودني ته څرګنده کړه چې لۀ امیر نه ئې سمه نقشه تر لاسه کړې ده خو دغه کمیسیون د باشګل درې او داسې هم د مومندو پۀ اړه د برطانوي هند لۀ نظره پۀ مقصد ونۀ رسېد. لکه چې د مخه وئیل شوي، وائسرای لۀ باشګل درې نه پوره تېر شو او د مومندو پۀ وېشلو کښې هم پاتې راغی، ځکه چې امیر تر پایه پورې ټینګ ؤ چې ټول مومند د افغانستان خاوره ده او لۀ هم دې امله ؤ چې وائسرای ایلګین بیا وغوښتل چې دغه کرښه لۀ مومندو نه پۀ یو اړخیز ډول تېره کړي خو د خپل لوی درستیز او د خپلې شوريٰ د غړو د مخالفت پۀ وجه چې امیر ممکن بیا ټول پروګرام لغو کړي، لۀ دغه کار نه لاس واخست. هغۀ امیر ته اخطار ورکړی ؤ چې کۀ د میټائي (Mitai) پوسته لغو نۀ کړي او لۀ پارونو لاس وانۀ خلي، پۀ افغانستان باندې به مواجب ودرول شي او لۀ هند نه به د وسلو ازاد انتقال نه مخنیوی وشي. هغه ؤ چې د امیر پۀ هدایت د میټائي نظامي پوسته د 1897 کال د اپرېل پۀ څلیریشتمه لۀ افغان سرتېرو نه خالي شوه. پر دې برڅېره برطانوي هند د خپل مأمور مرک (Merk) لۀ لارې د کوز مومند یو څو خېلونه د پېسو لۀ لارې تر خپل نفوذ لاندې راوستي وو چې وروستو د ‘ډاډور’ خېلونه پۀ نامه یاد شول. سره لۀ دې هم دغو خېلونو ته د افغانستان لۀ خوا د ‘لالپورې’ د خان لۀ لارې چې د ټول مومندو عنعنوي خان ؤ، مواجب ورکول کېدل. امیر تر اخره د مومندو پۀ اړه د میټائي پوستې لۀ خوشې کولو نه غېر برطانوي هند ته کوم امتیاز ونۀ منلو[14]. پۀ خېبر کښې یوه وړه برخه هم بې نخښې پاتې شوه او نور ټول لۀ ‘سپین غر’ نه تر چترال پورې پۀ نخښه شول.

د بلوچستان کمیسیون چې وظیفه ئې د ایران تر سرحد یعني د ملک سیاه غرونو پورې د کرښې ویستل او پۀ نخښه کول وو، هم لۀ فکر نۀ کېدونکیو ستونزو سره مخ شو – کۀ څۀ هم د دغې اتۀ سوه میلې کرښې اوږده برخه لۀ وچې بیدیا، شګلنو سیمو او سپېریو غونډیو څخه تېرېده؛ فکر کېدو چې دغه کمیسیون به خپله دنده پۀ څلورو میاشتو کښې سر ته ورسوي خو دغه کار څۀ باندې دوه کاله ونیول. لومړی دا چې انګلیس کمېشنر کپتان مک مېهن (Mac Mahon) د 1894 کال د اپرېل پۀ پینځمه او سیال ئې سردار ګل محمد یوه میاشت وروستو لۀ هغۀ د مۍ د میاشتې پۀ اخر کښې ډومنډي (Domandi) ته ورسېدو. عجبه دا ده چې د دوي تر منځ خبرې د خلیفه نور محمد لۀ لارې پېل شوې. وئیل کېدل چې امیر خپل استازي سردار ګل محمد ته وئیلي وو چې لۀ خپل انګلیس سیال سره پۀ نېغه ونۀ ګوري. پر دې برڅېره د دواړو نقشې سره متفاوتې وې. د معمول پۀ شان لۀ انګلیس استازي سره د توافق لیک نقشه او لۀ سردار سره د امیر پۀ لاس جوړه شوې نقشه وه. د مېک موهن ټول هغه کوششونه شنډ شول چې غوښتل ئې لۀ سردار ګل محمد سره پۀ خپله خبرې وکړي یا دغه سردار هغه کرښه ومني چې د توافق لیک پۀ نقشه کښې پۀ نخښه شوې وه. پۀ پاې کښې هغۀ خپل وائسرای لۀ دغسې ستونزې نه خبر کړو او هغۀ لۀ امیر نه د یوۀ لیک لۀ لارې وغوښتل چې خپل استازي پوهه کړي چې کرښه د توافق لیک د نقشې لۀ مخې پۀ نخښه کړي. هغه ؤ چې بیا دوي دواړو د اګست پۀ اتلسمه د درې ګړیو پۀ موده کښې ولیدل او خبرې ئې وکړې خو بیا هم موافقې ته ونۀ رسېدل او مېک موهن خپل حکومت ته ولیکل چې زمونږ د خبرو نتیجه پۀ څرګند ډول ښائي چې تر څو امیر سردار ته سمه نقشه او نوي هدایتونه ورنۀ کړي، زما لپاره به بې ګټې وي چې لۀ سردار ګل محمد سره د پولې پۀ اړه بیا وګورم. حقیقت دا دی چې د توافق لیک نقشې چې 1893 کښې پۀ بیړه کښل شوې وې، تېروتنې لرلې. لۀ بلې خوا امیر عبدالرحمان د افغانستان لۀ ختیځو سیمو سره ښۀ بلد ؤ. د هغۀ مور او نیا او دوه مېرمنې د هم دغو سیمو لۀ قومونو نه وې. وائسرای بیا امیر ته ولیکل چې دا ټولې ستونزې لۀ دې امله دي چې هغۀ )امیر( خپلو استازو ته سمې نقشې نۀ دي ورکړې. د دغه کار پایلې به ناوړې وي. هغه ؤ چې امیر بیا د خپل بلوچستان کمیسیون استازي ته د توافق لیک د نقشې نقل ورواستوۀ او پۀ نتیجه کښې د دغې برخې پولې د ټاکلو پر مخ لاړې خو هغه سره لۀ دې هم بې ستونزو نۀ ؤ. برطانوي هند د دې لپاره چې د کمیسیون کار پر مخ لاړ شي، د ‘پهه’ کوتل (Paha Kotal) افغانستان ته پرېښود؛ کۀ څۀ هم هغه پۀ موافق لیک کښې د هند پۀ نفوذي سیمې کښې ښودل شوی ؤ.

پۀ دغې نوې فضا کښې د بل کال (1895) د فرورۍ تر شپاړسمې پورې لۀ ډومنډي نه تر چمن پورې د پولې د پۀ نخښه کولو کار کښې ځنډ پېښ شو. یو خوا دا چې نوی افغان استازی محمد عمر خان چمن ته ښائسته ځنډ وروستو ورسېدو. پر هغۀ برڅېره د خواجه امران او چمن تر منځ کرښې پۀ سر د دواړو تر منځ اختلاف پېښ شو. دوي لۀ چمن نه تر غوښې پورې د پولې د پۀ نخښه کولو کار پېل کړو خو کله چې محمد عمر خان دغه برخه د افغانستان خاوره وبلله، مېک موهن هغه رد کړه، پۀ دغه دلیل چې د هغۀ پۀ قول دا د پښين علاقه ده او پښين او سبي خو د ګندمک د تړون لۀ مخې د هند شوي وو او د کابل پۀ توافق لیک کښې د هند پۀ نفوذي سیمه کښې نیولی شوی ؤ. لانجه پۀ پاې کښې بیا وائسرای او امیر ته ورسېده او وائسرای د دې لپاره چې لۀ چمن نه د ایران تر سرحد پورې د لیکې د پۀ نخښه کولو کار پر مخ لاړ شي، افغانستان ته د ‘ایلتاز’ کارېز (Iltaz Karez) پرېښود. څنګه چې مېک موهن د 1895 کال پۀ جون کښې هند ته غوښتل شوی ؤ، نور انګلیس مأموران د 1896 کال پۀ جنورۍ کښې سره ټول شول او لۀ افغانانو سره ئې پۀ ګډه د لیکې د پۀ نخښه کولو کار لۀ سره ونیوۀ او دغه کار بیا بې لۀ کوم خنډ نه پر مخ لاړ او د هم دغه کال پۀ جون کښې د دغې اوږدې لیکې وروستۍ پایه د ملک سیاه غرۀ د پاسه ودرول شوه.[15]

د کرمې کمیسیون د مخه لۀ ‘سیکارام’ (Sikaram) نه تر ‘لارام’ ]لړم[ (Laram) پورې د کرښې د پۀ نخښه کولو کار سر ته رسولی ؤ. دغه کرښه د ډونالډ (Donald) او شېرین دل خان پۀ ګډ کوشش لږ و ډېر د ډیورنډ توافق لیک لۀ مې ویستل شوې او پۀ نخښه شوې وه چې زیاتره ئې د افغانستان پۀ ګټه وه. پۀ نخښه کولو کښې ئې طبیعي ځانګړتیاوې او اوبۀ پۀ نظر کښې نیول شوې وې. افغان خوا کۀ څۀ هم سمه نقشه پۀ لاس نۀ لرله، د کرښې پۀ نخښه کولو کار د 1895 پۀ منځ کښې سر ته ورسېدو او د دواړو خواو لۀ خوا ومنل شو.

د وزیرستان کمیسیون د 1895 کال پۀ جنورۍ کښې د پولې د پۀ نخښه کولو کار شروع کړو خو دغه کمیسیون یواځې لۀ انګلیس افسرانو نه جوړ ؤ. د هند وائسرای پۀ وېنا امیر هغۀ ته ښکاره کړې وه چې دغه کار دې دوي پۀ خپله تر سره کړي، بې لۀ دې چې افغان مأموران پکښې برخه ولري. د عظمت خان پۀ وېنا دغه کمیسیون د وزیرو ملک ته د درې زره سرتېرو پۀ زور ننوت او د ګومل لۀ سیند نه لس میله پورته پۀ واڼه کښې ئې یوۀ کېمپ کښې واړول. تر دې د مخه پۀ واڼه کښې افغان نظامي پوسته پرته وه خو انګرېزان پۀ واڼه کښې لۀ وسله وال پاڅون سره مخ شول. پۀ وزیرو کښې دغه فکر زر خپور شو چې د انګرېزانو پۀ شتون سره به دوي خپله خپلواکي چې ډېر پرې ویاړېدل، لۀ لاسه ورکړي او باجونه به هم پرې حواله شي – نو د 1894 پۀ نومبر کښې ئې پۀ انګرېزانو برید وکړو او یو شمېر ئې د دوو افسرانو پۀګډون ټپي کړل، خو پۀ پاې کښې دغه پوځ د جنرال لاکهارټ (Lockhart) پۀ قومندانۍ دغه پاڅون وځپلو او لۀ هغې وروستو د کرښې د پۀ نخښه کولو کار لۀ ډومنډي نه پېل شو او د درې پوځي واحدونو پۀ ملګرتوب لۀ ‘خوجه خضر’ نه د ‘برمل’ او ‘شوال’ لۀ درې نه پۀ سختو حالاتو کښې پۀ دغه کار موفق شو. لۀ ډومنډي نه تر لارام پورې د کرښې د ټاکلو نقشې او یادښتونه امیر ته د هغۀ د منلو لپاره واستول شول خو هغۀ پرې اعتراض وکړو او وې غوښتل چې یو شمېر ځایونه د یو څو کوتلونو پۀ ګډون باید د افغانستان وي، خو د هغۀ دغه غوښتنه ونۀ منلې شوه او ورته څرګنده کړې شوه چې کومه هغه کرښې چې ښاغلي کنګ (King) او انډرسن (Anderson) ټاکلې، اخري ده او بدلېدلې نۀ شي[16].

پۀ دغه ډول د بدخشان لۀ بروغېل کوتل نه د ایران د ملک سیاه غرو پورې د یو نیم زر میل پۀ اوږدو کښې د برطانوي هند د ‘علمي سرحد’ پۀ تقاضا دغسې کرښه پۀ نخښه شوه چې مقصد ئې د کابل توافق لیک لۀ مخې د برطانوي هند او افغانستان د نفوذي سیمو سره بېلول وو. دغه کرښه وروستو د ډیورنډ کرښې پۀ نامه یاده شوه خو د نفوذي سیمو پۀ دغه ډول سره بېلول د دوو هېوادونو تر منځ د پولې معنٰي لرلې نۀ شي. پۀ دغې لیکې سره د پښتنو او بلوڅو مهم قومونه لکه ترکلاڼي، وزیر، شنواري، نورزي، اڅکزي، بلوڅ او وروستو مومند سره وېشل شوي وښودل شول چې پۀ اصل کښې سره وېشل کېدلی نۀ شي. دوي پۀ خپلو کښې دغسې ټینګ قومي، اجتماعي او اقتصادي اړیکې لري چې د لیکې د دواړو خواو حکومتونه هم د هغوي د تګ راتګ مخه نیولې نۀ شي نو دوي د پخوا پۀ شان پۀ خپلو کښې پۀ تګ رتګ ازاد وو. پۀ واقع کښې دغه پۀ نامه پوله دوي ته هېڅ وخت د پولې حېثیت نۀ لرلو، پۀ تېره پۀ هغو سیمو کښې چې فزیکې او طبیعي خنډ ئې نۀ لرلو. دا سمه ده چې یو ځای بل ځای غرونه او لۀ چمن نه تر ایران پورې شګلنې دښتې پۀ لار کښې پرتې وې خو لۀ دغې ډېرې اوږدې کرښې نه د اوښتلو او راوښتلو لارې دغومره ډېرې وې چې د دغو قومونو د خلقو لپاره هېڅ خنډ نۀ ؤ. دا یواځې د زبرځواک برطانیې زور ؤ چې د خپلې طلائي مستعمرې یعني هند د خوندي ساتلو لپاره ئې د نړۍ پۀ دغې سیمې کښې یو غېر طبیعي حال رامنځ ته کړو او د افغانستان سیاسي لاس ئې لۀ خپلو سیمو نه لنډ کړو – نو دا پۀ واقع کښې د حکومتونو تر منځ د کاغذ د پاسه رسمي پوله وه نۀ د کرښې دواړه خواو خلقو ته – او چې د کرښې د ختیځې سیمې اولسونه پوهه شول چې ملکونه ئې د برطانیې پۀ نفوذي سیمه کښې نیول شوی او خپلواکۍ ته ئې د نامسلمانو برطانویانو او هندوانو لۀ خوا خطر پېښ شوی دی، د 1897 پۀ جون کښې ئې د دغې کرښې پر خلاف پۀ یوۀ لوی سراسري پاڅون لاس پورې کړو. پۀ دغه پاڅون کښې د شیعه ‘طوریو’ نه حتٰي تر کوز مومندو د ‘ډاډ وړ څانګو’ پۀ ګډون )د مومندو لۀ ترکزي څانګې نه پرته( ټولو قومونو ګډون لرلو او غازیان ئې د خپلو قومي او روحاني مشرانو پۀ مشرۍ تر ‘شبقدر’ پورې وړاندې لاړل خو انګرېزانو د هغوي د غلي کولو لپاره لږ و ډېر اویا زره منظم پوځ پۀ بېلو واحدونو کښې پۀ کار واچوۀ چې پۀ هغو کښې یو هم د برطانیې وروستی صدر اعظم ونسټن چرچل (Winston Churchil) ؤ. مهمه دا ده چې دغو قومونو پۀ دغه لوی او بېساري پاڅون سره د ډیورنډ کرښه پۀ غوڅه توګه رد کړه.[17] لۀ هم دې امله به هم ؤ چې انګرېزانو کوشش ونۀ کړو چې د خپلې هندي مستعمرې اداري طرز پۀ دغو قومونو تطبیق کړي. د دوي کوشش دا ؤ چې دغه قومونه پۀ سیاسي لحاظ تر نفوذ لاندې ولري چې دا یو بېل بحث دی او ما د دغې موضوع او د ډیورنډ توافق لیک اړوندې موضوع ګانې پۀ خپلو یاد شوو اثرونو کښې پۀ اوږد ډول تر بحث لاندې نیولې دي.

دلته به دغومره ووئیل شي چې د ډیورنډ کرښې پۀ نخښه کولو سره د افغانستان د ټول حدود ټاکنه پاې ته ورسېدله او افغانستان پۀ دغه کار سره نۀ یواځې تر پخوا نه کوچنی شو، اصلي افغانستان ئې هم لۀ لاسه ورکړو.

پۀ پاې کښې ښائي یو ځل بیا ووئیل شي چې د افغانستان د پولو ټاکل کېدلو حرکت چې د امیر شېر علي پۀ وخت کښې پېل شوی ؤ، د امیر عبدالرحمان پۀ وخت کښې پوره شو. د امیر شېر علي پۀ وخت کښې د امو سیند د بخارا او افغانستان تر منځ پوله پۀ لندن کښې د برطانیې حکومت او پۀ پیټرز برګ کښې د روسي حکومت لۀ خوا ومنل شوه او سیستان د ایران او افغانستان تر منځ ووېشل شو. د امیر عبدالرحمان پۀ وخت کښې د پنجده پۀ کشاله کښې لۀ ‘خمیاب’ نه تر ایران پورې لیکه او پۀ شمال ختیځ کښې د پنجه نهر د بخارا او افغانستان تر منځ د پولې پۀ شان ومنلې شوه. پۀ هم دغې دورې کښې ډېره لانجمنه او ډېره مهمه د ډیورنډ کرښه وه چې پۀ نخښه کولو سره ئې اصلي افغانستان لۀ اوسني افغانستان څخه بېل وګڼل شو. پۀ دغو ټولو ټاکنو کښې د افغانستان رول فرعي یا هېڅ ؤ او افغانستان تر پخوا نه کوچنی شو، خو لۀ بلې خوا پۀ هم دغو پولو ټاکنو سره وو چې افغانستان د دوه اروپائي قوي امپراتوریو تر منځ د یوۀ هېواد پۀ توګه پر ځای پاتې شو.

پۀ واقع کښې دا د برطانیې نېغ فشار او زور او پۀ شمال ختیځ کښې د ‘تزاري’ روسیې خطر ؤ چې امیر عبدالرحمان ئې د ډیورنډ کرښې منلو ته مجبور کړو. لۀ هغۀ نه پرته هېڅ فکر نۀ کېدو چې دی به دغه کرښه ومني. پۀ داسې حال کښې چې دۀ د مخه پر دې پېل کړی ؤ چې د افغانستان لۀ لاسه تللې سیمې بېرته تر لاسه کړي او لۀ افغانستان نه لږ تر لږه د امیر دوست محمد د وخت افغانستان جوړ کړي. د افغانستان پۀ واکمنو کښې یواځې دۀ د برطانوي نفوذ سیمې لۀ خلقو سره ډېر علائق لرل او هغه تر زیاتې اندازې شخصي او فامیلي وو. د دۀ مور، نیا او دوه مېرمنې لۀ هم دغه خلقو څخه وې او دۀ هم د نورو افغان واکمنو پۀ شان تر اباسین پورې ملکونه د افغانستان ګڼل. پر دې برڅېره دۀ ته به دا هم ډېره دردناکه وه چې دی چې خپلو خلقو ته یو زور واک واکمن او ‘وسپنیز امیر’ ؤ، د ډیورنډ کرښې پۀ موضوع کښې یو بې چاره امیر شوی ؤ.

سره لۀ دې ټولو خبرو، د وخت پۀ نظر کښې نیولو سره د امیر عبدالرحمان ونډه د اوسني افغانستان پۀ جوړولو کښې مهمه وه. دۀ تر هر بل افغان واکمن نه ډېر خپل ویښ ژوند د دولتي نظام تنظیمولو او پیاوړي کولو او د هېواد د خوندي ساتلو لپاره وقف کړی ؤ چې نتیجه ئې دغه اوسنی افغانستان دی. پۀ دې حساب دی د اوسني نوي افغانستان مؤسس کېږي – پۀ داسې حال کښې چې ستر احمد شاه د معاصر افغانستان سر مؤسس ؤ.

کابل کنونشن – 1893

پۀ داسې حال کښې چې د هندوستان پۀ خوا کښې د افغانستان د سرحدي سیمې پۀ اړه ځینې مسئلې پېدا شوې دي او پۀ داسې حال کښې چې دواړه والا حضرت امیر او د هندوستان حکومت هیله مند دي چې دغه مسئلې د دوستۍ پۀ پوهاوي او د دواړو د نفوذ د ساحو د حد پۀ ټاکلو سره حل شي، تر څو پۀ راتلونکي کښې د دغو متحدو حکومتونو تر منځ د دغې موضوع پۀ سر د اختلاف نظر نۀ وي؛ پۀ دې وسیله پۀ لاندې ډول سره موافقه وشوه:

  1. د والا حضرت د ختیځ او سهېلي سرحد توابع دې لۀ ‘واخان’ نه د ‘پارس’ تر پولې پورې هغه لیکه تعقیب کړي چې پۀ هغې نقشې باندې ښوول شوې ده چې لۀ دغه توافق لیک سره مله ده.
  2. د هندوستان حکومت به هېڅ وخت پۀ هغو سیمو کښې چې لۀ دغې لیکې نه اخوا د افغانستان پۀ لور پرتې دي، مداخله ونۀ کړي او والا حضرت امیر به هېڅ کله پۀ هغو سیمو کښې چې لۀ لیکې نه اخوا د هندوستان پۀ لور پرتې دي، مداخله ونۀ کړي.
  3. د برطانیې حکومت پۀ دې ډول موافقه کوي چې والا حضرت امیر دې ‘اسمار’ او تر هغۀ پورته دره تر ‘چاناک’ پورې وساتي. لۀ بلې خوا والا حضرت موافقه کوي چې دی به هېڅ وخت پۀ ‘سوات’، ‘باجوړ’ یا پۀ ‘چترال’ کښې د ‘باشګل’ یا ‘ارنوائي’ درې پۀ ګډون مداخله نۀ کوي. داسې هم د برطانیې حکومت موافقه کوي چې د ‘برمل’ سیمه والا حضرت ته پرېږدي، کومه چې پۀ هغې مفصلې نقشې کښې ښوول شوې چې والا حضرت ته د مخه سپارل شوې ده او والا حضرت د پاتې ‘وزیري’ ملک او ‘داور’ پۀ حقله لۀ خپلې ادعاء نه تېرېږي. پۀ هم دې ډول والا حضرت د ‘چاغه’ پۀ اړه لۀ خپلې ادعاء څخه تېرېږي.
  4. د سرحدي سیمې لیکه به د افغان او برطانوي کمشنرانو لۀ خوا لۀ دې وروستو پۀ تفصیل سره وکاږله شي او حد بندي به شي پۀ کوم ځای کښې چې د تطبیق وړ او مطلوب وي. د دغو کمشنرانو مقصد به دا وي چې د سرحد پۀ ټاکلو کښې متقابلې پوهاوي ته سره ورسېږي. داسې چې دغه لیکه دې تر نهائي امکان پورې د هغې نقشې لۀ مخې وي چې لۀ دغه توافق لیک سره مله ده؛ پۀ داسې حال کښې چې د دغې سرحدي سیمې د ګاونډو کلو د موجودو محلي حقوقو رعایت پوره شي.
  5. د ‘چمن’ د موضوع پۀ اړه والا حضرت د برطانوي نوې قشلې پۀ حقله لۀ خپل اعتراض نه تېرېږي او برطانوي حکومت ته هغه حقوق پرېږدي چې د سرکي تېلرای (Sirkai Tilerai) پۀ اوبو کښې ئې پۀ بیعه اخستي وو. د سرحد سیمې لۀ دغه ټکي نه به لیکه پۀ لاندې ډول وکاږله شي:

دغه لیکه به ‘پښه’ کوتل ته نزدې د ‘خوجه امران’ غرو لۀ سر نه چې د برطانیې پۀ سیمه کښې پاتې کېږي، پۀ هغه لور کښله کېږي چې ‘مرغه چمن’ او ‘شاروبو’ چینه به افغانستان ته پاتې کېږي او د نوي چمن چهاوڼۍ او د افغان پوسته چې د ‘لښکر’ ډنډ پۀ نامه یادېږي، تر نیمائي پورې رسېږي او پۀ داسې حال کښې چې ]لیکه[ به د جنوب پۀ لور روانه وي، د خوجه امران د غرو سره به بیا یو ځای کېږي. پۀ دې ډول چې د ‘غوښې’ پوسته به د برطانیې پۀ علاقه کښې او د غوښې پۀ جنوب او لوېدیځ کښې د ‘شوراوک’ سړک به افغانستان ته پرېږدي. د برطانیې حکومت به د دغه سړک تر نیم میلي پورې پۀ هېڅ ډول مداخله نۀ کوي.

  1. د دغه توافق لیک دغه پورته فقرې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د والا حضرت لۀ خوا د نظر ټول عمده اختلافات چې د سرحدي سیمې پۀ اړه د دوي تر منځ پېدا شوي وو، د پوره او قناعت کوونکې فېصلې پۀ ډول ګڼل کېږي او دواړه د هندوستان حکومت او والا حضرت پۀ ذمه اخلي چې د جزیاتو پۀ حقله ټول اختلافات لکه هغه چې وروستو به د هغۀ د منصبدارانو لۀ خوا پرې غور کېږي چې د سرحدي لیکې د حد بندۍ لپاره ټاکل کېږي، د دوستۍ پۀ روحیې سره به فېصله کېږي. د دې لپاره چې تر هغو چې ممکنه وي، د دواړو حکومتونو تر منځ د شکونو او ناسم پوهاوي سببونه لۀ منځه ولاړ شي.
  2. د هندوستان حکومت چې د والا حضرت لۀ روغ نیتۍ نه د برطانیې حکومت پۀ اړه پوره ډاډمن شوی او غواړي افغانستان پیاوړی او خپلواک وویني، د والا حضرت لۀ خوا د جنګي لوازمو پۀ رانیولو او واردولو باندې به اعتراض ونۀ کړي او دوي به پۀ دغه حقله پۀ خپله څۀ مرسته ورسره وکړي. پر هغه سربېره، د دې لپاره چې د والا حضرت د هغې دوستۍ روحیې نخښه وساتله شي چې پۀ دغو مذاکرو کښې ئې ښودلې ده، د هندوستان حکومت ژمنه کوي چې پۀ هغو دولسو لکهو کښې شپږ لکهه روپۍ زیاتی راوستل شي چې والا حضرت ته هر کال د مالي مرستې پۀ ډول ورکول کېږي.

هنري مارټیمر ډیورنډ امیر عبدالرحمان

د هندوستان د حکومت د باندنیو چارو وزیر د افغانستان او د هغۀ د توابعو امیر

کابل، دولسم نومبر 1893

  1. محمد حسن کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، لیډن، برل خپروونکې مؤسسه، 2004، مخونه 3-1
  2. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، 1886، مخونه 19-7
  3. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، مخ 168
  4. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخ 205
  5. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخونه 207-200
  6. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخونه 192-177

    کاکړ، زما غوره لیکنې، د افغانستان د کلتوري وده ټولنه، 2010، مقاله، د معاصر افغانستان تاریخ پوهان

  7. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، مخ 144
  8. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، مخ 144
  9. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخونه 192-177 / کاکړ، زما غوره لیکنې، مخونه 186-99 / ډیورنډ، د واحد ملت د بېلتون کرښه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، 2007
  10. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخ 186
  11. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخ 183
  12. عظمت حیات خان، د ډیورنډ کرښه، پېښور پوهنتون، 2000، مخونه 161-109
  13. کاکړ، د افغانستان حکومت او جامعه د امیر عبدالرحمان پۀ امارت کښې، لندن، د ټېکساس پوهنتون خپرونه، 1989، مخ 248
  14. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، مخ 157
  15. ډ.پ.سنګهل، افغانستان او هند، مخ 154 – د دغې اوږدې کرښې د پۀ نخښه کولو بیان کښې د عظمت حیات خان بیان یو څۀ متفاوت دی او د دۀ پۀ وېنا مېک موهن تر پایه پورې د بلوچستان د کمیسیون کار پر مخ بېوۀ ]عظمت حیات خان، د ډیورنډ کرښه، مخونه [168-166
  16. عظمت حیات خان، د ډیورنډ کرښه، مخونه 166-162 / سنګهل، مخ 155
  17. کاکړ، د افغانستان سیاسي او دپلوماتیکي تاریخ، مخ 189

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …