رابندراناتهـ ټېګورکابلي والا (کابلے) – ژباړن:ډاکټر لطیف یاد

 

 

 

 

پۀ کال اتلس سوه دوه نوي (1892) کښې د رابندراناتهـ ټېګور د لیکلې شوې دې افسانې یو سل اووۀ ویشت کلونه وشول. پۀ ظاهره دغه عامه او عام فهمه افسانه پۀ خپل درون کښې د یوې پېړۍ د نفرتونو، کرکو او سپکاوي ډېر دردناک او کربناک تاریخ انځور لري. د پېرنګي ټول مستعمره هند کښې افغانان د ‘شک’ سترګې ته مخامخ کړے شوي وو. د تاریخ ‘لیکلو’ نه د فکشن او د تهېټر پورې؛ پۀ منظمه او سائنسي توګه د ‘سوډنېمزم’ تر مخه د پښتنو افغانانو دوه تصویرونه مخې ته کېښودلے شول – یو هاغه شاړ شبړ، قبائیلي ذهنیت لرونکے، تهذیب نه لرې چې د هېڅ ائیني اصلاحاتو د ورکړې جوګه نۀ وي؛ دوېم د ‘غازي’ او ‘مجاهد’ چې د مذهب پۀ رومان کښې پۀ اسانۍ سره بې پېسو خپل کور ورانوي، خپل ورور وژني.

زمونږ قامي او کلتوري دښمنانو دغه غېر انساني بیانیه د خپلو تزویراتي ژورتیا پالیسیو د پاره د هغه وخت نه کارولې ده. ټېګور پۀ څرګنده توګه د یو کلک او ځیږ افغان پۀ سینه کښې حساس او مینې نه ډک زړۀ ځکه ویني چې د استعماریت د تعصب پټۍ پۀ سترګو نۀ لري. ‘کابلي والا’ )کابلے( د پېرنګي نه تر دې وخته د سوډنېمزم پۀ تکنیک د پښتنو افغانانو پۀ ضد د راوړې شوې بیانیې مخنیوي د پاره یوه ښکلې ډالۍ ده. مونږ ئې د ښاغلي لطیف یاد پۀ مننه د ‘پښتون’ دې ځانګړې برخه کښې د تاریخ تندي ته سپارو.

زما پینځۀ کلنه لور “ميني” نۀ شي کولی چې يوه شېبه پټه او چپه خولۀ پاتې شي. زۀ پۀ دې اند يم چې هغه به پۀ خپل ټول ژوند کښې يوه شېبه هم چپه خولۀ نۀ وي پا تې شوې. د هغې مور دې ته ډېره پۀ غصه کېږي او د ډېرو خبرو نه ئې منع کوي، خو ما پۀ خپل ټول ژوند کښې دا کار نۀ دی کړی چې هغه پټه خولۀ ووينم او وايم چې دا به ميني نۀ وي؛ ميني او چپه خولۀ؟

کله چې زۀ ووينم چې ميني چپه خولۀ ده او خبرې نۀ کوي نو داخبره پر ما ګرانه شي او نۀ ئې شم زغملې – لۀ هم دې کبله زۀ تل د هغې خبرې پۀ ډېرې مينې او محبت اورم او پۀ ډېرې مهربانۍورسره خبرې کوم.

يوه و رځ چې زۀ د خپل نوي ناول د اوولسم څپرکي د نيمايې بر خې پۀ ليکلو بو خت وم، مينې غلچکۍ شان ته زما کوټې ته راننوتله او خپل واړۀ او نازک لاسونه ئې زما پر لاسونو کېښودل او راته ئې ووئیل، “پلارجانه! زمونږ دروازه وان )رام ديال( د کارغۀ نوم سم نه شي اخستلی، ورته ‘کاغۀ’ وائي، نودی خو پۀ هېڅ شي نۀ پوهېږي؛ هم داسې نۀ ده؟

د مخه لۀ دې چې مينې ته د ژبې د لهجو پۀ اړوند معلومات ورکړم، نو هغې بحث پرېښود او نوی بحث ئې پېل کړ او داسې ئې ووئيل، “څۀ فکر کوې پلاره! بهولا وائي چې هلته پۀ وريځو کښې پو فيل )هاتي( دی او لۀ خپلو شونډو نه اوبۀ راشيندي، نو لۀ هم دې کبله باران ورېږي؛ ايا داخبره رښتياده؟

ما لا د هغې پوښتنې ته ځواب نۀ ؤ ورکړی چې هغې لۀ ما نه وپوښتل، “ز ما مور ستا څۀ کېږي؟”

ما ورته پۀ موسکا ووئيل، “زما د خښينې خور’.

ما مينې ته ووئيل، لاړه شه لۀ بهولا سره لوبې وکړه، ځکه چې زۀ کار لرم، خو مينې زما غو ښتنې ته څۀ پام ونۀ کړ او زما د کار مېز ته نزدې پر زمکه ناسته وه او د خپل ځنګانۀ پر سر ئې پر خپلو ګوتو طبلې وهلې. زۀ پۀ دغه وخت کښې د خپل ناول د اوولسم څپرکي پۀ ليکلو بو خت وم چرې چې پرتاپ سنګهـ د ناول اتل د کنچنمالا سره لاسونه ورکړي وو او غوښتل ئې چې د قلعه د درېم پوړ د کړکۍ لۀ لارې وتښتي. پۀ دغه وخت کښې ميني خپلې لوبې پرېښودلې او ناڅا پۀ ئې زما د کار د کوټې هغې کړکۍ ته ورمنډه کړه چې د سړک خوا ته پرانستلې وه او پۀ زوره زوره ئې نعرې کړې ‘او کابليه!’ ‘او کابليه’ – ما چې د کړکۍ نه بهر کتل نو و مې ليدل چې يو جګ سړی ؤ چې د پښتنو جامې ئې اغوستې وې، پګړۍ ئې پر سر تړلې وه او پر سړک پۀ قلاره قلاره روان ؤ – بورۍ ئې پر شا او د انګورو ټوکرۍ ئې پۀ لا س کښې وه.

زۀ نۀ شم وئيلى چې د کابلي پۀ ليدو سره د مينې پۀ زړۀ کښې څۀ احساس پېدا شوى ؤ، خو کابلي چې زمونږ د کور خوا ته مخ را وګرځاوۀ نو ميني پۀ زوره ووئیل “وۍ!!!”- کله چې کابلی د کړکۍ مخې ته ودرېد او ميني ته ئې پۀ ځير ځير کتل نو ميني منډه کړه او د خپلې مور پۀ غېږه ورننوتله. زما پۀ اند ښائي مينې ته دا پوښتنه پېدا شوې وه چې کابلي پۀ خپلې بوجۍ کښې چې شا ته ئې پرته ده، دوه درې نور ماشومان اچولي وي؛ دابه هم پکښې واچوي.

وروسته بيا کابلی د کور پۀ دروازه راننوت، سلام ئې وکړ او پۀ مسکا ئې ووئیل، “څۀ مو پۀ کار وو؟”

پۀ دې وخت کښې زۀ د خپل ناول د اوولسم څپرکي د ليکلو حساس ځاى ته رسېدلى وم؛ نو د دې لپاره چې کابلی ما لۀ کاره ونۀ باسي نو د هغۀ نه مې زر زر يو څۀ مېوه رانيوله او کله ئې چې خپله بوجۍ شا ته اچوله نو خداى خبر چې پۀ زړۀ کښې څۀ ور وګرځېدل، لۀ ما ئې وپوښتل، “بابوجي! لورکۍ دې څۀ شوه؟” ما د دې لپاره چې د ميني د زړۀ نه وېره او ډار لرې کړم نو هغه مې راوبلله – ميني راغله خو لۀ ډېرې وېرې او ډاره زما پۀ چوکۍ )کرسۍ( پورې ونښتله او دواړه ستر ګې ئې کابلي ته برندې نيولې وې.کابلي د بوجۍ د کڅوړو نه ممېز )کشمش(او غوزان )چارمغز( را ويستل او پۀ دواړو لاسونو ئې ميني ته وړاندې کړل خو ميني نوره هم پۀ ما پورې کلکه ونښتله او سترګې لۀ ډېرې وېرې رډې راوختلې. دا د ميني او کابلي لومړنۍ ليدنه کتنه وه.

څو ورځې وروسته چې زۀ يو سهار لۀ کوره بهرشوم نو ګورم چې ميني دروازې ته نزدې پر يوې څوکۍ ناسته ده او کا بلي د دې د چوکۍ مخې ته ګونډې وهلې دي او ميني کابلي ته د ښارو پۀ شان ګډه ده او پۀ ډېر غور او ځير سره د هغې خبرې اوري. اريان شوم او ښۀ مې چې پۀ ځير ورته وکتل نو د ميني د ساړۍ پلو د وڅکو )کشمشو( او غوزانو ډک دى او دا وڅکې او غوزان کابلي هغې ته د تحفې او سوغات پۀ توګه ورکړې وې.

ما لۀ کابلي نه تپوس وکړ چې دا وڅکې او غوزان دې ولې ميني ته د تحفې پۀ ډول ورکړې دي؟ هغۀ لا ځواب نۀ ؤ راکړى چې ما يو اتانیز )اتۀ انې( لۀ خپله جېبه راوکښۀ او کابلي ته مې ورکړ او دۀ هم بې لۀ کومې خبرې هغه خپل جېب ته واچولو.

کله چې زۀ بېرته کور ته ستون شوم نو هغې بد مرغي اتانیز زمونږ پۀ کور کښې لويه لانجه پېدا کړې وه. د ميني مور پۀ غصه ده او پۀ ډېره تونده لهجه لۀ ميني پوښتنه کوي چې دا سکه دې لۀ کومه کړې ده؟ او ميني پۀ ساده ګۍ سره ورته وائي چې دا خو کابلي راکړې ده. د ميني مور چې د کابلي نوم اوري نو غصه ئې نوره هم زياتېږي او پۀ ډېر قهر او غضب سره وائي، “تا د کابلي نه څنګه اتانیز اخستو؟ ما د دې لپاره چې د ميني د مور قهر او غضب مې سوړ کړى وي، ووئیل چې د ا هغه اتانیز دی چې ما کابلي ته ورکړی ؤ. د دې خبرې پۀ اورېدو سره د ميني د مور قهر لږ شانتې سوړ شو او ما چې د ميني نه پوښتنه وکړه نو د دې او د کابلي دا دوېمه او درېمه ليدنه نۀ وه؛ بلکې تر دې د مخه هم کابلي ميني ته ډېر ډېر ځلې غوزان او وڅکې ورکړې دي او د دغه دوستانه رشوت پۀ زور ئې د مينې د زړۀ نه هغه وېره او ډار ايسته کړى دى چې د کابلي پۀ وړاندې د دې پۀ زړۀ کښې ؤ. اوس ميني او کابلی يو لۀ بله سره پۀ خوږو دوستانو بدل شوي دي او يو لۀ بله سره ټوقې ټقالې کوي او خاندي او يو د بل پۀ ليدلو خوشحالېږي. زۀ به دې خبرې ته حېران شوم چې د کابلي پۀ څير دنګ او جګ سړى د ميني پۀ وړاندې پۀ ګونډو ناست دى او ميني ورته پۀ ځير ځير ګوري او ورته خاندي او هغه پۀ ځواب کښې ورته وائي، هاتي – کۀ څۀ هم دا ځواب د خندا وړ نۀ دى خو ميني او کابلی دواړه پۀ دې خبره لۀ خندا نه شنۀ شنۀ کېږي او د ډېرو خنداو نه ئې پۀ پښتورګو باندې لاسونه نيولي وي. داخندا به چې پاې ته ورسېدله، بيا به د کابلي د پوښتنو وار راغى نو ميني ته به ئې وئيل چې تۀ کله د خپل سخر کور ته ځي؟

پۀ بنګال کښې د سخر د کور پۀ اړوند ډېر نقلونه او قيصې شته، خو مونږ هېڅ کله هغې ته دا نقلونه نۀ کول او نۀ مو هيله درلودله چې هغه پۀ دې ډول قيصو خبره شي؛ نو هم دا وجه وه چې ميني به کابلي ته شډل ځوابونه ورکول او ورته به ئې وئيل چې تۀ به پۀ خپله د خپل سخر کور ته ځې.

ځينې خلق د سخر کور ته تګ د زندان پۀ معنٰي کاروي او کابلي هم چې د دغې کنايې تر اغېزې لاندې راغلى و، ميني ته ووئیل، “زۀ به مې سخر ټوک ټوک کړم” او د کابلي پۀ دغه خبرې به ميني ډېر وخندل او د دې د خبرو ملګرى کابلی به هم پۀ دغې خندا کښې ور سره شريک شو.

زۀ د کلکتې د ښار پۀ يوې کوچنۍ کوټې کښې اوسېدلم او د ساوڼ )مني( موسم ؤ، چندانې به لۀ خپلې کوټې نه به بهر نۀ وتلم خو خيال او فکر به مې د سرحدونو پورې خوا ته هېوادونو کښې ګرځېده – پۀ تېره بيا به مې چې کابلی د ښار پۀ واټ کښې وليد، زړۀ به مې د يو نا اشنا ملک ليدلو ته لېوالتيا درلودله او لوړ او دنګ دنګ غرونه او ژور ګړنګونه او پۀ اونو ګڼ ځنګلونه به مې تر سترګو کېدل او پۀ دغو غرونو او ځنګلونو کښې به مې هغه خټين کورونه ليدل چې لۀ دې هېواده لرې پردېسيان پۀ هغو کښې شپې ورځې تېروي او د يو ازاد او خپلواکه ژوند څښتنان دي. زۀ به پۀ خپل فکر او سوچ کښې د هغو د خورا جیګو او دنګو غرونو لمنو ته ورسېدلم چې نرۍ لارې ئې پر سينه باندې د مار پۀ څير تر لمنو راغزېدلې دي او د اوښانو هغه کاروانونه به مې تر ستر ګو شول چې د غرونو نه هوارو مېدانونو ته راښکته کېږي او د پښتنو شا زلميانو نېغې شملې او ځلانده سر نيزې ئې بدرګه کوي. زۀ به پۀ دغه سوچونو کښې ډوب وم چې د ميني مور ناڅاپه راباندې غږ وکړ، “لۀ دغه پردېسي کابلي نه وډار شه!”

ما به د ميني مور ته ډاډ ورکړ، “هېڅ خبره هم نشته، تۀ ولې دومره بد ګمانه يې؟

هغې به راته ويل، “دا خلق ماشومان نۀ غلا کوي؟”

“پۀ کابل کښې د ماشومانو غلا کول نشته؟”، ما به ورته وئيل، “دا ټولې اوازې دي او اوازې سړى بايد ونۀ مني”؛ خو هغه به زما پۀ دې خبرو نۀ قانع کېدله او زما خبرې ئې ښې زړۀ ته نۀ لوېدلې.

کابلی به پۀ کال کښې يو ځل خپل هېواد او کور ته تلو. کله به ئې چې خپل هېواد ته د تللوشپې ورځې رانزدې شوې نو دى به ډېربوخت ؤ. د خلقو نه به ئې خپل پورونه راټولول، د کور لپاره به ئې پېسې او سوغاتونه برابرول؛ خو ما ليدل سره لۀ دې چې دى به ډېر بوخت ؤ خو يو ځلې به ضرور د ميني ليدلو ته راتلو. کۀ سهار به ئې وخت نۀ پېدا کاوۀ نو مازيګر به حتمي د ميني د ليدلو لپاره راتلو. زۀ پۀ دې خبره لږ شانتې بد ګمانه شوم چې د ده پۀ هره ورځې راتلو کښې کوم چل نۀ وي – خو بيا به مې چې وليدل چې ميني ته پۀ ډېره مينه ښه راغلى وائي او هماغه پخوانۍ ټوقې ورسره تکراروي نو بيا ډاډمن شوم او د کابلي پۀ اړوند مې بد ګماني لرې شوه.

خپل هېواد ته د کابلي د تګ وخت نزدې شوى ؤ. يوه ورځ ناڅاپه چې ما د خپل ناول پروفونه لوستل، د سهار اتۀ بجې وې، هوا ډېره سړه وه او پر مذهب ټينګ هندوان د مندرونو نه پۀ داسې حال کښې چې د سړې هوا لۀ کبله ئې خپل مخونه پټ کړي وو، خپلو کورونو ته ستنېدل نو پۀ دغه وخت کښې مې يو غږ او شور تر غوږونو شو او چې د کړکۍ نه مې د باندې وکتل نو دوو تنو پوليسانو کابلی تر مټو نيولى دى او د تهاڼې خوا ته ئې کشوي او د وړو ماشومانو ډله ورپسې ده او شور ماشور او هاى او هوى جوړشوى دى او د کابلي پر جامو د وينو څو څاڅکي هم ښکاري او د يو پوليس پۀ لاس کښې چاړۀ هم ده. زۀ پۀ ډېر تلوار سره بهر ووتلم، پوليسان مې ودرول او پوښتنه مې ځينې وکړله چې څۀ پېښه شوې ده چې کابلی لۀ ځانه سره تهاڼې ته بيايئ؟ خو وروسته پته ولګېدله چې کابلي پر چا يو شال خرڅ کړى ؤ او هغه سړى ئې پر پېسو منکر شوى ؤ او خبره جنګ جګړې ته رسېدلې وه او کابلي ته هم غصه او قهر ورغلى او هغه سړى ئې وهلى دى. سره لۀ دې چې کابلی د پوليسو لۀ خوا تهاڼې ته بېول کېږي خو بيا هم هغه سړي ته چې د ده پۀ پېسو منکر شوى ؤ، بد رد وائي او پۀ غصه دى. پۀ دغه وخت کښې ناڅاپه زما لور ميني د کور پۀ برنډه کښې راښکاره شوه او کابلي ته ئې ور نعرې کړې “او کابليه! او کابليه!”

کابلي چې د ميني غږ واورېد نو سم د لاسه ئې پۀ حالت کښې بدلون راغى او غلى غوندې شو. ميني چې د کابلي پر اوږو بورۍ ونۀ ليدله، لومړى ئې د وېرې ترې پو ښتنه ونۀ کړله، خو دوېم ځل ئې ورته ووئیل، “د سخر کره دې ځې؟” کابلي ورته وخندل اوورته ئې ووئیل، “هو! د سخر کره ځم.” خو د کابلي ځواب ميني ونۀ خندوله او د کابلي هم دې خبرې ته پام شو او ميني ته ئې ور غږ کړ، “څۀ وکړم لاسونه مې تړلي دي کۀ نه نو اوس به مې سخر ټوک ټوک کړى وى؟” – د کابلي پر دې خبرې ميني وخندل او پوليسانو کابلی د تهاڼې خوا ته بوتلو. وروسته بيا پر کابلي باندې څو کلونه بند راوخوت ځکه د هغه سړي د وژلو کوښښ ئې کړى ؤ.

مياشتې او کلونه تېر شول او د وخت پۀ تېرېدو سره کابلی هم زمونږ نه هېر شو. مونږ د خپل ژوندانۀ پۀ خوندونو کښې ډوب وو او دا خبره مو خيال او ذهن کښې هم نۀ ګرځېدله چې زمونږ داسې يو کابلی دوست پۀ زندان کښې شپې ورځې تېروي او زۀ شرمېږم چې ووايم زما لور ميني هم د خپلو ټوقو ټقالو ملګرى هېر کړ. ميني نۀ يواځې کابلی هېر کړ، بلکې زما او د دې تر منځ خبرې اترې هم ترې هېرې شوې. نوره ميني زما خونې ته نۀ راتله، ځکه د لوبو ملګرې ئې پېدا کړې وې او تل به لۀ هغو سره پۀ لوبو بوخته وه.

کلونه او مياشتې تېرې شوې او مونږ د ميني د وادۀ اراده وکړه او هغه وخت راغى چې زمونږ د کورنۍ رڼا به د نورو کور رڼا کړي او مونږ به پۀ تيارو کښې پرېږدي.

يوه شپه باران ورېدلى ؤ،ګهيځ ټول شيان روښانه او صاف ښکاره کېدل. د لمر زرينو وړانګو او شغلو زمونږ د ښار خاورينو دېوالونو ته ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه. زمونږ پۀ کور کښې نارینه او ښځې پۀ بیړه اخوا دېخوا خوځېدل؛ څراغونه ئې ځړول او فرشونه ئې غوړول او کوټې او برنډې ئې پاکولې او هغه ئې ښائسته کولې – دا ځکه چې نن زما د لور وادۀ و. زۀ د خپل کار پۀ کوټه کښې ناست وم او حسابونه مې سنجول؛ پۀ دغه ترڅ کښې یو سړی زما د کور پۀ دروازه راننوت او پۀ ډېر درناوي او ادب ئې سلام وکړ او زما مخې ته ودرېد، خو ما پۀ لومړني ځل کتو دی ونۀ پېژنده، ځکه چې نۀ خپله هغه بورۍ پر اوږه وه او نۀ ئې هم څڼې غوړې وې. د دۀ پۀ څهره کښې هغه تازه والی او پۀ بدن کښې ئې هغه پیاوړتیا او غښتلتوب هم نۀ لیدل کېدو چې یو وخت ما لیدلی ؤ – تر څو چې مسکی شو او ما وپېژند چې دا خو هغه کابلی دی – ما ترې وپوښتل، څۀ وخت راغلی یې؟

دۀ راته پۀ ځواب کښې ووئیل چې بېګا لۀ زندانه خوشی شوی یم .

زۀ د زندان د نامې نه کرکه کوم او تل مې لۀ زندان نه بد راتلل او پۀ زړۀ کښې مې داخبره وګرځېدله چې نن زما د لور میني وادۀ د ښادۍ پۀ کارونو بوخت یم، کاشکې چې دغه شوم بندی )کابلی( نۀ وی راغلی او سم لاسي مې دۀ ته ووئیل، “نن زمونږ کره د ښادۍ او خوشحالۍ مراسم دي، زۀ هم د وادۀ پۀ کارونو لګیا او بوخت یم؛ خوښه دې نۀ ده چې بله ورځ دلته راشې؟”

کابلي چې دا خبره واورېدله، سمدلاسه روان شو، خو چې د دروازې خولې ته نزدې شو، مخ ئې را واړوۀ او راته ئې ووئیل، “ښاغلیه! زۀ کولی شم یو وار ستاسو هغه کوچنۍ او ورکوټې لور )مینې( ووینمه؟”

کابلي ښائي داسې ګمان کاوۀ چې میني به لا تر اوسه وړه وي او کله ئې چې پر دۀ سترګې ولګي نو دۀ ته به ووائي، “ای کابلیه! ای کابليه!” او د دۀ سره به ټوقې وکړي او ورته به وخاندي. پۀ دې وخت کښې ځیر شوم چې د کابلي پۀ لاس کښې یوه کاغذي کڅوړه ده چې انګور پکښې دي او کابلي دا انګور لۀ خپل یو بل هېواد وال نه اخستلي دي، ځکه دۀ خو هېڅ هم نۀ درلودل او نوی او تازه لۀ بنده راخوشی شوی ؤ. ما د دۀ د پوښتنې پۀ ځواب کښې ووئیل، “ما درته مخکښې ووئیل چې نن زمونږ کره ښادي ده نو پۀ هېڅ ډول داخبره ممکنه نۀ ده چې تۀ میني وګورې.” زما پۀ دې ځواب سره کابلی سخت خواشینی شو، ‘خدای پاماني’ ئې راسره وکړه او خدائیږو زۀ هم د دۀ پۀ خواشینۍ او ناهیلۍ سخت خقه شوم او غوښتل مې چې بېرته ورته غږ وکړم چې راشه خو ومې لیدل چې کابلی پۀ خپله زما خوا ته رانزدې شو او هغه کاغذي کڅوړه ئې چې انګور پکښې وو، راته ونیوله او راته ئې ووئیل چې دا واخله! ما ستا کوچنۍ لور میني ته انګور راوړي دي او دا انګور هغې ته ورکړه!

ما چې لۀ کابلي نه د انګورو کڅوړه واخستله نو لاس مې خپل جېب ته کړ چې دۀ ته څو انې ورکړم خو کابلي زما لاس ټینګ ونیوۀ او پۀ غمژنه لهجه ئې راته ووئیل، “تۀ ډېر مهربانه یې، زۀ د انګورو بیعه نۀ اخلم. تۀ هم کوچنۍ لور لرې او زۀ هم پۀ خپل هېواد کښې یوه داسې کوچنۍ او ورکوټې لور لرم او هر وخت مې یادېږي. نن هم لۀ ما نه پۀ کلونو کلونو بېله او جلا لور را پۀ یاد شوه او د خپلې هغې کوچنۍ لور پۀ یاد مې ستا لور ته دغه انګور راوړل . ما غوښتل چې د میني پۀ لیدلو د خپلې کوچنۍ لورکۍ د لیدلو تنده ماته کړم او ما دا انګور د پېسو لپاره نۀ دي راوړي.

تر دې وروسته کابلي والا لاس خپل جېب ته کړ او یو زوړ او شلېدلی کاغذ ئې د خپل جېبه راوویست او پۀ ډېر احتیاط ئې زما پر مېز کېښود. ما چې ورته پۀ ځیر سره وکتل، پر دغه کاغذ نۀ د چا انځور ؤ او نۀ هم کومه لیکنه پرې شوې وه؛ یواځې پر سیاهي باندې د یو کوچني ماشوم د لاس چاپه کښلې شوې وه او زۀ پوه شوم چې دا د دۀ د کوچنۍ لور د وړو لاسونو نخښه ده چې کابلي د یادګار پۀ توګه لۀ ځانه سره ساتلې وه او پۀ کلکته کښې به چې د مېوو د خرڅولو نه کله وزګار شو نو د خپلې کوچنۍ لور د لا س د چاپې پۀ لیدلو سره به ئې د خپل غمژن زړۀ تسلي کوله او داسې برېښېدله چې دغه یادګار به ئې پۀ زرګونو وارې ښکل کړی او پۀ خپلو ستر ګو به ئې مښلی وي.

ما چې دا حالت ولید نو لۀ سترګو مې اوښکې راتوې شوې او و مې لیدل چې زۀ او کابلی پۀ یوۀ صف او قطار کښې ولاړ یو، دی هم پلار دی او زۀ هم پلار یم . د کابلي زړۀ خپلې ګرانې لور پسې کړېږي او زۀ هم د خپلې لور پۀ مینه کښې هم داسې لېونی یم.

څوک مې ولېږل او ورته مې ووئیل چې کۀ هر څومره زر کېدی شي، میني راولئ چې د خپل کوچنیوالی ملګری او انډیوال کابلی وویني. د میني مور او نورو دوستانو داخبره خوښه نۀ کړله او پۀ دې اړوند ئې ډېر دلیلونه وړاندې کړل خو ما د دوي یوه خبره او یو دلیل هم ونۀ مانۀ او پۀ پای کښې مجبورشول چې میني راولي چې کابلی هغه وویني.

پۀ دغه وخت کښې ئې میني راوستله؛ هغې سور رنګه ساړي تړلې وه، د سوندرو خال ئې پر تندي وهلی ؤ او د ناوېتوب پۀ جامو او سینګار کښې ئې ښکلا یو پۀ دوه شوې وه. کابلي چې میني ولیدله نو د حېرانتیا پۀ وجه ئې خولۀ وازه پاتې شوه؛ د ټوقو توان ئې لۀ لاسه ورکړی ؤ – یوه شېبه غلی پاتې شو خو پۀ پاې کښې ئې مینې ته وکتل او ورته ئې ووئیل، ورکوټې جینۍ! د سخر کره ځې؟

اوس میني د سخر پۀ معنٰي وپوهېدله او نۀ ئې شول کولی کابلي ته د کوچنیوالي ځواب ورکړي؛ لۀ شرمه شنه او سره شوه او د ناوې پۀ ډول ئې سر ښکته واچاوۀ او روانه شوه .

کله چې میني لاړه نو کابلي یو سوړ اسوېلی وکېښ، پر زمکه کښېناست او پۀ فکرونو او سو چونو کښې ډوب شو او دې خبرې ته ئې پام شو چې د دۀ وړه او کوچنۍ لور به هم اوس پېغله شوې وي او د خپل پلار د لیدلو پۀ ارمان به وي؛ ځکه چې د اتو کلونو راهسې ئې خپل پلار نۀ دي لیدلی او خدای پوهېږي چې پۀ دغو تېرو اتو کلونو کښې به پر هغې څۀ ډول خوارۍ او ستونزې راغلې وي.

د شهنایۍ غږ د وادۀ پۀ مراسمو کښې پۀ ډېر شور او زوږ سره اورېدل کېدو خو پردېسي کابلی د کلکتې پۀ ښار کښې پر زمکه ناست ؤ او پۀ سوچونو کښې ئې د افغانستان لوړ او دنګ دنګ غرونه یو پۀ بل پسې تر ستر ګو کېدل. پۀ دغه وخت کښې ما یو څۀ لوټونه )پېسې( لۀ جېبه را ویستلې او کابلي ته مې ورکړلې او ورته مې ووئیل، “ځه! خپل هیواد ته لاړشه! خدای دې خپل هېواد ته ستا تګ زما پۀ لور پورې بختور کړي چې د ښۀ راتلونکي پېلامه ئې شي.” ما چې دغه پېسې کابلي ته ورکړې، دومره پېسې راسره پاتې نۀ شوې چې پۀ کور کښې مینا بازار جوړ کړم او یا هم بېنډ باجه د لور وادۀ ته راوبلم چې د بېنډ باجې نشتوالي ښځې ډېرې خواشینې او خفه کړې او زما پۀ غندلو سر شوې – خو ما فکر کاوۀ چې زما د لور وادۀ تر پخوا لا زیات پرتمین او رنګین شوی دی.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …