ارواښاد ‘کاتب’ او مشروطیت – عبدالغفور لېوال

 

 

د ‘مشروطیت نهضت’ یواځې د دې لپاره مهم نۀ ؤ چې هېواد ئې سیاسي خپلواکۍ ته ورساوۀ او د یوۀ ځوان حکومت بنسټ ئې رامنځ ته کړ، بلکې د دغه نهضت روښانتیائي او نوښتپلوه هڅو د افغاني ټولنې پۀ متن کښې داسې یو خوځښت رامنځ ته کړ چې تر نن پورې د ټولنې د پرمختګ لپاره کله پۀ ښکاره او کله هم تر ایرو لاندې د پټ خوږلن پۀ څېر ژوندی پائي.

مشروطیت د افغاني رنسانس د پېلامې لومړنۍ وږمه وه چې پۀ افغاني ټولنه کښې ئې د حق، قانون، پرمختګ، اقتصاد، ازادۍ، وېنا، لیکلو، ملت، تعلیم، دپلوماسي او نور مفاهیم، چې د نوي ژوند ځانګړنې دي، پۀ افغاني ټولنه کښې معرفي کړل.

د مشروطیت نهضت لۀ یوشمېر داسې شخصیتونو څخه جوړ سیاسي متشکل او منظم خوځښت ؤ چې لۀ څو اړخونو ئې پۀ افغاني ټولنه کښې د ترکیب، افکارو او جوړښت لۀ نظره بېسابقې ګڼلی شو.

ګڼ شمېر لیکوال، شاعران، فرهنګیان، دیني علماء، د دربار کارکوونکي او د افغاني ټولنې د بېلابېلو قومونو او ټبرونو روښانفکره او خپلواکي غوښتونکي متجدد شخصیتونه ئې غړي وو.

لۀ مشروطیت سره د ملا فیض محمد کاتب د فکري تړاو او بیا لۀ دې روښانفکرې او ملي ډلې سره ئې ملګرتیا د دغه فاضل مورخ، خطاط، لیکوال او ادیب پۀ شخصي ژوند او د ده پۀ ټولنیز چاپېریال کښې رېښې لري.

کاتب پۀ زلمیتوب کښې پۀ هېواد کښې د سیاسي ګډ وډیو او سیمه ئیزو جګړو شاهد ؤ. دغزني پۀ قره باغ کښې د مذهبي جګړو لۀ کبله د کاتب کورنۍ ناوور )ناهور( ته کډه شوه. هلته تر څۀ تم کېدو وروسته دغه هوښیار ځوان پۀ یوۀ روایت، د پکتیکا ښرنې او پۀ بل روایت کندهار ته د زدکړو لپاره ولاړ. د دۀ د زدکړو لړۍ د هندوستان تر لاهور، ایران او نجف پورې هم ورسېده او د وخت د متدوالو علومو د زدکړې تر څنګ ئې د سهیلي اسیا او منځني ختیځ د سیاسي پېښو مطالعه هم وکړه. ځوان کاتب خامخا پۀ هند کښې د دغې سترې وچې لۀ خپلواکۍ غوښتونکو او روښانفکرو نهضتونو سره اشنا شوی دی. لۀ بلې خوا دا مهال د منځني ختیځ هېوادونه عن د افریقا تر شمال پورې د ښکېلاک ضد غورځنګونو، شخړو او مقاومتونو پر سر اخستي وو. هندوستان یواځې لۀ انګرېزي ښکېلاک څخه نه کړېدو، بلکې د استعماري ښکارندو ژورې ټولنیزې رېښې هم د سرطان پۀ څېر پۀ ټولنه کښې ښخې وې چې قومي، مذهبي ، سیمه ئیزې، ژبنۍ او نور ټکرونه ئې بېلګې دي. انګرېزانو پۀ خپلو ټولو ښکېل کړیو جغرافیو کښې د )بېل ئې کړه، اېل ئې کړه!( سیاست روان ساتۀ؛ پۀ تېره بیا د ګڼفرهنګه،ګڼتوکمه او ګڼمذهبه هندوستان خپلمنځي شخړې او د هغو پۀ وړاندې د خپلواکۍ غوښتونکيو د ملتپالنې او یو والي غوښتونکې هڅې د یادونې وړ دي چې د افغانستان د سترګورو مشروطه غوښتونکو لپاره ئې د الهام یوه سرچینه ګڼلې شو. زۀ باور لرم چې ملا فژض محمد کاتب به د زدکړو پر مهال دې پېښو ته متوجه إ او د خپل هېواد لۀ شرائطو سره به ئې پرتله کولې.

کاتب د دربار کړیو ته د خپل استاد ملا محمد سرور ساکزي )اسحاقزي( پۀ وسیله ورپېژندل شوی دی. د کاتب لۀ یادښتونو څخه ښکاري چې استاد ئې ملا محمد سرور پر دۀ مهربانه او لوراند ؤ، ښائي تر پایه ئې ملاتړ هم کړی وي – د دغه ملا محمد سرور ساکزي د افکارو پۀ اړه ډېر معلومات نشته خو یو ځای لولو، “نوموړي د امیر عبدالرحمان خان د دوهم زوي سردار نصرالله خان پۀ دفتر کښې کار کاوۀ، فاضل او پوهه ملا ؤ، انګلستان ته د سردار نصرالله خان د سفر پر مهال لۀ هغۀ سره ملګری ؤ او د دغه سفر یادښتونه به ئې خپل شاګرد ملا فېض محمد کاتب ته راستول چې پۀ ‘سراج التواریخ’ کښې ئې شامل کړي.

د سردار نصرالله خان پۀ اړه میر غلام محمد غبار وائي، د انګرېزي ښکېلاک ضد سړی ؤ چې د پلازمېنې پۀ روښانفکرو ، منورینو او مأمورینو کښې ئې ژور نفوذ درلودۀ، دۀ ډېره موده پۀ دې کار کړی ؤ چې د ډیورند کرغېړنې کرښې پۀ وسیله د افغانستان لۀ بېلو شوو قبائلو سره نزدې اړیکې جوړې کړي او دوي د انګرېز پۀ وړاندې جګړو ته وهڅوي. سردار لۀ انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ فکر درلودۀ. لۀ هم دې ځایه ده چې د هغۀ د اعتماد وړ ملګري او د کاتب د استاد ملا محمد سرور ساکزي پۀ اړه سړی وئیلی شي چې ښائي خپلواکۍ غوښتونکی او روښانفکره شخصیت به ؤ او خامخا به ئې لۀ خپل معتمد شاګرد کاتب سره د سیاسي مسائلو پۀ اړه هم د زړۀ حواله کوله .

کاتب د لوی افغانستان د وېش د دواړو دورو درد پۀ زړۀ کښې درلودۀ – د ګندمک تپل شوې پرېکړه ئې پۀ خپل تاریخ کښې لۀ جزیاتو سره راخیستې وه او د ډیورنډ هغې، د ورځنیو سیاسي خبرو اترو شاهد ؤ، لۀ هم دې کبله ئې د انګرېزي ښکېلاک کرکه او د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې تلوسه پۀ ذهن او ضمیر کښې روزلې وه. د مشروطیت نهضت سیاسي اهداف او د مبارزې کړنلار هم پر هم دې مسائلو راڅرخېده؛ د خپلواکۍ ترلاسه کول او پۀ کور دننه سمون؛ د اولس روښانتیا، د نظام قانونمندي او بالاخره لۀ بهرني ښکېلاک او کورني استبداد څخه د اولس ژغورل.

د کاتب شخصي، قومي، مذهبي او ټولنیز شخصیت ته پۀ پام د مشروطیت لس اهداف ټول د هغۀ لۀ سترو ارمانونو څخه ګڼلی شو:

  1. د اسلامي او قراني احکامو اطاعت
  2. د ملي حقونو تأمین او د خلقو د استازیو تر نظر لاندې د حکومتي نظام مشروطه کول، د قانون لۀ حکم سره سم د ملي حاکمیت تأمین.
  3. د ټولنیزو خپلمنځي اړیکو سمون او د ناوړه دودونو غندل.
  4. ملي یو والی او د افغانستان د ټولو قومونو او قبائلو تر منځ د ورورګلوۍ او ښو اړیکو رامنځ ته کول.
  5. لۀ زور او تشدد پرته، پۀ سوله او ورورګلوۍ د ملت د اصلاح او سمون لپاره هڅه .
  6. د خلقو د ویښتیا هڅه؛ د پوهنې، ښوونځیو او رسنیو تعمیم او وده.
  7. د ازادو ټاکنو لۀ لارې د خلقو د استازیو لۀ ټاکلو وروسته د ملي شوريٰ رامنځ ته کول.
  8. د هېواد د خپلواکۍ اعلان او لۀ ټولې نړۍ سره د خپلواکو بهرنیو اړیکو ټینګول.
  9. د ټولنیز عدالت او برابرۍ ټینګښت.
  10. د مدني ژوند د وسائلو او بنسټونو رامنځ ته کول، لکه حرفت، صنعت ، لارې ، برېښنا، اوبه، ښارونه ، ودانۍ او نور.

د کاتب ژوند لۀ زلمیتوب تر دې مهاله د پرله پسې محرومیت، استبداد، لوږې، کورنیو شخړو، جګړو، ښکېلاک، وروسته پاتې والي او ناسمو دودونو شاهد ؤ او د خپل اولس دردونه او رنځونه ئې لۀ ورایه لیدل؛ نو تر دې غوره سیاسي اهداف او د مشروطیت د لارې د رښتینو مبارزینو پۀ څېر نور ملګري ئې نۀ شول موندلی.

دې ټولو ته پۀ کتلو، کاتب د مشروطه کاروان ملګری پاتې شو؛ پۀ دې لاره کښې ئې ربړې وګاللې او بالاخره د خپلو روښانه او ملي افکارو او اعمالو لۀ کبله د یوۀ مرتجع، متحجر، تیارۀ ، وروسته پاتې او مستبد رژيم لۀ خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته ومړ اود مشروطیت د لارې د شهیدانو د کاروان ملګری شو.

مونږ، کاتب او مشروطیت:

عجیبه دا ده چې تر ملا فېض محمد نزدې یوه پېړۍ وروسته مونږ لاهم د کاتب پۀ څېر روښانفکرو مشرانو، د مشروطیت پۀ څېر هېواد پاله سیاسي نهضتونو او د لومړي مشروطیت د لسګونو سترو اهدافو پۀ څېر ښکاره او واضح ملي کړنلارې ته اړتیا لرو. مونږ نن هم یوۀ قانونمنده نظام، افغاني دیموکراسۍ، د اولس رښتینو منتخبو استازو، د هېواد رښتینې خپلواکۍ، د قومونواو مذهبونو تر منځ ټولنیز عدالت، ملي یو والي او تر ټولو مهم یوۀ پیاوړي اقتصادي سیستم، تولید، صنعت، حرفې او ملي پرمختګ ته اړتیا لرو. سل کاله وروسته لا هم باید د خرافاتو او ناسمو دودونو پرضد وجنګیږو او لا هم باید د نوې زمانې د ښکېلاک پۀ وړاندې هوښیار اوسو.

نن یواځې هزاره قوم نۀ ، بلکې د هېواد هر قوم د کاتب پۀ څېر مشرانو ته اړتیا لري چې یواځې د خپل قوم لپاره هم نۀ، بلکې د ټول ملت او هېواد لپاره شپږ زره مخه لیکل وکړی شي، پر لوړو منصبونو کار وکړي، خلق ئې درناوی وکړي، خو دی د خپلو خلقو تر څنګ د چنداولو د یوې بېوزلې کوڅې پۀ یوۀ غریبانه کور کښې ژوند وکړي او د کور تر ټولو لویه شتمني ئې کتابونه او تاریخي اسناد وي.

مونږ د کاتب پۀ څېر فاضلو او دانشمندو مشرانو ته اړتیا لرو چې تر ټوله لویه وسله ئې قلم وي او خپل تر ټولو لوی ملي رسالت پۀ عدم تشدد تر سره کړي.

پۀ مونږ زمانه نۀ ده تېره شوې، مونږ د مشروطیت سیاسي میراث، د کاتب ملي-فرهنګي ارمان او د ‘سراج التواریخ’ پۀ څېر لۀ هېوادنۍ روحیې مالا مال تاریخ بېرته راژوندي کولو ته لا هم اړ یو.

داسې یوۀ سیاسي نهضت ته چې هزاره کاتب د ازبېک پروفیسور میمنه ګی تر څنګ لۀ مولوي محمد سرور، واصف الکوزي او لغماني میر قاسم خان سره پۀ ملګرتیا د محمد انور بسمل، احمد قلي خان قزلباش چنداولي او تاج محمد خان بلوچ سره پۀ ګډه د یوۀ لوي، ودان او سر لوړي افغانستان لپاره یو موټی مبارزه وکړي.

هو! مونږ د افغاني رنسانس هم داسې مخکښانو ته لا هم اړ یو چې د ودان افغانستان د لمر څرک پۀ درشل کښې د ‘حئ علي الفلاح” غږ پورته کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …