پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیانپېژندنه
مقدمه:
دا لیکنه به هڅه وکړي د افغاني سیاست پۀ اړه څو پوښتنو ته ځواب ورکړي:
- مونږ پۀ کومه سیاسي زمانه او کوم سیاسي چاپېریال کښې یو؟
- نړیوال او سیمه يیز شرائط څنګه دي؟
- د سیاسي افکارو انارشي پر مونږ څۀ اغېز کړی؟
- سیاست او اقتصاد چرته سره بېل او کوم ځای کښې سره یو ځای دي؟
- انسان چرته دی؟
- ایا سیاست پېژنو؟
- حل لارې څۀ دي؟
د ربړې )پرابلم( طرح دا ده چې زمونږ سیاستونه پر افکارو نۀ دي ولاړ.
.1 زمونږ سیاسي زمانه:
تر سړې جګړې وروسته، د هغې پسلړزې او ایډیولوژیکه ککړتیا زمونږ د سیمې د وروسته پاتې ملتونو پۀ چاپېریال کښې پاتې شوه. د دې جګړې لپاره لوېدیځوالو او پخوانۍ شوروي دواړو یو د بل پۀ وړاندې لۀ ایډیولوژیو څخه ګټه اخستله او د خپل سیال د راپرځولو لپاره ئې لۀ هغو اولسونو څخه د جګړې سوند توکي جوړول، چې پر اېډیولوژیک پوتانسیل )ځواک( جنګول کېدی شول.
وسله وال افراطیت او بنسټپالنه، عصبیت او تشدد د دغې جګړې داسې میراثونه وو چې د جګړې لۀ پاې ته رسېدلو سره ښۀ پۀ قوت ژوندي پاتې او مخامخ یو لۀ بل سره ښکېل شول.
افغانستان لۀ بده مرغه د سړې جګړې تر ټولو تود او دوزخي ډګر ؤ چې پۀ کښې هر راز فزیکي او فکري وسلې وزمائیلې شوې. ځکه خو د جګړې ککړ میراث تر هر بل ځای زیات پر دې زمکه پاتې شو چې لا تر ننه ئې لۀ خلقوځنې قرباني اخلي.
پۀ دې توګه ګورو چې زمونږ سیاسي زمانه تر یوۀ نړیوال او سیمه ئیز کړکېچ وروسته (Post Conflict) زمانه ده چې د رغښت او ترمیم لپاره ئې ارادي کار نۀ دی شوی.
د فزیکي زېربنا (Infrastructure) د بشپړې ورانۍ تر څنګ ئې اقتصادي-تولیدي بنسټونه، سیمه ئیز او نړیوال دپلوماتیک اړیکي، ښوونه و روزنه، ټولنیز اخلاق، معنوي ارزښتونه، انساني عواطف، ټولنیز باور، هېوادنۍ مینه )حُب الوطن (Patriotism، د ملي یو والي حس، د ګډ هویت جاذبه، قانونمننه او انسانمحوریت لۀ منځه یووړل.
مونږ د چپ او ښي اړخو سیاستونو د سولوونکې سیالۍ لۀ منځه ناڅاپه انډول لۀ لاسه ورکړ او د پانګوالۍ د کنچنیتوب دوران ته ورننوتلو.
کنچنۍ ګټه :
پۀ افغانستان کښې تر جګړې د راوتلو پۀ زمانه کښې، یو نوی پانګوال پوړ ) قشر( رامنځ ته شو چې د طبقاتو د وېش لۀ مخې نۀ فیوډالي پوړ دی او نۀ بورژوا یا د صنعتي پانګوالۍ واکمن پوړ.
دغه نوی پانګوال پوړ د جګړې لۀ خېټې څخه رازېږېدلی دی چې نۀ د فیوډالي پوړ پۀ څېر کرنیز توکي تولیدوي او نۀ هم د بورژوا هغه پۀ څېر صنعتي توکي – دغه نوې طبقه جګړه ئیزه ایډیولوژي مصرفوي، د خلقو پۀ عقیدو او باورونو کښې پانګونه کوي، ټوپک او وسله وال کاروي او پېسې ګټي. نوی جرمي اقتصاد د هم دوي پۀ مرسته رامنځ ته شوی او یواځې تر هغې زمانې ژوندي پائېدلی شي چې جګړه روانه وي.
مخدرات، وسلې، مافیائي کړنې، ترهګري او سړي تښتونه و انساني قاچاق ئې یوه برخه او پراخ ریښه ئې او ژور اداري فساد ئې بله برخه زېږونې دي.
د دې زمانې ځانګړنه دا ده چې جګړه ماره طبقه پانګه د ځواک او ځواک د پانګې زیاتولو لپاره کاروي او پۀ دې څرخ کښې اخلاق، قانون، عاطفه او عقیده لۀ ډګره شړل شوي دي.
دا د بشپړې پانګوالۍ خوا ته د ورتللو مقدماتي پړاو دی. معنوي او مثبت ارزښتونه پۀ کښې نشته؛ د هر ډول سیاست، تفکر او عمل زړی ئې د پانګې زیاتوالی دی، ځکه خو ئې د پانګوالۍ فاحشته توب یا Prostitution Capitalism بللی شو.
لۀ سیاست او سیاستوالو ناسم تعبیر:
زمونږ د سیاسي زمانې یوه ځانګړنه دا ده چې سیاست پۀ کښې درې کونجونه لري – زور، پانګه او جګړه ئي میراث.
د دې دورې سیاسي مشران خپل مشروعیت لۀ جګړې څخه تر لاسه کوي او بیا لۀ دې مشروعیت څخه پۀ ګټنه د خلقو پۀ قومي، ژبنیو، سیمه ئیزو او مذهبي ګرومونو )عقدو( او کرکو کښې پانګونه کوي؛ پۀ دې وسیله مشري انحصاروي او د خپلو ملاتړو لۀ مجبوریتونو څخه پۀ ګټنه تر قانون ورپورته کړنې کوي. د ستونزې سټه دلته ده چې ځوان نسل او عام خلق فکر و باور لري چې ګو کۀ هم دوي سیاستوال او د دوي کړنې سیاست دی.
پۀ دغې فضا کښې هر څوک یا ډله، چې سیاست پر اقتصاد او مثبت تولید ولاړ فکر و عمل بولي او یا هم د ټولنې د وګړو د انساني ژوند د شرائطو د ښۀ والي لپاره علمي طرحې راوړاندې کوي، خلق ئې يواځې شریف او د خبرو خلق بولي او د سیاستوال پۀ سترګه نۀ ورته ګوري.
زمونږ پۀ سیاسي زمانه کښې د سیاست او سیاستوال پۀ اړه د قضاوت لومړی معیار د وسلو، پېسو، وېرولو او وژلو د توان څومره والی دی.
عامه منافقت:
خلق د فاحشو جګړه مارانو د شمېر پۀ اندازه سره وېشل شوي دي؛ پۀ هر جګړه مار پسې د دۀ د زور، وسلې او پېسو پۀ اندازه خلق ولاړ دي. خلق سره لۀ دې چې لۀ جګړې او جګړه مارو څخه شکایت کوي، سر ټکوي او بد ئې بولي خو بیا هم پۀ قومي، ژبنیو، مذهبي، سیمه ئیزو او یا دوي ته د ګټې ور رسولو پۀ پار پۀ یوۀ نه یوۀ پسې ولاړ دي. پۀ بله ژبه یوې برخې خلقو ته خامخا یو قاتل اتل دی. زمونږ د زمانې یو عام منافقت دا دی چې هم لۀ جګړې شکایت کوو او هم پر جګړه مارو راټول یو، هم د دوی کړنې بدې ګڼو او هم مو پۀ کښې یو خوښ کړی چې پۀ بده ورځ به راپۀ کار شي.
دغه عامه منافقت به تر هغو روان وي چې ټول دېرش میلیونه وګړي د ټولو جګړه مارو پۀ ضد ونۀ درېږي.
غېرت د تفکر پر ځای:
زمونږ د زمانې یوه ځانګړنه دا ده چې سیاستونه مو حېثیتي کړي دي، مونږ پر سیاستونو فکر نۀ کوو بلکې غېرت پرې کوو. عامه ګټې او هوساینه نۀ سنجوو بلکې ضد کوو، ځېل اخستي یو او عن پۀ مضر او منفي سیاست کښې هم خپله ماته نۀ شو زغملې؛ ځکه خبره د حېثیت ده او غېرت تر تعقل غوره ګڼو.
دا چې د غېرت معیارونه مو هم ډېر قبیلوي او زاړۀ دي، لا بېله خبره ده.
پردي ادرسونه:
تر څلوېښتو کلونو ډېر کېږي چې فکر کوو، بلکې باور لرو، چې سیاسي پرېکړې باید بهر وشي. د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د وروستیو پرېکړو ځای لۀ هېواده بهر بولو؛ امریکا، پاکستان، شوروي، ایران، سعودي یا بل هېواد زمونږ د برخلیک ټاکنې مسئولین دي. دا باور اوس بیخي بنسټي شوی دی چې ګټونکی هغه دی چې بهرنی ملاتړ ورسره وي. مونږ پۀ بهر پورې تړاو بد نۀ ګڼو، شرم نۀ راته ښکاري، بلکې هڅه کوو د خپلې خوښې بهرنی ادرس د خپل سیال لۀ ادرسه غوره وګڼو. زمونږ جدال پر دې نۀ دی چې د پرېکړو ادرس باید افغانستان ته راولو، بلکې جدال مو پر دې دی چې پاکستان خو ځکه ښۀ دی چې مسلمان دی، ایران خو ځکه غوره دی چې فرهنګ لري، امریکا خو تر ټولو زوروره ده او سعودي د اسلام پلازمېنه ده )ځکه نو ښۀ دي(.
پۀ دې برخه کښې هم د عامه منافقت پۀ ناولتیا ککړ یو، ځکه مونږ ته ټول ‘پردي’ پردي نۀ ښکاري.
د ناستالژۍ افیون:
زمونږ د زمانې یوه ګواښمنه رښتیا دا ده چې د نن او سبا لپاره سیاست نۀ کوو بلکې د پخوا زمانې پۀ حسرت کښې یو بل سره دښمني کوو. افغانستان د اکثریت ځوان نفوس خاوند هېواد دی خو د دغه ځوان نفوس لویه برخه لۀ فکري پلوه تر زړو هم زوړ دی. د هغه ځوان نفوس تر منځ هم د سړې جګړې د زمانې تربګنۍ او دښمنۍ ژوندۍ دي، چې د سړې جګړې تر پاې ته رسېدو وروسته زېږېدلي دي. اوس هم لا هغو ځوانانو د جهادي یا ضد جهادي ډلو پۀ نومونو یو بل لۀ ګرېوانه سره نیولي چې د جهاد پر مهال لا د غېږې ماشومان وو.
ځوانان لا هم د کړکېچ د زمانې د مشرانو مړي پۀ خوسا تابوتونو کښې پر اوږو ګرځوي. دوي لا هم د وینو د زمانې څهرې ستائي او د زړو بوتانو بې نفسه جسدونه پۀ طلائي تختونو کښې پر خپلو ځوانو مټو استوار ساتي. د ځوانانو لپاره سیاسي مشران ځينې داسې کسان هم دي چې عمرونه ئې تر اویاو اوښتي او یوڅو خو ئې ایله پر لاره ګرځي.
پر ناستالژیکه څهرو او مشرانو دغه اعتیاد د نوو رهبرانو د رامنځ ته کېدو مخه نیسي او د نن و سبا لپاره د علمي فکرو عمل پلویان لۀ ډګرڅخه بهر ته شړي.
پۀ طمع وګړي، پۀ طمع ټولنه :
زمونږ د زمانې یوه سایکالوژیکي ستونزه دا ده چې ټول یوې نامعلومې معجزې ته پۀ طمع یو چې هرڅه سم کړي. هر څوک چې د سمون او بدلون پۀ اړه خبره کوي نو نور ورته پۀ طمع وي چې دا خبرې باید اوس عملي هم کړي. مونږ لۀ دې حالته د وتلو لپاره يواځې دومره وایو چې “خدای دې رحم وکړي” – لۀ دې خبر نۀ یو چې لوی خدای خپل بنده ګان د خپل حالت د بدلون لپاره مکلف کړي دي. مونږ پۀ ټولیز او سازماني کار باور لۀ لاسه ورکړی دی. د ګواښ او سختۍ پر مهال یو بل لۀ ځانه مخکښې کوو خو د ګټې پر مهال یو لۀ بله مخکښې کېږو. داسې سیاسي مشقت چې بدلون راوستلی شي، خپل کار نۀ ګڼو او پر بل ئې تاوانوو. پۀ فېسبوک یا بله ټولنیزه رسنۍ کښې مو کۀ د وضعیت د بدلون لپاره څۀ ولیکل نو ټول درته وايي، “اوس نو راوړاندې شه او عملي ئې هم کړه!”.
کۀ تاسو ترې وپوښتئ چې دا کار خو د ټولو ګډون او ګډ مزله ته اړ دی، نو دی به درته ځواب ووائي “خدای دې رحم وکړي”.
.2 نړیوال او سیمه ئیز شرائط:
افغانستان تر سړې جګړې وروسته ورځ تر بلې زیات سیمه ئیز او نړیوال ستراتيژیک اهمیت ورخپلوي. مونږ د درېو مهمو اقتصادي سیمو تر منځ د تړون کړۍ یو)منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځنی ختیځ(.
د اینرژۍ، جیوستراتيژۍ او تولیدي زونونو دغه درېګوټی )مثلث( پۀ افغانستان کښې د سیالۍ او نیابتي جګړې و سیاست بازار لاپسې تود ساتلی. هغه څۀ چې زمونږ پۀ سیاستونو، ملي تفکر او سیاسي ادبیاتو کښې نشته، لۀ دغه اهمیت څخه د خپلو ملي ګټو لپاره استفاده ده.
مونږ لۀ دغو سیالیو څخه د افغان انسان او افغانستان لپاره د ګټنې پر ځای د پردو پۀ سیالیو کښې ورګډ شوي یو؛ یوه برخه مو د یوۀ لوبغاړي او بله برخه مو د بل پۀ خوا درېدلي یو. اینرژي مو هم پر دې لګېږي چې زمونږ ملاتړی بهرنی ښۀ دی او ستا هغه بد.
د روانې سیالۍ کړکېچ پر فرصت بدلېدلی شي خو پۀ دې شرط چې پۀ دې اړه ټولیز شعور لوړ شي او ملي پوهه رامنځ ته شي.
د افغاني سیاست یو افت دا دی چې مونږ لا هم داسې مقتدر سیاسي جوړښت او تفکر رامنځ ته کړی نۀ دی چې لۀ دې ټولو سیالانو سره کښېني او د ګډو ګټو پر سر ورسره نړیوال ډسکورس پېل کړي.
مونږ لا د داسې ډسکورس فکري زړي هم نۀ دي کرلي. مونږ نۀ د امریکا دوست ته اړتیا لرو نۀ ئې دښمن ته، نۀ د پاکستان یا ایران خواخوږۍ ته اړ یو نه ئې هم مخالفینو ته – مونږ داسې سیاستوال ته اړتیا لرو چې لۀ دې ټولو سره د خبرو اترو د مېز شا ته کښېناستلی شي او پۀ سیمه و نړۍ کښې د افغانستان څخه د ګټنې او مفاد پر وېش ورسره جوړ شي. داسې نړیوال سټېج ته د رسېدو لپاره درېو کورنیو پړاوونو وهلو ته اړتیا لرو – لومړی د سیمه ئیز او نړیوال سیاست پردوکترینو ملي اجماع ته رسېدل، د دغې اجماع د تمثیل او تعمیل لپاره واحده سیاسي رهبري رامنځ ته کول او د عملي کولو پر مهال ئې د لویو ګټو لپاره لۀ کوشنیو ګټو او پۀ کور دننه سیالیو تېرېدل.
.3 د افکارو انارشي:
سیاست لۀ “فکر” څخه تش دی. سیاسي کړنې وار لۀ مخه تفکر څخه پرته ترسره کېږي. د سیاست شوقیان تر فکر زیات پر ګټو او څوکیو راټولېږي. مونږ د سړې جګړې پر مهال د دوو ښکېلاکي فکري مکتبونو )کمیونزم او کاپیتلزم( د مېچنو تر منځ دومره وځپل شو چې د درېم تفکر شتون بیخي منلی نۀ شو. مونږ لا هم د افغانستان د جغرافیائي، فرهنګي، ایکولوژیکي، بشري او طبیعي شرائطو سره سم د پرمختګ او ځان رغونې پر خپلواکه لاره فکر کول نۀ دي ازموئیلي. مونږ لا هم “افغانزم” پۀ یوه فکري منظومه نۀ دی بدل کړی. فکري ګډوډي هم دا ده چې ګڼ شمېر زاړۀ سیاستوال لا هم د چپو مکتبونو پۀ ناستالژیک حسرت کښې سوزي؛ لېبرال تکنوکراتان مو پۀ یرغه سورلۍ د “بازار اقتصاد” پۀ خوا ځغلي. هغه هم پۀ داسې ټولنه کښې چې نۀ پۀ کښې “بازار” شته او نۀ هم “اقتصاد”. د لېبرال تکنوکراتانو هره طرحه چې ناکامه شي نو وائي، “پۀ امریکا کښې خو داسې نۀ وي؟” او “انګلستان خو پۀ دې طرحه کښې بریالی دی.” دوی هېڅ چا پوه نۀ کړل چې دغو هېوادونو دا مزل لۀ څلورو پینځۀ سوه کلونو را پۀ دې خوا پېل کړی او لومړنۍ پانګه ئې هم د ښکېلاک پر مهال زېرمه کړې ده.
مونږ ملي تفکر هم کافر ګڼلی دی. “ملي” اصطلاح دواړو جګړه مارو ډلو)نیم کمیونستي او ايډیولوژي ځپلو بنسټپالو( کافره ګڼله، دواړه پۀ داسې انټرنېشنلزمونو پسې روان وو چې بیخي لا رامنځ ته شوي نۀ وو.
د دواړو انټرنېشنلستو ډلو پۀ نظر “ملي” تفکر د فاشزم، سکټرزم یا راسزم بنسټ جوړوي، حال دا چې دا نظر بشپړ ناسم دی. هغوي چې لسیزې پخوا ئې د نېشنلزم نظریې پربنسټ پۀ دوو اړخونو )سوشل دیموکراسۍ او مائیوزم( کښې مبارزه راپېل کړې وه، هم پۀ کوشنیو قومي-سکټرېستي پوستینونو کښې خوسا شول او خپل باور ئې لۀ لاسه ورکړ.
پر علمي تفکر ولاړ ملي سیاست ځکه رامنځ ته نۀ شو چې خلق پۀ بېړنیو بدلونونو عادت شوي دي، دوپ د پرمختګپالنې او رېفورمزم پۀ منظمو او ګام پرګام فکري هڅو باور نۀ لري او یا ئې حوصله نۀ لري.
تر ټولو بد عادت دا دی چې فکري مبارزې ته حوصله نشته او کۀ تاسو لۀ چا سره پر سیاست کولو خبرې کوئ نو درته وائي، وروره! هم دا نن باید حاکمیت راوپرځول شي او هم دا سبا باید کوڅو او سړکونو ته راوځو، خلق ووژنو او ځانونه وښایو؛ ستاسو طرحې ښې دي خو نۀ ئې حوصله شته او نۀ وخت.
مونږ پرکودتائي سیاستلوبو او لنډپارۍ عادت شوي یو.
.4 د سیاست او اقتصاد ورکه اړیکه :
پۀ روانو سیاستلوبو کښې جرمي اقتصاد او یا هم ایډیولوژیکو باورونو د سراسري اقتصادي سیستم ځای نیولی دی. تاسو به لۀ خورا لږو مقتدرو سیاستوالو څخه د اقتصادي زېربنا پۀ اړه طرحې اورېدلې وي. د خلقو د خېټو مړول، کار موندل، تولیداو خدمات څوک نۀ پېژني؛ د دې پر ځای یوه برخه سیاستوال پۀ پټه یا ښکاره د مخدره موادو پۀ کاروبار، انسان تښتونې، د کانونو مافیا، د زمکو غصب او لۀ بهرنیانو سره پۀ پوځي قراردادونو کښې ښکېلتیا اقتصادي فعالیت ګڼي او پر جرمي اقتصاد تکیه کوي. بله برخه سیاستوال فکر کوي چې د خلقو عقیدې او باورونه مهم دي، روزي خو هسې هم لۀ اسمانه راپرېوځي؛ مهمه دا ده چې خلق دې د دوي پۀ شان باور ولري. دوي يواځې هغه خلق ژوندي غواړي چې د دوي پۀ شان عقیده لري، نور ټول د وژلو وړ دي. پۀ داسې سیاستوالو کښې چې د سیاست زړی او مرکزیت ئې باورونه او عقیدې دي، اقتصاد ته ځای نشته. لۀ هم دې کبله د افغانستان د روانو اوبو د مدیریت، د کروړ زمکو ژغورنه او راژوندي کول، د کانونو ملي برنامې )استخراج، پروسس او د وروستیو محصولاتو صدور(، لۀ ترانزيتي موقعیته ګټه اخستنه، د وړو اقتصادي پروژو او خدماتي سکتور وده، د مسلکي تخنیکي وړتیاو لوړول او پۀ نړیوال مارکیټ کښې خپل دریځ تثبیتول اصلاً لوکسې خبرې ښکاري او بس.
لۀ هم دې ځایه ده چې نور نو پۀ افغانستان کښې ملي اقتصاد د ملي سیاست بنسټ نۀ ګڼل کېږي او ځای ئې جرمي اقتصاد او پر عقیدو جګړې او وژنې نیولی دی.
.5 “انسان” چرته دی؟
زمونږ پۀ سیاستونو کښې هر څۀ شته خو د دې خاورې د “انسان” نخښه او ځای پۀ کښې نشته. کۀ لۀ هر سیاستوال څخه وپوښتې د څۀ لپاره لګیا یې؟ نو درته وبه وائي، “عقیده ژغورم، خپلې ګټې ژغورم، خپله څوکۍ ژغورم، وطن ژغورم، حکومت ژغورم، قوم ژغورم، ژبه ژغورم……”
انسانژغورنه یو هم نۀ پېژني – پۀ سیاستونو، افکارو، فعالیتونو، مرده باد و زنده باد کښې د دې هېواد انسان نۀ ښکاري. )لۀ ودان افغانستان ګوند پرته( ما لۀ بل چا نۀ دي اورېدلي چې زما ټولې سیاسي هڅې د دې لپاره دي چې د دې هېواد د “انسان” د ژوند شرائط ښۀ شي؛ کار، تولید، ډوډۍ، پاکې اوبۀ، سرپناه، حقوقي حېثیت او هوسا ژوند ولري. هېڅ چا داسې لاره چاره نۀ ده راپېژندلې چې د افغانستان لۀ اوبو، زمکې، لمریزې اینرژۍ، باد، کانونو، ترانزیتي موقعیت، ځوان بشري ځواک، توریستي جاذبې، فرهنګ او نورو شتمنیو څخه دې پۀ عملي توګه د دې خاورې د انسان د مړښت او هوساینې لپاره ګټه پورته کړې شي.
مونږ د سیاست تعریف پېژندلی نۀ دی چې وائي،
سیاست لۀ اجرایوي-اداري ځواک څخه د وسیلې پۀ توګه داسې ګټنه ده چې پۀ سنجول شوي او وار لۀ مخه برنامه شوي ټولیز عمل کولو، د یوې ټولنې د وګړو انساني ژوند شرائط لۀ پرون څخه نن او لۀ نن څخه سبا ته بهتره کړی شي.
حللارې:
تر هر څۀ وړاندې باید، د سړې جګړې ناولی میراث لۀ خپلو ذهنونو او افکارو څخه وڅنډو او د یوۀ نوي نسل پر نن او سبا تمرکز کول تجربه کړو. د سړې جګړې پېښې يواځې او يواځې د ترخو تجربو پۀ توګه د پام وړ دي او بس. د دغو تورو او تیارو کلونو پېښې باید کله کله د اړتیا پر مهال تر خپلې مخې کېږدو او زدکړه ورڅخه وکړو؛ تر دې ورهاخوا د زړو دمنیو او ناندریو زمانه تېره وبولو او ښائي ځوان نسل د یوې شعوري او ارادي سیاسي زمانې لوري ته ورمخه کړي.
سازماني خوځښتونه باید لۀ سیمه ئیزو، قومي او ژبنیو کوشنیو کړیو څخه راوځي او پر فکر محوره ملي جوړښتونو بدل شي چې پۀ مرکزیت او محراق کښې ئې د دې هېواد “انسان” ولاړ وي.
د حللارې لومړی اصل دا وګڼئ چې، سیاسي راتلونکی لۀ سیاسي ګوندونو پرته بدلولی نۀ شو.
د پخوانو ګوندونو تېروتنې، ناسمې کړنې، بد نوم او ترخې خاطرې نۀ ښائي پۀ دې معنٰي واخستل شي چې ګوندونه بد دي او بیا دې نۀ رامنځ ته کېږي. د اوبو ناولتیا او خوسا کېدل پۀ دې معنٰي نۀ دي چې هېڅ څوک دې اوبۀ نۀ څښکي؛ بې اوبو ژوند او بې ګونده سیاست کېدلی نۀ شي. لۀ هم دې کبله د اوبو د ککړتیا پر مهال د دې لپاره چې خلق لۀ تندې مړۀ نۀ شي، نو یواځینۍ لاره دا ده چې پاکې اوبۀ ومومو او لۀ ګوندونو څخه د ترخې خاطرې پایله باید دا وي چې پاک، رښتیني او بدلون راوستونکي ګوندونه رامنځ ته کړو.
داسې ګوند )یا ګوندونه( چې د یوې علمي-عملي کړنلارې او فکر محوره برنامې خاوند وي، د ټولو هڅو وروستۍ موخه ئې د دې هېواد د انسان هوساینه او ښۀ ژوند وي. سیاسي فعالیت ئې اقتصادي بنسټ ولري او خلق د منطق و استلال پۀ مټ پر ځان رامات کړي، نۀ د ټوپک او ګواښ لۀ وېرې یا د ایډیولوژیک دګماتزم پۀ جبر.
داسې ګوندونه باید پۀ راتلونکي کښې سیاسي ډګر ته پۀ بشپړ دیموکراتیک ماهیت ورننوځي او کړنې ئې د بشري حقونو لۀ نړیوالو ارونو سره پۀ ټکر کښې نۀ وي.
د نوو ګوندونو کار لۀ درېو پړاوونو تېرېږي – ویښتیا، روښانتیا او بدلون.
د ویښتیا پۀ پړاو کښې د مثبت بدلون لپاره د خلقو پام راړول او پۀ منظمو خوځښتونو کښې ئې تنظیم مهم دی. د روښانتیا پۀ پړاو کښې باید د اصلاحاتو تفکر عام شي او داسې سیاسي ادبیات راوپنځول شي چې د هغو پۀ مرسته ټولنیز ارزښتونه او مادي شتمنۍ د “انسان” لپاره استخدام کړې شي. پۀ دې پړاو کښې باید دا جبر لۀ منځه لاړ شي چې د سیاستونو او باورونو یا نورو تش پۀ نامه ارزښتونو لپاره دې انسانان قرباني کېږي او یو ځانګړی پوړ دې د دغو قربانیو(!) پر ګټو مزې و چړچې وکړې شي.
روښانتیا لۀ فکري او ذهني غلامۍ څخه د انسانانو د خپلواکۍ دوره ده. هېڅ څوک نۀ ښائي د خپلو باورونو لپاره د انسان خپلواکي ترې واخلي او فردي و ډله ئیز زبېښاک ښائي نور پۀ یوه تولیدي و کاري فعالیت کښې پۀ داسې ګډون بدل شي چې قوانینو تعریف کړی وي او انسان ئې پۀ بدل کښې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړې شي.
د بدلون پړاو هغه مهال پېلېدلی شي چې خلقو ئې پۀ زړونو او ذهنونو کښې اړتیا منلې وي. د افغانستان نو مهالي تاریخ څو ځله لۀ پاسه مخ کښته جبري بدلونونه چې د وسلو او پوځي تاو تریخوالي پۀ پایله کښې راوستل شوي دي، تجربه کړي. یوۀ هم سمه پایله نۀ ده درلودلې، نۀ تش پۀ نامه چپ بدلون او نۀ هم ښي.
دا بدلونونه نۀ وو، کړکېچونه او ټولنیز ټکانونه وو چې خلق ئې د راویښېدو پرځای ګنګس او سر بداله کړل.
رښتینی تحول او بدلون د اوږد مهالې شعوري ویښتیا پۀ پایله کښې راتللی شي چې پرګنې ئې پۀ خپله عملي کړي؛ البته فکري او سیاسي رهبري ئې داسې ګوند یا ګوندونه پر غاړه لري چې د رښتیني بدلون پروسه مدیریت کړي، نۀ دا چې پۀ دغه نوم او عنوان يواځې واک ته د ځان رسولو هڅه وکړي او کله ئې چې سیاسي واک و ځواک تر لاسه کړل، خلق پۀ نیمه لار کښې يواځې پرېږدي.
ځوان نسل باید د سړې جګړې لۀ ناولي میراث څخه د پرېکون لومړی عمل لۀ دې ځایه پېل کړي چې پۀ دودیزو خوځښتونو پسې تلل پرېږدي او د منځتشو مارکونو پر ځای پۀ افکارو پسې تلل زده کړي.
اقتصاد د سیاست بنسټ دی. سیاست پېژندل او پرې پوهېدل دومره سخت نۀ دي، لۀ شته طبیعي-ایکولوژیکو او ټولنیزو امکاناتو څخه د خلقو د ژوند د شرائطو د ښۀ والي لپاره ګټه اخستنه ده. ځوان نسل باید پر دې فکر وکړي چې څنګه یو لۀ بل سره د سیاسي ملګرتیا پۀ پایله کښې لۀ خپلو اوبو، طبیعي سرچینو، موقعیت او فرهنګي شتمنیو څخه د خپلو هېواد والو د هوساینې لپاره ګټه پورته کولې شي؟
تر دې وروسته هر لوی یا واړۀ تش پۀ نامه ګوند، چې د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه نۀ درلوده، د ملاتړ وړ نۀ دی، کۀ پۀ لکهونو کسان پسې روان ولې نۀ وي.
حللاره دا ده چې ځوان نسل پر وسلو او تورو پېسو راټولېدل هېر کړي؛ د دې پر ځای پر خپل بشري ځواک، فکري تومنې او پر یوۀ سیاسي-اقتصادي تفکر د راټولیدو پر قدرت باور ولري.
مونږ باید خپله سیاسي ایکولوژي و سایکالوژي لۀ سره تعریف کړو، جوړه ئې کړو او لۀ شته افتونو او زیانونو څخه ئې پاکه کړو.
پۀ پردو ایزمونو، سیاسي مکتبونو، سیستمونو او افکارو باور پرېږدو؛ لۀ نړیوالو تجربو څخه يواځې زدکړه او تجربي ګټنه بویه، نۀ ړنده او ناسنجول شوې تکیه. مونږ ته ښائي لۀ هر نړیوال سیاسي مکتب او باور څخه لۀ خپلو شرائطو سره سم مثبتې او ګټورې تجربې راټولې کړو او پۀ خپله یو افغاني سیاسي مکتب ورڅخه جوړ کړو چې زمونږ لۀ فرهنګي، ټولنیز او هېوادنیو شرائطو سره سم، مونږ لۀ دغه حالت څخه وویستلی شي. زۀ هم داسې یوۀ فکري بهیر ته چې زمونږ لۀ ټولنیز-طبیعي او فرهنګي وضعیت سره سمون ولري او مونږ پر یوۀ افغاني سیاسي مکتب راټول کړلی شي، “افغانزم” وایم، لوستونکي ئې هر بل څۀ ګڼلی شي خو چې مونږ د ژغورنې پۀ پار پرې راټول شواو خپله ټولنه لۀ روان ناورین څخه وویستلې شو.
ودان افغانستان ګوند، د هم داسې یوې فکري، علمي او عملي منظومې طرحه رامنځ ته کړې ده. البته پۀ سازماني او عمل ته د راوستلو پۀ کار کښې به ئې لا ډېر پرمختګ نۀ وي شوی چې دا کار د ځوانو افغان کادرونو پراخ ګډون او رهبرۍ ته اړتیا لري.
مونږ د دګماتزم مخالف یو هېڅ کله د خپل سیاسي تفکر پر هرومرو او بشپړ سموالي ټینګار نۀ کوو خو لږ تر لږه یوه داسې فکري او علمي دسکورس د پېلولو نوښت خپل حق بولو چې د بشپړې انارشۍ او فکري ګډوډۍ پۀ فضا کښې مو رامنځ ته کړی دی.
د دې لیکنې د پاې پۀ کرښو کښې، ځوان نسل پر هم داسې یوۀ سالم او رغوونکي دسکورس او خبرو اترو کښې د فعال ګډون او یوې عملي-سازماني پایلې ته د ور رسېدو پړاو ته رابولم چې لۀ پخوانیو ترخو تجربو څخه بشپړ پرېکون او د یوې نوې لارې پېلون ئې پایله وي.