د افغانستان د خپلواکۍ ستوري ‘غازي امان الله خان’ ته د ملا عبدالسلام اڅکزي ‘منظوم عقیدت’ – نور احمد فطرت اڅکزی

 

 

 

 

وائي چې پۀ ایران شیراز کښې یو باچا ؤ او د دۀ نو سعد زنګي ؤ او دی د جناب شېخ سعدي معاصر ؤ. د شېخ پلار عبدالله شیرازي د دۀ نوکر ؤ. تاریخ لیکونکي لیکي چې سعدي زنګي دومره ښۀ حکمران ؤ چې هر څۀ ئې پر عدل او انصاف برابرول نو پۀ هم دغه وجه شېخ مصلح الدین د دۀ څخه ډېر متاثر شوی ؤ او د ځان سره ئې د ‘سعدي’ تخلص پېل کړی ؤ.

جناب شېخ مصلح الدین سعدي نۀ یواځې دا چې د دۀ څخه د سعدي تخلص اخستی ؤ، بلکې دۀ خپل تر ټولو نمانده کتاب ‘ګلستان’ هم د دۀ پۀ نامه کړی ؤ. د دغه ستر او تر ټولو زیات ویونکي کتاب پۀ سریزه کښې ارواښاد شېخ سعدي د خپل تر ټولو خوښ عالم پناه، رحمدله ټولواک پۀ حقله پۀ پاړسي ژبه کښې کاږې، ‘ذکر بادشاه زاده جهان بن ابي بکر بن سعد الله قبرهُ —‘ ترپایه؛ ژباړه: د نړۍ د شهزاده سعد یادونه کوم چې زوی دی د ابوبکر زوی دی د سعد، لوی څښتن دې قبر د دۀ یا مړستون د دۀ لۀ رڼا ډک کړي – او بیا مخ ته لیکي، ‘ګلستان پوره شو’.

‘ګلستان’ پۀ هغه وخت پۀ حقیقت کښې پای ته ورسېد چې دی د سعد بن ابي بکر پۀ دربار کښې خوښ کړل شو. وروسته زیاتوي، کۀ چرې سعد د رب تعاليٰ پۀ مهربانۍ سره د دغه کتاب لوستنه یا مطالعه وکړي نو هلته به زۀ پوهـ شم چې زما ‘ګلستان’ پوره شو – د هم دغه ‘ګلستان’ پۀ سریزه کښې وروسته څۀ نور هم د عقیدت ګلونه وړاندې کوي او لیکي، زۀ هیله لرم چې سعد به زما د کتاب څخه زړۀ ماتی کېږي نۀ؛ پۀ ځانګړي ډول د ههغه مبارکې سریزې څخه چې د سعد بن ابي بکر بن سعد پۀ نامه ده – او داسې نور.

ښاغلی ګل باچا الفت وائي،

خدای دې ساته پۀ ارمان لۀ بدو سترګو

دا دعا د پرښتو ده، زمونږ امین دی

کټ مټ شېخ سعدي او ‘ګلستان’ ته ورته پۀ پښتونخوا کښې د شلمې پېړۍ تر ټولو لوی عالم، سیاست پوهـ، پۀ قول د ابوالخېر ځلاند ‘د تحریک ازادۍ بېرغي – د پېرنګیانو سره نۀ پخلا کېدونکی’، ملي، حماسي، رنګین مزاجه، خوږ ژبی، د هر چا پر طبعه جوړ شاعر قاضي ملا عبدالسلام هم خپل تر ټولو ښکلی، جانانه او پۀ زړۀ پورې کتاب ‘سوسن چمن’ چې کله د څلوېښتو حدیثونو پۀ رڼا کښې پای ته رسوي نو خپل دغه یاړمن او تاریخي کتاب د افغان د خپلواکۍ د ستوري ‘غازي امان الله خان’ پۀ نامه سره کوي. لکه چې وائي،

ستا قدرت د ‘سلېمانه’ خاتم واخست
حضرتانو پر ‘یزید’ خطبه وئیله
‘کابل’ هم نۀ شي نیوی ‘نادر’ بې تا
خېمه کړوپه شوه د غنیمو ژر بې تا
پر ‘غازي امان الله’ عبد الســـلامه!
کتاب نۀ دی کښلی بل شاعر بې تا

قاضي عبدالسلام بابا هم لکه جناب شېخ سعدي د شلمې پېړۍ و ‘سعد زنګي’ یعني باچا غازي امان الله خان ته وائي، کۀ چرې دغه نهال )’سوسن چمن’ ته اشاره ده( چې ما پۀ ډېرو خواریو سره شین کړی یا کرلی دی، هسې ستا پۀ نظر کښې راغلی نو بیا به زۀ پۀ ډاګه وایم چې بس! زۀ بریالی شوم.

پۀ ‘سوسن چمن’ کښې پر مخ 180 لیکي،

ما سوسن د سمندر پر ساحل کېښود
یخ زده ګلان به وخاندي پۀ باغ کښې
کۀ ارمان پۀ باران تږی ګل اوبۀ شو
کۀ نهال مې د باغوان در نظر ښۀ شو
زام ژوندي به شهیدان مړي راکښېني
پر کابل کۀ بېرته ږغ د باچا وشو

د سعدي د ‘ګلستان’ رنګه چې کله د قاضي موصوف ستر کتاب ‘سوسن چمن’ بشپړه شوی دی نو دۀ هم یو ارمان کړی دی چې ای کاش! نن نو زما د فکر و ناوې ته شال زما محبوب باچا غازي امان الله ور پر سر کړي وی – راځئ چې دغه ارماني او لۀ سوزه ډک شعرونه ئې هم مطالعه کړو:

د سوسن پۀ پاکه ژبه مناسبه
زما د طبعې ناوې هلته پۀ ورا ارزي
درته وایم نا خبره یو پۀ حال
چې باچا ئې پر سر وغوړوي شال
څو زېور د قبول نۀ کړي ور پۀ غاړه
پۀ سیالانو کښې شرمېږي پۀ جمال

او پۀ دغه لاندېني شعرونو کښې قاضي صاحب یو وار بیا د ‘باچا’ د نظر او غور خبره ډېره پۀ شدت سره کوي. د هم دغه کتاب د مخ 142 ابیات ئې ولولئ:

معاون به لکه زۀ شابوسي یوسي
نن ودېږي زما د فکر بِکره ناوې
د رعیت و د ‘سلطان اکبر’ لا هم
پوش ئې واغوستی زرینِ استر لا هم
هلته ډول وهي وراباڼو کښې ورواوښت
د امیر امان الله خان نظر لا هم

کۀ شېخ صاحب پۀ پای کښې خپل باچا ته خپل معتبره کتاب وړاندې کړی دی او هغۀ ته ئې پۀ تاکید سره وئیلي دي چې ‘د ګلونو څخه ډکه ټوکرۍ به څۀ پۀ ښه درشي؟ راشه د ‘ګلستان’ یوه ورکه پاڼه واخله!’ – بیا وراته وائي، ګلونه خو پینځۀ شپږ ورځې تازه وي اوب یا مړاوي شي او دا چمن یعني ‘ګلستان’ خو د ګلونو هسې نۀ مري، بلکې دا به ستا لپاره تل تر تله سرسبزه او شادابه وي.

دغه ډول قاضي ملا عبدالسلام چې کله دا خپل کتاب ‘سوسن چمن’ پای ته رسولی دی نو ئې سم د لاسه خپل ازادي خوښه باچا ته پۀ مینه مینه وړاندې کړی دی لېکن د دۀ محبوب پۀ دغه وخت کښې دومره مصروفه دی چې هغه د انګرېزي پۀ وراشه )اصطلاح(، هغۀ دۀ ته هېڅ Lift نۀ دی ورکړی؛ ځکه نو دی پۀ ‘سوسن چمن’ کښې د خپل محسن څخه ګیله کوي چې ما تا ته ډېر کاغذونه یعني د مینې خطونه درواستول خو افسوس تا و ما ته هېڅ ارزښت رانۀ کړ.

سبا ‘خان سلطان’ له یوسه زما کاغذ
خپل شناخت څومره زړو یارانو پرېښو
چې هم تۀ وځنډېدې هم ستا کاغذ
نۀ پۀ خولۀ پوښتنه شته نۀ بیا کاغذ
پره دیوان ‘عبدالسلام’ د ارمان وکښی
نۀ راواستوۀ پر دۀ باچا کاغذ

‘سوسن چمن’ نومې منظومه ټولګه ځکه پر قاضي صاحب ډېره ګرانه ده چې پۀ دغه ادبنامه کښې د دۀ د محبوب باچا ذکر شته – پۀ دغه ادبي او تاریخي مرقع کښې خپلواکي شامله شوې ده، د غلامۍ غندنه شوې ده، د بچه سقا حبیب الله کلکاني حال پکښې وئیل شوی دی، د هند د تحریک ازادۍ ستر ستر مشران لکه فخرِ افغان باچا خان بابا، خان عبدالصمد خان شهید او داسې نورو ته د عقیدت منظوم ګلونه وړاندې شوي دي. د ټول پښتون افغان روحِ روان خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حمید بابا، مرزا خان انصاري، پیر محمد کاکړ، ملا عبدالعلي اخوندزاده؛ پۀ ځانګړي ډول فاتحِ ډیلي، هرات، کابل لوی ټولواک احمد شاه بابا ته د شعرونو منظومې ملغلرې وړاندې شوې دي. پۀ دغهه ستره منظومه کښې پۀ زیاته نه زیاته د پېرنګي او د دۀ د لاس پوڅو کلکه غندنه شوې ده.

د پېرنګي پۀ حکمرانۍ کښې چې کله ‘سوسن چمن’ چاپ شو اولویې پښتونخوا ته راورسېدو نو پېرنګی ووېرېدو چې هسې نۀ دا کتاب د دوي پر حکمرانۍ بده اغېزه ونۀ کړي – نو چالاکه انګرېز هم سم د لاسه پۀ کار شو او دغه کتاب )لمړی ټوک( ئې تر واک لاندې راوست، قاضي صاحب ئې ونیو او دغه کتاب ئې پۀ اور کښې واچوۀ. بابا دغه دردناکه سانحه خپل یو کښې داسې بیان کړې ده:

پېرنګي ‘سوسن چمن’ پۀ اور کښې واچاو

پر ما هم د ابراهیم مصیبت راغی

د ‘سوسن چمن’ سره سره د قاضي صاحب محسن ټولواک ارواښاد غازي امان الله خان پر ملا عبدالسلام ځکه تر ځان او جهان ګران دی چې دغه باچا دۀ ته او د دۀ خاورې ته پۀ 1919 کښې د ازادۍ عظیم نعمت راوړی ؤ. دغه خپلواکي د احسان الله )د غازي مان الله زوی( د یوې مقالې سره سم ‘د پېرنګي سامراج سره د جنګ وروسته افغانانو تر لاسه کړې وه’ – احسان الله پۀ خپله یوه فارسي مقاله کښې مخ ته زیاتوي، د 1919 کال د مۍ د میاشتې پۀ دوهمه افغانستان لۀ برطانیا سره جنګ پېلوي. افغاني لښکرې پۀ مېړانه جنګ ته راوځي، د افغانانو وسیلې لږې او زړې وې – پۀ بله خوا کښې انګرېزان پۀ ډېره ښه وسله سنبال وو خو بیا هم انګرېزانو فکر وکړو چې جنګ د هېڅ لوري پۀ ګټه نۀ دی نو د 1919 کال د جون د میاشتې پۀ درېمه د جګړې پای لاسلیک شوله – اوږدو خبرو اترو وروسته د 1919 کال د اګست د میاشتې پۀ دوهمه لومړنۍ وافقه لاسلیک شوه. بیا وروسته د 1921 کال د نومبر د میاشتې پۀ دوه ویشتمه د افغانستان او د برطانیې تر منځ د سولې وروستنی تړون لاسلیک شو.

احسان الله مخ ته لیکي، د دې تړون لۀ مخې د خپل هېواد پۀ ټولو کورنیو او باندینیو ارو کښې د افغانانو واکمني د حکومت برطانیه لۀ خوا پۀ ټینګه ومنل شوه او افغانستان خپلواکه شو. وروستو باچا امان الله خان قام او ملت ته وېنا کړې وه او وئیلي ئې وو، ‘نور مونږ د چا تر واک لاندې نۀ یو، مونږ پۀ بشپړه توګه خپلواکه یو او د نړۍ د ازادو هېوادونو پۀ ډله کښې ولاړ یو’ – بیا دۀ ووئیل، ‘تاسوو نن تاجک، ازبک او پښتانۀ نۀ یاست، بلکې تاسو ټولو افغانان یاست. مونږ بېل بېل ټبرونه خو یو خو ملت مو یو، وطن مو یو دی او هغه افغانستان دی. )وګورئ ‘غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری، مخونه (17-14

نوښتګر شاعر قاضي عبدالسلام بابا هم د خپل محسن باچا د دغه سترې کارنامې څخه ناخبره نۀ ؤ. دی هم پۀ دې پوهه ؤ چې غازي امان الله خان )کلهم افغان پښتون( ته خپلواکي راوړله او پېرنګی ئې مات کړی او هغه زنځیر ئې د تل لپاره وشلوۀ چې افغانستان پرې لۀ برطانیې سره تړل شوی ؤ. دی پۀ دې خبر ؤ چې لوی افغانستان اوس د افغانانو لپاره یو ازاد ټاټوبی شو، ځکه نو دۀ هم پۀ ‘سوسنِ چمن’ او نورو شعري ټولګو کښې غازي امان الله خان ته پۀ سوونو شعري پېرزوینې وړاندې کړي دي. بابا موصوف پۀ خپلو ټولو کتابونو کښې خپل د ازادۍ یا خپلواکۍ ‘ستوری’ دومره ستائیلی دی چې حد پرې تمام دی. څو نمونې ئې ستاسو لوست د پاره وړاندې کوم:

چې ‘غازي’ امان الله مونږ پۀ امان کړو
مدرسې نوې راووتې ابادې

ازادي خو درکړه دۀ نمک حرامو!
و دښمن ته د اسلام ‘عبد السلامه’!

ښۀ ‘غازي امان الله’ زمونږ تاریخ وکښۀ
چې پښتون ئې د کافر د قېده وویست

نېکي نۀ منو، ابده ناشکري ده
خوارق و پښتانۀ ته محقِق ورکړو

سر د باغه لکه سروې پښتون وکښۀ
د ‘غازي امان الله’ تُورې ازاد کړو
توکّل د خدای پۀ هېڅ نۀ دی مشروط
نو ‘غازي امان الله’ هم فتح راوړه

دۀ سیالان کړو ‘درانیان’ تر دې د مخه
یو سړی غواړه ژوندی، سل سپي دې ومره!

د ‘غازي امان الله’ ملۀ وو انصار
خان هم یو د زمانې ‘خوشحال خټک’ دی
د خپل ملک خاورې د بل پر طلا ښې دي

ګنده بد وائي ‘غازي امان الله’ له

اسماني وحي خو پاکې دي لۀ کذبه
و ‘امیر امان الله’ ته ولې غاپې؟

راشئ وکړو د امیر صاحب لحاظ
صدارت نۀ غواړي، مراد مسلماني ده

د ‘غازي امان الله’ غاور د مخه
دا لا هم د دۀ رایه ته برکت دی

قران الوځي نزدې تریالي نشته
دولت بېرته عاقبت لۀ لاسه وځي

هند پۀ تُور ‘احمد شاه سدوزي’ واخست
پښتانۀ چې د غفلت لۀ خوبه ویښ کړو

زما پۀ خیال کۀ زۀ لۀ خپله ملکه بار شم
خدایه راولې مشفق ‘عبدالسلام’ له

پښتانۀ ئې پۀ دنیا کښې عالیشان کړو
چې څلور سره مذهبه به ودان کړو

لا ‘غازي امان الله’ دی د عتاب وړ
داسې بل نارینه نشته د ځواب وړ

اما لږ و دۀ ته ونیوی امت غوږ
ږدي ‘عبدالسلام’ د هغۀ پر وصیت غوږ

‘خان سلطان امان الله’ وکړه غزيٰ دا
زمونږ رمه لس کاله وپووه موسٰي دا

چې پخوا تر دې پۀ هېڅ نۀ ؤ حساب
انګرېزانو زمونږ ملت نۀ کړ خراب
پۀ دې تېغ فتح حاصله کړه طالوت
نۀ ټوپک ورسره سم ؤ نۀ باروت

پېرنګي تړلي وو پۀ زولنیو ګړد
تر ‘غازي امان الله’ جار شئ شپنو ګړد
‘اڅکزي’ دي د ‘وردګ’ سره تیار
و هندي کفر ته وځي پۀ ناتار
و محبوب وطن ته مۀ پرېږده انګلیس

مذهبي خلافت نۀ مني جنیت

امکان نۀ لري پۀ بحر کښې اجناس
پۀ ډبره خړه مۀ وهه الماس

مذهب ټینګ ګڼي دا پۀ واجب لحاظ
د ‘امیر امان الله’ واجب لحاظ

نۀ ؤ لوړ د خود مختار ‘افغانستان’ ږغ
ورئ ګڼ پۀ پښتانۀ کښې د ‘امان’ ږغ

و پېرنګ ته جوړوي تُوره و سپر څوک
تر ‘امیر امان الله’ ؤ معتبر څوک

اوس زمونږ ملک یابتخانې دي یا اسکول
د ‘امیر امان الله’ د غزيٰ ډول

قدرمن به د سرو سرو تر دینار شم
بې ‘غازي امان الله’ به څومره خوار شم

دا خو ما څو نمونې د هاغه سلګونو شعرونو سره وړاندې کړې ګنې بابا پۀ خپله باران غوندې ورېدلې شاعرۍ کښې خپل محسن ټولواک ته داسې پۀ سووانو اشعار ډالۍ کړي دي – حتٰي دۀ پۀ خپله ‘مثنوي’ کښې هم، پۀ ‘طلب مذهب’ وړومبي او دوهم ټوک کښې هم لکه د ‘سوسن چمن’ بلها شعرونه خپل محبوب غازي امان الله ته ډالۍ کړي دي.

د غازي امان الله خان کارنامې او د قاضي عبدالسلام بابا تائید:

قاضي عبدالسلام هسې څۀ بې ځایه خپل محسن باچا غازي امان الله خان هم نۀ دي شاملې بلکې دۀ پۀ غازي بابا کښې پۀ خپله هغه څۀ لیدلي دي چې باید ولوستل شي یا وستائیل شي یا یاد کړل شي. د بېلګې پۀ ډول، وائي:

چې ‘غازي امان الله’ مونږ پۀ امان کړو
د کافر مۀ کوه شناخت ‘عبد السلامه’!
پښتانۀ ئې پۀ دنیا کښې عالیشان کړو
مار به وخوري چې څوک لاس منډي پۀ غارو
ج

دا چې قاضي بابا وائي چې مونږ پښتنو افغانانو ته ‘غازي امان الله’ سوله راوسته او د دۀ پۀ وجه صوبو پرمختګ وکړو. دا کۀ اوس مونږ تاریخ ته ورسوو او د تارخی پاڼې سره واړوو نو تاریخ هم مونږ ته دغه خبره کوي. د بېلګې پۀ ډول یو لیکوال زرین انځور د دۀ او د دۀ د دورې پۀ حقله لیکي، ‘زمونږ پۀ نظر اماني دوره او خپله باچا امان الله خان د افغانستان پۀ تاریخ کښې او د افغاني ټولنې د ښې پېژندنې پۀ لړ کښې ځانګړی ارزښت لري چې نۀ یواځې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د مبارزو اتل دی. د دې پۀ څنګ کښې د افغانستان د صنعتي کېدولو، مدني کېدولو او پۀ هېواد کښې د عصري ښونې او روزنې د ودې لپاره چې د ستاینې وړ هلې ځلې وکړلې. دغه راز د دیموکراسۍ او اولسواکۍ د پلي کېدو لپاره مقدماتي پروګرامونه جوړ او عملي شول. پۀ تېره بیا د افغاني ښځو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې پېل شوې او داسې نور.’

)وګورئ د زرین انځور وېنا، ‘غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ستوری’، مخونه (6-5

یو ځای قاضي عبدالسلام بابا د خپل محسن پۀ حقله لیکي چې پښتانۀ هم دغه مشر باچا راویښ کړل، ګنې د دۀ څخه مخکښې دوي پۀ هېڅ نۀ پوهېدل. هغه وائي:

پر شا بېرته ځي د نُوره څۀ بې خېره
پښتانۀ ‘امان الله غازي’ راویښ کړل
نرو پر طُور د موسٰي شته عبد السلامه!
ج
و نجس کفر ته نۀ کوي انکار یو
ترخې شپې تېروي ‘خان عبد الغفار’ یو
بې رڼا قراني څوک نۀ ویني لار یو

دا چې قاضي بابا وائي، ‘پښتانۀ امان الله غازي راویښ کړل’ – اٰیا دا خبره هم داسې ده؟ ځئ چې تاریخ ته سر ورښکاره کړو.

د دۀ زوی احسان الله خان یو ځای د خپل پلار پۀ حقله لیکي، امیر لۀ فساد او رشوت سره هم مبارزه پېل کړه. دوهم امیر غوښتل چې لۀ هر څۀ نه لومړی پوهنې او روزنې ته وده ورکړي او دا خبره به ئې تل کوله، ‘ټوپک پرېږدئ او قلم راواخلئ! پۀ دې پوهه شئ چې یو بې تعلیمه اولس هېڅ کله مخکښې نۀ شي تللی او نۀ پۀ رښتیا خپلواک کېدلی شي.’ )د احسان الله مقاله، مخ (20

محمد اکبر کرګر یو ځای د امان دورې بۀ باب وائي، ‘د امانیه دورې لومړني اصلاحي اقدامات د ښونې او روزنې پۀ برخه کښې وو چې هغۀ ډېر اهمیت ورکاوۀ. امیر د دې لپاره چې د ښونې او روزنې سسټم پیاوړی کړي او هغه بیا لۀ سره تنظیم کړي، نو لۀ مصر او ترکیې څخه ئې ښوونکي رابلل. د لوړو زدکړو سسټم طرح کړل شو، درې نوي ثانوی ښونځي جوړ شول. پۀ 1923 کښې اماني لیسه جوړه شوه چې د جرمني رنګه یو ښونځی ؤ. د 1924 او 1926 کلونو پۀ دوره کښې دغه اماني ښونځي سل تنه زده کوونکي درودل. پۀ 1927 کال درېم ښونځي د ‘غازي’ پۀ نوم پرانستل شو. د دغه ښونځي پۀ ټولګیو کښې انګرېزي ژبه تدریس کېده. دغه رنګه مسلکي ښونځي هم منځ ته راغلل او د دې سره سره خصوصي ښونځي هم جوړ کړل شو. د اکبر کرګز پۀ تائید تر 1927 پورې د لومړنیو ښونځیو د زدکړیالو شمېر یو پنځوس زره ته رسېدلی ؤ. )وګورئ د اکبر کرګر لیکنه، هم دغه کتاب، مخ (206

نو اوس تاسو ووایاست چې ایا غازي امان الله خان پښتانۀ افغانان راویښ کړل کۀ نۀ – یو معقول ځواب ئې تاسو سره د قاضي عبدالسلام د ‘سوسنِ چمن’ نه شریکوم:

پېرنګي پټ څومره خلق پله مړۀ کړل
د ‘غازي امان الله’ حق راپسې دی
مونږ لا نور کومک غواړو د کافره
کۀ د چا و زړۀ ته لوېږي زما خبره

زۀ وایم چې قاضي بابا واقعي سم وئیلي دي چې ‘د غازي امان الله حق راپسې دی’ – د دۀ حق به رښتیا هم پښتانۀ ووهي ځکه چې دۀ غوښتل چې افغانان عصري شي، تعلیم یافته شي، ټوپک پرېږدي او قلم راواخلي او د دنیا د سیالانو سره سیال شي.

زما د دغې خبرې پۀ تائید یو لیکوال کاږي، ‘کله چې امان الله خان پۀ اووۀ ویشت کلنۍ کښې قدرت ته ورسېدو. د خپلو عصري مفکورو لۀ مخې ئې غوښتل چې افغانستان لۀ هغه تکنالوجیک زوړوالي څخه راوباسي چې لۀ پېړیو راهسې پکښې ډوب ؤ او لۀ منځنیو پېړیو څخه ئې شلمې پېړۍ ته ورسوي. دۀ غوښتل چې د یوۀ خپلواک هېواد مشر وي. دۀ به وئیل، لازمه ده چې تاسو تعلیم وکړئ، زامنو او لوڼو ته تعلیم ورکړئ –

پۀ 1927 کښې شاه امان الله خان یو فرمان لاسلیک کړی چې ټولو دولتي مامورانو ته پکښې امر شوی ؤ چې خپلې لوڼې به دولتي ښونځو کښې واچوئ، کۀ نه نو لۀ وظیفې څخه ویستل کېږئ. پۀ هم دې نېټه اووۀ سوه نجونې ښونځي ته تللې او دا شمېر تر 1929 کال پورې ورځ پۀ ورځ مخ پۀ ډېرېدو ؤ. محمد انعام واک لیکي، د ملت جوړونې د یوۀ درېم پړاو پۀ توګه اماني دورې بۀ افغان ملت جوړونه کښې اقتصادي پرمختګ ته هم ډېره پاملرنه وکړه. یو بل لیکوال بیا کاږي، لۀ تور تمونو څخه د خپل هېواد د راویستلو لپاره امان الله خان لرې هېوادونو ته لاس وغزولو. کابل ته دپلوماتیک نمائندګان او هم دا رنګه انجینئیران، ډاکټران د کرنې کروندې پوهان او هم دا شان پانګوال د ترکیه او پاریس (France) غوندې هېوادونو څخه راوبلل شول. امیر یو لوی پارک درلود چې دوه کورونه پکښې وو – دواړه ئې دې دوو هېوادونو ته وروبخښل چې خپل سفارتونه پکښې جوړ کړي. ترکي د کابل عسکري ښونځی پۀ غاړه واخست. لۀ کابله د لوی کاروبار ځاله جوړه شوه.

)وګورئ ‘غازي امان الله خان: د افغانستان د خپلواکۍ ستوری، مخ (22

عرض مې دا کولو چې ملا عبدالسلام بابا د خپل محسن غازي امان الله خان پۀ حقله څۀ هم وئیلي دي، ښۀ ئې وئیلي دي. حتٰی دی یو ځای وائي چې کۀ غازي امان الله خان مونږ ته بېرته نۀ راغلی، مونږ پښتانۀ به تر مرګه پورې بیا ژاړو.

کۀ ناحقه وینې نۀ توو ابده
څو ‘غازي امان الله’ خلیفه نۀ شي
همېشه زړۀ غمزده به پاتې ناست یو
یادګاري به شي دا کار ‘عبد السلامه’!
د ملت غاور به مونږ بېرته راغواړو
پښتانۀ به زام د مرګه پورې ژاړو
یا نصیب چې بیا د ویر کمبله نغاړو
نقش وکړه د ‘سوسن چمن’ پر پاڼو

د افغانستان د خپلواکۍ ستوري ‘غازي امان الله خان’ ته د قاضي ملا عبدالسلام منظوم عقیدت سریک یوه دومره پراخه سکالو (topic) ده چې کۀ زۀ اوس سل مخه هم ورباندې ولیکم، هم به کم وي. دا پۀ دې چې یو خو پۀ خپله ‘امان الله خان’ هغه شخصیت دی چې کتاب څۀ کتابونه ورباندې لیکل کېدی شي. بل پۀ خپله ملا عبدالسلام هغه څوک دی چې شاعري ئې هم د هم دغه ستر شخصیت پۀ یاد کښې کړې ده. د قاضي موصوف شاعري لۀ امان الله خان څخه پېل شوې ده او پر امان الله خان ختمه شوې ده. ملا عبدالسلام پر غازي امان الله باندې مئین ؤ او هغه ئې د افغان ملت نجات دهنده بالۀ. یو څو نور شعرونه ئې هم ولولئ.

کۀ ‘غازي امان الله’ مجاهد نۀ وی
شا بس ټینګه وسیله عبد السلامه!
‘خان امان الله د څو وروڼو پۀ جهل
د ‘غازي امان الله’ جهاد مو پرېښود
د ‘امیر امان الله’ معاون نۀ شو
اوس به نۀ ؤ زام قران پۀ دې رسد څۀ
پر ‘غازي امان الله’ د اڅکزو ده
لکه طفلِ یوسف ولوېدۀ و څا ته
و رېډو غپا ته غوږ نیسې مطربه!
پښتنې ساده پلټن نۀ وه ډنګره!

او بیا چې د دۀ باچا سلطان امان الله وفات شوی دی نو دۀ پۀ ‘سوسن چمن’ دوهم ټوک کښې ‘ویرنه’ هم ورباندې لیکلې ده. نو اوس خپله مقاله هم د بابا پۀ دغه مرثیه سره پای ته رسوم:

‘زر درې سوه نه اویا’ دی، ناګهانه
لوغزا باچا امان الله خان وکړه
پۀ جلال اباد کښې دفن پۀ جمعه شو
پښتانۀ قدر شناس فاتحه اخلو
پردېسي دېرش کاله بیا جدائي راغله
درانۀ غم ونیوه زمکه تر اسمانه
د قران د بنده وکښي نګهبانه
کریاب پاتې شوې نامراده خراسانه!
د یوسف سره مو بد وکړل کاروانه!
پس لۀ مرګه به کامیابه شې ‘امانه!’

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …