اندرے سيرينکو – ژباړن: محمد نويد

پاکستان کښې پښتانۀ د سيمې امن د پاره يو شوي دي

پېښور ښار کښې د پښتنو د سياسي لارښودانو، قبائلي مشرانو، د اولسي، ټولنيز او مذهبي ډلو نمائندګانو پۀ “پښتون قامي جرګه” کښې ګډون کړے دے. ]داسې جرګې مخکښې هم شوې دي، خو[ دا ځل پۀ وړومبي وار مختلف الفکر مشران يو ځاے شوي دي او د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د مېشته پښتنو د پاره ئې د امن مطالبه ]د متفقه يويشت مطالبو[ سره مخې ته راوړې ده. دې قامي جرګه کښې پۀ متفقه طور د راوړې شوو مطالبه تر ټولو وړومبۍ مطالبه افغانستان او دغه ټوله سيمه کښې د امن راوستلو او جنګ ختمولو غوښتنه ده. دې سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان دننه د سياسي، سماجي، اقتصادي او صنعتي جدت راوړلو غوښتنې هم مخې ته راوړې شوې دي.

“پښتون قامي جرګه” پۀ لسم مارچ د عوامي نېشنل ګوند پۀ مرکزي سېکرټرېټ چې يو سياسي، ادبي، تعليمي، ټولنيز او کلتوري ځاے دے او پۀ “باچا خان مرکز” نومېږي، پېښور کښې تر سره شوه. دې جرګه کښې د څلوېښتو نه د زياتو سياسي ګوندونو، تحريکونو او د ټولنيز سازمانونو نمائندګانو ګډون درلود چې پۀ کښې پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتونخوا مېپ، قومي وطن پارټي، نېشنل پارټي، جماعت اسلامي، جمعيت علماء اسلام او پاکستان مزدور کسان پارټۍ سره د مرکز پۀ کچ د سياسي ګوندونو غړي هم شامل وو. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان چې پښتون قامپرست سياستمدار دے، د دې جرګې د کوربه پۀ حېث شريک ؤ.

د دې جرګې د برياليتوب لويه نخښه دا ده چې د هر سياسي فکر سره تړون لرونکي پښتانۀ مشران يو ځاے ته راغونډ شول او د خپلو حقونو تر لاسه کولو، د خپل مساوي حېثيت تسليم کولو او د خپلو قامي مسئلو د هواري د پاره ئې يوه شريکه اعلاميه هم لاسليک کړه او هم دغه اعلاميه به راتلونکي کښې د دوي د تګلارې اهداف وي.

دا خبره د پام وړ ده چې د دغه شريکې اعلاميې وړومبۍ نکته پۀ افغانستان کښې د امن غوښتنه او د افغانستان د خپلواکۍ د احترام مطالبه ده. د جرګې تابيا کوونکي عوامي نېشنل ګوند سره نزدې تړون لرونکي زمونږ وياند پۀ دغه نکته د خبرو کولو پر مهال مونږ ته ووې، “جرګې دا خبره پۀ ډاګه کړه چې د اوږدې مودې را هسې روانې جګړې د ډيورنډ کرښې پۀ دواړو خواو مېشته پښتانۀ لۀ هر چا زيات ځپلي دي. مونږ د دې جګړې خاتمې د پاره د هرې امن پروسې ملاتړ کوو او دا ګڼو چې افغانستان کښې امن به د پاکستان او د ټولې سيمې د پاره امن وي.” جرګې د اسلام اباد نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره د تجارتي اړيکو پۀ لار کښې بايد هر خنډ لۀ منځه يوسي او پۀ افغانستان کښې د هر ډول بهرني مداخلت مخنيوي کښې خپل کردار ادا کړي.

د پښتون امن جرګې يو ګډونوال خپلو خبرو کښې ووې، “مونږ د افغان دولت لۀ خوا د امن د پاره د هر ګام مرسته کوو او افغان دولت ته خواست کوو چې د افغانستان دننه کوم بهرني قوت ته د ګډوډي پېدا کولو اجازه ور نۀ کړي.”

پۀ افغانستان کښې د بد امنۍ يو ستر لامل پۀ پښتنه سيمه کښې د جنګيالو پټغالي او تربيتي اډې دي – پښتون قامي جرګې دې لړ کښې غوښتنه مخې ته راوړې ده چې د پښتنو پۀ خاوره د ترهګرو دغسې محفوظې ټهکانې دې ړنګې کړې شي. دغه نکته کښې وضاحت شوے دے چې د ترهګرۍ د محفوظو ځايونو لۀ امله پښتانۀ د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د ختمولو پۀ نامه د فوجي اپرېشنونو نه يو شان متاثره شوي دي. دا خبره هم مخې ته راوړې شوه چې د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ پۀ نامه د پاکستان فوج د سيمې د پښتنو روزګارونه، د هغوي هر ورځنے ژوند او د هغوي معاش هر څۀ تروړلي دي. جرګې دې لړ کښې مطالبه کړې ده چې د پښتنو د وران شوو کورونو بيا ودانۍ او د هغوي د روزګارونو پۀ ځاے کولو د پاره دې هغوي سره حکومت کومک وکړي.

د جرګې يوه نکته د پاکستاني امنيتي ځواکونو او خفيه ادارو لۀ خوا د بې درکه کړے شوو پښتنو ځوانانو پۀ حقله ده. دې نکته کښې اسلام اباد نه غوښتنه شوې ده چې “کۀ دغه بې درکه شوي خلکو کښې څوک پۀ کومه ترهګرۍ کښې ککړ هم وي نو بايد عدالت ته پېش کړے شي؛ کۀ مجرمان وي نو سزا دې ورکړې شي او کۀ څۀ جرم پرې ثابت نۀ شي نو بايد چې خپلو کورونو او خپلو خپلوانو ته خوشي کړے شي.”

جرګې د ابادۍ نه چاپېره د خورو شوو هغو بارودي سرنګونو د لرې کولو مطالبه هم وکړه چې پۀ زرګونو ماشومان او عام کليوال ئې د چاودنو لۀ امله وژلے شوي يا کنډم شوي دي. د دې تر څنګ د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه ازادول او پۀ مختلفو يونيورسټيو کښې د پښتنو طالب علمانو سره د کېدونکې متعصبه رويې ختمول هم د شريکې اعلاميې نکتو کښې شامل دي.

د پښتون قامي جرګې شريکې اعلاميه کښې د خېبر پښتونخوا د مالي او اقتصادي حقونو د پاره ځانګړې نکتې شاملې کړې شوي دي. دې لړ کښې جرګې د بجلۍ مد کښې د صوبې د بقايه جاتو ادا کولو کلکه غوښتنه کړې ده. جرګې وئيلي دي، “د اوبو نه د بجلۍ د پېداوار منصوبې خېبر پښتونخوا کښې دي خو د دې د پاره چې د صوبې کومه خالص منافع ده، مرکز د هغې پۀ ایسارولو سره د صوبې بجټ پۀ ټپه کښېنولے دے.” يو خوا مرکز د بجلۍ مد کښې د صوبې د بقايه جاتو ادائيګي نۀ کوي او بل خوا د صوبې اوبۀ چې د يوې متفقه فېصلې تر مخه د مشترکه مفادات کونسل دننه منلے شوے د خېبر پښتونخوا صوبې حق دے، باندې وفاق ځان شپېلے کړے دے. اسلام اباد دې لړ کښې د پنجاب نمائندګي کوي او صوبې ته خپل ائيني حق نۀ ورکوي.

جرګې د صوبې پۀ قدرتي وسائلو د صوبې د حق منلو مطالبه هم د اسلام اباد نه کړې ده. دې لړ کښې جرګې دريځ خپل کړے دے چې وفاق دې د صوبې پۀ معدنياتو د قبضې پاليسي ترک کړي چې صوبه د خپلو وسائلو د استعمال پۀ ذريعه خپل اقتصاد ښۀ کړي او دغه وسائل د اولس پۀ ښه راشي.

جرګې پۀ اوسنۍ سرشمېرنه هم خپل تحفظات څرګند کړل او وې وئيل، “مرکز د يوې منصوبې لاندې د پښتنو ابادي لږه ښودلې ده”، دا د وسائلو د تقسيم او د پارلېماني نمائندګۍ پۀ حواله يوه بنيادي ټګي ده او د دې لوے ثبوت دا دے چې تر اوسه د مردم شمارۍ رسمي مکمل نتيجې نۀ دي اعلان شوې. حکومت دې د نوي سره د پښتنو سرشمېرنه وکړي او موجوده اعداد و شمار چې د پښتنو پۀ اقتصادي، سياسي او پارلېماني حقونو منفي اثر غورځوي، د دې تلافي دې وکړې شي.

پېښور کښې شوې پښتون قامي جرګه د پښتنو د قتلِ عام، د هغوي پۀ سيمه د روان تاريخي جبر او د هغوي د وسائلو او د حقوقو پۀ ضد د روان استحصال خلاف پاڅون دے. د دې جرګې يوه ډېره مهمه خبره د مشترکه اعلاميې د نکتو عملي کولو د پاره د شريک جدوجهد پرېکړه ده. دې لړ کښې پۀ پينځويشتم مارچ يوه مشاورتي غونډه رابللې شوې ده[1] چې هغې کښې به د شريک جدوجهد د پاره تګلاره ټاکلې شي. د دې قامي جرګې شننونکي د شريک جدوجهد د پاره د يو پښتون سياسي اتحاد د جوړېدو هيله څرګندوي.

دلته پۀ روس کښې د مېشته پښتنو جرګې د پېښور د پښتون قامي جرګې د شريکې اعلاميې ملاتړ کړے دے او وئيلي ئې دي، “مونږ پۀ لسم مارچ پېښور کښې شوې قامي جرګې نه د مثبت نتيجو راتلو هيله لرو.” د ‘پښتون فرهنګي او اقتصادي تنظيم’ مشر نويد محمد زياته کړه، د دې جرګې د ټولو نه څرګنده خبره مونږ د پاره د مختلفو سياسي فکرونو سره د تړون لرونکي مشرانو دې نکته باندې يو ځاے کېدل دي چې د خپل ژوند پرېکړه پۀ شريکه وکړي. دا يوه تاريخي پرېکړه ده. د دې جرګې وړومبۍ نکته چې د افغانستان د امن او د افغانستان د خپلواکۍ د احترام مطالبه ده، يواځې دا نۀ چې د افغانستان د پاره د امن غوښتنه ده، بلکې دا د دې ټولې سيمې او پۀ پراخه معنيو کښې د نړۍ د پاره د امن غوښتنه ده. وخت راغلے دے چې پښتانۀ د خپلو مسئلو د حل د پاره يو ځاے شي. دا وخت زمونږ ژبه، کلتور، روايات، اقتصاد او د ټولې خطې امن د خطر سره مخ دے. بايد دا مسئله حل کړې شي او مخ پۀ وړاندې تګ د پاره لارې چارې پۀ شريکه ولټولې شي. هغۀ زياته کړه، دا يوه جرګه کله هم کافي نۀ ده؛ د جرګو دا سلسله به جاري وي او دې سره به د شريکې اعلاميې د عملي کولو د پاره شريکه تګلاره هم مخې ته راشي او مونږ به د دې تاريخي جرګې مثبت نتيجې هم ووينو.

احتياط وپېژنه وروره! دعا وپېژنه!
وباء راغلې ده سړيه! وباء وپېژنه!
منم زما ايمان ضعيف دے، دا منم در سره
خو تۀ یو کار وکړه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر او ملا وپېژنه!

  1. ياده دې وي چې د کورونا نړوبا لۀ امله دغه مشاورتي غونډه تر دې دمه ځنډولې شوې ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …