د بونېر ‘شېخ سعدي’ – طارق زمان چغرزے

د قد نه مندرے او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره دے. جمالياتي حِس ئې ډېر ګړندے او مړنے دے. د جمالياتي ذوق سرحدونه ئې هم يو شمېر دي. د جذباتيت دائره کار ئې ډېر عجيبه دے. لوستونکے او اورېدونکے ډېر زر خپل مندري، ګړندي وجود او فن ته مائله کوي. د فن پارې د لوستلو سره ئې لوستونکے جذباتي کېږي نۀ، بلکې د لوستونکي د جذباتو تطهير او تشکيل پۀ بشپړه توګه کوي. د بيان او ليک طريقې ئې هم نوې دي. د تکنيک اصول ئې هم پۀ تول کره پوره دي. د خپل ځانګړي تکنيک او اسلوب پۀ چوکاټ کښې خپلې فن پارې غزوي.

دا د مندري قد مالک او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره موسٰي ګل ګل اعوان دے چې د سيالۍ او ماده پرستۍ پۀ دې ځغل کښې ئې ليک لوست ته کار وئيلے دے. ښاغلے موسٰي ګل ګل د مارچ د مياشتې پۀ شپږمه نېټه کال نولس سوه پينځه شپېتم (1965) کښې پۀ عمرزو چارسده کښې سترګې غړولې دي. د پلار نوم ئې ملوک دے. د چارسدې عمرزو نه د موسٰي پلار پۀ کال 1971ز کښې بونېر بهائي کلي ته کډه را وړې وه. موسٰي ګل ګل باقاعده تعليم پۀ بونېر کښې ترلاسه کړے دے. د خپل تعليم سلسله ئې تر شپاړسم جماعت پورې رسولې ده او پۀ دې ډېر خوشحاله دے چې شپاړسم جماعت ئې د اسلاميات پۀ مضمون کښې پاس کړے دے. د باقاعده ليک اغاز کال 1989ز کښې هغه وخت کړے ؤکله چې دے پۀ ډګر کالج کښې د اېف اېس سي طالب علم ؤ.

د بونېر پۀ مردم خېزه او ادب خېزه خاوره کښې کۀ يو خوا د ادب مئينان زيات دي نو بل اړخ ته دې خاورې ته دا شرف هم حاصل دے چې دا خاوره د سر تور فقير، ملک باکوخان، پيربابا، اخون سالاک، دروېزه بابا او د رام چندر جي ټاټوبے پاتې دے. هغوي پۀ کښې خپل فن، فکر او کردار روښانه پرېښودے دے. د بونېر پۀ ادبي او علمي فضاء کښې ښاغلي موسٰي ګل ګل ښه وده کړې ده.

موسٰي ګل ګل چې کله هم د خپل کالۀ نه را وځي نو سترګې ئې يا پۀ مبارز او باغي شمس بونېري لګي او يا ئې پۀ حېدر علي اخوندخېل او قمر الله خان قمر.

زۀ خو موسٰي ګل ګل يو صوفي ګڼم ځکه چې پۀ وجود او کردار کښې ئې څۀ قسم خچن والے نشته او خپل ځان ئې پۀ حق کښې فنا کړے دے. د خپلې مجاهدې پۀ ذريعه متصوف دے نۀ چې مستصوف – پۀ خپل کلام کښې اکثر د قران مجيد يا احاديث نبوي )ص( د مفاهيم را وړلو کوشش کوي. لکه د مثال پۀ توګه:

اول اول رب العزت رضا کړه

دوېم نمبر د محمد عربي

د نور مخلوق ده بيا دريم درجه

او يا لکه دا چې:

توبه توبه هغه توبه ده قبول

چې جهالت کښې درنه وشي څۀ کار

د قصد پۀ کار کښې توبې نۀ قبلېږي

)مفهوم النساء (17

د تخيل معيار ئې ډېر لوړ او وسيع دے. ډېر ښۀ تخليقي استعداد لري د کومې پۀ ذريعه چې پۀ ادبي نړۍ کښې خپل ځانګړے وجود او حېثيت لري. خپلې تجربې او مشاهدې له نوي شکل ورکولو کښې څۀ رنګ کوتاهي نۀ کوي. مطالعه ئې هم ډېره ژوره ده. کله هم چې پۀ ذهن کښې ئې د معلوماتو ذخېره پوره شي نو بيا ورته د يوې فن پارې شکل وبخښي او الفاظ خو پۀ داسې زړۀ راکښونکې پېرايه کښې ئې وپيئي چې پۀ زخم ملهم لګي. زۀ نۀ پوهېږم چې د کوم پير مرشد دے، د خپل علمي او ادبي بصيرت پۀ رڼا کښې پۀ صراط مستقيم روان دے او خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته هم صراط مستقيم ښائي. اوس خو مرشد نۀ يو کامل پير دے ځکه چې بلها مريدان لري او دغه مريدان ئې پۀ چاپېرچل کښې ګړندي روان دي او د خپل کامل پير د فکر او فن رڼاګانې خوروي.

پۀ کلام کښې ئې فصاحت او بلاغت دواړه موجود دي. د خپل ځانګړي انفراديت سره د پښتو او اردو ادب پۀ مېدان کښې ولاړ دے. فني او فکري خصوصيات ئې د نورو شاعرانو، ليکوالانو نه بېل او جوت ليدلے شي. د دې سره د ښۀ اخلاقو نمونه هم ده چې پۀ شېبه کښې سړے ډېر زيات متاثره او مائله کوي. پۀ فن کښې ئې مؤثر تحريکونه پۀ نظر راځي. ډېرې د کار فن پارې ئې را مخښې ته کړې دي چې پۀ چاپېرچل کښې به ډېر د خېر ښېګړې سبب وګرځي. فن پارې او ليکونه ئې عام فهم دي، پۀ اسانه او روانه ژبه کښې دي. د دې سره سره پۀ کښې پاکيزه جذبات او خيالات هم لکه د نمر ښکاره برېښي. د بدۍ او ګناه دعوت پۀ کښې پۀ نظر نۀ راځي بلکې د الله تعاليٰ او د الله د پاک محبوب صلي الله علېه وسلم د تعريفونو سره د اصحابه کرامو او نېکانو بزرګانو سپېځلي کردارونه را مخې ته کوي. فن او فکر ئې لوستونکے او اورېدونکے د اقناعي ادب اړخ ته را پاروي.

ادب هغه نازک فن دے چې ليکوال ئې د خپلو جذباتو، احساساتو او فکرونو پۀ رڼا کښې ښکاره کوي او د ژوند د داخلي او خارجي حقيقتونو پۀ پلوشو کښې د لفظونو پۀ ذريعه د ليکوال ترجماني کوي.

ابن سينا وائي چې ادب هغې پوهې او هوښيارتوب ته وائي چې د کومې پۀ وجه انسان د غلطۍ نه بچ کېدے شي. ادب د هغه واړه فنونو مجموعه ده چې انسان ته د اظهار او کردار چل ښائي او ورسره ورسره پۀ کښې ښۀ او سپېځلي اخلاق را ژوندي کوي او د چاپېرچل اصلاح طرف ته ئې را پاروي.

ښاغلے موسٰي ګل ګل يو سنجيده او کل وقتي ليکوال دے. هر وخت د ليک لوست هڅې کوي. تردې دمه ئې پښتو ادب ته پينځۀ کتابونه ډالۍ کړي دي چې دوه پۀ کښې د افسانو “افسانه کۀ حقيقت” او “پينځۀ ملغلرې” دي. درې کتابونه ئې د شاعرۍ دي: “سپېځلي خيالونه”، “مازيګرے” او “د حکمت رازونه”.

د شاعرۍ پۀ دې کتابونو کښې ئې “د حکمت رازونه” د بونېر د سيمې د هائيکو اولنۍ مجموعه ده.

هم دغه رنګ اردو ادب نه ئې درې کتابونه “معصوم بچه اور تشدد”، “مدفن کهان نصيب هوئى” او “ايک ميا دو بيويان” ډالۍ کړي دي. لس کتابونه ئې نا چاپه دي چې پۀ کښې د اردو برخه هم شته او د پښتو هم. د دې لسو کتابونو چاپ کول في الحال د موسٰي ګل ګل د وس نه بهر دي ځکه چې پۀ خپله پۀ ډسټرکټ کورټس بونېر کښې خپله دنده تر سره کوي او دومره تنخوا اخلي چې پۀ هغې د خپلو بچو او کورنۍ پالنه کوي. ډېر وخت وشو چې د افسانو يوه کمپوز شوې مسوده ئې د يو ملګري پۀ لاس خېبر پښتونخوا کلچر محکمې ته حواله کړې ده خو لا تر دې دمه دغه مسوده نۀ ده چاپ شوې.

موسٰي ګل ګل پۀ کال 1988ز کښې د ارواښاد احمد ګل مخزن صاحب او مسکين عبدالودود صاحب سره د پير بابا پښتو ادبي ټولنې بنسټ ايښودے ؤ چې مخزن صاحب ئې باني، مسکين عبدالودود ئې صدر او موسٰي ګل ګل ئې ستر سېکرتر ؤ. پير بابا پښتو ادبي ټولنه لا تر دې دمه د پښتو ژبې او ادب د ودې د پاره کار کوي او د موسٰي ګل ګل اړيکې ورسره اوس هم کلکې دي چې د دې ټولنې ستر سېکرتر دے.

موسٰي ګل ګل د خپل فن او فکر پۀ رڼا کښې د خپلو ادبي او علمي ملګرو روزنه کوي او غواړي چې د بونېر ادبي او علمي ګلستان نور هم ښېرازه او روښانه شي چې خوشبو ئې تر لرې لرې ورسي. هيله لرم چې د دې اتلسو کتابونو نه علاوه به د موسٰي ګل ګل ښېراز ذهن، ګوتې او قلم پښتو او اردو ادب ته نور هم ډېر کتابونه ډالۍ کوي. پۀ ګوتو او قلم ئې برکت.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …