هغسې سوکړه ده، ما وئيل ګنې سپرلے به شي طوق د غلامۍ چې مې د غاړې نه و نۀ وځي |
ايوه به پرې وتړم، باړۍ به دوواله کړمه څنګه به بيا جګه د نيکۀ دادا شمله کړمه ج |
يو موټے “خوږلن” يم، پۀ تودو ايرو کښې پايمه
وخت به يو ځل راشي، ناګهانه به شغله کړمه
د ځوانو خيالونو سپين ږيري “خوږلن” پۀ يويشتم ستمبر (2019) پۀ جندول کښې ساه ورکړې وه. د پښتو پراخ غزل کښې ‘خوږلن’ د ‘اندېش’ شمس القمر، ‘درد’ رحمت الله، ‘ګران’ اکرام الله او ‘روغاني’ عبدالرحيم د څنګ او پارسنګ ملګرے غزلپال ؤ. هغۀ خپله شاعرۍ کښې ديروژۍ لهجه، لفظيات او معنې داسې نۀ چې يواځې خپله بڼلې، د نوي کهول يو شمېر تخليقکاران ئې هم دغه لهجې، لفظياتو او معنيو سره پۀ اسلوبي توګه تړلي دي.
دلته د ‘خوږلن باچا’ پۀ ژوند، فن او ادبي خدماتو د يو ورځني سيمينار راپور دے او ورپسې د ‘خوږلن باچا’ يو نظم د ممتاز خان د زيار سره وړاندې کړے شوے. د خوږلن روح دې ښاد وي!!!!
د “دیر پښتو ادبي” کاروان او “جندول پښتو ادبي ټولنه” پۀ شریک اهتمام د ستر شاعر او پښتون فلسفي ارواښاد احسان باچا خوږلن پۀ ژوند، فن او ادبي خدماتو يو ورځنے سیمینار نن پۀ يکم دسمبر دوه زره نولس (2019) پۀ “ترمذي پبلک هائي سکول” مایار جندول کښې د سید کفایت یار بخاري اېډوکېټ پۀ صدارت کښې تر سره شوه. پۀ دې موقع د ملاکنډ پوهنتون پښتو څانګې پروفېسر ډاکټر سمندر يوسفزے او سابقه ایم پي اے اعزاز الملک افکاري مشران مېلمانۀ وو. د نظامت چارې علي حېدر کوثر او عبدالغفار روښان تر سره کړې. پروفېسر لقمان کېمور او اسفندیار خان مستخېل مشران کوربانۀ وو. د سیمینار شروع د قاري فتح الله د تلاوت کلام پاک نه وشوه.
مولانا محمد جان چې د خوږلن بابا همځولے او ملګرے ؤ، د ارواښاد پۀ اړه ئې خپلې خاطرې شریکې کړې.
ورپسې رضوان الله شمال د ارواښاد احسان باچا خوږلن پۀ ادبي ژوند، فني ځانګړنو، فکر اسلوب، سبک او مکتب رڼا واچوله او ارواښاد ئې د انګرېزي د ورډزورتهـ سره پر تله کړو او د پښتو ادب کښې ئې د دیروژي سبک سرخېل وګڼلو. فضل حکیم عندلیب پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا شعري فکر د خوشحال، غني خان، اقبال او رومي د افکارو سره پرتله کړو. علاءالدین سنګر پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د فني ساخت، ادبي صنعتونو او بېلابېلو فکري جهتونو پۀ اړه بشپړه تجزیه وړاندې کړه. محمد جاوېد خیال پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د رومانیت سره سره د خوږلن بابا پۀ سیاسي او مزامحتي اپروچ ګټه ورې خبرې وکړې. د دې نه علاوه تسلیم جان لاروي، عزیز الرحمان عزیز، اسفندیار مستخېل ، لقمان کېمور او کفایت یار بخاري د خوږلن بابا پۀ اړه خپل تأثرات، یادونه او خاطرې شریکې کړې.
پۀ اخره کښې مشر مېلمه ډاکټر سمندر یوسفزي پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د فني ځانګړتیاو او فکري اړخونو رڼا واچوله. هغۀ ووئیل چې د خوږلن بابا شاعري د کلتور او فوکلور امینه ده. د هغۀ اسلوب داسې دے چې د شډلو کاڼو نه مهین دېوال کوي.
هغۀ زیاته کړه چې کۀ پۀ جندول کښې چرته میوزیم جوړېږي نوهغه دې د خوږلن صاحب د فولکلوري او کلتوري نظمونو پۀ اساس جوړ شي.
پۀ نثري برخه کښې د سعید احمد ساحل، حبیب الله مایار، اشنا باجوړي او ښاغلي حیات روغاني لیکلې مقالې منتظمینو ته حواله شوې چې د دیر د ادبي تنظیمونو ویاړ ” زرپاش” )زېر اهتمام “دیر پښتو ادبي ټولنه”( رساله کښې به د خوږلن بابا خصوصي ګڼه کښې شائع کېږي.
د نظمونو پۀ سلسله کښې سردار داود، عبدالغفار روښان، وقار خان وقار، طیب حېران، طاهر الطاف سرحدي ، عمران الدین حېران، عبدالعزیز عزیز، تسلیم جان لاروي، عزیز الرحمان عزیز، اعزاز الملک افکاري، سید قادر امین او حمید الله ضیاء ارواښاد احسان باچا خوږلن ته خپل منظومې پېرزوینې وړاندې کړې. مسلم خان وصال د ارواښاد خوږلن بابا مرثیه واوروله. فضل حکیم عندلیب د خوږلن بابا نظم “توبه خدایه توبه ” پۀ ترنم کښې پۀ اولسې غوښتنه دوه ځله واورلو. ریاض درمان هم د خوږلن بابا نظم “قانون” تحت الفظ واورولو – او هم دې سره ماسپښین ناوخته د سیمینار وړومبے پړاو سر ته ورسېدو.
د نمونځ او ډوډۍ نه پس د سيمینار دوېم پړاو پۀ صدبر کلي کښې د احسان باچا خوږلن بابا پۀ یاد کښې د یو اولسي کتابتون پرانسته د پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزي او پروفېسر ډاکټر سمندر یوسفزي پۀ لاس وشوه. پۀ دې موقع ښاغلي اباسین یوسفزی د خوږلن بابا پۀ ژوند او فن ګټورې خبرې وکړې او د کتابتون پرانسته ئې د سیمې د خلقو د پاره ډېره ګټوره وګرځوله.
داسې مازیګر ناوخته دا دستوره سر ته ورسېده.
د ځائي خلقو سره سره د دیر، سوات، باجوړ، ملاکنډ ادب پال او پښتو پال اولس او شاعرانو ادیبانو دې دستورې ته ښکلا او ځلا وبخښله. د ابلاغ د رسنیو خصوصاً د شمال نیوز باجوړ، د جندول ښکلا وېب ټي وي، ځائی صحافیانو او اېف ایم روښان د کورېج کولو مننه کوو.
نۀ شا توت شته نۀ ډبه څنګه کلے؟ څۀ مېشته؟ نۀ پڼې شته نۀ غلبېل نۀ پايکو شته نۀ مېچن نۀ خاښۍ شته نۀ رشپېل نۀ سرني نۀ نغاره نۀ ښانک شته نۀ لېټۍ نۀ کټوۍ نۀ منداڼو نۀ اشر شته نۀ غوبل نشته بټې نۀ اوګړه نۀ پۀ شاو کښې مړز |
نۀ ورشو شته نۀ غوبه توبه خدایه توبه! نۀ چمیار شته نۀ شاخېل نۀ ملک شته نۀ مېرمن نۀ چاري شته نۀ زامبېل نۀ ډولۍ شته تکه سره نۀ ډيوه شته نۀ شونټۍ نۀ خړۍ شته نۀ خړو نۀ پنغاړے نۀ غوجل نۀ د ټول کلي حجره نۀ پۀ نخښه باندې ډز |
ډبه: د را ټولېدو ځاے، پۀ کلي کښې د خلقو د کښېناستو ځاے
ورشو: څرځاے، کرغه، چراګاه
غوبه: هغه کس چې غواوې او غوایان څروي او پالنه ئې کوي
مېشته: استوګن شوے
پڼه: کپۍ، کوښه، مګاوله، مچڼه، رکۍ، موچڼه، يو ډول زري يا څرمني پېزار
غلبېل: پروېزے، چڼووڼے، پروز، بروز، پېروځے، پرويځے
چمیار: څمیار، موچي، د څرمنو رنګوونکے
شاخېل: (1 رېبځی ]جاروکښ[ (2 هغه وګړي چې پۀ درمن د دانو څپ وهلو کار کوي.
شپېلۍ؟ تولکه، توله، نے، فلوټ، د موسيقۍ اٰله چې پۀ خولۀ غږولې شي.
چمبه: تمبل، دف، دربه
پايکو: (1 پېکو، پلېکو، د شولو یا وربشو مشين (2 د مېنچو مشين (A device for cutting noodles)
مېچن: مېچنه، د دانو وړلو دستي مشين، د لاندې باندې کاڼو تر منځه د دانو وړۀ کولو يوه پخوانۍ اٰله
ملک: د کلي مشر
مېرمن: ارتينه، عورته، ښځه، د ملک ښځینه بڼه
کندو: خمبه، خاورين لوښے دے چې غله او اوړۀ پۀ کښې ساتي
خمبه: (1 زيرمه تون، ګودام (2 غټ کندو، د غلې ساتلو او ايښودلو لوے لوښے ]کندو، ترَټه[ (3 ګودرې، د کوټې چڼ، د کوټې وسے
خاښۍ: سکو، غاښۍ، د درمن او بوسو بادولو يوه اٰله ده
رشبېل/راشپېل: ډډګے، رشبېل، رشپېل، د لرګي اٰله چې واڼې پرې الوځولې شي. د واورو پاکولو خوے )پارو، رشبېل(، ګاڼۍ نه د اور را ويستو د اوسپنې اٰله، پۀ درمن کښې د غلې د پاکولو د لرګي اٰله
چاري: ډل، بېلچه، ينګه، نجه، پوړۍ، ډمبه، لۀ اوسپنې جوړه يوه اٰله چې د زميندارۍ کارونه پرې کولے شي.
زامبېل: زمبېل، زنبيل، لاسګاډے، کرړے، ګرګاډے، کراچۍ، يوه اٰله ده چې پۀ دوو تنو نيول کېږي او خاورې، تيږې او داسې نور پکښې وړل کېږي؟
پسخه: پخسه، بخڅه، خمبيره شوې خټه، د خمبيره شوې خټې چمان
خټبه: خټګر، د خټو کار کوونکے، دېوال ګرندے، خټمار، ګلکار، Mason, builder, bricklayer
سرني: سرنا، سرڼي، سرني، سروڼا، د پښتني ارکسټرا د يوۀ ساز نوم دے
نغاره: ډونډوره، ډمامه، ډندوره
ډولۍ: جوپان، جپان، چوپان، د ناوې چوپان، د ناوې کجاوه، د ناوې حجله
جنبه: جمبه، ډله، پره
خانک: خنک، خانکے، يو ډول لرګين پلن او هوار لوے لوښے
لېټۍ: اتوب، اړوب، کاچے، د اوړو شيره چې لږه ټينګه وي
شونټۍ: يېژيې، يېژے، ييژه، دړوکۍ، پېلوځے، ليت، لیتکے، چراغ چوب، هغه غوړ لرګے چې د رڼا پۀ غرض بلولے شي.
دهقان: یوبه، بزګر، ښکاروز، کروندګر
قلبه: (1 د غوايانو جوړه (2 ايوې، ايوه، ييوې، ييوه
کټوۍ: (1 کټوه، کټوۍ، خاورين دېګے (2 کتغ، نګولے
منداڼو: منداړو، د مستو د شاربلو لپاره لرګينه اٰله
خړۍ: خړانګه، شودپۍ، شدوپۍ، سپرلاکه، شمشې ناکه، شپش ناکه،
خړانه، یو ډول وړوکے مارغۀ دے
خړو: خړ رنګے سپے
څمڅۍ: (1 چمچه، څمڅه، د لرګي کاچوغه (2 لويه کاچوغه
شلومبه: شورمبې، شلومبې، شړومبې، شوملې، تروې، شړمبې، شومړې، شومله
اشر: پګړه، ډله ايز ويړيا کار، بلندره، بګړه، بسکره، ټينګه، پګاړه (2 د يو کار لپاره جمع کېدل (3 پۀ شريکه کار کول (4 پۀ جمع د امداد پۀ ډول ويړیا )مفت( کار کول
غوبل: پۀ درمن کښې د غلې دانې پۀ رېبلي شوي کښت )فصل( باندې غوايان ګرځول چې غله د بوسو نه بېله شي.
پنغاړے: سوغالے، بغره، د سووې غار
غوجل: غوجله، ګوړنده، هغه کوټه يا ځاے چې غواوې او غوايان پکښې تړي
چرګۍ: هغه څلور کونجه نغرے چې د کوټې پۀ منځ يا کونج کښې جوړ وي، نغرے (2 د نغري نه ګېر چاپېره تاو را تاو موړه، Hearth
لمبه: اور، د اور شغله، غرغنډه
بټه: (1 غټې وريژې، هغه غټې وريژې چې نرمې پخې شوې وي او لۀ کروتو، مستو، ټېپرو او نورو سره خوړلې کېږي لکه کروت بټه، شلغم بټه (2 بې د مصالحو ورېژې
اوګره/ اوګړه: (1 دوه برخې غنم پۀ مېچن مېده کوي، دومره نۀ چې اوړۀ شي؛ وروسته ئې پۀ اوبو کښې پخوي – يوه برخه چڼې، يوه برخه لوبيا او نيمه برخه مۍ، هر يو بېل بېل پخوي او د مېچن شوو غنمو سره ئې يو ځاے کوي. لۀ پخولو نه وروسته ئې لۀ کروتو يا مستو سره خوري (2 پۀ يخو شلومبو کښې پخې شوې وريژې اچوي او د ګرمۍ پۀ موسم کښې ئې بې لۀ تبي سړه سړه څښکي
ګودر: د سيند، چينې ، کارېز يا څاه هغه ځاے چې ښځې او پېغلې ترې اوبۀ راوړي
ملبه: د ړنګ دېوال يا کور خاورې، لوټې، ډبرې، ګټې چې ګډې وډې پرتې وي
شاو: چرته چې مړز )بټېر( الوځي
مړز: بټېر، نوړز، ورېړز، يو مارغۀ چې خلق ئې جنګوي
جبه: جبه زار، هغه زمکه چې لۀ ځانه اوبۀ پکښې ولاړې وي، جب، ډنډه، بوخته.
لوي واړۀ د کلي د جومات مخې ته جمع شو
شور ؤ پۀ جومات کښې چې “‘احسان’ نمانځۀ له نۀ راځي
څومره اسان کار دے، سړے هسې ښکته پورته شي
دا ناراسته دومره دې اسان نمانځۀ له نۀ راځي”
يو بل ته نيت چپ دے خو پۀ صف کښې تنې سيدها شوې
دلته بد نيتۍ له، مسلمان نمانځۀ له نۀ راځي
سخا د بل پۀ غوښو پۀ مسواک ئې داړې پاکې کړې
هېڅ پۀ خپلو بدو پښېمان نمانځۀ له نۀ راځي
نمونځ نۀ شي، پينځۀ ځله وعده د ورځې ماته شي
دلته چې څوک يو ځل پۀ ايمان نمانځۀ له نۀ راځي
چا کړه ګډه وډه د مؤمن او د معراج قصه؟
دلته خو جومات له څۀ شېطان نمانځۀ له نۀ راځي
ګوټ چې د ځیګر د وينو و نۀ کړي، قضا ښۀ دے
هسې څوک د خولې د تش بيان نمانځۀ له نۀ راځي
بل جومات به جوړ کړم، دغه لر کلے به ډله کړم
يو جومات ته واړه دښمنان نمانځۀ له نۀ راځي
بت لکه نسکور شي چې د ځانه نه بې ځانه شي
هسې سرکونډو له دې بتان نمانځۀ له نۀ راځي
مينه خو لۀ وړاندې د يار کور کښې سجيدې کوي
خود به د بانګيانو پۀ اذان نمانځۀ له نۀ راځي
مينه ئې لوګے شوه ورته، عقل ډيوې تتې کړې
خېر کۀ لېوني څېرې ګرېوان نمانځۀ له نۀ راځي
اخونزاده احسان باچا خوږلن