مرګ انجام د هستۍ نۀ دے!!! – طارق پښتونيار

ګوتې د لیکلو تاب نۀ لري، سترګو نه اوښکې دارې وهي، زړۀ کښې مې یو ناپایه او بې توله درد دے چې ورسره مخ یم – نۀ پوهېږم پېل او اغاز د کومې وکړم او دا لیک ختم پۀ کوم ځاے کړم؟ خو ولې بیا هم زړۀ کلکوم، ځکه چې غني خان وئیلي وو چې “مرګ انجام د هستۍ نۀ دے”!!!

څو کاله زړه خبره ده، خان زمان کاکړ راته د شپې پۀ مېسج ولیکل، “اسویلي مۀ کوه! سحر درځم، پېښور کښې به وینو.”

پۀ سحر د پښتو څانګې پۀ طرف راغلم نو د څانګې د چئیرمېن ډاکټر عبدالوحید صاحب پۀ دفتر کښې مو سره ولیدل. ډېر اوږدۀ علمي، ادبي او سیاسي بحثونه وشول. بیا خبر شوم چې کاکړ صاحب لا اټال دے پېښور پوهنتون کښې او دلته به یوه میاشت نیمه تېروي او خپل د اېم فل رېسرچ به بشپړوي. پۀ دوېمه درېمه ورځ پس کاکړ صاحب وې چې دلته مې ملګرے دے، هغه وینو. پۀ سحر ‘اېتهنز’ کښې د شېوې لاندې ناست وو چې یو ښکلے، دنګ، نرے د چينار غوندې ځوان را څرګند شو؛ خېر پۀ خېر وشو. پېژندګلو مو سره وکړه. کاکړ صاحب وې، دا ډاکټر حنیف دے او دلته د تاریخ څانګه کښې استاد دے او زمونږ ملګرے دے. زۀ ئې هم ور وپېژندلم خو چې وې وئیل چې دا هم پۀ پښتو څانګه کښې وزېټنګ استاد دے نو پۀ دې خبره سره ئې پۀ مخ مسکا خوره شوه لکه چې زما نه مخکښې د پښتو څانګې او اکېډیمۍ باندې ډاکټر ښۀ پوهه او خبر ؤ. بهر حال بیا تر ماښام ماسخوتن پورې مو بلها ګپونه او بحثونه سره وکړل. بیا ډاکټر وې راځئ ډوډۍ خورو! پۀ یو مِس بل مِس وګرځېدو، اخر نهم هاسټل ته راغلو، ډوډۍ مو وخوړه او ډاکټر مو رخصت کړو.

پۀ دغه څو ساعته ملاقات کښې د ډاکټر حنیف بحث، ښکلا، مینې، علم دوستۍ، قام پالۍ او قام خوښۍ داسې د ځان پۀ طرف کش کړم چې دغه تعلق پۀ داسې شکل بدل شو چې بیا به مو یو بل سره و نۀ لیدل نو ګزاره به ګرانه وه. بې انتها سنجیدګي، مینه او علمي فکري سیاسي بحثونه لکه چې د ډاکټر پۀ خټه کښې شامل وو. اکثر به ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن خبره کوله. د ملګرو تپوس به ئې وکړو.

وخت تېرېدو. بیا هغه استاد او پروفېسر زمونږ داسې یار شوے ؤ چې هېڅ کله به مو دا نۀ ګڼله چې ګنې دا پروفېسر دے. د چایو پۀ مېز به را سره ناست ؤ، پۀ زمکه به راسره ناست، پۀ سټډي سرکل کښې به راسره ناست ؤ او اکثر به د پوهنتون نه بهر هم را سره وتلو. ټيليفون به ئې وکړو، کامرېډه راشه! انتظار یم درته، شوکت ته هم ووایه! او یا به داسې وشو چې شوکت به ورسره ؤ، زۀ به لږ ایسار وم نو وې به ئې راشه چمن کښې درته ناست یم. اکثر به ئې ګیله وکړه، وې به ئې چې دې خوا راځئ نو زما کمرې ته راځئ! یا ما ته یو مېسج کوئ، زۀ به را کوزېږم. ‘اېس ټي سي’ کښې به مو چاے وڅښکلې او بیا به بهر شاهین ټاون ته هم ووتلو. ښۀ ناوخته به بیا د یو بل نه رخصت شو. پۀ لاره لاره به شوکت اکثر ټپه شو. ډاکټر به ترې ډېر خوند اخستو. اکثر به ئې پۀ کښې اواز هم وکړو. ما به ځان سره وې، قربان ډاکټره! څۀ ژوند پرست سړے یې!

وخت تېرېدو. اکثر به ئې د سټوډنټس نه سر ټکولو. وې به ئې، د دوي پۀ ذهن د ریاست نصاب سور دے، هېڅ د کوم متبادل او خپل ځائي تاریخه نۀ دي خبر. ډاکټر باندې زۀ پوهه شوم چې ولې دوي داسې وائي؟ لکه د سېف الرحمان سلیم د دې شعر پۀ مصداق:

نوے کهول به خپل ماضي نه منحرف کړي
پښتونخوا کښې د مغلو مکتبونه

ما به ورته کړه، ډاکټره! نو د ریاست مشینري زوروره ده نو بیا به ئې د خبرې وار واخست، وئیل به ئې چې دې ته سټېټ کرافټنګ یعني ‘ریاستي قلم کاري’ وائي. ما به وې، هم دغه خبره ده.

یو ورځ داسې وشو چې وې ئې، کامرېډه! یو چل به کول غواړي! زمونږ پۀ وس یو سټډي سرکل کېدے شي، شروع به ئې کړو. ما به وې ډاکټر صاحب! دا خو سمه خبره ده، کۀ داسې وشي نو سم خوند به وکړي. لکه چې دا خبره ئې د یو مشن، هدف او ارمان د پاره کوله خو د ډاکټر توندي او تنده شاید ځکه ډېره وه چې هغوي د تاریخ استادان وو او پۀ دې پوهېدل چې د تاریخ څۀ ارزښت دے او د پښتنو بچو ته د ریاستي تاریخ پۀ ځاے خپل تاریخ متبادل ځائي تاریخ ښودل څومره د سنجیده قامي ذمه وارۍ کار دے؟ د پښتنو د وطن د وسائلو سیاسي اهمیت او د دوي د زوال بربادۍ وجې معلومول او د هغې د پاره حرکت باندې سوچ فکر کول او قامي مسئلو باندې سر خلاصول څومره ضروري دي؟ خپل اتلان او قامي سیاست ته ګومارل څومره سنجیده سیاسي کار او کاز دے؟ زمونږ ډاکټر پۀ دې هر څۀ پوهېدو.

یوه ورځ ئې راته ټيليفون وکړو چې راشه! خامخا زما پورې ځان را ورسوه! مونږ پۀ فقیر ایپي لان کښې انتظار کولو. زۀ او شوکت سواتے دواړه لاړو. چې کتل مو ډاکټر سره زاهد وزیر )چې هغه وخت یورپ کښې پۀ پي اېچ ډي بوخت ؤ(، مقبول ؤ، ډاکټر دروېش اپریدے، انوار، ظفر خان د سوشیالوجي استاد او یو بل کوم د کيمسټرۍ استاد هم ناست ؤ. خبرې شروع شوې. ډاکټر لکه چې د سټډي سرکل بحث د ملګرو سره د وړاندې نه هم کړے ؤ. داسې مونږ هم پۀ مجلس ور ګډ شولو. بحث روان ؤ او اخر مو دا فېصله وکړه چې یو اوونیز سټډي سرکل به د را روانې هفتې نه شروع کړو. مونږ هم ورسره ومنله، ولې چې ډاکټر ډېر پۀ لنډو ټکو خلاصه کړه چې هره موضوع وي، خوا کۀ د بېن الاقوامي تعلقاتو موضوع دې ولې نۀ وي، د پښتون افغان وطن پۀ تناظر کښې به پرې خبره کوو.

د سټډي سرکلز لړۍ روانه شوه. د ډاکټر یاران او د کېمپس د بېلا بېلو برخو سټوډنټس به راتلل. ډاکټر به وې، کامرېډه! خوند ئې کړے دے. کۀ دا ځوانان خبر شو او پۀ قامي سوال ئې سر خلاص شو نو لویه خبره ده، ځکه چې پۀ کلاس کښې څۀ زده کوي نو دا به ترې هېرول غواړي. ځکه چې دغه نصاب کښې د مسئلو د ادراک هېڅ نشته! د ځان، وطن او قام نه مو بېګانه کوي.

دغه سټډي سرکلز د ډاکټر پۀ مرسته او ملګرتیا داسې وغزېدل چې اکثر به مو د وس نه بهر شوه. پۀ چمن کښې به ځاے نۀ ؤ. د دې سره تړلي موضوعات به ډاکټر او ملګرو خوښول او وېنا وال به مو را غوښتل. ډاکټر به اکثر وې، وېنا وال زمونږ د ګوند یا پۀ پښتون کاز باندې پوهه کسان پکار دي چې د پښتنو پۀ کاز او سیاست ئې نظر وي، ولې چې د ریاست انټیلېکچول مونږ نۀ اورو او نۀ پرې د دې زلمو ذهنونه خبرابول غواړو.

ډاکټر خادم حسېن، علي خان مسيد، ظفر خان، ډاکټر دروېش اپریدے او ډاکټر حنیف پۀ خپله مو څو څو ځله واورېدل. بیا به ئې راته وې، کامرېډه! دا خادم حسېن صاحب مې سم خوښ دے، د پښتنو پۀ کاز ئې سر هم خلاص دے او د ریاست پۀ پېچیدګیو هم پوهه دے.

د سټډي سرکلز دغه لړۍ دومره وغزېدې چې اوس د ډاکټر سره زمونږ هم بلها تکړه تکړه ځوانان ملګري شوي وو لکه فضل مالک، مهران وزیر، محب افغان، جمشېد وزیر هم ملګري شوي وو. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټول ملګري به اکثر حاضرېدل او اخر دغه تور هم ولګېدو چې دا سرکل د ریاست خلاف خبرې کوي. دا خبره بې ځایه هم نۀ وه، ولې چې ډاکټر او د سرکل ګډون وال وېنا وال او لوستونکي ټول سرۀ وو. مونږ وې چې دا سټډي سرکل به اوس څنګه قابو کوو؟

ډاکټر به پۀ خپل مخصوص انداز کښې وې، مونږ د پښتنو پۀ مسئلو باندې خبرې کوو، دې کښې هېڅ حرج نشته! کله کله به ئې وې چې مونږ پۀ ریاست، فوج، بېوروکرېسۍ، استادانو او سیاست مدارو خبره نۀ کوو نو پۀ چا به ئې کوو؟ ایا دلته مِسونو کښې دا زمونږ خدمت چې کوي، پۀ دې غریبو خلکو به ئې کوو؟ دا غریب او لاچاره خلک زمونږ د وطن او قام د بربادۍ ذمه وار دي؟

اکثر به داسې وشو، خلکو به وې دا سرکل د پښتون سټوډنټس فیډرېشن دے. ډاکټر به وې، مونږ د خپل علم او د قام مسئلې څنګه بېلې بېلې وګڼو؟ دا ځينې خلک ولې د قام مسئلې د تباهۍ بربادۍ سره نۀ ریلېټ کوي؟ مونږ خلاء کښې نۀ پۀ زمکه ژوند کوو او پۀ زمکه چې چرته اوسو، هم د هغې خبره کوو. کۀ چا ته مسئله وي نو نا پوهه دي او یا سترګې پټوي. وئیل به ئې، سرکل ته هسې هم قام پرست ټول راځي، کۀ یو دوه نۀ راځي خپله کم نصیبي ئې ده، مونږ څۀ وکړو؟

د دې سره به مونږ پۀ سټډي سرکل کښې ازادې مباحثې هم کولې. د ډاکټر سنجیدګي، دلیل او بحث ته به حېران شو. ما به اکثر ځان سره وې چې کاش! داسې یو شل استادان مو دې پوهنتون کښې لرلے؛ دا ملنګ انسان څومره پۀ قام، وطن او علم مئین دے، څومره پۀ سیاسي پېچیدګیو پوهېږي! داسې سړي به څنګه دا قام نور پېدا کړي؟ د هېڅ پرواخ نۀ کوي؛ د پوهنتون پۀ رجعت پسنده جماعتي او مسلم لیګي ماحول کښې څومره بې ډاره او بې پروا دے؟

سټډي سرکلز به روان وو او ډاکټر به سره د ملګرو او سټوډنټس راتلو، بېلابېلو سیاسي او قامي مسئلو ته ئې به ډېر سنجیده اپروچ لرلو. د فاټا مرج خبرو هم ګردش کولو. دۀ به وې چې یاره! مونږ اول اول کښې اعجاز خټک اېډوکېټ راوستلے ؤ او هغه د مرجر پۀ قانوني او ائیني حواله خبره کړې وه، اوس ئې نورو سیاسي او قامي اړخونو باندې هم خبره کول غواړي. اکثر به ئې د فاټا مسئلو ته فکر کولو او دا خبره به ئې هم کوله چې د قامي سیاست د پاره فاټا انتهائي اهم ده. د فکر وړ سیاسي حکمت او کار غواړي. د باچا خان تحریک نۀ انګرېز پرېښودلو او نۀ بیا پاکستان. او اکثر به ئې د خپلې علاقې باجوړ پۀ سیاسي شخصیاتو هم کله کله تېز او توند تنقید کولو او وزارت او ووټ او کرسۍ سیاست ته به ئې نظر ؤ. ما ته به ئې وې، کامرېډه! سیاسي شعور د یو قام د پاره اکسیجن غوندې ضروري دے، یو وزارت او ایم اېن اے چې بیا لا ازاد هم وي، څنګه به دومره پۀ مسائلو کښې بوخته علاقه د کرائسس نۀ وباسي؟ وئیل به ئې، دغه اېم اېن اېز خو ائیني مجبورۍ هم لري او ورسره د دوي ازاد حېثیت هم غټه مسئله ده.

مونږ پوهنتون کښې پنځوستم غټ سټډي سرکل کولو، څو ورځې مو مشورې وکړې. وئیل ئې، دې ملګرو سره به مشوره وکړو، غټ سرکل به وکړو. وې ئې چې هر څومره خرچه راتله، ما نه ئې واخلئ خو دا کار ډېر ضروري دے. مونږ پۀ سټډي سرکل کښې پۀ قام، وطن او علم مئین خلکو ډېره غټه طبقه پېدا کړې وه لکه شاه نواز مشال، طلال بېدار، محب افغان، د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د موجوده صوبائي ارګائزنګ کمېټۍ چئیرمېن جمشېد وزیر، نقیب لووڼ او داسې نور تکړه تکړه ځوانان هم وو. شاه نواز صاحب به د اسلامیه کالج نه هم خپل سټوډنټس اکثر ځان سره را وستل. مونږ به اکثر بحث کولو چې دا پنځوستم سټډي سرکل به پۀ غټه سطح کوو، ولې چې اوس دا سرکل یو مثال دے خلکو ته، اوس داسې منظم سرکل شاید کۀ پۀ ګرده پښتونخوا کښې ؤ. تیارۍ مو روانې کړې. ډاکټر وې یاره! دا فضل الرحیم مروت، اعجاز خټک او خادم حسېن صاحب به خامخا وي؛ نور هم کۀ څوک ستاسو نظر کښې وي نو ووایئ. ما ورته وخاندل، ما وې ډاکټره! تا ته هم جوړ نۀ دي معلوم! تا خو داسې نومونه واخستل چې دوي سره به اختلاف څوک وکړي؟

موضوعات مو وټاکل او تیارۍ مو شروع کړې. وې ئې دا پیوټا هال به نیسو او پروګرام به کوو. ما وې دا هال واله قصه به ګرانه نۀ وي؟

وئیل ئې، زۀ یم کنه! تاسو غم مۀ کوئ! خېر، ډاکټر د هال انتظامات برابر کړل. راته ئې وې، چا ته د پښتو او پښتنو پېغور ورکړلو او چا ته مې وې یارانه ده، دا هال راته راکړئ. خو ډاکټر پوهه ؤ پۀ دې انتظامیه باندې. د پوهنتون د انتظامیې پۀ یو شخصیت اعتراض ؤ. بیا ئې وې چې یو وېنا وال به زمونږ هم وي، مونږ وې بالکل! ستاسو وېنا وال منو خو موضوع به مونږ ورکوو. ډاکټر او نقیب وې کۀ ایوب جان صاحب د پولیټکل سائنس د څانګې استاد راځي نو د پښتونخوا پۀ پولیټيکل اکانومي باندې دې خبره وکړي. هغوي ومنله خو بیا وخوئېدل – پته نشته څۀ وجه وه؟

عجیبه ټوقه وشوه، د پوهنتون انتظامیې ته چې د چا نه مسئله وه، پۀ هغۀ زما نه ډاکټر سخت ولاړ ؤ. دوي به کله وې را دې شي خو پۀ بېنر ئې نوم مۀ لیکئ، کله یوه بهانه کله بله بهانه – ډاکټر به فون وکړو، وې کامرېډه! دا خلک خو ډېر ماشومانو شان مجلس کوي، تۀ به وايې چې مونږ بم خلاصوو! هلکه یو سټډي سرکل دے، دنیا نۀ ورانېږي! زۀ ئې ورسره نۀ منم چې دوي ته د ډاکټر خادم حسېن نه څۀ مسئله ده؟ هېڅ دلیل نۀ وائي. ډاکټر به انتظامیې ته وې، دا کار مونږ نۀ کوو، دا ډېره سپکه خبره ده. ما خادم صاحب ته فون وکړو، ټول حال مې ورکړو. هغۀ خپل مخصوص انداز کښې وخاندل، وې ځان ته مسئلې مۀ جوړوئ، زما نوم مۀ لیکئ، زۀ د نوم د سیاست نه پخوا را وتلے یم، خو دا کار مهم دے. ما وې، سر جي! سمه ده خو حنیف صاحب ئې ورسره نۀ مني کنه. خادم صاحب وې، حنیف ته ووایه چې مسئله نشته، چې څنګه دوي وائي هغسې وکړئ! ما ډاکټر حنیف ته ټول حال تېر کړو. خپل مخصوص انداز سره ئې وې، مړه څۀ بې خونده مخلوق دے! بس چې خادم صاحب نۀ خفه کېږي نو د دوي به ومنو خو چې ډاکټر صاحب پاتې نۀ شي. ما وې راځي به خامخا، هغه زمونږ ملنګ استاد او انټیلېکچول دے.

بهرحال، پروګرام مو ښۀ پۀ موج کښې وکړو. ډاکټر د کوربه پۀ حېث د سټډي سرکل ټوله کار ګزاري بیان کړه. بیا ئې د مشرانو مېلمنو او ټولو ګډون والو مننه وکړه. چې پروګرام خلاص شو نو چې ډاکټر کوم خوشحاله ؤ، لکه چې د قام سوکالۍ او خوشحالۍ کښې ئې تر دغه دمه ښه پوره برخه اچولې وي. پۀ افغان فساد ‘جهاد’ انتها ګردۍ باندې د فضل الرحیم مروت صاحب مفصلې خبرې، پۀ نړیوال صورت حال او پښتون افغان وطن د بېن المللي سیاست د اعجاز خټک صاحب وېنا او د پښتنو پۀ قامي سیاست او کلتور باندې د ډاکټر خادم حسېن صاحب وېنا ټوله پۀ ټوله ائيډیا د ډاکټر حنیف صاحب وه او تائید نقیب لووڼ او طلال بېدار هم وکړو. ما ته ئې وې، بېدار ته فون کوم او دغه ائيډیا ورسره شریکوم. بېدار پۀ بېدارۍ سره زمونږ دغه ائيډیا ومنله. بیا ئې ما ته وې، کامرېډه! دا بېدار مو سم سړے پېدا کړے دے، سنجیده او قابل انسان دے او فلسفه مې ډېره خوښه ده خو ځه ښه ده طلال شته، بحثونه ورسره کوو. د دې نه پس مو یارانه دې حد ته رسېدلې وه چې پۀ کېمپس هر ځاے ؤ، مونږ به وې ډاکټر خبرول غواړي چې کښېنو، ګپونه هم ولګوو او سیاسي بحثونه هم وکړو.

یو ورځ راته شوکت سواتي وې، کامرېډه! تۀ چرته ورک وې؟ نیو اکېډمک بلاک کښې کلچر سټالونه لګېدلي وو، ډاکټر حنیف هم ؤ، د افغان سټوډنټس سټال نه تاوېدو، زۀ هم ورغلم، سم ګپونه مو ولګول خو ډاکټر د پراکټرۍ بېج لګولے ؤ او د افغانستان بېج ئې هو ولګولو او هغه هلک ته ئې وې، تۀ یوه قوم پرسته سندره ولګوه! وې هلک سندره ولګوله، “زۀ چې پرې مئین یم دا هغه پښتونستان دے”، وې کامرېډه! حنیف ورسره سخت ښکلے اتڼ وکړو. شوکت وې، ما ورته چې ډاکټره! تا خو د پراکټرۍ بېج لګولے اتڼ کوې!!! دا څۀ کوې؟ ډاکټر خپل مخصوص انداز کښې وې، نو څۀ چل وشو؟ پۀ افغانستان افغانانو زښت ورک مئین ؤ او چې د افغانستان خبره به شوه، انتهائي به سنجیده شو او د بر وطن پۀ سیاست تاریخ او خصوصاً د غازي امان الله سخت شېدائي ؤ. ما نه ئې یوه ورځ د نور محمد ترکي پۀ اړه کتاب هم وغوښتو، ما ورته د نور محمد ترکي وېناوې ورکړې. سخت ورته خوشحاله ؤ خو پۀ غازي امان الله سخت مئین ؤ او هم دغه وجه وه چې خپل یو سټوډنټ محب افغان ته ئې د غازي امان الله خان پۀ اصلاحاتو د هسټري څانګې نه د امان الله خان رېفارمز خصوصاً د فېمنزم پۀ اړخ باندې د اېم فل رېسرچ هم منظور کړے ؤ.

د ‘پښتون’ رسالې د استقلال نمبر سخت لېواله ؤ. کله به کلي کښې ؤ او کله پوهنتون کښې، ګډ وډ ؤ. بیا ورته یو شاګرد ورسوله. پۀ ‘پښتون’ مجله سخت مئین ؤ. مونږ چې سرکل شروع کړو، ابتداء کښې ئې وې، یار! دا ‘پښتون’ رساله به راوړو او پۀ دې سټوډنټس به ئې تقسیموو! دا کار څنګه وکړو؟

اخر مو علي یوسفزے د شاه نواز مشال پۀ مرسته دې کار ته تیار کړو. رسالې به راتلې او سرکل به مو اخستې. اخر چې چهټیانې شوې نو رساله به اکثر ترې پاتې شوه یا به ساز نۀ ؤ ورته نو یوه ورځ ئې پوسټ وکړو پۀ فېس بک چې د کال رسالې ته به څنګه ممبر شپ وکړم؟

خان زمان کاکړ ورته کمنټس کښې ولیکل، زۀ او شوکت ئې منشن کړو چې زمونږ دې پسمانده ډاکټر ته د رسالې کار ور برابر کړئ! اخر ئې ممبر شپ وکړو خو کمنټ کښې ئې ګیله زمونږ نه وکړه. اکثر به ئې راته وې، کامرېډه! عاشقۍ رانه خراب کړې یار! بلها جینکۍ دي، تۀ یو fhawan پسې نښتلے یې! ما به ورته وخاندل چې ډاکټره! درې کارونه به خامخا کوې: یو سیاست، بل غرق عشق او ورسره مطالعه. زما پۀ دې خبره به ئې وخاندل. اکثر به ئې وې، دا دوه کارونه خو کوم: مطالعه او قامي سیاست، البته عشق ستا غوندې نۀ شم کولے. ما وې ډاکټره! سړیه یو خو دومره حساس سړے یې چې پۀ خبره ځان له زړۀ خورې، کله د پاکستاني رجعت پسنده جماعتي او مسلم لیګي سټوډنټس نه تنګ یې، کله د دغسې ماډل استادانو نه تنګ یې او سیاستمداران خو لا بېله خبره ده.

یوه ورځ د صدر شیراز شادي هال ته د افغانستان استقلال جشن ته لاړو. هلته ئې سم ښکلے اتڼ وکړو. یقیناً چې د ډاکټر ښائسته رنګ، دنګې ځوانۍ او ښائسته ډرېسنګ هغه پۀ ټول اتڼ کښې نمایان کړے ؤ او نمایان ښکارېدو هم. ما ته ئې وې، کامرېډه! اتڼ نۀ درځي ګوره! نن د استقلال پروګرام دے، هغه دے میا افتخار هم راغلے، اعجاز یوسفزے دے، ټول مو ولیدل. پۀ راتلو کښې شوکت وې کرن ته ورځو! لاړو کرن سره مو ګپونه ولګول خو بد مزګي پېدا شوه. ډاکټر ځينې خبرې داسې وکړې چې هلته یو ډاکټر شاعر باندې ترخې ولګېدې. پښتو نصاب کښې د شاملېدو او پښتو پۀ سکولونو د یو مضمون خبره راغله، ډاکټر پۀ ټوله قصه پوهه ؤ چې اے اېن پي څۀ کړي دي دې مد کښې؟ خو خبره لاړه، شاعر ډاکټر او زمونږ ډاکټر د یو بله وتمبېدل. پۀ لاره چې راتلو، ډاکټر بې سوره ؤ، ما وې ډاکټره! ولې؟ وې یاره! تۀ او شوکت هم عجیبه خلک یئ، دا د اے اېن پي دور کښې چې د پښتو پۀ حواله کوم کار شوے ؤ او خصوصاً نصاب کښې کوم اصلاحات شوي وو، تاسو ترې نۀ یئ خبر؟ دې سړي ګډې وډې وې یار او تاسو غلي ناست وئ او د فخرالاسلام بابولالې ئې وې! دا ولې؟ او مروت صاحب ورته هېڅ نۀ ښکارېدو او پۀ نصاب ئې اعتراضونه کول. هلکه! د مروت صاحب غوندې انسان د خداے کرم دے چې پېدا دے پۀ پښتنو کښې. د دۀ دا خیال ؤ چې مونږ للوان یو، پۀ هېڅ نۀ پوهېږو.

بهر حال د کرن د خوا نه راغلو، تقریباً ډاکټر چاے هم و نۀ څښکلې. چې پوهنتون کښې کوز شو، ډاکټر حنیف ته مې د شاعر ډاکټر موصوف ټوله قصه تېره کړه. ما وې ډاکټره! اشاره مې و نۀ کړې شوه چې غلے شه ترې، خو اصل قصه بدله ده نو پۀ خندا کښې ئې راته ووې، سړیه پاګل دے، نو صفا خبره کوه! ما وې بس دغه قصه ده نو. بس تا او شوکت بې خوندي وکړه، د پارټۍ او مروت صاحب دفاع مو و نۀ کړه. ما وې ډاکټره! نو تا خو سړے دومره بد بد واخستو چې سړي درته کوټه پرېښوده ووتو، نو تۀ پۀ څۀ خفه یې؟

بیا ئې وې، یار شاعري او شاعران مې خوښ وي خو چې نېشنلسټ نۀ وي خوند نۀ راکوي، او وې کامرېډه! خیال دې دے دا ځينې شاعران پۀ شاعرۍ کښې قوم پرست وي او داسې انتهائي کنفیوزډ وي، سړے خفه کړي. ما وې ډاکټره! ورک ئې کړه سړیه! حساس سړے یې، ځان له زړۀ خورې، داسې مۀ کوه! هغه واقعي چې ډېر حساس انسان ؤ. کله کله به تنګ شوم، وېم چې ډاکټر ته غصه شم خو چې د هغۀ مخ او شرافت به مې وکتل، ما به وې ظالم انسان دے، دا دومره حساسیت به دا تباه کړي!

ما چې ډاکټر سره څومره وخت تېر کړے، د هغۀ قام پالي تاریخ پوهنه او حساسیت کښې ئې مثال نۀ لرلو خو کۀ زۀ به اکثر د ډاکټره تنګ وم، هغه د ډاکټر د خلوص او حساسیت ؤ. زۀ به اکثر دې خبرې ته خفه شوم چې دا سړے د کومې دنیا سړے دے؟ دا دنیا او دور خو بېخي داسې نۀ دے، عجب انسانه! لږ پۀ دروغه هم ځان خوشحاله ساته کنه! د ملګرو، قام او علم او عمل پۀ حواله انتهائي سنجیده او حساس لکه چې اندېش صاحب دا شعر زمونږ د ډاکټر حنیف د پاره وئیلے وي :

مرګ مېلمه دے اے اندېشه! د احساس تر طبعیته
چا له ورځ کښې څو څو ځله، چا له ژوند کښې یو وار راشي

دا حساس سړے ، علم دوسته، مېلمه دوسته، قام دوسته او انسان دوسته سړے اخر لکه چې د داسې بې بیانه درد ښکار شوے وي چې د یوې دوا او دعا سره د یو یو ملګري نصیحت او خبرو د دۀ درد نۀ شو کمولے. دې د څو میاشتو نه راته لګیا ؤ او هر ملګري ته به ئې وې چې باجوړ ته راشئ، سټډي سرکلز مو شروع کړي، قامي کار دے یار، مرسته را سره کوئ! زۀ يواځې یم، هلته سنجیده هلکان دي، کۀ فکري او نظریاتي تربیت ئې وشي نو دا به غټ کار وشي. دلته به د پوهنتون سرکل ؤ او هلته ئې هم ‘د رڼا ملګري’ را پېدا کړي وو. سټډي سرکلز به وو او ډاکټر ؤ. دې قام پرستو خلکو باندې ورک مئین ؤ. اکثر به راغلو د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ملګري به چمن کښې یا به اېس ټي سي کښې د چایو مېز ته ناست تاودۀ تاودۀ سیاسي، علمي او فکري بحثونه به وو او چې ستړي به شو نو ډاکټر به وې، شوکته! دا د سندرې پۀ ذریعه د مزاحمت ټاپک ته ئې کړه! سندرې ټپې به مو وارېدو. ډاکټر به اکثر لائیو شو د خپل فېس بک پاڼې نه. داسې د زړۀ داد به ئې شوکت ته ورکولو. انتهائي با ذوقه سړے پۀ موسیقۍ، هنر، هنرمنداو شاعرۍ ورک مئین ؤ. یوه ورځ ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پۀ سټډي سرکل کښې د هنر او خصوصاً د ښځو پۀ شرکت پۀ سوشل او پولیټیکل سپېس کښې د ښځو او د مزدورکاره غریبې طبقې پۀ اشتراک او ګډون هم مفصلې خبرې کړې وې. دا به ئې اکثر وې چې دا پښتون سټوډنټس فیډرېشن وي نو د قام وطن طبقاتي او ښځینه سوال سیاست به ژوندے وي، ولې چې د دې تنظیم سره د باچا خان لېګېسي او مفکوره تړلې ده. داسې بل پۀ نظریه او قام مئین تنظیم شتمني د پښتنو پۀ وطن کښې نشته. دا خلک باید پۀ هره حواله واضح او د دلیل خاوندان وي.

دا د خپلو غرونو پۀ شان دنګ، دا د خپل وطن د ښکلاګانو پۀ شان ښکلے، دا د خپلو سیند ونو شان خاموشه او ژور، د خپل وطن د رنګینیو غوندې شوخ او رنګین او ښائسته خو دا د خپل حساسیت او قام پالنې د وجې د خپل وطن غوندې پۀ زړۀ مات ؤ. کله کله وېمه چې د پلار مړینې کم او خپل حساسیت، خلوص او مینې زیات خراب کړے ؤ. د پلار د مرګه پس چې مې ولیدو نو د ړاکټر مخ راته ټوله قصه تېره کړه خو د پۀ لیدو ئې سخت زهیر شوم. شوکت سواتي چې راته د ډاکټر د درد و غم او کرب واذیت قصه تېره کړه، زړۀ مې یو درد وکړو. خو ولې ما د شوکت نه مخکښې د ډاکټر ټوله قصه د هغۀ پۀ مخ ولوسته. څنګه چې راته شوکت د هغۀ د پلار د مرګ نه مخکښې د هغۀ د درد او بې انتها حساسیت د وجې د هغۀ درد قصه تېره کړې وه، نو دغسې ئې راته د اختر پۀ مازیګر هم یو فون وکړو. ما وې د اختر مبارکي به راکوي خو ولې داسې خبر ئې راکړو چې زما او زما غوندې د ډاکټر حنیف پۀ سوونو او شلګونو ملګري یاران، خپلوان، رشته دار ئې پۀ یو قیمت هم اورېدلو ته تیار نۀ وو. شوکت وې، “ډاکټر زمونږ نه لاړو!” ګګ شوم لکه چې اسمان را ړنګ شو او زمکه وشلېده. د یو بې انتها درد کرب او اذیته تېر شوم. د ملګرو ژړاګانې افسوسونه او د ډاکټر د بېلتون د لمحو سره مخ یم چې یو یو ملګرے مې حال پوښتي. ډاکټر دروېش اپریدي راته فون وکړو او حوصله ئې راکوله خو پۀ خپله دننه دننه نړېدو. نقیب راته د ژوند کولو حوصله راکوله، شوکت سواتے خو پۀ خپل مخصوص انداز وائي، یار ډاکټر دا څۀ وکړۀ؟

د ژمې موسم ؤ، ما او شوکت سواتي د باچا خان سکولونو د پاره چنده کوله. پوهنتون کښې ما ډاکټر ته وې، شوکت تکړه دے، د ځينې استادانو نه ئې ډونېشن کړے دے خو څۀ کسان راته هم وښایه چې ورشو پسې. وې راځه، زۀ به هم شم او دا چنده به مستقل ورکوم باچا خان سکولونو ته او نور ملګري استادانو ته به هم وایم. سحر ډېپارټمنټ ته راشئ. چې لاړو ډاکټر پۀ خپله څانګه کښې نمر ته ولاړ ؤ، وې راشه زما نوم هم ولیکه او ځينې نورو استادانو ته ئې هم وئيلي وو. لاړو چنده ئې راکړه. هغه باچا خان سکولونو ته ډېر زیات خوشحالېدو. وئیل به ئې، دا د باچا خان د تحریک د وړومبو ورځو نخښه ده، دا باید پۀ ټوله پښتونخوا کښې پرانستل شي ځکه چې ما د دې سکولونو باره کښې اورېدلي دي چې بېخي یو متبادل ماډل ئې دے. ما ورته کړه، وزګار شه نو دغه سکولونو ته به چرته لاړ شو. وې ما ئې د ماشومانو ځينې ویډیوز لیدلې دي او بیا چې د خادم حسېن صاحب د نګرانۍ لاندې وي نو بیا خو پۀ کښې خبرې نشته. بس دا د ډونېشن کار وکړئ، دا ضروري دے. مونږ باید د خپل وس نه پۀ دې معامله کښې زیات کار وکړو.

د ډاکټر حنیف شخصیت نۀ مري. د هغۀ فکر کار او مینه به څنګه مري؟ غني خان وې چې “مرګ انجام د هستۍ نۀ دے”، ژوند به لکه د روان بهير پۀ وړاندې ځي او ډاکټر حنيف، د هغۀ فکر، د هغۀ قام سره مينه او قام د پاره درد به مونږ د نوي کهول ذهنونو ته رسوو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *