زما کلے – رفعت پروين بي بي

نن مې د خپل وړوکوالي غټکۍ ته لاس کړے دے. زړۀ مې غواړي چې دا غټکۍ د خپل کلي د ياد پۀ اوږو سوره کړم چې زما دا مينه پۀ ټول کلي خوره کړي.

زما د کلي نوم “طورو” دے. د “دا جي” ]حافظ محمد ادريس[ خبره چې “کۀ د يو ټکي علت پۀ کښې نۀ وے نو پۀ ‘طور’ به ناست وم.” “ارض طور” خو نۀ شو خو د علماء د برکته “بخارا” شو. طورو کښې کۀ يو خوا د علماء سيوري وو نو بل خوا د نوابانو هم وو. د علماو پلوشو نوابان هم ځان ته راکښلي وو، ځکه پۀ کښې نوابزاده سعادت خان دارالعلوم جوړ کړے دے. پۀ دې کلي الله پاک ډېرې پېرزوئينې کړې دي. د طورو علماو لکه د روانې چينې د پښتونخوا تر لرې لرې علاقې سېراب کړې دي. د علم تنده به خلکو “طورو” کښې ماتوله. ما خپل وړوکوالے پۀ طورو کښې تېر کړے دے او ډېر خوښ مې دے. کۀ زۀ دا ټول ژوند پۀ بدل ورکړم خو خپل وړوکوالے به واپس نۀ کړم. کۀ د موسمونو بادشاه پسرلے دے نو د ژوند پۀ حساب کښې وړوکوالے بې تخته بادشاهي ده او چې بادشاهي د چا نه لاړه شي نو ولې به ارماني نۀ وي!!! ما ته خو د سلمٰي شاهين دا نظم د ټول کتاب شهزاده ښکاري:

زۀ هم هغسې وړه وے

مور مې را نيولے، زۀ نۀ ورله راتللے

زما وړوکوالے ډېر وخت د طورو سکول کښې تېر شوے دے چې تر اوسه ئې پۀ سترګو کښې ګرځوم. دې سکول يوه کوټه، يوه کوټګۍ، يو منډاوګے او وړوکے شان غولے لرلو. يو کوهے او يوه چونچاړۍ هم پۀ کښې وو. دا وړوکے سکول پۀ مونږ يوه ورځ وړوکے شوے نۀ ؤ. زما کور د کلي يو سر ته او سکول بل سر ته ؤ. زۀ به يواځې روانه وم. ما سره يوه ملګرې نۀ وه چې سکول ته تلله. زۀ به هغې بختورو ته ډېر زهيرېدم. دغه وخت کښې د جينکو سکول ته تلل څۀ ګپ نۀ ؤ. زما چې به د چم ملګرو سره ورانه شوه نو بيا به مې خېر نۀ ؤ. لار به ئې را له څارله، چې سکول ته به تلم نو را ته به ولاړې وې، را ته به ئې وئيل:

سبق د مدرسې وائي، د پاره د پېسې وائي

جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي، دوزخ کښې به ګسې وهي

هغه وخت به زۀ هغوي ته ډېره زهيرېدم چې دا بختورې سکول ته نۀ ځي؛ کاش چې زما مور هم د دوي د مېندو غوندې وه نو نن به زۀ د دې پېغوره خلاصه وم. خو يوه د خوند خبره چې نن زما د هغې ملګرو لوڼه د ژوند پۀ هره څانګه د علم پۀ نور ځلېږي. زمونږ خوږ پېغمبر صلي الله علېه وسلم ته پۀ غارِ حرا کښې وړومبۍ وحي “اقراء” ورکړې شوې ده او د هغې ورځې نه پۀ نارينو او زنانو دواړو باندې علم فرض شوے دے. نن چې د طورو ډلې ډلې جونه سکول او کالج ته د هر پېغوره خلاصې روانې دي نو زۀ د الله پاک ډېر شکر ادا کوم چې پۀ دې کښې پرائمري سکول د شمېر د جينکو هغه قدمونه شامل دي چې مونږ به وړې وړې پښې د غنو پۀ پولو کېښودې او د پېغورونو سومبې به مو زغملې. زمونږ هغه وينو رنګ راوړو. زړۀ مې غواړي چې بيا وړه شوې او بې پېغوره سکول ته لاړے خو افسوس چې وخت پۀ مخه روان دے، پۀ شا ته نۀ ګوري. کۀ وخت پۀ شا کتل نو ډاکټر اسرار به دا ولې وئيل:

خلک بدل شو کۀ بدل شولو وختونه

جينکۍ – نۀ راځي ګودر ته

اوس هر څۀ بدل دي. خلکو کره به کوهيان نۀ وو، ويړيا اوبو پسې به ګودر ته جونو جامې يوړې. “لنډے بازار پۀ ګودر ولګېدو”. د پشکال ګودر خو به داسې را ببر شو چې پۀ کټونو کښې اودۀ خلق به ئې بکړ ته ورسول. د هلکانو د هائي سکول وړومبۍ ډډه خو به ئې پۀ وړومبۍ څپه کښې غله ډهېر ته رسوله. چې مونږ به کومو کوڅو کښې لوبې کولې، هغې کښې به بيا کشتۍ چلېدې. اورو چې “زور پۀ زور ماتېږي”؛ د طورو پۀ خونړي ګودر داسې زورور پېښ شو چې سره د شګو ئې ټول ګودر ونغښت، اوس ئې لکه د ښامار پۀ تنګه وله کښې سر پۀ کرښه ايښے د ژوند شپې ورځې شمېري.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *