د کال دوه زره شل او یویشت لپاره بجټ ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې پۀ دې به حکومت ځان ساتي او کۀ عوام! عام سړے دا هم سوچ کوي چې دا بجټ پۀ ملک کښې دننه خو ضرور پاس کړے شوے دے خو ایا دا د دې ملک د اوسېدونکو د زړۀ ترجماني کوي کۀ نه؟ دې سره سره عام سړے پۀ دې هم پوهه دے چې کۀ څۀ هم دا بجټ پۀ پارلېمان کښې وړاندې کړے شوے دے خو د دې واګي پۀ زرګونو میله لرې د عالمي مالیاتي ادارې یعنې ائي اېم اېف له خوا ښکته پورته کړے شوي دي- د حکومتي چارواکو له خوا کۀ دا بجټ د عام سړي پۀ حق کښې دے نو د مخالفو ډلو له خوا دا بجټ نۀ صرف رد کړے شوے دے بلکې دا ئې پۀ یوه خله ائي اېم اېف زده او عوام خور بجټ بللے دے- کۀ یو خوا دا بجټ د کورونا پۀ ماحول کښې پاس کړے شوے نو بلخوا دا د پاکستان تحریک انصاف دوېم بجټ دے- حکومت او د دې چارواکي یو خوا خو دا ویر او ګیله کوي چې د کورونا وبا له وجې اقتصاد زیان من شوے چې له وجې ئې د ملک پۀ بودیجه اغېز شوے نو ورسره سم دا هم وائي چې بجټ مو بېخي د اولس د خوښې مطابق وړاندې کړے دے- اوس نو سړے حېران شي چې د حکومت کومه خبره ومني- بهرحال بجټ یوه سرګرمي او هغه د چا خبره چې د هندسو لوبه ده- خو دا سرګرمي د یو ملک د ټول کال د پنګې، پېسو، پرمختګ او نورو اړونده کارونو تصویر وړاندې کوي- بجټ څرګندوي چې د یو ملک سره د کال پۀ سر پۀ جېب کښې څومره پېسې دي، ضرورتونه ئې څومره دي، رسد او طلب ئې څۀ دے او د ترقۍ د کارونو او نورو چارو لپاره مناسبه پنګه لري که نه؟ اوس چې دې بجټ ته سړے ګوري او د دې سوالونو جوابونه لټوي نو یا خو یو دوه کښې حېران پاتې کېږي او یا پۀ خپل مخ سر وهلو مجبوره کېږي- کۀ یو خوا د ژوند د ضرورتونو، دوایانو او نورو ضروري څیزونو قیمتونه د اسمان سره خبرې کوي نو بلخوا د سرکاري نوکرانو پۀ تنخوا ګانو کښې یوه پېسه هم اضافه نۀ ده شوې- کۀ څۀ هم حکومتي چارواکي، وزیران او خپله وزیراعظم د دې بجټ پۀ صفتونو نۀ مړېږي خو زمکني حقیقتونه بېخي بل شان دي- پۀ تېر پنځوست کلونو کښې دا یواځینے داسې بجټ دے چې ټېکس ګروتهـ رېټ یعنې د ټېکس زیاتېدو شرح پکښې د تېر کال پۀ نسبت د زیاتېدو پۀ ځاے نوره هم ټیټه شوې ده- هم دغه شان سټېټ بېنک ته هم پۀ وړومبي ځل د یو ارب روپو خساره شوې ده- دا هغه بېنک دے چې د تېر یعنې د ن لیګ پۀ حکومت کښې به ئې د کال په سر 282ارب روپو پورې ګټه ورکوله- هم دغه شان د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د ملک د معیشت حجم کښې شپاړس فیصده کمے راغلے او د ملک معیشت د 320 ارب ډالر نه 270 ارب ډالرو پورې کم شوے دے- دا بجټ د یو داسې حکومت له خوا وړاندې کړے شوے چې پۀ تېرو حکومتونو به ئې د قرض اخستو لپاره درانۀ او سپور سپور ټکونه کول خو عجیبه دا ده چې خپله ئې د تاریخ تر ټولو لوے یعنې 7500 اربه روپۍ قرض اخستے کوم چې د پخواني صدر اصف علي زرداري د ټولې مودې د قرضونو نه زیات دے- دا یو داسې عجیبه بجټ دے چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل پکښې د پوهنتونونو لپاره د وظیفو پروګرامونه ختم کړے شوي دي- او دا هم د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل وشول چې د روپۍ قدر د یو کال دوران 35 فیصده راپرېوتے- دا هغه عجیبه بجټ دے چې د ملک په تاریخ کښې ئې پۀ وړومبي ځل د بېروزګارۍ شرح څوارلس فیصده ته رسولې- دا بجټ به ولې داسې نۀ وي چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د خزانې وزارت او سټېټ بېنک پۀ لوړو څوکیو د ائي اېم اېف افسرانو قبضه کړې ده- موجوده حکومت پۀ تېرو حکومتونو د نیوکو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي خو حقیقت دا دے چې د پاکستان پیپلزپارټۍ او مسلم لیګ ن پۀ حکومتونو کښې د ملک پۀ مجموعي آمدنۍ کښې د کال پۀ سر پۀ عمومي توګه شل فیصده پورې اضافه روانه وه- پخواني صدر جنرل رېټائرډ مشرف چې پۀ کال دوه زره اووۀ کښې کومه ټېکس امدني 1100 اربه روپۍ پرېښې وه هغه تېرو حکومتونو کال دوه زره اتلس پورې 3900 اربه روپۍ ته رارسولې وه کومه چې موجوده حکومت د تېرو دوه کلونو د کوششونو باوجود دغه ځاے نه یوه روپۍ هم نۀ ده زیاته کړې- عجیبه خبره دا هم ده چې د حکومت نه مخکښې به وزیراعظم عمران او د دۀ ملګرو پۀ لوړ غږ کۀ یو خوا د تېرو حکومتونو پۀ مالیاتي کړنلارو او معاشي تګلارو ټکونو کول نو بلخوا به ئې دا هم دعوې کولې چې دوي سره دوه سوه معاشي پوهان دي څوک چې به پۀ شپږ میاشتو کښې ملک د معاشي ستونزو نه راوباسي- دوه کلونه پوره کېدو واله دي، دا دے دوېم بجټ ئې هم زمونږ او ستاسو مخې ته دے خو نۀ خو مونږ هغه معاشي پوهان ولیدل او نۀ د ملک معاشي ستونږې کمې شوې ۔
کۀ یو خوا د بجټ دغه حال دے نو بلخوا د تېلو قیمتونو او د ډالر پۀ الوت هم د حکومت لاس او پښې تړلې ښکاري- د ډالر خوښه ده چې څومره الوځي او پۀ کوم ځاے تر کومه دمه کوي- هم دغه شان د تېلو د قیمتونو حالت هم ډېر عجیبه دے- حکومت له خوا د جون د میاشتې پۀ وړومبۍ نېټه تېل پنځویشت روپۍ پورې ارزان کړے شوي وو پۀ کوم چې اولس ډېر زیات خوشاله ؤ خو د اولس دا خوشالي هغه وخت د نظره شوه کله چې تېل د مار پښه شول او خلک د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ اول ځل د سي اېن جي نه پس د تېلو لپاره هم پۀ قطارونو کښې پۀ ودرېدو او پۀ بوتلونو ګرځولو مجبوره شول- نوټسې هم واخستے شوې، پمپونو واله ته دړکې هم ورکړې شوې او ضلعي انتظامیو له خوا چاپې او جرمانې هم وشوې خو پۀ ملک کښې د تېلو کوهیان وچ وو- بیا یو عجیبه او ناویاته کار دا وشو چې د جون پۀ شپږیشتمه نېټه ناڅاپه بغېر د کابینې د اجازت او د اوګرا د سفارش نه د تېل قیمتونه پینځویشت روپۍ ګران کړے شول او پۀ هر پمپ د تېلو داسې پرېماني شوه چې یا خو قطارونه وو او یا هډو ټول کړاؤ ختم شو- اوس نو دې ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې حکومت زیات طاقتور دے او کۀ تېل مافیا؟ عجیبه دا هم ده چې کوم حکومت د تعلیم او صحت اېمرجنسۍ پۀ دعوو د خلکو غوږونه پاخۀ کړل، هغوي پۀ بجټ کښې د دې دواړه مهمو مدونو لپاره صرف درې اتیا او پنځویشت اربه روپۍ ږدلي دي- حکومت دعوې لري چې پۀ بجټ کښې ئې نوے ټېکس نۀ دے لګولے خو بلخوا ئې د ټېکس هدف زر اربه روپۍ زیات ایښے او ځکه نو مخالفې ډلې سوال وچتوي چې کۀ نوے ټېکس ئې نۀ دے لګولے نو دا اضافي زر اربه روپۍ به له کومه راوړي- کۀ ټول بجټ خواؤ شا اووۀ نيم زره اربه روپۍ دے نو خساره پکښې 3437 اربه روپۍ ده- کۀ د ضرورت نولس څیزونه ګران کړے شوي دي نو د نېب پۀ بجټ کښې اضافه هم راوستې شوې ده- کۀ یو خوا حکومت د ښۀ او غریب پروره بجټ لاپې وهي نو بلخوا هم پۀ دغه خلۀ وائي چې د کورونا له وجې د ملک معیشت ته درې زره اربه روپۍ زیان اوړېدلے دے- کۀ یو خوا د دې هر څۀ پړه پۀ تېرو حکومتونو او د هغوي پۀ قرضو اچوي نو بلخوا دا هم پۀ ډاګه شوې ده چې حکومت به د امور حکومت چلولو لپاره دیارلس اربه ډالره نوره قرضه هم اخلي- د دې هر څۀ نه زیات ظلم دا دے چې پۀ بجټ کښې د نوو ضم شوو ضلعو لپاره بجټ د سل اربه روپۍ پۀ ځاے صرف اتۀ څلوېښت اربه روپۍ مختص کړے شوے- بهر حال بجټ ؤ، راغے او تېر شو خو پته به ئې اوس عوام ته لګي ځکه چې د ضرورت د څیزونو قیمتونه د ورځې پۀ حساب مخ پۀ بره روان دي ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت هم خپل بجټ د جون پۀ نولسمه وړاندې کړو- دا بجټ کۀ د موجوده حکومت دوېم بجټ دے نو پۀ صوبه کښې د پاکستان تحریک انصاف پرله پسې اووم بجټ دے- دا د 923 ارب روپو بجټ سر پۀ سر وبللے شۀ خو د وفاق پۀ شان دلته هم سرکاري ملازمین ته پۀ زړه تنخوا د کار کولو مشوره ورکړې شوه- سږکال هم د قبائلي ضلعو سره د مور د مېرې وشوه او پۀ اربونو روپۍ له سره ؤ نۀ کارېدې- هم دغه شان دا هم پۀ ډاګه شوه چې د پښتونخوا حکومت د اېشیائي ترقیاتي بېنک پشمول د نور یو شمېر غېر ملکي ادارو 269 اربه روپۍ قرضدارے دے- د اصول مطابق حکومت به راروان کال کښې 16 اربه روپۍ ادا کوي خو حکومت صرف د یوولس اربه روپو واپس کولو جوګه دے- چې څنګه پۀ وفاقي کچ حکومت د کورونا ژړا ژړلې هم دغه شان صوبه کښې هم پۀ مالیاتي توګه د نقصانونو پړه د کورونا پۀ غاړه اچولې شوې ده او وئيلے شوي دي چې د کورونا له وجې پۀ محصولاتو کښې 160 اربه روپۍ کمے رامخې ته شوے دے- صوبائي بجټ کۀ یو خوا د اولس له خوا رد کړے شوے او سرکاري ملازمینو ئې پرضد د اسمبلۍ مخې ته لاریونونه کړي دي نو مخالفو ډلو او پۀ خصوصي توګه عوامي نېشنل ګوند هم دا بجټ یو سړي خور او اولس دښمنه بجټ بللے ۔
کۀ د دواړه بجټونو پلټنه وکړې شي نو صرف د هندسو او دعوو قیصې دي- دې بجټ کښې خو نه د عام سړي د ښېګړې لپاره څۀ شته او نۀ پکښې د دواړه حکومتونو منشورونه پۀ نظر راځي- عام سړے پۀ دې هم حېران دے چې چرته د یو کروړ نوکریانو خبرې او د پنځوس لکه کورونو دعوې او چرته داسې بجټ چې نۀ خو پکښې د غریب د زړۀ د ښۀ کېدو څۀ خبره شته او نۀ پکښې د قیمتونو د کمېدو څۀ امکان- عام سړے حېران دے چې دا څنګه ټېکس فري بجټ دے چې کۀ اوړۀ دي او کۀ چیني، تېل دي او کۀ ډالر، هم هغه شان ګران او د غریب سړي له وسه بره دي ۔
!د جسټس فائز عيسی خلاف رېفرنس کالعدم
د جون پۀ شلمه نېټه د پاکستان عدالت عالیه د جسټس قاضي فائز عیسی خلاف کۀ یو خوا صدارتي رېفرنس خارج کړے دے نو بلخوا ئې د سپریم جوډیشل کونسل کارروائي او شوکاز نوټس هم بې معني ګرځولي- عدالت پۀ خپل ریمارکس کښې دا هم وئيلي چې د نوموړي جج د جائېداد پۀ اړه به حتمي پرېکړه سپریم جوډيشل کونسل کوي- دې سره سره عدالت د اېف بي ار له خوا شوې کارروائي ختمه کړې او ورته ئې حکم کړے چې پۀ نوي ډول دې اووۀ ورځو کښې دننه دننه جسټس فائز عیسی، د هغه کورودانې او بچو ته د لندن د جائېدادونو پۀ اړه نوعیت او د دې لاس ته د راوړلو پۀ اړه د فاضل جج پۀ پته خط کښې وپوښتلې شي- عدالت دا هم وئيلي چې متعلقه کمشنر به د نوټس وصول کولو نه پس پۀ پنځه اویا ورځو کښې فېصله اوروي- د تېر کال د مئي میاشت کښې د پاکستان صدر له خوا سپریم جوډیشل کونسل ته لېږلے شوي رېفرنس کښې پۀ جسټس فائز عیسی تور لګولے شوے ؤ چې فاضل جج پۀ بهر ملک کښې د خپلې کورودانې او بچو اثاثې نۀ دي څرګندې کړې او ځکه دې د ائین د ارټیکل 209 لاندې د نوموړي جج خلاف کارروائي وکړې شي- خو فاضل جج جسټس فائز عیسی د دې رېفرنس خلاف سپریم کورټ ته لاړو او دریځ ئې خپل کړو چې رېفرنس د حکومت له خوا پۀ بدنیتۍ اډاڼه دے- فاضل جج دا هم غوښتنه وکړه چې د دې معاملې جاج دې فل کورټ واخلي ځکه چې د هغوي د دعوې ترمخه دا د عدلیې د واک او خودمختارۍ خبره ده- د دې نه پس د جسټس عمر عطا بندیال پۀ مشرۍ لس کسیزه لوے بنچ جوړ کړے شو کوم چې څۀ د پاڅه یو کال د کېس مختلف سماعتونو نه پس د جون پۀ شلمه د جمعې پۀ ورځ خپله فېصله واوروله چې پکښې رېفرنس خارج او شوکاز نوټس ختم کړے شو او ورسره پۀ دې لړ کښې د اېف بي آر له خوا شوې ټولې کارروایۍ هم ختمې وګرځولې شوې- لس کسیزه بنچ کښې د جسټس عمر عطا بندیال پشمول اووۀ جج صاحبانو د ټېکس معامله اېف بي آر ته د لېږلو فېصله واوروله نو درې نورو جج صاحبانو دریځ خپل کړو چې کۀ چا سره هم د یو جج خلاف کلک ثبوتونه وي نو د سپریم جوډیشل کونسل پۀ شان فورم دروازې هر وخت پرانستې دي- کۀ څۀ هم پۀ یوولس پاڼو مشتمله مختصر فېصله کښې دا څرګنده نۀ ده چې صدارتي رېفرنس ولې او پۀ څۀ خارج کړے شوے خو ولې تجزیه کار وائي چې دا فېصله د هر چا لپاره داسې ده چې د خپلې ګټې نعره پرې وچتولې شي- هر څۀ چې وي خو لا دا معامله تر هغې ختمه نۀ ده تر څو چې پۀ پوره ډول ختمه او هواره نۀ وي ۔
د کورونا نولس ښکرونه!
نړيواله وبا کورونا چې د ټولې نړۍ نه ئې پښې راتاؤ کړي دي، پاکستان کښې هم پۀ خپل جوبن کښې ده- د نړۍ د نورو ملکونو پۀ رنګ پاکستان هم د دې بې مخه رنځ نه د خپل اولس ژغورنې لپاره اول اول لاک ډاؤن رامنځ ته کړے ؤ کوم چې دوه میاشتو لپاره جاري وو- لاک ډاؤن کښې کۀ روزګارونه تړلي شوي وو نو زیاتره سرکاري محکمې هم بندې وې- هم دغه شان کۀ ټرانسپورټ ولاړ ؤ نو سکولونه او کالجونه اوس هم بند دي- کورونا یو داسې رنځ دے چې د یو نه بل ته لګي او څۀ دارو درمل او علاج هم نۀ لري نو بِې له احتیاطه ئې بله څۀ لاره هم نۀ وه او د احتیار لپاره یواځینۍ لار لاک ډاون دے- خو پاکستان پۀ معاشي توګه یو کمزورے ملک دے نو د لاک ډاؤن له وجې ئې خلک او پۀ خصوصي توګه مزدور کار طبقه او روزګار سره تړلي خلک ډېر زیات اغېزمن شول- دوه میاشتې پس دغه لاک ډاؤن ختم کړے شو خو ورسره پۀ ملک کښې وبا پۀ تېزۍ سره خورېدل شروع شوه- ضرورت د دې خبرې ؤ چې د دې مسئلې دې څۀ پائېدار حل راوويستے شي خو له بده مرغه د دې پۀ ځاے د تورونو او الزامونو یوه لړۍ پېل شوه- وزیراعظم عمران خان هم د خپل عادت ترمخه کله د لاک ډاؤن مخالفت او کله ملاتړ کړے دے- د سندهـ حکومت د ټولو نه مخکښې لاک ډاؤن لګولے ؤ خو وفاقي حکومت ئې مخالفت کړے ؤ- بیا وروستو ئې خپله هم لاک ډاؤن ولګولو- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے خو د حکومت د یو عام یا وړوکي عهدېدار له خوا نه بلکې د ملک وزیراعظم عمران خان د کورونا او لاک ډاون پۀ اړه داسې بیانونه پۀ رېکارډ موجود دي چې پۀ اورېدو او کتو ئې سړے پۀ سر نیولو مجبوره کېږي- لکه اول اول ئې وئيلي وو چې دا یوه عامه ناروغي یا نزله زکام دے چې یو یا یو نیم تن ترې مري- بیا ئې اووئيل چې ډېرخطرناک رنځ دے- هم دغه شان د لاک ډاؤن پۀ اړه ئې وئيلي وو چې کۀ صوبو زما منلې نو کله به هم ما لاک ډاؤن نۀ ؤ کړے خو بیا وروستو ئې اووئيل چې د لاک ډاؤن نه بغېر بله څۀ لار نشته- هم دغه شان د وزیراعظم د وزیرانو او مشیرانو هم عجیبه حال او فلسفې دي- هر چا د خپل وس او پوهې پۀ رڼا کښې ګلونه شیندلي دي- پۀ تېره تېره د موسمیاتي بدلون وزیرې زرتاج ګل یو ټي وي چېنل سره پۀ خپله مرکه کښې دا انکشاف کړے ؤ چې د کووډ 19 مطلب دا دے چې د دې ناروغۍ نولس نکتې دي او زیاته کړې ئې وه چې دا ناروغي پۀ کوم ملک کښې پۀ یادو نولسو طریقو کښې پۀ کومه لاره هم ځان ښودلې شي او وئيلي ئې وو چې دا یوه عامه نزله ده- د محترمې د دې انکشاف وروستو پۀ سوشل ميډیا پوره یوه غوغا جوړه شوه او خلکو مختلفې او عجیبه عجیبه غوښتنې وکړې- چا اووئيل چې د زرتاج ګل دا نولس نکتې دې د مطالعه پاکستان برخه جوړې کړې شي نو چا اووئيل چې محترمې ته پۀ دې ٬٬لوے،، انکشاف څۀ اېوارډ ورکول پکار دي- هغه د چا خبره چې څومره خلې دومره خبرې- دا وړومبۍ موقع نۀ ده چې نوموړې وزیرې داسې خبره کړې بلکې له دې مخکښې ئې هم ډېر ځله داسې خبرې کړي چې خلکو پرې نیوکې کړي- لکه څۀ وخت مخکښې ئې دا انکشاف هم کړے ؤ چې پۀ ملک کښې زیات بارانونه د وزیراعظم عمران خان له وجې شوي دي- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے او دا هم منو چې انسان کمزورے دے او غلطیانې ترې کېدې شي خو مهمه خبره دا ده چې یو خوا خو مونږ، زمونږ حکومتونه او زمونږ طبي عمله پۀ وېناګانو ستړې شوه چې دا وبا ډېره خطرناکه ده او کۀ مونږ احتیاط ؤ نۀ کړو نو خداے مۀ کړه د لوے زیان سره مخ کېدے شو نو بلخوا بیا پۀ لویو او مهمو څوکیو ناست خلک داسې خبرې کوي چې اصل مسئله پۀ ځاے پاتې شي او خبره پچموزو او ډوقرو ته اوځي- مونږ نۀ پوهېږو چې ولې زمونږ پۀ لوئې څوکیو ناست خلک داسې بې بنیاده خبرې او دعوې کوي- ایا دوي پوهېږي نه کۀ ځان پوهه کول نۀ غواړي؟ څنګه یوه وزیره داسې یوه خبره کوي چې د هغې نۀ سر معلوم وي او نۀ پښې، نۀ ئې عقل مني او نۀ سائنس، نۀ ئې خلک مني او نۀ حکومت! اولس هم بیا حق بجانب معلومېږي چې داسې حکومت به ولې او څنګه د یو بې مخه او لاعلاجه وبا مخنیوے وکړے شي چې پۀ لویو څوکیو پکښې داسې خلک ناست وي چې ورته دا پته هم نۀ وي چې د کووډ 19 څۀ مطلب دے؟ وزیراعظم عمران به وئيل چې کپتان سم وي نو کۀ ټیم هر څنګه وي نو کارونه سم وي- اوس خو هغه خپله ناست دے، کپتان هم دے او د ملک واګي هم د هغۀ پۀ لاس کښې دي خو حال دغه دے چې وزیره ئې وائي چې د کووډ 19 ته دا نوم ځکه ورکړے شوے چې نولس نکتې لري- نکتې خو ځه بیا هم ټیک دي، کۀ د دې خبرو مخنیوے ؤ نه شو نو سبا به وائي چې دا نوم ورته ځکه ورکړے شوے چې نولس ښکري ئې دي- مونږ به څۀ اووایو او د څۀ وئيلو پکښې څۀ پاتې هم نۀ دي خو بس دومره خواست لرو چې خداے ته وګورئ او دا د ملا نصیرالدین پۀ شان قیصې پرېږدئ او د کورونا وبا د مخنیوي لپاره پاخۀ ګامونه واخلئ- یو خوا د نړۍ ملکونه دي چې کورونا ئې پۀ شا کړه او بلخوا مونږ یو چې غاښونه ئې شمېرو۔