دا چې د هر چا نه حسين يمه زۀ
پۀ خپلو سرو وينو رنګين يمه زۀ
پرون پردو نن قلابند کړم خپلو
وخته د “تور” هغه “متين” يمه زۀ
دغه پورته څلوريزه مې د نن نه لس کاله مخکې پۀ ارواښاد خان عبد المتين خان ليکلې وه ۔ دغه قطعه زما پۀ منظوم کتاب ” پۀ ګل درو دې ورول اورونه” کښې چاپ ده۔ د کتاب د چاپ کال دسمبر ۲۰۱۰ دے۔
د جندول د خان عمرا خان لس ځامن او نهه لوڼه وې۔ عبدالمتين خان د بابا مشر زوے ؤ څوک چې د يوې اندازې مطابق په کال ۱۸۷۸ يا۱۸۷۹ کې په ميا کلي کښې پېدا شوے ؤ۔ د متين خان د قبر پۀ کتبه د هغۀ عمر ٦۵ او د مړينې کال ۱۹۴۵ ليک دے ۔ پۀ دې اساس زما پۀ خيال د هغۀ د پېدائش کلونه هم دغه پاس ليکلي کلونه ممکن کېدے شي۔ د متين خان مور د ميا کلي د صاحبزادګانو د کورنۍ بي بي وه۔ دا هغه ميا کلے دے چېرته چې سېد بادشاه جان اخون زاده مېشته ؤ څوک چې د عمرا خان بابا پۀ مملکت کې د هغۀ مشير ؤ۔ د دې ځاے نه ئې هم مراعات او تنخوا اخسته او د انګرېزانو جاسوسي به ئې هم کوله او د هغوي نه بۀ ئې هم مراعات پټ پۀ پټه اخستل او خوړل۔ دغه وخت عمرا خان د خپل مشر ورور محمد زمان خان د واکمنۍ د پاليسو سره د اختلاف په وجه د کور نه شړلے شوے وو او د دغه مرورتوب په زمانه کښې د عمرا خان مور بي بي ورله پۀ ميا کلي کې واده کړے ؤ۔ د متين خان مشره خور د دير پۀ چاړا نواب اورنګزېب واده وه او د دير د شريف خان لور بي بي د عمرا خان بابا پۀ نکاح کښې وه۔ د رېکارډ د سم ساتلو پۀ غرض دلته د عمرا خان بابا د لسو واړو ځامنو د نومونو ذکر کول ضروري ځکه ګڼم چې د بابا د ځينو ځامنو ذکر پۀ زېر ګردش شجره کښې نشته ۔ هغه شجره کومه چې خداے بخښلي قاضي عبد الحليم اثر افغاني صېب پۀ کال ۱۹۵۳ کې مرتب کړې او اخبار کې چاپ کړې وه. د نومونو پوره تفصيل داسې دے۔
۱۔۔ عبد المتين خان ۲.. عبد الرحيم خان ۳.. عبد الحميد خان ۴.. عبد الوهاب خان ۵.. عبد الاکبر خان ٦.. عبد الواحد خان ۷ .. عبد الکريم خان ۸.. عبد الغفور خان ۹.. عبد القادر خان ۱۰.. عبد الحکيم خان ۔ پۀ سيريل نمبر ۷ او ۸ زما نيکونه دي۔..
د متين خان څلور ځامن وو۔ ۱۔۔ اسدالله خان ۲.. هدايت الله خان ۳.. کليم الله خان ۴.. خليل الله خان۔ پۀ دغه نوموړو کښې يو خليل الله خان کاکا ژوندے او په کابل کې استوګن دے او نورو پياوړو خپل روحونه خپل حقيقي خالق ته سپارلي دي.. د اسدالله خان کاکا اخري دمه ځاے پۀ شنکردار بريکوټ ، کليم الله خان ګنبد مېره سوات او د هدايت الله خان کاکا قبر پۀ کابل کې دے۔ او د دوي د مبارز پلار عبد المتين خان بابا شهيد اخري ارام ځاے پۀ سور باټ ضلع دير کښې دے۔
عبدالمتين خان پلار پۀ نيکه ننګ پاله، وطن پاله مبارز او مجاهد خلق وو او دي۔ فيض طلب خان چې د غازي عمرا خان نيکۀ او د عبد المتين خان ور نيکۀ ؤ، د بونېر انبېلې د 1863 پۀ تاريخي غزا کې د جندول نه پۀ زرګونو وسله والې لښکرې د پېرنګيانو د سرکوبۍ د پاره لېږلې وې۔ په دې تاريخي قومي جنګ کښې فېض طلب خان خپل اته کلن نمسے عمرا خان هم د ځان سره بونېر ته بوتلے ؤ۔ دغه شان د پاس دير نه غزن خان، د سوات نه سوات بابا، د ملاکنډ باجوړ، بونېر، صوابۍ او رستم صودم نه پۀ ګڼ شمېر کښې پښتنو جنګيالو پۀ دغه قامي نخښته کښې حصه اخستې وه۔ د پښتنو د قومي يووالي او د شريک ننګ او جنګ نتيجه دا راوخته چې پېرنګي ډېر زيات وهل وخووړل۔ استعمار ته پۀ ډېره لويه پېمانه جاني مالي او عسکري تاوان واوختو۔ او خپلو کېمپونو مردان او نوښار ته پۀ تېښته واپس لاړل۔
د امبېلې د خونړي جنګ نه پس انګرېزانو د جنګ پۀ طور طريقو کې بدلون راوستو۔ هغوی کور پۀ کور او کلي پۀ کلي تنخوادار جاسوسان ونيول۔ پۀ دغه جاسوسانو کې د عامو وګړو نه سربېره د سيمې خانان، مولايان او اخون زادګان هم شامل وو۔۔ پۀ وړومبي پړاؤ کې انګرېزانو او بړېڅو د سيمې د خانانو په مېنځ کې غلط فهمۍ او بدګمانۍ پېدا کول شروع کړل۔۔ استعمار دښمنه قوتونه يې پۀ خپل مېنځ کې پۀ جنګ واچول۔۔ د يرغلګرو مهمه پاليسي دا وه چې اولسونه پۀ خپل مېنځ کې وجنګوي، تقسيم ئې کړي او پۀ هغوي حکومت وکړي۔۔ د انګرېزانو دغه پاليسي د درېو تورو نه جوړه وه۔
“Divide and rule”
په دې سيمه کې د پېرنګيانو د يرغل مقاصد په دې ډول وو۔۔
۱۔ د پښتنو پۀ خاوره قبضه کول
۲۔ د پښتنو پۀ وسائېلو قبضه کول
۳۔ د پښتنو د خاورې نه د زار روس څارنه او محاصره کول
۴۔ د پښتو پۀ سيمه د پښتنو خوېندو مېندو عزتونه د پښو لاندې کول
۵۔ د پښتنو او خواؤشا سيمو د انساني وسائېلو ناجائز استعمال او استحصال او پۀ دوي خپلې ګټې وټې ساتل او خوندي کول او دوي د فوځي مقاصدو لپاره ژوبلول او د جنګ د بټۍ خشاک جوړول ۔
۶۔ پۀ سيمه کې لږ ډېر ترقياتي کارونه لکه تعليمي او مواصلاتي اصلاحات کول چې خپلو ناوړو او غلامانه پاليسو له پرې دوام ورکړي۔
د عبد المتين خان پۀ پتمن ژوند، ننګ، پت او مبارزه د پوهېدو لپاره ضروري ده چې د هاغه وخت د پېرنګي استمعاري سياست پۀ ګوتو، هلو ځلو، مرګ ژوبله او مکر و فرېب هم خبره وشي او د دغه سازشونو پۀ ضد د عبدالمتين خان او د هغه د تورزنې کورنۍ مبارزه هم پۀ پام کې ونيولې شي نو هله به اوبۀ اوبۀ شي او پۍپۍ ۔ زمونږ هڅه به دا وي چې مونږ دې د دغه حالاتو جائزه د سياسي ، ټولنيز او اقتصادي زاويو پۀ پېمانه ګز راګز کړو۔۔ ځکه چې نړيوال انساني ژوند لاندې باندې د دغه درېو زاويو نه بېرون هيڅ توپير نه لري۔۔
لکه څنګه چې مخکې ذکر شوې ده چې د عمرا خان بابا لس ځامن وو۔۔ د بابا دغه ټول ځامن ښۀ چمتو او بېدار ځوانان وو ولې په دوی ټولو کې چې د عمرا خان په پل چا پل ايښے ؤ هغه عبدالمتين خان ؤ۔۔ هغه له خداے داسې يو اتل ننګيالے روح ورکړے ؤ چې په تبه ټوخي نه بلکه پۀ سنګر کښې ئې خپله ساه خپل خداے له ورکړه خو د پېغور داغ ئې پۀ کفن د ځان سره خاورو ته وې نه وړو۔۔ پۀ 1904 کښې په کابل کې د عمرا خان د مرګ نه پس پۀ کال 1916 کښې متين خان کوهي باجوړ او بيا جندول ته راغے۔۔ دغه وخت متين خان لا د پلار پۀ شان هلک ؤ۔۔ هغه د باړوې پۀ قلا درې ځله حمله وکړه۔ پۀ دې دوران کې بلها پېښې وشوې۔۔ چې پۀ دمه دمه به يوه يوه بيانوو۔ ولې دا وخت دلته د يو داسې سړي مرکه وړاندې کووم چې هغه د متين خان د رښتوني اتلتوب غمازي کوي ۔۔ دغه مرکه د نواب زاده شهاب الدين خان مرکه ده ۔ زۀ دغه ټولې خبرې بې د څه کټ کوټ نه دلته رانقل کووم۔۔ پۀ دې غرض چې د جندول او دير د نوي کهول نه سربېره لر او بر پښتانۀ په کيسه پوهه او خبر وي۔
دغه مرکه په دغه مجله کې چاپ ده۔۔ چې تفصيل يې په دې ډول دے ” گوشه وطن برين”۔۔وادی کيلاش کا سفر نامه”۔۔ مصنف مسعود سلطان لکهيسر” ۔۔چاپ ځاے۔۔”جودت پبليکېشنز شاليمار ټاون، لاهور”۔مخ نمبر 117’118’119’120’121’122
نواب زاده شهاب الدين خان چې د نواب شاه جهان خان زوے، د نواب اورنګزېب چاړا نواب نمسے او نواب محمد شريف خان کړوسے دے، پۀ خپله مرکه کښې د عمرا خان ، متين خان ، د سيمې د اخون زادګانو، خانانو او پۀ تېره تېره د مست خېل خانانو پۀ حقله تفصيلي خبرې په دې رنګ کړي دي۔۔ شهاب الدين خان په دغه مرکه کښې دا حقيقت تسليم کړے دے چې د باړوې ثمر باغ او جندول زمکه د عمرا خان او متين خان جدي پشتي جائيداد دے۔
مرکه: نوابزاده شهاب الدين خان ( د اردو نه پښتو ته ژباړلې شوې)
زما نوم نواب محمدشهاب الدين خان اف جندول دے۔ زۀ د نواب خان بهادر برېګېډئير سر محمد شاه جهان خان زوے يم ۔ دا خو بۀ تاسو ته معلومه وي چې زمونږ تعلق د دير رياست سره دے او مونږ د دير حکمرانان پاتې شوي يو۔ محمد اورنګزېب خان د محمد شريف خان زوے ؤ څوک چې زما حقيقي نيکۀ دے۔ د هغۀ زوے نواب محمد شاه جهان خان زما پلار دے۔ راځئ چې اوس تاسو ته د پناکوټ او عمرا خان پۀ اړه تفصيلي خبرې وکړم۔ عمرا خان د مست خېل قوم سره تعلق لرلو، ترکلاني چې د کوم يو لوے ښاخ دے او د دير او باجوړ خلق ورته ترکاني هم وائي۔ زه عمرا خان ته بد بالکل نۀ وائم۔ هغه خو يو غيرتي، باتور، جنګيالے افغان او د جندول حکمران ؤ۔ خو بيا هم کۀ زۀ ورته ظالم ووائم نو هم بۀ بهتان نۀ وي۔ او دا ځکه چې د هغۀ د زور نه نورې قبيلې خو څۀ چې خپل مست خېل خلق هم نۀ دي بچ شوي او هم دا وجه وه چې خپل مست خېل ترې هم څۀ ډېر خوشاله نۀ وو۔ اوس هم ډېر مست خېل خلق راځي او ما ته وائي چې مونږ لۀ فلانکي ځاے کښې زمکه راکړه او ډينګري ځاے کښې۔ زۀ ورته وائم چې کومه او څنګه زمکه؟ دا هم ورته وائم چې کۀ زما پلار يا نيکۀ ستاسو پۀ کومه زمکه قبضه اچولې وي نو راته ووايئ چې در ئې کړم ۔ هغوي راته وائي چې ستا نيکۀ خو زمونږ نه زمکه نۀ ده اخستې خو عمرا خان رانه قبضه کړې وه۔ نو زۀ ورته وائم چې زۀ خو د عمرا خان ذمه وار نۀ يم او چې دا ورته ووائم چې عمرا خان خو ستاسو هم ورور ؤ نو هغوي وائي چې هغه کله زمونږ ورور ؤ، هغه خو د محمد زمان خان ورور ؤ کوم چې هغۀ پۀ باړوۍ کښې وژلے ؤ۔ دغه خلق دا خبره ټيک کوي چې عمرا خان خپل ورور وژلے ؤ۔ عمرا خان، محمد زمان خان او محمد شاه خان د امان خان ځامن وو۔ د محمد زمان خان د قتل نه پس ن هغۀ سړيو عمرا خان ګرفتار کړے ؤ خو مور ئې ترې څۀ پۀ مشکله وژغورو او بيا وروستو د باړوۍ او جندول حکمران جوړ شو۔ عمرا خان زمونږ د غر نيکۀ محمد شريف خان د کشر ورور محمد اشرف خان څوک چې پۀ پناکوټ خان مشهور ؤ، سره پۀ شريکه د دير پۀ خپله ولقه کښې د اخستو منصوبه جوړه کړه۔ عمرا خان ن محمد شريف خان کشر ورور د هغۀ خلاف تود کړو او ورته ئې ووئيل چې زه به ستا لۀ پاره دير ستا د ورور نه وشوکوم۔ پناکوټ خان پۀ دې پوهه ؤ چې عمرا خان ترکلانے دے او مونږ يوسفزي يو نو د عمرا خان نه مونږ ته څۀ خطره نشته ۔ عمرا خان پناکوټ مخکښې کړو او داسې يو تاثر ئې ورکړو چې زه څۀ کوم نو دا ټول د محمد شريف خان د کشر ورور لپاره کوم۔ بلخوا خلق پۀ دې باور وو چې دا د دواړه وروڼو جګړه ده، د يو پلار اولاد دے او دوي کښې چې څوک هم حاکم وي نو مونږ تو منظور دے۔
د سخت جنګ او جګړو او وينې توئېدو نه پس محمد شريف خان ماتې وخوړه۔ خو دير باندې قبضې کولو نه پس عمرا خان د پناکوټ خان سره کړي ټولوظونه هېر کړل او د خپلو ټولو وعدو نه منکر شو۔
عمرا خان پۀ دير پينځۀ کاله او پۀ جندول پنځلس کاله حکومت وکړو او دې دوران ئې د دير پۀ پائينده خېل، سلطان خېل، نصرالدين، خېل او اوسا خېل قومونو د زړۀ د خلاصه زور ظلمونه وکړل۔ دې نه علاوه ئې زمونږ يو سل او شل کسان چې پکښې د محمد شريف خان يو ورور هم شامل ؤ، پۀ خوره ډېرۍ کښې بندي وساتل۔
صرف هغه شپږ سوه کورنۍ ترې محفوظې پاتې شوې کومې چې د محمد شريف خان سره پۀ کډه سوات ته تلې وې۔ دا خو شوه د عمرا خان قيصه۔ او اوس د هغۀ د زوي عبد المتين قيصه هم واورئ۔
عبدالمتين خان هم د خپل پلار پۀ شان يو باتور او تکړه سړے ؤ۔ هغۀ درې ځله د باړوې پۀ قلعه حمله کړې وه خو بريالے شوے نۀ ؤ۔ پۀ اخري ځل هغه ونيولے شو۔ چونکې عبدالمتين خان سل يو نيم سل پورې کسان وژلي وو نو خلقو دے وژل غوښتل خو زما پلار دے د خلقو نه بچ کړو، يو محفوظ ځاے ته ئې بوتلو، ساه صورت ئې کړو واو خاطر مدار ئې ورله وکړو۔ خپله ټوپۍ ئې هم ورکړه او خپلې نوې څپلۍ ئې هم ورکړې ۔ ديا ئې دير ته راوستلو او مېلمستيا ئې ورکړه۔ دې نه پس ئې ورله د سرباټ کلے ورکړو چې پکښې زرخېزه زمکه او باغونه هم وو او ټول فصل به هم د دوي ؤ۔ خو بيا څۀ موده پس د يو سازش انکشاف وشو چې پکښې د علاقې اخونزادګان، د رباط يو څو خانان، د نزدې کليو مخه وريز خلق او خپله عبدالمتين خان هم ککړ وموندل شول ۔ پۀ دې کښې ځينې خلق دوسې هم وو چې زمونږ خپل وو خو زه ئې نومونه دلته اخستل نۀ غواړم۔ د واقعاتو ترمخه اخونزاده بهادر سېد صېب زما پلار ته ووئيل چې عبدالمتين خان ګرفتار کړه ځکه چې دا ټول سازش د هغۀ دے۔ زما د پلار او ترۀ عالم زېب خان کشاله د ډېر وروستو خبره ده۔ هغۀ زما د پلار نواب شاه جهان خان سره د کړې وعدې خلاف ورزي وکړه او د خلقو پۀ لمسه ئې بغاوت وکړو۔ د دواړو وروڼو ترمېنځه خونړۍ نخښته وشوه چې پکښې زما پلار بريالے شو۔
پۀ دې ګټه کښې د عبدالمتين خان ډېر لوے کردار ؤ۔ اصل کښې زما ترۀ غوښتل چې د دير حکمران شي خو کۀ ئې قابليت ؤ او نۀ مقبوليت نو بس د ماتې سره مخ شو او دير ته لاړو۔
د انګرېزانو پۀ وخت کښې هغۀ يوه لوظنامه وکړه او ود وظيفې که پس د جندول نه دستبردار شو۔ خو زما پلار تر اخره د هغۀ هر قسم مرسته کوله ۔
د عبدالمتين خان د وفات نه پس د هغۀ ځامن پۀ دير کښې اوسېدل خو د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ شېخ محبوب علي د عبدالمتين خان زوي اسدالله خان ته غوږونه ډکول شروع کړل او ورته ئې ووئيل چې دير پرېږده او ملاکنډ ته راشه او مونږ به ستا پوره پوره مرسته وکړو۔ شېخ محبوب علي اسدالله خان د دير نه راوغوښتو خو بيا ئې ن هغۀ هېڅ قسم مرسته ؤ نۀ کړه۔ د دې پس هغه مايوسه شو او افغانستان ته لاړو۔
حواله
گوشہ وطن بریں— وادیِ کیلاش کا سفرنامہ۔
مصنف— مسعود سلطان لکھیسَر
قیمت—30 روپے
جودت پبلی کیشنز شالامار ٹاؤن لاہور