څنګه چې د يو ملک د چلولو او پرمختګ د پاره وسائل او قدرتي زېرمې ضروري او د خلکو وړتيا او صلاحيت لازمي وي هم دغه شان پۀ ګاونډ او د نړۍ نورو ملکونو پۀ قطار کښې پۀ غرور او فخر سره خپل سفر جاري ساتلو، خپل مرام ته رسېدلو، پۀ نړيوال کچ خپله خبره پۀ خپله خوښه او سمي کولو او د نړۍ د ملکونو سره تعلق ساتلو او يا نۀ ساتلو پرېکړې پۀ خپله کولو د پاره ازاده خارجه پاليسي ضروري وي. کۀ پۀ خپل ګاونډ او يا د نړۍ پۀ کچ وګورو نو زياتره پرمخ تللي هېوادونه پۀ خپل سمي او خوښه خپلې پرېکړي کوي او کۀ حالات هر څومره هم سنګين ولې نۀ وي خو کوي هغه چې پۀ کښې ئې د اولس خېر وي يعنې تکړه ملکونه خپلې خارجه پاليسۍ د وخت د ضرورت مطابق او د خپل اولس د ګټې پۀ بنياد جوړوي او پرمخ بيائي. کۀ خپل ملک ته د خارجه پاليسۍ پۀ مېدان کښې ګورو او پۀ دغه ګز ئې وهو نو لۀ بده مرغه خبره ورانه څۀ چې بېخي اپوټۀ روانه ده. دا ملک چې څنګه پۀ وجود کښې راغے نو دوه عالمي قوتونه يعنې امريکه او روس يو بل ته کۀ څۀ هم پۀ څرګنده توګه نۀ وو خو پۀ ګواښ وو او د خپلو خپلو مفاداتو د تحفظ د پاره ئې هلې ځلې کولې. د دوېم لوے جنګ او برصغير د تقسيم نه پس برطانيې دا سيمه پرېښوه خو امريکې سره د روس د غځېدو او کميونېزم د خورېدو وېره وه نو امريکې دلته لاس وهل شروع کړل. پاکستان چونکې پۀ يو مهم جيوسټرېټيجک پوزيشن ؤ نو روس او امريکې دواړو غوښتل چې ځان ته ئې راښکي. پۀ عقلي توګه خو ګاونډ سره اړيکې ښې پکار وي خو پاکستان پۀ زرګونه ميله لرې امريکې له لاس ورکړو او پۀ ګاونډ کښې ئې د روس پۀ شان لوے ملک نه ځان ونغاړلو او د هغه ورځ نه چې زمونږ د بهرنيو چارو پاليسي در پۀ ديکې ده نو لا نن هم ځاے لۀ نۀ ده راغلې. هم دغه وجه ده چې چرته هم پۀ نړيوال کچ څۀ معامله راځي نو زمونږ واکمنان او حکمرانان پۀ يو دوه کښې حېران وي چې څۀ وکړو؟ دا تذبذب او دا کشاله صرف پۀ دې ده چې مونږ د خپلې خارجه پاليسۍ سمت پۀ کلکه او څرګنده توګه نۀ دے ټاکلے بلکې کوشش مو دا وي چې د هوا د رخ سره لاړ شو! کۀ دا ووايو چې مونږ ټول عمر د مالداره ملکونو پۀ خوښه فېصلې کړي نو بې ځايه به نۀ وي. پۀ دې سيمه کښې چې د روس او مريکې ترمېنځه د سوړ جنګ نه پس خبره تود جنګ ته تله او د افغانستان پۀ خاوره د بارودو لوبې شروع کېدې نو هغه وخت هم مونږ هغه څۀ وکړل کوم چې مونږ د جوړېدو نه پس کړي وو. جنګ د امريکې او روس ؤ او مونږ پۀ کښې ورودانګل چې نتيجه ئې نن ټولې دنيا ته ښکاره ده. وخت تېرېدو سره خلک د خپلو غلطيو او ناکاميو نه زده کړې کوي خو نۀ پوهېږو چې مونږ ولې پۀ دې ډګر لۀ نورو وروستو يو. زمونږ نه وروستو ازاد شوي ملکونه لکه چين، سويلي کوريا او داسې نور چرته ورسېدل او مونږ چرته ولاړ پاتې شو. سوال پکار دے کنه! پوښتل پکار دي! وجه معلومول پکار دي! غلطۍ چرته شوي؟ مونږ کوم کوم ځاے خطا شوي يو؟ پۀ کوم کوم وخت کښې تېروتي او يا تېر باسلي شوي يو؟ لکه کۀ دا ملک سوراړا وے او څۀ نۀ وو نو ځه بيا به هم څۀ خبره وه خو دلته خو هر څۀ شته! کۀ اوبۀ شته نو غرونه او دښتې هم شته، سيندونه او مېدانونه هم شته، کۀ ګېس شته نو کوئله هم شته، کۀ زمرد شته نو سنګ مرمر هم شته، کۀ فصلونه کېږي نو پۀ رمو رمو څاروي هم شته، بندر نه بلکې بندرونه هم لرو، تذويراتي ځانګړتيا هم لرو، خلک هم شته، ځوانان هم لرو خو بيا هم د وخت تېرېدو سره مخ پۀ ښکته روان يو! اخر ولې؟ د دې ولې خو ډېر جوابونه کېدے شي خو زياتره پوهان نظر لري چې ترڅو پورې مونږ پۀ خپله خارجه پاليسۍ کښې خپلواکي نۀ وي ترلاسه کړې نو تر هغې مونږ د پرمختګ پۀ سړک خپل ګاډے نۀ شو زغلولے . خو مونږ خو تېر درې اويا کلونو کښې لا دې طرف ته سوچ هم نۀ دے کړے . لکه دا څومره د افسوس خبره ده چې تېر حکومت کښې پۀ دې مهم محاذ زمونږ وفاقي وزير هم نۀ ؤ او د يو ضعيف مشير پۀ شکل کښې دا خانه ډکه کړے شوې وه . هغې نه پس اوسني وزيراعظم عمران خان خلکو ته خوبونه خو ډېر ښودلي وو خو لکه د نورو مدونو پۀ شان د خارجه پاليسۍ پۀ مېدان کښې هم ئې حکومت پړمخے پروت دے . څنګه به د کپتان پۀ حکومت کښې د ښۀ والي طمع ولرلې شي چې يو داسې تن ئې خارجه وزير کړے د چا نظر چې د کپتان پۀ حکومت کښې د پنجاب پۀ وزارت اعلي ؤ. شاه محمود قرېشي کۀ څۀ هم پۀ خارجه محاذ څۀ نا څۀ لاس رسے لري خو هغه خو دې د پاره تحريک انصاف ته نۀ ؤ راغلے، هغۀ خو د ټول پنجاب د واکمنۍ خوبونه ليدل خو د جهانګير ترين او عمران خان د سياست ښکار شو او پۀ نۀ زړۀ ئې د خارجه چارو شنډ وزارت ته غاړۀ کېښوه چې نتيجه ئې نن د ټولو د وړاندې ده . شاه محمود قرېشي پوهه انسان دے او پۀ دې ښۀ پوهېږي چې پۀ خپل وزارت کښې د هغۀ څومره وس رسي . او دا به هم خامخا زور ورکوي چې کله کله داسې برېښي چې وزير خارجه شاه محمود قرېشي نه بلکې عمران خان دے ځکه چې عمران خان هم پۀ هر څۀ پوهه دے او اکثر هغه کارونه کوي چې د هغۀ د کولو نۀ وي . هم د دې ناپوهتيا او د اختياراتو د جنګ نتيجه ده چې د سي پېک پۀ اړه کۀ چين خفه دے نو د يو غېر ضروري بيان لۀ وجې د سعودي هم سترګې بدلې بدلې ښکاري . اګر چې تېر کال ئې د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان ډېر پۀ درناوي راغوښتے ؤ او د خوشالۍ ډولونه وهلي شوي وو خو د حېرانتيا او افسوس خبره دا ده چې هم هغه شهزاده چې عمران خان ئې ګاډے چلولو پۀ انډيا کښې د پاکستان پۀ مقابله کښې د پنځه چنده زياتې سرمايه کارۍ اعلان وکړو. هم دغه رنګ عمران خان تېر کال د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته وېنا د پاره تلے خو د سعودي شهزاده پۀ جهاز کښې ؤ خو خبرې ئې د ترکي، ايران او ملائشيا سره د يو نوي اتحاد وکړې . نۀ پوهېږو چې تياري نۀ وه، د خطې د بدلېدونکي سياست سره نابلديتا وه، ناپوهتيا وه او کۀ نا اهلي چې امداد، قرض او تېل خو د سعودي نه اخستے کېږي خو خبرې د اتحاد نورو سره! هم دغه وه چې وزيراعظم عمران خان بيا هډو هغه اجلاس کښې ګډون هم ؤ نۀ کړو کوم چې تېر کال د دسمبر پۀ مياشت کښې پۀ کوالالامپور کښې شوے ؤ. وجه به ئې ټولو ته معلومه وي او کۀ نۀ وي نو دا ځکه چې سعودي عرب پرې خفه کېدو. بهر حال دا ټولې خبرې او دا ټولې ناکامۍ بس صرف پۀ دې وجه دي چې زمونږ خارجه پاليسي لا هغه شان نۀ ده څنګه چې د نورو هېوادونو وي. ګينې څۀ ضرورت ؤ چې عمران خان د امريکې او ايران ترمېنځه او بيا د سعودي او ايران ترمېنځه د ثالثۍ خبرې کولې . د کشمير پۀ مسئله زمونږ لاس ته راوړنې هم ټولې دنيا ته څرګندې دي . انډيا د مودي پۀ مشرۍ کښې د کشمير ائيني حېثيت ختم کړو خو مونږ صرف پۀ ودرېدو او کښېناستو ځانله زړۀ ښۀ کوو. اوس د اسرائيل پۀ اړه چې به څۀ کېږي، دا به وخت ثابتوي. هر څۀ چې وي دا يوه خبره ياد ساتل پکار دي بلکې ځان پرې پوهه کول پکار دي چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ دې کښې ملکونه د جزباتو، ډلو او پرو جنبو پۀ بنياد نه بلکې د زمکني حقيقتونو او د خپل اولس د ګټې پۀ بنياد فېصلې کوي . د اسرائيل پۀ اړه چې څۀ هم فېصله کېږي خو دا ياد ساتل پکار دي چې دا مذهبي نه بلکې سکوټه يوه سياسي او سفارتي معامله ده او هم پۀ دې نظر ورته کتل پکار دي . دې سره سره هغه نړيوالې معاملې او کشالې چې مونږ پۀ کښې ښکېل يو هغه د خپل منځي سياست ښکار کول نۀ دي پکار. دا هر څۀ هله ممکن کېدے شي چې زمونږ خارجه پاليسي پۀ بهرنۍ او دنننۍ دواړه کچه بېخي خودمختاره، ازاده، خپلواکه او د خپلې خوښې وي ګينې نو بس کله به چااو کله چا ته ګوته نيسو او ګيلو سره سره به مو مسئلې هم د ختمېدو نوم نۀ اخلي.
د کپتان د دوو کلونو جائزه!
عمران خان کال دوه زره اتلس کښې خپل د شېروانۍ اغوستو خوب ترسره کړو او هم پۀ دغه کال د اګست پۀ اتلسمه نېټه ئې د وزارت عظمي سوګند پورته کړو. عمران خان حکومت کښې د راتلو نه وړاندې د اولس سره بې شمېره لوظونه کړي وو او ورته ئې داسې داسې باغونه ښودلي وو چې خلکو پۀ خوب کښې هم نۀ وو ليدلي. تېره مياشت کښې کله چې د حکومت دوه کلونه پوره شو نو حکومت خپله کارکردګي اولس ته د يو پرېس بريفنګ پۀ شکل کښې کېښوده او د عادت ترمخه ئې پۀ خپلو “کاميابيو” ډولونه وغږول. دا ئې هم ډېر پۀ لوړ غږ ووئيل چې دا وړومبے حکومت دے چې خپله کارکردګي عوام ته وړاندې کوي. خو دا ئې څرګنده نۀ کړه چې کارکردګي ئې څۀ ده؟ البته د خپل ځان صفتونو نه ئې زيات پۀ سابقه حکومتونو پسې خبرې وکړې. کۀ دوي پۀ رښتيا څۀ کړې وې او پۀ رښتيا ئې کارکردګي وه نو کۀ يو کروړ نۀ وې نو ځه خېر يو لس لاکهه نوکرۍ به ئې ښودلې وې، کۀ پنځوس لاکهه نۀ وې نو خېر دے پۀ دغه ورځ دې يو لس زره د کورونو چابيانې پۀ خلکو کښې وېشلې وې، اے ځه يو لس ډېمونه دې ښودلې وې! نوکريانو لۀ به بهر نه خلک راتلل يا نه خو پۀ ملک کښې بې روزګاري دومره زياته شوه چې د خلکو چغې ووتې او د دوي د غلطو پاليسيو لۀ وجې پۀ سعودي او عرب اماراتو کښې د خلکو مزدورۍ او کارونه پۀ خطره کښې پرېوتل. حکومت کښې راتلو نه مخکښې به ئې خپل صفت کم او د سابقه حکومتونو سپکې زياتې وئيلې. وئيل به ئې چې تېل پۀ څلوېښت روپۍ لېټر پکار دي . وئيل به ئې چې د بجلۍ يو يونټ د دوه روپۍ نه زيات ظلم دے، وئيل به ئې چې روزانه دولس اربه روپۍ کرپشن کېږي، وئيل به ئې چې کپتان ټيک وي نو ټول ټيم ټيک وي، وئيل به ئې چې ائي اېم اېف نه به قرضې نۀ اخلو او داسې ورپسې ځئ . خو بيا خلکو وليدل چې د نوکرو د وعدې نه پۀ خپله پۀ شا شو او وې وئيل چې د حکومت کار نوکرۍ ورکول نۀ دي. د ډالر قيمت چې وزرې وکړې او بېخي پۀ بره لاړو نو منطق ئې وړاندې کړو چې پخواني حکومتونو پۀ مصنوعي توګه ډالر ښکته ساتلے ؤ. ائي اېم اېف سره ئې ډېر لاندې باندې وکړو خو اخر ئې هم هغه وکړل څۀ چې ائي اېم اېف غوښتل. هم دغه شان د الېکشن نه مخکښې به ئې وئيل چې تر شپږو مياشتو به دورې نۀ کوم خو بيا ئې صبر ؤ نۀ کړے شو او پۀ درې مياشتو کښې دننه دننه دورې پسې پۀ دوره روان شو. وئيل به ئې چې پروټوکول بۀ نۀ اخلم خو اوس ترې هغه خبره هېره ده. وئيل به ئې چې جهاز به نۀ استعمالوم خو لکه دغه خبره ترې هم بېخي هېره ده . وئيل به ئې چې هر کار به پۀ مېرټ کېږي او دا دې کابينه کښې ئې بېخي پۀ “مېرټ” خلک ناست دي، نورې بدلۍ او سرکاري کارونه ئې لا نۀ يادوو. وئيل به ئې چې عوام ته به جواب ده وي خو خلکو وليدل چې پارلېمان ته راتګ نه داسې ځان ساتي لکه سړے چې قرضداري نه ډډه کوي. وئيل به ئې چې کابينه به ئې وړه او محدوده وي خو نن ورسره کابينه کښې د پنځوس نه زيات وزيران، مشيران او مرستيالان موجود دي. وئيل به ئې چې قانون سازي به کوو خو حال دا دے چې ټول ملک پۀ ارډيننسونو روان دے او تر اوسه ۳۸ ارډيننسونه راوړے شوي دي. د ادارو پۀ نجکارۍ باندې به ئې پۀ تېرو حکومتونو هغه ټکونه کول چې خلکو به غوږونو له ګوتې وړلې خو اوس د دې عمل صفتونه کوي. هم دغه شان وئيل به ئې چې قيمتونه به کموي او ارزاني به راولي خو نن هر څۀ د خلکو وړاندې دي. د کپتان پۀ حکومت کښې چيني د کلو پۀ سر د څلورپنځوس نه يو سل لس روپۍ ته، د اوړو تروړه د اووۀ سوه نه دولس نيم سوه ته، د سود شرح رېکارډ، ټيکسونه رېکارډ، جي ډي پي پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل صفر نه هم ښکته او د بجلۍ بلونه د خلکو د وس نه بهر شول. عمران خان خپله او وزيران مشيران ئې د خپل حکومت د دوه کاله کارکردګۍ پۀ صفتونو نۀ مړېږي خو حال دا دے چې “اېشيئن ډولپمنټ اؤټ لک” پۀ خپله يوه تجزيه کښې پاکستان د څۀ د پاسه يوولس فيصده ګرانۍ سره د سوېلي اېشيا پۀ ټولو ملکونو کښې پۀ اول نمبر ښودلے دے. کارکردګي ئې دغه ده خو بيا هم وزيران ئې پته نۀ لګي ولې د هاتي پۀ غوږ کښې اودۀ دي او د غلطيو د احساس پۀ ځاے ډېر پۀ کلکو سترګو وائي چې کۀ کورونا نۀ وے نو ترقي به نوره هم زياته وه. خپله به ئې د کرپشن چغې وهلې او ناسور به ئې بللو خو د اوړو او چينو پۀ شکل کښې ئې ګېر چاپېر خلکو د کرپشن مخکي وروستي ټول رېکارډونه مات کړل او د” هېوې لوډ کرپشن” اوازې اورو. عمران خان به وئيل چې کپتان روغ وي نو د ټيم کارکردګي خپله سمه وي. اوس چې مونږ د حکومت دوه کاله کارکردګۍ تو ګورو نو سوچ کوو چې کۀ کپتان ټيک وئيل نو ولې اوس دا حالات داسې دي . بهر حال دغه د حکومت کارکردګي ده چې پرې پوره کتاب ليکلے کېدے شي. خو لا درې کلونه پاتې دي نو خداے دې مخکښې خېر راپېښ کړي.