وطني جواهر—نعيم پښتون

مونږ دلته د وطني جواهرو پۀ حقله د يو څۀ ليکلو هڅه کوو۔ تر هر څۀ له مخه بايد مونږه پوهه شو چې جواهرات يا (Gemstone) څۀ شی دے ۔

جېم سټون :(GEMSTONE)

جواهرات د کاڼو يا منرالونو هغه ټوټه ده چې د رنګ د اعلٰی کېفيت او شفافيت له رويه انساني نظر ځان ته راکش کوي۔ پۀ دې کښې حجم، (size) لوي والی هم ارزښت لري د دې دپاره پۀ انګريزۍ کښې د [3C] يوه فارموله وضع کړل شوې ده چې پۀ دې رنګ ده ۔

1- C, Color : پۀ جواهراتو کښې رنګ تر هر څۀ لۀ مخه ډېر ارزښت لري ځکه چې رنګ هغه شی دی چې پۀ کتلو سره  د انسان نظر ځان ته راکاږي ۔

2- C(CLARITY): څومره چې د یو کاڼي رنګ ښکلی وو اؤ شفاف وو هغه هومره به ارزښتناک اؤ جاذب وي۔

3- C, CARATS- قیراط یا carat د قیمتي اؤ نیمه قیمتي  کاڼو د تللو يونټ دے چې پۀ يو ګرام کښې 5 قيراط وي۔ مقصد دا چې اعلٰی رنګ، شفاف او لوے سایز وي نو ارزښت به ئې ډېر وي ۔

پۀ بنيادي توګه د جواهراتو يعنې GEMS دوه قسمونه دي۔ چې يو ته ORGANIC يا نامياتي جواهرات او دوېم INORGANIC غېرنامياتي جواهرات دي۔

نامياتي جواهرات:[ORGANIC GEMS]

دا هغه جواهرات دي چې د زنده سرو د حياتياتي پروسې د Processپۀ نتيجه کښې جوړ شوي وي ۔ لکه Pearl يا ملغلره نن سبا پۀ فارمي طرز هم د دې توليد کېږي ۔

IVORY: د هاتھي غاښ یا Elephant Tuskورته هم وئېلے شي۔

مرجان CORAL: دا د سمندر د لاندې يو قسم له بوټی وي چې د وخت سره سختي راپېدا کوي ۔اؤ رنګ هم پیدا کوي۔ مرجان پۀ اول کښې سپين وي خو بیا د وخت د تېرېدو سره پۀ سُور رنګ اؤړي۔

AMBER:دا د ونو نه راوتے کنډ دے چې  (TREE RESIN) ورته هم وائي ۔ د وخت د تېرېدو سره د زمکې د لاندې پکښې کلکوالی پېدا کېږي۔

SEA SHELL )سمندري کونجکې:  دا پۀ سمندر کښې پېدا کېږي چې يو قسم له د آبي حيات باهرنے حفاظتي پوښښ

Cover دے چې دوي پکښې اوسېږي ۔

Jet: يو قسم له بوټے وي چې و وخت د تېريدو سره پکښې سختي راځي۔

دا پورته چې ذکر شو دا نامياتي جواهر دي ۔ دا د غېر نامیاتي جواهرو  نه پاستهٔ وي۔

غېر نامياتي جواهرات:(INORGANIC GEMS)

دا هغه قسم جواهرات دي کوم چې منرالونه دي او د زمکې دننه او د غرونو پۀ مېنځ کښې پۀ طبعي توګه جوړيږي ۔

زمونږ موضوع دلته د وطني جواهراتو پۀ حقله ده نو اکثره زمونږ پۀ وطن کښې غېر نامياتي جواهرات شتون لري ۔ هم دا جواهرات پۀ نړيوال کچ ډېر ارزښت لري ۔ مخکښې له دې چې مونږ د وطني جواهراتو پۀ حقله خپل ليک ته دوام ورکړو ، غواړم چې د جواهراتو پۀ درجه بندۍ هم مختصره خبره اوکړم۔

INORGANIC GEMS کښې دوه درجې دي

(1) قيمتي ډبرې يا کاڼي (PRECIOUS STONES)

(2) نيم قيمتي ډبرې يا کاڼي(SEMI PRECIOUS STONES)

د قيمتي او نيم قيمتي کاڼو درجه بندي د کاڼي د کلکوالي پۀ بنياد شوې ده۔ د کاڼو د کلکوالي د پاره يو ټېبل رغ شوے دے چې هغې ته (MOH SCALE )وئيلے شي يعنې د موه پېمانه۔موه پېمانه  د کاڼو د کلکوالي پېمانه ده چې د يو نه واخله تر  لسو پورې ده يعنې 1 تر ټولو پوست کاڼے دے د مثال پۀ توګه TALC او 10 Diamond الماس یا هيره ده چې تر ټولو کلک کاڼی دی۔

دلته مونږ د زدکړې دپاره دا ټېبل ليکو۔

1-TALC

GYPSUM-2

CALCITE-3

Fluorite-4

5-APATITE

6-FELDSPAR

7-QUARTZ

8-TOPAZ

9-CORUNDUM

10-DIAMOND

د دې مطلب دا دے چې پۀ پېمانه کښې دوېم کلکوالے پۀ اول نمبر کرښه راښکلے شي ۔ دریم پۀ دوېم څلورم پۀ دريم، پينځم پۀ څلورم شپږم پۀ پينځم،اووم پۀ اتم، اتم پۀ اووم، نهم پۀ اتم او لسم پۀ نهم کرښې هم راوستلی شي او ماتولی ئې هم شي ۔

قيمتي کاڼي:

الماس DIAMOND:

ياقوتRUBY:

نيلم SARHIRE:

زمرد EMERALD:

د دې نه علاوه نور ټول پۀ نيم قيمتي کاڼو SEMI PRECIOUSE کاڼو کښې حسابيږي خو ددې دا مطلب هيڅ کله نۀ دے چې هر الماس، ياقوت، نيلم او زمرد به قيمتي وي او د دې دا هم مطلب نۀ دے چې هر نيم قيمتي کاڼے به ارزان بیعه وي۔ ولې چې ډېر داسې کاڼي شته چې هغه پۀ نيم قيمتي کاڼو کښې حسابيږي خو پۀ قيمت کښې د الماسو، ياقوتو، نيلم او زمرد نه ګران بیعه دي ۔ لکه د بيروج Tourmaline ځينې قسمونه چې  يو ئې د هغو نه PARAIBA TOURMALINE دی۔ کوم چې پۀ برازيل او د مشرقي افریقا پۀ موزمبيق کښې موندلی شي۔

اوس راځو هغه کاڼو له چې زمونږ پۀ وطن کښې پېدا کېږي

کوارډز Quartz (بلور):

کوارډز يو شفاف کاڼی دی چې رنګونه هم لري ځينې کوارډز غېر شفاف هم وي خو چې څومره لوي وي او څومره شفاف وي نو ارزښت ئې زيات وي ۔ کوارډز ګلابي رنګ (pink) زرغن رنګ (Green) شين (Blue) هم لري ۔ دا رنګونه زمونږ پۀ وطن کښې نۀ پېدا کېږي او کۀ چرته پېدا کېږي نو ډېر پۀ کم مقدار۔ د کوارډز کلکوالی ۷ دی او دا د قلمونو CRYSTALS پۀ شکل کښې راځي او اکثره ئې قدرتي پالش وي او سرونه ئي پۀ قدرتي توګه جوړ وي ۔

کوارډز پۀ مومند، خېبر، دير، بونېر، مردان، چترال، وزيرستان، لورلائي، هزاره کوستان ، ورسک ، قلعه سېف الله ، مسلم باغ ، کونړ، بدخشان کښې پۀ مختلف قسمونوکښې  پېدا کېږي۔ لکه Faden Quartz فاډن کوارډز ، کلورین  کوارډز Clorine Quartz ,

Rutilated quartzپۀ دې کښې هم مختلف قسمونه دي چې تر ټولو ارزښناک ئې طلائي ستنې لري چې هغې ته Golden Rutilated Quartzوائي ځنې ئې تورې ستنې لري هغې ته Black rutilated quartz وائي۔ کلورين کوارډز داسې ښکاري لکه پۀ شيشه کښې دننه چې شين کبل يا شين چمن ښکاري۔ او پۀ دې کښې Faden quats داسې ښکاري لکه چې پۀ شيشه کښې دننه د مالوچو پاغوندې یا سپڼڅي ۔

بېروج TOURMALINE:

بېروج يو ډېر ښکلے او ارزښناک کاڼی دی چې پۀ ډېرو رنګونو کښې پېدا کېږي۔ سُور، زرغن، سپين، زيړ ، ګلابي، آسماني بيا پۀ دې رنګونو کښې مختلف شېډونه دي پۀ سور رنګ کښې ځانله بلها نور شېډونه دي۔ دغسې پۀ زرغن رنګ کښې هم پۀ شين Blue کښې هم بلها شیډونه دي۔ دغسې پۀ ګلابي pink کښې ډېر ښکلي شېډونه دي ۔ غرض دا چې لږ تر لږه د دېرشو نه زيات شېډونه پکښې موندلے شي ځينې شېډونه خو ئې ډېر ښۀ بازار او قيمت لري لکه:

Sea foam color, Lagoon color, indicolite وغېره ۔ دا وخت دا کاڼي ډېر ښۀ بازار لري ۔ بيا پۀ دې کښې داسې ښکلي قدرتي Specimines راځي چې هغه پۀ نړيوال بازار کښې ډېر قیمت اؤ ارزښت لري ۔ تر ټولو ښکلي Specimineپۀ کونړ او د نورستان پۀ پاپړوک کښې راوځي۔

بېروج TOURMALINE پۀ کورمه، دير، چترال، کونړ، نورستان او بدخشان کښې پېدا کيږي ۔ د کونړ او نورستان بېروج پۀ نړيواله کچه د ډېر لوړ کيفيت دي او پۀ نړيوالو بازارونو کښې د نورې دنيا د بېروجو نه پۀ فرق پلورل کېږي ۔ د بېروجو کلکوالے د 7-7۔5 (Hardness) دی۔

اقوامرين AQUAMARINE:

دا د بېرل خاندان سره تعلق ساتي ۔ اقوامرين چې هم څومره شفاف او صفا وي يعنې دننه پکښې جال يا INCLUSION نۀ وي او اعلٰی رنګ ئې وي نو هغه هومره ئې بازار ښۀ وي بلکه څنګه چې ئې د نوم نه ښکاره ده چې د سمندر د اوبو غوندې رنګ لري خو پۀ دې کښې هم شېډونه دي ۔ ځينې زرغون شین   GREENISH BLUE وي او ځنې ئې ژور شين وي DEEP BLUE ۔ ژور شين رنګ ئې ښۀ بازار لري ۔ د دې کلکوالے د 7 واخله تر 7۔5 پورې دے۔ دا پۀ دير چترال،کونړ او بدخشان کښې پېدا کېږي ۔ د بدخشان اقوامرين د اعلی کېفيت دي ۔

مورګنائيټ MORGANITE:

دا هم  د بېرل (Baryl)  فېملي سره تعلق لري دا دوه رنګونه لري چې يو بل ته ورته دي ۔ يو ګلابي (Pink) او بل ئې شفتالو يعنې (Peach color) دے د مورګنائیټ (Morganite) کلکوالے د 7۔5 نه واخله تر 8 پورې دے ۔دا هم پۀ ښۀ کاڼو کښې حسابېږي چې بازار اؤ ارزښت ئې شته ۔ دا پۀ کونړ کښې پېدا کېږي ۔

زمرد EMERALD:

دا قيمتي کاڼے دے او دا هم د بېرل فېملي سره تعلق لري۔ زرغن رنګ لري چې بيا د هر معدن زمرد ځان ته ځانګړے رنګ لري ۔ زمونږ پۀ وطن کښې د سوات پۀ شموزو کښې، د سوات پۀ مينګوره فضاګټ کښې او د شانګلې پۀ غوربند سېمه کښې د ښۀ کېفيت زمرد پېدا کېږي ۔ د دې نه علاوه د باجوړ پۀ برنګ کښې، پۀ چترال کښې ، پۀ لغمان کښې او بيا پۀ پنجشېر کښې د اعلٰی کیفیت زمرد راويستل کېږي چې پۀ نړيواله کچه ښۀ خريدار لري۔ يوه خبره دلته کول غواړم چې د نړۍ د هر ځائے زمرد لکه د کولومبیا، برازيل او د زمبيا چې تر ټولو ښۀ ئې د کولومبيا د موزو Mozu) معدن دي تقريبا زياته برخه ئې د هندوستان د راجستان ايالت جیپور ښار ته ځي ۔ ځکه چې د جیپور خلق د زمردو پۀ تراشلو کښې ځانګړے مهارت لري۔ بل د هندوستان خلق پۀ نسبت د نورې نړۍ د زمردو استعمال هم ډېر کوي ۔ د زمردو کلکوالے د 7۔5 نه واخله تر 8 پورې دے۔

KUNZITE کنزائټ:

کنزائټ پۀ نيم قيمتي کاڼو کښې ډېر خرڅېدو واله کاڼے دے ۔ ځکه چې د دې رنګ هم ګلابي (Pink) دے ۔ دا لکه د تختو پۀ څېر را اوځي د دې خپل نوم سپوډومین (Spodomene) دے پۀ زرغن (Green) رنګ کښې هم راځي چې بيا د تابکارۍ يا (Irradiation) پۀ ذريعه د دې رنګ ژور ګلابي (Deep pink) ته اړولے شي ۔ د کنزائټ کلکوالے د 6۔50 نه واخله تر 7 پورې دے۔ پۀ پېښور کښې د دې کاڼي د تراشلو ښۀ ماهره کاريګران شته ۔ دا پۀ کونړ کښې را ویستلی  شي ۔

ټوپاز TOPAZ:

ټوپاز اکثره بې رنګه یعني شفاف راوځي خو ځينې ځايونو کښې اسماني رنګ sky Blue او ګلابي (Pink) رنګونو کښې هم راوځي ۔ شفاف بې رنګه ټوپاز د تابکارۍ پۀ ذريعه پۀ اسماني شین Sky Blue ,  London Blue , Swiss Blue

رنګونو باندې اوړي ځنې ئې پۀ نصواري رنګ BROWN COLOR هم اوړي ۔ خو پۀ ټوپاز کښې بيا ګلابي رنګ (Pink topaz) ډېر کمیابهRare دی چې يواځې پۀ برازيل او د مردان اولسوالۍ د کاټلنګ پۀ غونډو معدن کښې پېدا کېږي ۔ د دې معدن ټوپاز پۀ بازار کښې ښۀ ارزښت لري ۔ د دې نه علاوه د کاټلنګ پۀ شموزو کښې هم راؤځي خو د هغې رنګ ګلابي نه دی۔ د ټوپاز کلکوالے 8 دے۔

ياقوت :RUBY

ياقوت RUBY چې د Corundum د خاندان سره تعلق لري ۔ ياقوت تر ټولو قيمتي کانے دے ۔ چې پۀ سورنګ کښې پېدا کېږي خو پۀ سور رنګ کښې بيا مختلف شېډونه دي چې vivid red-pinkred-purple red-royal Red او pigeon blood تر ټولو ښۀ رنګ دے دا د کابل سره مربوط د سروبي اولسوالۍ پۀ جګدلک نومې سيمه کښې راوځي چې پۀ نړيوال مارکيټ کښې ښه بازار لري ۔ د ياقوتو کلکوالے 9 دے۔

نيلم :SAPHIRE

دا هم پۀ قيمتي کاڼو کښې راځي ۔ نيلم هم د کورڼدم (Corundum) فېملي سره تعلق لري چې پۀ مختلف رنګونو کښې پېدا کېږي ۔ تر ټولو ښۀ رنګ ئې شين Blueدے ۔ چې مختلف شېډونه لري۔ ګلابي، زيړ  او زرغن رنګونو کښې هُم  پېدا کېږي ۔ پۀ جګدلک او بدخشان کښې  را اوځي ۔ د بدخشان نيلم شين Blue رنګ لري چې کیفیت ئې اعلٰی دی اؤ قیمت ئې لوړ دی۔  د دې کلکولے هم 9 دے۔

PERIDOT:

Peridot پۀ نيم قيمتي کاڼو کښې حسابيږي دا ډېر ښکلی او جاذب کاڼی دی ۔ چې د هزارې د کوهستان پۀ سوپټ نومې علاقه کښې پېدا کېږي ۔ ذرغن رنګ لري خو دا پۀ زرغن کښې بل شان شېډونه لري۔ چې پکښې:

Olive Green,lime Green ,Vivid Green, Dark Green شېډونه لري ۔ تر ټولو ښۀ رنګ ئېVivid green دے ۔ د کوهستان Peridotپۀ ټوله نړۍ کښې ډېر شهرت لري۔ د پېريډوټ کلکوالے د 6۔50 نه واخله تر7 پورې دے۔

نيفرائټ NEPHRITE:

دا جېډ Jade دے چې پۀ سپين زرغون، نسواري او تور رنګ کښې موندل کېږي۔ د نفرائټ تر ټولو لوي درنګونه د مومندو پۀ انبار او ګوشته کښې شتون لري ۔ د مومندو د انبار او ګوشتې نفرائټ پۀ زرغون رنګ کښې پېدا کېږي ۔ د دې نه علاوه نفرائټ پۀ باجوړ، چترال او وردګ سيمه کښې هم شته ۔ دا ټول معدنونه ښۀ غټې ذخيرې لري ۔ د نفرائټ کلکوالے د 6 نه تر 6۔5 پورې دے ۔ تر ټولو زيات اخستونکي ئې چينايان دي۔

سپېنل (لعل) SPINEL:

سپېنل يو قيمتي کاڼی  دی کوم چې د لعل پۀ نامه هم ياد شوی دی۔ لکه لعل د بدخشان دا پۀ بدخشان کښې پېدا کېږي ۔ کلکوالی ئې 8 دی ۔کوم چې پۀ الماس، ياقوت او نيلم پسې کلک کاڼی دی ۔سپېنل يا لعل پۀ ډېرو رنګونو کښې راځي خو تر ټولو ارزښتناک رنګ ئې سور رنګ دی۔

لاجورد  LAPIZ LAZULI:

لاجورد ډېر ښائسته کاڼی دی۔ د لاجوردو ځانګړې شين Blue رنګ دې کاني ته ځانګړتيا بخښي ۔ لاجورد تقريبا د اوومې صدۍ قبل مسيح نه راويستل کېږي چې تر ټولو قديمې معدنونه ئې د بدخشان پۀ سرِ سنګ کښې موندل شوي دي۔ دا دومره زاړۀ معدنونه دي چې د مصر د فرغونانو د وخت پۀ قديمې کالو پتروJewellary کښې کارول شوي دي۔ د لاجوردو معدنونه د بدخشان پۀ سرِسنګ کښې موقعیت لري چې مختلف کيفيتونه لري ۔ د هر معدن خپل نوم دے لکه جندک، جندلک، ريګي او پيتاوک خو کوم چې د اعلی کيفيت لاجورد دي هغې ته معدني وائي ۔ پۀ معدني لاجوردو کښې معدن چار تر ټولو لوړ کېفيت لري ۔ لاجورد  د 5 نه واخله تر 5۔5 پورې کلکوالے لري ۔ چې رښتيا خبره وي نو دومره لوي او تاريخي ذخيره پۀ نړۍ کښې د بل رنګ کاڼي لا تر اوسه نه ده راپېدا شوې ۔ دا وخت لاجورد صرف او صرف پۀ بدخشان او چترال کښې پېدا کېږي ۔ د نړۍ بل يو هېواد  لاجورد نۀ لري ۔دا هغه کاڼي وو کوم چې ډېر ارزښت لري او پۀ جيم کوالټي منرالونو کښې حسابېږي۔

د دې نه علاوه ګارنټ Garnet، فلورائټ Fluorite، سرپنټائن Serpentine، ګراسولرGrossular، بروسائټ Brucite، اپيټائټ Appetite، اراګونائټ Aragonite، ماؤ سټ سټ Mau sit sit ، جسپير Jasper، روډونائټ Rodhonite، زبرجد Epidote، ايګزینائټ Axinite ۔ د پښتون افغان وطن پۀ مختلفو منطقو کښې پېدا کېږي ۔

 

دا هم ولولئ

کاروباريان ولې د خېبر پښتونخوا نه کډه کوونکي دي__ اياز الله ترکزے

د تېرو شلو کالو نه پۀ خېبر پښتونخوا کښې کاروباري خلقو ته ډېرې زياتې ستونزې …