د شانګلې وسايل

ضلع شانګله چې د دنګو دنګو غرونو، ګڼو ځنګلونو، چتر چتر نخترونو، رڼو چينو، ابشارونو، ډنډونو، يخو هواګانو، ځنګلي مېوو او خوړونو کور دے، د پخواني رياست سوات برخه پاتې شوې ده او بيا د جولائي پۀ لسمه کال 1995 ورته د بيلې ضلعې حېثيت ورکړے شو۔ د شانګلې پۀ شمال کښې کوهستان، پۀ مشرق کښې بټګرام او تور غر، پۀ مغرب کښې سوات او پۀ جنوب کښې بونېر پراتۀ دي ۔ د ضلع شانګلې ټوله رقبه 1586 مربع کلوميټر ده او د کال 2023 د مردم شمارۍ مطابق د شانګلې ټوله ابادي 891252 ده۔  د شانګلې 41750 هيکټير زمکه يعنې د ټولې رقبې 417 مربع کلوميټر د کروندې قابله ده۔ د شانګلې د کليوالې ابادۍ  د معاش وسيله کرونده ده او د دې نه علاوه زياتره خلک پۀ وطن دننه يا د وطن نه بهر د خپلو تورو قسمتونو سپينو لپاره د مسافرۍ ژوند تېروي۔ د شانګلې زياتره خلک د کوئلې پۀ تورو درنګونو کښې خپل روښانه سبا لټوي او اکثر پۀ دغه لټه کښې د ګور تورو تيرو ته ستانۀ شي۔ پۀ دغه لړ کښې د کال 2014 نه تر کال 2025 پورې 6569 کسان  مړۀ او 8647 معذوره شوي دي۔ پۀ روان کال 2025 کښې تراوسه 237 کسان مړۀ او 413 ژوبل شوي دي۔  ضلع شانګله پۀ خپله غېږه کښې د خپلو بچو دپاره بلها شتمنۍ لري ولې د نور پښتون وطن پۀ رنګه د دې سيمې اولس هم د دغه شتمنيو د ګټو نه بې برخې دي۔ پۀ شانګله کښې دوه رنګه وسايل شتون لري۔ يو هغه وسايل دي کوم چې وړه کچه دي او د شانګلې اولس ترې پۀ مقامي کچ ګټې پورته کوولے شي يا پورته کوي لکه مېوې، سبزيانې، وريژې، جوار او غنم وغېره۔ دا هغه وسايل دي کوم چې پۀ وړه کچه د اولس د ګټې ذريعې دي خو د دې امدني ډېره کمه وي۔ بل هغه وسايل دي کوم چې پۀ لويه سطح يعنې پۀ صوبائي يا ملکي کچ د شانګلې قسمت بدلوولے شي خو د اتلسم آئيني ترميم نه پس هم دغه واک ترلاسه نۀ شو، لکه بجلي۔

د شانګلې پۀ لويو وسايلو کښې اوبۀ، بجلي، معدنيات، ځنګلونه او سېلګري شامل دي۔ دا هغه وسايل دي چې د دې وروستو پاتې سيمې د روښانه سباؤن سوب جوړېدے شي کۀ چرې پۀ اتلسم آئيني ترميم عمل يقيني کړے شي او صوبائي حکومت دې پله پام لرنه وکړي۔ دلته دغه وسايل بيل بيل پۀ تفصيل سره بيانوو۔

اوبۀ او بجلي: شانګله چې د ښائسته آب و هوا او يخ موسم سيمه ده۔ شانګله د يو شمېر ګليشيئرز او بارانونو لۀ وجې د اوبو د دولت نه مالامال ضلع ده۔ د شانګلې پۀ سينه لوے اباسين بهېږي، کوم چې د شانګلې او خوا و شا سيمو تر ټولو لوے سيند دے ۔ اباسين د کوهستانونو نه تر کابلګرام پورې د شانګلې پۀ شمال مشرق کښې بهېږي۔ دا سيند د تور غر او شانګلې د ټرانسپورټ مهمه وسيله هم ده، چې د وړو کشتو او بېړو پۀ ذريعه پکښې عام اولس تګ راتګ کوي۔ دا سيند تربيله ډېم  ته د اوبو ورکوولو تر ټولو لويه او بنيادي ذريعه ده خو د بد مرغۍ نه د دې سيند د ګټو نه شانګله تر اوسه  بې برخې پاتې ده۔ د حکومتي توجو د نيشتوالي لۀ کبله دا سيند ټوله ګټه پنجاب ته وړي۔ هغه کۀ د زراعت پۀ صورت کښې ده، کۀ د انډسټريانو پۀ صورت کښې ده، کۀ د څښکلو د اوبو پۀ صورت کښې ده او کۀ د تربېله ډېم د بجلۍ پۀ صورت کښې۔ کۀ د دې سيند لپاره باقاعده پراجيکټونه راوړلے شي او د دې نه د زراعت، وړو ډېمونو، لختو او د څښکلو دپاره سکيمونه وکړے شي نو دا ضلع پۀ مستقله توګه خودمختاره کېدے شي۔ د اباسين نه علاوه پۀ شانګله کښې لوے خوړونه هم بهېږي لکه خان خوړ، د کاڼا (شاهپور) خوړ او د الپورۍ خوړ چې د اوبه خور لوئې ذريعې هم دي او ځني پکښې بجلي هم پېدا کوي او ډېر خواږۀ مهيان هم لري لکه ټراؤټ مهيان۔

خان خوړ ډېم (راڼيال) د بشام سره نزدې واقع دے او د جولائي د مياشتې پۀ 14مه نېټه کال 2012 کښې مکمل کړے شوے دے او دا ډېم 72 ميګاواټ بجلي پېدا کوي او د شانګلې د بجلۍ لګښت د 6 ميګا واټ پورې دے خو دغه بجلي د شانګلې پۀ ځاے اسلام اباد او پنجاب ته ورکړے شوې ده او شانګلې ته د خپل ضرورت بجلي هم نۀ ورکوولے کېږي چې لۀ وجې ئې پۀ شانګله کښې د دولس دولس ګنټې لوډشيډنګ وي۔ د دې نه علاوه پۀ راڼيال کښې بل ډېم باندې هم کار روان دے کوم چې به تقريباً 11۔8 ميګاواټ بجلي پېدا کوي۔ دغه ډېم پۀ کال 2023 کښې مکمل کړے شوے دے خو تر اوسه چينيائي انجينيئرانو د ټسټ کوولو لپاره منتظر دے۔ د دغه ډېم سره نزدې درې ويلج کونسلو (کروړه، کوز کاڼا، اوپل) سره ژمنه شوې ده چې دوي ته نه د دغه نوي ډېم نه بجلي ورکولے شي، خو داسې ژمنې د خان خوړ ډېم پۀ وخت هم شوې وې چې بيا پوره نۀ شوې۔د دې سره سره د بر کاڼا (شاهپور) خوړ او سنېله، سندوي، چاګم (پورڼ) خوړ د بجلۍ واړۀ واړۀ پرجېکټونه لري کوم چې د مقامي ځايونو د بجلۍ ضرورت پوره کوي۔

د روان کال 2025 د جنورۍ د مياشتې پۀ 27مه نېټه پۀ ډان روزپاڼه کښې يو ارټيکل د سرخط ‘14 hydropower schemes approved for Shangla’ د لاندې چاپ شوے ؤ چې پکښې د بجلۍ څوارلسو نوي پراجېکټونو منظوري ورکړے شوې وه۔ پۀ دغه ارټيکل کښې د پاکستان تحريک انصاف د صوبائي ډپټي جنرل سيکرټري نواز محمود خان (څوک چې د شانګلې سره تعلق لري) حواله ورکړے شوې ده۔دغه پراجېکټونه به Pakhtunkhwa Energy Development Orginisation (PEDO) تر سره کوي۔ پۀ دغه ارټيکل کښې چې کوم ځايونه ذکر شوي دي د هغې تفصيل لاندې دے۔

نمبر شمار ځايونه د بجلۍ پېداوار
1 خوړ کلے ليلوڼۍ 56KW
2 سورے اشاړ 25KW
3 کاړۍ چوربټ 35KW
4 ګټانو پټے 30KW
5 شګو دولت کلے 80KW
6 شاهپور 25KW
7 بر کاڼا 25KW
8 کيرړۍ ژرندې 35KW
9 ولو لاړۍ 25KW
10 مټه اغوان ډېرۍ 125KW
11 کوز کلے غلام الله 35KW
12 پېريانو خټ لاړۍ 40KW
13 ګاجي خوړ داموړۍ 68KW
14 بېلې بابا 96KW

کۀ چرې دغه واړۀ واړۀ پراجېکټونه مکمل کړے شي نو د دغه ځايونو د بجلۍ ستونزه به حل شي چې ورسره به د پخلي او پۀ ژمي کښې د ګرمېدو لپاره د لرګو ضرورت کم شي او د شانګلې ځنګلې به بچ پاتې شي۔

معدنيات: شانګله د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ شان معدني وسايل هم لري۔ پۀ دغه معدني وسايل/معدنياتو کښې څۀ داسې دي چې پۀ هغې باندې کار شوے دے يا روان دے او څۀ داسې هم دي چې موندلے شوي دي خو پۀ باقاعدګه توګه پرې کار نۀ دے شوے۔

زمرود د شانګلې پۀ غرئيزه سيمه امني کښې شتون لري۔ دا سيمه غوربند برخه ده۔ پۀ امني کښې نړۍ پۀ قيمتي زمرودو کښې شمېرلے شي۔ دا زمرود د پنجشېر د زمرودو غوندې صفا او تک شنۀ دي چې د دې سيمې خوا و شا سيمو (لکه سوات) زمرودو کښې تر ټولو قيمتي دي۔ د پنجشېر زمرود د کولمبيا د زمرودو غوندې دي او د دې د يو کېرټ قيمت د 3865 ډالر پورې دے۔ د امني د زمرودو دغه درنګ د ټېکدارانو او مالکانو د شخړو لۀ وجې د تېرو څو کالو راهسې تړلے پروت دے۔

د دې نه علاوه پۀ شانګله کښې نور هم يو شمېر نور معدنيات هم شتون لري۔ پۀ دغه معدنياتو کښې د Ministry of Petroleum & Natural Resource د کال 2017 د يوې سروے Geological Survey of Pakistan مطابق چې کوم ارټيکل چاپ شوے دے، د هغې سر خط Minerals Resources of Khyber Pakhtunkhwa and FATA Pakistan دے، چې د پښتونخوا د نورو سيمو سره سره پکښې د شانګلې د معدنياتو ذکر هم شته۔ د دغه ارټېکل مطابق پۀ شانګله کښې د الپورۍ خوا و شا سيمو کښې Nickel موجود دي۔ Nickel يو قيمتي دهات دے کوم چې د سيکو، لوخو،بجلۍ تارونو، د ګېس ټربائنز او راکټ انجن پۀ جوړولو کښې استعمالېږي ولې چې دا دهات ډېر زيات ټمپرېچر برداشت کوولے شي۔ د International Energy Agency مطابق د کال 2040 پورې به پۀ ټوله نړۍ کښې د Nickel پۀ ډېمانډ کښې تر 40 فيصده اضافې امکان دے، چې د انرجۍ د خوندي کوولوضرورت پوره کړے شي۔ کۀ د دې لټون وکړے شي د شانګلې پۀ پرمختګ کښې مهم کردار لوبولے شي۔ د دې سره Manganese هم پۀ شانګله کښې شته، کوم چې پۀ وچو بېټريانو او رنګونو کښې استعمالولے شي۔ د دې نه علاوه پۀ سټيل جوړولو کښې د مضبوطيا لپاره هم پۀ کار راويستلے شي۔

د دې نه علاوه پۀ شانګله کښې پۀ مختلفو سيمو کښې معدنيات موجود دي، لکه پۀ غوربند، مارتونګ، چکېسر، دندۍ، مېره وغېر کښې کښې مټۍ soapstone شته، چې ډېره قيمتي ګټه ده۔ د دې سره د تحصيل پورڼ پۀ سيمو برېم، اينوور، ماچکنډۍ فېضه او شاهي دره کښې ماربل هم شته چې صرف پۀ برېم کښې پرې کار روان دے۔ د دې سره سره د بکرۍ درنګونه هم پۀ کوزپاو کښې موجود دي۔

هم داسې پۀ شانګله کښې ګريفائټ، کرومائيټ، کرسټلز/بلور (کوم چې د فانوسونو، ګدانونو او نورو لوخو جوړولو کښې پکار راويستے کېږي) asbestos چې د ګاډو لېدرې ترېنه جوړېږي، دغه هم پۀ شانګله کښې موندلے شي، د دې نه علاوه سپين او شنۀ سنګ مرمر او ګرېنائډ ګټه هم پۀ شانګله کښې موندلے شوې ده کومه چې پۀ ابادي کښې پۀ کار راويستے شي خو پۀ دې معدنياتو لا تراوسه هغسې کار نۀ دے شوے څنګه چې پکار دے۔

 

ځنګلونه: پۀ شانګله کښې واړۀ او غټ ځنګلونه ډېر پۀ ګڼ شمېر کښې موجود دي۔ د شانګلې د ټولې رقبې 31 فيصد زمکه يعنې 1586 مربع کلوميټر زمکه پۀ ځنګلونو مشتمله ده۔ پۀ دغه ځنګلونو کښې شلخو سر يختنګے، شانګله ټاپ، پيچو بانډه، مټه کارين، نخترو غر ماچاړ، بوړا بڼ، تيتوالان بڼ، بيرو بڼ پورڼ، بېنشا بڼ، دړکا بڼ، کوَرو الپورۍ، د لېلونۍ غرونه، د سنګوټيا ځنګل، نوې ټيټۍ، چکټ کروړه، ګلي بټ،شهيد سر، ډېرۍ مخوزي، اينور مخوزي، ډاګ سر، لوے سر، لوے ګړنګ، وړوکے ګړنګ، بوړيمار، پير سر، جينکو مېدان، لانګباړ، چپړے وغېره۔دغه ځنګلونو مختلفې ونې او بوټي لري۔ پۀ دغه ونو کښې زياتره نختر، اچر، پيچ، رانزړۀ، بنج وغېره شامل دي۔  دغه لرګي د فرنېچر، سوانې او کورونو جوړولو لپاره کارولے کېږي۔ دغه ځنګلونه کۀ قامي پارکونه وګرځولے شي نو صوبې ته ډېرې ګټې راوړلے شي۔ د نورې پښتونخوا پۀ رنګ د شانګلې غرونه هم پۀ بې دردۍ سره کټ کوولے کېږي او يا پۀ اوړي کښې پۀ دغه ځنګلو کښې اوور لګېږي چې لۀ وجې ئې د شانګلې پۀ موسم کښې تودوالے راغلے دے او د دې سره سره د زمکې خوئېدو (land sliding) کښې هم اضافه شوې ده۔

پۀ دې ځنګلونه کښې ځنګلي مېوې لکه انځر، توتان، ګوراچ، مماڼې، کروړې، سرې کاسې، بوګڼۍ، غنم رنګې او چميارۍ وغېره پۀ ډېر لوے شمېر کښې موندلے شي۔ د دې سره پۀ دې ځنګلونو کښې مختلف ساګونه/سابۀ لکه کياڼ، کونجے، مکړپڼ، تيندوړے، لاډورې، بمبوره، تلبوو، ګوجۍ، مکڼ پت، بلامبوره،  ټاک، شپېشتے، اولالۍ وغېره هم کېږي۔ د دې سره سره سوچه پاڼه، ګوجۍ او بېرنج هم پۀ دې غرونو کښې کېږي۔ د دې سره سره ځنګلي ځناور لکه ساراني چرګان؛ بېګر، شام، لائټ، مرغۍ؛ زرکې، تاروګان او د دې سره سره ګډان او سوې هم شته خو د دې تعداد ډېر کم شوے دے بلکې د نيشت برابر دے۔ پۀ دې ځنګلو کښې يخې قدرتي چينې پۀ ګڼ شمېر کښې موجودې دي چې اکثر ترېنه نزدې سيمو ته د اوبو سکيمونه شوي دي۔

پۀ دې ځنګلونو کښې داسې بوټي يا د بوټو ځېلې شته چې هغه ځائي خلک د درملو پۀ ځاے پۀ استعمال کښې راولي۔ د بر کاڼا، اولندر، لاړۍ، بېلکانۍ سره خوا و شا ځنګلو کښې لال دانه نومې ځېله کېږي چې دغه ځېله پسې ځائي خلکو دغه غرونه کنستي دي او دا به هندوستان ته وړلے کېدله۔ دا پۀ مختلفو دوائيانو کښې استعمالولے شي۔ د دې نه علاوه مشکي بالا نومې ځېله هم د اولس د روزګار يوه ذريعه ده او دا هم پۀ مختلفو دوائيانو کښې استعمالولے شي۔

د شانګې ځنګلونه د بې درېغه کټ کوولو لۀ وجې پۀ ختمېدو دي۔ د عام اولس د غفلت سره سره حکومت له هم ضروري ده چې د شانګلې غوندې د ځنګلونو خاورې ته د ګېس او وافره بجلۍ سهولت پۀ ترجيحي بنيادونو ورکړي ولې چې د داسې سيمو د سوانې او پخلي د لرګو نه بغېر بله چاره نۀ وي او پۀ دې طريقه ځنګلې لۀ مينځه ځي۔ پۀ دې وجه پۀ شانګله کښې د لرګو خرڅولو کاروبار هم روان دے چې د ابادي، سوانې او فرنېچر لرګي پکښې زياتره د پخلي لپاره سېزلے کېږي۔

 

سېلګري: سېلګري چې د يو ملک د معيشيت سنبهالولو او مضبوطولو لپاره تر ټولو ارزانه وسيله ده، پښتونخوا وطن پۀ هر قدم د سېلګرۍ لپاره ښائسته ځايونه لري۔ ضلع شانګله هم پۀ دغه سيمو کښې يوه سيمه ده چې د خپل قدرتي حسن لۀ وجې د سېلګرۍ دپاره ښائسته ځايونه لري۔ پۀ شانګله کښې د سېلګرۍ ته وده ورکولو لپاره چې کوم ځايونه مهم دي پۀ هغې کښې برجو بانډه، ماچاړ ابشار، اجمېر، پير سر، کنډو سر لېلوڼۍ، بهرام ډنډه، تخت بهرام،شلخو سر، بهادر سر، قلاور، يختنګے، څپرے،  ټوا، دوه سرے،دشت لېلا (کنډو)، کهو سر  ډاګ سر، ګاڼشال،سينګوړ، بوډۍ سر،ډوډاؤ،سر دره (لوګے) کاپر بانډه، سوکړ بانډه او داسې نور يو شمېر غرونه شامل دي۔

د Tourism Departmentد توجو نۀ ورکولو لۀ وجې دا جنتي سيمه چا هغسې ونۀ  پېژندله څنګه چې پکار وه۔ دغه ځايونو ته پۀ رسېدو کښې چې کومې ستونزې دي پۀ هغې کښې بنيادي ستونزه د لارو/سړکونه ده۔ پۀ دې کښې ځني سيمو ته کچه سړکونه دي چې هر رنګه ګاډے پرې نۀ شي تلے او يا ورته د ګاډو لپاره لارې نشته۔ د پخو سړکونو د نيشت والي لۀ وجې دغه ځايونو ته د سېلګرو تګ ډېر کم دے او د شانګلې ځائي خلک هم ترې دومره نۀ دي خبر نو هم دا وجه ده چې پۀ دغه ځايونو کښې نۀ خو هوټلې يا د سېلګرو د پاتې کېدو نور سهولتونه شته او نۀ د دغه سيمو عام خلک دومره شتمن دي چې دغه سېلګرو ته د پاتې کېدو لپاره ځايونه ورکړي۔ پۀ دې کښې اکثر ځايونه داسې دي چې د هغې سره خوا و شا انساني ابادي هم نشته۔ پۀ دې ځايونو کښې دوه ځايونه (دشت لېلا او برجو بانډه) داسې دي چې دغلته د خوراک، څښاک او پاتې کېدو لپاره د tent pods سهولت شته۔ کۀ چرې دې ځايونو ته پاخۀ سړکونه وويستلے شي او دغه ځايونه د حکومت لۀ خوا پۀ باقاعده توګه Tourism spotsوټاکلے شي او نورې نړۍ يا کم از کم پۀ ملک کښې دننه پۀ خلکو وپېژندے شي، نو دا د سوات غوندې د سېلګرۍ پۀ لړ کښې شانګلې ته ډېرې ګټې راوړے شي۔

د دې نه علاوه پۀ شانګله کښې د زړو تهذوبونو نخښې هم موجود دي، چې کۀ چرې پۀ دې باندې د حکومتي ادارو لۀ خوا کار وکړے شي نو دا د نړيوالې سېلګرۍ سوب ګرځېدے شي۔ پۀ شانګله کښې بدهائي آثار د حکومت د نيشت توجه لۀ وجې د عدم تحفظ ښکار دي۔ پۀ کال 2021 کښې پۀ چکېسر کښې يوه پېښه راغلې وه چې د بدهائي آثارو غلا کوولو هڅه شوې وه خو ځائي خلکو ناکامه کړې وې۔ دا د نړيوالې سېلګرۍ پۀ لړ کښې ډېر مهم ځايونه دي۔ پۀ دغه ځايونو کښې ډوما ډومۍ، اجمېر، بونېروال او چکېسر۔ دغه ځايونو کښې بدهائي آثار موجود دي البته پۀ شانګله کښې هندو مت آثار هم موندے شوي دي، کوم چې د هندو شاهي دور دي او د دې لوے ثبوت دا دے چې د شانګلې زياتره کلي او غرونه د هندۍ يا سنسکرت ژبې توري دي۔ کۀ داسې ځايونو ته پام لرنه وکړے شي نو دا د سېلګرۍ دپاره ډېر مهم ثابتېدے شي۔

پۀ شانګله کښې ځني وسايل داسې هم شته چې د عام اولس د بې خوندتيا لۀ وجې نۀ کارولے کېږي۔ دلته اوبۀ، ګيا، بانډې او ورشو ګانې پۀ ډېر تعداد کښې شتون لري۔ او پۀ داسې سيمو کښې د وطني چرګانو، ګډو بيزو، غواګانو، مېښو وغېره فارمونه ډېر کامياب وي او د روزګار ښۀ موقعې لاس ته راوړے شي خو دغه طرف نۀ خو عام اولس توجو ورکوي او نۀ محکه لائيو سټاک خو د دې باوجود هم پۀ شانګله کښې واړۀ واړۀ کاروبارونه د پيو، وطني غوړو او شاتو (ګبين) هم شته چې پۀ مقامي کچ يا د نزدې ضلعو سره کاروباري تړون لري۔ پۀ خاصه توګه د لوے اختر پۀ موقع د شانګلې څاروي هم نورو ضلعو ته لېږلے شي او دا هم د دې ځاے پۀ سيمئيز کاروبار کښې شامل دے۔ هم داسې د شانګلې پۀ لويو خوړونو او چينو کښې د مهيانو فارمونه هم کۀ جوړ کړے شي او د شانګلې خپل وطني مهيان پکښې وساتلے شي او د دې نسل د ورکېدو نه بچ کړے شي نو دا د ټولو نه لوے او کامياب کاروبار جوړېدے شي ولې چې د شانګلې د خوړونو مهيان ډېر خواږۀ او قيمتي دي۔ د دې سره الوګان او املوکان (واړۀ او غټ) هم د شانګلې نه پۀ ډېر ګڼ شمېر کښې د صوبې مختلفو ضلعو ته لېږلے شي۔ هر څو کۀ د شاتو، الوګانو او املوکانو روزګارونه موسمي دي ولې بيا هم د خلکو پۀ معيشيت کښې مهم کردار لوبوي۔

لنډه دا چې ضلع شانګله د پښتونخوا د نورو ضلعو غوندې د قدرتي شتمنيو نه مالامال ضلع ده او پۀ خپلو غرونو او بانډو کښې ډېرې خزانې لري۔ کۀ چرې دا خزانې رابرسېره کړے شي نو د دې سيمي ځوانان به د کوئلې تورو درنګونو ته، څوکيدارۍ ته يا بهر وطنونو ته نۀ ځي بلکې پۀ خپله شتمنه شانګله کښې به خپل روزګارونه کوي۔

 

 

دا هم ولولئ

د مومند ماربل د ښامار پۀ خلۀ کښې ۔۔۔۔۔۔۔۔۔مزران مومند

پښتونخوا وطن خداے د قدرتي وسيلو نه مالامال پېدا کړے او هم دغه وجه ده …