علاقه سدهوم يا د سدهوم وادي چې د سکرې غر د لمنو نه شروع کېږي دغه سکره غر د بونېر او د سدهوم تر مېنځه د پُولې حېثيت هم لري ۔ دغسې د کړمار غر پۀ بنياد د صوابۍ سره هم خپلې پُولې جنګوي ۔ دا تاريخي سيمه د ضلع مردان پۀ شمال کښې د شهبازګړهې نه پس شروع کېږي چې تقريبا دولس يونين کونسلونه او دوه پنځوست لويې او واړۀ کلي لري ۔ د ابادۍ پۀ لحاظ د سدهوم علاقه تقريباً دوه نيم لکهه ابادي لري ۔ دا علاقه د مخصوص اب و هوا پۀ لحاظ باندې زرخېزه ده ۔ يوخوا کۀ خوږه او غوره مالټه پېدا کوي نو بلخوا د سوات د لويې نهر پۀ بنياد ښکلي غنم ، ګنے، جوار، وريژه او دغسې سبزيانې او نورې مېوې هم پېدا کوي ۔ د سودهم هغه علاقه چې اوبۀ ورته نۀ رسي خصوصاً غريزې سيمې دي هلته د ډېر پخوا نه تاريخي توګه باندې مشهور فصل شړشم کېږي ۔ ځکه چې کله د سدهوم علاقې نوم راځي د شړشم ذکر به خامخا کېږي ۔ پۀ دې لړ کښې د سدهوم علاقې چې کوم لوے بازار او د تحصيل پۀ حساب باندې (هېډ افس دے) هغه تاريخي رستم دے چرته چې د شړشمو پوره انډسټري پۀ وړه سطحه باندې موجوده ده ۔
رستم د تېلو پۀ پېدوار کښې پۀ پاکستان کښې پۀ دوېم نمبر دے ۔ ولې چې پۀ اول نمبر باندې د پنجاب ګجر خان راځي ۔ پۀ پښتونخوا کښې چې کله منے شروع شي نو پۀ پټو کښې د شړشمو تخم اونوستلے شي دغسې د رستم (ضلع مردان) سره سره د صوابۍ او چارسدې پۀ زمکه هم شړشم ونوستے شي ۔ هر کله چې سپرلے سر وهي نو د سدهوم ټوله علاقه د شړشم دپۀ ګل زيړ څادر کښې رانغښتې شوې وي ۔ دغسې د مارچ او اپرېل پۀ مياشتو کښې دغه فصل ورېبلے شي چې تخم به ئې پخوا ګاڼو ته وړلے کېدو ولې اوس د دغه ګاڼو پۀ ځاے باندې مشينان لګېدلي دي ۔ د سدهوم علاقې خپل شړشم پۀ ټول پاکستان کښې خپل ځانګړے رنګ او خوند لري ۔ ولې د صوابۍ ، مردان او پېښور سره سره د پښتونخوا د نورو سيمو شړشمونه هم ښۀ دي ۔ دغسې د چارسدې شړشم د مردان او صوابۍ د شړشم پۀ نسبت باندې کمزورے راځي ۔ د شړشم دوه قسمونه دي يو وطنے شړشم دے او بل پارامے شړشم دے ۔ چې د دواړو نه دوه قسمه تېل اوځي ۔ د وطني شړشم ته Bustard Oil وائي او پارامي شړشم ته Kenola oil وائي ۔
کېنوله شړم هغه شړشم دے چې د ريسرچ نه پس پارامي شکل کښې راغلے دے ۔ ولې چې وطني شړشم کښې ځنې توکي د صحت د پاره غوره نۀ وو ۔ ځکه د کېنوله شړشم پېداوار ډېر دے او خرڅېږي هم پۀ ښۀ بېعه نو زميندارو اوس هم دغه پارامي شړشم کرلو ته مخه کړې ده ۔ د زېتون د تېلو نه پس کۀ کوم تېل انساني صحت د پاره سودمند دي نو هغه د شړشم دغه تېل دي چې د زړۀ د مريض د پاره، د معدې، بلډ پرېشر، د جوړونو د پاره هم بهترين کار ورکوي ۔ د زېتون تېل کۀ هر څو ښۀ تېل دي خو د هغې يو کلوګرام قيمت د درې زرو نه د شپږو زرو پورې دے ۔ ولې د کېنوله شړشم تېلو يو کلوګرام تقريبا پۀ شپږ سوه روپۍ دے ۔ د بهرني تېلو پۀ نسبت هم کۀ وکتلے شي نو هغه تېل چې پۀ کنټېنرو کښې راځي پۀ Sea fort کښې پۀ مياشتو مياشتو ايسار وي او چې کله تر مونږه رارسي نو ايکسپاير شوي وي او دغسې د دوباره کارامد کولو د پاره پکښې د نوي تاريخ د پاره کېمکل اچولې کېږي ۔ د پاکستاني ډالډه غوړو خو به هډو څۀ وايو نه چې پۀ کوم رنګ او پۀ شکل د ګندګۍ نه پس ډبو ته رسي ۔ د کوم د وجې چې هر دوېم سړے د بلډپرېشر، شوګر يا کومې بلې ناروغۍ سره مخ دے ۔ بلخوا پۀ نورو غوړو يا تېلو کښې درې ځله يو پخلے ممکن دے ولې د شړشم پۀ تېلو کښې اتۀ ځله پخلے کېدے شي ۔
پۀ رستم بازار کښې دا وخت لويې او وړې فيکټرۍ تر څلوېښتو پورې رسېدلې دي ۔ پخوا به پۀ غويانو دغه شړشم غوبل کېدو او اوس دغه کار دغه فيکټرۍ ترسره کوي ۔ د فيکټرو د چلوونکو تر مخه يو مشين اندازې سره دوه يا درې منه شړشم غوبلوي (پښتونخوا کښې عموما يو من 50kg وي) دغسې دا مشينان د دولس ګنټو پۀ حساب باندې دېرش څلوېښت منه شړشم غوبلوي او دغه حساب کۀ مونږه د څلوېښتو فيکټرو د مشينانو ولګوو نو د ورځې پۀ حساب باندې دري زره (3000 منه) شړشم غوبلوي ۔ هم دغه رنګه د مياشتې پۀ حساب باندې د رستم ټولې فيکټرۍ شپږدېرش زره (36000منه) شړشم اندازې سره غوبلوي پۀ من شړشم کښې (15Kg) يعنې پينځلس کلو تېل وځي ۔ اوس د مياشتې پۀ حساب چې دغه اندازه ولګوو نو مطلب دا شو چې رستم کښې د مياشتې(10800 من) لس زره منه د شړشم تېل پېدا کېږي ۔ هم دغه رنګه پۀ من شړشم کښې دوه دېرش کلو (32kg) کل وځي کوم چې د څاروؤ د څربېدو د پاره تر ټولو غوره خوراک دے ۔ تقريبا شل زره منو نه زيات کل وځي چې د پاکستان نورو صوبو سندهـ او پنجاب ته پۀ ټرکونو کښې د څاروؤ د پاره ځي ۔ هم دغه رنګه کۀ وګورو نو پۀ يوه فيکټرۍ کم از کم پينځلس کسان پۀ شمول د مالک پۀ روزګار وي دغسې چې دا څلوېښت فيکټرۍ دي نو د دې مطلب دا شو چې شپږ سوه تنان د رستم پۀ دې بازار کښې د تېلو د فيکټرۍ پۀ حساب باندې خپله ګټه وټه ترسره کوي ۔ هم دغه رنګه دا فېکټرو والا د لکهونو روپو پۀ حساب کښې د بجلۍ بل ورکوي نو د يوې اندازې مطابق د رستم د تېلو فيکټرو له خو د انکم ټيکس پۀ مد کښې صوبې ته 8 کروړه روپۍ پوره کوي ۔ خو د دې باوجود زياتې فيکټرۍ اوس پۀ سولر سسټم شوي دي او د خپلې بجلۍ نه محرومه دي ۔
د دې فيکټرو د پاره د زرګونو ټنونو پۀ حساب باندې د شړشم ضرورت وي کوم چې کاروباريان د سندهـ او د پنجاب نه راغواړي ۔ د سدهوم ايل د مشر وېنا ده چې (يو ټرک دس ويلر راته پۀ 60 لکهه) باندې پرېوځي ۔ دغسې د سدهوم وادي پۀ خپله اتۀ سوه ټنه شړشم پېدا کوي کوم چې د پاکستان تر ټولو قيمتي او ښکلے شړشم دے ۔ کۀ حکومت دې طرف ته رجوع وکړه او زميندار هم پۀ جديد طرز د شړشم دغه فصل وکري نو ټوله علاقه د تېلو نه پۀ دغه مد کښې مستفيد کېدې شي ۔ خو بلخوا د ګلوبل وارمنګ له خوا د شړشم پۀ فصل باندې دلته اثرات غورځېدلي دي د کومې سره چې د فصل پېداوار کم شوے دے ۔ بلخوا د ټېکسونو او د بجلو لګښت هم پۀ کاروبار باندې اثر پرېباسي کوم چې د حکومت ذمه واري ده چې اسانتياوې پېدا کړي چې د رستم دغه د تېلو انډسټرۍ ته يو ځانله وړوکے زون ورکړي چې د علاقې د پاره سود مند ثابتېدے شي ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928