پښتانۀ افغانان د زمانو زمانو نه پۀ خپله قدرتي جغرافيه کښې دننه پۀ خپلو دنګو دنګو غرونو، هوارو مېدانونو، تودو صحراګانو، لويو لويو ښارونو کلو او بانډو کښې ژوند کوي۔ د دغه وطن پُولې يا بريدونه د امو درياب او اباسين دي ۔ د پښتنو افغانانو دا وطن د جنوبي اېشيا او مرکزي ايشيا تر منځ پۀ داسې ځای باندې پروت دے کوم چې د يو پُل حېثېت لري او هغه ځکه چې پۀ دې وطن کښې داسې لوي لوي تجارتي لارې او کنډاونه دي د کومو پۀ ذرېعه چې د جنوبي اېشيا لکه د هند ، بنګله دېش ، سريلنکا ، مالديپ ، بوټان او پاکستان نه د وچې پۀ لاره پۀ ډېر لږ وخت کښې او پۀ ډېره کمه خرچه مرکزي اېشيا لکه روس ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمانستان ، ازربايجان ، کرغزستان ، او بيا تر اروپا پورې تجارتي قافلې تللې شي ۔دا خاوره پۀ هر دور کښې د دنيا د هر زورور قوت د پاره پۀ فوځي او اقتصادي لحاظ سره د ډېر اهميت وړ پاتې شوې ده ځکه خو ئې هر زورور د نيولو کوشش کړے دے او پۀ دغه کشمکش کښې اکثره جنګيالي حمله اور هم پۀ دغو لارو راتېر شوې دي ۔ځکه خو دا خاوره پۀ اکثرو وختونو کښې نا قلاره او د اړي ګړي ښکار پاتې شوې ده ۔ او د دغه اړو ګړو د وجې نه وخت پۀ وخت د دغې خاورې خپل فطري جغرافيائي وحدت هم مات کړے شوے دے ۔ دا قام تقسيم کړی دی چې لوي مثالو نې د ګندمک او ډيورنډ لوظنامې دي ۔ د ګندمک د لوظنامې تر مخه د دې خاورې نه جنوبي پښتونخوا راوشوکولې شوه او د برټش بلوچستان برخه کړی شوه ، بيا ورپسې د ډيورنډ لوظنامې تر مخه د دې خاورې جغرافيائي وحدت بېخي پۀ ملا مات کړو او پۀ نتېجه کښې ئې موجوده خېبر پښتونخوا او پخوانۍ قبائلي سيمې راوشوکولې شوې او پۀ زور د هند برخه کړی شوې ۔ دغسې برطانوي سامراج دا قام ډېر زيات ټوټه کړو او د ټولو ټوټو تر مېنځ ئې خپلې تورې استعماري کرښې راښکلې چې پۀ نتېجه کښې ئې د دې قام پۀ تجارت ، اقتصاد، او قامي وحدت ډېرې بدې نتېجې پرېوتلې ۔ دا قام چې د زرګونو کلونو نه پۀ دغه خاوره موجود دے پۀ دغه فطري جغرافيه کښې دننه ژوند کوي شريکه ژبه لري، خپله قامي جغرافيه لري، دود دستور لري، رسم رواج لري خپل لرغونی تاريخ لري او شريک اقتصاد لري ۔ دغسې که مونږه اوګورو نو دلته پۀ دې غرونو او درو کښې د دې قام سره داسې لارې او کنډاونه شته کومې چې د زرګونو کلونو نه د تجارتي کاروانونو، سېلګرو او د يوبل سره د تګ راتګ دپاره کارول کېږي ۔ د دې نه علاوه دغه لارې د فوځي مقاصدو دپاره هم پۀ هر دور کښې استعمال شوې دے نو انتهائي ډېر ستراټيجکټ اهميت لري ۔پۀ دغه وجه دغه لارې که يو طرفته د دغه يو قام پۀ خپل مېنځ کښې د يو بل سره د غم ښادۍ او راشه درشه دپاره اهميت لري نو بل طرفته د دغه لارو او کنډاونو سره د دغه قام اقتصاد هم تړلی شوی دی ۔چې که پۀ سمه توګه ورته پاملرنه وکړی شي نو د دې قام پۀ اقتصادي پرمختګ کښې ډېر لوي کردار ادا کولی شي ۔د پښتون عاِلم او دانشور مولانا خانزېب د وېنا تر مخه پۀ دې غرونو او درو کښې تقريبا 335 داسې وړې او لوي تجارتي لارې او کنډاونه دي کومې د تېرو زرګونو کلونو نه د تجارت او تګ راتګ پۀ غرض استعمالېدلې خو د ګندمک او ډيورنډ د لوظنامو نه پس د دغه کنډاونو او لارو پۀ شمېر کښې ډېر زيات کمے راغی او دغسې پۀ ړومبي ځل پۀ شعوري توګه که يو طرفته د دغه يو وجود تر مېنځ د بېلتون کرښې راښکلې شوې نو بل طرفته ئې ورله پۀ اقتصادي لخاظ سره هم پۀ مرۍ پښه کښېوده ۔ بيا د پاکستان جوړېدو نه پس د دغه تجارتي لارو او کنډاونو پۀ شمېره کښې نوره کمي هم وشوه او صرف شپاړس 16 داسې لارې او کنډاونه ئې د تجارت او تګ راتګ دپاره پرېښودل او نورې ټولې لارې ئې وتړلې ۔ د دې نه پس پۀ دغه شپاړسو لارو کښې هم وخت پۀ وخت پۀ مختلفو بهانو 11 لارې بندې کړی شوی او وس صرف 5 لارې پاتې دي چې دغه هم کله بندې وي او کله کهولاو ۔پۀ دغه مشهورو او غټو لارو کښې د خېبر پښتونخوا طورخم خېبر ،، ګوسړۍ مومند ، ناواپاس ، غاښي پاس ، او لېټۍ پاس باجوړ ،، بن شاهي دير ، ارندو چترال ، دوراه پاس چترال ، انګور اډه جنوبي وزيرستان ، غلام خان بندر شمالي وزيرستان ، خرلاچې ، تري منګل ګوي ، او شهيدانو ډنډ کرمه او اورکزي شاملي دي ۔د دې نه علاوه د جنوبي پښتونخوا مشهورې او غټې تجارتي لارې چمن ، باديني ، او قمردين کارېز د يادولو وړ دي ۔ دغه تجارتي لارې که خلاصې شي او خلقو ته پرې پۀ تګ راتګ او تجارت کولو کښې اسانۍ ورکړل شي نو پۀ ډېره لږه موده کښې به دا علاقه يو مشهور او لوي نړيوال تجارتي مرکز جوړ شي ۔خو د بده مرغه د تېرو شلو کلونو نه که يو طرفته ازغن تار لګول شوی دی نو بل طرفته دغه تجارتي لارې هم پۀ مکمله توګه پۀ مختلفو بهانو تړلې شوې دي چې ورسره د خېبر پښتونخوا جنوبي پښتونخوا او خصوصا د پخوانو قباٸلي سيمو د خلقو پۀ اقتصاد ډېر زيات بد اثر شوی دی ۔د دغه تجارتي لارو د بندولو نه مخکښې د پخوانو قباٸلي سيمو اقتصادي حالت ډېر زيات ښه وه هر چاته پۀ خپله سيمه کښې ورکوټی يا غټ روزګار مېلاوېدو او ډېر ښه وخت به ئې پرې تېرېدلو ۔ خو کله چې دغه سيمې اول د اور او وينې د لوي لوبې مرکز جوړې کړی شوې او بيا ئې ورپسې دغه تجارتي لارې وتړلې نو د دغه سيمو نه پۀ ډېره لويه کچه خلق نورو علاقو ته کډن هم لاړل او د ټوک ډوډۍ د ګټلو پۀ غرض ئې هم د دغه سيمو خلق لکه د کر د دانو پۀ ټوله دنيا کښې اويشل ځکه چې وس هلته داسې څه شته نه چې د دغه علاقو خلق ورسره خپل رزق وتړي ۔که چرته د پاکستان او افغاسنتان دواړه حکومتونه اوغواړي نو دغه تړلې لارې يو ځل بيا هم پۀ پراخه پېمانه د تجارت مرکز جوړېدلی شي خو د بده مرغه دلته ترجيحات بدل دي ۔۔ د پېښور نه د طورخم پورې د رېل ګاړي پټړۍ د انګرېزانو پۀ دور کښې غځېدلي دي ،، که چرته د حکومت ترجيح درته تجارت ته وده ورکول وی نو نن به دغه د طورخم او پېښور د رېل پټړۍ د جنوبي ايشيا پۀ سطح تر ټولو مصروف ترينه پټړۍ وی خو د بده مرغه دغه پټړۍ زنګ وهلې پرتې دي او چرته چرته خو خوړونو هم وړې دي ۔پۀ خېبر پښتونخوا ، پخوانو قبايلي سيمو او جنوبي پښتونخوا کښې که يو طرفته د بد امنۍ د وجې نه تجارتي سرګرمۍ د نشت برابر پاتې شوې دي نو بل طرفته د دغه لارو بندېدل ئې هم يوه لويه وجه ده ځکه خو د دې صوبې نه زياتره سرمايه داره او صنعتکاره طبقه پنجاب او سند ته لاړه او هلته ئې خپلو تجارتي هلو ځلو ته دوام ورکړو چې پۀ نتېجه کښې د دې صوبې پۀ اقتصاد ډېر زيات بد اثر وکړو او د دې سره سره دلته ئې د بې روزګارۍ پۀ شمېره کښې هم لوی زياتوالی راوستلو ۔ د دې برعکس که مونږه ذوګورو نو د هند او پاکستان تر مېنځ تجارتي او د تګ راتګ لارې پۀ حالت جنګ کښې هم کهولاو وي ښه تګ راتګ هم پرې کېږي او تجارت هم پرې روان وي ۔نو افغانستان هم زمونږه پۀ وينه شريک رور دی د زرګونو کلونو نو مو هر څه شريک دي ، د يو بل سره مو نه پرې کېدونکې رشتې دي هلته چې هند زمونږه ازلي دوشمن دی د هغه ازلي دوشمن سره پۀ تود جنګ کښې هم د تګ راتګ او تجارت لارې نه بندېږي خو دلته چې زما د کليمې رور ، زما پۀ وينه شريک رور دی نو لارې ئې راته پۀ مکمله توګه تړلې دي ان تر دې چې د يوې غاړې نه بلې غاړې ته څوک د خپل نزدې رشته دار جنازې يا واده له هم نه شي تللی۔
دا هم ولولئ
رضوان شلماني/ بشير اپريدے د خېبر سوغات بنګ: د چا شعر دے چې: ما له مرۍ مۀ نيسئ ورشئ زۀ بنګ نۀ کرمه خلق پۀ ښار کښې د بارودو کارخانې وباسي
ضلع خېبر چې پۀ ډېرو حوالو سره د اهميت وړ ده ۔ يو خوا کۀ …
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928