مونږ کۀ چرته د پښتونخوا وطن د جغرافيې خبره وکړو نو د پښتونخوا وطن د جغرافيائي اهميت نه انکار نۀ شي کېدلے ولې چې دا يو ځانګړے مقام او اهميت لري ځکه چې دنيا څلوېښت سلنه آبادي يو بل سره لنک کوي او د ختيځې نړے او د لويديځي نړۍ تر منځ د يوې پُولې کردار ادا کوي۔ پۀ تېرو دورونو کښې هم پښتونخوا د هندوستان د پاره د دروازې کردار ادا کړے دے او نن هم د سنټرايشيا او نورو مغربي هېوادونو سره د يو پُل يا يوې دروازې کردار ادا کوي۔ خو لۀ بده مرغه ځيني سامراجې قوتونو د خپلو مقاصدو او مفادو پۀ ترڅ کښې د پښتونخوا وطن جغرافيه او پۀ دې مېشته اولسونو مخه هندوستان طرف ته اړولې ده چې پۀ نتيجه کښې ئې دا ولسونونه نور هم خوار کړے شول او د مزدورو او ګټې وټې د پاره د خپل لوي وطن افغانستان د ښارونو او د سنټرل ايشياء نورو هېوادونو پۀ ځاے پنجاب او هند ته واړولې شوه ۔د پښتونخوا وطن چې اوس افغانستان سره کومې لويې لارې لرې هغه شپاړس دي چې د مودو مودو نه پرې اولسونو تګ راتګ او تجارت کولو۔ نن هم دغه لارې پۀ جبري توګه بندې کړې شوي دي۔ پۀ شمار دوه درې لارې ازادې دي او هغه هم داسې ازادې دي چې د تجارت کوونکو باور ترې پاڅېدلے دے۔ ځکه چې دا پۀ مياشت کښې پۀ شمار يو څو ورځې اذادې وي او باقي ټوله مياشت بندې وي۔پښتون اولس پۀ مزدورو پسې بهر هېوادونو کښې کلونه کلونه تېروي او پښتونخوا کښې 27 ٪ خلق داسې دي چې دوه وخته ډوډۍ ورته نۀ مېلاويږي خو ولې بل طرفته د دوي خپل وطن د شتمنيو ډک دے۔صرف دا د تجارت لارې کۀ اذادې کړې شي نو د پښتونخوا دننه به يو کروړ خلق پۀ روزګار کړې شي۔ پۀ دې کښې يوه لار ده مومندو پۀ خاوره هم ده چې پۀ تاريخي ډول پۀ ګوسړۍ يادېږي دا لاره د مومندو نه د ډارک جلااباد ته او بيا اخوا سنټرل اېشيا ته غزېدلې ده خو لکه څنګه چې دغه نورې لارې جبري توګه بندې شوې دي دغه شان دا هم د 2011 نه بنده پرته ده او پۀ دې لار وخت پۀ وخت لۀ دواړو طرفو نه ده قسمه قسم څیزونو تجارت شوے دے او که زۀ دا واويم چې پۀ ړومبي ځل ټي وي, پريج ٫ شمسي او داسې نور اليکټريکل څيزونه مومندو ته د افغانستان لۀ لارې راغلي نو غلطه به نه وي او دغه شان زمونږ پۀ يادو به پۀ دغه لار د 200 نه واخله تر 250 پورې لارۍ تلې او راتلې چې د افغانستان نه به ئې د دوبۍ او مليشيا غوړي٫ شېمپو صابون او تازه او وچې مېوې پۀ روزانه بنياد راوړل او د پاکستان نه به ئې ګوړه٫ چينې٫ لوبيا، دال او څاروي وغېره وړل او چې لۀ هغه طرفه به څۀ راتلل نو اوله منډۍ به ئې اټا بازار، ميامنډي، اټوخيلو منډي او يکه غونډ بازار و چې هلته به دا ګاډي حالي کېدل او بيا به د صوبې او د ملک نورو ښارونو ته له دغه ځايونو سپلايي کېدل او هغه وخت کښې د نن نه تقريبا شل کاله وړاندې به پۀ يو پېره کښې صرف د ګاډي مالک ته د لسو زرو نه زياتې روپۍ پاتې کېدې چې د نن وخت د 50 زرو نه زياتې وې او پۀ مياشت کښې به يو ګاډي د شلو نه زياتې پېرې کولي او هم دغه د منډايانو واله او هغې سره د مزدورانو به هم ورسره ډېر ښه ژوند راوان و او دغې لارې سره براه راست د 27 نه واخله تر 30 زرو پورې خلق پۀ روزګار وو او داسې ورسره د لکهونو خلقو د رزق زريعه وه او د پاکستان نه به چې څه تلل نو هغه به هم د افغانستان مختلفو ښارونو او تر تاجکستان بونډرۍ پورې هم دغه ګاډو وړل خو د کله نه چې دا لار بنده کړې شوې ده نو که يو طرف دغه بازارونه ړنګ شول د خلقو روزګارونه ودرېدل هوټلونه شاړ شول او دغه تجارت سره تړلې خلق هغه که د ګاډو ډرائيوران وو مال اخستونکي وو د هوټلونو مالکان او مزدوران او داسې نور خلق نو هغو يا خو لاړل لاهور او کراچۍ ته او يا د ډوک ډوډۍ پۀ تکل کښې پۀ عربو کښې مسافر شول نو بل طرف ته مو افرادي وسايل هم وبائيلل او خلق د رزق پۀ تکل کښې د مومند نه کډې واخستي او پۀ پنډۍ لاهور او کراچۍ کښې اباد شول ۔
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928