فوځ د فصيل ښار د پنائۍ پۀ دېوال پهره ورکوله، د غرونو پلو ئې کتل چرته به چې د دې خونړۍ پېښې (ټول وژنې) خبر تر قبائلي علاقو رسېدلے وي، د کانګرس شپږ کسان د ميونسېپل لائېبرېرۍ پۀ پاړکو کښې ولاړ وو، د هغوي څرمنې سرې وې، نمر د بنده نه سمه څرمنه ويستله – هغوي ئې دلته د سحر راهسې پۀ زوره ودرولي کله چې دوي هڅه کوله چې د شرابو د اَټۍ مخه ونيسي او څوک هم ورته نۀ پرېږدي؛ د ګوټ نه د يوې چوکې اواز راغے چې د سړي پۀ څرمنې ئې راباندې کړي وو۔ قيوم خپلې سترګې پۀ زمکې ساتلې، خپلو خوريونو ته ئې هم د داسې کولو وېنا کوله او د يو کور نه بل کور ته تلل۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ورونه ئې ورته ډبول- “اٰيا تاسو دا کس ليدلے دے؟ هغۀ پرون فروک کوټ (اوږد کوټ) اچولے وۀ-” پۀ کورونو کښې
| ]کله چې ښځې ته عکس وښودل شو چې تاسو خو به دا نۀ وي ليدلې ؟ او هغې پۀ ځواب کښې ووئيل[
“تۀ دېر خوش بخته ئې چې تا سره دا شته؛ زما زوے بې درکه دے او هر څو چې د هغۀ پلار د هغۀ موندلو د هڅې د پاره کولے شي چې خپل زوے ومومي، هغه دا ده چې خپله لور ئې د ځان سره بوتلې ده چې د نا اشنا خلقو پۀ وړاندې ئې مخ څرګندوي او ورته وائي چې “داسې تصور کړے چې که دا هلک وے- |
”
خو نور هر يو کور هم يو شان وۀ: “نا، زۀ بخښنه غواړم، ما نۀ دے ليدلے- د کانګرس دفترو ته لاړ شه، د خلافت دفترو ته لاړ شه، هغوي هلته کښې مړي وړلي دي” – خو قيوم به خپل سر وشورولو او مخکښې به لاړۀ-
له اول نه د ماښامي وخت شوے وۀ کله چې قيوم د چوک نه واوړېدۀ چې د هېسټېنګ Hasting Memorial پۀ ياد کښې پرې يو ګنبد جوړ وۀ- فوځيان د دې نه چاپېره د ګارډ (ساتنې) د پاره ولاړ وو، چې د يو انګرېز د يادګار ساتنه ئې کوله، چې څو لسيزې وړاندې مړ شوے وۀ؛ د ماشومانو هلکانو يوې ډلې، څو فټه لرې، ژويل شوي ګني د فوځيانو پۀ لوري راتوکل- د هغوي نخښه نۀ ور رسېدله، خو هغوي نزدو نۀ ورتلل او فوځيانو پرې ځان ناخبره کړے وۀ-
– “درومئ له دې ځايه؛ کورونه ته ځئ-”
قيوم پۀ هلکانو کښې مخکني هلک ته ګوتې وروړلې وې، يوه پۀ مزه غوندې دېکه ئې ورکړه چې د ځان سره ئې روان کړي، کله چې ټول ماشومان خوارۀ وارۀ شول او شتې (منډې) ئې کړې، د “انقلاب زنده باد” چغې ئې داسې وهلې لکه چې دا د يوې لوبې تر مينځه پۀ شريکه سندره (کورس Chorus) وي- قيوم د يادګار سره خوا کښې تېر شۀ او د زرګرانو بازار ته وردننه شۀ؛ د سر د پاسه، پۀ تارونو کښې انښتي بړبوکے (پتنګ) د خپل پړپړ پۀ اواز خاموشي ماتوله- مخکښې پۀ کوڅه کښې يو د چايو دوکان – “خلصه هوټل”، د اټۍ مخې ته لګېدلي سائېن بورډ باندې ليکلي وو – يواځينۍ د شغل ځاے وۀ چې روزګار د پاره لرې وۀ- دوه اوږدۀ، ټيټ بېنجونه (مېزونه) چې عموماً به ګاهک نيولي وو، دوو سړېو د شينولو د لوبې د پاره د يو شان لارو پۀ حېث پکارول چې د پګړېو نه ئې دا پېژندګلو کېدله چې يو وزير دے او يو مروت – هغوي يو بل ته مخامخ ناست وو، پۀ يو ځاے به ئې دوه شينولي د دواړو بېنچونو پۀ ووږدوالي ور ليلول (دېکه کول)، شيشو به پۀ شيشو سره لګېدلې او دنګېدلې-
خپل سر ئې پۀ “هېڅ نا” کښې د چاۍ د اټۍ مالک ته خوځولو کوم چې پۀ منډه قيوم ته راغلے وۀ چې هغۀ ته څۀ پکار دي، قيوم د شينولو لوبه کوونکي کسانو ته تصوير وښئيلو کوم چې له اوله پۀ هغه ګوټ کښې نرۍ شوے وۀ چرته چې د هغۀ ګوتو ټوله ورځ نيولے وۀ: نجيب پۀ ټېکسلا کښې، چې پۀ کاڼي جوړ شوي د دوو سرونو لرونکي شهباز ته ئې ګوته نيولې وه- وزير سر پۀ “نا” کښې وشورولو او مروت ووې چې “داسې ښکاري چې هغه (قيوم) دلته کښېناستو ته اړتيا لري، څۀ چاۍ ماۍ دې وڅکي، د شينولو يوه لوبه دې وکړي-” د چايو د اټۍ مالک د خپلې پګړۍ نه د راويزاندې لړۍ پۀ يو ګوټ باندې لاس صفا کړۀ او د قيوم نه ئې تصوير واخستۀ-
– “دا کس ما ليدلے دے-” د قيصه خوانۍ پۀ بازار کښې- هغه ژوبل شوے وۀ-
– “چرته؟ څومره خراب ژوبل شوے وۀ؟”
– “د هغۀ ټول خت (قميص) پۀ وينو تک سور وۀ- ما ته پته نشته چې څومره ژوبل وۀ-”
– “خت؟”
– “هغه يو خدائي خدمتګار دے، کنه؟ هغۀ يو سور خت اغوستے وۀ، د “انقلاب زنده باد” نعرې ئې وهلې- ما هغه ليدلے وۀ او بيا هغه د خلقو ګڼې کښې مخکښې لاړۀ او کله چې هغه ما بيا وليدلو، نو دوو کسانو هغه راخستے وۀ او د هغۀ ټول خت پۀ وينو تک سور وۀ او هم دغه څۀ وو چې ما ليدلي وو-”
– “نا، دا هغه نۀ وۀ-”
– “نا؟ فقط الله ته علم دے – چې څنګه به زمونږ ذهنونه پۀ داسې منظرونو باندې باور کولو ته چمتو کېږي-”
يو شينولي پۀ ځمکه ټپکه وخوړوله او د يوې پيشو سره ودرېدلو چې د يو سټول د لاندې راغونډه شوې پرته وه- ځناور (پيشو) قيوم ته سترګې وراوچتې کړې، د دې پۀ سترګو نرۍ شان پړده وه- د دې د پنجې د لاندې، د پيشو د بچي شنې پړقېدونکي سترګې ښکارېدلې ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (نور بيا)
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928