لس دولس کاله وړاندې د کرفيو لا ګرزبندېز نوم شمالي وزيرستان کښې تش د علامت پۀ توګه پۀ دغسې حالاتو کښې کارولے شو چې کله به د ميرعلي او ميرانشاه بازارونو کښې د خوراک څښاک سامانونه پۀ لوړه بيعه خرڅولے شول. نو پۀ دغسې موقعو به خلقو وئيل چې بيخي کرفيو لګول شوې ده او پۀ عملي توګه چا هم کرفيو ليدلې نۀ وه.
خو پۀ سيمه کښې د طالبنائزېشن خورېدو او پۀ خاصه توګه پۀ جنوبي وزيرستان کښې د “راهِ نجات” پۀ نوم عملياتو پېل کېدو نه وروستو شمالي وزيرستان کښې خلق نۀ يوازې د کرفيو لا ګرزبندېز سره عادت او بلد شول بلکې د ژوند يوه نۀ پرېکېدونکې برخه ئې وګرزېده.
د تېرو لسو کلونو نه د بنو ميرانشاه پۀ سړک د هر اتوار پۀ ورځ کرفيو لا ګرزبندېز لګول اوس د پوځ لۀ خوا يو معمول جوړ شوے دے او هر څوک اوس دې ورځې ته ذهني تيار وي او کوشش کوي چې د کور ضرورتونه او ټاکې ټوکې د اتوار ورځې نه وړاندې وړاندې پوره کړې او بيماران د درملنې د پاره روغتون لا ډاکټر ته ورسوي، ځکه چې د اتوار پۀ ورځ د کرفيو لۀ امله ټول شمالي وزيرستان تړلے وي او پۀ خاصه توګه د بنو نه تر شمالي وزيرستان پورې د ميرانشاه سړک دواړو غاړو ته د کلو، کورونو او بازارونو خلقو ته پۀ يو صورت هم د بهر وتلو اجازه نۀ وي او بيا کۀ چا ددې امر نه سرغړونه کړې ده نو د جېتري او کلاشنکوف د ګولۍ پۀ شکل کښې نۀ هېرېدونکے ځواب ورته ملاو شوے دے چې پۀ نتيجه کښې ئې مور پۀ دوه لاسه د خپل ځيګر او مخ پۀ وهلو مجبوره شوې ده.
پۀ خاصه توګه کال دوه زره څوارلسم د جون مياشت کښې چې پۀ شمالي وزيرستان کښې د وسله والو طالبانو پر ضد د “ضرب عضب” پۀ نوم پوځي عمليات پېل کړے شول نو پۀ هغه ورځو کښې د لارو د بندېدو او مسلسل کرفيو لۀ امله د شمالي وزيرستان خلق نۀ يواځې د لوږې تندې تر څنګ خوست او پکتيکا ته د کډو پۀ وړلو او بارولو مجبور شول ، بلکې کوم خلق چې د جنوبي وزيرستان بوبړغر پۀ لاره پياده بنو او لکي مروت ته سره د خپلو ماشومانو، بيمارانو، زنانو او بوډا ګانو را روان شول، دغه ځان ته يو بېل دردوونکے داستان دے. د مزل د ستړيا او لوږې تندې نه به ځاے پۀ ځاے خلق بې هوشه پراتۀ وو. پۀ دې لاره کښې ډېړ ډيليوري کېسونه او د زچه او بچه د مړينې پېښې هم رامنځ ته شوې دي او بيا بعضې کسان د لارې د غېر قانوني استعمال پۀ تور د سرکاري ټوپکو د ګوليو ښکار شوي هم دي چې د رزمک دوسلي او تحصيل ګړېوام خلق ددې هر څۀ ګواهان دي.
پۀ ما دې وکړل پۀ تا وشه
واړۀ دې مړۀ شه لوے دې وغواړه خېرونه
خو دغه د کرفيو لګولو لړۍ اوس يواځې د اتوار ورځې پورې محدوده پاتې نۀ ده، پۀ اونۍ کښې خامخا د شمالي وزيرستان پۀ يوه نه يوه سيمه کښې پۀ محدوده سطح کرفيو لګولې شي، لا خو چرته د لټو ن عمليات روان وي او لا څوک لوړ پوړے پوځي افسر د سيمې دوره کوي چې پۀ نتيجه کښې ئې د سيمې خلق ټول پۀ خپلو خپلو کورونو کښې محصور کړے شوي وي.
خو اوس د شمالي وزيرستان د کلئير کېدو د ادعاونه وروستو چې د بمي چاودنو او وخت پۀ وخت د بارودي موادو، مارټر ګولیو او وسلې مېلاوېدو پۀ نوم کومه کرفيو لګولې شي، پۀ دې موقع نۀ يوازې د سيمې عام اولس ته ذهني او جسماني اذيتونه او تکليفونه ورسولے شي بلکې زياتره خلق ددې ذهني او جسماني اذيتونو او تکليفونو پۀ وجه بنو او نورو محفوظو سيمو ته يو ځل بيا د کډو پۀ بارولو مجبور شوي دي.
د وزيرستان خلق دا وخت د سختو ازمېښتونو او تکليفونو نه راتېر شوي او لا تېرېږي، خو زۀ في الحال پۀ سرۀ نمر لا دېوال ته د ودرولو او لاسونو اوچتولو ذکر نۀ کوم. د سر نه د شملې کوزول، د واسکټونو او کميسونو د وباسلو خبره نۀ کوم، پۀ زمکه د پړمخې څملولو، پۀ قطارونو کښې د ودرلو، وهلو ټکولو او د سزا پۀ توګه د ګاډي نه لاندې ويستلو موضوع او احساسات را لړزوونکې پېښې نۀ چېړم.
حال د وئيلو لائق نۀ دے
پرېږده امانت ئې چې تر ګور ورسومه
د همزوني پۀ مقام د پېښې شوې پېښې تش ذکر هم نۀ کوم. د خدي پۀ مقام چې پۀ دولسم اګست کال دوه زره اوولسم د دوه سوونو پورې کوم کسان دوه ورځې پرله پسې پۀ زمکه څملول شوي وو او پۀ غېر انساني طريقه وهل شوي وو، پۀ هغې هم في الحال خاموشي اختياروم، ځکه چې کوم ظلمونه او ناوړه پېښې چې د ترهګرۍ کوونکو او ترهګرۍ مخ نیوونکو لۀ خوا د شمالي وزيرستان پۀ اولس کېږي، هغه پۀ يو وخت او دومره لنډه ليکنه کښې نۀ شي ځائېدلے.
زۀ في الحال د سب ډويژن رزمک تحصيل دوسلي اسدخېل د پېښې خبره کوم، کومه چې د اسدخېل پۀ مقام د رزمک پۀ سړک د شپې رامخې ته شوي وه. ددې وسله وال بريد پۀ نتيجه کښې د ايف سي درې عسکر شهيدان شوي او نور اتۀ ژوبل شوي وو. کۀ څۀ هم ددې چاودنې مسئوليت اخستونکي هم وو، ولې ټوله غصه د اسدخېل کلي پۀ عامو خلقو وويستې شوه. انتقامي کاروائي د اولسي وګړو سره وشوه. د نهم اکتوبر نه تر څوارلسم اکتوبر پورې مسلسل پۀ ټوله سيمه کرفيو ولګولې شوه. د سیمې خلقو ته د پېښې د پلټنو پۀ نوم هر ډول سزاګانې ورکړې شوې. پۀ دې مهال د درې نيمو سوونو نه سېوا کسان پرله پسې د کورونو نه بهر ته پۀ سپين مېدان د اسدخېل پۀ خوړ الګډ کښې وږي تږي شنۀ اسمان ته وساتلے شول، دې کښې زنانه وې، ماشومان وو او بوډاګان هم پکښې شامل وو.
ټوپک پۀ لاس ګېر چاپېره ترې نه پۀ خړو ورديو کښې ملبوس عسکر ولاړ وو او د اسدخېل خوړ به د کربلا منظر وړاندې کولو. بلې خواته چې کوم خلق پۀ کورونو کښې پاتې وو، هغوي به د لوږې او تندې پۀ حالاتو کښې د خپلې کورنۍ د بهر ته ويستے شوو او محاصره کړے شوو کسانو د پاره صرف اوښکې څڅولې، نور هېڅ وس او طاقت ئې نۀ ؤ چې د خپلې کورنۍ غړي ئې کور ته راوستلي وو.
بلې خوا ته د رزمک سب ډويژن د زرونو پۀ شمېر خلق پۀ بنو کښې ايسار وو چې زنانه، بيماران او د بهر ملکونو نه پۀ رخصتي راغلي مسافر هم پکښې شامل وو.
ددې پېښې پۀ ردعمل کښې د مقامې خلقو سره سره د سيمې خاصه دار هم د وهلو ټکولو نه بچ پاتې نۀ شول او اوس هم لا پۀ بند کښې بندي پراتۀ دي.
خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ دې دومره غېر انساني او غېر ائيني عمل باندې د وزيرستان د ځوانانو او قام پرستو نه پرته بل چا تش د خفګان اظهار هم ونۀ کړو، نۀ احتجاجونه راوويستے شول او نۀ پريس کنفرانسونه وکړے شول. د مذهب او انصاف ټېکېدار او د انساني حقونو تنظمونه هم خاموش وو او نۀ څوک دغسې پوځي پېدا شو چې وئيلي ئې وے،
“اپنے لوگوں کے خلاف طاقت استعمال نہیں کرسکتے.“
دغه ظلم او بر بريت به نور هم دوام موندلے وے خو کۀ د سيمې خلقو پۀ کډو کولو لاس نۀ وے پورې کړے او د وزيرستان نه بهر ته با احساسه پښتنو پۀ سوشل مېډيا ددې غېر انساني او ناوړه پېښې پر ضد منظم کمپاين نۀ وے چلولے. هم دغه وجه وه چې کرفيو کښې نرمي راوستلو ته د واک څښتن مجبور شول.
د تېرو لسو کلونو راهسې د مسلسل کرفيو لګولو لۀ امله د خلقو پۀ ژوند، صحت، کاروبار او تعليم باندې ډېر بد اثر غورځېدلے دے.
د بکاخېل منډۍ نه را نيولي د شمالي وزيرستان خړ کمر پورې د سړک سره اړوند بازارونه ، مارکيټونه د کاروبار پۀ حواله ډېر ساړۀ شوي دي او يو غېر يقيني صورتحال پۀ ټوله سيمه خور شوے دے. کاروبا ر او ژوند کولو ته د چا هم زړۀ نۀ کېږي،د سړک سره پۀ نزدو زمکو څوک د خپلې خوښې کر کروندې نۀ شه کولې.
پۀ شمالي وزيرستان کښې داوخت د نهه نيمو سوونو پورې تعليمي ادارې موجودې دي، ولې زياتره د طالب وسله والو د پنډغاليو نه وروستو اوس د عسکرو پۀ مورچو کښې بدلې کړې شوې دي او چې کومې تعليمي ادارې فعالې دي هغې ته د کرفيو د وېرې نه د سټوډنټانو او استاذانو زړونه نۀ درومي. هم دغه وجه ده چې د شمالي وزيرستان زياتره هلکان داوخت بنو کښې زدکړې ترلاسه کوي او چې کوم د پرائيوېټ زدکړو وس نۀ لري، هغوي پۀ دې جديد دور کښې هم د ګډو او بيزو پۀ څرولو مجبور دي.
د کرفيو پۀ مهال بيماران روغتون لا ډاکټر ته نۀ شي تلے او پۀ دغه ورځ د ميرعلي او ميرانشاه روغتونونه بیخي شاړ وي. پۀ خاصه توګه د ډیليوري بيمارانو ته سخت مشکل وي ځکه چې پۀ پاټکونو او سړکونو ځاے پۀ ځاے داسې خلق ولاړ وي چې هغه د وزيرستان د خلقو د ژبې او کلتور نه ناشنا وي او پۀ يوۀ صورت هم د خبرې اورېدلو ته تيار نۀ وي.
او بل شمالي وزيرستان کښې غربت او بې روزګاري نوره هم سېوا ده. هرڅوک پۀ ګولډن ايرو او ګورنر ماډل سکول کښې پۀ خپلو بچو د تعليم حاصلولو وس نۀ لري، د لاسو پښو مزدوري کوي، هم دغه وجه ده چې د کرفيو پۀ ورځ زياتره نغرو کښې اور نۀ بلېږي. د وزيرستان جوماتونه، مدرسې، حجرې، کورونه او بازارونه د ضربِ عضب عملياتو پۀ نوم وران کړے شول او بيا ئې د مال غنيمت پۀ شان ګاډر، ټائرن، دروازې او خښتې پۀ رڼا ورځ پۀ سرکاري سړک د کرفيو پۀ مهال پۀ ټرکونو او ټراليو کښې نورو سيمو ته وچلولې شوې او څۀ پۀ شمالي وزيرستان کښې پوسټې ورباندې جوړې کړې شوې.
خو د افسوس او حېرانۍ خبره دا ده چې د دومره ظلم او غېر انساني چلند باوجود سياسي مذهبي ګوندونه او د انساني حقونو تنظيمونه ولې خاموش دي؟
د کشمير، فلسطين او برما پۀ غم غمژن ملايان د جمعې پۀ نمونځونو کښې پۀ دوي پسې ښېرې ولې نۀ کوي؟
پۀ پاکستاني مېډيا د شمالي وزيرستان اصل تصوير ولې مخې ته نۀ شي راوستلے؟ بهرني مېډيا ته پۀ ازاده توګه شمالي وزيرستان ته د تلو اجازه ولې نۀ شي ورکولې؟
شمالي وزيرستان دا وخت د ورپېښو سنګينو مشکلاتو نه راتېرېږي او بيخې دېوال ته ودرول شوے دے، بايد چې د بشري حقونو تنظيمونه، سياسي او مذهبي ګوندونه، شاعران، اديبان او خبريالان دې لوري ته پۀ سنجيدګۍ سره پاملرنه وکړي او د وزيرستان اولس د بنيادي مسئلو نه راوباسي او د نړۍ د نورو انسانانو پۀ شان د ازاد ژوند کولو حق دوي ته هم ورکړے شي. پۀ لېونو سپو کښې راګېر یم
یاران پۀ غټو غټو ګوري ما ترې خورینه