فاټا (د وفاق تر انتظام لاندې قبائیلي سيمې) د دنيا هغه بد نصيبه خاوره ده چې اولس ئې د کوم ملک پائنده تابنده باد ترانه هره ورځ پۀ سکولو کښې وائي، د هم هغه ملک پۀ ائين کښې د هغو د پاره ځان له يو قانون دے چې دنيا ئې د “اېف سي اٰر” يا د تور قانون پۀ نوم پېژني. دا قانون پۀ اصل کښې پۀ 1901ز کښې انګرېز د پښتون د زور ماتېدو د پاره پۀ پښتنو باندې پۀ زور مسلط کړے ؤ. پۀ دې قانو ن کښې انساني حقوق څنګه پامال شوي دي، دلته ئې صرف يو څو نمونې راوړل غواړم.
د ماده نمبر 16 مطابق صرف د شک پۀ بنياد يو چا ته پنځۀ کاله د قېد او بند سزا ور کولې شي. صرف د ماده 17 او 18 لاندې به يو څو ملکان دا لاسليک وکړي چې دا کس مجرم دے، نور د هېڅ ثبوت ضرو رت نشته.
د ماده نمبر 23 مطابق کۀ پۀ يوه علاقه کښې د چا لاش يا څوک زخمي پروت ؤ نو د هغه علاقې ټول خلق بۀ پرې نيولے شي.
د ماده نمبر 33 مطابق د پوليټکل د اجازت نۀ بغېر نۀ څوک کور جوړولے شي او نۀ حجره، او کۀ چا جوړ هم کړو نو د پو ليټکل د اجازت نه بغېر ئې نۀ شي استعالولے.
د ماده نمبر 34 مطابق د يو غل يا ډاکو د ګناه پۀ وجه انتظاميې ته د ټول کلي د ړنګولو اختيار حاصل دے.
د ماده نمبر 41، 40 او 46 مطابق د يو فرد د ګناه پۀ وجه د هغۀ ټولې کورنۍ/ خاندان ته تر شپږو کالو پورې سزا ورکولې شي.
بره ذکر شوو ټولو خبرو کښې د پو ليټکل اختيارات لا محدود دي؛ نۀ ئې څوک چېلنچ کولے شي، نۀ چا ته د احتجاج حق شته، نۀ د کوم وکيل اجازت شته او نۀ ئې څوک پۀ سپريم کورټ يا هائي کورټ کښې د اپيل حق لري.
د دې نه علاوه د قبائيلو عام اولس ته د ووټ اچولو حق هم پۀ 1996ز کښې ور کړے شو. د ظلم د پاسه ظلم دا ؤ چې اميدوار د کوم سياسي ګوند نه هم نۀ شو ودرېدے. دا ستونزه خو تر څۀ حده ختمه شوه خو پۀ صو بائي اسمبلۍ اوس هم د دې خلقو نمائندګي نشته.
څنګه چې بره ذکر وشو چې دا قانون انګرېز د پښتون د زور ماتېدو د پاره پۀ زور مسلط کړے ؤ خو د افسوس مقام دا دے چې پاکستان جوړېدو نۀ وروسته هم د پاکستان حکومت د دې قانون د ختمېدو د پاره هېڅ اقدام و نۀ کړو. وجه ئې واضحه ده چې د پاکستان حکومت هم د پښتنو پۀ منځ کښې دې کرښې ته د انګريز پۀ نظر کتل. باوجود د دې چې قبا ئيلو هميشه او پۀ هر محاذ د پاکستان بېرغ اوچت ساتلے خو د دې قانون جاري ساتلو اصل وجه مونږ ته هله پۀ نظر راشي کله چې پۀ قبائيلو طالبنائزېشن مسلط کړے شو. قبائيلي اولس د يو داسې جبر سره مخامخ شو چې مثالونه ئې صرف د هلاکو خان او چنګېز خان پۀ تاريخ کښې ملاوېږي. د دې جبر پۀ شا د ټولو نۀ لوے لاس د پنجاب ؤ. د دې سکرپټ هلته ليکلے شوے ؤ او دوه غټ کردارو نه ئې هم د پنجاب وو چې يو نواز شريف او بل عمران خان دے.
د نواز شريف کردار خو ښۀ ښکاره ؤ چې د اپريشن حکم ئې ښۀ پۀ ښکاره ورکړو خو د عمران خان کردار ډېر حېرانېدونکے ؤ. د 2013 ز انتخاباتو کښې صرف عمران خان يو داسې سياسي ليډر ؤ چې هغۀ انتخابي کېمپېن ښۀ پۀ خلاص مټ وچلولو چې پۀ شپږم مارچ د “وزيرستان مارچ” يا ډرامه ئې يو څرګند مثال دے. سړے حېران شي چې د نورو پارټیو ليډران پۀ کورونو کښې نۀ وو محفو ظ، پۀ کارنر ميټنګونو کښې پرې دهماکې کېدې او د عمران خان سره داسې يو غېبي مدد ؤ چې پۀ وزيرستان کښې ئې هم خپلې ګډاګانې ښې پۀ ښکاره وکړي. د وزيرستان مارچ يا ډرامې د پښتنو ذهنونه داسې نشه کړل چې پۀ پښتونحوا کښې هر طرف د آئی آئی پی ټی آئی نعرې وې، نظر لرونکو تۀ خو د وخت تېرېدو سره احساس وشو خو د ډېرو سرونو نه دا نشه اوس هم نۀ ده کوزه. د عام اولس نه زياته نشه خو د عمران پۀ خپل سر کښې وه چې د انتخاباتو نه وړاندې ئې د وزيراعظمۍ حلف اخستو د پاره شېروانې ګنډلې وه. ګڼ شمير لوستونکو ته به ياد وي چې پۀ ټاک شوز کښې ئې اېنکرز سره شرطونه هم تړلي وو خو چې پۀ انتخاباتو کښې ورته پۀ انعام کښې د خېبر پښتونخوا حکومت او 35 د قومي اسمبلې سیټونه ملاو شول نو د دهاندلۍ شور ئې شروع کړو. کله چې 15-6-2014 کښې پۀ قبائيلي علاقو کښې اپرېشن شروع شو نو پۀ 14-8-2014 عمران خان پۀ اسلام اباد کښې د دهاندلي پۀ ضد دهرنا شروع کړه. د دې دهرنې اصل مقصد دا ؤ چې د قبائيلو د ستونزو نه د عام اولس او د ميډيا نظر واوړي او دا پلان سل پۀ سله کامياب شو. د دهرنې پۀ 126 ورځو کښې چې پۀ قبائيلو کوم قيامتونه تېر شول، هغه د قبائيلو بچي بچي ته ياد دي. اوس د عمران خان د پاره د دهرنې نه د وتلو يوه لار پکار وه چې د هغۀ د پاره يو ځل بيا پۀ اے پي اېس کښې د پښتنو بچي قربان شول. ټو لې دنيا وليدل چې نواز شريف او عمران خان څنګ پۀ څنګ کښېناستل او مصنوعي خفګان ئې د پريس کنفرنس پۀ دوران پۀ څهرو ښکارېدو.
اوس چې د فاټا خلقو د څو کلونو د مسلسل اذيت نه وروستو دا اواز اوچت کړو چې مونږ دې د خېبر پښتونخوا سره شو نو دلته هم نواز شريف او عمران خان هم اواز دي. د نواز شريف پارټي خو پۀ ظاهره دا وائي چې مونږ د مرجر پۀ حق کښې يو خو دا صرف زباني جمع خرچ دے. پنجاب هېڅ کله هم دا نۀ غواړي چې پښتانۀ دې سره يو شي. دليل ئې دا دے چې څنګه نن د پاکستان حکومت پۀ جوړېدو او ورانېدو کښې اهم کردار د پنجاب دے، نو د فاټا پۀ ضم کېدو سره به د خېبر پښتونخوا کردار هم ډېر اهم شي. خو دا ځل پنجابي کمال دا وکړو چې دا ټاسک ئې فضل الرحمان او محمود خان اچکزي ته ورکړو. د محمود خان اچکزي نه خو دا تو قع بالکل هم نۀ وه چې هغه به د خپلې نظریې، نعرې او قوميت سودا صرف د مراعاتو پۀ بدل کوي او نۀ د هغۀ پۀ خېبر پښتونخوا کښې دومره اهميت شته، خو د فضل الرحمان کردار دلته ډېر اهم دے. زما پۀ خيال هغۀ ته د دې خبرې اندازه شته خو احساس ورته نشته چې د انفرادي ګټې د پاره ئې پښتنو سره عمومي او قبائيلو سره پۀ خصوصي توګه څومره بد وکړل.
دلته هم عمران خان د پښتنو پۀ سترګو لاسونه کېښودل. پۀ ظاهره وائي چې مونږ د مرجر پۀ حق کښې يو خو د انصاف ارزومند او د انساني حقوقو علمبردار عمران ته ولې دا نۀ ښکاري چې پۀ قبائيلو د تېرو څو کلونو نه کرفيو ده؟ کوم قيامت دے چې پۀ دې خلقو تېر نۀ شو؟ نۀ خو ئې د قبائيلو د پاره کوم احتجاج وکړو او نۀ بل کوم د توجو وړ اقدام، صرف د خپل ووټ بېنک د پاره پۀ هواکښې ډزې کوي.
د دې خبرې د ټولو نه غټ ثبوت دادے چې داے اين پي لۀ اړخه د فاټا پۀ حقله پۀ ټول ګونديز کنفرانس کښې هم صرف او صرف د نواز شريف او عمران خان پارټۍ شمو ليت ونۀ کړو. دې نه دا خبره څرګندېږي چې د فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي لۀ خوا پۀ دغه ټول ګوندیز کنفرانس کښې شرکت کول خو د مرجر پۀ حق کښې ووټ نۀ اچول او د نواز شریف او عمران خان لۀ خوا پۀ خولۀ د مرجر حمایت خو عملاً دومره اهم کنفرانس چې د دې ملک پۀ موجوده جغرافیه کښې د ژوند کوونکي اولس مستقبل او پۀ خپله د ملک مستقبل ورسره تړلے، ته خپل نمائنده نۀ لېږل ثابتوي چې د دوي شریک منزل فاټا د اېف سي اٰر پۀ وحشت کښې مستقل ساتل دي او دوي نۀ غواړي چې د پاکستان پارلېمان کښې د پښتانۀ هم د خپلې ابادۍ مطابق حق او نمائندګي ولري.