ما (وزير محمد حسرت يوسفزي، منګا مردان) چې د کله راسې د شعور سترګې غړولې دي نو د کلي زيست، پښتونولۍ، پښتو، د قامولۍ تحريک او وطني سياست پۀ حواله زمونږ د کورنۍ د باچا خان (فخر افغان) کورنۍ سره کلک او جخت تعلقات وو او اوس هم دي. پۀ دې کښې د خدائي خدمتګارۍ د مينې او عقيدت خدائي جذبې هم شاملې دي. زما نيکۀ تاج محمد خان بابا، زما پلار شېر محمد خان، ملک ميرا خان او نورو خدائي خدمتګارانو سره څنګ پۀ څنګ د ازادۍ پۀ جنګرېز کښې بې مثاله قربانۍ ورکړې دي. ټول خدائي خدمتګاران پۀ حقيقت کښې د کردار خاوندان او زمونږ ملي اتلان دي. د طالب علمۍ دور کښي او ورپسې هم چې څومره به کېدې شوه، ما د باچا خان ديدن قضا کړے نۀ دے. شېبه ګړۍ ناسته به مې ورسره کوله. د باچا خان درې واړه زامنو عبدالغني خان (غني کاکا)، عبدالولي خان او عبدالعلي خان سره زما تعلق د کورنۍ د يو فر پۀ شان ؤ. غني خان سره خو زيات بلد وم. د هغۀ پۀ مجلسونو کښې به شريک وم، شپې مې ورسره کړې دي او ښۀ پۀ پرانستو تڼو به مې ورسره خبرې کولې. داسې مهال کښې به مشهور خدائي خدمتګار احمد کاکا زما مرسته کوله او پۀ رموز رموز کښې به ئې پوهولم.
غني خان يو خوږ، دروند شخصيت ؤ. زما پۀ سکوټ جواب به نۀ خفه کېدو، موسکے به شو او وئېل به ئې “يوسفزيه! زۀ ښۀ پوهه يم چې تۀ ما ته چا لمسولے ئې، دا ټول شرارت د احمد کاکا دے.”
يوه ورځ غني خان خپله دېره کښې اشرف مفتون سره خبرې کولې. احمد کاکا هم يو طرف ته ناست ؤ. زۀ ورښکاره شوم نو احمد کاکا ووئېل “دغه دے يوسفزے هم راغے، اوس به مجلس تود شي او برابر به شي”. غني خان د درېو عالمانو ذکر کوۀ؛ يو د نوښار عبدالله استاذ (لبيد افغاني)< دوېم د رځړو صاحب حق صاحب او درېم د طورو مولانا محمد عنايت الله صاحب (فروري 1910 – 25 جون 1995).
احمد کاکا راته رو غوندې وروځه ووهله نو ما پۀ خبرو کښې ورودانګل. وئېل مې “تاسو دواړه خو د مُلا د سيوري نه هم تښتئ او بحث مو تود کړے دے پۀ نوموړو عالمانو استاذانو؟” غني خان ووې “يوسفزيه! دا د وجدان خبرې دي او دا زۀ چې ئې ذکر کوم دا درې واړه عالمان د وجدان خاوندان دي، صرف د کتابونو چينجي نۀ دي، د زړۀ سترګې ئې روښانه دي.”
اشرف مفتون صاحب زر د غني خان د خبرې پخلے وکړو، وئېل ئې “بالکل د وجدان پۀ خبرو هر څوک نۀ پوهېږي، دا يوه ځان له دنيا ده.”
غني خان به چې د هري پور جېل واقعات بيانول نو ما ته ئې څو څو ځله دا خبره کړې وه “ديني کتابونه خو ما وئیلي وو، هري پور جېل کښې به مولانا صاحب عنايت الله د قران پاک درس ورکوۀ، کله کله به زۀ هم درس کښې شاملېدم او داسې ګڼم چې زما د ديني زدکړې تکميل د مولانا صاحب (عنايت الله) پۀ درس کښې شوے دے. زياته استفاده ترې د درګۍ (چارسدې) محمد عمر خان کړې وه. عمر خان ډېر تېز او ذهين سړے دے. ګران ګران تپوسونه به ئې کول او مولانا صاحب به ورله پۀ فقهي انداز کښې پوهه ورکوله.”
دا اعتراف احمد کاکا هم کوۀ چې د مولانا عنايت الله صاحب د “درس قران” خاص صفت دا ؤ چې د احاديث نه خبر ؤ او پۀ فقهه ئې لاس بر ؤ، د قران تفسير به ئې د فقهې او احاديثو پۀ رڼا کښې کولې شو. غني خان پۀ دې حواله زما د يوې پوښتنې پۀ ځواب کښې وئیلي وو، “يوسفزيه! دا باچاخان هم عجيبه انسان دے، يو عجيبه سوچ لري او پۀ هر څۀ کښې د خود کفالت لار لټوي. پۀ جېل کښې هم د خدائي خدمتګارو د تربيت د پاره داسې انتظام وشو چې ماسټر عبدالکريم به خدمتګارانو ته انګرېزي ښودله او مولانا عنايت الله به د قران او احاديثو زدکړه ورکوله. دوي پۀ جېل کښې هم عبث وخت نۀ دے تېر کړے. الله پاک د “طورو مولانا” نه لوے کار اخستے دے. د ناروغتيا پۀ سبب د مولانا صاحب رهائي تر هاغه وخته الله ته نۀ وه منظوره تر څو چې مونږ د باچا خان د سوچ مطابق د خودکفالت منزل ته رسېدلي نۀ وو، او کله چې درس قران تکميل ته ورسېدو نو مولانا صاحب د جېل نه ازاد کړے شو. خدائي خدمتګاران دغه وخت تر ډېره حده پۀ علمي توګه پوره شوي وو خو دا پته هم ولګېده چې د زنداني ملګرو څخه يو مهم سړے جدا شو.”
د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک د عظيم جدوجهد پۀ نتيجه کښې چې د پېرنګي تسلط ختم شو او پاکستان جوړ کړے شو نو پکار خو دا وه چې يو يو خدائي خدمتګار ته د بهادرۍ تمغې تړلې شوې وې او پۀ قومي اعزازونو نمانځلے شوي وے خو د اقتدار خاوندانو پۀ دوي مېچن اړولې وګرځوله. باچا خان د دروغو پۀ الزامونو ګرفتار کړے شو، بندي خانې د خدائي خدمتګارو نه ډکې شوې، هري پور جېل کښې چې کوم خدائي خدمتګاران بنديوان وو، دغو کښې د علم و ادب پۀ لحاظ يو شمېر درانۀ شخصيات شامل وو. دغو معتبرو اشخاصو کښي د طورو مولانا عنايت الله صاحب او مولانا سيد ګل بادشاه صاحب او لوے خدائي خدمتګار مولانا امير محمد ترخوي صاحب هم وو. د مولانا ګل بادشاه صاحب تعلق د جمعيت العلماء هند سره ؤ. يو زړۀ ور کارکن، عالم او خطيب ؤ. مولانا عنايت الله صاحب ديني زدکړه د خپل پلار مولانا محمد عبدالجميل صاحب نه کړې وه او بيا ورله دارالعلوم دېوبند کښې مولانا حسېن احمد مدني اعزازي سند ورکړے ؤ. د خپل پلار د وصيت مطابق د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک سره ملګرے شوے ؤ او د ژوند د اخري وختونو پورې دا لوے ديني عالم، خطيب او مدرس عملاً خدائي خدمتګار ؤ.
هري پور جېل کښې به مولانا سيد ګل بادشاه صاحب (طورو= سواړيان) او مولانا محمد عنايت الله صاحب د قران پاک او احاديثو درسونه ورکول. د مولانا عنايت الله صاحب پۀ درس کښې به لوستو او نالوستو ټولو زياته دلچسپي ځکه لرله چې د اسلامي فقهې او شريعت پۀ رڼا کښې به ئې د هر قسمه سوالونو پۀ سړه سينه جوابونه ورکول او شاګردان به ئې مطمئن کول.
د مولانا صاحب پۀ زنداني شاګردانو کښي احمد کاکا، اسرار خان د درګۍ (چارسده)، محمد عمران کاکا، د چارسدې وردګې فضل رحيم ساقي صاحب، ناظم سرفراز خان، د زېدې عبدالعزيز خان کاکا، د ګوجرګړۍ ميا شاکر الله باچا، ماسټر عبدالکريم، د قلات نواب پرنس عبدالکريم او سالار قدرت شاه کاکا د منګا ممتاز شخصيات وو. غني خان او جهانزېب نياز به هم کله کله درس کښې شاملېدل. دغه موده کښې زما نيکۀ تاج محمد خان بابا (منګا) پۀ څۀ لانجه کښې ګرفتار شوے ؤ، هري پور جېل کښې دۀ هم مولانا عنايت الله سره پۀ خويه (ناظره) قران لوستے ؤ. اوله سيپاره ئې وئېلې وه. تر څو چې ژوندے ؤ، د طورو د مولانا صاحب ذکر به ئې پۀ مينه کوۀ. دے هم زنداني ملګرو کښي شامل ؤ.
د سالار قدرت شاه دا خبره د هېرېدو نۀ ده. دۀ به سياسي او مذهبي بحثونه کول. دومره جوش جذبه کښي به راغے چې د مقابل نه به ئې وار پار خطا کړل او ماتې به ئې ورکړه نو فاتحانه انداز کښې به ئې لاس اوچت کړو او نعره به ئې ووهله “اخر شاګرد د چا يم؟” (دا اشاره به د طورو مولانا عنايت الله صاحب ته وه). مولانا صاحب سره زما دغه پېژندګلو د درګۍ خان کاکا محمد عمران پۀ وجه پېدا شوې وه. بيا چې د مولانا دوو نمسو نعيم الحق او سيد نذير الحق کريم سره اشنا شوم. م ر شفق او اسرار د طورو صاحب مې وپېژندل، دا دواړه ليکونکي شاعران وروڼه د مولانا صاحب زامن دي، نو بيا خو څو څو ځله طورو ته تلے راغلے يم.
“مولانا صاحب” سره مې ملاقاتونه شوي دي. د هغوي خبرې مې اورېدلې دي. د ازادۍ د جدوجهد ټول واقعات ورته ټکي پۀ ټکي ياد وو. د اتيا کالو پۀ عمر کښې ئې حافظه تېزه وه. عملاً خدائي خدمتګار ؤ. د پښتنو ترمنځه ناکاره او خطرناکې دښمنۍ پۀ دوستۍ او ورورولۍ بدلول د مولانا صاحب لوئې کارنامې وې.
ما به د مولانا صاحب نه د جېل پۀ حواله د واقعاتو باره کښې پوښتنې کولې. د محمد عمر خان کاکا د خولې اورېدلې يو “اف دي رېکارډ” واقعه او لطيفه وه چې پۀ ليک کښې د راوستو يا مولانا صاحب ته د بيانولو نۀ وه، خو ډېر پۀ معذرت سره (صبر نۀ شوم) او مولانا صاحب ته مې هغه هم بيان کړه. عمر خان کاکا راته وئیلي وو چې هري پور جېل کښې د پنجاب يو چودهري صاحب ملازم ؤ. د هغۀ به مولانا (امير محمد صاحب) ترخوي سره ډېره خوږه وه. يوه ورځ ئې ورته د خپل زړۀ حال راسپړدلے ؤ چې اولاد نافرمانه شوے دے، دوه جينکۍ ئې دي، د مور پلار خبره نۀ اوري؛ ماښام لۀ کوره ووځي، بيا چرته د شپې ناوخته راشي. مولانا ترخوي به ورته ووې “دله هم ستا پۀ شان وي” چودهري به ووې “گل سمجھ نہیں آئی نا۔۔۔ مولوی جی” مولانا ترخوي به ورته ووې “وېم دووس هم ستا پۀ رنګ وي.”
خدائي خدمتګارانو به پټ پټ خاندل. مولانا عنايت الله صاحب به خوله پۀ څادر پټه کړې وه، د ضبط مظاهره به ئې کوله. عمر خان ته به ئې رو غوندې ووې “عمر خانه! دا ترخوي پوهه کړه، پۀ دې لفظونو خو هر سړے پوهېږي.”
مولانا ترخوي به جواب ورکړو “زما هم دغه مطلب ؤ چې پوهه شي، بس دغه دوه کارتوسه وو، خلاص مې کړل.” ما چې د عمر خان کاکا پۀ حواله دا قیصه تېره کړه نو مولانا صاحب موسکے شو وئېل ئې “هو! دا ریښتيا دي.”
محمد عمر خان کاکا راته يوه ناسته کښې وئېلې وو؛ پۀ هري پور جېل کښې مولانا امير محمد ترخوي صاحب ؤ. مولانا سيد ګل بادشاه صاحب هم ؤ، خو فېصله پۀ پوهېدلو او نۀ پوهېدلو انجام ته شوه. د احاديثو او فقهې پۀ حواله زنداني شاګردان د مولانا عنايت الله درس ته زيات متوجه شول. دغه نومونو کښې شاد محمد خان مېږے، نور الدين خټک، خطاب ګل خټک، سالار انجينئیر ګل، سالار اسلم خان کرک (چې بيا منحرف شو)، د مانېرۍ فردوس خان (کوکو)، د کالو خان زوار خان، د منګا درګۍ ملک ميرا خان کاکا هم شامل وو چې درس ئې مکمل کړے ؤ. قومي اتل محمد عمران کاکا (درګۍ ، چارسده) يوه ناسته کښې ما ته وئیلي وو،
“حسرت صاحب! خدائي خدمتګاران چې څنګه زۀ پېژنم، امکان نۀ لري چې نور څوک ئې داسې وپېژني. عظيم خلق وو. ګوره باچا خان هم يو عجيبه فکر لرلو، ارمان ئې دا ؤ چې د ژوند هره معامله کښې د هېچا محتاجه نۀ شو. د خلقو د بې لوثه خدمت پۀ سبب خداے پاک د باچاخان هره دعا قبوله کړې وه او هر سوال ئې د الله پۀ درګاه کښې منظور شوے ؤ. د ديني زدکړې پۀ مېدان کښې د هري پور پۀ زندان کښې حضرت مولانا محمد عنايت الله يو جيد عالم ؤ چې پۀ مختصر وخت کښې ئې ګڼ شمېر شاګردان پۀ ګڼو طرفونو تربيت کړل. قران پۀ خويد (ناظره)، ترجمه او تفسير او پۀ تېره تېره د فقهي علومو درسونه ورکول څۀ کم درې کالو کښې ئې خلق تيار کړل. کله چې مولانا صاحب د صحت پۀ اساس د جېل نه خوشے کړے شو نو ملګري خفه وو چې اوس به څۀ کوو؟”
د دې مضمون پۀ اختتام کښې به دومره ووايم چې د خدائي خدمتګارانو د پاره د هري پور جېل خانه “د سرو زرو بټۍ” (Gold Furnance) وه. کۀ هر څوک ترې ګور ته تلل نو قامي شهيدان وو او کۀ څوک کور ته راغلل نو د ملت سره غازيان وو.
مينه او زۀ دواړه پۀ هر حال د جوتي ياران يو
مونږ کۀ د دار پۀ طرف ځو کۀ د ديدار پۀ طرف
اندېش
دغه ټول پۀ حق رسېدلي مشران او مولانا صاحب دې الله پاک د ابدي ژوند پۀ خوشاليو ماړۀ کړي او قبرونه ئې د نُور د تجلو نه ډک شه. امين
کۀ هر څو پۀ صحرا سر شوم هم پۀ کلیو
بيا مې نۀ مــوند هــېڅ خـبر د هغو تلليو
رحمان بابا