ستوري ستوري – محمد عباس

دا لیکنه یوې وېبپاڼې نه اخستې شوې ده. د لیکنې د ژباړن محمد عباس مورنۍ ژبه هندکو ده خو پښتو لیک لوست او وېنا ئې زده کړي دي. پهٔ اېډورډز کالج پېښور کښې د انګرېزۍ ادب زدکړیال دے. پښتون د محمد عباس ذوق ته پهٔ درنه سترګه ګوري او هیله چې راتلونکي کښې به هم خپل لیک لوست جاري ساتي. د پښتو او هندکو ژبو تر منځه د علمي ربط د پاره د داسې زلمو مخې ته راتلل او د دوي روزل د ارزښت وړ دي.

ماشومان هم لکه د ډېرو ځوانانو پۀ رنګ دې دنيا ته د حېرانتيا پۀ نظر او د تجسس پۀ حالت کښې ګوري. د دې وجې نه داسې يو څو ماشومانو ذکر کول غواړم د چا ايجاداتو، تخليقاتو او لیکنو چې دا دنيا بدله کړه.

ملاله ایسپزئ (Malala Yousafzai)

ټولو نه اول به زۀ د خپلې سيمې د يوې جينۍ ذکر کوم چې چا پۀ کم عمر کښې نوبل انعام تر لاسه کړے دے. ملاله يوسفزئ د پښتونخوا د يوې غرئيزې علاقې سره تعلق لري. يو وخت کښې دا علاقه د ترهګرو پۀ ګرفت کښې وه. دې ترهګرو د دې علاقې پۀ جينکو د تعليم حاصلولو پۀ لړ کښې پابندي ولګوله او سکولونه ئې وران کړل. د يو څو کالو پۀ عمر کښې ملاله د بي بي سي لوکل نيوز د پاره يو کتاب وليکو چې هغه کتاب کښې ملاله د جينکو د تعليم باقاعدګۍ سره حاصلولو خواهش ظاهر کړے ؤ. بيا د پنځلسو کالو پۀ عمر کښې د ترهګرو د اړخه پۀ يوې حمله کښې دا پۀ سر وويشته. دغه وخت دا د خپلو ملګرو سره پۀ بس کښې سکول ته روانه وه. پۀ سر باندې د لګېدو باوجود هم الله ورته ډېر خېر پېښ کړو. پۀ زخمي حالت دا د برمنګهم يو )روغتون( هسپتال ته منتقله کړې شوه او تر اوسه پورې برمنګهم کښې ده.

ملاله نن سبا ځان پۀ ډېرو تعليمي سرګرمیو کښې مصروفه کړے دے.

اېن فرېنک (Anne Frank)

“د يوې ځوانې جينۍ ډائري” (The Dairy of a Young Girl) اېن فرېنک ليکلې ده. دا ډائري د دنيا مشهورو کتابونو کښې شمېرلې کېږي. چې کله پۀ يهوديانو باندې ظلم او زياتے ډېر شو نو د دوي خاندان يو محفوظ ځاے کښې دوو کالو د پاره پناه واخسته، خو د بد قسمتۍ سره دوي ګېسټپو (Gestapo) ګرفتار کړو او بيا ئې يو مرکزي کېمپ ته منتقل کړو. افسوس سره اېن د شپاړس کالو پۀ عمر کښې هم دغه کېمپ کښې د جنګ د ختمېدو نه دوه مياشتې وړاندې وفات شوه. پۀ کال 1952ز کښې د دې پلار دا ډائري چاپ کړه او شپېتۀ نورو ژبو کښې ئې ترجمه هم وشوه. اېن دا غوښتل چې هغه يوه صحافي وي خو قسمت ورسره مل نۀ شو. دې ته دا هم پته ونۀ لګېده چې د دې ډائرۍ د ادبي خوبيانو پۀ وجه څومره تعريفونه وشول.

اېن ماکوسنسکي (Ann Makosinski)

د اېن فرېنک پۀ رنګ اېن ماکوسنسکي هم د شپاړس کالو ده. اېن يو داسې لائټ جوړ کړو چې کوم به د بدن حرارت د رڼا پۀ شکل کښې بدلوي. دې لائټ بلولو د پاره د هېڅ قسمه بيټرۍ او حرکي توانايۍ ضرورت نشته. څۀ وجه وه چې اېن ماکوسنسکي دا متاثر کن ايجاد وکړو. دا ډېره حېرانه شوله چې کله ورته دا معلوم شول چې د دې يوه ملګرې (چې د فلپائن وه) شپه پۀ تياره کښې تېروي او ورسره د رڼا هېڅ قسمه ذريعه هم نشته، نو دې شپږويشت ډالره پۀ ابتدائي سامان باندې خرڅ کړل او بيا ئې دا لائټ تيار کړو. دا اٰله ئې پسمانده ملکونو ته مفت ورکول مقصد وګرځولو.

اېلف بېلګن (Elif Bilgin)

اېلف بېلګن چې کومه د شپاړس کالو جينۍ ده او د دې تعلق فرانس سره دے، د دوو کالو مسلسل ريسرچ او کوششونو پس ته يو داسې ايجاد وکړو چې کوم به د کېلو پوستکي پۀ پلاسټک کښې بدلوي. دا ايجاد به پۀ امکاني توګه د پټروليم چې کومه اٰلودګي ده،ختموي. اېلف پۀ خپله روزنامچه کښې دا ليکلي چې تهائي لېنډ هر ورځ دوه سوه ټنه د کېلې پوستکي غورځوي چې کوم پۀ ښۀ استعمال راتلے شي. دې تجربې شروع کړې او دا کار ئې ترسره کړو او پۀ کال 2013ز کښې ئې “سائنس ان اېکشن اېوارډ” ترلاسه کړو.

لوئس برېل (Louis Braille)

تاسو به د “برېل ليک او لوستل نظام” متعلق اورېدلے وي چې کوم د ړوند د پاره استعمالېږي. ړاندۀ برېل نظام باندې لوستل او ليکل کوي. دا لوئس برېل د فرانس اوسېدونکے دے. چې کله لوئس د درېو کالو ؤ نو دغه وخت د دۀ ګسه سترګه پۀ يوه حادثه کښې ضائع شوله. باوجود د دې چې لوئس پۀ يوه سترګه ړوند ؤ خو هغۀ خپل تعليم جاري وساتلو او د اعليٰ تعليم د پاره “د ړندو شاهي ادارې” ته لاړو. دلته کښې دۀ محنت شروع کړو. يو داسې نظام جوړولو د پاره چې کوم به ړندو ته لوستلو او ليکلو کښې اسانتيا پېدا کوي، اخر کار د دۀ محنت رنګ راوړو او پۀ خپلو کوششونو کښې کامياب شو.

جېک انډراکا (Jack Andraka)

جېک انډراکا پۀ کال 1997ز کښې پېدا شولو. جېک یو عام ماشوم ؤ. تر دې پورې چې کله د دۀ یو نزدې ملګري د تریخي د کېنسر لۀ وجې مړ شو، دې حادثې دے ډېر متاثره کړو او یوه داسې لاره ئې وموندله چې کومه به د کېنسر اولني مراحل معلوم کړي. د پینځلسو کالو پۀ عمر کښې دۀ یوه نوې اٰله جوړه کړه چې کومه به د کېنسر د خلیو موجودګي پۀ نخښه کوله. دا داسې معلومه شوه چې خرچه ئې هم کمه ده. دې سره سره تېزه او معیاري هم ده. د نورو محققینو پۀ نسبت دے خواوشا دوه سوه لېبارټرو مسترد کړو او پۀ اخره کښې د هاپکنز یو ډاکټر، انیربن مترا هغۀ ته خپله لېبارټرۍ کښې ځاے ورکړو.

بویان سلاټ (Boyan Slat)

بویان سلاټ د شپاړسو کالو یو هلک دے چې کوم د نېدرلېنډ اوسېدونکے دے. یو وارې د یونان پۀ سمندر کښې د لمبلو پۀ وخت دے ډېر زیات حېران شو چې کله ئې پۀ سمندر ډېر د پلاسټکونو ګند ولیدو، نو پس لۀ دې نه بویان د سمندر الودګي معلومولو منصوبه شروع کړه او دا ئې د سکول سائنس پراجکټ هم وټاکلو. نو د اتلسو کالو پۀ عمر کښې دۀ یو نظام متعارف کړو چې کوم به د سمندري اوبو بهېدلو لاره د یوې نالۍ شکل ته سموي او داسې به د سمندر صفایۍ کښې هم اسانتیا پېدا کوي. ډېرو تنظیمونو او کمپنیانو د دۀ د کار ستائینه وکړه. بویان هغه هلک دے چې د اقوام متحده نه ئې لوے ماحولیاتي اېوار هم ترلاسه کړے دے.

ایسټن لیکاپل (Easton LaChappelle)

ایسټن د ځوارلسو کالو پۀ عمر کښې روبوټ واله لاس جوړ کړے دے. دۀ د ترقۍ نور مزلونه هم وکړل او نوې نوې تجربې ئې وکړې. دۀ د تهري ډي پرنټنګ تېکنالوجۍ استعمال هم وکړو. دۀ سره چې د روبوټو متعلق کوم علم ؤ نو هغه ئې د ابتدائي شکل نه یوې مناسب او عملي اٰلې ته منتقل کړو. پس د دې “ناسا” هم د دۀ پۀ کارونو کښې دلچسپي واخسته او دۀ ته ئې “روبوناټ” ټیم کښې د شاملېدو بلنه ورکړه. د اوولسو کالو پۀ عمر کښې ایسټن “ناسا” د پاره کار وکړو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …