اداريه – اګست 2017

پهٔ نامه د خداے چې رحمان او رحیم دے

د ترهګرۍ په ضد نوي عملیات

د تېرې روژې میاشت کښې د ډېورنډ کرښې دواړه اړخونو ته وینه تم نۀ شوه. تر دې چې د واړۀ اختر نه دوه ورځې وړاندې پۀ پاړا چنار کښې شوي خونړي برید اختر هم عاشوره کړو. د دې نه وړاندې د پاکستان پۀ مختلفو ځایونو کښې د بمي چاودنو یوه سلسله شروع شوې وه چې پۀ ملک کښې د امن خوښو او امن د پاره د قربانیو کوونکو د پاره به یقیناً چې دغه چاودنې د تشویش باعث وې. اوس چې د خېبر فور پۀ نوم د امنیتي ځواکونو لۀ خوا د عملیاتو یوه نوې لړۍ پېل شوې ده، اٰیا دا عملیات به پۀ متعلقه سیمه کښې د ترهګرۍ مونډ وباسي؟

د پاکستان ځواکونه د یو مسلسل جنګ پۀ حالت کښې دي او د دې جنګ احساس اولس ته اوس ځکه نۀ کېږي چې کوم تسلسل سره دا عملیات پۀ مختلفو نومونو کېږي، دغه تسلسل پۀ عام اولس کښې د جنګ او د امن تر منځه پۀ حالاتو کښې د فرق کولو ذهني صلاحیت ختم کړے دے. کوم خلق چې پۀ دې فرق پوهېږي، هغوي هم د تذبذت او فکري انتشار سره مخ دي. د ترهګرۍ پۀ ضد د عملیاتو کولو د پاره پۀ دواړه متاثره ګاونډو ملکونو افغانستان او پاکستان کښې د اشتراکِ عمل فقدان او یو بل سره د معلوماتو د تبادلې او پۀ عملیاتو کښې د یو بل سره د مطلوبه مرستې نۀ کېدل د کرښې دواړو اړخونو ته اولسونو د پاره د څۀ عذاب نه کم نۀ دي. پۀ یو بل د بې باورۍ پۀ دې فضا کښې ګټه د شرخوښو او ترهګرو پۀ برخه کېږي. هم دغه قوتونه زیات مؤثر کېږي او زیات مهلک صورت اختیاروي.

تر څو چې دواړو ګاونډو هېوادونو خپل منځ کښې بې باوري لۀ منځه وړې نۀ وي، تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځه د اشتراکِ عمل فقدان وي، تر څو چې یو بل سره د معلوماتو تبادله نۀ کېږي او تر څو چې د مطلوبه مرستې د پاره یو بل ته رسماً کېدونکي وړاندیزونه رسمي او عملي شوي نۀ وي، نۀ به د دې سیمې پۀ وجود غرغنډه شوې لمبې کښېني او نۀ به د کرښې دواړه اړخونو ته د امن او سولې عمل مخ پۀ وړاندې لاړ شي. دا احساس چې د کرښې دواړو اړخونو ته مقتدره ریاستي او دولتي قوتونو څومره زر وشي، دومره به ګټور وي.

پانامه ڪېس او سیاسي اخلاقیات

د یوې ډېرې کارګرې پروسې تر لاندې پاکستان کښې د سیاست نه د اولس اعتماد پورته کولو د پاره مختلفې واقعې او مختلف کردارونه متعارف کړے شوي دي. دا لنډه خبره دومره غزولې شوې ده چې خلقو ته د هرې مسئلې ځېلې سیاست کښې ښکارېدل شروع شوي او سیاست ته د یو ناسور او د ملک پۀ مرۍ د ناستې خپسې نظر کېږي. یو خوا کۀ جمهوري عمل هر وخت د نېزو پۀ ژبه خبرو سره مخ کړے شوے نو بل خوا د جمهوریت د ښکلا پۀ نوم یادېدونکي پارلېمان او اسمبلیو کښې اختلافي ډلې هم عملاً بې لشې کړے شوي دي. اوس خو بیخي اولس ته دا باور ورکړے کېږي چې د حکومت خلاف، د کرپش خلاف، د بدعنوانۍ خلاف بس صرف یو سیاسي ګوند ولاړ دے.

پاکستان کښې جمهوریت پۀ ډېره شنه شونډه د داسې رویو سره بلد شوے. دې ملک کښې د پارلېماني تاریخ پاڼې د هغه سیاستونو د بې څوکه مړو د ذکر نه ډکې پرتې دي چې د وخت د زورورو سره ئې خپله مرۍ پۀ لبّېْک کښېنولې ده.

پۀ کوم سیاسي الزام چې پۀ دې ملک کښې د ټولو نه وړومبے یو منتخب حکومت د پاکستان د جوړېدو د اعلان نه اتۀ ورځې پس پۀ غېر جمهوري طریقه مات کړے شوے ؤ، د هغه روایت تسلسل کښې پاکستان د جمهوریتي حکومتونو د ړنګېدلو تاریخ لیکي. پانامه لیکس د پاکستان پۀ سیاست کښې څۀ وړومبۍ اوازه نۀ ده ـــ پۀ قلات نېشنل ګوند او پیپلز ګوند بندېزونو د پاره د الزاماتو تسلسل مونږ د پنډۍ سازش کېس نه د اټک او حېدر اباد سازش کېسونو پورې وینو. مېمو ګېټ سکېنډل او ډان لیکس خو بیخي پرونۍ خبرې دي چې د پارلېمان او اصولي طور د پارلېمان د ماتحت ادارو د مشرانو تر منځه پۀ افهام و تفهیم سره هم هغه رفتار سره لۀ منځه تلې دي، کوم رفتار سره چې راغلې وې.

پۀ اویایمه لسیزه کښې د پېدا شوې کومې سیاسي رویې د تلافۍ کوشش چې سیاسي قوتونو کولو، هغه رویه د پانامه لیکس سره پۀ زیات شدت کښې مخې ته راغله او د ملک ټول سیاسي اخلاقیات ئې متاثر کړل.

د ملک پۀ درېم ځل د ټاکلے شوي وزیر اعظم میا نواز شریف د حکومت د غورځولو د پاره د څلورو میاشتو د اوږدې دهرنې نه پس اسلام اباد ته د تالې وهلو سلسله سپریم کورټ ته د پانامه لیکس پۀ زنځیرونو کښې رسېدلې ده. زمونږ هم دا دریځ دے چې د سپریم کورټ فېصلې ته دې انتظار وکړے شي او سپریم کورټ چې څۀ فېصله هم وکړي، هغه دې ومنلې شي. پۀ دې منځ کښې د سیاسي بیاناتو پۀ حواله دې فریقېن د محتاطې لهجې نه کار واخلي. دا وخت چې پۀ مختلفو مظاهرو او رسنیو سره خبرو کښې سیاسي قیادتونه څۀ لهجه پکاروي،د دغه لهجې تراخۀ د سیاسي کارکنانو او د دغه سیاسي ګوندونو سره د تړون لرونکو خلقو د خبرو نه هم څاڅي چې مجموعي توګه باندې د ملک د سیاسي اخلاقیاتو د زوال ښکاره نخښې دي.

دلته یو سوال دا هم پېدا کېږي چې کۀ د سپریم کورټ فېصله د وزیر اعظم خلاف راشي نو پۀ پانامه لیکس کښې د راغلو نورو درې نیم سوه نومونو انجام به هم دغه وي او کۀ پانامه لیکس به دې فېصلې سره خپل منطقي انجام ته ورسي؟ اٰیا پانامه لیکس کښې راغلو نومونو نه به د اولس مبینه پېسې هم واپس راوړلې کېږي او کۀ د پانامه نتیجه به هم هغه وي، کومه چې پۀ دې ملک کښې د هغه ډېرو بندېزونو، سازش کېسونو، د غدارۍ د الزامونو او نورو لیکونو (Leaks) ؤ چې وخت پۀ وخت د عدم شواهد پۀ بنیاد راتلونکې کومې سِول مارشل لاء یا مارشل لاء ختم کړي دي؟ تر څو چې سیاسي قیادتونو د حکمت مظاهره نۀ وي کړې، د خپلو کارکنانو سیاسي تربیت ئې نۀ وي کړے، د جمهوريت د اصلي روح متعارف کولو د پاره ئې د یو بل د اختلافِ رایه د احترام رویه نۀ وي خپله کړې، د جمهوریت پۀ سر به هم د خپل جوړ کړے شوي ائین مختلف شقونه لکه د تُورې ځوړند وي او د داسې صورتحال پېدا کولو د پاره به هر وخت امکانات موجود وي.

اعلان

عوامي نېشنل پارټۍ د راروان الېکشن (2018) د پاره د صوبائي او قومي اسمبلیو د امیدوارانو نه درخواستونه غوښتلي دي. دا درخواستونه به د وړومبي اګست نه دېرشم اګست پورې جمع کولے شي. د نامزدګۍ فارم تر لاسه کولو او مزید تفصیلاتو د پاره دې مرکز کښې د ګوند متعلقه کمېټۍ سره تماس ونیولے شي.

سردار حسين بابك

د عوامي نېنشنل ګوند بورډ سېکرټري

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …