اداريه – اکتوبر 2017

د باچاخان او ولي خان وېنا د شهید ډاکټر نجیب د وینې نه واورئ!!!

د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د اولس )خصوصاً د قبائیلي سیمو او پښتونخوا خلقو( او د امنیتي ځواکونو د بې شمېره قربانیو باوجود د نړیوالې ورورولۍ لۀ خوا راتلونکو خبرونو، تبصرو او تجزیو د ریاست پۀ توګه پاکستان تشویش سره مخ کړے دے. د امریکائي صدر د افغانستان او پاکستان د پاره د پالیسۍ د لهجې نه واخله د چین پۀ شیامن ښار کښې د BRICS د مشرانو غونډې پورې لۀ هرې خوا یو غږ او یوه نعره ده. دا هر څۀ ناڅاپه مخې ته نۀ دي راغلي. پۀ اٰرمي پبلک سکول د برید نه پس چې کله د ملک ټولو سیاسي ګوندونو د نېشنل اېکشن پلان منظوري ورکړه نو باید دا عملي شوے ؤ. باید پېښور، کوئټې او مردان نه سربېره پۀ باچاخان پوهنتون هم حمله نۀ وه شوې، خو دغه هر څۀ وشو. د دغه هر څۀ کېدلو نه پس  د Do More اصطلاح یوه تېروتنه ځکه ښکاري چې کۀ نېشنل اېکشن پلان د پاره ریاست د طالبانو تر منځه راکښلې خودساخته د’ښۀ’ او ‘بد’ طالبانو کرښه عملاً د منځ نه وړې وه نو نۀ به اے پي اېس نه پس د ترهګرۍ دومره شدیدې پېښې کېدې او نۀ به نړۍ سره د دغه مطالبې کولو جواز ؤ. د جنرل باجوه د بیان چې جهاد ئې پکښې “د ریاست حق” یاد کړے، نه پس د خارجه چارو د وزیر خواجه اٰصف ملکي او بهرنیو رسنیو سره خبرې او خپلو دورو کښې د مختلفو مشرانو سره ملاقاتونو نه وروستو پرېس کنفرانسونو کښې وېنا او د “دفاعي اثاثو” پۀ حقله موقف کښې راغلے بدلون امن خوښو د پاره في الحال یو نېک فال ښکاري.

تاریخ مونږ د باچاخان او ولي خان هغه سپينو او سپېځلو وېناو ته مخامخ ودرولو، کومې چې ریاست د کفر د فتوو او د غدارۍ د تورونو پۀ نامه مبهمې او متنفرې ګرځولې. نن څلوېښت کاله پس د ریاست د سیاسي ډلو او عسکري مشرتابې لۀ خوا د باچاخان او ولي خان خبرو ته رجوع د پښتون قامي سیاست پۀ دور اندیشۍ دلالت کوي.

د شهید ډاکټر نجیب د تلین ورځ هم افغانستان او پاکستان کښې خاموشه تېره نۀ شوه. شهید ډاکټر نجیب چې د روغې، سولې او مفاهمت کومه خبره یویشت کاله وړاندې کوله، نن ګلبدین حکمت یار هغه صف کښې ولاړ دے. د ډاکټر نجیب وینه د ګلبدین حکمتیار سیاسي فېصله کښې ګویا ده. پۀ ګلبدین د پېزار د ګزار پېرزو هم ښائي چې جنګپاله سوچ لرونکو ته د خپل سوچ او وحشي جنګي عقیدې د ځنکدن باور شوے دے. نن څلوېښت کاله پس مونږ د باچاخان او ولي خان خبرې د ریاست پۀ ژبه هم اورو او د ګلبدین پۀ لاسو کښې د باچاخان تصویر هم وینو، خو د شهید ډاکټر نجیب او د دې وطن د شهیدانو د ګرېوانونو تارونه به د چا پۀ ږیرو کښې لټوو، د هغوي د وینو څاڅکي به د چا شېروانیانو، قباګانو او وردیانو باندې مومو؟

مونږ باید ټول قام د سولې پۀ لور د اخستے شوو ګامونو سره پل واخلو او د روڼ او واضحه موقف سره د تشدد او انتهاپسندۍ مونډ ویستلو د پاره یو غږ شو ـــ تېرو څلوېښتو کلونو کښې توې شوې وینه خپل دیت کښې د سولې ضمانت غواړي.

د فاټا پۀ حواله مرکزي حکومت ولې اندېښنې پېدا کوي؟

د قبائیلي سیمو پۀ حواله د مرکزي حکومت لۀ خوا هره ورځ راتلونکي نوي اعلانونه او بیانونه د فاټا د اولس او د جمهوریت خوښو قوتونو د پاره د اندېښنې باعث دي. یوه ورځ اعلان وشي چې قبائیلي سیمې به د اسلام اباد هائي کورټ او پاکستان سپریم کورټ د اختیار لاندې راوستلې کېږي، بله ورځ د چیف اپرېټنګ افسر د تعیناتۍ شوشه پرېښودلې کېږي او پۀ بله ورځ سکوټ وئیل کېږي چې في الحال حکومت دا نۀ شي کولے چې فاټا انتظامي طور خېبر پښتونخوا کښې ضم کړي. دې لړ کښې د اصلاحاتو د عملي کولو د پاره ټائم فرېم ورکولو کښې هم د مرکزي حکومت لۀ خوا اوبۀ رڼې نۀ ساتلې کېږي. حقیقت خو دا دے چې قبائیلي سیمو کښې د اولس مالیتونه، ملکیتونه، روزګارونه او د هغوي مکمل اقتصادي لارې چارې لکه د دوي د انساني بنیادي حقونو غصب دي.

پۀ څلورم ستمبر اسلام اباد کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د فاټا اصلاحاتو پۀ لړ کښې د شوي ټول ګوندیز کنفرانس اعلامیه د دې ملک د ټولو سیاسي ګوندونو او د قبائیلي سیمو د اولسونو د غوښتنې ترجماني کوي. د یادې شوې اعلامیې تر مخه:

“د عوامي نېشنل پارټي رابللے شوي ټولګوندیز کنفرانس کښې ټول ګوندونه د فاټا اولس د پاره د ائیني او جمهوري حقونو حمایت کوي.

دا ټولګوندیز کنفرانس فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم کولو د پاره د انتظامي، مالي او قانوني اقداماتو کولو پۀ کلکه غوښته کوي. دا ټولګوندیز کنفرانس حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوه زره اتلسم د عامو انتخاباتو نه وړاندې صوبائي اسمبلۍ کښې د فاټا مکمل نمائندګۍ د پاره لاره هواره کړي او روانو ټولټاکنو کښې د قبائیلي سیمو دننه انتخاباتي ماحول جوړ کړي.

د فاټا انضمام د پاره هم دا بر وقت، اسانه او مناسب لاره ده. دې لړ کښې نور د ځنډ نه دې ډډه وکړې شي. کۀ دې لړ کښې نور بهانو نه کار واخستے شو نو عوامي نېشنل پارټي به دې ټولګوندیز کنفرانس کښې د ګډون کوونکو ګوندونو نه هیله کوي چې راست اقدام اخستلو کښې به مونږ او د فاټا اولس سره اوږه پۀ اوږه ودرېږي. د وخت غوښتنه ده چې:

  1. فاټا دې پۀ ائیني توګه صوبه خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي.
  2. فاټا کښې دې د اېف سي اٰر ختم کړے شي او دلته دې باضابطه عدالتي نظام قائم کړے شي چې د )اسلام باد پۀ ځاے د( پېښور هائيکورټ دائره کار کښې وي.
  3. د فاټا اولس ته دې ټول قانوني، ائیني او بنیادي انساني حقونه ورکړے شي.
  4. د فاټا پرمختګ د پاره دې لس کلنه ترقیاتي منصوبه جوړه کړې شي.
  5. فاټا ته دې صوبائي اسمبلۍ کښې باضابطه نمائندګي ورکړې شي.

د مرکزي حکومت رویې نه څرګندېږي چې مقتدره حلقې فاټا د پاره د څۀ سنجیدګۍ مظاهره نۀ کوي او دا سیمې تل د یو تور او غېر انساني قانون ولقه کښې ساتل غواړي ـــ دغه رویې نه دا هم ثابتېږي چې مرکز د افغانستان پۀ حواله د فاټا د ستراتیژکي ژورتیا د پاره استعمال او جنګي اقتصاد پۀ ځاے ساتلو د پاره د لانچنګ پېډ پۀ توګه موجوده حالت کښې برقرار ساتل غواړي او پۀ دې ټول صورتحال کښې د امن د پاره د حکومت دعوې کله هم کامیابېدې نۀ شي.

پورته نقل شوې اعلامیه ټولګوندیز کنفرانس کښې ګډون کوونکو ګوندونو لاسلیک کړې هم ده. اوس د دغسې قابلِ عمل او ائیني اعلامیې موجودګۍ کۀ مرکزي حکومت د فاټا اصلاحاتو پۀ حواله هره ورځ د نوې خبرې کولو سره اندېښنې زېږوي نو دا به د خپلې فېصلې پۀ ضد د مرکز د عمل عکاسي کوي او دې لړ کښې به سیاسي ګوندونو او د فاټا اولس ته دا حق حاصل وي چې د خپل ائیني، قانوني او انساني حقونو لاس ته راوړلو د پاره پۀ اولسي کچ د احتجاجونو اغاز وکړي.

د مادام نېنسي ډوپري او استاد سعدالدين شپون غبرګ غمونه

د ستمبر میاشت د مادام نېنسي ډوپري او استاد سعد الدین شپون غبرګ غمونه راکړل. کله چې د مذهب پۀ نامه د افغانستان د تاریخ نخښې نړولې کېدې او علمي او فرهنګي اثار ئې د اور لمبو ته سپارلے کېدل، مادام نېنسي د تاریخي اثارو تحفظ او د علمي او فرهنګي کتابونو خوندي کولو د پاره ودرېدله او داسې ویاړمن زیار ئې باسلو چې د تاریخ، علم او فرهنګ رویه او جذبه ئې جنګ او تشدد ځپلي افغان نوي کهول ته منتقل کړه.

استاد سعد الدین شپون د دې خاورې نصیب خپلو قیصو کښې خوندي کړو. د هغۀ سترګې د افغان اولس پۀ لارو کوڅو کښې وګرځېدې، د هغوي پۀ برجونو او بورجلونو وځغلېدې او دې سره تړلو قیصو کښې ئې د افغان تاریخ یوه ژوندۍ برخه خپلو کتابونو کښې خوندي کړه.

“پښتون” دا غبرګ غمونه د خپل انګڼ غمونه ګڼي. هیله چې نسلونه به د دغه سپېځلو ارواو د ژوند نه تاثر او رڼا اخلي.

پۀ  NA-4 پېښور کښې د NA-120 لاهور ووټونه

د NA-120 ضمني انتخاباتو کښې د پاکستان مسلم لیګ )ن( د کامیابېدو نوټیفیکېشن او بیا د الېکشن کمېشن لۀ خوا دې حلقه کښې د مختلفو امیدوارانو د اخستے شوو ووټونو فهرست کښې دوه خبرې د پام وړ دي. وړومبۍ خبره پۀ هر حال کښې د خپل شکست نۀ منلو ده چې د تحریک انصاف امیدوارې ئې د غېر سرکاري نتیجې اورېدو سره اعلان وکړو او دوېمه خبره د یو کالعدم تنظیم لۀ خوا اووۀ زره د پاسه ووټونه اخستل دي. دا یو نېک فال دے چې متشدد انتهاپسند قوتونه پۀ جمهوري عمل کښې برخه اخلي خو د دې خبرې ضمانت نشته چې متشدده انتهاپسندي به جمهوري عمل ته نۀ منتقل کېږي.

خېبر پښتونخوا د متشدده انتهاپسندۍ او ترهګرۍ پۀ لړ کښې تر ټولو زیاته ځپلې شوې صوبه ده او پېښور ښار د تشدد پرهرونه پۀ خپله زړۀ او ذهن ګرځوي. پۀ NA-120 کښې د ملل متحد لۀ خوا د کالعدم تنظیمونو اخستے شوو ووټونو سترګې ځان ته راړولې دي. د پانامه ګېټ پۀ مقدمه کښې د پاکستان معزول شوے وزیر اعظم او د هغۀ د ملګرو لۀ خوا د یوې داسې بیانیې سره راوتل چې “د کور صفائي پکار ده” پۀ ملک دننه د عوامو او حکومتي او امنتي ادارو تر منځه اتحاد هم د شک او تردد سره مخ کړو. حقیقت دا دے چې ملکونه او قامونه همېشه د یوې بیانیې پۀ بنیاد متحد او مستحکم وي او هر کله چې د یو ملک بنیادي بیانیه د تقسیم او نفاق ښکار شي چې سول او اولسي حکومت یو څۀ وائي او پوځ او انتظامیه بل څۀ، نو دغه تضادات تاریخي المیې زېږوي.

NA-4 پېښور کښې د سیاسي ګوندونو تر منځه د ضمني انتخاباتو د پاره رابطې او د اتحادونو سلسلې روانې دي. د پېښور پۀ معروضي حالاتو کښې دلته دوه قسمه قوتونه یو بل ته مخامخ ولاړ دي ـــ یو طرف ته عوامي نېشنل پارټي ولاړه ده چې د دې خاورې د خلقو پۀ ترهګرۍ کښې د قتل مخنیوي، د مرکز نه د دوي د مالیاتي حقونو او ترقیاتي فېصلو اختیار اخستلو او د دې خلقو د ژوند، مال او حال د امن ضمانت د پاره ودرېدو او د یو زر نه د زیاتو مشرانو، لارښودانو او کارکنانو قربانۍ ئې ورکړې. بل طرف ته هغه ټول ګوندونه دي چې یو خوا ئې دې جنګ ته د پردي وئیلو بیانیه خوروله او بل طرف ته ئې د نېشنل اېکشن پلان باوجود د ترهګرۍ خلاف د عملي کاروایۍ یقیني کولو مطالبې د پاره پۀ خپلو ژبو مېخونه وهلي وو. پۀ دې اساس د پېښور NA-4 دې ضمني انتخاباتو کښې چې کوم ووټ هم د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ضد پرېوځي، دا ووټونه به د لاهور NA-120 د اووۀ زره ووټونو سره شمېرلے شي.

“د کور صفائي پکار ده” یوه ښه بیانیه ده خو د لاهور NA-120 پسې د پېښور NA-4 کښې د کالعدم تنظیمونو د حمایت یافته امیدوارانو موجودګي دا هم ښائي چې د ملک مقتدره حلقې راتلونکو ټولټاکنو د پاره د کوم ذهنيت رېهرسل کوي.

ډینګي يوې سیاسي مسئلې نه هم لویه المیه ده!!!

د تېرې میاشتې د اخري اخبار پورې ډینګي د څلوېښت (40) قیمتي ژوندونه وژلي دي. پۀ وړومبي ځل د ډینګي شور سوات کښې واورېدے شو او بیا دا ماشي لاهور ته ورسېدل. پنجاب حکومت باندې هغه وخت د ډینګي مخنیوي کښې د کوتاهي الزامونه تسلسل سره ولګولے شول. پېښور کښې د ډینګي ښکاره کېدلو سره د سوات او لاهور تجربو نه استفاده ونۀ کړې شوه. ډېر لږ وخت پۀ میډیا د سنسنۍ ضرورت پوره کولو د پاره دا مسئله وشورولې شوه او بیا د عمران خان پۀ حقله د مبینه بلېک بېري د شور نه پس چې هغه بله ورځ د پي ټي اٰئي لۀ خوا د دغه بلېک بېري د ورکېدلو بیان اخبارونو کښې خور کړے شو، پۀ ډینګي خاموشي اختیار کړې شوه. تبدیلي سرکار د هر مړي اوچتېدو سره دا خبره کوي چې پۀ ډینګي مسئله دې څوک سیاست نۀ کوي ـــ  د “صحت کا انصاف” ټولې لاپې د ډینګي ماشي وزر نه هم سپکې ثابتې شوې. د څوارلسم اګست 2014ز نه شپاړسم دسمبر 2014ز پورې چې کله اسلام اباد کښې “دهرنا” کېدله او ټولې کېمرې ډي چوک نه تاوېدلې نو دغه موده کښې پۀ پښتونخوا کښې اووۀ اویا د امن جرګې غړي او قام دوسته خلق پۀ ټارګټ کلنګ کښې وژلے شوي وو. اوس کېمرې احتساب کېس او  بلېک بېري پسې ګرځي او دلته ډینګي څلوېښت قیمتي ساه ګانې ووژلې. سوېمنګ پولونه جوړېږي او د مري، کاغان او سوات سېلونه کېږي خو د ډینګي تپوس نۀ کېږي. دا وخت هم پۀ سلګونه متاثره خلق هسپتالونو کښې پراتۀ دي. خېبر پښتونخوا کښې واکمن ګوند او د هغۀ اتحادي ګوندونه باید څۀ خو د سنجیدګۍ مظاهره وکړي.

2 اکتوبر: هم د امن پۀ دې ورځ نن نه اتۀ کاله وړاندې 2008ز کښې پۀ ملي مشر اسفندیار ولي خان ځانمرګے برید شوے ؤ چې یار زمین خان، فضل غني غني، شمس الزمان خان او شبیر خان پکښې شهیدان شوي وو. مونږ د فخرِ افغان باچاخان او خدائي خدمتګار غورځنګ د سیاسي عقیدې خلق نن هم د عدم تشدد پۀ لاره روان یو. د عدم تشدد نریواله ورحٔ ه  راحٔیٔ حی خیلو خبرو، عملونو، قلمونو او علمونو سره د عدم تشدد يهٔ عقیده د امن صف کسی ودریرو.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …