خوشحال بابا او نېشنلزم – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د جدید نېشنلزم مفکوره عموماً غربي او شرقي نړۍ کښې انقلابِ فرانس 1789)ز( سره تړلې کېږي، اګرچې نېشنلزم مختلفو وختونو کښې خپل شکل بدل کړے دے خو زمان و مکان کښې بدلون سره سره ئې تهیوري (Theory) او پرېکټس (Practice) کښې هم فرق راغلے دے ـــ زۀ دې لنډ شان مضمون کښې صرف د نېشنلزم هغه تعریف راخلم چې پۀ دې ټکو کښې شوے دے؛

“د ‘قام’ د پاره زمکه، مشترکه نسل، د یو والي مفکوره، مشترکه تاریخ، مشترکه مذهب، مشترکه ژبه، مشترکه مرام او مشترکه ریاست، او لا د ریاست جوړولو یا حاصلولو خواهش ترکیبي اجزاء دي.”

د دې تعریف پۀ رڼا کښې خوشحال بابا د هر چا نه مخکښې د نېشنلزم داسې مفکوره وړاندې کړه چې هغې کښې هغه ټول اړخونه/ لوازمات/ ترکیبي اجزاء موجود وو. داسې وخت چې فارسي او ترکي ژبه د باچاهۍ، علم و حکمت او زور ژبه ګڼلې کېدله، خو دۀ خپل کلام )نظم او نثر دواړه( پۀ پښتو بیان کړل، بلکې پۀ دې باندې ئې زور اچولو چې پۀ پښتو کښې وېنا کوئ او لیک دود هم پکښې کوئ. دے خپله وائي:

چې پۀ خپله افغاني ژبه نادان دے 

پۀ ترکي خبرې څۀ وائې افغان ته 

پۀ فارسي ژبه کۀ نور تر ما بهتر دي 

پۀ پښتو ژبه مې مۀ غواړه مثال 

د تاریخ پۀ ضمن کښې د خپلو تاریخي اتلانو (Heroes) تذکره او د هغوي ماضي د Role Model پۀ توګه بیانول د دۀ بله خوبي ده؛ لکه د مثال پۀ توګه د بهلول لودي او شېرشاه سوري پۀ حقله وائي:

د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم 

چې پۀ هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان 

یا هغه پښتانۀ نور وو دا څۀ نور شول 

یا د خداے دے پۀ دا هسې شان فرمان 

هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده 

اتفاق ورسره نشته، ډېر ارمان 

خوشحال بابا د رایې د اظهار پۀ ازادۍ نۀ خپل ځان ته څۀ بندېز مني او نۀ دغه لړ کښې بل چا باندې څۀ قدغن ږدي. د خپل زړۀ ټولې خبرې، کۀ پۀ چا ښې لګي کۀ بدې، هغه کۀ د دۀ د ځان دي کۀ د اٰل اولاد دي، کۀ د خپلې قبیلې دي یا د پښتنو افغانانو د بلې قبیلې یا پۀ حېث د قام دي، بې لۀ طمعې یا ډار ئې بیان کړي دي، ځکه د اظهار رایې د ازادۍ متعلق د هغۀ بې باکه رویه هم د څېړنې د پاره د پوره کار ضرورت لري چې هغۀ پۀ کومو موضوعاتو او تر کومه حده پورې د خپل دغه حق استعمال کړے چې کله دغه حق نۀ ؤ منلے شوے.

خوشحال بابا پۀ اول ځل د پښتون وطن جغرافیائي حدود ټاکلي دي.

درست پښتون لۀ کندهاره تر اټکه 

سره یو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار 

بله خبره دا چې ازادي څۀ ته وائي او غلامي څنګه وي، او دا چې ازادي لۀ غلامۍ ولې غوره وي ـــ د خوشحال بابا پۀ خپله ژبه:

ازادي تر بادشاهۍ لا تېر کا 

چې د بل د حکم لاندې شي زندان شي 

پۀ منصب پورې خوشحال خټک نوکر ؤ 

چې منصب ورځنې لاړ شو اوس بادشاه دے 

د خوشحال بابا د خپلواکۍ نظریه او پۀ خپلو وسائلو د اختیار متعلق د سوچ او د دې د پاره د عملي مبارزې اندازه د دې شعر نه کېدې شي چې د هغه وخت مغل هندوستان مستعمره ئې پکښې د ‘پان’ پۀ علامت یاده کړې ده. ‘پان’ یو ثقافتي مظهر دے او د هندوستاني مغل د مستعمرې د نشان دهۍ د پاره دا یو ډېر زورور علامت دے:

د پیپلو پاڼې خوره پۀ غرۀ کښې اوسه 

نۀ چې پان د هندوستان خورې زما جنده! 

د پښتون افغان ناپوهي، د علم کموت باندې دے نۀ صرف افسوس کوي بلکې دوي ته د علم، تعلیم او هنر لاره ښائي او یو صفا ستهرا روډ مېپ (Road map) ورکوي. پۀ داسې وخت او داسې ټولنه کښې چې ډېره شا ته پاتې او بې اتفاقه وي، داسې فکر یو نوے خیال دے. دے وائي:

د بې ننګو پښتنو لۀ غمه ما 

لویي پرېښوه، ونیوله کمه ما 

اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو 

ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کا 

دې لړ کښې د خوشحال بابا ځنې ناقدان چې د پښتون نېشنلزم یا د مغلو پۀ ضد د هغۀ مفکوره او مبارزه د بنیادي نکتو نه د لاعلمۍ یا د دانسته نظراندازۍ پۀ ذریعه خپل مطلب د پاره کاروي، د هغې تفصیلي ځواب به زۀ خپل انګلیسي کتابګي کښې تفصیل سره ورکوم.

د خوشحال بابا پۀ زړۀ کښې د پنجاب او هند فتح کولو منصوبه هم وه، لکه چې دے وائي:

دا همه زما د تُورې صدقه ده 

پښتانۀ چې پرګنې خوري سپورغال 

نن به درست د هندوستان دولت د دوي وے 

پښتانۀ کۀ کم همت نۀ وے جهال 

یګانه ځوانان کۀ زر لۀ ما سره وے 

نور زما ؤ پۀ پنجاب باندې یرغال 

اګرچې پنجاب هېڅ مزاحمتي تاریخ نۀ لري، بلکې د تاریخ پۀ اوږدو کښې دا د استعمارچیانو د فوج برخه پاتې شوې، یګانه زر ځوانانو باندې اکتفاء د پنجاب پۀ مجموعي نفسیاتو د خوشحال خان خټک د پوهې څرګندونه کوي.

د خپل هېواد، د خپل ملک او خپلې خاورې سره مینه د نېشنلزم یو بنیادي شرط دے. خوشحال بابا د خپل کلي، خپلې زمکې، خپلې خاورې سره بې کچه مینه ده، لکه چې وائي:

هغه باد چې کابل خېز دے 

پۀ ما واړه امبرېز دے 

چې څوک یاد کاندي کابل 

پۀ ګوګل مې شي غلغل 

چې څوک یاد کا پېښور 

زړۀ زما شي منوّر 

چې څوک یاد کاندي اټک 

قافیه کړم د خټک 

خوشحال بابا افغان پښتون قام ته داسې لار ښائي چې هغه د ترقۍ، پرمختګ، فتح او ازادۍ طرف ته ځي. د کم عقل غندنه کوي او نۀ پۀ پټو سترګو د حکومت او ریاست واګو ته لاس اچول غواړي. علم و حکمت او هنر باندې ټینګار کوي، لکه چې وائي:

کۀ طالع او هنر دواړه سره کېږدې 

زۀ خوشحال به پکښې ونیسم هنر 

مټ پۀ هنر کړه، هنر پکار دے 

مور پلار به څۀ کړې، هنر مور پلار دے 

فخر پۀ زر مۀ کړه، پۀ ښۀ ښۀ پدر مۀ کړه 

فخر پۀ دا کړه، هنر دې یار دے 

د نر او ښځو علم باندې زور اچوي او پۀ دواړو ئې فرض ګڼي. وائي:

زده کول د علم فرض دي 

پۀ مېړو پۀ ښځو قرض دي 

صد رحمت پۀ هغۀ باندې 

چې طلب د علم کاندي 

پۀ خپله ئې هم تر اخیري عمره قلم او کتاب سره یارې پرې نۀ ښوده ـــ نظر ئې کمزورے ؤ، خو نۀ ئې قلم کېښودو او نۀ تُوره. د تاج، پټکي، لونګۍ، شملې، دستار اهل د خوشحال بابا نظر کښې هر سړے نۀ دے. خپلو شعرونو کښې دے د خپلې قبیلې هغه ملکان او خانان چې چا کږې شملې تړلې دي، پورې خندا کوي، ځکه خو دے وائي،

چې دستار تړي هزار دي 

د دستار سړي پۀ شمار دي 

خوشحال بابا خپل وخت کښې هغه خبرې او هغه خیال پېش کړي دي چې شاید تر دې معلوم تاریخ کښې پۀ پښتنو افغانانو کښې بل نابغه د دۀ نه وړاندې نۀ وي کړې او نۀ چا دا جرأت کولے شو چې دا شانته خبرې وکړي.

خوشحال بابا د قلم فردوسي نۀ او نۀ یو خیالي رستم ؤ، بلکې د ټولې اسیا او خاص کر د افغان پښتون قام فردوسي هم دے او رستم هم ـــ

ډر خلق خوشحال بابا ته ‘نابغه’ (Genius) وائي خو زما پۀ خیال دے Over genius ؤ. د فلسفې نه راواخله تر سوشیالوجي، حکمت نه راواخله تر تاریخ، تاریخ نه ونیسه تر علم نجوم، علم نجوم نه تر حکمت او حکومت ــــ دۀ هر څۀ کښې د خپل وخت د علم او شعور اسونه ځغلولي دي. کۀ منصبدار ؤ کۀ پۀ غرونو سر ؤ، خو خپل مرام ئې پرېښے نۀ دے. لکه چې وائي:

د افغان پۀ ننګ مې وتړله تُوره 

ننګیالے د زمانې خوشحال خټک یم 

خوشحال پېژندنه اسان کار نۀ دے. مونږ لا تر اوسه نۀ دے پېژندلے، باید چې اوس ئې وپېژنو.

اخر کښې د اقبال لاهوري پۀ الفاظو دا لنډه لیکنه راټولوم چې:

قبائل ہوں ملت کی وحدت میں گم 

کہ ہو نام افغانیوں کا بلند 

محبت مجھے ان جوانوں سے ہے 

ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند 

مغل سے کسی طرح کم تر نہیں 

کوہستاں کہ یہ بچۂ ارجمند 

کہوں تجھ سے اے ہم نشیں دل کی بات 

وہ مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند 

اڑا کر نہ لائے جہاں بادِ کوہ 

مغل شہسواروں کی گردِ سمند 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …