بلخ او پښتو ادب – نجيب الله پاڅون

بلخ د افغانستان پۀ شمال کښې لرغونی او لۀ لومړۍ درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي چې مرکز ئې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د مېمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی، د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراتۀ دي، ختیځ ته ئې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته ئې جوزجان ولایت او سوېل ته ئې سرپل او سمنګان ولایتونه دي.

بلخ د اداري وېش لۀ مخې د مزار شریف ښار او حیرتان بندر سربېره څوارلس اولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو لۀ هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي چې نزدې ټول قومونه پۀ کښې ژوند لري. پۀ دې ولایت کښې تاجک، پښتانۀ او هزاره زیات دي.

بلخ د افغانستان پۀ کچه اوس هم یو تاریخي ولایت ګڼل کېږي، د تاریخ پۀ بېلابېلو پړاوونو کښې د بلخ پر زمکه زردشت، یما، جلال الدین محمد بلخي، رابعه بلخي، ناصر خسرو بلخي، ابن سینا، دقیق بلخي او نورو علمي شخصیتونو ژوند کړی دی.

پۀ دې ولایت کښې اوس مهال ګڼ شمېر فرهنګي، ادبي او کلتوري ټولنې شته چې مونږ پۀ دغه لیکنه کښې صرف د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو پۀ اړه لنډ معلومات وړاندې کوو.

  • بلخ ادبي خوځښت:

‘بلخ ادبي خوځښت’ ادبي، ټولنیز، فرهنګي او رسنیز مرکز دی چې لۀ تېرو څوارلسو کلونو راهسې پۀ بلخ او شاوخوا سیمو کښې ادبي، کلتوري، ښوونیزې او روزنیزې چارې ترسره کوي. دغه خوځښت پۀ بلخ کښې د شمال پۀ کچه پۀ لومړي ځل د پښتو ادبیاتو او د افغان کلتور پۀ برخه کښې پۀ ابتکاري بڼه بېلابېلې چارې ترسره کړي او اوس هم پر مخ روانې دي.

پۀ لومړي ځل سره د دغه خوځښت لۀ لوري د شمال لومړۍ مجله ، د لومړیو ادبي بهیرونو پېلول، د پښتو عامه کتابتونونو جوړول، د ښوونیزو ورکشاپونو لۀ لارې د پښتو لیکوالۍ عامول، د دغه خوځښت لۀ مهمو کړنو څخه شمېرل کېږي. لۀ دې سره بلخ ادبي خوځښت علمي سیمینارونه، سیالیزې غونډې، کلنۍ مشاعرې، پۀ اولسوالیو کښې د ادبي بهیرونو جوړول او فعال ساتل د دغه مرکز فعالیتونه دي. هم دا راز دغه خوځښت تر دې دمه ګڼ شمېر رسنیز فعالیتونه هم ترسره کړي چې ځینې ئې پۀ لاندې ډول دي:

پرخه مجله:

پرخه؛ د شمال لومړۍ پښتو مجله ده چې پۀ 1382لمريز کال رامنځ ‌ته شوه. تر دې دمه ئې د بلخ ادبي خوځښت لۀ خوا، پنځویشت ګڼې چاپ شوې دي.

پسرلی مجله:

پسرلی؛ د شمال دويمه پښتو مجله ده. پۀ 1384لمريز ئې لۀ بلخه د پښتوسياسي مجلې پۀ توګه خپرونې پيل شوې چې تر دې دمه ئې اتۀ څلوېښت ګڼې چاپ شوې دي.

“پل” اتۀ مخيزه مهالنۍ خپرنۍ:

پل؛ د دغه خوځښت د امّ البلاد ادبي بهير د ځوانانو پۀ مسئوليت چاپېږي.

ټال:

د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرېدونکې مجله ده چې د بلخ ادبي خوځښت تر څار لاندې د هم دې خوځښت د مشرتابه غړي نجيب پاڅون پۀ امتياز او مديريت چاپېږي. ياده خپرونه پۀ بلخ ولايت کښې د ماشومانو لپاره پۀ پښتو ژبه لومړۍ خپرېدونکې چاپي رسنۍ ده چې لۀ 1395لمريز څخه ئې پۀ خپرېدو پېل کړی او تر دې دمه ئې پینځۀ ګڼې چاپ شوې دي.

ټال مجله د ماشومانو استعدادونه روزي او د هغوي پوهه زیاتوي. د ټال مجلې غټه او لومړنۍ موخه پۀ لرې پرتو اولسوالیو کښې نوي ماشومان لۀ تعلیم او مطالعې سره اشنا کول او د هغوي مخه لۀ افراطیت، تاو تریخوالي او تشدد څخه راګرځول دي. ټال مجله ماشومانو ته د غوره ژوند لارې چارې ښائي او د اخلاقو روزنه ئې کوي. ټال مجله به ماشومان او تنکي ځوانان پۀ دې باوري کړي چې راتلونکی د دوي دی او کولی شي نړۍ بدله کړي. د ټال مجلې د خپراوي څخه غټ هدف دا دی چې د لرې پرتو سیمو ماشومان پۀ خپله ژبه لیک، لوست، مطالعه او وېنا وکړی شي او هم دا راز دوي د تاو تریخوالي، تشدد، افراطیت څخه راوګرځي.

هم دا راز پۀ بلخ کښې نورې چاپي خپرونې هم شته چې لۀ هغې جملې څخه خبره اوونیزه، سیال خپرونه، لټون مجله او نوې رڼا خپرونه یادولای شو.

خبره:

پۀ بلخ کښې ګڼ شمېر لیکنیزې خپرونې شتون لري خو پۀ پښتو ژبه کښې چاپي خپرونې د ګوتو پۀ شمېر دي. پۀ دغو خپرونو کښې “خبره” خپرونه چې لۀ بلخ څخه لومړنۍ پښتو اوونیزه خپرونه شمېرل کېږي. لۀ تېرو دریو کلونو راهسې ئې پۀ کار پېل کړی چې تر اوسه ئې ګڼ شمېر ګڼې چاپ او خپرې شوې دي. پۀ بلخ ولایت کښې تر دې مهاله د څلوېښتو څخه زیاتو چاپي یا لیکنیزو رسنیو خبر ورکړل شوی دی چي لۀ دې جملې څخه یواځې څو چاپي رسنۍ پۀ پښتو ژبه خپرونې لري. پۀ یاد ولایت کښې لۀ 1382لمریز کال راهسې پښتو چاپي خپرونو د پام وړ پرمختګ وکړ. خبره اوونیزه خپرونه یوه ناپېیلې، خپلواکه، سیاسي او کلتوري خپرونه ده چې پۀ 1393ل کال کښې ئې د چاپي رسنیو پۀ کاروان کښې ځای وموند. یادې خپرونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ثبت او جوازونو امریت څخه پۀ 52 لمبر جواز ترلاسه کړ او پۀ بلخ ولایت کښې پۀ پښتو ژبه خپرونې پېل کړې. خبره اوونیزه خپرونه د وخت او ځينو با درکه او با احساسه ځوانانو د غوښتنې پر اساس خپلې سیمې او ځوانانو ته د مطالعې د فرهنګ د لېږد او ترویج پۀ منظور د یوۀ سالم رقابت پۀ خاطر پۀ خپلو نشراتو پېل وکړ. خبره ناپېیلې، سیاسي، خبري او فرهنګي خپرونه ده چې زیاتره د بلخ اړوند تحلیلي راپورونه، مرکې، پۀ شمال کښې د پښتون اولس ستونزې، د ادبي ناستو راپورونه، د بلخي مشرانو او د کار خلقو پېژندنه او سیاسي طنزونه پۀ کښې خپرېږې. خبره اوونیزه خپرونه پۀ پام کښې لري چې د خپل هڅوب (ثقافت) د ساتلو او وده ورکولو پۀ موخه به تل نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، د تبعیض او توکم پالنې سره به پۀ کلکه مبارزه کوي. ټولو توکمونو ته د ورورلۍ ټغر غوړوي او د هېچا حیثیت ته به زیان نه رسوي، ځکه هرڅوک حق لري، چې پۀ خپله مورنۍ ژبه خبرې او لیک لوست وکړي او خپل غږ تر نورو ور ورسوي.

پۀ بلخ کښې تر اوسه ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي فعالیتونه خپلې ناستې ترسره کوي، چې لومړی ادبي بهیر د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د وزیر محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهیر پۀ نوم پرانستل شو. پۀ دغو بهیرونو کښې هره اوونۍ ادبي ناستې ترسره کېږي چې پۀ دغو ناستو کښې کره کتنه، علمي لېکچر، سیاسي بحثونه او ازاده مشاعره شامل وي. دا هم د بلخ ادبي بهیرونه:

وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير:

دغه بهیر پۀ 1384لمريز د بلخ ولايت پۀ مرکز مزارشريف ښار کښې د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري پرانستل شو چې تر اوسه ئې خپلې اوونیزې ناستې پۀ دوامداره توګه جاري ساتلې دي.

امّ البلاد ادبي بهير:

دغه بهیر پۀ 1387کال پۀ بلخ اولسوالۍ کښې د ځینو مشرانو پۀ ملاتړ پرانستل شو، ام البلاد ادبي بهیر د بخدي عامه کتابتون پۀ نامه یو پښتو کتابتون هم لري.

چهاربولک ادبي بهير:

چهاربولک ادبي بهير؛ پۀ چاربولک اولسوالۍ کښې د خوځښت څانګه ده چې پۀ 1391لمريز د دغې اولسوالۍ د ځوانانو او مشرانو لۀ خوا جوړ شو. چهار بولک بهير د مزارشبرغان پر لويه لاره د خان اباد څلور لارې ته څېرمه هره جمعه ماسپښين مهال اوونيزې ناستې کوي. دغه بهير د خپلو اوونيزو ناستو تر څنګ لۀ عامو خلقو او قومي مشرانو سره پۀ کليوالي دېرو کښې هم ټولنيزې ناستې جوړوي.

بلخ مېرمن بهير- مزارشريف:

پۀ 1388لمريز د خوځښت پۀ نوښت پۀ مزارشريف ښار کښې د لسګونو نجونو لۀ خوا د بلخ مېرمن بهير جوړ شو. دغه بهیر تر اوسه خپلې ناستې جاري ساتلي دي.

د دې تر څنګ پۀ دې ولایت کښې بخدي ادبي کلتوري مرکز، باختر ادبي بهیر، بله ډېوه، بلخ ادبي ټولنه او نور ادبي او فرهنګي بهیرونه هم فعالیت لري.

بخدي ادبي کلتور مرکز هم پۀ دې وروستیو کښې هره اوونۍ ادبي ناستې، کلنۍ مشاعرې د څلې شپې نمانځل او ښوونیزې غونډې پېل کړي.

تر اوسه پۀ بلخ کښې د فرهنګي مرکزونو لۀ لوري ګڼ شمېر ګټور او علمي کارونه ترسره شوي چې دلته پۀ ځانګړې توګه د بلخ ادبي خوځښت ځينې ښوونیز پروګرامونه یادولای شو. پۀ بلخ کښې د لیکوالۍ د زدکړې پۀ موخه څلور میاشتنۍ ورکشاپ پېل شو، هم دا راز د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د مومند بابا ادبي بهیر د اوونیزو ناستو پۀ ترڅ کښې ځینې مهم او علمي لېکچرونه هم ګډون والو ته وړاندې کړي چې دلته ئې پۀ لنډ ډول یادونه کوو:

ماشومانو ته د قیصو وئیلو ګټې، بې هینداره روشنفکر، تصویر څنګه واخلو؟، ښاري فرهنګ، د لیکوالۍ پر لور لومړني ګامونه، ډېورند د پښتو نۀ د افغانستان تر منځ تپل شوې کرښه ده، د نورو ژبو تر اغېز لاندې سیمو کښې، پۀ کورنیو کښې د پښتو ژبې ساتنه او ګڼ شمېر نور.

بلخ ادبي خوځښت د دوه شعرونه، دوه نثرونه، دوه میاشتنۍ رقابتي لړۍ هم لري، دغه لړۍ پۀ 1390لمريز د ځوانو فرهنګيانو تر منځ د پښتو نثر او نظم دوه مياشتنۍ سيالۍ پېل کړه. د سياليو ګټونکو ليکوالو او شاعرانو ته د خوځښت لۀ خوا ستائینليک او د کتابونو ډالۍ ورکول کېږي.

پۀ بلخ کښې تر اوسه ګڼ شمېر عامه کتابتونونه شته؛ خو د پښتنو لوستونکو لپاره د یو کتابتون اړتیا ډېره لیدل کېده چې بالاخیره بلخ ادبي خوځښت پۀ 1391 لمریز کال کښې پۀ مزارشريف ښار کښې د خوشحال بابا کتابتون پۀ جوړېدو پۀ ټول بلخ کښې د پښتو کتابونو د کمښت ستونزه حل کړه. پۀ دغه کتابتون کښې نزدې څلور زره بېلابېل کتابونه شتون لري.

هر کال پۀ بلخ کښې بېلابېل علمي سیمنارونه ترسره کېږي چې دلته د ځینو لنډه یادونه کوو:

لومړی ستر سیمینار د بلخ ادبي خوځښت لۀ لوري د ‘بخدي د افغاني مدنیت ځانګو’ تر سرلیک لاندې پۀ 1386 لمریز کال د افغان کلتوري ټولنو جرګې پۀ مرسته پۀ مزارشريف ښار کښې ‘بخدي د افغاني مدنيت ځانګو’ تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمنار جوړ کړ. هم دا راز بلخ ادبي خوځښت پر 1390لمريز، ‘راځئ، چې سبق ووايو’ پۀ نامه يو ورځنۍ علمي سيمنار هم جوړ کړ.

بلخ ادبي خوځښت ځانګړې نمانځنې هم لري چې لۀ هغو څخه د افغان کلتور نړیواله ورځ او دازادۍ کليزې یادولای شو. هم دا راز بلخ ادبي خوځښت کلنۍ مشاعرې او مېلې هم لري چې تر اوسه ئې ګڼ شمېر غونډې ترسره کړي. د نوي کال پۀ درشل کښې (پۀ خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه!) پۀ نامه کلنۍ مشاعره، د کوچني اختر پۀ شپو ورځو کښې (اختر د ټولو مبارک شه!) پۀ نامه کلنۍ مشاعره او د بلخ اولسوالۍ بالاحصار ته څېرمه دوديزه ميله هم ترسره کېږي.

تر اوسه بلخ ادبي خوځښت ګڼ شمېر نمانځنې او یادغونډې ترسره کړي چې ځینې ئې پۀ لاندې ډول دي:

د کندهار د ځوان ليکوال قديم پتيال پر وفات ياد غونډه، د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د لومړي تلين پۀ مناسبت ياد غونډه، د ملي امنيتي ځواکونو پۀ ملاتړ غونډه، د بلخ د فرهنګپال شخصيت او ديني عالم مولوي خادم الله باوري ياد غونډه، د افغان فزيکپوهـ رحمت الله تنها پۀ وياړ غونډه، د غزل ستوري محمد صديق پسرلي د دويم تلين پۀ مناسبت ياد غونډه یادولای شو.

پۀ وروستیو کرښو کښې د دغې خبرې یادول ضروري دي چې پۀ بلخ کښې دولتي چارواکو پښتو ژبې ته ډېر کار نۀ دی کړی، پښتو ژبه ئې لۀ هر څۀ نه لرې پاتې کړې؛ خو پۀ دې وروستیو کلنو کښې یو شمېر با احساسه پښتنو ځوانانو د خپلې ژبې د بډاینې او پرمختګ پۀ موخه کار پېل کړی چې تر اوسه ئې د پام وړ کارونه مخ ته وړي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …