د ارواښاد پروفېسر (څېړنپوه) عبدالله بختاني خدمتګار – محمد اصف احمدزے

ژوندليک او چاپ شوي کتابونه

استاد عبدالله بختاني خدمتګار پهٔ بر کلي کښې هغه اخیرے خدائي خدمتګار ؤ چې پهٔ شنه شونډه د باچاخان پهٔ لاس کړے بېعت ئې تر مرګه پوره ایمان او بشپړ اعتقاد سره وپالهٔ. باچاخان خپل ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجـﻬـد’ کښې د اجمل خټک، فضل الرحیم ساقي، صدیق الله رښتین او فقیر محمد بایزي سره د بختاني صاحب مننه هم کړې ده. باچاخان چې د قوم او وطن خدمت د پاره دې ښاغلو د پاره د کوم توفیق دعا کړې وه، هغه دعا قبوله وه. د باچاخان پهٔ حواله د هغهٔ نور زیارونه لکه ‘د سولې او ازادۍ قـﻬرمان’، ‘د ستر خدائي خدمتګار ویاړلي یادونه’، ‘فخرِ افغان او افغانستان’، ‘د اخلاص هدیه’، ‘د بابا مشالونه’ او پهٔ ټوکونو کښې د باچاخان د تاریخي لیکونو د محفوظولو زیار نه پرته سل باندې تصانیف او تالیفات شامل دي.

‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ د استاد عبدالرؤف رفیقي مننه کوي چې ‘د بختاني خدمتګار پېژندنې لارښود’ پهٔ نوم ئې یوه کتابچه باچاخان مرکز ته سپارلې ده چې زر تر زره به د باچاخان مرکز لهٔ خوا د بختاني صاحب روح ته د عقیدت پهٔ توګه چاپ کړې شي.

د استاد بختاني خدمتګار ژوند د پښتو ژبې تحقیق، ادب او تاریخ کښې یو ځلنده باب دے. مونږ د ملګري ظاهر شکېب مننه کوو چې د ښاغلي محمد اصف احمدزي دا لیکنه ئې د ‘پښتون’ د پاره ډالۍ کړه. د محمد اصف احمدزي هم مننه. لوستونکي دې یاد لري چې دا لیکنه د استاد بختاني خدمتګار پهٔ ژوند لیکلې شوې وه.

نوم ئې عبدالله جان دى، د ملا آقا جان طبيب زوى دى، د ١٣٤٣هـ ق د لوى اختر د مياشتې پۀ نهمه (د عرفې پۀ ورځ) يا د ١٣٠٤هـ ش کال د سرطان پۀ لسمه )۱ جولائي ۱۹۲۵ز( د چهارشنبې د ورځې د څاښت پۀ مهال د ننګرهار ولايت د سره رود پۀ چهارباغ صفا کښې زېږېدلى او نږدې تر شل کلنۍ پورې هلته اوسېدلى دى. د دې مودې پۀ ترڅ کښې ئې پلار هلته طبابت کاوۀ. مور ئې د چهارباغ صفا او پلار ئې د سره رود د بختان کلي دى. اوس د کابل ښار د خېرخانې پۀ درېمه برخه کښې اوسي.

لومړنۍ زدکړه ئې لۀ خپل مور او پلار نه پېل کړې او بيا ئې لۀ نورو استادانو څخه کړې ده. ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقائد، ميراث، صرف و نحو، بديع، بيان، معاني حکمت او منطق ئې د ننګرهار او کابل پۀ اولسي مدرسو کښې د کابل عربي دارالعلوم د نصاب پۀ معيار لوستي دي او د “مولوي” درجې ته رسېدلى دى. فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او رياضي درسونه ئې د هغه وخت د اولسي مدرسو پۀ معيار سر ته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي ئې (د بکلوريا پۀ معيار) پۀ شخصي توګه مطالعه کړي دي. پۀ فلسفه، ټولنپوهنې، سياست او سايکالوژۍ کښې ئې پراخه مطالعه کړې ده.

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي مشهور او مهم استادان ئې دا دي: خپل مور او پلار، د سره رود د قلعۀ نو حاجي ملا مدد، د چهارباغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خېلو ملا عبدالغني، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوګياڼو د نکړخېلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوګرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين ګل، د لغمان د تېرګړي د پشه یي کلي اوسېدونکى مولوي عبدالرحيم، د لغمان مولوي فېض الله، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغۀ د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سر روضه وال او ځينې نورـــ

تر څلورم ريډره پورې انګريزي ژبه ئې د پغمان لۀ محمد عمر قرېشي معلم څخه لوستې ده. پۀ پښتو ژبه کښې څوک استاد نۀ لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى.

پۀ پښتو شعر او ادب کښې ئې لارښود استادان استاد ګل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالرؤف بېنوا دي.

پۀ روسي ژبه پوره بلديت لري. د روسي ژبې او ادبياتو زدکړه ئې د لومونوسوف (Lomonosov) پۀ نامه د ماسکو پۀ دولتي پوهنتون کښې پۀ ۱۹۶۳- ۱۹۶۴م کلونو کښې کړې ده او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د مېتود پۀ برخه کښې ئې ديپلوم ترلاسه کړى دى. د ترجمې د مېتود کورس ئې هم هلته پۀ برياليتوب پاى ته رسولى دى.

نوموړي د خپل ژوندانۀ زياته برخه د هېواد پۀ علمي، تعليمي، څېړنيزو، ادبي، ژورنالستي او ملي خدمتونو کښې تېره کړې ده، پۀ دې لړ کښې ٢٣ کاله پۀ پښتو ټولنه او ١٤ کاله پۀ علومو اکاډمي کښې پۀ علمي – څېړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى.

هغه د ١٣٢٥هـ ش کال د حمل پۀ لسمه د دولت د ماموريت لړۍ د ننګرهار ولايت د پوهنې مديريت د يوولسمې رتبې مامور پۀ توګه پيل کړې. پۀ ١٣٢٦هـ ش کال د ننګرهار د مطبوعاتو پۀ مديريت کښې د دې ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد پۀ حېث مقرر شو.

د ١٣٣١ هـ ش کال د اسد پۀ مياشت کښې د “زېري” جريدې مسوول مدير او د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. لۀ ١٣٣٤ هـ ش کال نه تر ١٣٣٩هـ ش کال پورې پۀ ترتيب سره د ننګرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو اٰمر ؤ چې پښتو ټولنې پورې مربوط ؤ، د ننګرهار مجلې مسوول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننګرهار ورځپاڼې مسوول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننګرهار مجلې مسوول مدير پۀ توګه ئې دندې تر سره کړې دي. 

پۀ ١٣٣٩هـ ش کال کښې بېرته د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او پۀ ١٣٥٤هـ ش کال کښې ئې د څېړندوى علمي درجه ترلاسه کړه. وروسته ئې د اطلاعاتو او کلتور پۀ وزارت کښې د ‘هېواد’ ورځپاڼې مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې اٰمر، د خلقو د فرهنګ (فولکلور) د ادارې اٰمر، د پکتيا د مجلې مسئول مدير، د هېواد د ورځپاڼې رئيس او سرمحرر پۀ توګه وظيفې تر سره کړې دي.

پۀ ١٣٦٤هـ ش د افغانستان د علومو اکادمي علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکادمي لۀ غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي ؤ او بيا د علومو اکاډمي د علمي غړي پۀ توګه پاتې شوى دى. پۀ ١٣٧٣هـ ش کال کښې متقاعد شوى دی.

استاد د يادو شوو وظيفو ترڅنګ، وخت پۀ وخت پۀ ښوونځيو او کورسونو کښې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو ادبياتو تاريخ د استاد پۀ حېث خدمت کړى دى. پۀ ١٣٨٢هـ ش کال کښې يو څۀ موده د افغان يووالي د اونيزې مسئول مدير ؤ او پۀ هماغه کال د علومو اکاډمي د ضرورت لۀ مخې تقاعد ئې رفع او د ١٣٨٥هـ ش د سنبلې تر پېله پورې ئې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي پۀ توګه خپلو علمي وظائفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دی.

د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده. نوموړي پۀ ١٣٥٥هـ ش کال کښې د پښتو ټولنې لۀ خوا د څېړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې، وروسته د علومو اکاډمي لۀ لوري دغه علمي درجه د څېړنپوه (سرمحقق) پۀ علمي درجه واوښتله او پۀ همدې درجه ومنل شو چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا “پروفيسور” لۀ درجې سره معادله وه.

استاد د هېواد او سيمې مشهور دانشمند، د ژبو، ادبياتو او تاريخ تکړه څېړونکى، منلى شاعر، ماهر ژورناليست او فرهنګي ټولنيز ملي شخصيت دى.

دی پۀ پښتو او دري ژبو نظم او نثر ليکي او څېړنې کوي. لۀ عربي او روسي ژبو څخه ئې علمي، څېړنيزې او ادبي ترجمې کړې دي. د سلو پۀ شاوخوا کښې علمي او ادبي اثار، تاليفات او ترجمې لري او تر زرو زياتې ټولنيزې او سياسي مقالې او مرکې ئې د هېواد او بهرنيو هېوادونو پۀ رسنيو کښې خپرې شوې دي.

نوموړي د هېواد او بهر پۀ ډېرو علمي ادبي څېړنيزو غونډو، سيمينارونو، سمپوزيمو او کنفرانسونو کښې ښه فعاله برخه اخستې ده او پۀ دى لړ کښې ئې پاکستان، هندوستان، عراق، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، روسيې، سپينې روسيې (بېلاروسيه)، یوکراين، ګرجستان، ارمنستان، ملداويې، جرمني، فرانسیې، هالېنډ، بلجيم، پولينډ او چکسلواکي هېوادونو ته علمي فرهنګي سفرونه کړي دي.

پۀ ١٣٨٥هـ ش (١٤٢٧هـ ق) کال عربستان ته د حج فريضې د ادا کولو لپاره ولاړ. پۀ ١٣۹۰هـ ش کال ئې عربستان ته د عمرې بختور سفر وکړ. پۀ ١٣۹۴هـ ش کال کښې د دوهم ځل لپاره عربستان ته د عمرې د ادا کولو لپاره ولاړ. 

اوس (۱۳۹۵ کال) یو نوي کلن دى. پۀ سپينه ږيره پۀ ډېر شوق و ذوق مطالعه کوي، قلم چلوي، د علم او ادب پۀ خدمت بوخت دى. درس ورکوي، د علومو اکاډمي د څو تنو علمي غړو د علمي پروژو لارښوونه کوي او پۀ ژبنيو، ادبي، ټولنيزو او سياسي چارو کښې ځان له مستقل فکر او دريځ لري. هغۀ ته د الله پاک لۀ درباره روغتيا او باثمره اوږد ژوند غواړو.

دلته د چاپ پۀ اعتبار، پۀ کرونولوژيکه بڼه د هغۀ د تاليفاتو فهرست وړاندې کوو:

١. پۀ اسلام کښې د ښځو حقوق – د مصر د “المنار” جريدې د مدير رشيد رضا د “الوحى المحمدي” له کتاب څخه ترجمه – ١٣٢٧ هـ ش کال چاپ.

٢. مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) – د مصر د “الازهر” د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغاني د عربي کتاب ترجمه – ١٣٣٢هـ ش کال چاپ. 

– دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه – ١٣٤٨ هـ ش کال چاپ. 

– د دواړو ايډيشنونو د مطالبو يو ځاى کولو سره د ځانله رسالې پۀ بڼه – ١٣٨٨ هـ ش کال چاپ. 

٣. اراده (روحيات )، د پروفيسر غلام حسن مجددي له دري ليکنې څخه ترجمه او د آريانا دايرة المعارف د يو شمېر نورو ارټيکلونو ترجمه – ١٣٣٢ هـ ش کال چاپ. 

٤. شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څېړنه، ټولونه، سريزه او اهتمام، ١٣٣٣ هـ ش کال چاپ. 

٥. د زړۀ راز – د شعرونو لومړۍ مجموعه – ١٣٣٥ هـ ش کال چاپ.  

٦. پښتانه د علامه اقبال پۀ نظر کښې – ١٣٣٥ کال هـ ش. . 

٧. ميرزا عبدالرحيم رحيمي (احوال و اشعار) پۀ دري ژبه – ١٣٣٥ هـ ش کال چاپ.  

– دوهم چاپ، له زياتونو سره – ١٣٨٠ هـ ش. 

٨. پښتني خويونه – ادبي ټولنپو هنيزه څېړنه – ١٣٣٥ هـ ش کال چاپ.  

٩. د ملنګ جان خوږې نغمې – ټولونه، سمون، سريزه او ترتيب – ١٣٣٥ هـ ش کال چاپ.  

دوهم چاپ له زياتونو سره – ١٣٤٨ هـ ش کال.  

١٠. خوږې ترخې – د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه – د ١٣٣٦ هـ ش کال چاپ. 

١١. علمي از ميښتونه پۀ ساده و سايلو – ساينسي درسي مرستيال – د موريس پارکرليکنه – د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې څخه پښتو ترجمه – ١٣٤١ هـ ش کال چاپ.  

١٢. راز – د شعرونو دوهمه مجموعه – ١٣٤٢ هـ ش کال چاپ.  

١٣. پښتو کلي څلورم ټوک – درسي – ١٣٤٥ هـ ش کال چاپ.  

١٤. شرنګ – د شعرونو درېمه مجموعه – ١٣٤٦ هـ ش کال چاپ.  

١٥. معاصر اديبان – تذکره – ١٣٤٧ هـ ش کال چاپ.  

١٦. تور بريښ – د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه، ترتيب او سريزه – ١٣٤٧ هـ ش کال چاپ. 

– دوهم چاپ – ١٣٨٧ هـ ش کال.  

١٧. پښتو لنډې کيسې – د لنډو د استانونو مجموعه -١٣٤٧ هـ ش کال چاپ. 

١٨. د خوشحال خان خټک ربا عيات – دا کاډميک متن جوړونه – له ملګرو سره – ١٣٤٩ هـ ش کال چاپ.  

١٩. د پښتو ټولنې رئيسان او غړي (تذکره ) – ١٣٤٦ هـ ش کال چاپ.  

٢٠. ابر بهارى – د دري شعرونو مجموعه – ١٣٥١ هـ ش کال چاپ.  

٢١. مرغلرې – د ادبي نثرونو مجموعه – ١٣٥١ هـ ش کال چاپ.  

٢٢. د پښتو پت – د لنډو د استانونو مجموعه – ١٣٥٢ هـ ش کال چاپ. 

٢٣. د خواجه عبدالله انصاري ژوند پېښې – د ١٣٥٥ هـ ش کال چاپ.  

٢٤. د يونس خيبري ديوان – نقل، سمون، سريزه، اکاډميک متن او اهتمام – ١٣٥٦هـ ش کال چاپ.  

٢٥. دپادري هيوز کليد افغاني – سريزه، تعليقات او لغتنامه – ١٣٥٦هـ ش کال چاپ.  

٢٦.پښتانه شعراء، څلورم ټوک – تذکره – ١٣٥٧ هـ ش کال چاپ. 

٢٧. د افغانستان سفر – له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه – ١٣٥٧ هـ ش کال چاپ .  

٢٨. پښتو چاپي آثار – ټولونه، اوډنه او سريزه – ١٣٥٧هـ ش کال چاپ.  

٢٩. د ګلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه – ١٣٥٩ هـ ش کال چاپ.  

٣٠. څورب او خوار – له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه – ١٣٥٩ هـ ش کال چاپ. 

٣١. د زړه آواز – د شعرونو انتخابي مجموعه – ١٣٦٣ هـ ش کال چاپ.  

٣٢. شفق – د شعرونو مجموعه – ١٣٦٣هـ ش کال چاپ.  

٣٣. تذکرة الشعرا ء – تدوين، سريزه او حواشي – ١٣٦٣ هـ ش کال چاپ.  

٣٤. د باچا خان ليکونه لومړى ټوک – ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي – ١٣٦٣ هـ ش کال چاپ.  

٣٥. زمونږ وطن د جرګو وطن – تاريخي – ١٣٦٤هـ ش کال چاپ.  

٣٦. د سولې او آز ادۍ قهرمان خان عبدالغفار خان – تذکره – ١٣٦٦ هـ ش کال چاپ.  

٣٧. د بابا مشالونه – د باچا خان وجيزې – انتخاب، ټولونه او سريزه – ١٣٦٦ هـ ش کال چاپ.  

٣٨. د اخلاص هديه – د خان عبدالغفار خان پۀ باره کښې شعرونه – ټولونه، اوډنه او سريزه – ١٣٦٦ هـ ش کال چاپ.  

٣٩. د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ – دوکتور سعيد افغانى – تذکره – ١٣٦٦ هـ ش کال چاپ.  

٤٠. پښتانه شعراء، پنځم ټوک – تذکره – ١٣٦٧ هـ ش کال چاپ.  

٤١. سوله او سلام د اسلام پۀ رڼا کښې- ديني څېړنه -١٣٦٧هـ ش کال چاپ. 

٤٢. د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه – ټولونه، اوډنه او سريزه – ١٣٦٨ هـ ش کال چاپ.  

۴۳-در ګسترۀ ادب درى، پژوهشهاى ادبي. 

٤٤. د ملي ادب اوژور ناليزم خادم – د استاد قيام الدين خادم تذکره – ١٣٦٨هـ ش کال چاپ.  

– دوهم چاپ – ١٣٨٦ هـ ش.  

– درېم چاپ – ١٣٨٧ هـ ش.  

٤٥. فراقنامه – منظومه – ١٣٧٨هـ ش کال چاپ.  

٤٦. زما استاد الفت – تذکره او ادب څېړنه – ١٣٨٠هـ ش کال چاپ.  

٤٧. خوشحال خان او يو څوفرهنګيالي خټک – تذکره او ادب څيړنه – ١٣٨٠ هـ ش کال چاپ.  

٤٨. ګلنامه – بولـله- ١٣٨١هـ ش کال چاپ.  

٤٩. د ملي ادب او ژور ناليزم يو هېر شوى خدمتګار شمس الدين قلعټکى – تذکره – ١٣٨١هـ ش کال چاپ. 

٥٠. ترنم دل – مجموعۀ اشعار درى – ١٣٨١هـ ش کال چاپ. 

٥١. ويرنې – د شعرونو مجموعه – ١٣٨١هـ ش کال چاپ. 

٥٢. خدمتګار د فقيرخېل پۀ کتب خانه کښې – خاطرې او څېړنې – ١٣٨٢هـ ش کال چاپ. 

٥٣. د قرآن شريف ځينې خطي نسخې – تجويدونه، تفسيرونه، مفسران او مدرسې – ١٣٨٣هـ ش کال چاپ. 

٥٤. د بياض ديوان – نقل، سمون، حاشيې او سريزه (اکاډميک متن) – ١٣٨٣هـ ش کال چاپ.  

٥٥. زه، ملنګ جان او خوږې نغمې – تذکره او خاطرې – ١٣٨٣ هـ ش کال چاپ. 

٥٦. د باچا خان ليکونه – دوهم ټوک – ټولونه، اوډنه، سريزه او حواشي – ١٣٨٤هـ ش کال چاپ.  

– د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ – ١٣٨٧ هـ ش.  

٥٧. بشريت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى – اجتماعى سياسى – ١٣٨٤ هـ ش کال چاپ.  

٥٨. پښتو پالنه او ژب څېړنه – ١٣٨٤ هـ ش کال چاپ.  

٥٩.حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک – ايډيټ، سريزه او اهتمام – ١٣٨٤هـ ش کال چاپ. 

٦٠. د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف – ١٣٨٥ هـ ش کال چاپ. 

٦١. د هيلې د هيلئ سپين وزر – بديعي ترجمې – ١٣٨٦هـ ش کال چاپ.  

٦٢. د دين ستورى مولانا نجم الدين د هډې اخوانزاده – ١٣٨٦هـ ش کال چاپ. 

– ستارۀ دين مولانا نجم الدين اخونزادهء هده – ترجمۀ دری محترم فضل الرحمن فاضل – ١٣٨٧هـ ش کال چاپ.  

٦٣. د سپين غره پۀ لمنو کښې – سياسي، ټولنيزې ليکنې – ١٣٨٦ هـ ش کال چاپ. 

٦٤. شجرۀ پير پټان – مرتب: غلام حبيب نوابى – تصحيح، تنقيح، ايډيټ، مقدمه و اهتمام- ١٣٨٦ هـ ش کال چاپ. 

٦٥. د ګلکڅونو پۀ ارمان – د څلوريزو مجموعه – ١٣٨٧هـ ش کال چاپ. 

٦٦. پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه – ايډيت، سريزه او چاپڅارنه – ١٣٨٧ هـ ش کال چاپ. 

٦٧. بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو – ١٣٨٧هـ ش کال چاپ. 

٦٨. دوه ادبي ليکونه – ١٣٨٧ هـ ش کال چاپ. 

٦٩. د کوشانى دورې ځينې يادګارونه – تاريخي، لرغونپوهنه. ١٣٨٧هـ ش کال چاپ. 

٧٠. د حج سفر – کيسې او خاطرې – ١٣٨٧ هـ ش کال چاپ. 

٧١. فخر افغان او افغانستان – ١٣٨٧ هـ ش کال چاپ. 

٧٢. د نارنج بهار – تاريخي، ادبي، څېړنيز او طبي اثر – ١٣٨٨ هـ ش کال چاپ. 

٧٣. ابن سينا اديب طبيب – ١٣٨٨ هـ ش کال چاپ. 

٧٤. يو دوه ګوتې کاغذ – د خدمتګار مکتوبات (په درېو ټوکونو کې) د ۱۳۸۸هـ ش کال چاپ. 

٧٥. رنګين غوندې عذاب – د اجمل خټک ژوند او فن، د ١٣٨٨ د کب شلمه – کابل. 

– دوهم چاپ د ١٣٨٩ د وري شلمه – پېښور. 

٧٦. تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان. 

٧٧. سيدو ملنګ – موزيکال اصلاحي ډرام پۀ څلورو پردو کښې – او د هنري موضوعاتو پۀ باره کښې څو ليکنې – ١٣٨٩ هـ ش کال چاپ.  

٧٨. د خدمتګار يوه ادبي موندنه (کشف) – ١٣٨٩ هـ ش کال چاپ. 

٧٩. د ستر خدايي خدمتګار وياړلي يادونه – ١٣٨٩ هـ ش کال چاپ. 

۸۰. د عشق سوغات، (کمین کلیات)، د خدمتګار پۀ زیار، ۱۳۹۱ هـ ش کال کال چاپ. 

۸۱ . ادبـــي لیکنې، لیکوال: عبدالقدوس پرهېز، د خدمتګار پۀ زیار،۱۳۹۲ هـ ش کال کال.  

۸۲. د غرونو پژواک،۱۳۹۲ هـ ش کال چاپ. 

۸۳. راحت زاخیلى د ناراحتې ټولنې شاعر، ۱۳۹۲ هـ ش کال چاپ.  

۸۴. ژمني ګلونه، لیکوال: عبدالقدوس پرهېز، د خدمتګار پۀ زیار،۱۳۹۲هـ ش کال. 

۸۵. ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغي- نقل، تنقيح، مقدمه و تعليقات.۱۳۹۲ هـ ش کال چاپ. 

٨۶. د خدمتګار د ژوند سفر (د خدمتګار افتوبیوګرافي) – لومړۍ دوره نازولى ماشوم – ذکي شاګرد، ۱۳۹۰ هـ ش کال چاپ. 

٨۷.تازه ګلونه – د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه،انتخاب، ټولونه، سمون، اوډنه او اهتمام، د سرحدونو او قــبایلو چــــارو وزارت، ۱۳۹۴هـ ش کال چاپ. 

٨۸. رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک، استنساخ، تصحيح، تنقيح و پيشگفتار، ۱۳۹۰ هـ ش کال چاپ. 

٨۹. د خدمتګار د زړه آواز (د خدمتګار د اشعارو کليات)، ۱۳۹۰ هـ ش کال چاپ. 

۹۰. د ماشومانو لوبې، لیکوال: سید محمد طاهر بینا، د خدمتګار پۀ زیار، ۱۳۸۹ هـ ش کال چاپ. 

۹۱. د خدمتګار د ژوند سفر (د خدمتګار افتوبیوګرافي)، د ويښ زلمو له کاروان سره، دوهمه دوره، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۴ هـ ش کال چاپ. 

۹۲. پښتانه شعراء، شپږم ټوک – تذکره، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۱ هـ ش کال چاپ. 

۹۳. پښتانه شعراء، اووم ټوک – تذکره، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۱هـ ش کال چاپ. 

۹۴- د ادب څو ستوري، پۀ مصر کښې د افغانستان د سفارت فر هنګي څانګه،۱۳۹۴ هـ ش کال چاپ. 

۹۵-د دین څو ستوري، پۀ مصر کښې د افغانستان د سفارت فر هنګي څانګه،۱۳۹۴ هـ ش کال چاپ. 

۹۶- پیر هرات خواجه عبدالله انصاري لنډه تذکره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ۱۳۹۴ هـ ش کال چاپ. 

۹۷- مقایسه نثر خواجه عبدالله انصاری پیر هرات و با یزید انصاری پیر روشان ، ۱۳۹۵ هـ ل کال چاپ. 

۹۸-مولانا منصور انصاري، پۀ مصر کښې د افغانستان د سفارت فر هنګي څانګه، ۱۳۹۵ هـ ش کال چاپ. 

۹۹- افغان، افغانستان او اقبال، پۀ مصر کښې د افغانستان د سفارت فرهنګي څانګه، ۱۳۹۵هـ ش کال چاپ.

سرچينه: د بختاني خدمتګار فرهنګي خدمتونه، اوډنه او چاپ زيار: څېړندوي محمد اصف احمدزى، د افغانستان د علومو اکاډمي، ١٣٩٦هـ ش کال.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …