سېنټ انتخابات، باجوه ډاکټرین او ‘اتلسم ائیني ترمیم’
اخر د سېنټ انتخابات وشول، هیله چې عام انتخابات هم وشي. دا انتخابات څنګه وشول؟ دې انتخاباتو نه اګاهو سیاسي حالات څنګه وساتلے شول او پۀ ضمیرونو څنګه د پلاټ براے فروخت تختۍ ولګولې شوې؛ دې ټول بحث نه قطع نظر، د سېنټ انتخابات سر ته ورسېدل. د سېنټ چئېرمېن، ډپټي چئېرمېن او د اپوزیشن لیډره هم منتخب شول. د سېنټ انتخاباتو نه وړاندې او اوس د سېنټ انتخاباتو نه پس د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ پۀ حواله مختلفې خبرې پۀ رسنیو )میډیا( مخې ته راتلل شروع شوې دي. دې منځ کښې یوه اصطلاح هم د ‘باجوه ډاکټرین’ پۀ نوم د تېرې میاشت اخیري ورځو کښې پۀ زور زور سره یاده کړې شوه. تر دې چې رسنیو ته د وېنا پۀ وخت د اٰئي اېس پي اٰر ویاند ضروري وګڼله چې پۀ باجوه ډاکټرین خبره وکړي. دغه یاد ډاکټرین سره د شپږم ارټیکل ماده 2A باندې څوک هم ګوته نۀ ږدي چې سیاست پوهان هم دغه ماده د ټول ډاکټرین پۀ شا ولاړه بولي.
اتلسم ائیني ترمیم دې ملک کښې د جمهوري ګوندونو یوه لویه لاس ته راوړنه ده او د مرکز نه د وړو صوبو ګیلې ختمولو د پاره اتلسم ائیني ترمیم یو مهم ترمیم دے چې د ټولو سیاسي ګوندونو حمایت ورته حاصل دے. خېبر پښتونخوا کښې د پي ټي اٰئي او د هغې د اتحادي ګوندونو خصوصاً جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ ترجیحات د اتلسم ائیني ترمیم د عملي کولو د پاره نۀ وو، ځکه د ‘ګټندویه ښۀ دے کۀ ساتندویه’ پۀ مصداق؛ نۀ خو دغه ګوندونه د اتلسم ائیني ترمیم د ګټلو د پاره شوي اوږد سیاسي جدوجهد کښې پۀ خپل رېکارډ څۀ لري او نۀ ئې د دې ګټلے شوو حقونو ساتلو او اولس ته د دې ګټې رسولو د پاره څۀ عملي ګامونه پورته کړے شول. اوس کۀ د پاکستان ‘تجزیه’ کوونکي څۀ ریاستي دانشوران او صحافیان پۀ اتلسم ائیني ترمیم کښې د شېخ مجیب د شپږو نکاتو پۀ بوي پسې سپېږمې ګرځوي، کۀ څوک پۀ دې متفقه ائیني ترمیم کښې د فیډرېشن نه د کنفیډرېشن طرف ته د تللو لارې لټوي او کۀ څوک د پاکستان د زرِ مبادله پرېوتونکې شرح د اتلسم ائیني ترمیم نتیجه بولي؛ دا به ملک یو ځل بیا د غېر یقیني صورتحال سره مخ کوي او د خپلو حقونو د پاره د ائیني جدوجهد کوونکو نه به سیاسي امکانات تروړلو سره اولس پۀ سیاست بې باوره کوي. تر څو چې د باجوه ډاکترین خبره ده نو پۀ ټوله نړۍ کښې پوځ د پارلېمان فېصلو کښې کار نۀ لري، پاکستان کښې اولس ته سیاسي مسئلو کښې د پوځ د لاس وهلو باور هم داسې بیانات ورکوي. صوبو کښې اهلیت شته چې د اتلسم ائیني ترمیم عملي کولو سره د خپل اولس مسئلې حل کړې شي، خو دې د پاره به مواقع پېدا کول غواړي. پنجاب سره د وفاق د مرستې تر مخه پنجاب پۀ ازادانه توګه هندوستان، چین، ترکي او نورو ملکونو سره تعلمي، تجارتي او صنعتي معاهدې او روزګار کوي. تر یوۀ حده دا حق سندهـ ته هم ورکړے شوے دے؛ خو بلوچستان او خېبر پښتونخوا کښې اغږلے شوي حکومتونه د ‘پۀ خولۀ به جنګ درسره وکړم/ د سترګو کونج کښې به منت درته کوم’ پۀ مصداق وفاق سره د اختلاف او تصادم پۀ ریا د خپلو صوبو اولسونو سره پۀ تش راشه درشه ګزاره کوي. د باجوه ډاکټرین پۀ حقله د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند پۀ وخت سپیناوے خوش ائند دے، دې سره به شکوک نۀ پېدا کېږي. د پاکستان دننه امنیتي، اخلاقي، تعلیمي، سیاسي، معاشرتي او معاشي ستونزې او د زرِ مبادله ټیټه کچه د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وجه نۀ دي، دا ستونزې پۀ نېشنل اېکشن پلان د عمل نۀ کېدو او د اتلسم ائیني ترمیم دننه د براے نام وفاق پرسته ګوندونو د ترجیحاتو د نیشتوالي پۀ وجه ده.
ملي مشر اسفندیار ولي خان او د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرټري رسنیو کښې د اتلسم ائیني ترمیم بل پۀ حواله خپله پالیسي څرګنده کړې ده، چې اتلسم ائیني ترمیم د یوې اوږدې سیاسي مبارزې ګټه ده او عوامي نېشنل پارټي به پۀ هر قیمت د اتلسم ائیني ترمیم دفاع کوي.
د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون تحفظ مومنټ تر منځ د اختلاف شوشه
‘پښتون’ پۀ ویاړ سره دا دعويٰ کوي چې د ‘مسید تحفظ مومنټ’ نه د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ د ‘لاریون’ نه ‘پرلت’ پورې ئې خپل فرض د باچاخان او پښتون قامي تحریک د پور پۀ توګه پوره کړے دے. ملي مشر اسفندیار ولي خان چې اسلام اباد کښې ‘پښتون پرلت’ ته د خبرو پرمهال کوم لوظ کړے ؤ، ‘پښتون’ خپلو لفظونو او د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او کارکنانو خپلو عملونو سره د ملي مشر دغه لوظ باندې ټینګ ولاړ پاتې شوي دي. ‘پښتون تحفظ مومنټ’ چې د ډېره اسماعیل خان نه روان شوے ؤ نو د باچاخان مرکز لۀ خوا ورته د مېلمستیا بلنه ورکړې شوې وه او د څۀ ‘غېر سیاسي عناصرو’ د تحفظاتو لۀ کبله چې لاریون باچاخان مرکز ته د راتګ زړۀ ونۀ کړو نو د ګوند مشران او ورکران ئې هرکلي د پاره هغه وخت حیات اباد کښې لګېدلې خېمې ته ورغلل. ‘پښتون’ کۀ خپله مخپاڼه باندې د نقیب شهید تصویر ته د پښتنو د سېمبول حېثیت ورکړو نو اسلام اباد کښې د پرلت پرمهال د عوامي نېشنل پارټۍ مشران او کارکنان پرلت سره اوږه پۀ اوږه ولاړ پاتې وو. تر دې چې ملي مشر پرلت له ورغلو نو هلته ئې ووې،
“نن دلته اعتدال پسند خلق د خپلو ائیني مطالبو د پاره ناست دي، خداے مۀ کړه کۀ سبا څوک انتهاپسند راشي نو د کومو نتائجو هیله ترې کېدې شي؟ ـ ـ ـ ـ مونږ د بابړې نه تر ننه د امن د پاره قربانۍ ورکړې دي ـ ـ ـ ـ د باچاخان او ولي خان پۀ سر درسره لوظ کوم چې تر څو تاسو دلته ناست یئ او ستاسو مسئلې نۀ وي حل شوې، د سرې جنډې هر بچے به تاسو سره ناست وي ـ ـ ـ ـ پۀ اردو خبره نۀ کوم، زۀ دلته ټي وي له نۀ یم راغلے، تاسو له راغلے یم ـ ـ ـ ـ تاسو ته یوه خبره کوم، تر څو پورې چې مو خپل مقصد حاصل کړے نۀ وي نو واپس کېدل نشته ـ ـ ـ ـ کۀ د خپل مقصد نه یو ځل دوه قدمه وروستو شوئ نو بیا به مجبوره ئې، د هغې نه به لس قدمه وروستو کېږئ ـ ـ ـ ـ زما شناختي کارډ ولې بند دے؟ کۀ تۀ پښتون پاکستانے نۀ ګڼې نو بیا د پښتون څۀ لاره شوه؟ مونږ چې پۀ کوم فورم هم یو، هلته به ستاسو دا خبره داسې کوو لکه چې فریق یو ـ ـ ـ ـ هر هغه انسان چې ورک دے، کۀ ګنهګار وي سزا ورکړه او کۀ بې ګناه وي نو پرېږده ئې چې ځي خپل مور پلار له کنه ـ ـ ـ ـ زۀ خو چې ستاسو دا مطالبې ګورم نو حېران یم چې دا تر اوسه منظورې شوې ولې نۀ دي؟ مونږ پښتانۀ صرف پۀ دې دعا وهل خورو چې یا الله تۀ د پښتون پۀ خاوره باندې امن راولې! او د امن دا خواهش او دعا پۀ ډېر خلقو بد لګي.”
پۀ لسمه فرورۍ چې د پي ټي اېم مشرانو د حکومت سره معاهده وکړه، مونږ د کاغذ پۀ دغه ټوټه کښې د دې لس ورځني غورځنګ د نتیجې راویستلو پۀ ځاے د قامي بېدارۍ څپه زیاته ارزښتمنه وګڼله او دا هیله مو ولرله چې پي ټي اېم به خپلو ائیني او جمهوري غوښتنو د پاره د سنجیدګۍ مظاهره کوي. د عوامي نېشنل پارټۍ مشرتابه دغه لس ورځې د پي ټي اېم تر څنګ ولاړه وه. لۀ بده مرغه د پي ټي اېم دننه داسې کېرئیرسټ عناصر هم اکوموډېت کړے شول چې ټول عمر ئې پۀ تاودۀ تنارۀ کښې د خپلې ډوډۍ پورې کولو هڅه کړې او د قام مفادات ئې د خپلې لیډرۍ شوق ته لوګے کړي دي. د پي ټي اېم نامه اخستونکو د داسې تاثر ورکولو کوشش وکړو لکه چې اویا کلن جبر دوي یواځې زغملے وي. د فاټا ادغام د پاره چې پښتانۀ پۀ کوم شریک دریځ ودرېږي، د پي ټي اېم نامه کاروونکي دغه مزے شلوي او د پښتنو قامي تحریک چې اے اېن پي ئې د سل کلنې مبارزې دعويٰ لري، بیا د ‘قبائیلیت’ کندې ته راکاږي. د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د سور بېرغ لښکر د کالاباغ ډېم پۀ سر خودکش بمبارانو نۀ ؤ پۀ نخښه کړے، بلکې ‘د ټول پښتون قام د پاره’ د امن غږ د عوامي نېشنل پارټۍ د واجب القتل ګرځولو د پاره جواز کړے شوے ؤ. دې لړ کښې د پښتونخوا پۀ هره برخه د سور بېرغ لښکر باندې اشر ګډ کړے شوے ؤ خو د ریاست خلاف جذباتي نعرې وهونکي او پارلېمان کښې هم ائین ته کنځل کوونکي داسې پۀ امن وو، څنګه چې نن هم ‘محفوظ’ دي. عوامي نېشنل پارټي به کله هم د کوم جذباتیت زېرِ اثر، د کوم بلېک مېلنګ لۀ وېرې او یا د کوم ډډ او وختي مصلحت پۀ بنیاد د پښتون قام اویا کلن تحریکي سفر د منفي کولو اجازت ورنۀ کړي. څوک چې هم د پښتون تحفظ مومنټ سټېج د خپلو خواهشونو د پاره استعمالوي او د عدم تشدد پۀ ځاے د تشدد او د احتجاج پۀ ځاے د تصادم خبره کوي، باید د پښتون تحفظ مومنټ ذمه واران دغه د تشدد او تصادم خبره کوونکي عناصر یا خو د ځان سره د ائین او عدم تشدد پابند پاتې کېدلو باندې قانع کړي او یا ترې د خپل برأت اعلان پۀ جار وکړي، ځکه چې دغسې عناصر د تحریک لار کښې خنډ کېږي.
د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون تحفظ مومنټ تر منځ هېڅ اختلاف نشته. د اختلاف شوشه د جذباتي عناصرو د سیاسي کم فهمۍ نه زېږېدلې ده. پي ټي اېم د دې خاورې د معروضي حالاتو نه راټوکېدلے غورځنګ دے، د پي ټي اېم غوښتنې د دې خاورې د اولس غوښتنې دي، هر څو کۀ د پښتنو پۀ خاوره د امن راتلو د پاره پۀ نېشنل اېکشن پلان عمل درامد یقیني کول، د فاټا انضمام او د پاکستان لۀ خوا پۀ افغان پالیسۍ نظرثاني بنیادي نکتې دي. د دې غوښتنو د پاره جوړ کړے شوي د زر او زور د خاوندانو جوازونه عوامي نېشنل پارټۍ د عدم تشدد، سیاسي رویې او مستقلې او مستقیمې سیاسي مبارزې او بیانیې پۀ زور تمبولي دي. عوامي نېشنل پارټي دا تاریخي سیاسي شعور لري چې د وخت د ضرورت تر مخه راپورته شوو تحریکونو سره ملاتړ وکړي او د دې سیمې د مسائلو حل د پاره امکانات پېدا کړي. پۀ دې مرحله د عوامي نېشنل پارټۍ او پي ټي اېم ترمنځ د اختلاف شوشې له هوا ورکوونکي باید وګوري چې د باچاخان مرکز لۀ خوا پي ټي اېم ته د لاریون پۀ وخت بلنه، پۀ پرلت کښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو او کارکنانو بهرپور شرکت او پښتون پرلت ته د ملي مشر د وېنا او کلک ډاډ نه پس داسې کوم عوامل مخې ته راغلل چې د عوامي نېشنل پارټۍ او پي ټي اېم تر منځ د اختلاف د شوشې خورېدلو امکان ترې وزېږولے شو؟ د عوامي نېشنل پارټۍ معتدل او رسا سیاست د جنګي معیشت مقابل ولاړ دے او جنګ پلوه قوتونه کله هم پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د اولسي اعتماد د زغملو نۀ دي. پۀ دې خاوره د متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټۍ او پاکستان تحریک انصاف د حکومت دورې نظر کښې ساتونکي اولسونه اوس د کمیونېزم لا یعني ګلېمر، صوبه ګرېز پاکستانیت، کاروباري مذهبیت او جعلي تبدیلۍ باندې تیندک نۀ خوري؛ د افغانستان پۀ خاوره د روان جنګ نه پس پښتونخوا او قبائیلي سیمو کښې خصوصاً او پاتې پاکستان کښې عموماً د ترهګرۍ پۀ حقله د بې شمېره کتابونو، فوجي سالارانو د بیانونو، د پاکستان د ریاست لۀ خوا د سهوه کېدو اعترافونو او د مُلا پسپایۍ سره دا ثابت شوي دي چې اوس پۀ دې خاوره د مذهب پۀ نامه نور کاروبار د وارې نۀ دے. داسې حال کښې قام پرست خپلو کښې اچولو د پاره د رېټائرډ مېجرانو پۀ ټورسونو، سیاسي موسمي مرغیو، تهلیکونو او پۀ ټوډیانو د قام پرستۍ لېبلونه لګولو منصوبه بندي څو کاله وړاندې روانه کړې شوې ده. د مذهبي مجلسیانو پۀ ځاے د قام پرستۍ هائيبرېډ برانډونه هم مارکیټ ته راوړلو باندې انوسټمنټ کېږي تر څو د پښتنو قامي سوالونه پۀ ډېرو ژبو تقسیم کړي. مونږ ولیدل چې د فاټا مرجر اصول د تاریخیت پۀ نامه د متنازعه کولو کوشش وشو. د پښتونخوا مېپ او جمعیت علماء اسلام نه علاوه د پاکستان دننه ټول ګوندونه پۀ شمول د ملټري اسټېبلشمنټ پۀ خولۀ د فاټا مرجر خبرې کوي خو عملاً د دې فېصلې نه د څنډې کولو کوشش کېږي او څوک هم دا سوال نۀ کوي چې ولې؟ دا خبره جوته ده چې فاټا مرجر پۀ دې سیمه د امن طرف ته یو بنیادي قدم دے، بیا هم د سیاسي انجینئیرنګ د پاره د وخت انتظار کېږي. مونږ دا هیله لرلې شو چې د پښتون تحفظ مومنټ ذمه واران به پۀ قامي سوال د تیارې رشې بادوونکو نه د لاتعلقۍ اعلان کوي او د ائین دننه د عدم تشدد تر لارې د خپلو جائزو حقونو غوښتنې د پاره به د تصادم پۀ ځاے د سیاسي ګوندونو سره د تفاهم او اشتراک رویې له وده ورکولو کښې خپل کردار ادا کوي.
جامعه نعیمیه: د شهباز شریف اقرار نه پۀ نواز شریف د ‘بوټ’ ګوزار پورې
کال دوه زره لس کښې شهباز شریف پۀ جامعه نعیمیه کښې ولاړ ؤ او وئیل ئې، ‘پنجاب حکومت ‘امریکه نواز’ نۀ دے، د پنجاب او طالبانو موقف یو دے، طالبان دې پۀ پنجاب کښې حملې نۀ کوي’. هغه بله ورځ هم دغه جامعه نعیمیه کښې یو چا د شهباز شریف پۀ مشر ورور نواز شریف د ‘بوټ’ ګوزار وکړو او پۀ جامعه نعیمیه کښې د دواړو نوازانو، چې پکښې یو هم ‘امریکه نواز’ نۀ دے، ودرېدل او خبرې کول د تاریخ د پاره یو سبق شو. د کېري لوګر بل نه شوي انکار نه د ډونلډ ترمپ لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ ضد د ورکړے شوي امداد د زباد پورې د شهباز شریف د بیان او نواز شریف د نظریاتي کېدو تر منځ د یو ‘بوټ’ مختصره فاصله پرته ده. د عوامي نېشنل پارټۍ نه وړاندې کۀ متحده مجلس شدت پسنده او ترهګرو طالبانو له اخلاقي مرسته او ریاستي پناه ورکوله نو د عوامي نېشنل پارټۍ نه پس پي ټي اٰئي ورته د کروړونو نغدو کومکونو سره د دفترونو ورکولو ارمان هم زړۀ کښې پالي. د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او طالبنائزېشن پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ او د پنجاب موقفونه ښکاره دي. عوامي نېشنل پارټي یو اړخ ته پاتې شوه او پنجاب، د پنجاب طالبان او د سوات د طالبانو تحریک یو اړخ ته ـــ سوات کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د امن او صلحې جرګه د سیاسي پېغور پۀ طور استعمال کړې شوه او جامعه نعیمه کښې د شهباز شریف اعلان او د پروېز خټک او عمران خان لۀ خوا طالبانو سره د شریکې مینې اظهار باند چا هم خبره ونۀ کړه. پنجاب کښې د ‘چهوټو ګېنګ’ پۀ ضد کاروایۍ سره پۀ نېشنل اېکشن پلان اکتفاء کېږي او پۀ خېبر پښتونخوا کښې یوې غېر اعلان شوې ‘امن معاهده’ ژوندۍ ساتلو د پاره حکومت قسطونو کښې ‘قلنګ’ ورکوي. کۀ څوک هم پۀ دې خاوره د اولس د مینې خواهش ګاڼه کوي، د وینو بیوپار کوي نو یاد دې لري چې د وخت پۀ لاسونو کښې یو داسې بوټ دے چې د دې سیمې د اولس وینې بهیونکي هر پټکي، شېروانۍ او بوټ نه پۀ مناسب وخت تمبېږي.