Sir George Cunningham: A Memoir
by Norval Mitchell
Blackwood, First printed, Dec 1968
ISBN-10: 0851580130
د پښتونخوا وطن د ازادۍ او حریت ستر سالار یکي یواځې باچاخان ؤ چې روغه شلمه صدۍ ئې پۀ دې مزاحمت کښې تېره کړې، د ژوند سختري زغملي او قام د کردار جوړولو د پاره ئې د امن او عدم تشدد عملي کار او د انقلاب بېرغ اوچت ساتلے ؤ. د دې پېغام د پاره ئې پۀ دې ازغنه خطه کښې دغسې انقلابي ملګري روزلي وو چې مرام ئې یو ؤ.
د نړۍ پۀ قامونو کښې چې کوم مشران د پوهې، دیانت او قربانۍ ورکولو سره څۀ ناویاته کردار لوبولے دے او هغه د سرخېل درجه لري، د پښتانۀ قام پۀ دې خطه کښې او مسلمانانو پۀ دې براعظمونو کښې کوم سرلوړي او د عزم و استقلال، حقانیت، دیانت کوم لوړ مقام ګټلے دے، هغه مقام ا درنښت یواځې د دې سیمې پۀ تاریخ کښې باچاخان )خان عبدالغفار خان( ته پۀ برخه دے. پښتانۀ لۀ هغۀ وخته چې د افغانستان باچهي د امیر امان الله خان د ړنګولو لۀ خوا خارجه پالیسي د انګرېز پۀ لاس وشه، عبدالغفار خان ته ئې پۀ پاخۀ زړۀ د ‘باچاخان’ خطاب ورکړے ؤ او تل تر تله به د حریت او واکمن قام پۀ راتلونکي نسلونو کښې د ‘باچاخان’ پۀ نوم یادېږي او د دوي پۀ زړونو به حکومت کوي.
دېرش کلونه جېل، نظربندي، جلاوطني او د ژوند د ډېرو سختو سره مخامخ شوے ؤ. دا څۀ ډول عزم او استقلال ؤ چې د قام د ښېګړې د پاره دوي مال و سر هر څۀ قربان کړي وو. حریت، کردار جوړونه، انصاف او رواداري او د انسان دوستۍ یو ګډ انځور د هغۀ پۀ عملي نظریه کښې لیدل کېږي.
د تاریخ بر، د انګرېز دښمنۍ پۀ وجه هغوي ته د وفات تر اخري لمحې پورې تکلیف رسولے ؤ. تېر اتیا کلن دور مونږ ته هر څۀ پۀ ګوته کوي. مونږ ته اوس هم د نصاب د پاره تیاروونکے داسې نسل جوړوي چې هغه پۀ خپل تاریخ خبر نۀ دے یا سکول، کالج، یونیورسټۍ او مدرسه کښې هغه څۀ ورته د باچاخان د حریت او امن پسنده تحریک پۀ حقله ښوول کېږي چې هغه ټول دروغ دي او مبني پر حقیقت نۀ دي. کوم نفرت چې د انګرېز د پښتنو سره کولو، هغه ډول سلوک پۀ دې روان ملک کښې جاري دے.
انګرېز پۀ نولسمه صدۍ کښې وړومبے کال 1849ز کښې لۀ سکهانو واک واخستلو او بیا ئې د سکهانو پۀ مرسته د ډیلي مسلمان تخت واړولو او د پنجاب سکهانو سره دا وعده شوې وه چې افغانستان به ستاسو قبضه کښې درکړو. د هغوي پۀ مرسته ئې پۀ افغانستان درې لوي جنګونه مسلط کړي وو او د توسیع پسندۍ د پالیسۍ سره پۀ افغانستان حمله اٰور شوي وو. سکهان تر جلال اباد پورې رسېدلي وو. هغه چې څومره وحشت، مکر، دهوکه، پېسې او د سفارت هر ډوله قوت دوي پۀ کار راوستلے ؤ، تر هغۀ لاندې ئې سخت ګیره حکومت کړے ؤ. د کال 1901ز پۀ وخت لارډ کرزن یو زیات ذهین وائسراے ؤ چې پۀ انتظام او حکمت عملي ئې د ‘ګرېټ ګېم’ د حصول سره د پښتني قبائیلي سیمه پۀ خپله قبضه کښې اخستې وه چې د هندوستان د څلورو زرو ریاستونو او صوبو سره خپل اهمیت او وقار درلودلو.
کله چې باچاخان د څلورو کلونو ؤ، چرچل هغه وخت پۀ کال 1893ز کښې د ملاکنډ پۀ زمکه د پښتنو مخ ته مورچه نیولې ولاړ او خپل سترګو لیکلے حال به ئې د انګلستان اخبارونو ته لېږلو.
د باچاخان پلار بهرام خان یو پیاوړے غېرتي مشر ؤ چې مناسبه ذمیداري به ئې کوله، خو د لوے کور غوندې د اولس د خواوشا سیمې پۀ لویو خلقو کښې شمار ؤ چې د خلقو فېصلې به ئې کولې. د قامي شعور او د لویو خلقو د جوړولو تربیت احساس ورسره ؤ. پۀ خپلو زامنو ئې د انګرېزي دور او اسلامي رواج دواړه علوم بندوبست ورته کولو. تر دې چې مشر زوے ډاکټر خان صاحب ئې لندن ته تعلیم د پاره ولېږلو او پۀ عبدالغفار خان ئې تر لسم پورې انګرېزي تعلیم وکړو. نو د باچاخان پۀ ژوند کښې وړومبۍ تجربه د انګرېز د پوځ د بهرتي ظالمانه سلوک د نورو خلقو سره چې پۀ سترګو ولیدو، د هغۀ غېرت او استقلال او حریت پسندي او خود داري جذبې دا ونۀ زغمله چې پښتون د نوکرۍ د پاره دې دومره هم تیټ کېدے شي، استعفٰي ئې ورکړه او د ازاد ژوند تېرولو د پاره ئې د حریت لاره ونیوله.
دومره علمي شعور ورسره ؤ چې د اولس د ښېګړې او اتحاد د پاره د دوي خپل منځي مسئلې حل کول، د زمیدارۍ کاروبار سره سره د اولس سره پۀ نزدې تماس کښې عملاً پاتې شوے ؤ ځکه ئې د انګرېز د نظام تعلیم نه ئې بغاوت وکړو او د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ پۀ نوم تنظیم او بیا ئې ازاد سکولو قائم کړي وو. د انګرېز امپېریلزم پۀ مقابله کښې دا ناتوانه قوت د دوي د ټول هند پۀ اقتدار باندې لړزه راچولې وه.
دا اوږد پس منظر د هغه یوۀ وړومبي ملاقات د پاره چې د باچاخان د ګونر جنرل جارج کننګهم سره پۀ کال 1939ز کښې پۀ 15 فرورۍ شوے ؤ. تر دې لۀ مخه کال 1931ز څخه هېڅ یو انګرېز یا وائسراے د باچاخان د خدائي خدمتګار مشر او د کانګرس د لوړې سطح لۀ مشر سره لیدنه نۀ وه شوې. د کرز، راس کېپل او هلي فېکس وائس راے ګورنرانو دوره د سیاسي مزاحمت یو سخت ترین داستان دے چې د ظلم، جبر او وحشت مظاهره چې انګرېز پۀ خپل دور کښې کړې وه، باید چې اوس ورباندې وشرمېږي. دوي پښتنو ته څۀ تهذیب نۀ ورزده کولو او نۀ ئې د پښتنو وطن د کنېډا غونډې د قبضې کولو وروستو ابادولو، لکه څنګه چې دوي پۀ جهان کښې د نورو قومونو سره کړي وو.
د پښتنو ملي نهضت د خدائي خدمتګار تحریک څخه شروع کېږي چې دا یوه حکمت عملي وه چې د جابر حکمران سره پۀ برداشت، زغم او نرمۍ و دیانت سره مقابله کول د هغوي سیاسي ابتکار ؤ. کله چې د ګاندهي د عدم تشدد د رویې تړون دے نو دا عمل پۀ تاریخ کښې پخوا هم پۀ عمل کښې راغلے ؤ، خو ګاندهي جي د عدم تشدد سره عدم تعاون، یا د قانون ماتولو عمل ؤ، نو داسې ښکاري چې پۀ دې کښې د باچاخان د خدائي خدمتګار تحریک عمل او کردار داسې یواځینے مثال دے چې هر چا به خپل کار پۀ خپله کولو. د باچاخان فلسفه کښې د خپل کار پۀ خپله کولو کښې د تنظیم او اتحاد یو مستقل عنصر موجود دے، ځکه دا بې تعلیمه او بیا د روایتي مُلا پۀ رواجونو جوړ پښتون تهذیب ته ئې د ژوند یوه لار ښکاره کوله او ګاندهي ترې متاثره شوے ؤ. پۀ دې اساس د خدائي خدمتګارۍ پۀ ذریعه د پښتنو اتحاد راوستل د باچاخان اصل هدف ؤ چې د دښمن د زورورې پالیسۍ مقابله ئې کوله. پۀ دې خدائي خدمتګارۍ کښې یو نظم و ضبط ؤ. د هغۀ مشر ورور ډاکټر خان صاحب د انګرېز تعلیم حاصل کړے ؤ. هغه تهذیبي فضا ئې لیدلې وه خو د خدائي خدمتګار پۀ تحریک کښې ئې د خپلې برخې جېل هم تېر کړے ؤ. کله چې پۀ سردریاب کښې یو میټنګ یا ناستې ته رابلل شوي وو نو هر سړي به خپله بستره د ځان سره راوړې وه او پۀ خپله اوږه به ئې اخستې وه. ډاکټر خان صاحب چې کله پۀ مرکز داخلېدو نو یو خدائي خدمتګار پوښتنه ځنې کړې وه چې ستا بستره کومه ده؟ هغۀ خپل تر شا راروان سړي ته اشاره وکړه چې بستره ئې ورسره راخستې وه؛ سړي ورته ووئیل، ډاکټر صاحب! تۀ پۀ ناسته کښې ګډون نۀ شې کولے، خپله بستره پۀ خپله واخله او پۀ ناسته کښې ګډون وکړه. خان صاحب لږ خړ غوندې شو او خپله بستره ئې پۀ اوږه کړې وه.
کال 1919ز کښې د باچاخان ګرفتاري د ډي سي پېښور پۀ دفتر کښې سوانح نګار ټنډولکر یاده کړې وه چې کله انګرېز باچاخان ته سخته وېنا کړې وه او باچاخان د هغۀ د مېز د راپورته کولو پۀ لوري ورټوپ کړي وو. درې کاله سزا ئې پۀ دې باندې ورله ورکړې وه. بیا چې 23 اپرېل 1930ز باندې پۀ قیصه خوانۍ بازار باندې انګرېز پوځ ګولۍ ورولې وې، پۀ ښکاره شپېتۀ او پۀ روایت کښې پۀ سوونو ډېر بې ګناه خلق زخمي او شهیدان شوي وو، لۀ دې سیاسي مزاحمت سره د پښتونخوا وطن د کانګرس د ټول هند پۀ مقابله کښې پۀ لومړي سر کښې راغلے ؤ او د باچاخان نوم ډېر اوچت شوے ؤ.
د پښتونخوا )پخواني سرحد( اخري چیف سېکرټري نارول مچل لیکي چې کله باچاخان ونیول شو، یوه ورځ وروستو ګاندهي هم پۀ 24 اپرېل ګرفتار شو او لارډ اېرون سخته کاروائي وکړه، خو پۀ ټول هند کښې دا وړومبے وار ؤ چې پۀ سرحد کښې خدائي خدمتګارو د کانګرس تر جنډې لاندې یو لوے سیاسي قوت پۀ څېر څرګند شوے ؤ. پروفېسر اېف ګوټمن دغه کلونو ته Years of Destiny نوم ورکړے ؤ چې د 1919 څخه 1921 پورې یوه لویه ناقلاري پۀ هند کښې خپره شوې وه. د ګاندهي د عدم تشدد او د خدائي خدمتګارۍ روادارۍ د ځان سره عدم تعاون او قانون ماتونه راوړې وه. دې مزاحمت یو داسې شکل غوره کړو چې د ګاندهي او باچاخان شخصیت او د دوي اغېزه د نوي بدلون د پاره زمکه هواره کړې وه. مچل لیکي،
“Under his influence the Indian Congress was seiftly converted from a semi-literary organization to the strongest political party in the country.”
ژباړه: د دوي تر اغېز لاندې کانګرس پۀ ډېره اسانه لۀ یو نیم ادبي تنظیم څخه پۀ یو ډېر لوے سیاسي قوت/ پارټۍ د دې وطن بدل شوے ؤ.
د کال 1930ز څخه تر 1937ز پورې د سیاسي هلوځلو موقع وه او د باچاخان لۀ خپله وطنه جلاوطني وه. پښتونخوا به ئې پۀ راس کیپل او اېرون باندې چلوله. تحصیلدار او اے سي به صاحبزاده عبدالقیوم ؤ. پۀ وزیرستان کښې د جهازونو بمباري وه خو د دې سره د کال 1935ز اېکټ پاس شوے ؤ او د انتخاباتو لۀ لارې کانګرس حکومت پۀ شمالي سرحد کښې جوړ کړے شوے ؤ. پۀ دې ټوله انتظامي دورانیه کښې یو انګرېز جارج کننګهم داسې سړے ؤ چې نهه کلونه دلته ګورنر پاتې شوے ؤ او د پښتنو د وطن او خلقو سره ئې یو څۀ نسبتاً زیات ښۀ همدردانه سلوک درلودلے ؤ. هغۀ لۀ کُرمې تر وزیرستان پورې پولټیکل پاتې شوے ؤ. پۀ پښو، پۀ موټر، پۀ اس باندې پۀ ښکارونو او رغونو به ګرځېدلو.
د کانګرس د حکومت جوړولو پۀ وخت ډاکټر خان صاحب وزیر اعليٰ جوړ شوے ؤ. د ډاکټر خان صاحب د ازاد خیال غوندې مهذب پۀ حېث د انګرېز پۀ مزاج ښۀ پوهېدلو. وړومبے ئې د مسلم حکومت جوړ کړے ؤ. د هغۀ خلاف عدم اعتماد د صاحبزاده عبدالقیوم حکومت مات کړے ؤ چې کله ډاکټر خان صاحب حکومت جوړ کړو نو پۀ ګورنر هاوس کښې د سرکار پۀ ډوډۍ کښې ئې وزیرانو شرکت کړے ؤ، نو څۀ خوشګواره تبدیلي د انګرېز او کانګرس دواړو پۀ سلوک کښې راغلې وه. پۀ دې دوران کښې د وزیرستان حالات د فقیر ایپي مرزا علي خان سره زیات خراب شوي وو. د بمباریو او جهازونو څخه انګرېز کار اخستے ؤ، خو پۀ دې بدحالۍ کښې هم سیاسي بدلون راغلے ؤ. هر کله چې د ګاندهي جي د پښتونخوا د دورې تیاري نیولې کېده نو باچاخان دا محسوسه کړې وه چې د انګرېز سره د کانګرس سرکار پۀ موجودګۍ کښې لیدل پۀ دې وجه هم پکار وو چې د دوي مشران د پښتنو قبائیلي سیمې ته راځي او هغه وخت کننګهم ته د قبائیلو او ښاري علاقو دواړو واک ورکړے شوے ؤ.
پۀ دې باب باچاخان پۀ 15 فروري 1939ز باندې د جارج کننګهم سره یو ملاقات ؤ. د نهه کلونو وروستو دا وړومبے ملاقات د پېرنګي سره ؤ. پۀ لږ څۀ کم یوه ګېنټه خبرې شوې وې. کننګهم لیکي چې،
وړومبي سر کښې لږ پۀ غېر مطمئن کېفیت او حیاناکه حالت کښې ؤ مګر وروستو پۀ ډېره ازادۍ سره ئې خبرې شروع کړې وې. هغۀ د خپل ورور ډاکتر خان غوندې شګفتګي او مزاح نۀ درلود، مګر ډېر با اخلاقه، مینه ناک او خوش ګفتار خبرې ئې کولې. زۀ لږ پۀ مشکل کښې وم چې لۀ عامو خبرو څخه ئې راوګرځوم. مونږه د کلو د خلقو پۀ عام حالت باندې خبرې شروع کړې چې هغه د پښتونخوا و وطن سیمه وه او دۀ راته ووئیل چې زما خیال دا دے چې پۀ اوسني حال کښې لویه برائي او فساد د جرائمو کولو پۀ مقدار او زیاتېدو باندې دے. د دې الزام ئې زمونږ د انګرېزانو پۀ طرزِ حکومت او قانون اچولے ؤ او څۀ سوب د دې افسرانو دے چې قانون نافذه کوي او چلوي ئې. پۀ دې وخت کښې باچاخان دا خبره منلې وه چې د خلقو رایه د دې پۀ معیار ښکته سطح لري او مطمئن نۀ دي. هغه د دې نظام د جراثیمو غوندې د دروغو ګواهي او ثبوتونه دي چې د سول او فوجداري پۀ مقدمو کښې وړاندې کېږي او لۀ دې مشکل سره خلق دي چې خپل مقصد مدعاا د سول قانون لاندې نۀ شي ترلاسه کولے. د دې وجه دا ده چې هغه پۀ عدالتونو پۀ مودو ځنډېږي او وروستو مشکل پۀ هغې باندې د عمل کولو دوران کښې راځي.
کننګهم وائي، ما ورته ووئیل چې زما پۀ فکر د دې مرض تشخیص ستا د تشخیص څخه بدل نۀ دے لېکن مونږ ته پکار دي چې د دې علاج وکړو. ما تپوس د باچاخان څخه وکړو کۀ اٰیا د دوي پۀ ذهن کښې څۀ داسې تجویزونه شته؟ د هغۀ پۀ ذهن کښې د عام ښکاره سادګي اصلاح پۀ نظر کښې وه او داسې ئې ووئیل چې تر څو پورې د حکومت پۀ نظام او روح و اخلاص کښې بدلون نۀ وي راغلے، زۀ پۀ یقین سره نۀ محسوسوم چې پۀ حقیقي معنٰي مونږ د کلیوالو خلقو د ښېګړې او تعمیر پۀ لوري پام راګرځول کېږي. دلته خبره پۀ وته کېده چې دوي د خلقو پۀ غربت باندې د سپش لګولو باندې ډېر زور ورنۀ کړو.
د لسو منټو لۀ مخه چې باچاخان د تګ اراده کوله او د مولانا ابو الکلام ازاد سره لیدلو او ښۀ راغلي ته تللو چې هغه پۀ قبائیلي علاقه کښې موجود ؤ، هغوي د قبائیلي سیمې پۀ موضوع باندې خبرې پرېېښودل غوره وګڼل. ما ته لږ غوندې شک پېدا شو چې هغوي د عصبي کېفیت سره د راغورځولو خبره ټک وهله لېکن ارادتاً ئې پرېښودله. تر هغه وخته پورې چې لۀ ما ئې رخصت اخستو، باچاخان راته وېنا کول شروع کړل چې ‘دا پښتانۀ یو دي او د پښتنو مسئلې دې یواځې او اتحادي ډول حل کړې شي. دواړه برخې پۀ اباد او settled ښارونو علاقه او د قبائیلو علاقې د تګ اجازت غواړي، لېکن ورته اشاره ئې ضرور وکړه. ما دا خبره محسوس کړې وه چې دۀ ووئیل، دا یو اهم او کړکیچن سوال دے او دلته وخت نشته چې پۀ دې مرحله خبرې وکړو او بیا ورسره پۀ ډېر ښکاره مهم ډول دا وېنا وکړه چې ګاندهي جي به راروانه میاشت کښې دې صوبې ته راروان دے. هغوي پۀ ښکاره ثبوتي دلیل سره دا سوال د قبائیلو علاقې ته تګ سره وتړلو. ما ورته ووئیل چې دا بیخي لوے سوال دے او زۀ به پۀ دې باندې فکر کوم او باچاخان دا خبره او موضوع پۀ مخ باندې نۀ بوتله. کننګهم وائي ما ورته ووئیل چې د همېش د پاره د باچاخان سره د خبرې کولو د پاره تیار یم، پخوا هم او اوس هم، او هره هغه خبره، خیالات او تجاویز چې د عامو وګړو د ژوند د ښېګړې د پاره تاسو وړاندې کوئ او د هغوي مرسته کوئ. زۀ ډېر خوشحاله یم چې ستا سره ګورم او ستا د بیا راتګ ته او د بل مجلس د پاره وروستو تیار او سترګې پۀ لار یم.
زما ښکاره تاثیر د عبدالغفار خان پۀ دې ملاقات کولو وروستو دا جوړ شوے ؤ چې د هغوي لوے مقصد پۀ حقیقت سره د پښتنو د عام ژوند، سماجي او اقتصادي بهترۍ د پاره وقف کړے ؤ. داسې نۀ وه چې هغوي د هر انګرېز/ پېرنګي افسر څخه بد کېدلو، کۀ څۀ هم هغوي زمونږ د حکومت نظام نۀ خوښولو، داسې ډول نۀ ؤ لکه د ائرلېنډ جنوبي سیمې انګرېزان خلق چې د برطانویانو څخه بد کېږي.’
د جارج کننګهم دا تاثر او لومړي ملاقات د باچاخان پۀ داسې وجد کښ راوستلے ؤ چې سرخپوشانو د کال 1930ز څخه کوم بغاوت شروع کړے ؤ، دا لومړے ملاقات او مصاحبه پۀ اعتماد او دوستانه ماحول کښې شوې وه چې بیا د باچاخان خبره او ریښتین ولي ئې د انګرېزانو ته لوړې پوړۍ واکدارانو پورې لندن ته رسولې وه. جارج کننګهم چې لارډ اېرون )هیلي فکس( وائسراے سره نزدې پاتې شوے ؤ او د کننګهم خبره لۀ لندن څخه تر شمله پورې اورېدل کېدله. مچل لیکي،
کله داسې وخت به هم راغلے ؤ ې د برطانوي هندوستان کښې به هېچا ته هغه خبره معلومه نۀ وه خو کننګهم د اعتماد او باور سړے ؤ، ټول ژوند ئې د پښتنو پۀ قبائیلو او ښارونو کښې تېر کړے ؤ.
د ډاکټر خان د کانګرس حکومت سره د دوي مفاهمت او د خان صاحب خوش مزاجي ډېر توازن راوستلے ؤ. ډوډۍ یو ځاے خوړل، د کابینې او ګورنر ښه رابطه وه. کله چې د مسلم لیګ جوړ شوے حکومت پۀ عدم اعتماد کښې مات شوے ؤ، یوه ورځ وروستو صاحبزاده عبدالقیوم وفات شوے ؤ. کننګهم فاتحې وئیلو ته ټوچي ته ورغلے ؤ او پۀ پښتو ئې وئیلي وو، ‘دعا وکړئ!’.
د پورتني ملاقات څخه د باچاخان د پښتنو د یو والي خبرې او د هغوي د ترقۍ او کلیوال ژوند ته ښېګړه رسول د کننګهم پۀ مغزو کښې ښخه شوې وه او د بیا ملاقات ته هوادار ؤ او بیا د پښتنو د وطن خبره تر لندن پورې رسېدلې وه. کله چې د کانګرس فېصله د حکومت څخه د وتلو وشوه نو کننګهم ګورنر د ډاکټر خان صاحب او نورو وزیرانو باندې پوره خپل د رضامندۍ او خپل طرف نیولو پۀ خوا مائل کړي و. کننګهم ښۀ خبر ؤ چې د سیاسي مقاومت د پاره پۀ پښتونخوا کښې هم ‘ستیاګرا’ (پۀ ریښتیا ولاړ اوسئ!) تحریک شروع کړے ؤ. نو د کننګهم دا اعتراف ډېر معنٰي داره دے. وائي چې یواځې د باچاخان بغېر نور ټول د کانګرس غړي پۀ پټه د حکومت سره پۀ تماس کښې وو. یو خلې باچاخان د ممبۍ څخه وزیراعليٰ ته تار ورکړے ؤ چې دا کار مۀ کوئ. ډاکټر خان صااحب دا خپل احتجاج ګورنر ته پۀ ګیله سره کولو چې ګوره! د کانګرس عجیبه پالیسي ده، کانګرس کمېټي پۀ کارونو کښې مداخلت کوي. وروستو چې کانګرس د حکومت څخه جدا شوے ؤ نو پۀ یوه لمحه دوي استعفٰي پۀ پېښور کښې وړاندې کړې وه. کننګهم ته ډاکټر خان صاحب وئیلي وو چې ښۀ وشو ولې چې مونږ د الېکشن پۀ وخت د خلقو سره وعدې کړې وې، هغه پوره شوې نۀ وې، ځکه پۀ سیاسي طور به لږ جواز راته وي.
د دوهم عالمي جنګ د شروع سره ضلعي کمېټۍ جوړې شوې وې او د کانګرس د مشر ډاکټر خان صاحب څخه کننګهم تپوس کولو چې دا جنګ ته څنګه ګورې؟ دۀ وئیل چې قبائیل پۀ دې کښې شامل نۀ دي. ترکي، ایران او افغانستان سره تړلي دي او ګډ دي. جرمن پۀ افغانستان کښې نۀ شي داخلېدے. مګر د جنګ پۀ وخت ځنې بد معاشان، جرائم پېشه به ضرور کار کوي. بل وخت ئې د هندو او مسلمان د ګډ ائین جوړولو پۀ باب ورته وئیلي وو چې اٰیا دا یوځاے کېدے شي؟ ډاکټر خان ووئیل، ضرور یو ځاے کېدے شي خو مسلمان دا خبره مني، مګر مسلم لیګ ئې نۀ مني.
دغسې د ستیاګرا پۀ 14 دسمبر پۀ وخت ځنې خلق راوتلي وو مګر کننګهم وائي زۀ پۀ کوهاټ کښې وم چې لۀ پېښوره خبر راغے چې احتجاج کوونکو ته ووئیل شول چې ځئ! خپلو کورونو ته لاړ شئ! بیا د سکندر مرزا پېښور ډي سي (وروستو د پاکستان صدر) ته ئې پۀ غصه وئیلي وو چې ډاکټر خان صاحب ئې ولې ګرفتار کړے نۀ ؤ؟ ډاکټر خان صاحب سکندر مرزا ته وئیلي وو، ‘تۀ دا کار کولے نۀ شې’ ـــ بیا سکندر مرزا هغه د ځان سره د ډاکټر خان ښځې ته کور ته حواله کړے ؤ. (د دوي تر منځ دوستي هم وه). انګرېز پۀ دې سخت ناراضه ؤ چې پۀ لندن او شمله کښې چې ګرفتاري ولې ونۀ شوه، مګر کننګهم هغۀ ته لیکلي وو چې د ډاکټر خان نیول د نورو حکومتونو د پاره هم د بدحالۍ کېفیت راوستل وو او مونږه نۀ غوښتل چې داسې وشي او زۀ اوس هم پۀ دې خپل موقف ولاړ یم چې زمونږ پالیسي صحیح وه.
د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ تحریک د خلقو د کردار او خود داري سمولو او پۀ دوي عزم او تنظیم پېدا کول یو اصل مقصد ؤ چې د کردار سازۍ یو بهترین مثال دے. د کانګرس یا نورو پارټیانو د خپلو کارکوونکو یو ځان ته فکري او سیاسي تړون ؤ. پۀ دې دور کښې زیات عزم د سوشلست ګروپ د مولوي عبدالرحیم پوپلزي ملګرتیا هم پۀ عزم او حوصله او د تکلیف شدت زغملو کښې ډېره زیاته پیاوړې وه چې یو سکهـ دېش بهګت رام سرن نګینه ؤ چې د پېښور د کریم پوره اوسېدونکے او د باچاخان سره د وړوکوالي د دور د کال 1930ز د قیصه خوانۍ د وحشت عېني ګواه ؤ او بیا ئې د باچاخان سره روغه میاشت روژې پۀ هريپور جېل کښې نیولې وې او د ډېر انقلابي عزم څښتن ؤ.
د باچاخان د ساده سلوک، ريښتیاګویۍ او د روادارۍ سره خپل کار پۀ خپله نرمه طریقه کول او تنظیم خپلول او د لوست پۀ لاره تګ کول د دوي اصل مرام ؤ.
پېرنګي پۀ جنوبي افریقه کښې د نېلسن منډېلا سره هم هغه چارې وکړې چې تر هغۀ دېرش کاله وړاندې باچاخان د پېرنګي د جېلونو عتاب زغملے ؤ او د هغۀ ټولو ملګرو چې کۀ پۀ پښتونخوا او بلوچستان کښې وو او کۀ هند کښې وو ـــ هم دغسې عزم او استقلال لرلو. د سیاست پۀ عقیده، د وطن پۀ نعره او د انصاف پۀ تقاضا باندې د دې سپېځلي انسان ټول ژوند قربان شوے ؤ او د پېرنګي دښمنۍ ته ئې ځان تړلے ؤ.
د کننګهم او باچاخان د ملاقات څخه دا ښکاره برېښي چې د حکومت انګرېز کارکوونکو افسرانو او بیوروکراسۍ خپل یو نفرت امېز دستور د انګرېز د خوشحاله کولو یا د خپلې نوکرۍ د پاره د حق څخه سرغړونه کوله او د نورو سیاسي پارټیانو، سوشلسټانو د مزاحمت پۀ وجه د باچاخان سره زیات د تشدد او د بې انصافۍ سلوک شوے دے.
د پاکستان د جوړېدو نه وروستو دا بدسلوکي پۀ غېر انساني ډول زیاته شوې وه چې د نیم ملک سر ئې وخوړو. پۀ تهذیبي او سیاسي ډول دا ملک ته ازادي باچاخان بخښلې ده او پنجاب یا پۀ دې ملک قابض د هر مسلک او نظریې پوځي، سول او غېر سول، عوامي او قبائیلي ټولنه د دې ذمه واري دي چې د باچاخان درناوے ئې نۀ دے کړے او د خپل غرض د پاره شاه نه زیات د شاه وفادار پۀ خاطر ئې د باچاخان سره بې انصافي کړې ده.
زېرے
د مۍ میاشت 1928ز کښې د ‘پښتون’ مجلې اجراء شوې وه. دا ځل د ‘پښتون’ مجلې د نويمې کلیزې پۀ مناسب ‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ د ماشومانو د پاره د پښتو د یوې میاشتنې مجلې
اغاز کوي. دې مجله کښې به د پښتو ژبې بنیادي زدکړې
او د ماشومانو د پاره د علمي، اخلاقي، قامي او سائنسي موادو د چاپ کولو اهتمام کېږي.
تاسو کولے شئ چې خپل لیکونه، فکرونه او مشورې
د ‘پښتون’ پۀ درک مونږ ته راواستوئ.
مننه
سمیع الدین ارمان، جمیله ګېلاني، عامر یاد
د ګران ایسپزي ‘نیمګړي انځور’ ته ډالۍ
معظم جان معظم
زۀ د خپل فکر انځور یم، تۀ د خپل سوچ ترجمان ئې
زۀ مجنون یم د دې خاورې، تۀ د دې خاورې جانان ئې
عقیده او نظریه خو ژوند تېري ته یوه لار ده
یوسفزے څۀ؟ محمدزے څۀ؟ زۀ افغان یم تۀ افغان ئې
اے مونږ دواړه فکر مند یو د پښتون دې وران انځور ته
اے مونږ دواړه پۀ مزل یو، زۀ روان یم تۀ روان ئې
کۀ زما نیکۀ اتل ؤ او کۀ ستا نیکۀ سرخېل ؤ
مونږه دواړه یاره څۀ یو؟ نۀ زۀ خان یم نۀ تۀ خان ئې
تۀ پۀ شر ئې زۀ پۀ شور یم، زۀ پۀ شر یم تۀ پۀ شور ئې
زۀ پۀ خپلو اوږو بوج یم تۀ پۀ خپل وجود تاوان ئې
د امید پۀ اسره ناست یو زما خانه معجزې ته
د پښتون انځور نیمګړے زهـ افسوس او تۀ ارمان ئې
زۀ ئې پېژنم چې څۀ دي دا د عصر مغل خېل
خو کۀ مونږ قدم کړو پورته، زۀ خوشحال یم تۀ روښان ئې
سمیع الدین ارمان
فکشن عملي سائنس ته
څنګه لارې پرانیزي؟
پۀ جهاني ادب کښې داسې بلها تخیلاتي فنپارې پۀ ګوته کېدې شي چې هغې عملي سائنس ته یو دوه پېړۍ پس لارې پرانستې دي. پۀ نورو ټکو داسې هم وئیلے شو چې عملي سائنس د تخیل ولقې ته پۀ مودو مودو پس ور رسېږي. دلته د دا قسمه فکشن نه پۀ دوه ناولونو تفصیلي بحث کوم او څۀ متعدد نورې داسې فنپارې هم پۀ نخښه کول غواړم چې د پښتو فکشن لیکونکو ته د دې میدان د پراختیا، امکان، معیار، مقدار او زمان مکان حدونه پۀ څرګنده توګه ښکاره شي.
پۀ انګرېزي ادب کښې د پي بي شېلے نوم ډېر مشهورومعروف دے. دے پۀ کال اوولس سوه دوه نوي کښې د اګست پۀ څلورمه نېټه پېدا شوے ؤ او د نهه ویشت کلونو پۀ عمر کښې پۀ کال اتلس سوه دوویشت کښې د جولائي د میاشتې پۀ اتمه نېټه پۀ یو حادثات مرګ مړ شوے ؤ. د پلار نامه ئې ټموتي شېلے ؤ. دا ډېر مالداره، علم دوست او د خپل وخت د پارلېمان غړے هم ؤ. د مور نامه ئې الزبتهـ پلفولډ وه، دا هم د نوابانو د خاندان نه وه او بلها ذهینه، سلیقه منده او علم پروره ښځه وه. د پي بي شېلے څلور خوېندې او یو ورور ؤ. تر لس کلونو ئې پۀ کور د ماهرینو استادانو نه د هغه وخت مروج علوم حاصل کړل. شېلے بلها ذهین و فطین، سیماب فطرته او نفس پرست انسان ؤ. د اکسفورډ پوهنتون نه د یو پمفلټ پۀ خپرولو خارج کړے شو. دا پمفلټ د “نسسټي اٰف اېتهییزم” یعني “ضرورتِ دهریه پن” پۀ باره کښې ؤ. شېلے او پلار ته ئې ووئیلے شو چې کۀ معافي وغواړي نو بحال به ئې کړي خو شېلے د معافي غوښتلو نه انکار وکړو. دې واقعې نه د هغه وخت د ریاست او اداره جاتي نفسیات د حرکیاتو پته هم لګي او د شېلے د تشخص تیارۀ رڼا هم پۀ ډاګه کوي. دا واقعه او د شېلے د یو ملګري تهامس هاګ سره بې کچه مینه او تعلق د هغۀ خپل پلار سره معاملات خراب کړي. تهامس هاګ د شېلے جګري یار وي، هغه د وکالت پۀ شعبه کښې وي او پۀ مزاج هم د شېلے نه ډېر بدل وي خو د دواړو ذهني سطح او دانش پکارونه د یو لوړ معیار وي نو سره د یو بل نه جدا کېدل ورته ډېر ګران وي. پۀ دې تعلق د هاګ او شېلے د دواړو پلارانو او خاندانونو ته سخت اعتراض وي، عن تر دې چې دواړو باندې د کور نه د خرچې بندېز هم پۀ دې وجه ولګي. بعضې نقادانو د دې دواړو د همنجنسي تعلق د شتون لپاره هم بلها دلائل وړاندې کړي دي خو د دې تعلق د دوي خاندانونو ته هغه وخت مزید شدت ورکړو چې کله شېلے د هاګ لپاره د خپلې خور د رشتې وکالت کوي. دا خور ئې شېلے او هاګ دواړه لېوني ګڼي او هېڅ ګیا ورته نۀ اچوي. شېلے د ازادانه محبت او بېباکه جنسي تعلقاتو قائل وي. پۀ ظاهره د پمفلټ لیکلو او پۀ هغې د اصرار کولو پۀ وجه ټموتهي شېلے خپلې لوڼه د شېلے سره ملاوېدو نه منع کړې وې، خرچه ورکول ئې پرې بند کړي وو او د کوره ئې شړلے ؤ، خو ډېر نقادان دا هم وائي چې دا خو ښکاره لاملونه وو خو د دې پۀ شا اصلا د شېلے نه د هغۀ د خپلو خوېندو ستر ساتل وو. شېلے د اتلس کلونو پۀ عمر کښې خپل اولنے ناول “زسټروزي” لېکلے ؤ. دا یو ګاتهک ناول ؤ او هېجان خوښونکو لوستونکو ئې تود هرکلے کړے ؤ او علمي اعتراف ئې هم پۀ اوسط درجه کښې موندلے ؤ. د شېلے د خپل عصر اکثریت معیاري لیکوالانو سره نزدې تعلقات وو. دوي سره وخت تېروونه، مباحثې او مکالمې کول د هغۀ تر ټولو خوښه مشغله وه، بلکې د هغۀ دا نظر ؤ چې د یو معیار ذهانت لرونکي دې پۀ یوځاے ژوند کوي. هم دا وجه وه چې د وادۀ نه ورستو به هغۀ پۀ خپل کور کښې د ځان سره د خپلې ښځې نه علاوه متعدد ښځې سړي ساتل. پۀ دې نزدو ملګرو کښې ئې لارډ بائرن، لي هنټ، تهامس لوپیکاک، تهامس هاګ وغېره شامل وو چې وروستو مودو کښې ورته د لیک لوست جهان کښې نړیوال شهرت حاصل دے. شېلے خپل اولنے وادۀ د نولس کاله پۀ عمر کښې پۀ پټه د شپاړس کلنې هېرټ سره کړے ؤ. دا د یو معمولي شراب خرڅوونکي لور وه. پلار ئې تربیت ته خاص توجه نۀ ورکوله. د غټو خاندانونو پۀ خلاف به ئې هر وخت د خپلو لوڼو غوږونه ډکول. د هېرټ یوه بله خور چې د هېرټ نه څوارلس کاله مشره وه او نامه ئې ایلزا هېرټ وه، دې به خپلې دې کشرې خور ته بې کچه مینه ورکوله. کله چې هېرټ پنځلس کلنه وه او دا مهال شېلے د کور نه شړلے شوے ؤ، د اکسفورډ پوهنتون نه هم خارج کړے شوے ؤ او خپلو خوېندو سره پۀ تعلق او ملاوېدو پرې هم سخته پابنده وه، نو دې دوران کښې د هېرټ مشره خور د شېلے د شخصیت او لیکنو نه ډېره متاثره وه او ورسره به ئې لیدل کتل کول. دې تعامل کښې هېرټ هم د شېلے سره مخامخ شوه، شېلے ورته د کور لۀ خوا پۀ خوېندو سره د ملاوېدو د پابندۍ باره کښې خبره وکړه او د خفګان اظهار ئې وکړو. هېرټ ورته دلاسه ورکړه او دا ژمنه ئې ورسره وکړه چې د شېلے د خوېندو خطونه به تر دۀ پۀ وخت وخت وړي راوړي او دا رنګ به د هغۀ واسطه قائمه وي. شېلے به د هېرټ پۀ ذریعه خوېندو ته خطونه کتابونه او نور ډېر څیزونه لېږل. قیصه روانه وه. شېلے به خپل یار تهامس هاګ ته خطونه استول او تر ټولو زیات کار به پکښې د هېرټ وو. تهامس هاګ پوهېدلو چې یار مې پۀ هېرټ زړه بائللے دے، میئن دے پرې، ځکه ئې ترې پۀ وضاحت سره پتنه هم وکړه خو عجیبه دا وه چې شېلے به د میئنتوب نه منکر وو، کال پس ئې هېرټ وتښتوله او وادۀ ئې ورسره وکړو. بعضې نقادان وائي چې اصل کښې د هېرټ مشرې خور د شېلے سره وادۀ کول غوښتل خو چونکې دا ترې یوولس کاله مشره وه، هغۀ ورته ډېره توجه نۀ ورکوله نو دې د کشرې خور پۀ ذریعه ئې شېلے راخپل کړو. د تېښتې پۀ دوران کښې او د هېرټ او شېلے د بچو د ولادت پۀ دوران کښې تمامي اخراجات به دې ادا کول. خو داسې هم نۀ ده چې دا ټول پلان د ایلزا ؤ بلکې هېرټ او شېلے پۀ خپله هم یو بل کښې بلها دلچسپي اخستله. د دې دلائل د دواړو خطونو کښې موجود دي. خېر وادۀ وشو او لږ وخت بعد د هني مون لپاره پلان جوړ شو. کوم ښار ته چې د هني مون لپاره تلل، د شېلے خوشحالي پۀ دې وجه هم دوه چنده وه چې هلته تهامس هاګ د چټیانو تېرولو لپاره راتلونکے ؤ. د وادۀ نه لس ورځې مخکښې هېرټ د مشرې خور پۀ صلاح شېلے ته یو خپل ناول “ایډالین ماکسبرے” د نظرِثاني لپاره ورکړو. دې ناول کښې مرکزي خیال، قیصۍ او پلاټ هم د هېرټ او شېلے نه تاوېږي راتاوېږي. د دوي د اصلي ژوند سره بلها ښکاره جاره مماثلتونه لري او د ټکو پۀ ترڅ ترڅ کښې ورته د وادۀ بلنه او اظهار هم وي. خېر د هني مون ورځې شپې پۀ جوبڼ وي او تهامس هاګ هم رارسېدلے وي او د دې نوې وادۀ کړې جوړې سره دېره وي. پلار سره د تعلقاتو پۀ سمون کښې شېلے پۀ سفر ووځي او هېرټ تهامس هاګ سره یواځې پۀ یو کور کښې پرېږدي. بس بیا نو څۀ وي، هاګ هېرټ ته د جنسي تعلق لپاره لاسونه اوږده کړي. هېرټ شدید مزاحمت وکړي او خپله مشره خور پرې خبر کړي. هغه ورته د جدا کور انتظام وکړي او تهامس هاګ یواځې پۀ هغه کور کښې پاتې شي. کله چې شېلے راشي او د دې معاملې نه خبر شي نو جګړه توده شي. یو بل سره وران شي او جدا جدا شي. بیا د دواړو پۀ منځ کښې زبردست خط وکتابت روان وي. هاګ خپل وضاحت لپاره د شېلے د خیالاتو سهاره اخلي او شېلے د انساني مرضا پۀ مطابق د تعلقاتو د جوړولو او ختمولو د قدردانۍ خبره کوي. خېر ژوند روان وي، شېلے د وادۀ نه وړاندې د یوې بلې ښځې الزبت هچنر چې د شېلے نه لس کاله مشره وي او وادۀ ئې نۀ وي کړے او یو سکول کښې استاده وي، سره هم تعلق لري. وادۀ نه پس هم ورسره خط کتابت کوي، بلکې یو وخت کښې ئې راوغواړي او د ځان سره ئې اوسوي. دې دوران کښې د هېرټ مشره خور هم د ځان سره دېره کوي. سیمابي فطرت د شېلے خپل ځان راښکار کوي او دا رنګ د هغۀ د هېرټ، ایلزا او د الزبت هنچر نه زړۀ بد شي. بې توجه شي، غفلت ئې رو رو زیاتېږي، عن تر دې چې د ښځې نه جدا شي. دې دوران کښې ئې یو بچے د زېږون نه لږه موده پس وفات شوے وي او دوه نور بچي لور او زوے ئې د هېرټ سره وي. د جدايۍ دوران کښې د هېرټ پلار هم پۀ مالي توګه کمزورے وي نو د بدې ورځې سره مخ شي. ظالم نفس پرسته شېلے د ښځې وخت څۀ چې د بچو د احوال نه هم ځان نۀ خبروي. عدالت ورته فرمانونه جاري کوي چې د بچو خصمانې لپاره دې خرچ ورکوي خو پۀ هغه ئې هې اثر نۀ کوو. دې دوران کښې د شېلے نیکۀ وفات شوے وي او شېلے ته بلها مال دولت هم ترلاسه شوے وي. د هغۀ پۀ مال د هېرټ او د هغې د بچو نه بغېر بلها خلق مزے چرچې کوي. دا ټول حالت د هېرټ لپاره ناقابل برداشت وي. کله چې عدالت د هېرټ بچي بورډنګ هاوس ته واستوي نو هېرټ د خودکشۍ د ارمان تکمیل ته لاره پرانستې وویني. صرف د یویشت کلونو پۀ عمر کښې هغه ځان د ژوند نومې پېغور نه ازاد کړي. د خودکشۍ نه وړاندې هغه خپلې خور ته دردناک تفصیلي خط لیکي چې یو یو تورے ئې انسان د غم بهیر کښې ورډوبوي. د هغې درد پۀ دې وجه هم لادوا وي چې شېلے تهامس هاګ او نورو ملګرو ته د هغې نه زیاته توجه او اهمیت ورکوي. او بله دا چې شېلے پۀ یوه بله جینئ مېري میئن شوے وي او د هغې نه بې وادۀ بچي هم زېږوي.
د مدعا بیانولو پړاو ته راورسېدو. دومره طویل تمهید ضروري ځکه ؤ چې د شېلے قدوقامت پۀ جهاني ادب کښې دومره اوچت دے چې خبره پرې زر زر هم راټولوې نو څو پاڼې به ضرور ډکېږي. د لیکنې د اخلاقي او دیانتي تقاضې مطابق صرفِ نظر ترې ډېر ګران دے. مېري شېلے پۀ کال اوولس سوه او اووۀ نوي کښې زېږېدلې ده او د مرګ نېټه ئې اتلس سوه او یو پنځوسم ده. د دې پوره نوم “مېري ولسټونکرافټ شېلے” دے. د پلار نامه ئې ویلیم ګاډوِن ده. دا مشهور و معروف سیاسیاتي فلاسفر دے. “پولیټکل جسټس” د دۀ مشهور تصنیف دے. شېلے خپل نظریات د دې کتاب او صاحب کتاب نه رابوڼلي وو. د مېري د مور نامه هم “مېري ولسټونکرافټ” وه او دا هم مشهوره فلاسفره او فېمنسټ وه. دا د مېري شېلے د زېږون نه میاشت نیمه پس وفات شوه. ویلیم ګاډون د مېري شېلے ډېر ښۀ تربیت وکړو. کله چې مېري د څلور کلونو شوه نو ګاډون یو بل وادۀ وکړو چې د مېري مېرې مور سره به هر وخت نالګي وه. پۀ کال اتلس سوه او څوارلس کښې مېري د یو مشهور شاعر پي بي شېلے سره پۀ روماني تعلق واغوښتله. فرانس ته ئې ورسره ګډ سفر وکړو او بې وادۀ ترې حامله شوه، یو بچې ئې پېدا شو چې د یو څو میاشتو بعد ومړ. دوه کاله دا معاشقه او ازادانه جنسي تعلق روان ؤ. چې کله هېرټ خودکشي وکړه نو بیا شېلے او مېري پۀ باقاعده طور وادۀ وکړو. دې سره پینځۀ شپږ کاله وصال نه بعد شېلے پۀ یو حادثاتی مرګ مړ شي او د هغۀ د مرګ نه بعد دا ښځه تقریبا نهه ویشت کلونه ژوندۍ وي. دا هم پۀ یو بهرپور کشمکش کښې ژوند تېروي. پۀ بلېک مېلرز اوړي او بلها مدوجزر ئې پۀ برخه رسي. د سوانحو خوښونکو لپاره د دې سوانح هم ډېره د قدر وړ ده. د دې د مزید سوانحي معلوماتو نه ډډه کوم او د دې د هغه ناول پۀ اړه بحث پېل کوم کوم چې د دې د تل پاتې ژوند وسیله جوړه شوه؛ ګنې هسې خو دې دولس دیارلس کتابونه لیکلي دي. “فرېنکنسټین” د دې هغه ناول دے چې دې د شلو کلونو پۀ عمر کښې تخلیق کړے دے. اتلس سوه او اتلس کښې دا ناول خپور شوے ؤ. د دې ناول مرکزي خیال “ماډرن پرومېتهیئس” دے. نقادان پۀ اول پړاو کښې دا ناول هم هغه د زوېوس، پرومېتهیئس، پنډوره او اېپیمېتهیئس د شخړې جدید صورت ګري ګرځوي. خو د یوېشتمې پېړۍ د دې دوېمې عشرې پۀ اخري پړاو دا ناول د “هیومن ټرانسجېنک” او د “ایچ پلس” یعني هیومن پلس عصر پۀ عملي تشکیل لګیا دے، تمامېږي. وړاندې د دې نه چې زۀ د دغه یاد معاصر صورتحال د عملي میدان تفصیلات وړاندې کړم، غواړم د دې نه اول پۀ هغه دوه ناولونو بحث وکړم کوم چې ما پۀ پېل کښې یاد کړي وو؛ یو د دې نه هم دغه “فرنکنسټین” دے.
یو سفر کښې شېلے، مېري سره د نورو ډېرو لیکوالانو پۀ یو ځاے کښې د باران طوفان او د موسم د شدت پۀ وجه پۀ یو ځاے کښې د څۀ وخت لپاره ونښلي. د څۀ کولو چاره نۀ وي نو لارډ بائرن ټولو همسفر ملګرو ته ووائي چې هر هر ملګرے دې یو یو افسانه ولیکي، ګورو چې د چا لیک به تر ټولو زیات مؤثر او غوره وي!! هم دا موقعه وه چې مېري شېلے د خپل دې شهره افاق ناول اغاز کړے ؤ.
هسې خو دې ناول کښې ټول ټال نولس کردارونه دي، خو مرکزي کردارونه پکښې صرف دوه دي. یو وکټرفرېنکنسټین او بل د هغۀ تخلیق کړے مخلوق، چې نقادان ورته “مونسټر” وائي د اسانتیا لپاره ئې مونږ “بَو” بللے شو. چې یو مشخص شناخت ئې د ډېرو “ناولیانه” مقاصدو لپاره معدوم ساتلے دے. نورو کردارونو کښې کېپټن رابرټ والټن او د هغۀ خور مارګریټې ساوللې، بیوفارټ چې د وکټر د پلار ډېر جوخت ملګرے وي، ارنسټ د وکټر وړوکے ورور، کېرولین بیوفارټ، د بیوفارټ لور، هنري د وکټر د وړوکوالي ملګرے، ویلیم د وکټر بل کشر ورور، الزبتهـ لاونزا، جسټین، کرمپے د فلسفې استاد، والډمېن یو بل د پوهنتون پروفېسر، اګاتها، فېلکس، ډېنیل نګېنټ، سېفي، کرون او ډي لېسي یو ړونډ شریف فرانسیسی بوډا چې د اګاتها او فېلکس پلار وي.
وکټر د ژوند نه ډک او د نادره مهم جویۍ ارماني د المان پۀ یو پوهنتون کښې د کیمیا سبقونه وائي. د هغۀ نور دوه وړونه دي. پلار او مور ئې هم بلها علم دوسته او د ریښتیاو پۀ لټون کښې د هر څۀ نه تېر ؤ. وکتړ به همېشه د یو نوي مهم پۀ تلاش کښې ؤ. د کائناتي حرکیاتو او منصوبه بندۍ پۀ باب له ټولې مفروضې ئې لوستې وې او د کائنات د یو ژور تفهیم پۀ ادراک کښې به هر وخت بوخت ؤ. وکټر چې کله پینځۀ کلن ؤ نو مورپلار ئې یوه یتیمه ماشومه الزبتهـ لاونزا پۀ پرورش کښې اخستې وه، دا د اصل نسل نه اطالوي وه او د مور پلار ئې اراده وه چې لویه شي نو د وکټر سره به ئې وادۀ کړو او ورستو وکټر هم دې سره پۀ مینه کښې ګرفتار شو. څۀ موده پس بیا د وکټر مور پلار یوه بله جینۍ چې نامه ئې جسټین وه، هم نیولې وه چې هغه د وکټر د وړوکي ورور خاص پالونکې وه. وکټر چې کله د المان پۀ یو پوهنتون کښې د کیمیا زده کونکے ؤ نو مور ئې پۀ شېبره تبه مړه شوه. دې واقعې هغه بلها مضطرب کړو. د غم او درد یو نۀ ختمېدونکې صورتحال سره مخامخ ؤ. دې کېفیاتو هغه د دې تصور غېږې له راوړو چې پۀ مادي څیزونو کښې به څنګه ژوند راولي؟ یا پۀ نورو اسانو ټکو، هغه پۀ دې لټون کښې پۀ سائنسي وسائلو او وسایطو وربوخت شو چې مړۀ راژوندي کړي. د دې مقصد لپاره هغۀ خپل زیار او شواخون پېل کړو. انجام کار هغۀ یو مخلوق تخلیق کړو خو د ژوندو پۀ شا موجود متحرک او فعال ذرات د هغۀ لپاره خپله قبضه کښې راوستل ډېر ګران وو نو د دې پۀ وجه چې هغۀ کوم تخلیق وکړو، هغه پۀ ساخت کښې د عام انسان نه ډېر لوړ دنګ او پلن ؤ. بل د وکټر د مطلوبه حسن و جمال پۀ ځاے دې تخلیق کښې وحشت او اجنبیت ډېر برڅېره ؤ. کله چې دا تخلیق راژوندے شو نو دا خپل خالق ترې هم وېرېدو. یو عجیبه صورتحال ؤ، د انجام بدې خدشې پۀ زوروشور وې. دغه تخلیق د وکټر خوبونه حرام کړي وو. لۀ دې کبله ډېر رنځور شو. خپل ملګري د علاج لپاره بوتلو خو پۀ مستقل توګه شفایاب کېدو ئې پوره څلور میاشتې واخستې. شفا موندلو نه بعد چې کله دے کور ته ورسي نو خبر شي چې وړوکے ورور ویلیم ئې چا قتل کړے دے. دے ډېر پرېشانه شي. د قتل مقام ته ځان ورسوي او هلته ورته د خپل تخلیق کړي مخلوق کارستاني راڅرګنده شي. دۀ ته ایقان حاصل شي چې دا کار هم زما دې تخلیق کړے دے خو مسئله دا وي چې دا راز به دے چا ته څرګندوي څنګه؟ او چې څرګند ئې کړي نو بیا به پرې عالم قانع کوي څنګه؟ د دې د پاڅه بل غم او درد دا وي چې د دې قتل پۀ جرم کښې معصومه جسټین ملزمه ګرځېدلې وي او وکټر ته دا ایقان وي چې جسټین معصومه ده، هغه خو د ویلیم پالونکې او د مور پۀ درجه ده. خو وکټر هېڅ نۀ شي کولے او د جسټین د معصومتیا سره سم ویلې ویلې کېږي. هغه د جسټین پۀ پانسۍ د ختلو دې ناوړه اقدام کښې پۀ خپلې بې وسۍ ډېر پښېمانه وي. پۀ کوم اړخ چې د غرونو پله د دۀ تخلیق تښتېدلے وي، هم پۀ هغه اړخ ورپسې دے روان شي.
پۀ یو مقام دواړه سره مخامخ شي. د خالق او مخلوق یو زبردسته مکالمه کېږي. مخلوق ورته وائي چې ما اول اول د انسانانو سره ځان عادت کولو لپاره بلها زیار ویستو خو انسانان به زما نه وېرېدل. ما سره ئې تعامل او مصاحبت نۀ کوو. زۀ ډېر پرېشان وم. یو وخت کښې مې امید داسې راپېدا شو چې د یو ړوند بوډا سره د هغوي پۀ جونګړه کښې مېشته شوم. ورته به بلها کارونه کول ـــ خشاک به مې ورته راوړو او د هغوي خبرې به مې اورېدې. دا رنګ ما د هغو ژبه هم زده کړه. ړوند بوډا څۀ مهربانه ؤ خو بچي به ئې زما نه وېرېدل او زۀ ئې اخرکار وشړلم. زۀ ډېر حېران وم چې دا ولې خلق زما نه وحشت کوي، ما نۀ خپلوي، زما سره تعلق نۀ ساتي؟ دې دوران کښې مې پۀ یو سیند کښې خپل عکس ولیدو. زۀ واقعي ډېر بدرنګ وم، خلق هېڅ ګرم نۀ وو. زما جوثه د وحشت یوه نمونه وه. اوس اے زما خالقه! زۀ د دې بدرنګۍ پۀ وجه تا سره پۀ جنګ شوم. دا څۀ اقدامات مې دې د پاره وکړل چې تۀ زما یو شرط ومنې! هغه دا چې ما لپاره زما پۀ شان یوه ملګرې راپېدا کړه او بس زۀ به د دې ملګرې سره د د امریکا د سوېل ځنګلونو ته لاړ شم او بیا به د انسانانو نړۍ ته بالکل هم نۀ راښکاره کېږم. کۀ چرې تۀ زما دا شرط ونۀ منې نو قام قبیل، یاران دوستان او ټوله دنیا درته ورانوم!!!
وکټر اول اول د دۀ سره رضا شي چې ټیک ده، زۀ درته ملګرې تخلیق کوم خو دې جریان کښې هغه سوچ کوي چې کۀ ملګرې ورته ورکړم او دے د خپل شرط نه وروستو شي نو زۀ به ئې څۀ وکړے شم؟ دے خو به خپل نسل زیات کړي، هغوي به څوک رامنع کوي؟ دا خو به د انسانیت لپاره یوه ډېره لاینحله شخړه او دردناکه مسئله جوړه شي!!! د دې سوچونو پۀ وجه هغه د ښځینه تخلیق نه پۀ شا شي او ائرلېنډ ته وتښتي. خپل تخلیق ئې هیڅ چرته نۀ پرېږدي. د یو قتل ذمه وار ئې ثابت کړي. بلها کارونه ورته راپېدا کوي او چې څومره ئې ازارولے شي ازاروي ئې. خو وکټر دې ټولو ازارونو ته غاړه پۀ دې لامل ایښودې وي چې کۀ د دۀ شرط مې ومنو نو اوس خو صرف زۀ پۀ عذاب کښې یم، بیا به ټول عالم پۀ عذاب کښې وي. خېر د څۀ وخت لپاره شخړه دمه واخلي نو د وکټر وادۀ پکښې راجوړ شي، خو وکټر سره د یوې بلې غټې واقعې د کېدلو امکان ډېر پوخ وي او هم هغسې وشي. د وادۀ پۀ شپه وکټر ځان د هر قسمه صورتحال سره د مقابلې لپاره تیار کړے وي خو بیا هم تخلیق ئې زورور شي او ناوې ورته قتل کړي او لاړ شي وتښتي. اوس د وکټر پلار د خپلې نږور د مرګ پۀ غم کښې مړ شي. د وکټر قیامت ګړ ۍ پۀ ګړۍ تودېږي. اوس هغه د خپل تخلیق د مرګ لپاره ډېر سنجیده ؤ، بلها شواخون ئې کولو او د هغۀ پۀ لټ کښې د سمندري سفر اذیتونه ئې د پښو لاندې کول. بلها سفر ئې وکړل او دې سفر کښې د “هائپوترمیا” مرض ښکار شو او ومړ!! اوس د دۀ تخلیق پۀ یوه بله زاویه سوچ پېل کړو. هغۀ د دۀ پۀ لاش بلها ډېر ډېر وژړل، هغۀ وې چې ستا نه بعد زما د وجود څۀ جواز پاتې کېږي؟ بلها غم او ماتم ولمانځي او بیا پۀ خپله خودکشي وکړي.
‘د سپي زړۀ’
میخائل بلګاکوف پۀ کال اتلس سوه او یو نوي کښې پېدا شوے ؤ او د مرګ نېټه ئې نولس سوه او څلوېښتم ده. دے چې پۀ کومه کورنۍ کښې زېږېدلے ؤ هغه یوه ډېره مذهبي او علمي کورنۍ وه. دے پۀ خپلو اووۀ وروڼو خوېندو کښې تر ټولو مشر ؤ. دې پۀ پېشه باندې مېډیکل ډاکټر ؤ خو اعتراف ئې بحېثیت د یو لیکوال ډېر مسلّم دے. وجه د شهرت ئې د دۀ مشهور ناول ” دي ماسټر اېنډ مارګرېټا” دے. دې نه علاوه هم ده متعدد ناولونه، ډرامې او افسانې لیکلې دي. د وړوکوالي نه ئې د تهېټر سره ډېره مینه وه. د تهېټر لپاره به ئې لېکنې کولې او پۀ خپلو وروڼو خوېندو به ئې پۀ سټېج لوبولې هم. د خپل اولني لیک باره کښې پۀ خپل ژوند لیک کښې لیکي چې ما پۀ رېل ګاډي کښې سفر کولو او یوه لنډه قیصه مې ولیکله، د اخبار خپروونکي ته مې ورکړه او ګمان مې نۀ ؤ چې خپره به ئې کړي خو هغه لنډه قیصه اخبار کښې شائع شوه او دا رنګ د دۀ د لیک پېل وشو. د ډاکټرۍ د پېشې پۀ وجه پۀ اولني نړیوال جنګ کښې خطِ اول ته واستولے شو او هلته د علاج معالجې پۀ ځاے پۀ خپله ژوبل ژوبل شو او راواپس شو. دې نه پس ئې پۀ قفقاز او ماسکو کښې خپله دنده مخ پۀ وړاندې یوړه او ورسره ورسره به ئې لیکونه جاري ساتل. د دۀ مشهور ومعروف ناول “دي ماسټر اېنډ مارګړېټا” پۀ کال نولس سوه اتۀ ویشتم کښې پوره شوے ؤ خو د دې بدقسمته لیکوال زیاتره لیکونه د دۀ د مرګ نه بعد پۀ مودو مودو پس شائع شوي دي ځکه چې د ریاست لۀ خوا پرې سختې پابندیانې وې. دغه یاد ناول ئې هم د دۀ کونډې ښځې پۀ کال نولس سوه او شپږشپېتم کښې یعني د مرګ نه شپږویشت کاله بعد خپور کړو. پۀ دې ناول کښې یو زړۀ راکښونکے عنصر د ناول نګار د مسودې تلف کېدل وي چې هغه ئې سر دوباره پۀ یادو لیکي. دا ناول پۀ سوېتي نظام او د هغه وخت د ادبي اسټېبلشمنټ (مافیا) پۀ مخ یوه توده څپېړه ده. د خپل فلسفیانه اسلوب او ارفع ارټ د معیاري ذوق لۀ کبله دې ناول بلها اعتراف موندلے دے. د معاصر صورتحال او روح عصر سره د تعامل لپاره پکښې لیکوال د عهدنامه جدید نوي نوي تاویلات، توضیحات او تطبیقات راوړي. پۀ دې ناول کښې د شېطان د یو شاعر او نقاد سره بحث پېل کېږي، د خېر او شر پۀ فلسفه او د مسیحي روح او ابلیسي روح پۀ موجودګۍ، شدت، تقابل، تعامل او د دې پۀ نتائجو باندې قیصۍ مخ پۀ وړاندې سفر کوي او پۀ ډېر روان انداز یوه قیصۍ بلې ته او بله بلې ته غاړه وځي. خو دلته د دې ناول نه زیات د بلګاکوف پۀ یو بل ناول “د سپي زړۀ” باندې بحث کوو. دا ناول هم دې لیکوال پۀ کال نولس سوه او پنځویشتم کښې مکمل کړے ؤ خو د ریاستي جبر او پابندیو لۀ وجې پۀ کال نولس سوه اووۀ اتیایم کښې شائع شو، یعني د خپل تخلیق نه نیمه پېړۍ نه هم زیات کلونه بعد د دې ناول خپروونې ته لاره پرانستې شوه. دې ناول کښې هم د سوېتي نظام پۀ کمبوت او مافیا باندې سفاک علامتي تنقید شوے دے. دې کښې هم هېرو نۀ بلکې ولن رومانټسائز شوے دے. دا خبره ډېره مشهوره ده چې بلګاکوف د روسي نظام باغي ؤ او هم دا وجه وه چې ریاستی پابندیانو ئې لیکونه د مرګ نه هم پۀ مودو مودو پس راښکاره کړل. خو کۀ چرې پۀ ډېر غور سره د هغۀ د لیکونو لوست وشي نو دا خبره څرګندېږي چې هغه د مافیا، یو خاص طبقې او د موجودو خلاګانو مخالف ؤ. پۀ نظام کښې موجودو کمزوریانو باندې ئې سفاک طنز و تنقید کولو، د سوشلزم مخالف نه ؤ. دا ناول د خپل موضوع او اسلوب پۀ اساس بلها امتیازات لري. زۀ ګڼم چې خپل وخت کښې د دې ناول قرأت یوه معني ورکوله، بیا څۀ موده پس ئې د معنو نورې لارې چارې پرانستلې او اوس د “هیومن پلس” دې عصر کښې دا ناول د خپلې خېټې نه د یو بل جهان د اباد کارۍ عملي ثبوتونه مونږ ته پۀ ګوته کوي. دلته د دې ناول د خلاصې وړاندې کولو نه اول دا یوه ډېره اهمه خبره ثبت کول غواړم چې بلګاکوف کښې دا یو عادت ؤ چې کوم لیک (افسانه، ناول، ډرامه) به ئې مکمل کړو نو د خپروونې نه قبل به ئې د خپل عصر ټولو دانشورانو ته د دې قرأت کولو. دې خلقو کښې به نو بیا خامخا د ریاست وظیفه خوارۀ یو کس دوه موجود وو بس بیا به خبره ریاست او استخباراتو ته ورسیده او دا رنګ به لیک د خپروونې نه وځنډولې شو. یو وخت کښې داسې هم وه چې د سنسرشپ لۀ خوا به خبره ریاست ته وسپارلې شوه، هغوي به یا پابندې ولګوله یا به ئې پکښې چې کوم بدلون راوستو هغه به لیکوال ته قبول نه ؤ. بلګاکوف دې مسئلې سره ډېر پۀ سختۍ کښې مبتلا ؤ. اګر کۀ یو وخت کښې سټالن د بلګاکوف ډېر معترف ؤ، څۀ اسانتیاوې ئې ورته پېدا کولې، بعضې استثنایات به ئې هم ورته ورکول، سنسرشپ کښې به ئې د دۀ لیکونه پۀ خپله بار بار لوستل خو بیا هم د نظام دلاسه بلګاکوف ډېر پۀ عذاب ؤ. د تحریر د مکملې ازادۍ نه محروم ؤ او دې رویې پکښې ردعمل هم پېدا کړے ؤ. ژوند لیک کښې ئې د دې کېفیات پۀ زړۀ پورې انداز ثبتکړي دي. د سټالن د مینې ورسره دا حال ؤ چې یو ځاے کښې راځي چې د بلګاکوف پۀ حقله سټالن ووې چې دا د داسې پاې لیکوال دے چې دوي د “لفټ” او “رائټ” د تقسیم نه ماوراء وي. دا رنګ د بلګاکوف یوه ډرامه چې هم د هغۀ د ماقبل ډرامې “سپین محافظ” پېوستون ؤ، سټالن دا ډرامه پوره پینځلس وارې کتلې وه.
د دې عادت یو غټ نقصان خو به دا ؤ چې کتاب به د چاپ نه وځنډول شو خو هغه خو به هسې هم د سنسرشپ لۀ خوا هم کېدل نو یوه غټه فائده به هم دا وشوه چې “انټلیکچول سرکل” کښې به د لیکوال د موضوع، اسلوب او مرکزي خیال سره سره د ټول تهیم او کرافټ نه هم د تحریر سره وابسته ټولګي خبر شو. دا رنګ به دا کتاب د مسودې نه علاوه د دې ټولګیو پۀ حافظه کښې هم محفوظ شو. او ورستو بیا چې کله به ورته زمینه جوړه شوه نو د چاپ کار به ئې هم د دې ټولګیو نه چا نه چا وکړو. د بلګاکوف دې عادت د هغۀ بلها اثار کۀ ځنډولي هم دي نو محفوظ کړي ئې هم دي.
د سوېت یونین اخرنے سالار ګورباچیف چې کله د سنسرشپ پابندۍ لږې نرمې کړې نو د بلګاکوف دې ناول ته هم د خپروونې لار پېدا شوه. د دې ناول قیصه د یو سائنسدان کردار او د هغۀ د یو سپي متعلق ده. یوه ډېره یخه شپه دا سائنسدان کور پله روان وي چې یو سپے مخې له ورشي. دا سپے پۀ ډېر بدحال وي. پۀ وېشېدلو اوبو کښې د غورځېدو لۀ کبله ئې څرمن اوړېدلې وي. حرکت ئې ګډوډ وي، د یخنۍ نه ړچېږي. د سائنسدان پرې زړۀ وسوزي، د ځان سره ئې را اوچت کړي، خپل کور ته ئې راولي، علاج ورته وکړي، خوراک ورته ورکړي او دا رنګ د “شیرک” نامه هم ورته ورکړي. دا نوم هلته د سپو لپاره ډېر عام نوم دے. سپے څۀ وخت پس ټیک ټاک شي او مستیانې، حرکات او جوابي تعامل شروع کړي. سائنسدان سوچ وکړي چې ولې نه پۀ دې سپي یوه سائنسي تجربه وکړي. د دې لپاره چې کۀ کوم د انسانیت خدمت تر سره کړي. هغه سپے بې هوشه کړي او د یو انسان دماغ ورته منتقل کړي. د کوم سړي دماغ چې ورته ورواړوي هغه بلها ذهین، ځیرک او متاثرکن وي. د دې وجې پۀ سپي کښې هم دا صفات بدرجه اتم منتقل شي خو د بده مرغه دغه سړے مجرم هم وي، منفي عناصر پکښې حاوي وي. خېر سپے اوس لکه د انسانانو خبرې هم شروع کړي. خلق ئې ملاقاتونو ته راځي او څوک هم چې ورسره ملاقات کوي خامخا ترې متاثره کېږي. پۀ ټوله علاقه کښې دا سپے مشهور شي او دا رنګ د سوېت یونین حکامِ بالا ته د دې سپي خبر ورسي. د هغوي نمائندګان ورسره ویني او دومره ترې متاثره شي چې نۀ صرف ورته د سوېت د شهري حېثیت ورکوي بلکې پۀ یوه ډېره ذمه واره چوکۍ ورته عهده هم ورکړي. دا ډېوټي ورته وسپاري چې پۀ دې خطه کښې کومې کومې پېشوګانې د سوېت نظام مخالفت کوي یا ئې د بغاوت اراده وي، بغاوت ته لارې جوړوي نو د هغوي اطلاع به حکام بالا ته ورکوي او پۀ خپله هم ورته دا اختیار حاصل دے چې دا قسمه پیشوګانې قتل کړي. د دې اختیار د پکارونې پۀ وجه هغه لږې او ډېرې زمه وارې پېشوګانې مسلسل قتلوي او د مزاحمت صورت کښې ئې مالکان او محافظین هم قتلوي. د ډېر اختیار د پکارونې پۀ وجه شیرک بلها جرأت بیامومي، مغرور شي او پۀ سر وخېژي. اوس ئې د خپل مالک سره هم رویه د کبر وي. هغۀ سره هم مخالفتونه پالي او عن چې پۀ یوه موقعه د مالک پۀ ګوته چک ولګوي. دا رنګ مالک بېدار شي چې د دۀ خو څۀ علاج پکار دے نو کلوروفام ورته پۀ څۀ طریقه بوي کړي او دے بې هوشه شي نو بیا ترې نه مالک انساني دماغ رابهر کړي او شیرک یو عام کوڅه ډب شان سپے شي.
د سپي علامت، د هغې پکارونه، بیا د سپي شیرک او شیریکوف جوړېدل، بیا ورسره د ریاست تعامل او د هغه استعمالول او بیا د سپي د خپل اختیار پۀ زور خپلې کانې ــــ دا هغه مراحل دي چې خپل وخت کښې ترې د سیاسي نظام او معاصر صورتحال کښې جوتې معنې د طنزو تنقید پۀ استدلال راپېدا کېدلې. خو یو امکان پکښې دا هم ؤ چې د ځناورو او انسانانو یو بل سره د صفاتو انتقال هم امکان لري او دا هغه امکان ؤ چې اوس دې یوېشتمې پېړۍ کښې ئې عملي شکل موندلے دے.
بالکل هم پۀ دې مرکزي خیال د مشهور و معروف لیکوال “اېچ جي وېلز” ناول “د اٰئي لېنډ اٰف ډاکټر مورے” پۀ کال اتلس سوه شپږ نوي کښې چاپ شوے دے چې پکښې یو لېونے سائنسدان د ځناورو نه انسانان جوړوي. د ځناورو د دروني او بېروني اعضاو مشاهده کوي او بیا پرې تجربات کوي. دا رنګ مختلف قسمه ځناورو ته انساني خواص ور اړوي.
یوه مرحله پکښې داسې هم وي چې ځناور نیم ځناور او نیم انسانان وي، لکه څنګه چې د بلګاکوف مرکزي کردار ؤ. دې لیکوال پۀ دا قسمه موضوعاتو متعدد کتابونه لیکلي دي. د ډارونزم اثر ؤ چې د تخیل پۀ زور ئې عملي سائنس ته نوې نوې لارې پرانستې او بل اړخ ته دا هم واضحېده چې سائنس او اٰرټس یو بل سره بلها اشتراکات لري، تعامل او اثرات پۀ یو بل پرېباسي. یو خاص مطابقت لري. دا هغه لیکوال دے چې د خپلو لیکونو پۀ زور د ادبي جهان نه د نوبل پرائز لپاره څلور وارې ټاکلے شوے دے.
دا رنګ د جیورج اروِل “اېنیمل فارم” چې هغه پۀ کال نولس سوه څلور څلوېښتم کښې لیکلے ؤ او پۀ نولس سوه پینځۀ څلوېښتم کښې چاپ شو او لا تر اوسه بلها مشهور دے، بلها مئینان ئې راپېدا کړل. ځناور پکښې انساني خواص لري او د انسانانو پۀ کرتوتاتو او د سرمایه دارانه ټولګي پۀ پالونکو او سالارانو باندې پکښې سفاک طنز دے. یو بل شاهکار ناول د دې لیکوال 1984 دے چې پۀ کال نولسوه نهه څلوېښتم کښې چاپ شوے دے او پکښې د سرمایه دارانه نفسیاتو پوره پوره حرکیات رامنځ ته کړے شوي دي.
دا اوس مونږ هغه مقام ته راورسیدو چې د “اېچ پلس” یعني “هیومن پلس” عصر یا “هیومن ټرانسجېنزم، پوسټ هیومنزم” چې د عملي جینیاتي سائنس د موجوده دور ټاکلي مېدانونه دي، باندې خبره وکړو او د دغه ناولونو سره تطبیق کړو چې دا بره واضحه او څرګنده شي چې فکشن/تخیل څنګه عملي سائنس ته لارې پرانیزي.
پۀ کال دوه زره شپږم کښې د امریکا د جارج ډبلیو بش انتظامیې د سټېټ اٰف دی یونین پۀ یوه خطبه کښې د دې قانون د منظورۍ سفارش وشو چې د انسانانو او ځناورو پۀ باهمي ټرانسجېنک سرګرمیانو دې پابندي ولګي. دا قانون منظور کړے شو. پۀ دې یاد کال د امریکا د صحت محکمې د اووۀ لکهه درې اویا زره ډالرو د لګښت نه بعد دا قانون منظور کړے ؤ. دا رقم محض د دې سوال د جواب لپاره خرچ کړ ے شوے ؤ چې د ټرانسجېنک ریسرچ اخلاقي جواز شته کۀ نۀ؟ د دې پروجیکټ مشر مکس مېهلمېن ؤ. عجیبه خبره دا ده چې د دې کمېشن رپورټ او نتائج عام نۀ کړے شول خو دا مشر بیا څۀ وخت پس پۀ مختلفو پوهنتونونو کښې د “ډائرکټډ ایولوشن” او پۀ “ټرانس هیومنزم” لیکچرونه ورکوي او د پرېشان کن نتائجو نه خلق خبروي. یوه بله ډېره عجیبه خبره دا ده چې کله اوبامه پۀ اقتدار کښې راغلو نو هغۀ دغه قانون ختم کړو او “ټرانس هیومنزم” ته ئې د سرکاري ډالرو خزانې پرانستې.
“ټرانس جېنک سرګرمي” ده څۀ بلا؟
د دوه مختلفو انواعو جینز پۀ مصنوعي طریقه یوبل کښې پېوست کول. د دې عمل ضرورت څۀ دے؟ پۀ ظاهره د انسانیت خدمت کول، لکه د اعضاو انتقال لپاره ډونرز (اعضاء/عضو ورکوونکي) راپېدا کول ـــــ دا رنګ چې د یو ځناور پۀ جسم کښې انساني اعضاء ژوندي ساتل لکه نور ځناور وي خو زړۀ، ځیګر، ګرده یا بل کوم عضو پکښې انساني وي. یا دا رنګ د انسانیت خدمت کول چې د مختلفو داسې ځناورو نه داسې خواص انسان ته منتقل کول چې هغه د انسان نه قوي دي لکه شکرے او شاهین یا چیتا پۀ تیارۀ کښې هم ویني ګوري ـــــ یا د سپي قوتِ شامه د انسان نه پۀ سوونو چنده زیاته قوي ده، دا رنګ پۀ ډولفن کښې د اورېدو خاصه د انسان نه قوي ده، د پېشو پټې دومره لچکدارې دي چې کۀ هر څومره اوچت بلډنګ نه هم راټوپ کړي نو لاس پښې ئې نۀ ماتېږي. پۀ تهائي لېنډ کښې یوه چرمخکۍ ده چې د هغې د “ایمیونټي” استعداد دومره ډېر دے چې سر ئې هم نیم شي نو ډېر زر خپل زخم راجوړ کړي او سر دوباره راوسپړي. دا رنګ به دا قسمه تمامي صفات انسان ته د منتقل کولو لپاره دې مېدان کښې تحقیقات کېږي. یو بل ضرورت ئې دا هم دے چې دوایانې جوړوونکې کمپنۍ چې کله دوائي جوړه کړي (یا مرض جوړ کړي، پۀ هغې ګټه حاصلوي، بیا ورستو ئې علاج جوړ کړي د ګټې لپاره) نو د ټسټ لپاره به پۀ کوم انسان دا ازمائي؟ یقیناً دا یوه ډېره مهمه مسئله ده نو دې کمپنیانو پۀ ځناورو کښې انساني اعضاء او خواص منتقل کړل او د تجربې او ازموېنې لپاره بیا دغه ځناورو باندې ټسټونه کوي. پۀ دې مېدان کښې چې تر اوسه کومې کامیابه تجربې او تخلیقات شوي دي هغه ډېر حېران کن دي. لکه دوي پۀ مصنوعي توګه د یوې چېلۍ پۀ پېدائش کښې د جولا څۀ جینز شامل کړي وو. دې ته ئې د “سپائډر ګوټ” نوم ورکړے دے. اصل کښې د جولا د لاړې نه یو داسې تار جوړېږي چې هغه د دنیا ټولو نه مضبوط تار دے، لچک پکښې هم ډېر زیات دے، دې نه بلټ پروف جېکټ جوړېږي. اوس نو لاړه کښې به دا عنصر ډېر کم ؤ او د چېلۍ د پیو نه ئې پۀ وافر مقدار کښې حاصلوي او استفاده ترې کوي.
دا مهال دې صنعت کښې د دنیا فارماسیټکل کمپنیانو او “ډارپا” چې د “ډیفنس اېډوانس ریسرچ پروجیکټ ایجنسي” مخفف اداره ده او امرېکن ملټري ته کار کوي، پۀ دې کښې پۀ بلینونو ډالرې مصرف کړي دي. د دغه یادې کامیابه تجربې نه دا خبره څرګندېږي چې لکه څنګه د اونو بوټو پۀ قلمونو لګولو مونږ د یوې اونې نه دوه فائدې اخلو؛ دا رنګ پۀ ځناورو او انسانانو کښې هم عېن ممکن ده. د “ټرانس هیومنزم” مېدان کښې محض د جېنټکل انجينئيرنګ او حیاتیاتو شعبه نۀ ده نښتې بلکې دا د متعدد سائنسي علومو لکه نيروفارمکالوجيم، نېنوټېکنالوجي، سټیم سېل سائنسزم، روبوټکس، برن مشین انټرفېسنګ وغېره د شاخونو یو امتزاجي شعبه ده چې اصطلاح کښې ورته “انټرا ډسپلنري سائنس” وائي.
د دې سائنس پۀ اهدافو کښې چې د کوم قسمه انسان د زېږونې زیار پۀ متعدد ملکونو کښې پۀ سرعت سره شروع دے، د هغۀ باره کښې وئېلے کېږي چې عمر به ئې زر کاله پورې وي او چونکې زیات عمر خو څۀ کمال نۀ دے کله چې پکښې غم درد او محتاجي وي، نو چونکې انسان دې ځاے ته رارسېدلے دے چې د انسان کومې کمزورۍ، محتاجۍ او درد غم واله عناصر د دماغو یا د جسم د کومې حصې نه وقوع پذیر کېږي، د “ټرانس هیومن” دغه حصې به پۀ جینیاتي عمل سره منقح کوي.دا رنګ به هغه پۀ سوونه کاله خوشحالله ژوند تېروي او د شعور او ذهن استعداد به ئې هم پۀ سوونو چنده زیات وي. د ماشومانو پېدائش به پۀ مصنوعي طریقه وي، د مختلفو افرادو صفات او خواص به ورته منتقل کېدے شي چې مور د حمل د درد د مراحلو نه پۀ امان وي. د “ټرانس هیومن ازم” هدف د انسان او د ځناورو پۀ ملاپ د یو نوي انسان چې غېرمعمولي صفات به لري، حصول دے. دا مهال د اېروزوينا سټېټ پوهنتون یو پروجیکټ لانچ کړے دے چې د “صوفیه پراجیکټ” نوم ئې ورته ورکړے دے. “صوفیه” د دانش ديوي ده. د دې پروجېکټ اهدافو کښې یو داسې “فوق البشر” ټرانس هیومنز راپېدا کول دي چې هغوي د ارواحو سره، د کائناتي شعور سره، فرشتو او جناتو سره او ټول مابعدالطبیعیاتي مخلوق سره براه راست رابطه، خبرې او تعامل وکړے شي.
د ټرانس هیومنز د پلویانو سره سره د دې مخالفین هم بلها ډېر دي، “ډاکټر لي اون” څوک چې د جارج ډبلیو بش پۀ وخت کښې د “بایو ایتهکس ډیپارتمنټ” چېرمېن ؤ. دے مخالفت کښې ډېر ډېر پېش دے. هم د دۀ پۀ وجه د بش اقتدار کښې پۀ دا قسمه جینیاتي تحقیق او تشکیل پابندیانې لګېدلې وې. ډاکټر لي اون چې مشهور کتاب “لائف، لبرټي اېنډ دیفنس اٰف ډګنټي: دی چېلنج فار بایو ایتهکس” ئې لیکلے دے، دې سړي د اوبامه انتظامیې ته احتجاجاً ااستعفٰي ورکړې. دۀ ټول عالم ته درخواست کړے دے چې انسانیت پۀ حالتِ جنګ کښې دے؛ هر کس و ناکس دې د خپل وس دس مطابق د “ټرانس هیومن ازم” خلاف کار وکړي.
د خېر او شر دا مبارزه، د انسان د لافانیت خواهش، د سپرهیومن او مردِ مومن دا خبره پۀ مختلفو تعبیراتو ادب، فلسفه او فکشن کښې ډېره پخوانۍ ده خو عملي سائنس ته دا اوس پۀ یویشتمه پېړۍ کښې راورسېده. د انسان د زرو کالو د عمر دا خبره خو پۀ مذاهبو کښې د اول نه موجوده وه او واقعیت او تاریخیت ئې درلودو، اوس ئې عملي سائنس د امکان د اثبات پخلے هم وکړو. پۀ هر صورت د کائنات پۀ مخ چې د سائنس او ارټس چې د یو کُل او یو اکائي اجزاء دي، کوم مراحل او کوم پړاوونه هم رامنځ ته کېږي، لکه د معلوم تاریخیت پۀ رڼا کښې به ئې څۀ انسانان د خېر پله او څۀ د شر پله راکاږي.
اسفندیار دراني
تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون
د پېرنګي خلاف د
فقیر ایپي هلې ځلې
د نورلسمې پېړۍ د نيمائي نه پۀ دې خوا چې کله نه پېرنګي د پښتنو پۀ سيمه خپلې ناپاکې پنجې ښخې کړې نو د هغه وخت نه تر د هندوستان د وېش پورې پښتانۀ پۀ قلاره نۀ وو ناست او د پېرنګ خلاف چغه وهل او راپورته کېدل به ئې خپل فرض ګڼل.
چې پۀ تاريخ نظر واچولے شي نو دا خبره به ثابته شي چې د پښتنو دغه هلې ځلې د مختلفو تحريکونو پۀ شکل کښې رامخکښې شوې دي او دغه تحريکونه پۀ پښتني تاريخ کښې د ځانګړي بابونو پۀ حيث د ستائينې وړ دي.
دغه ځانګړي بابونه چې کومو نامتو سرخېلو پۀ مخکښې بوتللي دي پۀ هغو کښې هډه ملا صاحب (نجم الدين)، ملا پاونده (محسود)،سرتور فقير، (ملا مستان،سوات)او همدغه شان مولوي سيد اکبر او فقير اٰف عليګاړ وو. پۀ دې کښې زياترو مشرانو د 1897ز تحريک کښې حصه اخستې وه.
د دغو مشرانو نه علاوه د حاجي صاحب ترنګزي تحريک، د باچا خان خدائې خدمتګار تحريک 1929)ز( او د فقير ايپي تحريک 1947-1936 هم د ستائنې وړ دي . مخکښې کرښو کښې فقيرايپي او د هغۀ پۀ هغه هلو ځلو خبرې شوې دي کومې چې هغۀ د پېرنګي پر ضد کړې دي.
د فقيرايپي خپل نوم ميرزاعلي خان ؤ، پۀ قوم طوري خېل وزير ؤ او پۀ طوري خېل کښې د بنګل خېلو قبيلې مدي خېل څانګې سره ئې تعلق لرلو. د دوي د زېږېدنې متعلق د مؤرخينو دوه روايات راځي او هم دوه ډلې ترې نه جوړېږي. عبدالحميد ترين صاحب، ايلن وارن Allen Warren)) او ډاکټر محمد نواز خان محسود وائي چې فقير ايپي پۀ 1897ز کښې زېږېدلے دے او د دوي سره پۀ ملګرتيا کښې د انډيا ډېلي مېل د 26 جون 1937ز ورځپاڼې پۀ نورلسم نمبر مخ هم دغه شان ليکلي دي او پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت صاحب ليکي چې دوي پۀ 1901ز کښې زېږېدلي دي؛ خو ولې مېلان هانر (Milan Hauner) ليکي چې د فقير ايپي د پېدایښت کال د 1892 او 1897 پۀ منځ کښې دے. خو د ډاکټر محمد نواز محسود دعويٰ ځکه د منلو ده چې دوي پۀ خپله د فقير ايپي د کورنۍ غړو سره د خپلې څېړنې پۀ محال ليدل کتل کړي دي او وائي چې ډېر بنيادي کاغذونه ئې کتلي دي. نوهغوي دعويٰ لري چې فقير ايپي پۀ 1897 کښې زېږېدلے دے. د دوي خپل نوم ميرزا علي خان ؤ، د پلار نوم ئې ارسلا خان ؤ چې يو عالم دين او پرهېزګاره سړے ؤ. د ارسلا خان تعلق د مولوي ګلاب دين سره ؤ چې د ملا پاونده زوے ؤ. دۀ خپل وړومبے تعليم د کلي پۀ يو جومات کښې د ملا نه حاصل کړو او د پير پۀ تلاش کښې د کور نه لاړو. مختلفو ځايونو کښې د پير پۀ تلاش کښې وګرځېدو او اخر افغانستان ته لاړو. هلته ئې سيد حسن نقيب صاحب چې پۀ چارباغ جلال اباد کښې اوسېدو، د هغوي پۀ لاس پۀ قادريه سلسله کښې بيعت وکړو او پۀ واپسۍ کښې د خپلو ملګرو پۀ مشوره ئې د قاضي حيات الدين صاحب عرف (شهر زاد) د لور سره نکاح وکړه. قاضي صاحب د تحريک هجرت پۀ وخت کښې افغانستان ته تلے ؤ او دلته راپورې د هغوي تعلق د بنو ضلعې د فاطمه خېل کلان سره ؤ. فقير ايپي د خپل کلي نه ايپي نومې کلي ته هجرت وکړو ځکه چې د هغه ځاے خلقو ورته دعوت ورکړو او دوي قبول کړو او هم دغلته دوي ته ځاے ورکړے شواو دوي پرې جومات جوړ کړو او پۀ هم دغه ځاے کښې ئې عبادت کولو.
حاجي میرزاعلي خان يو ازاد طبيعت لرلو او هم دې سره سره د مذهب لمن ئې هم کلکه نيولې وه.
وزيرستان پۀ دغه وخت کښې د پېرنګي د پاره يو ازغے ؤ ځکه چې دا سيمه د افغانستان سره لګيدلې وه او خپل يو جغرافيائي اهميت ئې لرلو او پېرنګے وېرېدو چې د روس پوځيان به پۀ افغانستان او وزيرستان خپل بوټان ودربوي او خېټه به پرې ورواچوي (اوس هم دغه اهمیت لري او د دې اهمیت لۀ کبله د مختلف تزویراتي پالیسیو تر مخه دلته د امن و امان صورتحال پۀ هماغه زوړ حالت دے). نو د دغې وېرې د وجې پېرنګي دا پالیسۍ جوړولې چې دغلته دې پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې موجود وي، ګو کۀ نقصان ئې هم کېږي. نو ظاهره خبره وه چې کوم خلق دغلته اوسېدل، هغوي به د دغه ځاے د حالاتو نه پۀ خصوصي توګه او د هند د نورو ځائونو نه پۀ عمومي توګه اثر اخستو.
د وخت تېرېدو سره پۀ لاهور کښې د مسجد شهيد ګنج واقعه وشوه 1935)ز( چې پۀ دوي ئې ډېر اثر وکړو او دوېمه واقعه چې د هغې پۀ وجه دوي د پېرنګي پر ضد را اوچت شول، هغه د اسلام بي بي واقعه وه. لږه خبره به پۀ دې دواړو واقعو وکړو.
پۀ لاهور کښې يو جومات ؤ چې پۀ هغه ځاے مخکښې د سکهانو ګوردواره وه (څوک وائي چې مندر ؤ). هغه جومات د حکومت پۀ مرضۍ شهيد کړے شو او هم دغه شان پۀ دې وجه مسلمانان راووتل او جلوسونه ئې ویستل. خبره عدالت ته لاړه نو تر اخره پورې حل نۀ شوه او د اسلام بي بي خبره داسې را اوچته شوه چې پۀ 1936ز کښې پۀ بنو کښې هم دغه اسلام بي بي د اول نه پۀ مذهب هندوه وه چې خپل نوم ئې رام کورؤ، د پلار نوم ئې ميوه رام او د مور نوم ئې منسا ديوي ؤ. پۀ مساکۍ کلي موضع جهنډوخېل ضلع بنو کښې مېشته وو. د دې جينۍ يو مسلمان هلک خوښ شو چې نوم ئې نورعلي شاه ؤ. دغه نورعلي شاه د سکول استاد ؤ. دغه رام کور مسلمانه شوه او د نور علي شاه سره ئې وادۀ وکړو نو خاوند ورته نوم نور جهان بي بي کېښودو. دې جينۍ خپل نوم اسلام بي بي غوره کړو نو د دغې جينۍ د مسلمانېدو سره د هغې کورنۍ د نورعلي شاه او د هغۀ ورور عبدالله شاه خلاف پۀ تاڼه کښې د اغوا رپورټ وکړو. نو بيا پۀ نورعلي شاه او اسلام بي بي پسې وارنټونه وکښلے شول. نوره قیصه لويه ده، دې مضمون د پاره دومره بيانول بس ده. دوي افغانستان ته د اوړېدو پۀ تکل کښې وو چې د غوريواله تاڼې سره پوليس ونيول او جېل کښې ئې واچول. عدالت کښې اسلام بي بي اقرار وکړو چې هغې پۀ خپله مرضۍ اسلام قبول او نور علي شاه سره ئې وادۀ کړے دے. خو عدالت دا فېصله وکړه چې داسلام بي بي عمر د اتلس کالو نه کم دے نو تر څو چې دا دغې عمر ته نۀ وي رسيدلې نو دا به د بل چا پۀ نګرانۍ کښې ورکړې شي او د هغې د پاره ئې يو سکهـ ډاکټر سمندرشاه غوره کړو او اسلام بي بي ئې ورته حواله کړه.
نورعلي شاه ئې پۀ 25مۍ 1936ز د درېو کالو د پاره جېل ته ولېږلو (يو دليل کښې راځي چې د اتلس مياشتو د پاره). خو دلته د ډاکټر سمندرشاه د کور نه خلقو چاپېره ګېره واچوله او د هغې نه وروستو بيا کرفيو ولګېده. نو د خلقو د وېرې ئې اسلام بي بي نورو دوو مشرانو غلام حيدر خان او ملک تاج علي خان ته حواله کړه.
هندوانو بيا اپيل داخل کړو چې اسلام بي بي نابالغه ده نو دا دې خپلې مور ته حواله کړې شي. نو پۀ 27 ستمبر 1936ز عدالت هم هغه خپلې مور ته حواله کړه او هغې نېغ پۀ نېغه هوشيارپورته بوتله او هلته ئې واپس هندو مذهب ته واړوله او هندو ته ئې وادۀ کړه. (نورعلي شاه بيا وروستو 18 مياشتې پس راخلاص کړے شو).
د عدالت دغه فېصله د بنو خلقو پۀ دين اسلام کښې مداخلت وګڼلو او د پېرنګي خلاف راپورته شول او دا غږ ئې وکړو چې داسلام بي بي متعلق دغه فېصله داسلام د اصولو خلاف هم ده او د پښتونولۍ خلاف هم ده او د دې بدل اخستل پۀ پښتنو فرض دي. نو هم پۀ دې غرض پۀ بنواو وزيرستان کښې پښتانۀ رااوچت شول او د اسلام بي بي سره د انصاف کولو غوښتنه ئې وکړه. ورسره ئې دا خبره هم وکړه چې د سرکار د اړخ نه دې پۀ دیني معاملاتو کښې مداخلت بند شي. پۀ حجرو او جوماتونو کښې غونډې او جرګې وشوې او ميرزاعلي خان هم پۀ دغو غونډو کښې شريک شو او دغو غونډوکښې پۀ شريکه د پېرنګي نه د بدل اخستو فېصله وشوه او د غزا کولو فېصله هم وشوه. خو د دې دپاره د ټولو قومونو يو مشر پکار ؤ نو پۀ دغه غرض پۀ متاسۍ کښې يوه جرګه وشوه چې پۀ کښې وزير، محسود، بيټني، بنوڅي، خټک، مروت او پورې د افغانستان نه هم قومونو شرکت وکړو چې يو مشر جوړ کړي نو پۀ دغه جرګه کښې ملکان، خانان، د قبيلو مشران، خانان او نور غړي موجود وو خو دوي ټولو پۀ شريکه حاجي ميرزاعلي خان خپل مشر وټاکۀ او دغه ځاں نه ئې د جهاداعلان هم وکړو.
د مشرۍ اخستو نه حاجي ميرزاعلي خان چې د فقير ايپي پۀ نوم يادېدلو. د ضروري خبرو اترو د پاره او د جنګ پۀ حقله معلومات، جنګي هنرونو زده کولو د پاره حاجي صاحب ترنګزۍ، د لنډۍ نسيم شاه پير صاحب، خپل پير نقيب شاه صاحب او نورو مشرانو سره وليدل او دوي خپله حکمت عملي داسې جوړه کړه چې اول ئې د پېرنګي حکومت نه درې غوښتنې وکړې او پۀ هغې کښې حکومت صرف يوه ومنله او دوه ئې ونۀ منلې. غوښتنې دا وې:
- اسلام بي بي دې خپل خاوند نورعلي شاه ته واپس کړې شي،
- شهيد ګنج جومات دې د لاهور مسلمانانو ته واپس حواله کړے شي.
- حکومت دې عوامو ته دا باور ورکړي چې د دوي پۀ مذهب کښې به ګوتې نۀ وهي.
نو بيادوي خپل ځان ته ملګري خوښ کړل او د هغو يوه ډله ئې سازه کړه چې نوم ئې ورته “سرتېري” ورکړو او د مختلفو قبيلو نه ئې خپل خليفه ګان او جرنېلان خوښ کړل او خلقو پۀ خلاص مټ چندې هم ورکړې او بيا دوي خپل مرکز د ايپي نه خيسوري ته يوړو او ګوريلا جنګ کول ئې غوره کړل او دغه شان د پېرنګي خلاف د جنګ شروع وشوه.
د پېرنګي خلاف را اوچتېدو سره د فقير ايپي نوم د هندوستان پۀ ګوټ ګوټ کښې خور شو او د دوي قدر نور هم سېوا شو خو دې سره دوي خپل سوچ نور هم تېز کړو او خپل جنګي مرکز ئې د خيسور نه ارسل کوټ ته يوړو او هلته ورسره نورې قبيلې (غرباز، تاني، ګيان خېل او ځدران) هم ملګري شول. دلته نه ئې خپله طريقه (حکمت عملي) يو ځل بيا بدله کړه او واړۀ واؤه ټولي ئې جوړ کړل او پۀ علاقه ئې خوشي کړل. چې کوم ځاے به ئې پېرنګيان ليدل نو هغوي به ئې پۀ څۀ نه څۀ طريقه تنګول. نو هم دغه شان پېرنګي د جرمانو لګولو قدم اوچت کړو او جنوري 1937ز کښې طوري خيل وزېر ئې پنځوس زره جرمانه کړل چې دوي د فقير ايپي مرسته کړې وه او ورسره ورسره ئې 120 خاصه دار هم د نوکرۍ نه لرې کړل.
فقير ايپي پۀ داسې اصولو د پېرنګي مقابله وکړه چې پېرنګے ئې پۀ دې مجبور کړو چې فقير ايپي نه ئې د دې تجاويز رامخکښې کړل خو هغه هم هله چې پۀ تېرو دوو مياشتو کښې ئې څلوېښت زره کسان جنګ ته تيار کړل. د سولې د پاره چې کوم تجويزونه فقير ايپي ته وړاندې کړې شوې وو، هغه پۀ دې ډول وو:
- چې کوم جوماتونه وران شوي دي يا ورته نقصان رسېدلے، هغه به دوباره جوړ کړے شي.
- پېرنګے به پۀ دين کښې دخل نۀ ورکوي.
- چې کوم نقصان پېرنګي ته رسيدلے دے، د هغې مطالبه به پېرنګے نۀ کوي.
د فقير ايپي اراده لکه د کاڼي کلکه وه او هره يوه راتلونکې سخته ئې پۀ حوصلې سره سر ته رسوله او د پښتنو مشري ئې کوله. د جهاد شروع کولو نه مخکښې چې ئې کومې مشورې بزرګانو سره کړې وې، پۀ هغو ئې د وخت مناسبت سره عمل کولو او هم ځکه ورته کاميابي ملاوېده. د مثال پۀ توګه به دلته يو څو خبرې ذکر کړم چې لښکر پۀ لږ ساعت کښې راغونډول يو ګران کار ؤ او هم دغه شان د هغوي د ډوډۍ بندوبست کول او يا بيا د دښمن د حکمت عملۍ مطابق خپل لښکر پۀ دوو، درېو او څلورو ډلو يا ټولګو کښې تقسيمول او يا بيا د موقعې موافق د جهاد څۀ وخت د پاره ختمول، خصوصاً د روژې پۀ مياشت کښې او يا د حالاتو موافق وړې وړي جګړې کول او چې کله به ئې ضروري ګڼل نو جګړه اوږدول او يا بيا د يوې جګړې نه وروستو خپل مرکز بل ځاے ته وړل ـــــ دا ټولې هغه خوبۍ دي د کومو پۀ حقله چې مختلفو مؤرخينو پۀ خلاص مټ خبرې کړې دي.
وزير هند پۀ جون 1937ز کښې پۀ برټش پارلېمان کښې د فقير ايپي د تحريک جهاد پۀ محال خپل بيان د تحريک د رابرڅېره کېدو ټوله قیصه بيان کړه او وې وئیل چې د هغۀ دغې خطرناکو کارونو د مخ نيوي د پاره حکومت کوشش وکړو چې طوري دې فقير ايپي د خپلې علاقې نه وشړي خو ملکانو خپله ذمه داري محسوسه کړه او مجبوري ئې ښکاره کړه چې هغوي تر هغه وخت پورې پۀ فقيرايپي باندې لاس نۀ شي اچولے تر څو چې حکومت د 1935ز لوظ نامې مطابق کوزه خيسوره ته ګشتي پوځ نه وي رالېږلے نو هم دغه شان کوزه خيسورې ته پوځ ولېږلے شو خو ولې د قبائيلو د طرف نه دا ذمه واري نۀ واخستې شوې چې د پوځ مخالفت به نۀ کېږي. د پوځ نمائشي کالم پۀ 25 نومبر 1936ز ولېږلے شو خو د ملکانو د وېنا باوجود د پوځ مخه ونيولې شوه او ډېر زيات نقصان ئې وخوړو.
د ميرزاعلي خان د جنګي حکمت عملۍ جوړولو طريقه دتکنيکي اصولو داسې برابر وه چې پېرنګے هم ورته حيران ؤ او پۀ دغه وخت کښې جرنېلانو هم د فقير ايپي د دغې خوبۍ ستائينه کړې ده لکه څنګه چې جرنل هولزورت وائي، فقير ايپي د خپل لښکر پۀ خپله جرنېل ؤ او پۀ هوښيارتوب سره ئې منظم کړے ؤ. هغۀ پۀ قبائيلو ټېکس (زکات) لګولے ؤ او ليوي (لښکر) ئې راغونډ کړے ؤ. د زړې زمانې توپې ئې جوړې کړې وې او د لښکر به ئې خيال ساتلو. چې لښکر به راغونډېدو نو هر يو تن به ځان سره د لسو ورځو ډوډۍ راوړه او چې کله به دغه روټۍ ختمه شوه نو لښکر به خور شو چې نوره ډوډۍ راوړي. لښکر به پۀ کم وخت کښې راغوډېدلو. پۀ 1937ز کښې دېرش زره پوځيان پۀ مېدان کښې وو چې فقير ايپي ته ماتې ورکړي خو کامياب نه شول. فقير ايپي به د یوې مارمهۍ پۀ شان د پوځ نه ډډه کوله.
هم دغه رنګ مېجر جے.جي.ايليټ پۀ خپل کتاب کښې د فقيرايپي د مړانې، د کلکې ارادې او د موقع شناسۍ غوندې صفتونو ستائينه کوي او دا خبره هم مني چې پېرنګے د فقيرايپي د لاسه پۀ اور کښې ولاړ ؤ. هغه وائي جنګ پۀ حقيقت کښې د یو کس يعني فقير ايپي خلاف ؤ. پۀ هغۀ چې څومره بمونه وغورځولے شو کۀ پۀ هغې کښې يؤ هم پۀ هغۀ غورځېدلے ؤ نو جنګ به ختم ؤ. هغه لکه پۀ سر هغه سور ګل ؤ چې پۀ تلاش کښې ئې پوځ پۀ کلونو ګرځېدو. د هغۀ د اثر اندازه لګول ګران وو. وزير، محسود، بيټني او پورې د افغانستان قبائل هم د هغۀ منونکي وو. د هغۀ د جنګ کولو غټ هنر موقع شناسي وه. هغۀ کلکه اراده لرله او د ذړۀ د کُومي نه به ئې خپل مقصد تر لاسه کولو د پاره کوششونه کول چې پېرنګي ته زيات زيان ورسوي.
د دې خبرو نه علاوه کۀ يو بل اړخ ته پام وکړے شي چې پۀ هغه وخت کښې کله چې پېرنګي سره وسله هم زياته وه او عن تر دې چې هوائي جهاز هم ورسره ؤ، پوځيان هم بې شمېره وو او پېسې هم ډېرې وې نو پۀ دغه وخت کښې پېرنګي سره ډغره وهل اسان کار نۀ ؤ خوفقير ایپي سره د خپلو ملګرو د پېرنګي خلاف دغه جنګ ته ځان نییولے ؤ. سيد مظهر عباس صاحب لیکي چې فقير ايپي مختلفې محکمې جوړې کړې وې او د وسلې جوړولو يوه کارخانه ئې هم د پنجابيانو هنرمندانو پۀ مدد سره پرانستې وه. هغۀ سره د چاپ يو مشين هم ؤ چې د سوات فاتح الملک ایسپزي به چلولو. زکات، عشر، شکرانه او غنيمت د فائنانس يو څو ذريعې وې. مختلفو مذهبي ادارو او شتمنو به د هندوستان د نوروصوبو نه هم د فقير ايپي بېت المال ته خپلې چندې رالېږلې.
پۀ 26 فرورۍ 1937ز حاجي ميرزاعلي خان د پېرنګي خلاف يوه بله طريقه هم پۀ کار راوسته او دغه طريقه د پېرنګي سره د نغال (عدم تعاون)کولو وه او د دې د خپلولو سره ئې د جمعې پۀ خطبه کښې اعلان وکړو چې ټول ملکان او خاصه دار دې د حکومت نوکرۍ پرېږدي او چې څوک ئې نۀ پرېږدي نو کوم ملا به ئې جنازه نۀ کوي. نو د دې خبرې ډېر ښۀ اثر وشو او ډېرو خاصه دارو نوکرۍ پرېښودې.
پېرنګے چې به کله د فقير ايپي نه ډېر تنګ شو او پۀ ګوتو به نۀ ورتلو نو ائير بلاکېډ (د هوائي جهاذ نه مخه وهل) به ئې پۀ هغه ځاے وکړو چرته چې به فقير ايپي ؤ او هوائي جهاز به پۀ کورونو د پاسه چکرې وهلې نو بيا به فقير ايپي او د هغۀ ملګري غارونو کښې پاتې کېدل خو د دومره تکليفونو باوجود فقير ايپي خپل تحريک پۀ مخکښي بوتلو او د پېرنګي د پښتونخوا سيمې نه پۀ ویستلو د پاره ئې خپلې هلې ځلې کولې.
د رېفرنډم نه بائيکاټ:
کله چې د پېرنګي حکومت د وېش منصوبه تياره کړه او د هغې پۀ بنياد د هاغه وخت صوبه سرحد کښي د رېفرنډم فېصله وشوه نو د 4 جولائي 1947ز ‘ډېلي مېل اٰف انډيا’ دا خبر هم خپور کړو چې فقير ايپي د رېډ شرټس (سورپوشانو) د فېصلې د مرستې اعلان کړے دے او خپلو معتقدينو ته ئې وئيلي دي چې پۀ رېفرنډم کښې برخه اخستو نه ډډه وکړي.
د پښتونستان مرسته:
يوه بله خبره هم کول ضروري ګڼم هغه دا چې فقير ايپي د هندوستان د وېش نه وروستو پاکستان ونۀ منلو او بيا پرې د پنډت جواهر لعل نهرو سراه د خط و کتابت ساتلو تور هم ولګولے شو او هم دغه شان د وېش نه مخکښې به افغانستان او جرمني د فقير ايپي مالي او تکنيکي مرسته کوله. د پاکستان د جوړېدو نه وروستو ئې د خپل ازاد حکومت (ازاد پښتونستان) اعلان هم کړے ؤ او تر اخر وخت پورې د قبائيلي علاقې نه سمې ته نۀ ؤ راغلے.
فقير ايپي پۀ 16 اپرېل 1960ز پۀ ګرويک، شمالي وزيرستان کښې وفات شو او هم دغلته خاورو ته وسپارلے شو. وخت داسې چورلک هم وهلے دے چې اوس پۀ اسلام اباد کښې هم یو سړک د فقیرایپي پۀ نامه منسوب کړے دے.
یادګیرنه: دا خبره دې ياده وي چې اسلام بي بي دغه نوم ځان ته پۀ خپله ځکه خوښ کړے ؤ چې دغه شان پۀ جولائي 1928ز کښې يوه بله اسلام بي بي هم وه چې خپل نوم ئې چُني بائي ؤ او د هغې تعلق ميانوالي سره ؤ او هلته ئې يو مسلمان هلک نور محمد خوښ شو. نورمحمد هغه جينۍ خپل کلي کربوغه ته راوسته، مسلمانه شوه او بيا ئې نور محمد سره وادۀ وکړو.اسلام بي بي نوم ورته کېښودے شو.