هسې خو د ډېر وخت نه زمونږ تعليمي نظام د هر نوي حکومت د لاسه د نوو تجربو نه تېرېږي او تجربې هم داسې چې د پرمختګ پۀ ځاے ئې ښۀ پۀ وروستو بوځي خو موجوده صوبائي حکومت چې پکښې کومې تجربې وکړې، هغه تجربې نۀ دي بلکې بيخي پيشاړې دي.
لکه موجوده وخت چې د استاذانو کومه بهرتي شروع ده، پۀ هغې کښې غېر پروفېشنل کسانو ته د ټسټ ورکولو اجازت، د پروفېشنل کسانو نه د پي ټي سي نمبرې ختمول او د پرائمري د استاذانو نه د لېکچرر د لېول ټيسټ اخستل، ټسټونه بغېر د څۀ منصوبه بندۍ نه اخستل او د هغې پۀ وجه پۀ ټسټونو کښې پۀ لويه سطح ګهپلې مخې ته راتلل نۀ صرف د تشويش خبره ده بلکې پۀ تعليمي نظام پسې پيشاړه ده.
زما خيال دے چې غېر پروفېشنل کسانو ته اجازت ورکول د پروفېشنل کسانو حق تلفي ده. بيا د دغه کسانو نه د هغوي د پي ټي سي وغېره نمبرې ختمول خو نهــ صرف د هغوي سره زياتے دے بلکې د دې فېصلې سره صوبائي حکومت د علامه اقبال يونيورسټۍ د حېثيت نه هم انکاري شوے دے. دا يو قانوني ډګري وي او پۀ ټوله نړۍ کښې يو قانون داسې نشته چې پۀ هغې کښې تهــ د چا د ډګرۍ نه انکار وکړې، دا اعزاز صرف د پښتونخوا حکومت ته حاصل شو. ددوي پۀ مهربانو سره اوس دغه ډګري صرف د کاغذ يو ټکړه ده.
غېر پروفېشنل کسانو ته د ټسټ د اجازت ورکولو سره د ټسټ ورکوونکو کسانو شمېر پۀ څو چنده سېوا شو. د دې لپاره بيا بلها وخت او منصوبه بندي پکار وه کومه چې د صوبائي حکومت سره نهــ وه او ځکه نهــ وه چې حکومت زر تر زره پۀ لويه پيمانه بهرتۍ کول غوښتل د کومې پۀ وجه چې د هغوي پۀ خيال د هغوي ووټونه سېوا کېدے شول. هم دغه وجه وه چې کله به د وحت نه مخکې پېپر اٰوټ کېدو نو بل اړح ته خلقو د نورو ګڼ شمېر ګهپلو فريادونه هم کول.
د پي ايس ټي د استاذانو نه د اٰوټ اف کورس ټسټ کوم چې د لېکچررانو د لېول ټسټ ؤ، اخستل هم ډېره عجيبه خبره ده.
زما پۀ خيال د ټولو نه ښه خبره به دا وه چې د پرائمري لېول نه سبجېکټ سپېشلسټ استاذان بهرتي کړے شي او د هغو نه ټسټونه هم صرف پۀ خپل سبجېکټ کښې واخستے شي. دغه شان به نهــ صرف ماشومانو ته قابلان استاذان پۀ لاس ورشي بلکې پۀ خپل خپل سبجېکټ کښې ماهران استاذان به هم مخې ته راشي کوم چې وس پۀ دې وجه پاتې شي چې د هغهــ سبجېکټ اردو وي او ښۀ قابل وي. پۀ خپل سبجيکټ کښې خو د انګلش يا مېتهس يا سائنس ټسټ پاس کول د هغۀ د پاره ممکن نهــ وي.
دوېمه فائده به ئې دا وي چې د هر سبجېکټ به خپل استاذ وي. بل يو داسې سبجېکټ چې هغه پرې پوهېږي هم نهــ خو د مجبورۍ نه ئې ښايي، د هغې نه به هم خلاص شي .
ماشومانو ته به پۀ هر سبجېکټ کښې ښهــ استاذ پۀ لاس ورشي چې به ورسره د هغوي پټ صلاحيتونه هم پۀ ډاګه شي.
اويا کاله وشول خو مونږ لا اوس هم پۀ نصاب او ټسټونو کښې د اتلانو او شاعرانو د زېږون پۀ نېټو پسې نښتې يو. زما پۀ خيال دا ضروري نۀ ده چې ما ته دې معلومه وي چې یو څوک کله پېدا شو، د یو چا اصل نامه او د هغهــ د پلار څۀ نامه ده، ضروري دا ده چې دې خلقو به څۀ کول؟ کردار ئې څنګه ؤ؟ انسانيت ته ئې څۀ فائده ورکوله او څنګه ئې ورکوله؟ د ماشومانو تخليقي سوچ بېدارول پکار دي، دې وطن خاورې او ولس ته څۀ نوے ايجاد ورکول دي چې اولس ته ترې سوکالي او فائده ورسي.
پهــ تعليمي مېدان کښې اوس هم مونږ د نړۍ نه پۀ سوونو کاله وروستو يو. بايد چې اوس خو لږ پۀ خپل راتلونکي نسل رحم وکړو. پۀ سمدستي توګه سبجېکټ سپېشلست استاذان اخستل د وخت ضرورت دے. د دې نه بغېر نورې نورې تجربې کول خپل ځان او قوم ته دهوکه ورکول دي. د يو سبجېکټ ټيچر ته بل سبجېکټ پۀ لاس کښې ورکول به زما پۀ خيال داسې وي لکه رحمان بابا چې وائي:
نۀ شي د خانانو ملنګانو سره کلي
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان