کۀ د پښتني دورې پرتله هر اړخيزه څېړنه وشي يا نظر ورباندې واچوو نو شلمه پېړۍ د سيالۍ قطار کښې ولاړه ده او ځانګړی مقام لرونکې ده. هغه کۀ لۀ سياسي پلوه وي او کۀ پۀ ادبي اړخ کښې وي، کۀ پۀ کلتور پالنه کښې وي او کۀ پۀ عملي او اصلاحي برخه کښې وي ـــ هرې خوا ته ئې وړانګې خورې او ځلېدونکې دي. خو د ژورنالېزم پۀ ډګر کښې لا وځلېده او دغه تشه ئې نوره هم ډکه کړه چې يوويشتمې صدۍ ته ئې هم پۀ ښه توګه لاره پرانستله او چټکي ګامونه ئې واخستل. بېلا بېلې مجلې، ورځپاڼې او جريدې ئې وزېږولې.
د دې ژورنال نوم ‘پښتون’ ؤ. اوس کۀ د ‘پښتون’ نوم مونږه اخلو نو ورسره جوخت د يو داسې شخصيت او کردار نوم څرګند شي چې پۀ نامه اخستلو او کردار کتلو ئې ارو مرو زړۀ او سترګې د خوښۍ احساس پېدا کوي. ‘پښتون’ ژورنال بشپړه پښتو مجله وه او شخصيت فخر افغان باچاخان بابا ؤ چې ورته ‘د ژورنال بابا’ هم وئيلی شو چې پۀ نړيواله کچه پېژندلې شوې څهره ده.
مجله يا رساله پۀ ادب لغت کښې د ليکونو ګډ نوم دے او د کوچني کتاب بڼه لري، يا پۀ اصطلاح کښې د بېلابېلو ليکوالانو د ډول ډول ليکونو مجموعه ده چې پۀ خپل وخت خورېږي. زما پۀ اند د اولس د ستونزو د بيانولو وړاندې کولو وسيله او ټولګه هم ده، يا پۀ اصطلاح کښې د اولس غږ دے چې تر اړوند شخصياتو او مقاماتو ئې رسوي.
‘پښتون’ ژورنال د وخت پۀ رسنيو کښې تر ټولو ستر او منونکی کردار دے. دا مجله د 1928ز د مۍ پۀ مياشت کښې وړاندې کېږي او لومړی خاپوڅی پۀ پښتونخوا کښې کوي. مجلې سیمه ايزې يا پر ملکي سطح وي خو ځينې بيا نړيوال مقام وموندي چې پۀ دغه لړ کښې ‘پښتون’ مجله هم د خپل تاریخیت، سماجي او سیاسي شعور خپرولو او د ژبې او ادب روزلو کښې د خپل کردار پۀ سوب د نړیوال معیار دغه فهرست کښې د شمېرلو حق لري. ‘پښتون’ د پښتنو د وطن غوندې د خنډونو، ازمېښتونو او بندېزونو یوې اوږدې لړۍ نه راتېر شوے دے او اوس چې پۀ 2018ء کښې نوي کلن کېږي، دا سفر ډېر د ارزښت وړ دی.
د معلوماتو تر مخه د فخر افغان باچاخان بابا نه تر رحمت شاه سائل او حيات روغاني پورے اووم پړاو روان دے. عبدالخالق خليق، ناظم سرفراز خان، ولي خان بابا او مير مهدي شاه مهدي هم د دې د چاپ چارې تر سره کړې دي. دغسې تر اسفنديار ولي خانه ئې د سياسي دور څلورم باب راپېژني.
‘پښتون’ رساله پۀ نړيوال ژورنال کښې اضافه پۀ پښتو ژبه کښې صحافت ته ځلا ورکړې ده، د پښتون جديد ادب شتمنه برخه ده.
‘پښتون’ مجلې د پښتنو پۀ هر اړخيز چوپړ کښې بې ساري خدمتونه کړي دي. ښاغلی اصف صميم ئې پۀ اړه وائي، ‘”پښتون” مجله د پښتون ثقافت او قامي سياست پۀ اسمان کښې د هغه ځلانده ستوري نوم دی چې پلوشې ئې د يو ستر پښتون او ريښتيني انسان د افکارو لۀ لمر خپرېدې. “پښتون” مجلې چې د پښتنو د ملي شعور پۀ راويښولو کښې کومې اغېزې درلودلې دي، نۀ هېرېدونکي دي. پۀ “پښتون” مجله کښې منظوم او منثور ليکونه خپرېدل چې ملي او اولسي فکر به ئې عام کولو او د ازادۍ تحريک ته به ئې وده ورکوله.’
حواله: د باچاخان نظرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې، ډاکټر شېرزمان سیماب،
د پښتون مجلې رامنځ ته کېدل او شاليد:
باچاخان بابا وائي چې پۀ جېل خانو کښې ما د خپل قوم پۀ حالاتو باندې پۀ ښۀ شان سره غور کړی ؤ. زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې پۀ دنيا کښې يو قوم هم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي نۀ شي کولې او نۀ پکښې علوم او فنون راپېدا کېدے شي. ما اراده وکړه چې ضرور به يوه مجله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو او د حالاتو نه د خبرولو او خپلې ژبې طرف ته د مائل کولو دپاره جاري کوم او د دې کوشش به کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو ه پاره د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. د راتلو سره سم ما دا دواړه خبرې انجمن ته پېش کړې. انجمن دې خبرو سره خو اتفاق وکړو لېکن د مالي مشکلاتو پۀ وجه پرې عملي قدم زر وانۀ خستل شو. د رسالې دمه واري ما پۀ خپل سر واخسته. عبدالکبر خان او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې د رسارلې د جاري کولو د پاره اجازت نامه د حکومت نه واخلي لېکن پۀ منځ کښې درې کاله تېر شو دوي د اجازت نامې د پاره يو درخواست هم جمع نۀ کړی شو. زۀ پوهه شوم چې بغېر زما نه دا کار نۀ شي کېدی او د 1928ء پۀ اخره کښې ما دې کار ته پۀ خپله ملا وتړله. دا کار مې پۀ خپل سر هم واخست او د اجازت نامې د پاره مې حکومت ته درخواست وکړو او اجازت نامه مې ترلاسه کړه او دغسې مو پۀ 1928ء کښې د ‘پښتون’ نوم يوه رساله د اتمانزو نه جاري کړه.
حواله: عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد
پښتون مجله يوه ملي رساله ده چې هغه وخت ئې هم لکه د اوس مستقل ليکوالان او شاعران راپېدا کړل. د اجمل خټک د وېنا تر مخه پۀ پښتو اخبار کښې به د حبيب الله کاکا د ترنګزو، تورسم بابا د دوه سرو، امير نواز جليا، عبدالحکيم خان، ستي جان، تاج محمد خاموش، سعادت خان جلبل، خان مير هلالي، ګل احمد استاذ، سیده بشريٰ بېګم، الف جانه خټکه، ساقي صاحب، غني خان، عبدالمالک فدا، خليق صاحب، عبدالاکبر خان اکبر، فضل حق شېدا، سید رسول رسا هم داسې اشعار راتلل چې نمونې ئې پۀ دا ډول دي:
جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي
رابه وړي غونچې د ګلو نن سبا کښې تللي دي
باز کۀ د غماز پۀ منګل ناست وي څۀ خطر نشته
مونږ د زړۀ پۀ غوښو باتوران ورته ساتلي دي
د پښتون اخبار ټولنيز کردار:
خټک بابا وائي چې زمونږ حجرې ته به ‘پښتون’ اخبار باقاعده راتلو. چې دا اخبار به راورسېدو نو مشران کشران به ورته راجمع شول. قاضي عبدالودود اسير يا بل چا به پۀ تېز اواز لوستو او نورو به اورېدو. پۀ دې کښې به د نظمونو ډېر خوند ؤ چې هغه به هر چا اورېدل نو ډېر تاثیر به ئې پرې کولو. زمونږ پۀ کور کښې زما نه مشرانو دوه خوېندو به پښتو کتابونه لوستی شول. چې حجره کښې به اخبار ولوستی شو نو بيا به کور ته راغی. کور به زما خور امر سلطان بي بي د هغې نظمونه پۀ خواږۀ اواز وئيل. دغه ورځو کښې خدائي خدمتګارو دغه سلسله شروع کړې وه یا کم ازم کم زمونږ پۀ کلي کښې دا سلسله شروع شوې وه چې پۀ ښادۍ کښې به ښځې را يوځای شوې نو يوې ښځې به ورته د ‘پښتون’ رسالې نظمونه اورول. ما به هم ورسره وئیل او یادول به مې. دې نظمونو کښې زما دا نظم خوښ او یاد ؤ:
پۀ خېر راغلې فخرِ افغانه! د جېل خانې نه
اجمل خټک، قیصه زما د ادبي ژوند
د شلمې صدۍ نابغه شخصيت ستر شاعر ملي مبارز قاضي ملا عبدالسلام بابا اڅکزي هم د پښتون يادونه پۀ خپلو تلپاتو شعرونو کښې څۀ داسې کړې ده، وائي:
د ملت خدمت کوي ډېر پۀ مړانه
شهيدان مجاهدان بخښي غفار
د قران پۀ ترجمه ئې عامه پوهـ کړو
مجاهد و چلوي ‘پښتون’ اخبار
سوسن چمن، قاضي عبدالسلام اڅکزئ
د بابا د اشعارو سره دا جوتېږي چې ‘پښتون’ اخبار مذهبي خدمت هم ښۀ پۀ جار کړے دے. ‘پښتون’ مجله باچاخان بابا د 1928ء د مۍ میاشت کښې شروع کړې وه. هغه د خدائي خدمتګارو مرکز ‘سردرياب’ کښې ؤ. ‘پښتون” مجله به خدائي خدمتګار دوست محمد خان ناصر ته راتله او دۀ به پۀ ټولو خدائي خدمتګارانو وېشله. د ټولو خدائي خدمتګارانو کورونو او حجرو ته به ئې وړله او پښتانۀ به ئې پرې پوهول. د ‘پښتون’ مجلې قيمت هغه وخت درې انې ؤ. د کال بيعه ئې اتۀ روپۍ وه. پۀ هغه وخت کښې به ‘پښتون’ مجله اونيزه وه. زما سره اوس هم هغه زاړۀ يادونه هغه زړې ‘پښتون’ مجلې چې تقريباً د 1928ء نه تر 1930ء پورې چاپ شوې دي، پرتې دي.
د ‘پښتون’ مجلې بندېز:
مخکښې مې یادونه وکړه چې پر ‘پښتون’ پۀ بېلابېلو وختونو کښې ډول ډول بندېزونه راغلي دي. د 1928 نه تر 1947 پورې ئې ډېر ستونزمن سفر پر ازغنه لاره کړی دی. د هندوستان د وېش نه پس دې هېواد کښې پۀ پښتون څلیریشت کالو نه زیات بندېز پاتې شو. د 1972 کال د مۍ د میاشت پۀ لومړۍ نېټه دغه بندېز لرې کړی شو چې د خان عبدالولي خان د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا چاپېدله، خو بیا هم تر ډېره ونۀ پائېدله ځکه چې د دې حکومت ژوند ډېر لنډ ؤ. پۀ دا وروستیو کښې بیا د اتیایمې لسیزې پۀ شاوخوا کښې د ګوند د بې غورۍ څخه هم تر یوۀ حده پر پښو شله شوې وه.
اټرچند، ژباړن: زبېر ژمن، باچاخان او ازادۍ مبارزه
‘پښتون’ ژورنال کښې د کلني ګډون بيعه څلور ورپۍ وې او د زده کوونکو د پاره دوه نيمې روپۍ وې. څلور څلوېښت مخونه ئې درلودل. پۀ لومړيو کښې پۀ راولپنډۍ کښې بيا پۀ امر تسر کښې چې د هند پاکستان تر منځ غځېدلې پولې ته نزدې هندي سيمه کښې چاپېدله او وروستو پۀ پېښور کښې چاپېدله د لومړيو څو ګڼو پۀ وړومبي مخ کښې د دوو بېروغونو تر منځ د جمات نخښه کېښودل شوې وه. د هلال او يو ستوري سره لاندې د خادم صاحب يو وړوکی شعر. وروستو ئې پۀ لومړي مخ کښې يو د هلال او ستوري نښان ؤ. د ګاندهي لۀ څو اغېزناکو کرښو سره هم دا راز پۀ يوه لنډه يا دونه کښې ئې ذکر شوی ؤ. د ‘پښتون’ ملاتړ او بريا بايد د پښتون له پاره د حېثيت يوه موضوع وه. مونږ هوډ کړی چې لۀ دې خپرونې څخه ترلاسه شوې ګټه بايد د ملي فعالتونو لپاره وکارول شي چې هر څومره ډېر وپلورل شي هغه هومره ډېره ګټه به لري. مونږ ټولو پښتنو نه غواړو چې دا ټولنه کښې کاميابه کړي. د ‘پښتون’ پۀ لومړۍ ګڼه کښې پۀ نظم او نثر کښې 25 مطالب وو.
د ‘پښتون’ رسالې ژبنيز کردار:
باچاخان بابا پۀ خپل ضحيم کتاب زما ژوند او جدجهد کښې وائي،
عبدالهادي خان ما ته قيصه کوله چې ‘پښتون’ اخبار به کله کابل ته راغے، پۀ قوميت مليت به چې کوم مضمونونه ليکل شوي وو، هغه به مونږ لوستل او افغانستان نه ئې هم خلقو کښې پښتو سره رغبت پېدا کړو. پۀ امان الله خان غازي خو ئې دومره اثر وشو چې هغۀ اعلان وکړو چې خلقو له پکار دي چې پښتو ژبه زده کړي. درې کاله پس به پښتو پۀ دې ملک کښې تعليمي او سرکاري ژبه وي. او عبدالهادي خان دا هم راته ووئيل چې مونږه د يوې رسالې بناء وکړه او نوم مو ورله ‘پښتون’ کېښودو نو امان الله خان راته ووئيل چې د پښتنو به بس دغه يو ‘پښتون’ وي. نو ما بيا خپلې مجلې له ‘پښتون غږ’ نوم کېښودو. لېکن افسوس چې پېرنګيانو دا خبره برداشت نۀ کړله. د دې رسالې يو څو نمونې ووتې چې دې نه پس پۀ افغانستان کښې فساد پېل شو. امان الله خان مخه ښه وکړه. دې رسالې پۀ پښتنو نر او ښځو کښې يوه نوې زندګي پېدا کړه او دغسې دا رساله پۀ پښتنو کښې ډېر مقبوله شوه. دا خپل ملک خو پرېږده، پښتانۀ چې پۀ يورپ اسټرېليا کښې د دې نه خبر شول نو هغو به غوښته او امداد به ئې هم ورسره کولو. د پښتنو ئې پښتو طرف ته رجحان پېدا کړو او افغانستان کښې هم ښۀ لوستل کېده.
‘پښتون’ مجله او شخصيت جوړونه:
‘پښتون’ مجلې بېلابېل علمي او سياسي کسان رامنځ ته کړي او جوړ کړي ئې دي چې لۀ هغه کسانو څخه اجمل خټک دے چې پۀ خپله د دوي منندوي دی. لکه ليکي، ‘زما ادبي ژوند د باچاخان د ملګرو او د ‘پښتون’ پۀ فضا کښې شروع شو او د باچاخان پۀ خپل قلم چې د جېل تذکرې ‘پښتون’ کښې چاپ کېدې، ما ته د خوږې پښتو د روان نثر سبق راکولو او ورسره د ماسټر عبدالکريم ‘نننۍ دنيا’ د ليکونو سياسي خپلې محاروې او نوي تازه انداز او ترکيبونو کښې يو مؤثر او خوندناک نثر ما ته ډېر څۀ راکول چې دغه شان زما د ژوند د فکر نظر او جذباتو د ادب او سياست پۀ ډګر کښې ئې غزونې کولې.
کۀ پورتنو کرښو ته وګورو نو دا هم د ‘پښتون’ مجلې ادبي کردار دے چې ليکوالان او شاعران ئې راپېدا کړل. ما دلته د اجمل خټک صاحب ذکر د نمائندګۍ د پاره وکړو، داسې شلګونه نومونه دي چې پښتو ادب له د ‘پښتون’ ورکړه ده.
د پښتون مجلې سياسي کردار:
د ‘پښتون’ مجلې خپارۀ شوو نظمونو سياسي تګ لوری هم درلود. د خدائي خدمتګارانو پۀ جلسو کښې د دې ژوره اغېزه وه. پۀ جلسو کښې به باقاعده وئيل کېدل. پۀ پښتو کښې چې تر اوسه پورې د جدید نثر ليکونو طرز او ډول روان دی، هغه د باچاخان او د دۀ ملګرو زیار دی چې لیکوالانو او شاعرانو د پاره ئې د ‘پښتون’ پۀ پاڼو د خپل زړۀ مدعا او د فن سینګار د پاره دریځ ورکړو. د باچاخان بابا د سياسي حرکت يو تکړه ملګری قاضي عطالله خان د مردان د يوې درنې کورنۍ نه سياست ته راوتلی ؤ او د پښتون پۀ علمي حرکت هم د ډېرې برخې خاوند عطاالله خان د ډاکټر خان د لومړۍ کابينې وزير عارف ؤ. د خپل وزارت پۀ دوره کښې ئې دوه مهم کارونه وکړل. اول دا چې ټوله صوبه کښې ئې ابتدائي مکتبونه پرانستل. دوېم دا چې پښتو ژبه ئې پۀ ابتدائي تعليم کښې داخله کړه او درسي کتابونه ئې ورته جوړ کړل. قاضي عطاء الله خان پۀ بندي خانه کښې هم يو لوی خدمت کړی دی. د انګرېزۍ مهمو کتابونو څحه ئې يو کتاب د پښتنو پۀ تاريخ ليکلے دے. د پېښور د سيمې پۀ سياسي بېدارۍ کښې د خدائي خدمتګارانو ډله کښې د ماسټر عبدالکريم غوندې ادبي او سياسي شخصيات هم د هېرولو نۀ دي. ماسټر کريم د ‘پښتون’ مجلې د ‘نننۍ دنيا’ تر عنوان لاندې ډېرې سياسي مقالې ليکلې دي. يو سياسي او اجتماعي ليکوال پۀ دې ګڼلی شوی چې پۀ خپله هم تر مرګه پورې يو ريښتونی اجتماعي خدائي خدمتګار او سياسي سړی ؤ. د ماسټر د نثرونو يوه مجموعه چې ‘ځولۍ ګلونه’ نومېږي، پۀ 1957ء کښې لۀ پېښوره نشر شوې ده. د ‘پښتون’ مجلې پۀ ټولنيز يا اجتماعي کردار ډاکټر فضل رحيم مروت داسې وائي ‘پۀ پښتون رساله کښې به د پښتنې ټولنې پر سياسي ادبي تعليمي مذهبي او اقتصادي اړخونو نومونه شامل وو. پۀ ‘پښتون’ مجله کښې به د ښځينه ليکوالانو ليکونه هم شاملېدل. ‘پښتون’ مجلې د ښځو او خوېندو پۀ ژوند کښې بدلون راوستو سره سره چې حوصله افزائي ئې وشوه بلکې پښتنه ټولنه کښې ښځينه سياسي مبارزه کوونکې مخې ته راغلې. سياسي او سماجي ليکونه به ئې کول سياسي جلسو کښې به ئې ګډون کولو. تر ټولو مهم دا ده چې جينکو سکولونو او ښونځو ته تګ شروع کړو او د لیک لوست پۀ لور ئې مخ واوښت.
ډ. فضل الرحیم مروت، پښتون مجله، د باچاخان ملي مبارزه، جنوري 2011
پښتون مجله کښې د ښځو فراخه ونډه:
سيده بشريٰ بېګم د پښتو ژبې او ادب د نوي دور د ډېرو اولنو ورځو د اول قطار ليکواله، د پښتني خدمت د پالواله خوېندو د حقوقو څارونکې، د قلمي جدجهد او ښۀ شعر پنځوونکې او د يو لړ تصنيفاتو پۀ وجه پۀ ټوله پښتونخوا کښې د خپل شخصيت ځانګړی ځای لري. د ‘پښتون’ اخبار نه ئې دا جهدوجهد شروع کړو او نورو خوېندو ته ئې هم دا تشويق ورکړو چې پښتو ليکئ، پښتو لولئ.
ورسره الف جانه خټکه هم وه چې پۀ ‘پښتون’ اخبار کښې ئې د ښځو د پاره هم او عام اولس د پاره هم د ازادۍ نظمونه وليکل. باچاخان بابا پۀ دې اړه ليکي چې جينکو به هم د خدائي خدمتګارو پۀ شان سرې جامې جوړې کړې وې. نظمونه به ئې ياد کړي وو. هغه به ئې نورو جينکو ته اورول. د ‘پښتون’ مجله به ئې پۀ شوق لوستله چې ‘پښتون’ مجله به راغله نو کورونو کښې به ئې يو بل ته اوروله. پۀ ‘پښتون’ مجله کښې نن هم لکه د مخکښې پۀ څېر خوېندي شتمنه برخه لري لکه نګینه، حسينه ګل، منور سلطان، نائله شمال صافۍ، صائمه شاه ملغلره،دنيا يوسفزۍ، شګفته ناز، کائنات تنها، صحرا بي بي، رڼا زړۀ سواندې، لائبه افروز زئ، شمع نورین امان، رحاب ملک او حیاګل خټکه.
هم دغسې نورې پښتنې خوېندې ‘پښتون’ مجلې خپل ملي اتلان سياسي او ادبي ستوري، علمي منورين ياد ساتلي دي. ‘پښتون’ مجلې د پښتون تاريخ شتمنه برخه هم ژوندۍ ساتلې ده. ‘پښتون’ مجله د پښتنو د ازادۍ پۀ تحريک کښې د پښتنو ملي ژغ چې تر نړیوالو او کور دننه شاوخوا کښې ئې د پښتون اواز پورته کاوۀ، ‘پښتون’ مجله د پښتون پۀ معاشرت او اصلاح کښې ستر رول لري.
د پښتون مجلې اصلاحي کردار:
باچاخان بابا او د دملګرو د پښتنو د اصلاح د پاره يوه ډله د مجلس اصلاح الافاغنه جوړه کړۀ. چې پۀ پښتنو کښې د اصلاح او اجتماعي سمون له پاره يو کوشش کاوۀ چې ورسته دغه ډله يو سياسي ګوند بڼه خپلوي او نوم ئې د خدائي خدمتګارانو ږدي. دې ګوند د سياسي فعالتونو سره سره د پښتو مجله وه چې د اتمانزو سخه پۀ پښتو کښې خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر ښۀ خدمتونه وکړل. پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور پرانست. او ځينې اصلاحي ډارمې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زياتې کړې. د دې مجلې پۀ ليکلو کښې پۀ خپله باچاخان يو بهترين ساده ليکونکے او سياسي اصلاحي ليکوال ګڼل کېږي. د باچاخان مسلسل ليکونه چې ‘زۀ پۀ جېل خانه کښې’ د عنوان لاندې خپرېدل، ډېر خواږۀ او د واقعيت نګارۍ ښۀ مثالونه دي.
‘پښتون’ د قامي خپلواکۍ صحيفه:
د ‘پښتون’ مجلې د 89 کلیزې پۀ وياړ پۀ کال 2017 ز اکتوبر لورالائي ښار کښې پۀ لومړي ځل تر دې د عنوان لاندې ‘پښتون د خپلواکۍ صحيفه’ يوه ستره ادبي غونډه شوه چې د باچاخان مرکز پېښور نه ښاغلي حيات روغاني چې د ‘پښتون’ مجلې اوسنی مشر دے، اورنګ زېب خان او طلال بېدار اصلزي ګډون درلود. د پښتون بلوچ صوبې ګډ ايالت ځخه صوبائي صدر د عوامي نېشنل ګوند مشر اصغر خان اچکزی او د دۀ ملګرو هم برخه لرله. د سياسي ګوند سره سره اديبانو او ټولنپوهانو پراخ شتون لرو. د سټېج يا دريځ چارې حيات ناصر مخ پۀ وړاندې بولې. د غونډې مشرتابه حيات روغاني او د مشر مېلمه چارې اصغر خان اچکزي تر سره کړې. پۀ دې غونډه کښې د ‘پښتون’ مجلې پۀ بېلابېل اړخونو او ستونزو وېناوالو نظرونه څرګند کړل. وئيل کېږي چې پۀ لس اتیا کلونو کښې د ‘پښتون’ مجلې دا اولنۍ غونډه وه چې پۀ لورالائي کښې تر سره شوه. داسې غونډې باید پۀ هره اولسوالۍ او هر لوی ښار کښې وشي.
د پښتو ادب پۀ ترقۍ کښې د ‘پښتون’ رسالې کردار :
ليکوال ښاغلي ډاکټر شېر زمان سيماب د دغه پي ايچ ډي مقالې پۀ دفاعي غونډه ليک کړی او وائي:
‘د پښتو څانګې پېښور پوهنتون طالب علم اشفاق احمد وطن يار پۀ دې مجله ‘پښتون’ (د پښتو ادب پۀ ترقۍ کښې د ‘پښتون’ مجلې کردار) پۀ موضوع د پي ايچ ډي مقاله مکمله کړه چې پکښې د دغې مجلې پۀ ادبي خدماتو تحقيقي کار شوی دی. پۀ شپږ نومبر 2014ء پۀ پښتو څانګه پېښور پوهنتون کښې د دې مقالې دفاعي غونډه وشوه. د مقالې نګران ډاکټر روح الله او محقق ئې ډاکټر همايون هما صاحب وو. د نظامت چارې ډاکټر شکيل تر سره کړې وې.
د ‘پښتون’ مجلې ځانګړنه او لاس ته راوړنې:
اغلې خور سیده حسينه ګل داسې وائي، د څۀ وخت نه د ګران استاذ رحمت شاه سائل صاحب پۀ پېرزونه ‘پښتون’ مجله پۀ ډېرتسلسل سره کور ته رارسېږي. سترګې مې پرې خوږې هم شي او زړۀ مې پرې ډېر غټ هم شي. دا مجله ځانګړې مجله ده چې د پښتو او پښتون ئې پۀ نره خدمت کړے دے او پښتون اولس ته ئې پۀ هره زمانه کښې د خپلو اتلانو او مشاهيرو کارنامې يادې کړې دي. دې سره سره ئې پۀ وطن کښې د روانو سياسي حالاتو نه هم خبر ساتلي دي. وئيل کېږي چې باچاخان بابا د ‘پښتون’ مجلې پۀ وسيله دوه مقاصد تر لاسه کړل؛ لومړی د پښتنو افغانانو دريځ مخې ته راوړل او دوېم د هغوي غږ اوچتول. د ډېورنډ لائن سرحدي پولې دواړو خواو ته مېشته پښتنو ته يو دريځ ټاکل او يو والی ورکول. د هغوي د ذهنيت لارې سره محلول دي. دې مجلې سره به د پښتو، پښتنو او پښتونخوا واړه خدمت تر سره کېدو چې زيات شمېر ښېګړې ئې نورې هم لرلې. پۀ پاي کښې د ‘پښتون’ مجلې د مارچ د ګڼې څخه پۀ 38 مخ چاپ د غني خان بابا دا شعرونه تاسو ته وړاندې کوم:
ما وې غني يار څۀ بې اندازه غوندې ئې
ادب دی درکښې کم زبان درازه غوندې ئې
پټی دې وران ويجاړ دی او کږې وږې دې پولې
کرې پکښې ګلونه حسن سازه غوندې ئې
دولت وي کۀ صفت وي کۀ ناموس وي کۀ شهرت
پۀ وږې خېټه موړ او بې نیازه غوندې ئې