"د راجيني کول د پېښور یادونه"، دا لیکنه د فېسبوک پاڼې نه اخستے شوې دي او زمونږ نیازبین بچي دانش احمد پښتون د پاره ژباړلې دي.
د راجیني کول خبرې د پښتو یوې سندرې نه شروع کېږي،
"راشه دلربا ـــ نن بیا بیا ـــ ستورے د سبا ـــ نن بیا بیا بیا"
بیا ترې انټرویو اخستونکې تپوس کوي چې تاسو ته پېښور کښې د خپلې استوګنې چرته به چې تاسو اوسېدې، پته یاده ده؟
"ما ته بالکل پته یاده ده ـــ 3152 بخشي سټریټ، کریم پوره کښې به اوسېدو. هلته ټولې کوڅې د هندوانو وې. زمونږ د کوڅې پۀ شروع کښې د پرتهوي راج کپور جي پلار اوسېدو خو ما دا اورېدلي دي، لیدلي مېنۀ دي. لېکن چې زۀ کله پېدا شوم او لویه شوم نو هغوي بیا دلته نۀ وو، او هغې ته مخامخد پولا رام کوڅه وه. کله به چې پرتهوي راج جي پېښور ته راتلو نو زۀ به هم هلته لوبو له تلم.
ماشوموالي کښې به شمي کپور او ششي کپور دلته لوبې کولې. ششي کپور ته به د هغه ځاے خلقو "شیشي" وئیل. خلقو به وئیل دا هندوان څنګه نومونه ږدي؟ هلک له ئې شیشي نوم ايښے.
ډېر ښۀ وخت ؤ، خو ما ته اتۀ کالو پۀ عمر کښې برقعه اغوستل راپېښ شو.
بیا ترې انټرویو اخستونکې ښځه تپوس کوي چې تاسو ته ئې برقعه ولې پۀ سر کړې وه؟
راجیني کول وائي چې زما وېښتۀ سرۀ وو. یو ځل د کور نه بهر راووتم نو هلته به یو چمیار ناست ؤ زمونږ د کوڅې نه بهر، ما ته ئې وئیل، خان صاحب ته ووایه چې تا له برقعه راوړي، ما ته ښۀ نۀ لګي چې زۀ تا ته ګورم، ځکه چې تۀ اوس پېغله شوې ئې. هغه وائي زۀ کور ته راغلم نو ما خپلې مور او نیا ته ووئیل چې ما ته برقعه راوړئ.
مونږ کره به زمونږ دهوبڼه راتله نو مور مې هغې ته ووئیل. هغې ورته ووې چې زما د لور وادۀ شوے دے، د هغې برقعه مونږ کره پاتې شوې ده او مونږ هغې له نوې برقعه ورکړې ده او تۀ د هغې پاتې شوې برقعه واخله. خو د هغې لور دنګه وه او زۀ خو صرف د اتۀ کالو وم ـــ خېر، هغه برقعه مې پۀ سر کړله او پته راته نشته چې جالۍ مې ورله شا ته راوسته کۀ مخې ته، خو بس د کور نه بهر راووتم. هلته به یو دوکان کښې خاورين منګي، کټوري او نور لوښي خرڅېدل، د هغې پۀ خوا کښې تلم چې ناڅاپه د هغه لوښو د پاسه راوغورځېدم. پته نشته چې څومره لوښي مې مات کړل. هغه د دوکان مالک راغے او زما برقعه ئې لرې کړه او ما له ئې واپس پۀ غېږ کښې راکړه، وئیل ئې تا سره دې خداے نیکي وکړي، د دوکان ټول څیزونه دې مات کړل، او کم عقلې! ما ته پته ولګېده چې څوک ماشومه ده چې ما څنګه پېزار ته وکتل. وئیل ئې د مور برقعه دې اچولې ده او زما دوکان دې مات کړو.
لېکن د پېښور د ډېر لوے زړۀ خلق دي. زۀ د خپلو خبرو سره سره یوه بله خبره هم کوم. چې زۀ کله هم پۀ ټیلي وېژن ګورم چې پۀ پېښور کښې څۀ پېښه وشي نو ما ته ډېر افسوس وشي. زۀ وایم دا خلق به پېښور کله بخښي؟ د کوم پېښور چې خپل خلق خو پرښتې دي. مونږ پۀ خپل وړوکوالي کښې چرته دا نۀ دي کتلي چې چرته څوک جینۍ چا چېړلې وي، د چا غلا شوې وي ـــ مونږ ښځې به د شپې پۀ دولس او دوه بجې د ودونو نه واپس کورونو ته تلو، چرې هم مونږ چا نۀ یو ودرولې چې غاړه کښې دې څۀ اچولي دي؟ دا غریب خلق چا به چې پۀ ټوکرو کښې مېوې خرڅولې، پۀ زمکه به اودۀ کېدل، ما ته اوس هم دا یقین دے چې پۀ هندوستان او پاکستان کښې د ټولو نه ښۀ خلق پۀ پېښور کښې اوسېږي. ما ته دا پته نشته چې هغوي ولې دومره ښۀ دي؟ ما ته صرف دا معلوم دي چې د پېښور خلق ډېر ښۀ دي.
انټرویو اخستونکې ترې بیا تپوس کوي چې بیا تاسو چرته کوشش نۀ دے کړے پېښور ته د واپس تلو؟
راجیني کول وائي چې ما کوشش وکړو، بلکې زما د خاوند زما نه زیات د واپس تلو شوق ؤ. هغۀ به دلته پۀ لندن کښې د ټیلي وېژن پروګرام کولو او د هغۀ پۀ پاکستان کښې اورېدونکي ډېر وو، لېکن مشکل دا پېښ شو چې زما یو کزن پېښور ته تلے ؤ او پۀ ژړا واپس راغے او ما ته ئې ووئیل چې پۀ ګهنټه ګهر کښې ګس اړخ ته شا ته چې کوم زمونږ کورونه وو، هغه ټول کورونه ئې راغورځولي دي او د کپړو مارکیټونه ئې پۀ هغه ځاے جوړ کړي دي او زمونږ د چا کور هم نۀ دے پاتې شوے.
اوس هم درته زۀ څۀ ووایم؟ زۀ چې هره شپه اوده کېږم نو زۀ وایم چې زۀ پېښور کښې یم.
پته نشته ولې؟ خو کېدے شي ټولو بوډاګانو ته بیا خپل ماشوم والے یادېږي. ما ته اوس هم هر څۀ یادېږي. زمونږ اووۀ چهته استوګنه وه. پورته چهت کولاو ؤ چرته به چې اوړي کښې اودۀ کېدو. زۀ به پۀ اووم چهت ناسته وم او پښې به مې زمکې ته ځوړندې کړې وې او لاندې به مې خلقو ته کتل. هر یو ګاونډي به راته وئیل چې د خداے د پاره دغه ځاے نه لرې شه، لاندې به وغورځېږې!!! لېکن ماشومان کم عقل وي او خېر، زۀ خو اوس هم هغه شان یم، زۀ د څۀ څیز نه وېږېږم نۀ، شاید د پېښور خلق وي داسې، او د ټولو نه غټه خبره کومه چې زۀ د پېښور وروڼو او خوېندو ته کول غواړم، شاید هغوي ته د دې خبرې نه سکون ملاو شي، مونږ هندوان چې کله پېښور نه لاړو نو مونږ د هغې نه مخکښې او د هغې نه پس چرې هم د چا نه وانۀ ورېدل چې چرته چا هندوان وژلي دي ـــ شاید پېښور داسې ځاے ؤ. امید کوم چې نورو ځایونو کښې به هم داسې وو. کۀ هغوي اورېدلي هم وو چې هندوان پۀ هندوستان کښې مسلمانان وژني لېکن مونږ له چا لاس هم نۀ دي راوړي. سُور پوش به راتلل، د کوڅو مخې ته به ودرېدل او یو بل له به ئې لاسونه ورکړي وو. وئیل به ئې خورې! تۀ چې چرته ځې نو تلې شې، ستا وطن دے، د چا نه مۀ وېرېږه، چې کومې کوڅې ته ځې نو ځه، او چې څۀ دې پکار وي نو خپلو دې وروڼو ته وایه. باچاخان به خپله راتلو زمونږ کوڅو ته او مونږ له به ئې تسلي راکوله.
زما د پاره هغه ځاے جنت ؤ. زۀ امریکه کښې هم پینځۀ شپږ کاله پاتې شوې یم او د تېرو پنځوسو کالو نه لندن کښې اوسېږم لېکن اوس هم زما پېښور زما جنت دے.